عصمت

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

دا مقاله د عصمت په اړه ده. د پېغمبرانو د عصمت او د امامانو د عصمت په اړه د پوهېدو لپاره، د پېغمبرانو او د امامانو د عصمت په اړه ليکنه وګورئ.

عصمت له ګناه او خطا د معصوم کس د محفوظ والي په معنا دی. شیعه او معتزله متکلمان عصمت الهي لطف او مسلمان حکیمان یې یوه نفساني ملَکه ګڼي چې له ګناه او خطا د معصوم د ډډه کولو سبب کیږي.

له ګناه او خطا د معصوم د خوندي والي د لامل او سرچینې په اړه مختلف نظرونه وړاندې شوې دي چې ځینې یې دا دي: الهي لطف، ځانګړی علم، اراده او انتخاب، او ټول طبیعي، انساني او الهي عوامل. متکلمان او حکماء عصمت له اختیار سره غږمله ګڼي او باوري دي چې معصوم د معصیت د کولو وس لري؛ خو ګناه نه کوي، له دې امله د اجر مستحق دی.

د پېغمبرانو په عصمت عقیده د ټولو مسلمانو عالمانو د باور وړ ده. البته نورو ته د عصمت د غځولو په مساله کې د نظر اختلاف موجود دی. له شرک او کفره د پېغمبرانو عصمت، د وحي په اخستلو او رسولو کې عصمت او له نبوته وروسته له عمدي ګناهانو عصمت د عالمانو د اجماع وړ دی.

امامیه عالمان، شیعه امامان (ع) له هر ډول وړې او لویې ګناه او له خطا او او غلطۍ په ټول عمر کې، معصوم ګڼي. د علامه مجلسي په وینا، شیعیان اجماع لري چې ټولې پرښتې هم له هر ډوله کبیره او صغیره ګناهونو معصومې دي.

په عصمت ځینې اعتراضونه شوې دي؛ منجمله دا چې ځینې یې له انساني طبیعت سره چې مختلف شهواني او نفساني ځواکونه لري، نا غږمله او په ټکر کې ګڼي. په ځواب کې ویل شوي چې د نفساني او شهواني ګروهنو شتون یوازې په ګناه د ککړېدو زمینه جوړوونکي دي او ګناه کول لازموي نه؛ ځکه چې ممکنه ده د علم او ارادې په شان خنډونه د دغه ګروهنو او خواهشاتو د اثر مخه ونیسي.

مقام او اهمیت

د شیعه د کلامي اثارو د لیکوال او کلام څېړونکي سید علي حسیني میلاني په وینا، د عصمت مساله یوه مهمه کلامي او اعتقادي مساله ده چې هرې یوې اسلامي فرقې په خپل نظر څېړلې ده. د معصوم د قول او فعل له حجیت سره د عصمت ارتباط، د دغه بحث اهمیت او حساسیت زیات کړی دی. د هغه له نظره له دې امله چې اهل سنت د مسلمانو واکمنانو او پاچاهانو په عصمت عقیده نه لري، د عصمت خبره یوازې د نبوت د بحث په ذېل کې راولي؛ خو شیعیان له دې امله چې ټول پېغمبران او امامان معصوم ګڼي، د نبوت او امامت په بحث کې په دې مساله غږیږي. هغه ویلي دي چې عصمت د مسلمانانو له مشترکو موضوګانو دی؛ که څه هم په مصداقونو او جزییاتو کې د هغوي په مینځ کې ډېر اختلافات شته دي.[۱]

د عصمت په باره کې په کلامي سرچینو او بحثونو کې د پېغمبرانو د عصمت په برخه کې بحث کیږي.[۲] د قران په ځینو تفسیرونو کې د تطهیر په شان ځینو ایتونو په ذېل کې هم د عصمت او د هغې اړوندو مسالو په باب مفصلې خبرې شوې دي.[۳] په اصول فقه علم کې د علم اصول اهل سنت عالمانو د اجماع د حجیت معیار د امت عصمت ګڼلی دی؛ ځکه چې د هغوي له نظره، اسلامي امت د پېغمبر(ص) ځای ناستی دی او د دین په چارو کې له خطا او سهوې او دروغو خوندي دی. د دې په مقابل کې، شیعه عالمانو د اجماع د حجیت معیار د امام عصمت ګڼلی دی؛ ځکه چې د هغوي له نظره امام د پېغمبر (ص) جانشین او د هغه په شان معصوم دی او اجماع ، له دې امله چې د معصوم د قول کشفوونکې ده، حجت ده.[۴]

