عثمان بن حنیف ته د امام علی(ع) لیک

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

عُثمان بن حُنَیف ته د امام علی(ع) لیک، د امام علی(ع) عُثمان بن حُنَیف ته په خطاب کې لیک دی، چې په بصره کې د هغه والي و. دا لیک په نهج البلاغې کې له راغلي لیکونو یو لیک دی او اصلي چورلیز یې د عثمان به حنیف غندنه ده چې هغه د یو شته په ډوډۍ کې ګډون کړی و بې له دې چې فقیران په کې حاضر وي.[۱] ځینو څیړونکو دا لیک د دین د حد اکثري نظریې لپاره تر ټولو قوي مصداق ګڼلی دی.[۲] دا هم ویل شوي چې له دې خط څخه د سیاست او مدیریت په برخه کې د امام علی(ع) شخصیت پیژندل کیدای شي.[۳] له همدې سببه په ځینې کتابنو کې چې د اسلام د سياسي نظريې بيانونکي دي، د امام علي(ع) دا ليك راوړل شوی دی.[4] او له دې سببه چې دا لیک د امام علی(ع) د حکمرانۍ څرنګوالی ښايي، نو د امام دا لیک خپلو کارګزارانو ته له مهمو لیکونو پيژندل شوی دی.[۵]

د نهج البلاغو ډېرو نسخو دا لیک په 45 نمبر راوړی دی.[۶]

د امام علی(ع) د لیک انځور چې عثمان بن حنیف ته یې لیکلی چې هغه وخت د بصرې والي و، د نهج البلاغې د 45 لیک شرحه، چې محمد محمدي اشتهاردي لیکلی دی.

په دغه لیک کښې د امام علی(ع) ځینې ټکي دي چې د خیال ساتلو سپارښتنه یې شوې ده: عفت، پرهیزګاري، د غریبانو پالنه، د نفسي خواهشاتو کنټرول، قناعت، له اسراف څخه ډډه کول، له خلکو سره خواخوږي، ساده ژوند تیرول، د ژوند په طریقو کې د امام پیروي کول او په بلنو او مجلسونو کې خیال ساتل.[8]

په دې لیک کې شتمنانو ته د ګروهنې له زیانونو سره سره، د هغې سره د مقابلې ستراتیژۍ هم بیان شوي دي.[9] د څیړونکو په وینا، په دې لیک کې شتمن ګروهنې سره د کړنلارې اخلاقي او ټولنیزې طریقې او نمونې ښودل شوي دي.[10]

د امام علی(ع) عثمان بن حنيف د خط ځينې برخې د شيخ صدوق په اَمالي کتاب کې لیکلی شوي دي[11] او په نورو کتابونو کې هم نقل شوي دي.[12] د څیړونکو په وینا دا لیک د امام علی(ع) د حکومت په لومړيو وختونو کې په 36ق کې عثمان بن حنیف ته لیکلی شوی دی.[13] د نهج البلاغه ٤٥ لیک د بشپړو ترجمو او شرحو تر څنګ، په فارسي او عربي ژبو کې ورباندې ځانګړي شرحې او ترجمې هم لیکل شوي دي چې ځینې یې دا دي:


نامه سرگشاده امام علی(ع) به عثمان بن حنیف استاندار بصره، د محمد محمدي اشتهاردي کتاب؛[۱۴]

زمامداری و پارسایی، د مصطفی دلشاد تهراني کتاب؛[۱۵]

شرحُ کتابِ امیرِالمؤمنین(ع) اِلیٰ عثمانِ بنِ حًنَیفِ الاَنصاری، تألیف د هاشم میلاني؛[۱۶]

علی و کارگزاران حکومت، تألیف د علي اکبر حمیدزاده.[۱۷]

فوټ نوټ

سرچينې