د جمکران جومات

د wikishia لخوا
دا مقاله د جمکران جومات په اړه ده. د جمکران کلي په اړه د معلوماتو لپاره، جمکران (کلي) وګورئ.
د جمکران جومات

جَمْکَران جومات د قم ښار په څنډه کې د شیعو دولسم امام حضرت امام مهدي(عج) ته منسوب جومات دی چې ویل کیږي په څلورم قمري پیړۍ کې د هغه په ​​حکم جوړ شوی دی. د شیعه عالم میرزا حسین نوري په وینا، د جمکران جومات د امام مهدي(عج) په حکم او د ابوالحسن په نوم د یو کس لخوا چې د قم له عالمانو څخه دی جوړ شوی دی.

محدث نوري د هغې ملاقات په اړه ویلي دي چې حسن بن مُثله جمکراني له حضرت مهدي(عج) سره کړې و او امام د جمکران جومات د جوړولو امر کړی و. میرزا حسین نوري د دې پیښې کال ۳۷۳ یا ۳۹۳ هجري ګڼلی او دغه روایت یې د شیخ صدوق کتاب مونس الحزین ته منسوب کړی دی. خو ځينو څېړونکو امام مهدي(عج) ته د دغه جومات په منسوبېدو کې شک ښودلی او ځينې دلیلونو سره یې دلیل راړوی دی. له هغو ځينې: د ذکر شوي کتاب د شيعو په رجالي کتابونو کې نوم نه راتلل او د شيخ صدوق په نورو آثارو کې د دې کيسې نه ذکر کیدل.

په دغه جومات کې ځينې مذهبي مراسم ترسره کېږي لکه د شعبان د مياشتې د نيمايي لمانځنه، دعای توسل او دعای ندبه هم په کې ترسره کیږي. او د ايران له بېلابېلو سيمو او د نړۍ له نورو سيمو خلک د جمکران جومات ته ورځي په تېره بيا د چهارشنبې په شپې. ځينې څېړونکي د امام مهدي(عج) د حکم له مخې حسن بن مثله جمکراني ته د چهار شنبې په شپه د جمکران جومات د زيارت بیان کړی دی او د چهارشنبې په شپه د جمکران په جومات کې د محمد تقي بافقي په شان د عالمانو شتون د دغه روايت د تایید لامل ګڼي.

د جمکران جومات په مختلفو دورو کې ترمیم او بیا روغ شوی دی. تر ټولو پخوانۍ موجوده نسخه په 1167 هجري کې ترمیم ته اشاره کوي. دغه جومات په ١٣٥٧ کال کې د ايران له اسلامي انقلاب مخکې يوه وړه ودانۍ درلوده، خو له هغه وروسته يې ډېره وده کړې ده. د جمکران جامع جومات بهرنۍ ساحه، اصلي انګړ، هالونه، د مقام جومات او اداري ودانۍ لري.

د جمکران جومات لپاره خاص عبادتونه ذکر شوي دي؛ له هغو ځینې دوه رکعته د جومات د تحیت لمونځ او دوه رکعته د امام زمان لمونځ. محدث نوري دغه اعمال امام زمان ته منسوب کړي او شیخ عباس قمي د هغه په نقل په مفاتیح الجنان کښې نقل کړي دي.

ځای او نوم ورکول

جمکران جومات د قم ښار په څنډه کې او د حضرت معصومې(س) له زیارت څخه په اته کیلومترۍ کې موقعیت لري[۱] چې حضرت مهدي(عج) ته منسوب دی[۲] او د جمکران کلي ته د نژديوالي له امله په همدې نوم ونومول شو.[۳] په تيرو وختونو کې دغه جومات د مرمر ډبرې پر بنسټ چې د شيعو د دولسم امام د قدم نښې ورباندې دي[۴] په «مسجد قدمګاه» مشهور شوې و.[۵] دا جومات امام زمان ته د نسبت له سببه[۶] «مسجد صاحب الزمان» هم نومول شوی دی.[۷]