د مسیحیت او یهودیت په شان دینونو کې هم په عصمت بحث شوی او مسیحیانو پر عیسي (ع) سربېره، د مقدسو کتابونو لیکوالان او پاپ (د کاتولیکي کلیسا مشر) هم معصوم ګاڼه ؛ البته د پاپ په معصومیت عقیده یوازې له کاتولیک دین سره ځانګړې ده.[۵]

مفهوم پېژندنه

مسلمانو متکلمانو او حکیمانو د خپلو بنسټونو او اصولو په اساس د عصمت مختلف تعریفونه وړاندې کړې دي چې ځینې یې دا دي:

  • د متکلمانو تعریف: عدلیه (امامیه[۶] او معتزله[۷]) متکلمانو عصمت د لطف په اساس تعریف کړی دی.[۸] پر دې بنسټ د عصمت تعریف دا دی:« عصمت یو پټ لطف دی چې خدای یې خپل بنده ته ورکوي او هغه د دې په اساس، سپک کار یا ګناه نه کوي.[۹] علامه حلي د عصمت په تعریف کې ویلي دي:«  د خدای له لوري په خپل بنده پټ لطف دی په دې ډول چې نوره په هغه کې د اطاعت د پرېښودلو او د معصیت د کولو انګېزه او محرک نه پاتې کیږي؛ که څه هم د کولو توان یې لري.»[۱۰]

اشاعره و، عصمت د خدای له لوري په معصوم کس کې د ګناه د نه پېدا کولو په معنا تعریف کړی دی.[۱۱] په دې تعریف کې د اشاعره و مبنا، خدای ته د ټولو شیانو بې واسطې استناد دی.[۱۲]

  • د فلسفیانو تعریف: مسلمانو حکماوو، عصمت یوه نفساني مَلَکه[یادداشت ۱] تعریف کړې چې په هغې سره، د عصمت له خاونده ګناه نه کیږی.[۱۳]

معاصر متکلم او مفسر ایت الله سبحاني، له ګناه د عصمت په تعریف او له خطا د عصمت په تعریف کې د فرق قایل دی او په یو ډول یې د عدلیه متکلمانو او حکماوو نظر رایوځای کړی دی. هغه له ګناه عصمت د تقوا تر ټولو لوړه درجه او یو دننیز ځواک یا نفساني ملکه ګڼلې چې معصوم کس په مطلق ډول د ګناه له کولو او بلکې د ګناه په باره کې له سوچ کولو هم ساتي.[۱۴] هغه له خطا او سهوې عصمت د الهي لطف په رڼا کې یوه غفلت نه قبلوونکی علم ګڼلی چې له امله یې، د څیزونو واقعي صورت د معصوم کس په فکر او لیدتوګه کې ښکاره کیږي او له خطا او غلطۍ د هغه د خوندي توب سبب کیږی.[۱۵]

عصمت په لغت کې د «عصم» له جرړې راوتلی چې معنا یې ده خوندي ساتل یا منع کول.[۱۶]

د عصمت سرچینه

د عصمت د سرچینې او له ګناه او خطا د معصوم د خونديتوب د لامل او سبب په اړه مختلف نظرونه لکه د معصوم په حق کې الهی لطف، د ګناهانو د پایلو په اړه د معصوم ځانګړی علم او د معصوم اراده او انتخاب، وړاندې شوې دي. البته ځینې اوسمهاله څېړاندي په دې باور دي چې عصمت د یو واحد معلول علت نه دی، بلکې د طبیعي عواملو (وارثت، چاپېریال او کورنۍ) انساني عواملو (علم او پوهه، ا راده او انتخاب، عقل او نفساني ملکه) او الهي عواملو (د خدای خاص لطف او ډالۍ) یوه ټولګه د عصمت سرچینه او سبب ده.[۱۷]

الهی لطف

شیخ مفید او سیدِ مرتضی عصمت د معصومانو په حق کې د خدای لطف ګڼلی دی.[۱۸] علامه حلي څلور سببونه د دغه الهي لطف سرچینه ګڼلې ده چې دا دي ۱: نفساني یا جسماني ځانګړتیا چې له ګناه د ډډه کوله د ملَکې د پېدا کېدو سبب کیږي.۲: د ګناهانو په مفاسدو او د اطاعتونو په اجر علم؛ ۳: معصوم ته وحي یا الهام چې د ګناهانو او اطاعت د حقیقت په اړه د هغه نظر او بصیرت ته ژورتیا ورکوي.( د وحي یا الهام په ذریعه د علم تاکید او تایید)؛ ۴: په ترک اولی کې الهي مواخذې او سزا ته پام.[۱۹]

