عبدالله د پيغمبر(ص) زوی

د wikishia لخوا

عبدالله د رسول الله(ص) او د خدیجې زوی و چې په وړوکوالي کې وفات شو. د تاریخي سرچینو له مخې د هغه له وفاته وروسته عاص بن وائل پېغمبر(ص) ته ابتر (میرات) وویل او د هغه د خبرې په ځواب کې کوثر سوره نازله شوه.

زیاتره تاریخي سرچینې د هغه زوکړه له بعثته وروسته ګني.[۱] البته یو بل نقل د هغه زوکړه له بعثته مخکې ذکر کړې ده.[۲] هغه ته یې د طیب او طاهر لقب ورکړی دی؛[۳] ځکه چې د وحي له نازلېدو وروسته او د اسلام په زمانه کې وزېږېد.[۴] [یادداشت۱]

عبدالله په وړوکوالي کې په مکې کې له دنیا لاړ.[۵] په انساب الاشراف کې د احمد بن یحیی بلاذري په قول د هغه له وفاته وروسته، عاص بن وائل، پېغمبر(ص) ته ابتر (میرات، بې اولاده) وویل چې هیڅ زوی یې ژوندی نه پاتې کیږي. له دې امله کوثر سوره او «إِنَّ شانِئَکَ هُوَ الْأَبْتَر؛ یقیناً ستا دښمن په خپله بې نسله او میرات دی»[۶] ایت د هغه د خبرې په ځواب کې نازل شو.[۷]

د یو روایت له مخې چې کلیني په الکافي کې نقل کړی، د عبدالله له وفاته وروسته، خدیجې ژړل، پېغمبر(ص) ورته وفرمایل:

« آیا خوشالېږې نه چې هغه (عبدالله) ولاړ د جنت په دروازه ومومې او کله چې هغه تا وویني، ستا لاس ونیسي او د جنت ډېر ښه ځای ته دې داخل کړی.. خدای تعالی تر هغه څه زیات لوړ او اوچت دی چې د یو بنده د زړه میوه له هغه واخلي او هغه د خدای په خاطر صبر وکړي او شکر یې وباسي، خو خدای هغه عذاب کړي.[۸]

اړونده لیکنې

فوټ نوټ

  1. مثال په توګه وګورئ:‌ ابن‌حجر عسقلانی، الاصابه، ۱۴۱۵ق، ج۳، ص۴۴۵؛ مقریزی، امتاع الأسماع، ۱۴۲۰ق، ج۵، ص۳۳۳.
  2. ابن‌اسحاق، سیرة ابن اسحاق، ۱۴۱۰ق، ص۸۲.
  3. ابن‌حجر عسقلانی، الاصابه، ۱۴۱۵ق، ج۳، ص۴۴۵؛ مقریزی، امتاع الأسماع، ۱۴۲۰ق، ج۵، ص۳۳۳.
  4. امین، أعیان الشیعة، ۱۴۰۶ق، ج۱، ص۲۲۳.
  5. مقریزی، امتاع الأسماع، ۱۴۲۰ق، ج۵، ص۳۳۳.
  6. سوره کوثر، آیه ۳.
  7. بلاذری، انساب الاشراف، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۱۳۸-۱۳۹.
  8. کلینی، الکافی، ۱۳۶۲ش، ج۳، ص۲۱۹.

سرچينې

  • ابن‌اسحاق، محمد بن اسحاق، سیرة ابن إسحاق، قم، دفتر مطالعات تاریخ و معارف اسلامی، چاپ اول، ۱۴۱۰ق.
  • ابن‌حجر عسقلانی، احمد بن علی، الإصابة فی تمییز الصحابة، بیروت،‌ دارالکتب العلمیة، ۱۴۱۵ق.
  • امین، محسن، اعیان الشیعه، بیروت، دار التعارف للمطبوعات، ۱۴۰۶ق.
  • بلاذری، احمد بن یحیی، أنساب الأشراف، بیروت،‌ دار الفکر، چاپ اول، ۱۴۱۷ق.
  • طبرسی، فضل بن حسن، إعلام الوری بأعلام الهدی، قم، آل البیت، چاپ اول، ۱۴۱۷ق.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تهران، اسلامیة، چاپ دوم، ۱۳۶۲ش.
  • مقریزی، احمد بن علی، إمتاع الأسماع بما للنبي من الأحوال و الأموال و الحفدة و المتاع، بیروت،‌ دار الکتب العلمیة، چاپ اول، ۱۴۲۰ق.