د عمر بن سعد لښکر

د wikishia لخوا

د عمر بن سعد لښکر هغه ځواکونه وو چې عمر بن سعد د عبیدالله بن زیاد په امر راغونډ کړې وو او د عاشورا په ورځ په کربلا کې له امام حسین(ع) او د هغه له ملګرو سره وجنګېدل او هغوي یې شهیدان کړل؛ بیا یې د امام حسین(ع) اهل بیت اسیران کړل.

زیاتره سرچینو د عمر بن سعد د سپایانو شمېر تر شلو زرو زیات ګڼلی دی. د عمر بن سعد لښکر د کوفې د خلکو له مختلفو پرګنو جوړ شوی وی چې په بیلا بېلو محرکاتو کربلا ته تللې وو. په دوي کې زیاتره له عقیدتي نظره عثماني مذهبه (هغه کسان چې په دې باور وو چې د عثمان د حق او مقام خیال نه دی ساتل شوی) ګڼل شوې دي. په دوي کې د خوارجو هم ځینې کسان وو او د عمرابن سعد د لښکر ځینې کسان له اهل بیتو سره د دښمنۍ په انګېزه او ځینې نور د ابن زیاد د ګواښ او لالچ ورکولو په وجه کربلا ته تللې وو.

نوم او شمېر

د هغه لښکر کومانده چې د عاشورا په ورځ د امام حسین(ع) په وړاندې ودرېد د عمر بن سعد بن ابي وقاص په غاړه وه او له همدې امله د عمر بن سعد په لښکر مشهور شوی دی. د ځینو سرچینو په وینا، د دغه لښکر د کسانو شمېر په اوله کې کابو څلور زره تنه و.[۱] او ورسره د نورو لښکرو په یو ځای کېدو سره تر شلو زرو واوښته؛[۲] البته د عمر بن سعد د لښکریانو شمېر له ۶ تر ۳۵ زرو راپور شوی دی او د ۶ زره[۳] ۱۴ زره[۴] ۱۷ زره[۵] ۲۲ زره، ۲۸ زره[۶] ۳۰ زره[۷] ۳۲ زره[۸] هم په ځینو سرچینو کې راغلی دی. امام حسین(ع) د عاشورا په ورځ په ځینو شعرونو کې د دښمن لښکریان د باران غټو څاڅکو ته ورته ګڼلې دي.[۹] د لمعات الحسین کتاب لیکوال له دغه تعبیره استفاده کړې چې د ابن سعد لښکر په پریمانه عسکرو سره په کربلا کې د سخت باران په شان موجود و.[۱۰]

جوړېدل

عمر بن سعد د کربلا له پېښې مخکې د کوفې له ښار بهر د حمام اعین په نامه یو ځای کې ری ته د تللو او له دیلمیانو سره د جنګ په اراده پړاو اچولی و خو ری ته له تګه مخکې په کربلا کې د امام حسین(ع) کاروان ودرېد. د بصرې او کوفې ګورنر عبیدالله بن زیاد له عمر بن سعد وغوښتل چې ری ته له تګه مخکې له امام حسین(ع) سره د مقابلې لپاره کربلا ته لاړ شي. عمر بن سعد اول ونه منله خو عبیدالله ورته وویل چې که د ری حکومت غواړې نو اول باید کربلا ته لاړ شئ؛ په نتیجه کې، عمر بن سعد له خپلو لښکریانو سره کربلا ته لاړ.[۱۱] په ځینو سرچینو کې راغلي دي چې ابن سعد له امام حسین(ع) سره له جنګه مخکې شپه تر سهاره له ځان سره فکر کاوه چې دا کار وکړي که نه. هغه په دې فکر سره چې له مرګه مخکې به توبه وکړي له امام حسین(ع) سره د جنګ لپاره خپل چمتووالی اعلان کړ.[۱۲]

د ابن زیاد د لښکر پیاوړتیا

د ځینو راپورونو له مخې د کربلا په لور د عمر سعد له حرکته وروسته، د کوفې ځینې خلک د ابن زیاد له خوا د لالچ یا ګواښ په وجه د هغه له لښکر سره یو ځای شول. ابن زیاد خلک د کوفې په جومات کې راغونډ کړل او د هغوي مشران یې د ډالیو په ورکولو سره تطمیع کړل او بیا یې هغوي له امام حسین(ع) سره په جنګ کې د عمر بن سعد له لښکر سره یو ځای کېدو ته وبلل.[۱۳]