ځانګړی علم

ځینې عالمانو د عصمت سرچینه د ګناهانو د پایلو او د اطاعت د اجر او بدلې څخه ځانګړی علم ګڼلی دی.[۲۰] د علامه طباطبایي په باور له دې امله چې معصومین خدای ورکړی علم لري، پیاوړي اراده لري چې د دغه ارادې په شتون کې هیڅکله د معصیت لور ته نه ځي.[۲۱] دغه علم د متعارفو علومو په شان د تعلیم او زده کولو وړ نه دی او د شهوتونو او نورو ځواکونو مغلوب نه ګرځي.[۲۲]

علم او اراده

محمدتقی مصباح یزدي د معصومینو د عصمت راز په دوو عنصرونو، په حقایقو او کمالاتو علم او هغو ته د رسیدلو لپاره د پیاوړې ارادې په لرلو کې ګڼي؛ ځکه چې انسان که جهالت ولري حقیقي کمال نه شي پېژندلی او د حقیقي کمال په ځای خیالي کمال راولي او که لازمه اراده ونه لري مطلوب هدف ته نه رسیږی.[۲۳] د هغه له نظره معصوم کس په هغه ځانګړي علم او پیاوړې ارادې سره چې لري یې هیڅکله په خپل اختیار ګناه نه کوي او په هر حال کې د خدای مطیع او فرمانبردار دی.[۲۴]

عصمت او اختیار

د لبنان شیعه د تقلید مرجع سید محمد حسین فضل‌الله، باوري دی چې عصمت یو جبري شی دی.[۲۵] خو د اوسمهاله کلام پيژندونکي علي رباني ګلپایګاني په وینا متکلمان او حکیمان په یو خوله دي چې عصمت له اختیار سره غږمله دی او معصوم د معصیت او ګناه د کولو توان لري. [۲۶] د عقل له نظره، که عصمت د اطاعت د کولو او د ګناه د پرېښودلو لپاره د معصوم کس د مجبوریدا مستلزم وي، دغه کس به د مدحې او ستاینې وړ نه وي او د هغه امر و نهي او سزا او جزا به نامعقوله وي.[۲۷]

معاصر فیلسوف او مفسر عبدالله جوادي آملي هم په دې باور دی چې جبري عصمت په خلکو د معصوم له حجیت او د خدای له خوا د هغه د امر منلو او پیروۍ کولو سره په تضاد کې دی او که د ګناه کول ذاتا محال وي، اطاعت به ذاتا ضروري وي او په دې بڼه کې اطاعت هم ذمه واري نه جوړېدله او د انذار او تبشیر یا وعده او وعید لپاره هم کوم مجال باقي نه پاتې کیږي.[۲۸]

علامه طباطبایي له اختیار سره د عصمت د غږملتیا او سمون په وضاحت کې لیکي:« د عصمت سرچینه هغه ځانګړی علم دی چې خدای تعالی معصومانو ته ورکړی دی. علم، په خپله د اختیار له مبدا او ستنو څخه دی. له دې امله ، معصومان د عملونو په مفاسدو او مصالحو د خبرېدو په وجه ګناه ته لاس نه وروړي؛ د هغه کس په شان چې د زهرو د وژلو په خاصیت قطعي علم لري او هیڅکله زهر نه خوري.»[۲۹]

شیعه مفسر او فیلسوف محمد تقي مصباح یزدي عصمت نه یوازې یوه علمي ملَکه بلکې یوه علمي-عملي ملکه ګڼي چې د خدای له خوا له ورکړل شوي علم سره د معصوم د مختارانه او په خپل اختیار د عمل کولو له مطابقته حاصل شوی دی.[۳۰] هغه د خپل نظر په بیان کې وایي چې هر څوک د خدای له خوا له یو ورکړي استعداد او ډالۍ سره دې دنیا ته راغلی او د دغه وړتیا او استعداد بالفعل کول او رابرسېره کول یې په خپل لاس کې دي. هغه علم چې د معصومینو د عصمت سریزه ده هم یوه ډالۍ خو په انسان کوم شی نه ورتپي. په نتیجه کې، د دغه پانګې کارول او پر اساس یې عمل کول، په خپله د معصوم په هڅې او کوشش پورې اړه لري.[۳۱]

