دفن (ښخول)

د wikishia لخوا
د بټنوک د جوړېدنې ستونزه:
د ښخولو انځور

دفن کول یعنی د مړی ښخول. د مړی ښخول د کفايي واجبو څخه دی چی د میت له غسل، کفن او جنازې وروسته باید ترسره شي. د مړي د ښخولو فلسفې د رواياتو پر بنسټ د مسلمان د بدن حرمت ته درناوې او د خلكو د ازار مخه نیول او د مړي د خرابیدو مخه نيول ګڼل شوي دي.

د مړي ښخول ځينې اداب او احکام لري، چې ځينې يې واجب او ځينې يې مستحب دي، چې په هغو کې مړي ته تلقین د مړي د ښخولو د لیلة الدفن لمونځ دی.

مفهوم او موقف

د مړي ښخول په قبر کې په داسې ډول د مړي ايښودل دي چې ښکار کوونکي ځناور يې جسد راونه باسي او بوی یې ژوندو ته ازار ونه رسوي.[۱] د مړو ښخول له کفايي واجباتو څخه دي.[۲] او د دې په هکله په توضیح المسائلو کتابونو کې د مړي د احکامو په ځاي کې[۳] او په فقهي او حدیثي[۴] کتابونو کې د کتاب الجنایز په ځای کې بحث کیږي.

فلسفه

په احادیثو کې د ښخولو ځینې حکمتونه بیان شوي دي لکه د جسد د حرمت احترام، خلکو ته د مړي د خرابیدو نه ښکاره کیدل، د بد بوی له امله د خلکو د ازار مخنیوی، او د دښمنانو د ملامتۍ او د خپلوانو د خپګان مخنیوی.[۵] د هابیل له وژلو وروسته قابیل نه پوهیده چې د هغه د بدن سره څه وکړي. نو د خدای په حکم دوه کارغان په خپلو کې په جنګ شول او یو یې بل وواژه او په چونګښې یې یو ځمکه وکنستله او ښخ یې کړ.[۶]

واجب حکمونه

د دفن ځینې حکمونه دا دي:

آداب او مستحبات

په فقهې منابعو کې د تدفین څخه مخکې او وروسته ځنې اداب ذکر شوي دي. له هغو ځینې دا دي:

  • مړي ته تلقین ورکول (د مړی د اوږو خوځول او ورسره د هغه ​​نوم اخستل او خاص ذکرونه ویل)
  • جسد باید د قبر سره نږدې په ځمکه کېښودل شي او څو ځلې پورته کړې شي او څو ځله په ځمکه کېښودل شي او قبر ته نږدی راوړل شي
  • قبر ته د مړي د ښکته کولو پر مهال خاص دعا ويل
  • د ښځی جسد په یو اړخ او د نارینه مړی د سر له خوا قبر ته ښکته کول.
  • د کفن د غوټو خلاصول او د مړی مخ په ځمکه کیښودل
  • په نږدې قبرستان کې د مړي ښخول، خو هغه حالت کې چې لری بل قبرستان کوم خصوصیت ولري، د بیلګې په توګه، د علماو او صالحانو د دفن ځای وي، یا داسې ځای وي چې خلک د قبرونو د فاتحې لپاره هلته زیات ځي.
  • د ښخولو د ځای په نښه کول او پر هغه د مړي نوم لیکل
  • له ښخولو وروسته تر درې ورځو پورې د مړي کورنۍ ته د خوراکي توکو لېږل او د هغوي خواړه خوړل مکروه دي.
  • د دفن په اوله شپه د لیلة الدفن لمونځ کول
  • باتی کسانو ته تسلیت ویل[۱۲]
  • د ښخولو نه مخکی د مړی مشرفو زیارتونو ته وړل.[۱۳]
  • لحد جوړول (مستطیل قالب چې د قبلې په طرف د قبر په پای کې کنستل کیږي) په قبر کې د دې لپاره چې مړی ته د خاورې د رسیدو مخه ونیسي.[۱۴]