امام مهدي(عج) ته نسبت

د میرزا حسین نوري (وفات: ۱۳۲۰ هـ ق) چې له شیعه فقهاوو څخه دی، د نقل پر اساس، د جمکران جومات په څلورمې هجري قمري پیړۍ کې د امام مهدي(عج) په حکم او د قم د یو عالم د سید ابوالحسن په نوم د یوه کس له خوا جوړ شوی دی.[۸] محدث نوري له حسن ابن مثله جمکراني نقلوي چې د ۳۹۳ هجري قمري کال د رمضان المبارک د میاشتې په ۱۷ نیټه د سه شنبې په شپه په هغه ځای کې چې وروسته جمکران جومات جوړ شو، هغه امام زمان(عج) سره ملاقات وکړ. امام ورته ځینې حکمونه وکړل: یو دا چې له حسن بن مسلم څخه دې وغواړي چې په دې ځای کې چې دا یوه شریفه ځمکه ده او هغه په ​​خپله ځمکه کې ور اضافه کړه نوره کرونده ونه کړي. دوهم دا چې سید ابوالحسن د قم له عالمانو څخه) ته ووایي چې د حسن بن مسلم له څو کلونو راهیسې د ځمکې له کرلو څخه ترلاسه شوي پیسې په ترلاسه کولو سره هلته یو جومات جوړ کړي.[۹]

په دې اساس له دې پېښې وروسته سيد ابوالحسن په داسې ځاى كې د لرګيو له چت سره جومات جوړ كړ، چې حدود يې امام زمان (ع) ټاكلي وو.[۱۰][یادونه ۱]

د کیسې د ذکر کولو سرچینې

د جمکران د جومات د جوړولو کیسه د محدث نوري په کتابونو لکه کلمه طیبه،[۱۱] نجم الثاقب،[۱۲] مستدرک الوسائل[۱۳] او جنة المأوی[۱۴] کې روایت شوې ده. محدث نوري دا کیسه د تاریخ قم کتاب ته منسوبه ​​کړې او لیکلي یې دي چې تاریخ قم دا د شیخ صدوق له کتاب مونس الحزین فی معرفة الحق و الیقین څخه نقل کړی ده[۱۵] محدث نوري همدارنګ په مستدرک الوسائل کې ویلي دي چې دا کیسه کې د نقد الرجال کتاب په حاشیه یې لیدلې ده چې د محمد علي بهبهاني(مړینه: 1216 هـ ق) په لاس لیکل شوی دی او مونس الحزین کتاب ته یې نسبت ورکړی دی.[۱۶]

شکونه

محدث نوري (وفات: 1320 هجري) په خپلو اثارو کې د جمکران جومات په 393 هجري ق[۱۷] او په نورو کې په 373 هجري کال کې جوړ شوی ګڼلی دی.[۱۸] د تاریخ قم کتاب لیکوال، ناصر الشریعه چې ياده پېښه سل کاله مخکي او په ۲۹۳ هجري قمري کال کي پېښه شوې وي.[۱۹] محدث نوري د نقد الرجال کتاب په حاشيه کي هم دغه نېټه ياده کړې ده.[۲۰]

ځینو څیړونکو امام زمان(عج) ته د جمکران د جومات د منسوبیدو په کیسه کې شک کړی دی. علي دواني د رجال په کتابونو کې د شیخ صدوق د کتاب مونس الحزین نوم نه راتلل، د قم د تاریخ د کتاب د پنځو موجوده فصلونو په ژباړه کې د دې کیسې نه شتون او د شیخ صدوق په خپلو نورو اثارو کې اشاره نه کول د دغې کیسه له نورو اعتراضونو څخه دي چې په دې هکله نقل شوي دي.[۲۱]

د جمکران جومات عبادي اعمال

اصلي مقاله: د امام زمان لمونځ

د جمکران جومات لپاره خاص عبادتونه ذکر شوي دي؛ د جومات د تحیت لمونځ او د امام زمان لمونځ؛[۲۲]

محدث نوري د جمکران د جومات د عملونو نسبت امام زمان ته ورکړی دی. او له هغه یې نقل کړي دي چې «خلک دې دې ځای ته متوجه شي او قدر دې وکړي». لکه څنګه چې هغه ليکلي دي چې هغه څوک چې دا څلور رکعته لمونځ په جمکران جومات کې کوي د هغه چا په شان دی چې په کعبه کې يې لمونځ کړی دی[۲۶] شيخ عباس قمي په مفاتيح الجنان کې له خپل استاد محدث نوري څخه دغه عمل نقل کړی دی.[۲۷] علي دواني، یو مورخ او محقق، د جمکران جومات امام مهدي(ع) ته په منسوبولو کې له شک وروسته د دې اعمالو هغه حضرت ته په منسوبولو کې هم شک کړی دی.[۲۸]

د چهار شنبې په شپه د جومات زیارت ته تلل

په جمکران کی د شعبان د نیمایی جشن

علي اصغر فقیهي چې په ۱۳۵۰ کال کې د قم د جامع تاریخ لیکوال[۲۹] د جمکران جومات په هغه وخت کې د ایران تر ټولو آباد جومات ګڼلی دی، چې د چهارشنبې په شپه د بېلابېلو ښارونو خلک به دغه جومات ته تلل.[۳۰]

