عرفات
عَرَفات یا عَرَفه، د مکې په ختیځ کې د اتلسو مربع کلومیټرو په اندازه یو ځای. په عرفات کې وقوف (تمتیا) د تمتع حج یو رکن دی او حج کوونکی باید د ذي الحجې په نهمه په عرفات صحرا کې اقامت یا استوګنه وکړي. له پېغمبر اکرم (ص) په یو روایت کې داسې ګناهانې شته دي چې یوازې عرفات ته په ورتګ سره بخښل کیږي. امام حسین(ع) د عرفې دعا د عرفات په ټاټوبي کې ویلې وه.
کلي معلومات
عرفات د مکې په ختیځ کې پلنه او هواره ځمکه، چې اتلس مربع کلومیټره مساحت لري او نن سبا له مکې ۲۱ کلومیټره لرې ده.[۱]
جبل الرحمة، د عرفات په شمال ختیځ کې واقع دی[۲] او له همدې امله «جبل العرفات» یعنې عرفات غر هم بلل کیږي.[۳]
د عرفات ټاټوبی، له فقهي نظره د حرم برخه نه ګڼل کیږي.[۴] سره له دې د هغې حدود په مختلفو تاریخي پړاوونو کې له علامتونو او بورډونو په استفادې سره ښه معلوم وو.[۵]
د ځایي روایتونو له مخې، د حضرت ابراهیم(ع) په زمانه کې او مکې ته د هغه حضرت د مېرمنې بي بي هاجرې د هجرت په کیسه کې په عرفات کې جُرهُم قوم اوسیده.[۶] ځینو لرغونو جغرافیا پوهانو عرفات یو وړوکی کلی ګڼلی دی.[۷]
د نومَونې علتونه
د لسمې قمري پېړۍ د مورخ محمد بن عبدالرحمن سخاوي په وینا، د عرفات ټکی د قصبات په شان(د قصبې جمع د کلي په معنا) دی چې په دې اساس، د عرفات ټاټوبي هرې برخې ته عرفه ویل کېدل او عرفات د ټولې سیمې نوم دی.[۸] ځینې باوري دي چې عرفت که څه هم جمع ده خو مطلب ترې یو ټاټوبی دی د عرفه په نوم؛ لکه اذرعات چې د اذرع جمع او په سوریه کې د یوې سیمې نوم دی. ویل شوي چې د عرفات او اذرعات اصطلاح له هغو کلماتو دي چې په جمع پورې ملحق دي[۹]
د ځینو روایتونو له مخې کله چې جبراییل حضرت ابراهیم ته د حج مناسک ورزده کول، په عرفات کې یې هغه ته وویل: «أعرَفتَ مناسکَک؟»؛ یعنی «آیا خپل مناسک دې زده کړل» او ابراهیم ځواب ورکړ:«هو، او د جبراییل په پوښتنه کې «أ عَرفْتَ»د اشارې په وجه، دغه سیمه عرفات یا عرفه ونومول شوه.[۱۰] ځینو سرچینو، عرفات د آدم او حوا د کتنې او له یو بل سره د معرفۍ ځای ګڼلی دی.[۱۱] همداراز عرفات داسې ځای معرفی شوی چې مسلمانان د خپل پلار آدم د سنت او دود په اساس[۱۲] په هغه ځای کې په خپلو ګناهونو اعتراف کوي او له خدایه بخښنه غواړي.[۱۳] د څلورمې قمري پېړۍ شیعه محدث شیخ صدوق په علل الشرائع کې له امام صادق(ع) څخه روایت کړی چې جبراییل حضرت ابراهیم د عرفې په ورځ عرفې ته بوتله او له دې امله چې لمر زوال وکړ هغه ته یې وویل چې په خپلو ګناهونو دې اعتراف وکړه.(اعتراف بذنبک) او خپل مناسک وپېژنه او دا ټاټوبی د جبراییل د دغه خبرې (اعترف) او د ابراهیم د اعتراف په وجه عرفات ونومول شو.[۱۴]
په قرآن کریم کې د بقرې سورې په ۱۹۸ ایت کې د حج د احکامو او ادابو د ذکرولو په وخت د عرفات نوم اخستل شوی دی.[۱۵]
اهمیت
عرفات، د حج له فریضې سره پیوند لري[۱۶] او له سپېڅلو اسلامي ځایونو دی.[۱۷] په عرفات کې وقوف د تمتع حج له ارکانو دی او حج بې له دې نه ادا کیږي؛ پر دې اساس، حج کوونکي باید د ذي الحجې په نهمه ورځ له شرعي ماسپښین څخه تر شرعي ماښامه پورې د عرفات په ډاګه کې اقامت وکړي.[۱۸] په عرفات کې د شتون پېدا کولو اهمیت دومره دی چې پېغمبر(ص) په یو روایت کې فرمایلي: «الْحَجُّ عَرَفَة» حج عرفه ده. [۱۹]
