عبد الله بن ابي حصین ازدي بجلي
- له عبد الله بن ابي حصین ازدي سره غلط نشئ
عبد الله بن اَبي حُصَین اَزدي بَجَلي د کربلا په پېښه کې د عمر بن سعد له لښکریانو او د عمرو بن حجاج تر کوماندې لاندې ځواکونو څخه و چې په امام حسین(ع) یې اوبه بندې کړې او امام حسین(ع) هغه ته ښېرې وکړې.
نوم او نسب
عبد الله بن ابي حصین د بجیله قبیلې په شمېر کې راوړل شوی.[۱] د هغه نوم په سرچینو کې عبد الله بن حصین[۲] او عبد الله بن حصن ازدي[۳] هم ثبت شوی دی.
د ابن سعد په لښکر کې ګډون
عبد الله بن اَبي حُصَین اَزدي بَجَلي د کربلا په پېښه کې د عمر بن سعد له لښکریانو او دعمرو بن حجاج تر کوماندې لاندې ځواکونو څخه و چې په امام حسین(ع) او دهغه په ملګرو یې اوبه بندې کړې. د محرم په اومه عبید الله بن زیاد په یو لیک کې له عمر بن سعد وغوښتل چې د اوبو او امام حسین(ع) تر مینځ جدایي راولي. کله چې دغه لیک عمر بن سعد ته ورسېد عمرو بن حجاج ته یې امر وکړ چې د فرات سیند ته د امام حسین(ع) او دهغه د ملګرو د رسېدو مخه ونیسي. د سرچینو په نقل، عبد الله بن ابي حصین ازدي امام حسین(ع) ته وویل:
- «ایا اوبو ته نه ګورې چې د اسمان د زړه په شان دي! په خدای قسم د هغې یو ګوټ به ونه څښې تر دې چې تږی مړ شې» [سرچینې ته اړتیا]
امام حسین(ع) وفرمایل:« ای خدایه! هغه تږی مړ کړه او هیڅ کله یې ومه بخښه»[۴] د حمید بن مسلم ازدي په راپور هغه د کربلا له پېښې وروسته ناروغ شو او هر څومره اوبه یې چې څښلې تنده یې نه ماتېده تر دې چې له دنیا لاړ.[۵]
فوټ نوټ
- ↑ ابن اثیر، الکامل، ۱۳۸۵ق، ج۳، ص۲۸۱، ۳۰۳، ج۴، ص۵۳؛ ابن اعثم، الفتوح، ۱۴۱۱ق، ج۵، ص۴۱۲.
- ↑ بلاذری، انساب الاشراف، ۱۳۹۷ق، ج۳، ص۱۸۱؛ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۸۷؛ ابن نما، مثیرالاحزان، ۱۴۰۶ق، ص۷۱؛ قمی، نفس المهموم، المکتبة الحیدریة، ص۳۰۱؛ مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۴ق، ج۴۴، ص۳۸۹؛ طبرسی، اعلام الوری، دار الکتب الإسلامیة، ص۳۲۵.
- ↑ ابن جوزی، تذکرة الخواص، ۱۴۱۸ق، ص۲۲۳.
- ↑ طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۵، ص۴۱۲؛ بلاذری، انساب الاشراف، ۱۳۹۷ق، ج۳، ص۱۸۱؛ ابن اعثم، الفتوح، ۱۴۱۱ق، ج۵، ص۴۱۲.
- ↑ طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۵، ص۴۱۲؛ ابن اعثم، الفتوح، ۱۴۱۱ق، ج۵، ص۴۱۲؛ ابن اثیر، الکامل، ۱۳۸۵ق، ج۴، ص۵۳-۵۴.
سرچينې
- ابن اثیر، علی بن محمد، الکامل فی التاریخ، بیروت، دار صادر، ۱۳۸۵ق/۱۹۶۵م.
- ابن اعثم کوفی، احمد، الفتوح، تحقیق علی شیری، بیروت، دار الأضواء، ۱۴۱۱ق/۱۹۹۱م.
- ابن جوزی، یوسف، تذکرة الخواص، قم، منشورات الشریف الرضی، ۱۴۱۸ق.
- ابن نما حلی، جعفر بن محمد، مثیرالأحزان، قم، انتشارات مدرسه امام مهدی(عج)، ۱۴۰۶ق.
- بلاذری، احمد بن یحیی، انسابالأشراف، تحقیق محمدباقر المحمودی، بیروت، دار التعارف للمطبوعات، ۱۹۷۷م/۱۳۹۷ق.
- طبری، محمد بن جریر، تاریخ الأمم و الملوک، تحقیق محمدأبوالفضل ابراهیم، بیروت، دار التراث، ۱۳۸۷ق/۱۹۶۷م.
- طبرسی، فضل بن حسن، إعلام الوری، تهران، دار الکتب الإسلامیة، بیتا.
- قمی، عباس، نفس المهموم فی مصیبة سیدنا الحسین المظلوم و یلیه نفثة المصدور فیما یتجدد به حزن العاشور، نجف، المکتبة الحیدریة، بیتا.
- مجلسی، محمدباقر، بحارالأنوار، بیروت، مؤسسة الوفاء، ۱۴۰۴ق.
- مفید، محمد بن محمد، الإرشاد، قم، انتشارات کنگره جهانی شیخ مفید، ۱۴۱۳ق.