د هغه چا حکم چې په سمندر کې مړ شي

که یو څوک په سمندر کې مړ شي او ځمکې ته له رسیدو مخکې یې جسد فاسدیږي، نو د هغه جسد له غسل، کفن او د جنازې له لمانځه وروسته په ځانګړو ادابو سره سمندر ته غورځول کیږي. او همدارنګ حکم د هغه چا هم دی چې که د دښمن له خوا د هغه د قبر د څپړدلو خطر وي.[۱۵]

د قبر د کنستلو حرمت

شیعه فقهاء د قبر کنستل حرام ګڼي. البته که مړی په غصب شوی ځای یا کفن کې وی، یا پرته له غسل ​​او کفنه ښخ شوی وي، او که غسل ​​او کفن یې په سمه توګه نه وي ترسره شوی، او یا د یو چا حق د مړی په لیدلو پسې تړل وي.[۱۶] او همدارنګ که مړی په داسې ځایونو کې ښخ کړی شوی وي چې د هغه د عزت تر پښو لاندې کیږي (لکه د کافر په هدیره کې د مسلمان ښخول) نو د قبر کنستل او څپړدل روا دي.[۱۷]

فوټ نوټ

  1. طباطبائی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۱۹ق، ج۲، ص۱۱۲-۱۱۳.
  2. طباطبائی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۱۹ق، ج۲، ص۳۲.
  3. بېلګې په توګه وګورئ: مکارم شیرازی، رساله توضیح المسائل، ۱۴۲۹ق، ص۹۶.
  4. بېلګې په توګه وګورئ: کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۳، ص۱۱۱-۲۶۴؛ طوسی، المبسوط، ۱۳۸۷ق، ج۱، ص۱۷۴.
  5. بېلګې په توګه وګورئ: حرعاملی، وسائل الشیعه، ۱۴۰۹ق، ج۳، ص۱۴۱.
  6. طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۱، ص۱۳۸؛ نگاه کنید به سوره مائده، آیه۳۱.
  7. بېلګې په توګه وګورې: نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۴، ص۱۱۸-۲۶۳.
  8. طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۱۹ق، ج۲، ص۱۱۳.
  9. طباطبائی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۱۹ق، ج۲، ص۱۱۵.
  10. طباطبائی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۱۹ق، ج۲، ص۱۱۵.
  11. طباطبائی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۱۹ق، ج۲، ۱۱۴، ص۲۴.
  12. طباطبائی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۱۹ق، ج۲، ص۱۱۸-۱۲۵.
  13. نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۴، ص۳۴۴.
  14. نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۴، ص۳۰۱.
  15. طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۱۹ق، ج۲، ص۱۱۳-۱۱۴.
  16. نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۴، ص۳۵۳-۳۵۹.
  17. طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۱۹ق، ج۲، ص۱۳۵.

سرچينې

  • حرعاملی، محمد بن حسن، وسائل الشيعة، قم، مؤسسه آل‌البیت، ۱۴۰۹ق.
  • طباطبایی یزدی، سید محمدکاظم، العروةالوثقی، بیروت، ۱۴۰۴ق/۱۹۸۴م.
  • طبری، محمد بن جریر، تاریخ الامم و الملوک، تحقیق محمد ابوالفضل ابراهیم، بیروت، دارالتراث، الطبعة الثانیة، ۱۳۸۷ق/۱۹۶۷م.
  • طوسی، محمد بن حسن، المبسوط فی فقه الامامیة، حاشیه‌نویس محمدتقی کشفی، محمدباقر محمودی، تهران، المکتبة المرتضویة لاحیاء الآثار الجعفریه، ۱۳۸۷ق.
  • مکارم شیرازی، ناصر، رساله توضیح المسائل، قم، مدرسه الامام علی بن ابی‌طالب، چاپ پنجاه و دوم، ۱۴۲۹ق.
  • نجفی، محمدحسن بن باقر، جواهرالکلام فی شرح شرائع الاسلام، تحقیق عباس قوچانی، بیروت، داراحیاء التراث العربی، ۱۳۶۲ش.

بهرنۍ لینکونه