ځينو څېړونکو د حسن بن مثله جمکراني[۳۱] د روايت له مخې د چهار شنبې په شپه د جمکران جومات ته تللو باندې ټینګار کړی دی[۳۲] ځکه چې امام زمان سره د هغه ملاقات د چهارشنبې په شپه ترسره شوی و  او هغه حضرت(عج) ورته حکم کړی و چې سبا شبه (د چهار شنبې په شپه) د يوې ټاکلې رمې څخه يوه وزه راوله او هلته يې ذبحه کړه او غوښه يې د چهارشنبې په ورځ ناروغانو ته ورکړه.[۳۳]

د قم د جامع تاریخ لیکوال د جمکران جومات د ودې سبب د آیت الله محمد تقي یزدي بافقي له سببه ګڼلی دی چې د سه شنبې په ماښام به د محصلینو له یوې ډلې سره د جمکران جومات ته تله او هلته به یې د ماښام او ماسخوتن لمونځونه ادا کړل. او هلته به یې له شپې تر سهاره پورې عبادت کاوه.[۳۴] د ناصر الشریعه په وینا مخکې به د قم خلکو د جمعې په شپه په دغه جومات کې عبادت کاوه.[۳۵]

جمکران جومات د ځینو مذهبي مراسمو د ترسره کیدو ځای دی لکه د شعبان د میاشتې د نیمایي کې لمانځل،[۳۶] همدارنګه د جمعې په شپه او جمعې په ورځ  دعای کمیل او دعای ندبه او د چهار شنبې په شپه دعای توسل په دغه جومات کې ترسره کیږي.[۳۷] او د بېلابېلو سيمو خلک په تېره بيا په يادو ورځو کې جومات ته راځي.[۳۸] ویل شوي دي چې په کال کې تقریبا ۱۵ میلیونه خلک یې زیارت ته ورځي.[۳۹]

تاریخ او بدلونونه

د جمکران د زوړ جومات انځور

د ميرزا ​​حسين نوري د روايت پر بنسټ، د جمکران جومات د جوړېدو موده په څلورمه هجري پېړۍ پورې اړه لري.[۴۰] سید حسین مدرسی طباطبایی دا اټکل کوي چې جمکران جومات کیدی شي هماغه خطاب اسدي جومات وي چې د تاریخ قم په وینا د دوهمې هجري پېړۍ په لومړیو کې د جمکران په کلي کې جوړ شوی دی.[۴۱] ځینې نور څیړونکي، جمکران جومات له دې پرته بل جومات ګڼلی دی او د محدث نوري په نقل د هغې جوړښت یې په څلورمه پیړۍ کې ګڼلی دی.[۴۲]

خو په تاریخي سرچینو کې د جمکران جومات په اړه معلومات نشته. یوازې په خلاصة التواریخ کتاب کې د ۹۸۶ هجري قمري کال د پیښو د بیانولو په ترڅ کې د میر غیاث الدین محمد میرمیران په ژوندلیک کې راغلي دي چې هغه به چې کله د قم په لنجرود کلي کې پاتی کیده  نو کله کله به یې په یو مقام کې چې ورته مقام امام زمان ویلی کیده، به یې اعتکاف کاوه.[۴۳] د تاریخ څیړونکي علی اصغر فقیهي په وینا، له مقامه د هغه مطلب د جمکران جومات و.[۴۴]

د جومات ترمیم

د جمکران جومات په مختلفو دورو کې ترمیم او بیا روغ شوی دی. د ۱۱۶۷ هـ ق کال د یوې کتیبې د لیکنه له مخې میرزا علي اکبر جمکراني په ۱۱۶۷ هجري کال کې دغه جومات ترمیم کړ. همدارنګه، د ذکر شوي لیکنې له مخې، په هغه وخت کې، په ودانۍ کې د 17x5 مترو په اندازه یو جومات شامل و، د صحن په جنوب کې د 17x13 مترو په اندازه سره.[یاداښت3[۴۵] بیا علی قلي جمکراني،  د جومات یو خوا ته د انګړ جوړول شویو کړل خو انګړ نیم پاتې شو تر دې چې علي اصغر خان اتابک د مظفرالدین شاه قاجار (۱۲۳۲-۱۲۸۵ هـ ق) د واکمنۍ په پیل کې ترمیم کړ.[۴۶] محمد تقي بافقي (وفات 1325) چې د پهلوي په دوره کې د قم يو عالم و د جومات ترميم وکړ.[۴۷]‌ همدارنګه د سيد محمد اغازاده په نوم يو کس په ۱۳۳۲ کال کې د جومات ځينې برخې ترميم کړې او د انګړ په جنوب کې يې تالار جوړ کړ.[۴۸]

