تقوا
تقوا په روح کښې هغه حالت یا قوت دی چې انسان ته روحي او اخلاقي خوندیتوب ورکوي؛ داشان چې که د ګناه په ماحول کښې راشي نو هغه حالت او روحي قوت یې ساتنه کوي. په قرآن، د پیغمبر(ص) په حدیثونو او د معصوم امامانو(ع) په روایتونو او د دیني عالمانو په ویناؤ کښې د تقوا په اهمیت ټینګار شوی او په دنیاوي ژوند او آخرت کښې ورپاره یوشمیر آثار بیان شوي دي. د ګناهونو بخښل کیدل، د خدای په نزد د اعمالو قبلیدل، نیکمرغۍ ته رسیدل، له باطله د حق د پیژندلو د قوې خاوند کیدل، حلال رزق او روزي او له ځینو سختیو ژغورل کیدل، د تقوا ځیني آثار ګڼل شوي دي.
پر هغو ډیرو حدیثونو سربیره چې دې موضوع ته یې پام کړی دی، په همام خطبې مشهوره د نهج البلاغه ۱۹۳ خطبه د متقینو د اوصافو بیانولو ته ځانګړې ده.
د تقوا لپاره مختلفې درجې بیان شوې دي. په یو روایت کښې د امام جعفر صادق(ع) له قوله د تقوا لپاره درې مرتبې بیان شوې دي چې په دا ډول دي: عامه تقوا چې د دوزخ د عذاب له ویرې د محرماتو پریښودلی دي، خاص تقوا هغه ده چې یو کس نه یوازې محرمات پریږدي بلکې شبهات(هغه کارونه چې د حراموالي احتمال یې وي) هم پریږدي او بله خاص الخاص تقوا ده او دا هغه مرتبه ده چې یو کس نه یوازې شبهات بلکې (ځیني) حلال کارونه هم پریږدي.
همداشان دیني عالمانو د روایتونو له مخې د غوږونو، سترګو، ژبې او زړه وغیره په شان د بدن د هر اندام لپاره چې په ګناه د اخته کیدو له خطر سره مخامخ وي. د هغه اندام مطابق تقوا بیان کړې ده.
مفهوم پیژندنه
تقوا په انسان کښې هغه حالت دی چې هغه ته روحي او اخلاقي خوندیتوب ورکوي او لامل کیږي کله چې د ګناه په چاپیریال کښې راځي، ګناه ونه کړي.[۱] د تقوا کلمه د «حفاظت او ساتنې» په معنا له «وَقْی» مادې څخه اخیستل شوې ده او په لغت کښې د نفس د ساتنې په معنا ده.[۲]
په قرآن کښې د تقوا معنا
ځینو محققانو د قرآن کریم آیتونو ته په پام سره د تقوا لپاره څلور معناوې بیان کړې دي:[۳]
- د هغه څیز په معنا چې انسان د ځان او د هغه څیز ترمینځ چې ورڅخه ویریږي، خنډ جوړوي ترڅو له تاوانه یې خوندي پاتې شي.[۴] تقوا په «وَ جَعَلَ لَکُمْ سَرَابِیلَ تَقِیکُمُ الْحَرَّ؛ او ستاسو لپاره داسې جامې دي چې له تاودوخې مو ساتي»، آیت کښې[۵] په هم دې معنا استعمال شوې ده.[۶] د ایزوتسو په وینا، دغې معنا په عربانو کښې د اسلام له راتلو مخکښې استعمال درلود.[۷]
- په آخرت کښې د خدای د قهر او عذاب څخه د ویرې په معنا.[۸] تقوا په «وَ اتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ شَدِیدُ الْعِقَابِ؛ له خدای وویریږئ چې د خدای عذاب ډیر سخت دی، آیت کښې[۹] هم دغه معنا کارول شوې ده.[۱۰]
- په طاعت باندې د عمل او د ګناه د پریښودو په معنا.[۱۱] په «یا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا اتَّقُوا اللهَ وَلْتَنْظُرْ نَفْسٌ ما قَدَّمَتْ لِغَدٍ؛ ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی، له خدایه وویریږئ او هر کس باید وګوري چې د (خپل) سبا لپاره یې څه له ځانه مخکښې لیږلي دي[۱۲] تقوا په دې معنا استعمال شوې ده.[۱۳]
- د تقوا بله معنا د زړه هغه حالت او داسې نفساني ګروهنه ده چې په طاعت او ګناه باندې د انسان د بصیرت او پوهیدو لامل کیږي او دغې معنا ته رسیدل د خدای د امر او نهي پیروي او د هغو ترسره کولو ته دوام ورکول دي.[۱۴]
