عبدالله بن عفیف ازدي

د wikishia لخوا

عبدالله بن عَفیف اَزْدي (شهادت ۶۱قد امام علي صحابي چې د کربلا له پېښې وروسته د ابن زیاد په امر ووژل شو. عبدالله د امام علي(ع) له ملګرو و. هغه په جمل جنګ کې د امام علي(ع) ترڅنګ خپله کیڼه سترګه او په صفین جنګ کې یې د امام علي په څنګ کې ښۍ سترګه له لاسه ورکړه.[۱] هغه د کربلا له پېښې وروسته په کوفې جومات کې د اهل بیتو په غندنه کې د ابن زیاد په وینا اعتراض وکړ او په نتیجه کې د ابن زیاد په امر یې سر له تنې جدا کړی شو. د تاریخ طبري په راپور، کله چې ابن زیاد وویل:« د خدای شکر چې حق او اهل حق یې ښکاره کړل او له یزید بن معاویه او ګوند سره یې مرسته وکړه او د دروغجن زوی دروغجن (حسین بن علي) یې وواژه» عبدالله بن عفیف د هغه په خبرو اعتراض وکړ او وې ویل:

ای د مرجانه زویه! دروغجن او د دروغجن زوی ته او پلار دې دی او هغه کس دی چې تا ته یې حکومت درکړ او د هغه پلار. ای ابن مرجانه! د پېغمبر زامن دې ووژل او د صدیقانو خبره په خله راوړې؟![۲]

ابن زیاد امر وکړ چې عبدالله ونیسئ.[۳] هغه د یا مبرور (یا مبرور؛ د نیکي شوی او ملاتړ شوی) په نعرې سره چې د هغه د قبیلې شعار و،[۴] خپله قبیله مرستې ته وبلله، خپلوانو یې هغه له محفله بهر کړ. د شپې د ابن زیاد پلویانو د هغه کور محاصر کړ.[۵] عبدالله ړوند و خو لور یې صفیه هغه ته د جنګ لارښوونه کوله.[۶] د ابن زیاد عسکرو هغه ونیوه او عبیدالله بن زیاد ته یې وروسته او د ابن زیاد په امر یې سر ووهل شو او بدن یې د کوفې په کُناسه کې وځوړول شو.[۷] هغه له شهادته مخکې ابن زیاد ته ویلې وو ما ستا له زوکړې مخکې له خدایه غوښتې وو چې زما شهادت د نړۍ تر ټولو د ملعون کس په لاس وټاکه.[۸]

د ابن زیاد د عسکرو په وړاندې د عبدالله بن عفیف رجز
والله لو فرج لی عن بصری * ضاق علیکم موردی و مصدری[۹]
ترجمه: په خدای قسم که سترګې مې وای دنیا به مې په تاسو تنګه کړې وه.

فوټ نوټ

  1. بلاذری، انساب‌الاشراف، ۱۹۷۷م، ج۳، ص۲۱۰؛ طبری، تاریخ الأمم و الملوک، ۱۹۶۷م، ج۵، ص۴۵۸.
  2. ابن‌کثیر دمشقی، البدایه و النهایه، ۱۴۰۷ق، ج۸، ص۱۹۱؛ طبری، تاریخ الأمم و الملوک، ۱۹۶۷م، ج۵، ص۴۵۹.
  3. ابن‌کثیر دمشقی، البدایه و النهایه، ۱۴۰۷ق، ج۸، ص۱۹۱؛ طبری، تاریخ الأمم و الملوک، ۱۹۶۷م، ج۵، ص۴۵۹.
  4. محدثی، فرهنگ عاشورا، ص۴۸۰.
  5. طبری، تاریخ الأمم و الملوک، ۱۹۶۷م، ج۵، ص۴۵۹.
  6. بلاذری، انساب‌الاشراف، ۱۹۷۷م، ج۳، ص۲۱۰.
  7. طبری، تاریخ الأمم و الملوک، ۱۹۶۷م، ج۵، ص۴۵۹.
  8. مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۴۵، ص۱۲۰.
  9. مجلسی، بحار الأنوار، ۱۴۰۳ق، ج۴۵، ص۱۲۰.

سرچينې

  • ابن‌کثیر دمشقی، اسماعیل بن عمر، البدایة و النهایة، بیروت، دارالفکر، ۱۴۰۷ق/۱۹۸۶م.
  • بلاذری، احمد بن یحیی، انساب‌الأشراف، تحقیق: محمدباقر محمودی، بیروت، دارالتعارف للمطبوعات، ۱۹۷۷م/۱۳۹۷ق.
  • طبری، محمد بن جریر، تاریخ الأمم و الملوک، تحقیق محمد أبوالفضل ابراهیم، بیروت، دارالتراث، چاپ دوم، ۱۳۸۷ق/۱۹۶۷م.
  • محدثی، جواد، فرهنگ عاشورا، قم، نشر معروف، ۱۳۷۶ش/۱۴۱۷ق.