د جومات په سویل ختیځه برخه کې د 17 متره لوړ خښتو ګلدسته وه  چې په 1318 کې د یوې لیکنې پر بنسټ جوړه شوې ده.[۴۹]

د اسلامي جمهوری په وخت کې د ودانۍ پراختیا

په ۱۳۵۷ کال کې په ایران کې له اسلامي انقلاب وروسته د قم د علمي حوزې د مدیریت شورا د جمکران جومات لپاره د امناو ډله جوړه کړه. او د اوقافو او خیریه چارو ریاست یې د چارو د څارنې دنده په غاړه واخیسته.[۵۰] او د جومات د پراختیا چارې ګړندۍ شوې. له دې وروسته د جمکران جومات ته ۴۰ هکتاره ځمکه ورکړل شوه چې له دې جملې څخه ۵.۵ هکتاره یې د انګړونو ته ځانګړې شوه.[۵۱] همدارنګه په 1384 لمریز کال کې یو پلان تصویب شو چې شاوخوا ۲۵۰ هکتاره ځمکه د جومات لپاره په پام کې نیول شوې وه. تقربیا 30 زره مربع متره د مقام جومات او هالونو ته خاص شوه او نوره برخه یې د انګړ او اداري او خدماتي ودانیو پورې اړه درلوده. په دې پلان کې له مقام جومات پرته د جومات ودانۍ ورغول شوې.[۵۲]

د جمکران جومات د مختلفو واحدونو لخوا اداره کیږي لکه د مراسمو او تبلیغاتو واحد، عامه اړیکې، کتابتون، خپرندویه، د کرامتونو او نذرونو د ثبت اداره. سيد علي اکبر اجاق نژاد د جومات مسوول دى.[۵۳] له هغه وړاندې محمد حسين رحيميان او ابوالقاسم وافي د جمکران جومات مسوول وو.[۵۴]

معمارۍ او ودانۍ

د جمکران جومات کمپلیکس له بیلابیلو برخو څخه جوړ دی لکه د مقام جومات، هالونه، اصلي انګړ او د اداري چارو ودانۍ.

د مقام جومات

د جمکران جومات اصلي ودانۍ د مقام جومات په نوم یادیږي او شاوخوا 1100 مربع متره مساحت لري. د جومات د ننوتو برنډه د دریو دروازو له لارې شبستان ته ځي او د دروازې په دواړو ارخونو کې دوه منارونه دي چې لوړوالی یې 60 متره دی. شبستان اته ستنې لري، چې د جومات گنبد یې د فلزي جوړښت په واسطه ولاړ شوی دی. د گنبد په ډډ کې 23 کړکۍ شتون لري چې د شبستان ته رڼا ورکوي. د گنبد بهرنۍ سطحه هم په فیروزي ټایلونو پوښل شوې او دننه د «یا مهدي ادرکاني» کلمو سره د تحلیل لیکونو او نارنجي رنګونو سره سینګار شوې. د گنبد داخلي سطح د خښتو سره یوځای د موزیک ټایلونو سره سینګار شوی. همدارنګه ستنې، محراب او د شبستان د ننوتلو دروازې او د هغې شاوخوا دوه منارونه د موزیک ټایلونو او مقرنونو سره سینګار شوي دي.[۵۵]

اصلي انګړ

د جمکران جومات یوه منظره

د جمکران جومات شپږ دروازې لري، شمال ختیځ دروازه نېغ په نېغه د جومات اصلي تالار ته ځي.[۵۶] د انګړ په اړخونو کې منارونه جوړ شوي دي چې د جمکران د مسولانو په وینا چې شمېر به 14 ته رسي.[۵۷]

شبستانونه

  • لويديځ او شرقي شبستان: د مقام جومات په دواړو غاړو کې دوه شبستانونه دي چې هر يو يې په دوو پوړونو کې په څلور زره مربع متره پراخوالي سره جوړ شوى دى. د دې شبستان داخلي برخې آینونو سره سنګار شوي دي او په هر یو کې دوه گنبدونه دي.[۵۸]