د پېغمبرانو عصمت

اصلي مقاله: د پېغمبرانو عصمت

د وحي په زمینه کې د پېغمبرانو عصمت د ټولو الهي دینونو مشترک او د اتفاق وړ اصل دی؛[۳۲] که څه هم د هغې د کیفیت او مرتبو په اړه د اسلامي مذهبونو د عالمانو او د دینونو د پېروانو تر مینځ د نظر اختلاف موجود دی.[۳۳] مسلمان متکلمان د عصمت په زمینه کې په دریو څیزونو د نظر اتفاق لري: لومړی: له نبوت مخکې او وروسته له شرک او کفره د پېغمبرانو عصمت او پاکوالی، دوهم : د وحي په اخستلو، ساتلو او رسولو کې د پېغمبرانو عصمت، او دریمه: له نبوته وروسته له عمدي ګناهانو د پېغمبرانو عصمت. خو په دریو شیانو کې بیا اختلاف لري. لومړی: له نبوته وروسته له سهوي ګناهانو د پېغمبرانو عصمت، دوهم : له نبوت مخکې له سهوي او عمدي ګناهانو د پېغمبرانو عصمت، او دریم: په ټولنیز او وګړنیزو ژوند کې د پېغمبرانو عصمت.

امامیه شیعه په دې نظر دي چې پېغمبران په دغو ټولو برخو او شئونو کې عصمت لري؛ بلکې پېغمبران له هر هغه څه چې د خلکو د کرکې او ځنې د لرې کېدو سبب شي، خوندي او محفوظ دي.[۳۴] د پېغمبرانو په نبوت د خلکو د باور جلبول د پېغمبرانو د عصمت د وجوب له عقلي دلایلو څخه دي؛[۳۵] همداراز د قرآن په ځینو ایتونو[۳۶] او په ځینو روایتونو [۳۷] په دې برخه کې استناد شوی دی.[۳۸]

د پېغمبرانو د عصمت مخالفانو په دوو ډلې ایتونو د ټولو پېغمبرانو له عصمت سره په ناغږمله ایتونو، یا د ځینو پېغمبرانو له عصمت سره په ناغږمله ایتونو استناد کړی دی.[۳۹] په ځواب کې ویل شوي چې دغه ایتونه له هغو متشابه ایتونو دي چې باید محکَمو ایتونو ته په ارجاع سره تاویل او تفسیر شي.[۴۰] او دا چې هغه ټول ایتونه چې د پېغمبرانو له عصمت سره ناغږمله دي، پر ترک اولی حمل کیږی.[۴۱]

د امامانو عصمت

اصلي مقالې: د امامانو عصمت او د حضرت فاطمه(س) عصمت

د امامانو عصمت د دولس امامي شیعیانو په عقیدو کې د امامت له شرایطو او د هغوي له اساسي عقیدو څخه دی.[۴۲] د علامه مجلسي په نقل، امامیه د نظر اتفاق لري چې امامان (ع) له ټولو وړو او لویو ګناهونو که هغه عمدي وي او که سهوي او له هر ډول خطا او تېروتنې خوندي دي.[۴۳] ویل شوي چې اسماعیلیه هم عصمت د امامت له شرایطو ګڼي.[۴۴] د دې په مقابل کې، اهل سنت عصمت د امامت شرط نه ګڼي.[۴۵] ځکه چې هغوي اجماع لري چې درې ګوني خلیفه ګان امامان وو خو معصوم نه وو.[۴۶] وهابیان هم د امام او د شیعیانو د امامانو عصمت نه مني او هغه له پېغمبرانو سره مخصوص ګڼي.[۴۷]

د جعفر سبحاني په وینا هغه ټول دلایل چې د پېغمبر د عصمت لپاره وړاندې شوي لکه د بعثت د اهدافو پرځایښت او د خلکو د باور جلبول، د امام په عصمت کې هم مطرح کیږي.[۴۸] شیعه متکلمانو د امامانو (ع) د عصمت د اثبات لپاره په ډېرو ایتونو او روایتونو استناد کړی دی منجمله ابتلای ابراهیم ایت،[۴۹] اولی‌الامر ایت ،[۵۰] تطهیر آیت،[۵۱] او صادقین آیت [۵۲] حدیث ثقلین[۵۳] او حدیث سفینه.[۵۴]

