عبد الله بن عامر

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

عبد الله بن عامِر بن کُرَیز (۴-۵۹هـ ق) د امام علی (ع) له مخالفانو څخه ؤ چې د جمل په جنګ کښې د طلحه او زبیر په مشرۍ کې د امام علی(ع) په خلاف وجنګید. هغه همدارنګ د صفین په جګړه کې د معاویه په لښکر کې حضور درلود.

ابن عامر د قريشو له قبيلې څخه و او د عثمان بن عفان (درېم خليفه) د ماما زوی و. عثمان په ۲۹ هجري کې هغه د بصرې واکمن کړ. ابن عامر په دې ښار کې د ودانولو تدبیرونه تر سره کړل او د عثمان په حکم یې په ایران برید وکړ. هغه د امام حسن (ع) او معاویه (ع) تر مینځ د مقابلې په وخت کښې هم د معاویه د لښکر له قومندانانو څخه ؤ. معاویه خلافت ته له رسېدو وروسته د بصرې حکومت یو ځل بيا هغه ته ورکړ. عبدالله په ۵۹ هجري کې په مکه کې وفات شو او په عرفات کې ښخ شو.

نسب او زوکړه

عبدالله بن عامر بن کُرَیز د قريشو له قبيلې څخه و او د عثمان بن عفان د ماما زوی و.[۱] مور يې دجاجه د اسماء سَلَمی لور او پلار يې عامر وو چې د پېغمبر اکرم د ترور زوی و چې د مکې په فتحه کې مسلمان شو.[2]

ابن عامر د هجرت په څلورم کال په مکه کې وزیږید. کله چې رسول الله(ص) مکې ته د عمرة القضاء لپاره ولاړ، نو درې کلن و، چې رسول الله(ص) ته یې بوتله هغه حضرت(ص) خپل لاس د هغه په شونډو کېښود[۳] او دعا یې ورته وکړه: «إنّی لَأرجو أن یَکون مَسقِیّاً»؛  زه امید لرم چې خړوب شوی به وي.[4] ابن قتیبه د رسول الله(ص) دعا په لاندې ډول نقل کړې ده: «إنّی لَأرجو أن یَکون مُتَّقِیا»؛ زه امید لرم چې هغه به متقي شي».[۵]

ابن عامر دولس زامن او شپږ لوڼې درلودې [۶] د عبدالرحمن په نوم یې یو زوی درلود. له همدې امله يې کنیت ابو عبدالرحمن و.[۷]

د بصرې حکومت

دریم خليفه عثمان بن عفان د هجري قمري په ۲۹ کال کې ابو موسی اشعري د بصرې له واليتوب څخه ليرې کړ او عبدالله بن عامر يې په ۲۵ کلنۍ کې د بصرې واکمن وټاکه [۸] عثمان ابو موسی ته وليکل: «ما ته د بې کفایتۍ او خیانت له امله نه یې لیرې کړی او ستا له فضیلته خبر یم، خو غوښتل مې چې له عبدالله بن عامر سره د خپلوۍ احترام وکړم او هغه ته مې امر وکړ چې دېرش زره درهم تا ته درکړي».[9]

ساختماني اقدامات

عبدالله بن عامر د بصرې په يوه برخه کې ځينې کورونه واخيستل، هغه يې ونړول او پر ځای يې بازار جوړ کړ.[۱۰] همدارنګه د بصرې په ختيځ کې يو سيند د خپلې مور(اُم عبدالله) په نوم[۱۱] او دوه سيندونه يې د «نهر الابله» او «نهر الاساوره» په نومونو سره په بصره کې وکنستل او جاري یې کړل.[۱۲] هغه لومړۍ کس دی چې په عرفات کې يې حوض او ډنډ جوړ کړ او هلته يې د چينې اوبه روانې کړې.[۱۳]

د ابن عامر فتوحات

له دې وروسته چې عبدالله بن عامر قدرت ته ورسید او د دوهم خليفه په زمانه کې یې د هېواد د پراختیا په غرض فتوحات وکړل د عثمان له لوري په ايران باندې د برید لپاره وګومارل شو،[14] هغه په هغه زمانه کې چې د عثمان او معاويه له خوا په کرسۍ و د ایران ځينې برخې د جګړې او ځينې يې د سولې له لارې فتحه کړې.[۱۵] د ایران په مرکز کې له هغه سیمو شاپور، فاسا، درابګرد، رفسنجان، اصطخر ښارونه او د ایران په ختیځ کې د سجستان، سیستان، زرنج، نیشاپور، طوس، کابل، هرات، مرو، بلخ، طالقان، جوېن، فاریاب، طخارستان او سرخس ښارونه وو.[16]