د عریضو څاه

اصلي مقاله: د عریضو څاه

د جومات په بهر کې او د مقام جومات د ودانۍ شاته د عرضو څاه په نوم يو څاه دی.[۵۹] چې ځينې شيعه د دې څاه په حرمت باور لري، او خپلې عريضې او ليکونه امام زمان ته په همدې څاه کې ږدي.[۶۰] د ځینو څیړونکو په وینا د څاه په اړه هیڅ سند نه دی موندل شوی او نه د تقلید په مراجعو کې یو کس هم د دې د سپیڅلتیا قایل نه دی[۶۱] د ایران د جمهوري اسلامی مشر آیت الله خامنه ای[۶۲] او آیت الله مکارم شیرازي[۶۳] چې د تقلید له مراجعو څخه دي، دې څاه ته لیک غورځولو سره مخالفت کړی دی. همدارنګ هم ویل کیږي چې د جومات په محراب کې هم یو کوچنۍ څاه و چې ځینې زوارانو به ترې د تبرک لپاره خاورې وړي. د جومات په محراب کې یوه تیږه هم وه چې یو لوی قدم ورباندې نقش و، چې د جومات قدمګاه شونه یې ښودله، چې په ۱۳۵۰ هجري لمریز کال کې د آیت الله فیض قمي (وفات ۱۳۷۰ هـ ق) په حکم د بدعت د نښې شونې په سبب ړنګ شو.[۶۴]

د ځینو خبري سایټونو د معلوماتو له مخې دغه څاه د 1399 کال کې د لړم په میاشته کې تړل شوی دی.[۶۵]

لا زیاته مطالعه

مسجد مقدّس جمکران کتاب: تجلیگاه صاحب الزمان، جعفر میرعظیمی په دې کتاب کې جعفر میراظمي لومړی د جمکران جومات په تاریخ بحث کړی دی[۶۶] بیا یې د دې په اړه د ځینو علماء کرامو او تقلید مراجعو خبرې راخیستي دي[۶۷] په ادامه کې یې د دې جومات ځنې کرامتونه چې په کې ترسره شوي دي راوړي دي او همدارنګ د جومات په ویاړ یې شعرونه هم راخیستي دي.[۶۸] د جمکران جومات خپرونکي دا کتاب څو ځله چاپ کړی دی.