د شیعه له نظره حضرت فاطمه(س) د عصمت مقام لري. [۵۵] د هغې د عصمت د اثبات لپاره په ایه تطهیر او بَضْعَه حدیث استناد شوی دی.[۵۶]


د فرښتو عصمت

قرآن کریم:
«عَلَیها مَلائِکةٌ غِلاظٌ شِدادٌ لا یعْصُونَ اللَّهَ ما أَمَرَهُمْ وَ یفْعَلُونَ ما یؤْمَرُونَ: په هغه [اور] ځیږې [او] سختګیرې فرښتې [ګمارل شوې] دي. له هغه څه چې خدای ورته امر کوي سرغړونه نه کوي او هغه څه چې پرې مامورې دي کوي یې»<refe>تحریم سوره ۶ آیت</refe>


د علامه مجلسي په وینا شیعه اجماع لري چې ټولې فرښتې له هر ډول وړې او لویې ګناه معصومې دي. اکثره اهل سنت هم په دې عقیده دي.[۵۷] د فرښتو د عصمت په اړه یو بل نظر هم مطرح شوی دی: ځینې د فرښتو په نه عصمت عقیده لري. ځینو کسانو بیا د عصمت د موافقانو او مخالفانو دلیلونه نیمګړې ګڼلې او په دې اړه یې چوپتیا او تمتیا غوره کړې ده. ځینې بیا یوازې د وحي وړونکې او مقربې فرښتې او ځینو اسماني فرښتې ( د ځمکنیو فرښتو په مقابل کې) معصومې ګڼلې دي.[۵۸]

د عصمت موافقان وایي چې د انبیاء سورې ۲۷ ایت [۵۹] او د تحریم سورې شپږم ایت [۶۰] او پریمانه حدیثونه [۶۱] د ملائکو په عصمت والي دلالت لري.[۶۲] ویل شوي چې په مسلمانانو کې د فرښتو د عصمت مخالفه یوازې حَشْویه فرقه ده.[۶۳]

ایت الله مکارم شیرازي د دې خبرې په ځواب کې چې په ملائکو کې عصمت معنا نه لري، ویلي چې که څه هم په فرښتو کې د ګناه انګېزې او محرکات لکه شهوت او غضب نیشته یا ډېر کمزوری دی، خو هغوي مختاره کارکوونکي دي او د مخالفت طاقت لري. پر دې اساس، د ګناه په کولو له طاقت سره سره، معصومې او پاکې دي او د خدای د فرمان په اطاعت کې د ځینې فرښتو په سستوالي یا د هغوي د سزا کېدو روایتونه په ترک اولی حمل کیږي.[۶۴]

اعتراضونه او ځوابونه

د عصمت د منکرانو له خوا ځینې اعتراضونه شوي چې یو شمېر یې دا دي:

  • د انسان له طبیعت او فطرت سره د عصمت ناغږملي

معاصر مصری لیکوال احمد امین، په دې باور دی چې عصمت د انسان له طبیعت او فطرت سره سمون نه خوري؛ ځکه چې انسان له مختلفو شهواني او نفساني قوو جوړ شوی، هم ښېګړو ته پکې ګروهنه شته او هم بدیو ته . که دغه دوه ګروهنې له هغه واخستل شي، نو لکه چې د انسان انسانیت له هغه اخستل شوی وي. له دې امله هیڅ انسان له معصیته په امان کې نه دی حتي پېغمبران (ع) [۶۵]

ایت الله جوادي املي د دغه شهبې په ځواب کې د انسان ګوهر ته په اشارې سره چې هماغه د هغه نفس دی وایي چې د انسان ګوهر په دې ډول پنځول شوی چې د عصمت لوړې څوکې ته د ختلو توان لري؛ ځکه چې د انسان نفس په خپل صعودي سېر کې، له سهوې، فراموشۍ او غفلت او جهالت د خوندي پاتې کېدو توان پېدا کوي. د هغه له نظره، که د چا نفس د سوچه عقل او د تام او صحیح کشف و شهود وادۍ ته ننوځي، یوازې حق او حقیقت به درک کوي او له هر ډوله شک او دوه زړه والي او سهوې او نسیان او غفلته به په امان وي. پر دې اساس دغه شان کس چې له مادي نړۍ او د وهم او خیال له عالَمه تېر شوی او د حقایقو سرچینې ته رسېدلې، د عصمت امکان مومي.[۶۶]