ابن زیاد عمرو بن حریث په خپل ځای په کوفې کې وګماره او په نخیله کې د لښکر په جوړولو سره یې کوفیان اړ کړل چې هلته لاړ شي.[۱۴] هغه د ابن سعد په لښکر کې شاملېدل په ټولو کوفي سړو واجب کړل او سوید بن عبدالرحمان منقري یې کوفې ته ولېږه او ورته یې امر وکړ چې په کوفې کې ولټوي او هر چا چې له امام حسین(ع) سره جنګ ته له تللو ډډه کړې ما ته راولي.[۱۵][یادداشت۱]

عبیدالله بن زیاد، حصین بن تمیم او د هغه تر امر لاندې څلور زره عسکر له قادسیې نخیله ته وبلل.[۱۶] همداراز د هغه په امر شمر بن ذی الجوشن له ۴۰۰۰ کسانو، یزید بن رکاب کنبي له ۲۰۰۰ کسانو، حُصَین بن نُمَیر له۴۰۰۰ کسانو، مُضایر بن رهینه مازِنی له ۳۰۰۰ تنو او نصر بن حَربه له ۲۰۰۰ تنو[۱۷] او شبث بن ربعی، حجّار بن اَبجَر،[۱۸] محمّد بن اشعث[۱۹] او یزید بن حارث هر یو له زرو زرو کسانو سره په کربلا کې د عمر بن سعد له لښکر سره یو ځای شول.[۲۰]

ابن زیاد هره ورځ له شلو تر سلو کسانو ډلې هم د کوفې له خلکو کربلا ته لېږلې.[۲۱] اخر د محرم په ۶ د ابن سعد د لښکریانو شمېر کابو ۲۲۰۰۰ تنو ته ورسید.[۲۲]

ډلې او محرکونه یې

د عمر بن سعد د لښکر زیاتره کسان د کوفې[۲۳] له مختلفو ډلو او پرګنو او په مختلفو محرکاتو او ارادو سره راغونډ شوي وو.[۲۴] تاریخي سرچینو دغه کسان د عقیدې له نظره عثماني مذهبه ګڼلي دي.[۲۵] او د ځینو کسانو لکه :ابوبردة بن عوف ازدي،[۲۶] شیبان بن مخروم،[۲۷] کثیر بن شهاب،[۲۸] کعب بن جابر، عمر بن سعد، بشر بن سوط و عمارة بن عقبة ابی‌معیط نومونه یې په عثماني مذهبو کې ذکر کړې دي.[۲۹]

د عمر سعد د لښکریانو ځینې کسان د بني امیه له پلویانو او د امام علي(ع) له مخالفانو او د هغه د شیعیانو دښمنان وو؛ شیبان بن مخزوم،[۳۰] شبث بن ربعي [یادداشت ۲]،[۳۱] کثیر بن عبدالله شعبي،[۳۲] شمر بن ذی‌الجوشن، عمر بن سعد، زحر بن قیس، عزرة بن قیس او عمرو بن حجاج زبیدي له دغو کسانو ګڼل کیږي.[۳۳]

د لښکر ځینې کسان بیا د کوفې اشراف کسان وو چې امام حسین(ع) ته یې لیکونه لیکلي او هغه حضرت یې خپل ښار ته بللی و خو د ابن زیاد له ګواښ او لالچ وروسته له هغه سره یو ځای شول. عروة بن قیس، شبث بن ربعی، حجار بن ابجر، قیس بن اشعث، یزید بن حارث، عمرو بن حجاج و محمد بن عمیر تمیمي له دغو کسانو وو.[۳۴]

د کوفې او شام ځینې کسان بیا د ابن زیاد په ګواښ او زور سره د عمر بن سعد لښکر کې شامل شول.[۳۵] ځینې کسان په جمل، صفین او یا نهروان جنګونو کې د امام علي(ع) د لښکر برخه وو خو د کربلا په پېښه کې د عمر بن سعد په لښکر کې وو. شمر بن ذی‌الجوشن،[۳۶] محمد بن عمیر تمیمي[۳۷] او زحر بن قیس جعفي[۳۸] له دغو کسانو دي.[۳۹]

کوماندانان

د ابن سعد د لښکر کوماندانان دا دي:

عمر بن سعد، حر بن یزید ریاحي د بني تمیمو او بني همدان په کومانده وټاکه خو حرّ د هغه له لښکره جدا او له امام حسین(ع) او ملګرو سره یې یو ځای شو.[۴۱]