اړونده څېړنې

ګالری

فوټ نوټ

  1. خان‌محمدی، «چاه عریضه جمکران؛ از خرافه تا واقعیت»، ص۱۶۲.
  2. نوری، جنة المأوی، ۱۴۲۷ق، ص۵۴-۵۸؛ نوری، نجم الثاقب، ۱۳۸۴ق، ج۲، ص۴۵۴-۴۵۸؛ نوری، کلمه طیبه، ۱۳۸۰ش، ص۶۸۲-۶۸۶.
  3. عرب، مدخل مسجد جمکران، ص۷۴۷.
  4. ناصر الشریعه، تاریخ قم، ۱۳۸۳ش، ص۲۳۳.
  5. فیض قمی، گنجینه آثار قم، ۱۳۴۹ش، ج۲، ص۶۶۷، به نقل از دانشنامه جهان اسلام، مدخل مسجد جمکران، ص۷۴۷.
  6. عرب، مدخل مسجد جمکران، ص۷۴۷.
  7. مدرسی طباطبائی، تربت پاکان، ۱۳۳۵ش، ج۲، ص۱۶۴.
  8. نوری، جنة المأوی، ۱۴۲۷ق، ص۵۴-۵۸.
  9. نوری، جنة المأوی، ۱۴۲۷ق، ص۵۴-۵۸.
  10. نوری، جنة المأوی، ۱۴۲۷ق، ص۵۴-۵۸؛ نوری، نجم الثاقب، ۱۳۸۴ق، ج۲، ص۴۵۴-۴۵۸؛ نوری، کلمه طیبه، ۱۳۸۰ش، ص۶۸۲-۶۸۶.
  11. نوری، کلمه طیبه، ۱۳۸۰ش، ص۶۸۲-۶۸۶.
  12. نوری، نجم الثاقب، ۱۳۸۴ق، ج۲، ص۴۵۴-۴۵۸.
  13. نوری،‌ مستدرک الوسائل، ۱۴۸ق، ج۳، ص۴۴۷.
  14. نوری، جنة المأوی، ۱۴۲۷ق، ص۵۴-۵۸.
  15. نوری، جنة المأوی، ۱۴۲۷ق، ص۵۴.
  16. نوری،‌ مستدرک الوسائل، ۱۴۸ق، ج۳، ص۴۳۲ و ۴۴۷.
  17. نوری، جنة المأوی، ۱۴۲۷ق، ص۵۴-۵۸، ص۳۸۳-۳۸۸؛ نوری، کلمه طیبه، ۱۳۸۰ش، ص۶۸۲-۶۸۶.
  18. نوری،‌ مستدرک الوسائل، ۱۴۸ق، ج۳، ص۴۴۷؛ نوری، نجم الثاقب، ۱۳۸۴ق، ج۲، ص۴۵۸.
  19. ناصر الشریعه، تاریخ قم، ۱۳۸۳ش، ص۲۳۹.
  20. نوری، نجم الثاقب، ۱۳۸۴ق، ج۲، ص۴۵۸.
  21. ناصر الشریعه، تاریخ قم، ۱۳۸۳ش، ص۲۹-۳۰.
  22. نوری، جنة المأوی، ۱۴۲۷ق، ص۵۶؛ نوری، کلمه طیبه، ۱۳۸۰ش، ص۶۸۴.
  23. قمی، کلیات مفاتیح الجنان، نماز مسجد جمکران، ص۴۲۷-۴۲۹.
  24. سوره حمد، آیه ۵.
  25. نوری، جنة المأوی، ص۵۵-۵۶؛ نوری، نجم الثاقب، ۱۳۸۴ق، ج۲، ص۴۵۶؛ قمی، کلیات مفاتیح الجنان، نماز مسجد جمکران، ص۴۲۷-۴۲۹.
  26. نوری، جنة المأوی، ۱۴۲۷ق، ص۵۶؛ نوری، کلمه طیبه، ۱۳۸۰ش، ص۶۸۴؛ قمی، کلیات مفاتیح الجنان، نماز مسجد جمکران، ص۴۲۹.
  27. قمی، کلیات مفاتیح الجنان، نماز مسجد جمکران، ص۴۲۷-۴۲۹.
  28. ناصر الشریعه، تاریخ قم، ۱۳۸۳ش، ص۳۰.
  29. فقیهی، تاریخ مذهبی قم، ۱۳۸۶ش، ص۷-۱۰.
  30. فقیهی، تاریخ مذهبی قم، ۱۳۸۶ش، ص۲۷۳.
  31. نوری، جنة المأوی، ۱۴۲۷ق، ص۵۴-۵۸.
  32. رضوانی، موعود شناسی و پاسخ به شبهات، ۱۳۸۸ش، ص۴۸۶.
  33. رضوانی، موعود شناسی و پاسخ به شبهات، ۱۳۸۸ش، ص۴۸۶.
  34. فقیهی، تاریخ مذهبی قم، ۱۳۸۶ش، ص۲۷۳-۲۷۴.
  35. ناصر الشریعه، تاریخ قم، ۱۳۸۳ش، ص۲۳۳.
  36. «اعلام برنامه‌های ویژه نیمه شعبان در مسجد مقدس جمکران»، باشگاه خبرنگاران جوان.
  37. «مراسم این هفته مسجد مقدس جمکران»، سایت مسجد مقدس جمکران.
  38. خان‌محمدی، «چاه عریضه جمکران از خرافه تا واقعیت»، ص۱۶۲.