د جمل په جګړه کې ګډون

په ۳۵ هجري قمري کال کښې امام علي(ع) د خپلې واکمنۍ په پيل کښې ابن عامر د بصرې له حکومته لری کړ او پر ځای يې عثمان بن حنيف وټاکه [۱۷] په دغه وخت کښې ابن عامر د بيت المال مالونه واخستل او مکې ته لاړ. کله چې طلحه او زبير په مکه کې له عائشې سره راټول شول چې د علي(ع) پر ضد پاڅون وکړي، نو غوښتل يې چې شام ته ولاړ شي، خو ابن عامر هغوي له دې پرېکړې څخه وغړول او ​​وړانديز يې وکړ چې په بصره کې ډېره شتمني ده، نو یوځای بصرې ته لاړل. [18] د جګړې د تیارولو په خاطر ابن عامر هغوی ته ډیر جایدادونه ورکړل.[19] هغوي په جنګ جمل کښې د امام علی (ع) په خلاف وجنګیدل.[20] د هغه زوی عبدالرحمن هم په دې جنګ کې ووژل شو.[۲۱] د جمل د لښکر له ماتې خوړلو او د طلحه او زبیر تر وژل کېدو وروسته ابن عامر دمشق ته ولاړ او هلته مېشت شو.[۲۲]

له معاویه سره ملګرتیا

ابن عامر د صفین په جنګ کښې د معاویه په لښکر کښې ؤ[۲۳] که څه هم ځینو د صفین په جنګ کښې د هغه لپاره کوم رول نه دی یاد کړی[۲۴] معاویه د امام علی (ع) له شهادته او د خلکو له امام حسن (ع) سره له بیعته وروسته عبدالله بن عامر د يو لښکر سره مداین ته وليږل تر څو د امام حسن (ع) سره مقابله وکړي، خو دا خبره په صلحې لاسليک سره ختمه شوه.[25]

کله چې معاويه خلافت ته ورسېد، ابن عامرو يې د هغه په غوښتنه یو ځل بیا د دريو کلونو لپاره د بصرې حاکم جوړ کړ [۲۶] او خپله لور هند یې هم هغه ته واده کړه.[۲۷] ابن عامر له معاويه يو کال مخکې په ۵۹ هجري کې په مکه کې وفات شو. په عرفات کې ښخ شو.[۲۸] هغه له مرګه مخکې عبدالله بن زبير خپل وصي وټاکه.[۲۹]

فوټ نوټ

سرچينې

  • ابن‌سعد، کاتب واقدی‏، الطبقات الکبری‏، بیروت، دار الکتب العلمیة، چاپ اول، ۱۴۱۰ق.
  • ابن‌عبدالبر، یوسف بن عبدالله بن محمد، الاستیعاب، بیروت، دارالجیل، ۱۴۱۲ق.
  • ابن‌عساکر، علی بن حسن، تاریخ مدینة دمشق، بیروت، دار الفکر، ۱۴۱۵ق.
  • ابن‌قتیبة، عبدالله بن مسلم، المعارف، القاهرة، نشر المعارف، دوم، ۱۹۹۲م.
  • بلاذری، احمد بن یحیی، انساب الاشراف، بیروت، دار الفکر، چاپ اول، ۱۴۱۷ق.
  • بلاذری، احمد بن یحیی، فتوح البلدان، بیروت، مکتبة الهلال، ۱۹۸۸م.
  • ثقفی کوفی، ابراهیم بن محمد، الغارات، بیروت، انجمن آثار ملی، ۱۳۵۳ش.
  • دینوری، احمد بن داوود، الأخبار الطوال، قم، منشورات الرضی، ۱۳۶۸ش.
  • طبری، محمد بن جریر، تاریخ الامم و الملوک، بیروت، دار التراث، دوم، ۱۳۸۷ق.
  • مقدسی، مطهر بن طاهر، البدء و التاریخ، بور سعید، مکتبة الثقافة الدینیة، بی‌تا.
  • منقری، نصر بن مزاحم، وقعة صفین، القاهرة، المؤسسة العربیة الحدیثة، دوم، ۱۳۸۲ق.
  • یعقوبی، احمد بن ابی‌یعقوب، تاریخ یعقوبی، بیروت، دار صادر، بی‌تا.