جدا شوي کسان

د عاشورا په ورځ ځینې کسان د عمر بن سعد له لښکره جدا او د امام حسین له لښکر سره یو ځای شول په ځینې سرچینو کې د دغه کسانو شمېر دېرش تنه ذکر شوی دی.[۴۲] حر بن یزید ریاحي،[۴۳]ابوالحتوف او سعد بن حرث انصاري،[۴۴] نعمان و حلاس بن عمرو ازدي راسبي،[۴۵] بکر بن حیّ تیمي[۴۶]، قاسم بن حبیب،[۴۷] جوین بن مالک، [۴۸] ابوالشعثاء کندي[۴۹] او عمرو بن ضبیعه[۵۰] له دغو کسانو دي. البته ځینې لیکوالان باوري دي چې دغه کسان له امام حسین سره د جنګ په اراده د ابن سعد لښکر ته نه وو تللې بلکې دې ته په پام سره چې ابن زیاد د کوفې وتونکي لارې بندې کړې وې د ابن زیاد د لښکر په وسیله یې ځانونه امام حسین ته ورسول.[سرچینې ته اړتیا]

په کربلا کې اقدامات

د ابن سعد لښکریانو په کربلا کې ځينې اقدامات کړي چې یو شمېر یې دا دي:

په امام حسین او په ملګرو یې د اوبو بندول

عمربن سعد ته د ابن زیاد د لیک له رسېدو وروسته چې له هغه یې غوښتې وو د امام حسین او د اوبو تر مینځ جدایي راولي، د ابن سعد په امر عمرو بن حجاج د محرم په اومه له پینځو سوو سپرو سره د فرات سیند خواته لاړ چې اوبو ته د امام حسین(ع) او د هغه د ملګرو د ورتګ مخه ونیسي.[۵۱]

د امام حسین او د هغه د اصحابو شهادت

د عمر سعد سپایان د عاشورا په ورځ د جنګ پېلوونکي وو. لومړی غشی عمر بن سعد وتوغاوه.[۵۲] هغوي امام حسین او ملګري یې شهیدان کړل. بیا یې هغه څه چې په تنې یې لرل یوړل، قیس بن اشعث و بحر بن کعب، جامې،[۵۳] اسود بن خالد اودي نعلین‌(پېزار)، جمیع بن خلق اودي توره، اخنس بن مرثد عمامه، بجدل بن سلیم، ګوتمه و عمر بن سعد، یې زغره[۵۴] یوړه.

د خېمو سوزول او لوټل

د امام حسین(ع) او ملګرو یې له شهادته وروسته د عمر بن سعد لښکریانو په خیمو برید وکړ، هلته موجود مالونه یې چور کړل[۵۵] او بیا یې خیمې وسوزولې.[۵۶]

د امام په بدن د اسونو زغلول

د عمر بن سعد په امر او د ابن زیاد د حکم په اجرا کې، د هغه د لښکر لسو کسانو د امام حسین(ع) په تنه اسونه وزغلول او هغه یې چخڼي کړه او د امام حسین د سینې او ملا هډونه یې مات کړل.[۵۷] اسحاق بن حویه، اخنس بن مرثد[۵۸] حکیم بن طفیل، عمرو بن صبیح، رجاء بن منقذ عبدي، سالم بن خیثمه جعفي، واحظ بن ناعم، صالح بن وهب جعفي، هاني بن شبث خضرمي او اسید بن مالک[۵۹] خپل اسونه د امام حسین په تنه وزغلول.

کوفې ته د شهیدانو د سرونو استول

د عمر بن سعد سپایانو د کربلا د شهیدانو سرونه له تنو جدا او په نیزو پورته کړل او کوفې ته یې یوړل. خولي بن یزید اصبحي او حمید بن مسلم ازدي د حسین بن علی(ع) سر او شمر بن ذی‌الجوشن، قیس بن اشعث، عمرو بن حجاج او عزره بن قیس د نورو شهیدانو سرونه په کوفې کې عبیدالله بن زیاد ته ولېږل.[۶۰]

د امام د اهل بیتو(ع) اسارت

د عمر بن سعد په امر، د هغه سپایانو د خپل لښکر د مړو تنې ښخې کړې.[۶۱] بیا یې د امام حسین(ع) د کاروان پاتې کسان اوکورنۍ اسیره او په کوفې کې یې ابن زیاد او بیا په شام کې د یزید دربار ته بوتله.[۶۲]