  39. ویژه‌نامه جمکران، ۱۳۸۴ش، ص۷-۱۱، به نقل از دانشنامه جهان اسلام، مدخل مسجد جمکران، ص۷۴۸.
  40. نوری، جنة المأوی، ۱۴۲۷ق، ص۵۴-۵۸؛ نوری، نجم الثاقب، ۱۳۸۴ق، ج۲، ص۴۵۴-۴۵۸؛ نوری، کلمه طیبه، ۱۳۸۰ش، ص۶۸۲-۶۸۶.
  41. مدرسی طباطبائی، تربت پاکان، ۱۳۳۵ش، ج۲، ص۱۶۳-۱۶۴.
  42. فقیهی، تاریخ مذهبی قم، ۱۳۸۶ش، ص۲۷۲.
  43. منشی قمی، خلاصة التواریخ، ۱۳۵۹-۱۳۶۳ش، ج۲، ص۱۰۱۹، به نقل از دانشنامه جهان اسلام، مدخل مسجد جمکران، ص۷۴۷.
  44. فقیهی، «قم در مسیر تاریخ»، ص۱۷۱، به نقل از دانشنامه جهان اسلام، مدخل مسجد جمکران، ص۷۴۷.
  45. مدرسی طباطبائی، تربت پاکان، ۱۳۳۵ش، ج۲، ص۱۶۴.
  46. ناصر الشریعه، تاریخ قم، ۱۳۸۳ش، ص۲۳۳.
  47. کوچک‌زاده، تاریخچه قم و مساجد تاریخی آن، ۱۳۸۰ش، ص۲۴۶، به نقل از دانشنامه جهان اسلام، مدخل مسجد جمکران، ص۷۴۸.
  48. فیض قمی، گنجینه آثار قم، ۱۳۴۹-۱۳۵۰ش، ج۲، ص۶۶۸، ۶۷۱، به نقل از دانشنامه جهان اسلام، مدخل مسجد جمکران، ص۷۴۸.
  49. فیض قمی، گنجینه آثار قم، ۱۳۴۹-۱۳۵۰ش، ج۲، ص۶۷۰-۶۷۲، به نقل از دانشنامه جهان اسلام، مدخل مسجد جمکران، ص۷۴۸.
  50. زندیه، «مسجد جمکران»، ص۸۰، به نقل از دانشنامه جهان اسلام، مدخل مسجد جمکران، ص۷۴۸.
  51. زندیه، «مسجد جمکران»، ص۷۸، به نقل از دانشنامه جهان اسلام، مدخل مسجد جمکران، ص۷۴۹.
  52. عرب، «مسجد جمکران»، ج۱۰، ص۷۴۹.
  53. «انتصاب حجت‌الاسلام اجاق‌نژاد به تولیت مسجد مقدس جمکران»، دفتر حفظ و نشر آثار حضرت آیت‌الله العظمی خامنه‌ای.
  54. «تولیت مسجد مقدس جمکران»، سایت مسجد مقدس جمکران.
  55. عرب، «مسجد جمکران»، ج۱۰، ص۷۴۹.
  56. «معماری مسجد مقدس جمکران؛ دومین مقصد گردشگری مذهبی در قم»، سایت راهنمای سفر من.
  57. «توسعه مسجد جمکران نیازمند ۱۷۰ میلیارد تومان اعتبار است»، سایت مسجد مقدس جمران.
  58. عرب، «مسجد جمکران»، ج۱۰، ص۷۴۹.
  59. خان‌محمدی، «چاه عریضه جمکران از خرافه تا واقعیت»، ص۱۶۲.
  60. خان‌محمدی، «چاه عریضه جمکران از خرافه تا واقعیت»، ص۱۶۳.
  61. خان‌محمدی، «چاه عریضه جمکران از خرافه تا واقعیت»، ص۱۷۵.
  62. مسیح در شب قدر، ۱۳۹۳ش، ص۴۳۱.
  63. «چاه عریضه در مسجد جمکران»، پایگاه اطلاع‌رسانی آیت‌الله مکارم شیرازی.
  64. فیض قمی، گنجینه آثار قم، ۱۳۴۹-۱۳۵۰ش، ج۲، ص۶۶۸، به نقل از دانشنامه جهان اسلام، مدخل مسجد جمکران، ص۷۴۸.
  65. «چاه مسجد جمکران موقتا بسته شد»، سایت روز نو؛ «چاه مسجد جمکران بسته و تخریب شد»، سایت شعار سال؛ «چاه مسجد جمکران موقتا بسته شد»، سایت روز نو.
  66. میرعظیمی، مسجد مقدس جمکران، ۱۳۷۸ش، ص۲۷-۳۵.
  67. میرعظیمی، مسجد مقدس جمکران، ۱۳۷۸ش، ص۳۷-۶۸.
  68. میرعظیمی، مسجد مقدس جمکران، ۱۳۷۸ش، ص۷۰-۱۷۸.