ویل کیږي چې دغه څلورګونې معناوې په خپلو کښې سره اړونده دي او په ګډه د تقوا منظومه جوړوي؛ په دې معنا چې د خدای له عذابه ویره(دویمه معنا)، د هغه د اوامرو او نواهیو د خیال ساتنې(دریمې معنا) لامل کیږي او انسان په دې وسیله، د ځان او د الهي قهر او عذاب ترمینځ یو خنډ جوړوي(اوله معنا) او د خدای د امر او نهي پیروي ورو ورو سبب کیږي چې تقوا د مؤمن په زړه باندې واکمنیږي(څلورمه معنا)[۱۵]
د تقوا او ورع نسبت
اصلي مقاله: ورع
په ځینو روایتونو کښې تقوا او ورع د یو بل ترڅنګ نقل شوي دي.[۱۶] محمد مهدي نراقي دا دواړه مترادف بللي دي[۱۷] او د ورع لپاره یې دوه معنې ذکر کړې دي چې په تقوا باندې هم پوره راځي: یوه دا چې ورع له حرام مال څخه د ځان ساتلو په معنا ده چې د نراقي په وینا په ځینو روایتونو کښې تقوا په هم دې معنا راغلې ده. بله، د خدای د عذاب او د رضایت غوښتنې په خاطر له ټولو ګناهونو د ځان ساتل دي.[۱۸]
په څلورمې هجري پيړۍ کښې د سوريې د یو حنفي مذهبي عالم عبدالقادر ملاحویش آل غازي په شان ځینو هم ورع له تقوا جلا او له هغې لوړه بللې ده.[۱۹] د دوي په وینا، تقوا له حرامو ډډه کول او د الهي واجباتو ترسره کول دي خو ورع له شبهاتو او له هغو حلال کارونو هم د ځان ساتلو په معنا ده چې ممکنه ده د ګناه زمینه برابره کړي او په دې وجه یې مقام له تقوا لوړ دی.[۲۰]
موقعیت
تقوا ډیره عام او دود دیني کلمه ده چې په قرآن کښې په اسمي او فعلي توګه ډیره استعمال شوې ده.[۲۱] د مرتضی مطهري په وینا، تقریباً په هغه اندازه چې په قرآن کښې د ایمان او نیک علم او لمونځ او زکات او حتی له دې اندازې هم زیات چې مثلاً د روژې کلمه ذکر شوې، د تقوا نوم راغلی دی.[۲۲] د ځینو څیړاندو په وینا، خپله د تقوا کلمه ۱۷ ځلې او مشتقات او ورته کلمات یې څه باندې ۲۰۰ وارې په قرآن کښې راغلي دي.[۲۳] د تقوا کلمه د معصومو امامانو(ع) په روایتونو کښې هم ډیره کارول شوې ده.[۲۴] کلیني په الکافي کتاب کښې د «بَابُ الطَّاعَةِ وَ التَّقْوَی»په عنان سره یو باب کښې د تقوا په هکله یوشمیر حدیثونه ځانګړي کړي دي.[۲۵]
په نهج البلاغه کښې هم یوه کلمه چې ډیره ورباندې تکیه شوې ده د «تقوا» کلمه ده.[۲۶] د ځینو محققانو په وینا، د تقوا کلمه د هغې له مشتقاتو سره په نهج البلاغه کښې تقریباً ۱۰۰ ځلې کارول شوې او د امام علي(ع) په ویناؤ کښې یوه مهمه او کلیدي کلمه ده.[۲۷] په هغو آثارو کښې هم چې د اسلامي اخلاقو په برخه کښې لیکل شوي دي، د تقوا او د هغې د آثارو په هکله خبره شوې ده.[۲۸] همداشان تقوا د صوفیانو او عارفانو په ویناؤ کښې یو عرفاني مقام ګڼل کیږي او د ورع او زړه په دوو مفهومونو سره معنا مومي.[۲۹]
د فقیهانو په خبرو کښې هم د تقوا مقام په ځینو احکامو کښې بیان شوی دی.[۳۰] له هغو څخه، د فقیهانو د فتوا له مخې، په جمعې امام واجبه ده چې د جمعې د لمانځه په خطبه کښې د تقوا سپارښتنه وکړي.[۳۱] د ځینو فقیهانو د فتواو له مخې له علمي نظره د دوو مجتهدانو د برابروالي په بڼه کښې په مُقلِّد باندې واجبه ده چې له هغه مجتهد څخه تقلید وکړي کوم چې ډیره تقوا لري.[۳۲]