له اسلامه مخکې، د مکې خلکو له دې امله چې ځان یې اهل حرم او غوره ګڼل ځینې عملونه لکه په عرفات کې وقوف او تمتیا یې نه کوله.[۲۰] د اهل سنتو په حدیثي ټولګو کې د ځینو روایتونو له مخې پېغمبر(ص) له اسلامه مخکې په حج کولو کې هم په عرفات کې وقوف ترسره کاوه.[۲۱]
د یو روایت له مخې چې له پېغمبر اکرم څخه نقل شوی، خدای تعالی د عرفې ورځې په ماښام د ملائکو په وړاندې په هغو کسانو چې په عرفات کې یې وقوف کړی ویاړ کوي او ټولې ګناهانې یې بخښي. [۲۲] په عرفات کې د حج کوونکي وقوف او ایسارېدل، د ګناهانو د بخښل کېدو سبب ګڼل شوې دي؛ له پېغمبر اکرم(ص) څخه د یو روایت له مخې داسې ګناهانې شته چې یوازې په عرفات کې بخښل کیږي.[۲۳] له امام صادق(ع) څخه د یو روایت له مخې ترټولو ګناهکار کس هغه دی چې له عرفاته ستون شي او ګمان وکړي چې نه دی بخښل شوی.[۲۴]
عرفات همداراز له دحوالارض سره په اړوندو روایتونو کې د کعبې او منا ټاټوبي په څنګ کې له هغو ځایونوګڼل شوی چې ځمکه ترې خپره شوې ده.[۲۵] امام حسین(ع) د عرفې دعا په داسې حال کې وویله چې د عرفات په ټاټوبي کې له خپلې خیمې ووته او د عرفات غره په کیڼ لوري یعنې جبل الرحمه کې ودرېده.[۲۶]
فوټ نوت
- ↑ پورامینی، «نگرشی بر عرفات»، ص۱۶۴.
- ↑ بروسوی، أوضح المسالک، ۱۴۲۷ق، ص۴۶۸؛ جعفریان، آثار اسلامی مکه و مدینه، ۱۳۸۲ش، ص۱۳۱.
- ↑ کردی، التاریخ القویم لمکة و بیت الله الکریم، ۱۴۲۰ق، ج۱، ۴۹۲.
- ↑ شیخ صدوق، من لایحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۴۶۴؛ هروی، الإشارات إلی معرفة الزیارات، ۱۴۲۳ق، ص۷۴.
- ↑ جعفریان، آثار اسلامی مکه و مدینه، ۱۳۸۲ش، ص۱۲۹ و ۱۳۰؛ ابن الفقیه، البلدان، ۱۴۱۶ق، ص۷۸؛ بروسوی، أوضح المسالک، ۱۴۲۷ق، ص۴۶۸؛ شیخ صدوق، من لایحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۴۶۳.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۳ق، ج۱، ص۲۸۸-۲۸۹ و ۲۹۴.
- ↑ الإستبصار فی عجایب الأمصار، ۱۹۸۶م، ص۳۵.
- ↑ سخاوی، البلدانیات، ۱۴۲۲ق، ص۲۲۵.
- ↑ https://qamus.inoor.ir/fa/1H190F/%D8%A7%D8%B0%D8%B1%D8%B9%D8%A7%D8%AA
- ↑ أزرقی، أخبار مکه، ۱۴۱۶ق، ج۱، ص۶۷؛ فاکهی، أخبار مکة، ۱۴۲۴ق، ج۵، ص۹.
- ↑ سخاوی، البلدانیات، ۱۴۲۲ق، ص۲۲۵؛ بیآزار شیرازی، باستانشناسی و جغرافیای تاریخی قصص قرآن، ۱۳۸۰ش، ص۲۴۰.
- ↑ المحمدي الري شهري، الحج والعمرة في الكتاب والسنة، ۱۳۷۶ش، ج۱، ص۲۴۸.
- ↑ سخاوی، البلدانیات، ۱۴۲۲ق، ص۲۲۵.
- ↑ شیخ صدوق، علل الشرایع، منشورات المكتبة الحيدرية، ج۲، ص۴۳۶.
- ↑ «لَیسَ عَلَیکمْ جُناحٌ أَنْ تَبْتَغُوا فَضْلاً مِنْ رَبِّکمْ فَإِذا أَفَضْتُمْ مِنْ عَرَفاتٍ فَاذْکرُوا اللَّهَ عِنْدَ الْمَشْعَرِ الْحَرامِ وَ اذْکرُوهُ کما هَداکمْ وَ إِنْ کنْتُمْ مِنْ قَبْلِهِ لَمِنَ الضَّالِّین: اگر هنگام حج طالب روزی خدا باشید، مرتکب گناهی نشدهاید، و چون از عرفات بازگشتید خدا را در مشعر الحرام یاد کنید، از آن رو که شما را هدایت کرده، در حالی که پیش از آن گمراه بودهاید (سوره بقره، آیه ۱۹۸).
- ↑ فرهنگ فقه، ۱۳۹۲ش، ج۵، ص۳۷۶.
- ↑ فرهنگ فقه، ۱۳۹۲ش، ج۵، ص۳۷۵.