سرچينې

  • «انتصاب حجت‌الاسلام اجاق‌نژاد به تولیت مسجد مقدس جمکران»، دفتر حفظ و نشر آثار حضرت آیت‌الله العظمی خامنه‌ای، درج مطلب: ۱۹ مهر ۱۴۰۲ش، بازدید: ۸ آبان ۱۴۰۲ش.
  • «اعلام برنامه‌های ویژه نیمه شعبان در مسجد مقدس جمکران»، سایت باشگاه خبرنگاران جوان، تاریخ درج مطلب: ۲ اردیبهشت ۱۳۹۷ش، تاریخ بازدید: ۱۳ شهریور ۱۳۹۷ش.
  • «توسعه مسجد جمکران نیازمند ۱۷۰ میلیارد تومان اعتبار است»، سایت جمکران، تاریخ درج مطلب: ۱۴ اردیبهشت ۱۳۹۰ش، تاریخ بازدید: ۱۳ شهریور ۱۳۹۷ش.
  • «تولیت مسجد مقدس جمکران»، سایت جمکران، تاریخ بازدید: ۱۳ شهریور ۱۳۹۷ش.
  • خان‌محمدی و انواری، کریم و محمدرضا، «چاه عریضه جمکران از خرافه تا واقعیت»، در فصلنامه شیعه‌شناسی، شماره ۳۷، ۱۳۹۲ش.
  • «چاه مسجد جمکران بسته و تخریب شد»، سایت شعار سال، تاریخ درج مطلب: ۳ آبان ۱۳۹۹ش، تاریخ بازدید: ۲۶ آبان ۱۳۹۹ش.
  • «چاه مسجد جمکران موقتاً بسته شد»، سایت روز نو، تاریخ درج مطلب: ۳ آبان ۱۳۹۹ش، تاریخ بازدید: ۲۶ آبان ۱۳۹۹ش.
  • «چاه عریضه در مسجد جمکران»، سایت اطلاع‌رسانی دفتر آیت الله مکارم شیرازی، تاریخ بازدید: ۱۳ شهریور ۱۳۹۷ش.
  • رضوانی، علی‌اصغر، موعودشناسی و پاسخ به شبهات، قم انتشارات جمکران، ۱۳۸۸ش.
  • زندیه، حسن، «مسجد جمکران»، در مجله مسجد، ش۲۵، فروردین و اردیبهشت ۱۳۷۵ش.
  • عرب، کاظم، «مدخل مسجد جمکران در دانشنامه جهان اسلام»، تهران، ۱۳۸۵ش.
  • فقیهی، علی‌اصغر، «قم در مسیر تاریخ»، در مجله نامه قم، ش ۷ و ۸، پاییز و زمستان ۱۳۷۸ش.
  • فقیهی، علی‌اصغر، تاریخ مذهبی قم؛ بخش اول از کتاب تاریخ جامع قم، قم، زائر، ۱۳۸۶ش.
  • قمی، حسن بن محمد، تاریخ قم، ترجمه حسن بن علی قمی، تهران، چاپ جلال الدین طهرانی، ۱۳۶۱ش.
  • قمی، شیخ عباس، کلیات مفاتیح الجنان، تصحیح: حسین استاد ولی، ترجمه: موسوی دامغانی، قم، نشر صدیقه، ۱۳۷۶ش.
  • کمیته انتشارات مؤسسه فرهنگی هنری ایمان جهادی، مسیح در شب قدر، تهران، مؤسسه جهادی صهبا، ۱۳۹۳ش.
  • کوچک‌زاده، محمدرضا، تاریخچه قم و مساجد تاریخی آن، قم، ۱۳۸۰ش.
  • مدرسی طباطبائی، سید حسین، تربت پاکان: آثار و بناهای قدیم محدوده کنونی دارالمؤمنین قم، مهر، ۱۳۳۵ش.
  • «مراسم این هفته مسجد مقدس جمکران»، سایت جمکران، تاریخ درج مطلب: ۱۱ شهریور ۱۳۹۷ش، تاریخ بازدید: ۱۳ شهریور ۱۳۹۷ش.
  • «معماری مسجد مقدس جمکران؛ دومین مقصد گردشگری مذهبی در قم»، در سایت راهنمای سفر من، تاریخ درج مطلب: ۲۸ اسفند ۱۳۹۵ش، تاریخ بازدید: ۱۳ شهریور ۱۳۹۷ش.
  • منشی قمی، احمد، خلاصة التواریخ، تهران، چاپ احسان اشراقی، ۱۳۵۹–۱۳۶۳ش.
  • میرعظیمی، سید جعفر، مسجد مقدس جمکران تجلیگاه صاحب الزمان، قم، انتشارات مسجد مقدس جمکران، ۱۳۷۸ش.
  • ناصر الشریعه، محمدحسین، تحقیق: علی دوانی، تاریخ قم، تهران، رهنمون، ۱۳۸۳ش.
  • نوری، حسین بن محمدتقی، مستدرک الوسائل و مستنبط المسائل، قم، مؤسسه آل البیت، ۱۴۸ق.
  • نوری، حسین، جنة المأوی فی ذکر من فاز بلقاء الحجة، تحقیق: مرکز الدراسات التخصصیه فی لامام المهدی، قم، مؤسسه السیدة المعصومة، ۱۴۲۷ق.
  • نوری، حسین، کلمه طیبه، تحقیق: محمد ملکی، قم، پرهیزکار، ۱۳۸۰ش.
  • نوری، حسین، نجم الثاقب فی احوال الامام الغائب، قم، مسجد جمکران، ۱۳۸۴ق.
  • ویژه‌نامه جمکران، قم، مسجد مقدّس جمکران، ۱۳۸۴ش.

بهرنۍ لینکونه