سپیڅلی سرداب

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده !

د غیبت سرداب

سپيڅلی سرداب یا د غیبت سرداب په سامرا کښې د عسکریین حرم په شمال لویدیځ کښې د امام حسن عسکري علیه السلام د کور په زیرخانې کښې دی. د شیعیانو په نزد د دغه ځاې تقدس او سپیڅلتیا په دې وجه ده چې هلته امام هادي(ع)، امام عسکري(ع) او امام زمان(عج) ژوند تیر کړی دی.

ځیني اهل سنت لیکوالان د شیعیانو په هکله وايي چې ګني هغوي باوري دي چې سرداب د غیبت په دوارن کښې د امام مهدي علیه السلام د اوسیدو او هم به یې د ظهور ځاې وي، خو په شیعه سرچینو کښې داسې څه نشته بلکې د شیعیانو په باور، امام زمان عجل الله تعالی فرجه الشریف به په مکه کښې ظهور وکړي.

د سرداب اولنۍ ودانۍ د عباسیانو د خلافت په پړاؤ کښې جوړه شوه او بیا یې په مختلفو پړاؤنو کښې د عسکریین حرم سره یوځاې مرمت او بیارغونه کیدله.

موقعیت او اهمیت

سرداب، په سامرا کښې د امام حسن عسکري د کور په تهخانې کښې دی.[۱] د دغه ځاې سپيڅلتیا، په معصومو امامانو پورې د نسبت لرلو په وجه ده؛[۲] ځکه چې د امام هادي(ع)، امام عسکري(ع) و امام زمان(عج) د ژوندانه او اوسیدو ځاې پاتې شوی دی.[۳] سرداب د امامین عسکریین له روضې سره تقریباً ۱۵میټره واټن لري [۴] او د عسکریین مرقد شمال لویدیځ اړخ ته پروت دی.[۵]

د شیعه مورخ شیخ عباس قمي (وفات۱۳۵۹ق) په وینا، د غیبت په سرداب باندې د دغه ځاې نومول په دې وروستۍ زمانې پورې اړونده دی او وجه یې په هغو کتابونو کښې نه ده بیان شوې چې د امام زمان(عج) په هکله لیکل شوي دي.[۶]

آیا امام زمان به له سرداب څخه ظهور وکړي؟

د مسجدِ صاحب(عج) ګنبد چې په مقدس سرداب باندې جوړ شوی دی.

اهل سنت لیکوالانو له هغو نه ياقوت حموي په معجم البلدان کښې او ابن حجر حاتمي په الصواعق المحرقه کتاب کښې دا ادعا کړې ده چې شیعیان عقیده لري چې امام زمان(عج) په سرداب کښې پټ شوی او له هلته نه به ظهور وکړي.[۷] دوي همداشان د شیعیانو د یوې ډلې په هکله ویلي دي چې له اسونو سره د سرداب په خوا کښې ولاړ دي او د امام زمان علیه السلام د بهر راوتو غوښتنه کوي.[۸]

د پنځلسمې هجري قمري پیړۍ شیعه لیکوال ذبیح‌الله محلاتي په مآثر الکبراء فی تاریخ سامراء، کښې یاده ادعا ناسمه بللې ځکه چې شیعه عالمان په دې خبره یوه خوله دي حضرت مهدي(عج) به په مکه کښې ظهور کوي [۹] همداشان د تقلید د یو شیعه مرجع لطف‌الله صافي ګلپایګاني په وینا، دا مطالب له شیعه سره د دښمنۍ، له اهل بیتو څخه د بې لار ې کیدو او بني امیه او د رسالت د کورنۍ دښمنانو ته د ګروهنې په موخې او انګیزې سره جوړ کړې شوي دي،[۱۰] د صافي ګلپایګاني په وینا، هیڅ کوم شیعه نه دي ویلي چې امام د سامرا په سرداب کښې پټ دی بلکې شیعه کتابونه او روایتونه دا ډول خبرې دروغ ګڼي.[۱۱]

د تقلید یو شیعه مرجع سید صدرالدین صدر(وفات ۱۳۷۳قمري)د ابن هجر هیمتي له خوا د دا ډول څرګندونو بیانول، له عراق او د دغه هیواد له شیعیانو سره د هغه د نابلدتیا له امله بللې دي ځکه چې د هغه په وینا، ابن حجر له حجازه نه دی وتلی او سامرا یې حتی لیدلې هم نه ده.[۱۲] په دې لړ کښې محدث نوري[۱۳] سید محسن امین،[۱۴] سید مرتضی عسکري،[۱۵] سید هادي خسروشاهي[۱۶] او ابراهیم امیني[۱۷] هم په مقدس سرداب کښې د امام پټیدل او له هغه ځایه یې ظهور کول رد کړي دي.