وژل شوی کسان

د عمر بن سعد د لښکر د وژل شویو کسانو په اړه کره شمېر نه دی معلوم ځینې شیعه سرچینو د امام حسین(ع) د ملګرو په لاس د ۲۲۵ او ۲۲۶ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.[۶۳] ځینو دغه شمېر کابو ۹۰۰ تنه ګڼلی دی.[۶۴] د هغه روایت له مخې چې په مناقب ابن شهر آشوب کې راغلی دی امام حسین(ع) په خپله د عاشورا په ورځ د عمر بن سعد له لښکریانو ۱۹۵۰ کسان ووژل او یو شمېر یې ژوبل کړل.[۶۵] همداراز په اثبات الوصیه کې د امام حسین(ع) په لاس د عمر بن سعد د لښکر د وژل شویو کسانو شمېر ۱۸۰۰ ذکر شوی دی.[۶۶]

فوټ نوټ

  1. طبری، تاریخ الأمم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۵، ص۴۰۹؛ دینوری، الاخبار الطوال، ۱۳۶۸ش، ص۲۵۳.
  2. ابن اعثم کوفی، الفتوح، ج۵، ص۸۹-۹۰؛ ابن طاوس؛ اللهوف، ۱۳۴۸ش، ص۸۵.
  3. ابن جوزی، تذکرة الخواص، ۱۴۱۸ق، ص۲۲۶.
  4. طبری، دلایل الامامه، ۱۴۱۳ق، ص۱۷۸.
  5. کاشفی، روضة الشهداء، ۱۳۸۲ش، ص۳۴۶.
  6. مسعودی، اثبات الوصیه، ۱۴۲۶ق، ص۱۶۶.
  7. ابن شهر آشوب، مناقب آل ابی‌طالب، ج ۴، ص۸۶؛ شیخ صدوق، الامالی، ۱۳۷۶ش، مجلس ۷۰، ص۴۶۱، ح۱۰.
  8. کاشفی، روضة الشهداء، ۱۳۸۲ش، ص۳۴۶.
  9. مقرم، مقتل الحسین، بصیرتی، ۱۳۹۴، ص‌۳۴۵.
  10. حسینی طهرانی ،لمعات الحسین ،انتشارات باقرالعلوم،ص ۳۳
  11. وګورئ: طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۵، ص۴۰۹؛ دینوری، الاخبار الطوال، ۱۳۶۸ش، ص۲۵۳.
  12. شعرانی، دمع السجوم، ۱۳۷۴ق، ص۱۱۰.
  13. بلاذری، انساب الاشراف، ۱۳۹۷ق، ج۳، ص۱۷۸؛ ابن اعثم کوفی، الفتوح، ۱۴۱۱ق، ج۵، ص۸۹.
  14. بلاذری، انساب الاشراف، ۱۳۹۷ق، ج۳، ص۱۷۸.
  15. دینوری، الاخبار الطوال، ۱۳۶۸ش، صص۲۵۴-۲۵۵؛ بلاذری، انساب الاشراف، ۱۳۹۷ق، ج۳، ص۱۷۹.
  16. بلاذری، انساب الاشراف، ۱۳۹۷ق، ج۳، ص۱۷۸.
  17. ابن اعثم کوفی، الفتوح، ۱۴۱۱ق، ج۵، ص۸۹.
  18. بلاذری، انساب الاشراف، ۱۳۹۷ق، ج۳، ص۱۷۸؛ ابن اعثم کوفی، الفتوح، ۱۴۱۱ق، ج۵، ص۹۰-۸۹.
  19. شیخ صدوق، الامالی، ص۱۵۵.
  20. بلاذری، انساب الاشراف، ۱۳۹۷ق، ج۳، ص۱۷۹.
  21. بلاذری، انساب الاشراف، ۱۳۹۷ق، ج۳، ص۱۷۹.
  22. ابن اعثم کوفی، الفتوح، ج۵، ۱۴۱۱ق، ص۹۰.
  23. ابن جوزی، تذکرة الخواص، ۱۴۱۸ق، ص۲۲۶.
  24. وګورئ: هدایت‌پناه، بازتاب تفکر عثمانی در واقعه کربلا، ۱۳۸۹ش، ص۱۶۶.
  25. وګورئ: هدایت پناه، بازتاب تفکر عثمانی در واقعه کربلا، ۱۳۸۹ش، ص۱۶۶.
  26. منقری، وقعة الصفین، ۱۴۰۴ق، ص۵.
  27. ابن عساکر، تاریخ مدینه دمشق، ۱۴۱۵ق، ج۱۴، ص۲۲۱.
  28. بلاذری، فتوح البلدان، ۱۹۸۸م، ص۳۰۱.
  29. هدایت‌پناه، بازتاب تفکر عثمانی در واقعه کربلا، ۱۳۸۹ش، ص۸۷-۹۵.
  30. ابن عساکر، تاریخ مدینه دمشق، ج۱۴، ص۲۲۱.
  31. صدوق، علل الشرایع، ۱۳۸۵ش، ج۱، ص۲۲۰-۲۲۱.
  32. بلاذری، فتوح البلدان، ۱۹۸۸م، ص۳۰۱.