  • د عصمت د تفکر سرچینه

د ځینو له نظره، د عصمت لیدتوګه په لومړیو اسلامي سرچینو کې موجوده نه ده او دا یو بدعت دی چې له اهل کتابو، لرغوني ایران، تصوف اویا زرتشتي تعلیماتو څخه اسلام ته راننوتې ده.[۶۷]

په ځواب کې ویل شوي چې د پېغمبرانو په عصمت عقیده د اسلام د لومړيو وختونو په مسلمانانو کې دود وه او د قرآن او د اسلام د پېغمبر (ص) په تعلیماتو کې جرړه لري.[۶۸] اهل کتاب د عصمت د تفکر جوړوونکی او مبدع نه شي کېدی؛ ځکه چې په تورات کې پېغمبرانو ته د ډېرو بدو ګناهانو او سپکو کارونو نسبت ورکړل شوی دی.[۶۹] کله چې لا تصوف جوړ هم نه و، د عصمت تفکر په شیعیانو کې دود و. له دې امله تصوف هم د عصمت د تفکر سرچینه نه شي کېدی.[۷۰] په اسلام او زرتشت کې د عصمت د تعلیماتو د اشتراک د فرض په بڼه کې هم، دا خبره د دې دلیل نه شي کیدی چې اسلام یا زرتشت دین له یوه بله دغه فکر اخستی وي؛ بلکې په دې وجه دی چې د ټولو الهي دینونو جوهره او اصل مشترک دی او په اصولو کې د یو بل په شان دي.[۷۱]

«عصمت از منظر فریقین‌»، کتاب لیک: سید علي حسیني میلاني.


کتاب‌ پېژندنه

د عصمت په اړه ډېر کتابونه لیکل شوي دي منجمله:

  • التَّنبیه المعلوم؛ البرهان علی تَنزیهِ المعصوم عَنِ السَّهو و النِّسیان، لیک د شیخ حر عاملی؛
  • عصمت از منظر فریقین (شیعه و اهل‌سنت)، لیک د سید علی حسینی میلانی؛
  • پژوهشی در عصمت معصومان(ع)، تألیف د احمدحسین شریفی و حسن یوسفیان.
  • عصمت از دیدگاه شیعه و اهل‌تسنن، لیک د فاطمه محقق؛
  • عصمت، ضرورت و آثار، د سید موسی هاشمی تنکابنی؛
  • اندیشه کلامی عصمت؛ پیامدهای فقهی و اصول فقهی، لیک د بهروز مینایي. په دې کتاب کې په فقې او اصول فقه کې په عصمت د عقیدې اثار بیان شوې دي.[۷۲]
  • منشأ عصمت از گناه و خطا؛ نظریه‌ها و دیدگاه‌ها، لیک د عبدالحسین کافی.