د غیبت څاه یا کوهې

په سرداب کښې د «غیبت څاه» باندې مشهور یو کوهی دی [۱۸] چې د شیخ عباس قمي په وینا، ځینو زیارتوالو به په سرداب کښې له هغه ډنډ څخه چې امامین عسکریین به په کښې وضو کوله، د تبرک په توګه خاوره راخیستله او دغه ځاې ورو ورو د غیبت په څاه مشهور شوی دی.[۱۹]


شیخ عباس قمي همداراز له محدث نوري څخه نقل کړي دي چې د سرداب یوشمیر خادمانو د مادي او دنیايي ګټو د ترلاسه کولو لپاره دغه ځاې د صاحب الزمان څاه معرفي کړی دی او ورڅخه به یې د تبرک لپاره خاوره په ډیرو پيسو زیارتوالو ته ورکوله او شیخ العراقین د دغه کار د مخنیوي لپاره یاد کوهې ډک کړ او هغه یې بند کړ خو وروسته بیا خادمانو دوباره خلاص کړی دی. [۲۰]

ودانۍ او د هغې تاریخ

د عسکریین د حرم له ورانولو مخکښې د سرداب ور

سرداب په یوې شپږ ګوټې کوټې او په دوو وړو او غټو مستطیل ډوله کوټنیو مشتمل دی چې په یو اوږد دهلیز سره په خپلو کښې نښلي.[۲۱] لویه مستطیلي کوټه د سړیو د لمانځه په ځاې او وړه د ښځو د لمونځ کولو په ځاې مشهوره ده.[۲۲] سرداب ته د تګ راتګ لاره د زینې په شکل ده چې په شپږ ګوټې کوټې ختمیږي.[۲۳] دغه شان د سرداب په ور باندې یو جومات جوړ شوی دی چې په مسجدِ صاحب(عج) مشهور دی او د ټایلونو ګنبد لري.[۲۴]

د محدث نوري(وفات ۱۳۲۰ق) په وینا، یو عباسي خلیفه الناصر لدین الله، سرداب په ۶۰۶قمری کال کښې جوړ کړ او په کتیبې کښې یې د څوارلسمو معصومینو نومونه ولیکې شول. [۲۵] په عین حال کښې ویل شوي چې له هغه مخه ناصرالدولهٔ آل حمدان د امام هادي علیه السلام د کور د وړومبنۍ ودانۍ بنیاد په ۳۳۳قمري کال کښې ایښی و او په ۳۳۷ قمري کال کښې معدالدوله آل بویه هغه بشپړه کړه.[۲۶]

له مرمت وروسته د مقدس سرداب حالت

سرداب د عسکریین حرم سره یوځاې په مختلفو پړاونو کښې مرمت او دوباره رغول شوی دی؛[۲۷] له هغو نه په کال ۱۲۰۲قمري کښې چې احمدخان دنیلي په عسکریین حرم کښې ځیني تعمیرات وکړل، د سرداب لپاره یې یو انګڼ جوړ کړ او ورپاره یې یوه نوې لاره جوړه کړه. [۲۸] په سرداب کښې د منبّت  او کنده کارۍ او ټایلونو او د معمارۍ د ځینو نورو هنرونو آثار کارول شوي دي.[۲۹]

د ۱۳۸۴لمریز کال د کب د میاشتې په ۳ او د ۱۳۸۶کال د غبرګولي په ۲۳ نیټه د تکفیري ترهګرو له خوا د ایښودل شویو بمونو په چاودنو کښې د عسکریین حرم د ویجاړیدو له امله سرداب ته هم زیان ورسیده.[۳۰]


اړونده لیکنې

فوټ نوټ

سرچينې