  33. بلاذری، انساب الاشراف، ۱۴۰۰ق، ج۵، ص۲۵۵؛ طبری، تاریخ الأمم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۵، ص۲۶۹-۲۷۰.
  34. وګورئ: طبری، تاریخ الأمم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۵، ص۳۵۳-۳۵۴.
  35. ابن اعثم کوفی، الفتوح، ۱۴۱۱ق، ج۵، ص۸۹.
  36. طبری، تاریخ الأمم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۵، ص۲۸؛ منقری، وقعة‌صفین، ۱۴۰۴ق، ص۱۹۸-۱۹۵.
  37. ابن اثیر، الکامل، ۱۳۸۵ق، ج۴، ص۱۴۴.
  38. ابن اعثم کوفی، الفتوح، ۱۴۱۱ق، ج۴، ص۲۰۷.
  39. منقری، وقعة‌صفین، ۱۴۰۴ق، ص۱۹۸-۱۹۵.
  40. طبری، تاریخ الأمم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۵، ص۴۲۲، ۴۳۶؛ دینوری، اخبارالطوال، ۱۳۶۸ش، ص۲۵۶.
  41. طبری، تاریخ الأمم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۵، ص۴۲۷؛ مفید، الارشاد، ۱۳۹۹ق، ج۲، ص۹۹.
  42. ابن کثیر، البدایه و النهایه، ۱۴۰۷ق، ج۸، ص۱۸۰.
  43. طبری، تاریخ الأمم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۵، ص۴۲۷؛ مفید، الارشاد، ۱۳۹۹ق، ج۲، ص۹۹.
  44. سماوی، ابصارالعین، ۱۴۱۹ق، ص۱۵۹.
  45. سماوی، ابصارالعین، ۱۴۱۹ق، ص۱۸۷.
  46. سماوی، ابصارالعین، ۱۴۱۹ق، ص۱۹۴.
  47. سماوی، ابصارالعین، ۱۴۱۹ق، ص۱۸۶.
  48. سماوی، ابصارالعین، ۱۴۱۹ق، ص۱۹۴.
  49. طبری، تاریخ الأمم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۵، ص۴۴۵.
  50. سماوی، ابصارالعین، ۱۴۱۹ق، ص۱۹۴.
  51. دینوری، اخبارالطوال، ۱۳۶۸ش، ص۲۵۵؛ طبری، تاریخ الأمم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۵، ص۴۱۲؛ مفید، الارشاد، ۱۳۹۹ق، ج۲، ص۸۶.
  52. ابن طاووس، اللهوف، ۱۳۴۸ش، ص۱۱۰.
  53. طبری، تاریخ الأمم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۵، ص۵۴۳.
  54. ابن طاوس، اللهوف، ۱۳۴۸ش، ص۱۳۰.
  55. قمی، نفس المهموم، ۱۳۷۹ش، ص۴۷۹.
  56. ابن اعثم کوفی، الفتوح، ۱۴۱۱ق، ج۵، ص۱۳۸؛ سید طاووس، اللهوف، ۱۳۴۸ش، ص۱۸۰.
  57. الإرشاد، المفید ،ج‏۲،ص۱۱۳، بلاذری، انساب‌الاشراف، ۱۳۹۷ق، ج۳، ص۲۰۴؛ طبری، تاریخ الأمم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۵، ص۴۵۵.
  58. طبری، تاریخ الأمم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۵، ص۴۵۵.
  59. ابن طاوس، اللهوف، ۱۳۴۸ش، ص۱۳۵.
  60. بلاذری، انساب‌الاشراف، ۱۳۹۷ق، ج۳، ص۴۱۱؛ طبری، تاریخ الأمم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ۱۳۸۷ق، ج۵، ص۴۵۶.
  61. بلاذری، انساب الاشراف، ۱۳۹۷ق، ج۳، ص۴۱۱.
  62. طبری، تاریخ‌الأمم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۵، ص۴۵۶.
  63. شیخ صدوق،الامالی،۱۳۷۶ش ص۲۲۳ـ۲۲۶؛ فتال نیشابوری، روضة الواعظین، ۱۳۷۵ش، ص۱۸۶-۱۸۸.
  64. ابن شهرآشوب، مناقب، ۱۳۷۹ق، ج۴، ص۱۰۹ـ۱۱۴.
  65. ابن شهر آشوب، مناقب، ۱۳۷۹ق، ج۴، ص۱۱۰.
  66. مسعودی، اثبات الوصیه، ۱۴۲۶ق، ص۱۶۸.