اړونده لیکنې

فوټ نوټ

سرچينې

  • ابن‌تیمیه، احمد بن عبدالحلیم، مِنهاجُ السَّنةِ النَّبویة فی نقضِ کلامِ الشّیعةِ القَدَریّة، تحقیق محمد رشاد سالم، جامعة الامام محمد بن سعود الاسلامیة، چاپ اول، ۱۴۰۶ق/۱۹۸۶م.
  • ابن‌عبدالوهاب، محمد بن عبدالوهاب بن سلیمان، رسالةٌ فی الرَّدِ علی الرّافضة، تحقیق ناصر بن سعد الرشید، ریاض، جامعة الامام محمد بن سعود الاسلامیة، بی‌تا. (این رساله در جلد دوازدهم از مؤلفات محمد بن عبدالوهاب، به چاپ رسیده است)
  • ابن‌عطیه، مَقاتِل، اَبهی المداد فی شرح مؤتمر علماء بغداد، شرح و تحقیق محمدجمیل حمود، بیروت، مؤسسة‌الاعلمی، چاپ اول، ۱۴۲۳ق.
  • ابن‌منظور، محمد بن مکرم، لسان‌العرب، دار صادر، چاپ سوم، بی‌تا.
  • اشرفی، عباس و ام‌البنین رضایی، «عصمت پیامبران در قرآن و عهدین»، در فصلنامه پژوهشنامه معارف قرآنی، شماره ۱۲، ۱۳۹۲ش.
  • امین، احمد، ضُحَی‌الاسلام،‌ قاهره ، مکتبةالاسره، ۲۰۰۳م.
  • انواری، جعفر، نور عصمت بر سیمای نبوت؛ پاسخ به شبهات قرآنی، قم، مؤسسه آموزشی و پژوهشی امام خمینی، چاپ اول، ۱۳۹۷ش.
  • بحرانی، شیخ علی، منار الهُدیٰ فی النَّصِ علیٰ امامةِ الائمةِ الاِثنیٰ عشر، تحقیق عبدالزهرا خطیب، بیروت، دارالمنتظر، ۱۴۰۵ق.
  • ‌ تفتازانی، سعدالدین، شرح‌المقاصد، تحقیق و تعلیق عبدالرحمن عمیره، قم، شریف رضی، چاپ اول، ۱۴۰۹ق.
  • جرجانی، میرسید شریف، شرح‌المَواقف، تحقیق بدرالدین نعسانی، قم، شریف رضی، چاپ اول، ۱۳۲۵ق.
  • جوادی آملی، عبدالله، سیره پیامبر اکرم ص در قرآن (ج۹)، قم، مرکز نشر اسراء، ۱۳۸۵ش.
  • جوادی آملی، عبدالله، وحی و نبوت در قرآن (تفسیر موضوعی قرآن کریم، ج۳)، تحقیق و تنظیم علی زمانی قمشه‌ای، قم،‌ نشر اِسراء، چاپ ششم، ۱۳۹۲ش.
  • حسینی، «عصمت از دیدگاه اهل‌کتاب (یهودیان و مسیحیان)»، وبگاه آینده روشن، تاریخ درج مطلب: ۱ اردیبهشت ۱۳۸۸ش، تاریخ بازدید: ۱۲ اردیبهشت ۱۴۰۲ش.
  • حسینی میلانی، سید علی، جواهر الکلام فی معرفةِ الامامةِ و الامام، قم، مرکز الحقایق الاسلامیه، ۱۳۸۹ش.
  • حسینی میلانی، سیدعلی، عصمت از منظر فریقین (شیعه و اهل‌سنت)،‌ قم، مرکز الحقایق الاسلامیه، ۱۳۹۴ش.
  • راستین، امیر و علیرضا کهنسال، «عصمت فرشتگان؛ شواهد موافق و مخالف»، فصلنامه اندیشه نوین دینی، شماره ۳۸، پاییز ۱۳۹۳ش.
  • ربانی گلپایگانی، علی، امامت در بینش اسلامی، قم، بوستان کتاب، چاپ دوم، ۱۳۸۷ش.
  • ربانی گلپایگانی، علی، کلام تطبیقی، قم، انتشارات مرکز جهانی علوم اسلامی، ۱۳۸۵ش.
  • سبحانی، جعفر، الالهیاتُ علیٰ هُدَی الکتابِ و السّنةِ و العقل، قم، المرکز العالمی للدراسات الاسلامیة، چاپ اول، ۱۴۱۲ق.
  • سبحانی، جعفر، عصمةُ الانبیاء فی القرآن الکریم، قم، موسسه امام صادق(ع)، ۱۴۲۰ق.
  • سبحانی، جعفر، منشور جاوید، قم، موسسه امام صادق(ع)، ۱۳۸۳ش.
  • سید مرتضی، علی بن حسین، الذخیرةُ فی العلم الکلام، قم، نشر اسلامی، ۱۴۱۱ق.
  • سید مرتضی، علی بن حسین، الشّافی فی الامامة، تحقیق و تعلیق سید عبدالزهرا حسینی، تهران، مؤسسه الصادق(ع)، چاپ دوم، ۱۴۱۰ق.
  • سید مرتضی، علی بن حسین، رَسائلُ الشَّریفِ المرتضی، قم، دارالکتب، ۱۴۰۵ق.
  • شریفی، احمدحسین و حسن یوسفیان، پژوهشی در عصمت معصومان(ع)، تهران، پژوهشگاه فرهنگ و اندیشه اسلامی، ۱۳۸۸ش.