- ↑ موسوی شاهرودی، جامع الفتاوی مناسک حج، ۱۴۲۸ق، ص۱۷۳ و ۱۷۴.
- ↑ التلخیص الحبیر، العسقلانی، التالحبیر، ۱۴۱۶ق، ج۲، ص۸۷.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۳ق، ج۲، ص۸۰.
- ↑ مدیرشانهچی، «حج پیامبر(ص)»، ص۸۳.
- ↑ نوری، مستدرک الوسائل، ۱۴۰۸ق، ج۸، ص۳۶.
- ↑ نوری، مستدرک الوسائل، ۱۴۰۸ق، ج۱۰، ص۳۰.
- ↑ شیخ صدوق، من لایحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۲۱۱؛ نوری، مستدرک الوسائل، ۱۴۰۸ق، ج۱۰، ص۳۰.
- ↑ شیخ صدوق، من لایحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۲۴۱.
- ↑ عمرانی، «بررسی سند و ذیل دعای عرفه امام حسین(ع)»، ص۶۵.
سرچپنې
- قرآن کریم.
- ابنالفقیه، احمد بن محمد، البلدان، تصحیح یوسف الهادی، بیروت، عالم الکتب، ۱۴۱۶ق.
- ازرقی، ابوالولید، أخبار مکة و ما جاء فیها من الآثار، تصحیح ملحس و رشدی صالح، بیروت، ۱۴۱۶ق.
- الإستبصار فی عجایب الأمصار، مؤلف ناشناخته، تصحیح سعد زغلول عبدالحمید، بغداد، دار الشؤون الثقافیه، ۱۹۸۶م.
- بروسوی، محمد بن علی، أوضح المسالک إلی معرفة البلدان و الممالک،بیروت، دار الغرب الاسلامی، چاپ اول، ۱۴۲۷ق.
- بیآزار شیرازی، عبدالکریم، باستانشناسی و جغرافیای تاریخی قصص قرآن، تهران، دفتر نشر فرهنگ اسلامی، ۱۳۸۰ش.
- پورامینی، محمدامین، «نگرشی بر عرفات»، در مجله میقات حج، ش۱۱ و ۱۲، تابستان ۱۳۷۴ش.
- جعفریان، رسول، آثار اسلامی مکه و مدینه، تهران، مشعر، ۱۳۸۲ش.
- سخاوی، محمد بن عبد الرحمن، البلدانیات، تصحیح حسام بن محمد قطان،ریاض، دار العطاء، ۱۴۲۲ق.
- شیخ صدوق، محمد بن علی، من لایحضره الفقیه، قم، انتشارات جامعه مدرسین، ۱۴۱۳ق.
- شیخ صدوق، محمد بن علی، علل الشرایع، منشورات المكتبة الحيدرية ومطبعتها في النجف، بی تا.
- طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت، مؤسسة الأعلمی للمطبوعات، ۱۳۹۳ق/۱۹۷۳م.
- العسقلانی، احمد بن علی۷ التلخیص الحبیر فی تخریج احادیث الرافعی الکبیر، تحقيق: أبو عاصم حسن بن عباس بن قطب
الناشر: مؤسسة قرطبة - مصر، الطبعة: الأولى، ١٤١٦هـ/١٩٩٥م.
- عمرانی، مسعود، «بررسی سند و ذیل دعای عرفه امام حسین(ع)»، در مجله مشکوة، ش۱۱۰، بهار ۱۳۹۰ش.
- فاکهی، محمد بن اسحاق، أخبار مکة فی قدیم الدهر و حدیثه، مکه، مکتبه الاسدی، چاپ چهارم، ۱۴۲۴ق.
- فرهنگ فقه مطابق مذهب اهل بیت، تحقیق و تألیف مؤسسه دائرة المعارف فقه اسلامی بر مذهب اهل بیت زیر نظر محمود هاشمی شاهرودی، ج۵، قم، مؤسسه دائرة المعارف فقه اسلامی بر مذهب اهل بیت، ۱۳۹۲ش.
- کردی، محمد طاهر، التاریخ القویم لمکة و بیت الله الکریم، بیروت، دار خضر، ۱۴۲۰ق.
- المحمدی الری شهری، الحج و العمرة في الكتاب والسنة، قم، ناشر: دار الحديث، چاپ اول، ۱۳۷۶ش.
- مدیرشانهچی، کاظم، «حج پیامبر(ص)، در مجله میقات حج، ش۲۵ و ۲۶، زمستان ۱۳۷۷ش.
- موسوی شاهرودی، سید مرتضی، جامع الفتاوی مناسک حج: با روشی جدید مطابق با فتاوای ده تن از مراجع عظام تقلید، تهران، نشر مشعر، ۱۴۲۸ق.
- نوری، حسین بن محمدتقی، مستدرک الوسائل و مستنبط المسائل، بیروت، مؤسسة آل البیت لإحیاء التراث، ۱۴۰۸ق/۱۹۸۷م.
- هروی، علی بن ابوبکر، الإشارات إلی معرفة الزیارات، تصحیح عمر علی، قاهره، مکتبة الثقافة الدینیة، ۱۴۲۳ق.