سرچينې

  • ابن اثیر، علی بن محمد، الکامل فی التاریخ، بیروت، دارصادر، ۱۹۶۵م/۱۳۸۵ق.
  • ابن اعثم کوفی، احمد، الفتوح، تحقیق: علی شیری، بیروت، دارالأضواء، ط الأولی، ۱۴۱۱ق/۱۹۹۱م.
  • ابن جوزی، سبط، تذکرة الخواص، قم، منشورات الشریف الرضی، ۱۴۱۸ق.
  • ابن شهر آشوب مازندرانی، مناقب آل ابی‌طالب علیهم‌السلام، قم، علامه، ۱۳۷۹ق.
  • ابن طاووس، علی بن موسی، اللهوف، جهان، تهران، ۱۳۴۸ش.
  • ابن کثیر دمشقی، اسماعیل بن عمر، البدایه والنهایه، بیروت، دار الفکر، ۱۴۰۷ق/۱۹۸۶م.
  • بلاذری، احمد بن یحیی، انساب الأشراف (۵)، تحقیق: احسان عباس، بیروت، جمعیة المستشرقین الألمانیة، ۱۹۷۹م/۱۴۰۰ق.
  • ابن عساکر، تاریخ مدینه دمشق، بیروت، دارالفکر، لبنان، ۱۴۱۵ق.
  • بلاذری، احمد بن یحیی، انساب‌ الأشراف (ج۳)، تحقیق: محمدباقر محمودی، دارالتعارف للمطبوعات، بیروت، ۱۹۷۷م/۱۳۹۷ق.
  • بلاذری، احمد بن یحیی، فتوح البلدان، بیروت، دار و مکتبة الهلال، ۱۹۸۸م.
  • دینوری، احمد بن داود، الأخبار الطوال، تحقیق: عبدالمنعم عامر مراجعه جمال الدین شیال، قم، منشورات الرضی، ۱۳۶۸ش.
  • سماوی، محمد، إبصارالعین فی أنصار الحسین، قم، مركز الدراسات الإسلامية لحرس الثورة، ۱۴۱۹ ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، الامالی، تهران، کتابچی، ۱۳۷۶ش.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، علل الشرائع، قم، کتاب‌فروشی داوری، ۱۳۸۵ش/۱۹۶۶م.
  • شیخ مفید، محمد بن محمد، الارشاد، بیروت، مؤسسة الاعلمی للمطبوعات، ۱۳۹۹ق.
  • طبری، محمد بن جریر بن رستم، دلائل الامامه، قم، بعثت، ۱۴۱۳ق.
  • طبری، محمد بن جریر، تاریخ الأمم و الملوک، تحقیق: محمدأبوالفضل ابراهیم، بیروت، دارالتراث، ۱۳۸۷ق/۱۹۶۷م.
  • فتال نیشابوری، محمد بن احمد، روضة الواعظین، قم، شریف رضی، ۱۳۷۵ش.
  • کاشفی سبزواری، ملاحسین، روضة الشهداء، قم، نوید اسلام، ۱۳۸۲ش.
  • مسعودی، علی بن حسین، اثبات الوصیه للامام علی بن ابی‌طالب، قم، انصاریان، ۱۴۲۶ق.
  • منقری، نصر بن مزاحم، وقعة صفین، تحقیق: عبدالسلام محمدهارون، قاهره، المؤسسة العربیة الحدیثة، الطبعة الثانیة، ۱۳۸۲ق. افست قم، منشورات مکتبة المرعشی النجفی، ۱۴۰۴ق.
  • هدایت‌پناه، محمدرضا، بازتاب تفکر عثمانی در واقعه کربلا، قم، پژوهشگاه حوزه و دانشگاه، ۱۳۸۹ش.