  • صادقی اردکانی، محمدامین، عصمت، قم، انتشارات حوزه علمیه، ۱۳۸۸ش.
  • صدوق،‌ محمد بن علی بن بابویه، عیونُ اخبارِ الرّضا(ع)، تحقیق مهدی لاجوردی، تهران،‌ نشر جهان، چاپ اول، ۱۳۷۸ق.
  • طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، قم، نشر اسلامی، ۱۴۱۷ق.
  • طبرسی، فضل بن حسن، مَجمع البیان فی تفسیر القرآن، تهران،‌ ناصرخسرو، چاپ سوم، ۱۳۷۲ش.
  • طوسی، نصیرالدین، تلخیصُ المُحَصّل المعروف بنقدِ المحصّل، بیروت، دارالضواء، چاپ دوم، ۱۴۰۵ق.
  • طوسی، محمد بن حسن، الاقتصاد فیما یَتَعَلَّق بالاعتقاد، بیروت، دارالاضواء، چاپ دوم، ۱۴۰۶ق.
  • طوسی، محمد بن حسن، التِّبیان فی تفسیرِ القرآن، بیروت، دار احیاء‌التراث العربی، چاپ اول، بی‌تا.
  • علامه حلی، حسن بن یوسف، الباب الحادی عشر، تهران، موسسه مطالعات اسلامی، ۱۳۶۵ش.
  • علامه حلی، حسن بن یوسف، کشف المراد فی شرح تجرید الاعتقاد قسم الالهیات، به کوشش جعفر سبحانی، قم، مؤسسه امام صادق(ع)، چاپ دوم، ۱۳۸۲ش.
  • فاضل مقداد،‌ مقداد بن عبدالله، اللَّوامعَ الالهیَّه فی المباحثِ الکلامیة، تحقیق و تعلیق شهید قاضی طباطبایی، قم، دفتر تبلیغات اسلامی، چاپ دوم، ۱۴۲۲ق.
  • فخر رازی، محمد بن عمر، التَّفسیرُ الکبیر (مَفاتیح‌الغیب)، بیروت، دار احیاء‌التراث العربی، چاپ سوم، ۱۴۲۰ق.
  • فضل‌الله، سید محمدحسین، تفسیر من وحی القرآن، بیروت، دار الملاک للطباعة و النشر، ۱۴۱۹ ق.
  • فیاض لاهیجی، عبدالرزاق، سرمایه ایمان در اصول اعتقادات، تصحیح صادق لاریجانی، تهران، انتشارات الزهراء، چاپ سوم، ۱۳۷۲ش.
  • فیاض لاهیجی، عبدالرزاق، گوهر مراد، تهران، نشر سایه، چاپ اول، ۱۳۸۳ش.
  • قاضی عبدالجبار، عبدالجبار بن احمد، المُغنی فی اَبوابِ التّوحید و العدل، تحقیق جورج قنواتی، قاهره، الدار المصریه، ۱۹۶۲-۱۹۶۵م.
  • قدردان قراملکی، محمدحسن، کلام فلسفی، قم، وثوق، ۱۳۸۳.
  • قفاری، ناصر عبدالله علی، اصولُ مذهبِ الشّیعةِ الامامیه؛ عرض و نقد، جیزه، دارالرضا، چاپ چهارم، ۱۴۳۱ق/۲۰۱۰م.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تهران، دارالکتب الاسلامیه، ۱۴۰۷ق.
  • مجلسی، محمدباقر، بِحار الاَنوارِ الجامعةُ لِدُرَرِ اخبارِ الائمةِ الاطهار، بیروت، دار احیاء التراث العربی، چاپ دوم، ۱۴۰۳ق.
  • ‌‌ محقق، فاطمه، عصمت از دیدگاه شیعه و اهل‌تسنن، قم، آشیانه مهر، چاپ اول، ۱۳۹۱ش.
  • مصباح یزدی، محمدتقی، در پرتو ولایت، محمدمهدی نادری، قم، مؤسسه آموزشی و پژوهشی امام خمینی (ره)، ۱۳۸۳ش.
  • مصباح یزدی، محمدتقی، راه و راهنمایی شناسی، قم، انتشارات مؤسسه آموزشی و پژوهشی امام خمینی(ره)، ۱۳۹۵ش.
  • مفید، محمد بن نعمان، تصحیحُ الاعتقاداتِ الامامیه، قم، کنگره شیخ مفید، چاپ دوم، ۱۴۱۴ق.
  • مفید،‌ محمد بن محمد، المسائلُ الجارودیه، قم، المؤتمر العالمی للشیخ المفید، چاپ اول، ۱۴۱۳ق.
  • مکارم شیرازی، ناصر، پیام امام امیرالمؤمنین(ع)، تهران، دار الکتب الاسلامیه، چاپ اول، ۱۳۸۶ش.
  • مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الکتب الاسلامیه، ۱۳۷۴ش.
  • ‌مظفر، محمدحسین، دلائل‌الصِّدق، قم، مؤسسه آل‌البیت(ع)، چاپ اول، ۱۴۲۲ق.

بهرنۍ اړیکه