د تقوا په هکله د قرآن ځیني بیانات او د علماؤ روایتونه
«الهي تقوا ستاسو د زړونو د ناروغۍ درمل دي او د زړونو د بینایۍ او د بدني ناروغیو د شفا او د وجودونو د فساد د اصلاح او له ککړتیاؤ د روحونو د پاکیدو او د سترګو د نابینایۍ د ختمیدو او ستاسو د پریشانیو په وړاندې د امنیت او د تیَرو د رڼا کیدو سبب کیږي. »
د حجرات سوره په ۱۳ نمبر آیت کښې د انسان د ارزښت معیار د الهي تقوا خیال ساتل معرفي شوي دي.[۳۳] د بقرې د مبارکې سورې د ۱۹۷ آیت له مخې، د آخرت لپاره ترټولو ښه توښه، تقوا ده.[۳۴] د اعراف سوره په ۲۶ آیت کښې هم د تن د جامو له ذکر وروسته تقوا د روح جامه او ډیره ښه او ضروري جامه بلل شوې ده.[۳۵]
د نهج البلاغه په ۱۱۲ آیت کښې له امام علي(ع) څخه داسې نقل شوي دي چې الهي تقوا، به خدای میئن خلک تر خپل ملاتړ لاندې راولي او هغوي په الهي محرماتو باندې له تیري ساتي او د هغوي په زړونو کښې یې د خدای ویره اچولې ده.[۳۶] په ۱۶نمبر خطبه کښې تقوا د هغو بلدو او مطیع او جوتي شویو سپرلیو په شان بلل شوې ده چې واګې یې د هغو کسانو په لاس کښې دي چې ورباندې سپاره دي او هغوي جنت ته بیايي.[۳۷] په ۱۸۹آیت کښې یې ویلي دي چې تقوا په نننۍ دنیا کښې د انسان لپاره د یو حصار او ډال په معنا ده او په آخرت کښې د جنت لاره ده.[۳۸] په ۲۲۸نمبر خطبه کښې تقوا یوه صحي چابي او د قیامت د ورځې توښه، د مریئتوب له قیده آزادي او له هرې بدبختۍ ژغورنه بلل شوې ده.[۳۹] امام سجاد(ع) تقوا انساني عزت ته د رسیدو لامل بللې ده[۴۰] او د صحیفه سجادیه د ځینو دعاګانو په ترڅ کښې یې د خدای تعالی له درګاه څخه د الهي تقوا د لرلو غوښتنه کړې ده.[۴۱]
له پیغمبراکرم(ص) څخه په یو روایت کښې تقوا د ټولو نیکیو جمع معرفي شوې ده.[۴۲] له امام محمد باقر(ع) څخه نقل شوي دي چې د خدای تعالی په نزد ترټولو غوره او محبوب بنده، ترټولو تقوا لرونکی بنده دی.[۴۳] همداشان له هغوي نه په یو بل روایت کښې حقیقي شیعیان هغه کسان معرفي شوي دي چې الهي تقوا خپلوي.[۴۴] له امام جعفرصادق(ع) څخه د یو روایت له مخې، هغه لږ عمل چې له تقوا سره مل وي، له تقوا پرته له ډیر عمله غوره دی.[۴۵] د دعای نُدبه په یوه برخه کښې د خدای تعالی او الهي تقوا په چورلیز د خلکو راغونډول، د امام زمان(عج) د حکومت یوه ځانګړنه بلل شوې ده.[۴۶]
حکیم او لغت پیژاندی راغب اصفهاني (وفات ۳۹۶ق)، په الذریعه الی مکارم الشریعه کښې، تقوا او د نفس پاکوالی، د انسان د خلیفة اللهی اصلي شرط معرفي کړی دی.[۴۷] ابن فهد حلي په عدة الداعي کتاب کښې د تقوا د اهمیت په هکله ویلي دي چې که په دنیا کښې د انسان لپاره له تقوا ډیر ښه، ګټه ور او د منزلت له نظره لوړ کوم خصلت وی، نو خدای تعالی به یې خامخا په اړه خپلو بندګانو ته خبر ورکړی و.[۴۸] محمد مهدي نراقي په جامع السعادات کتاب کښې تقوا د انسان ترټولو ستره ژغورونکې او نیکمرغۍ او لوړو مقامونو ته د رسیدو ترټولو مهمه لاره معرفي کړې ده.[۴۹] امام خمیني هم د چهل حدیث په شرح کښې له تقوا پرته انساني کمالاتو او لوړو مرتبو ته رسیدل ناممکن بللي دي.[۵۰]
د تقوا مرتبې
«په خدای قسم، زمونږ شیعه نه دی، مګر هغه کس چې الهي تقوا خپله کړي او د هغه فرمانبردار شي... الهي تقوا ولرئ او د خدای لپاره کار وکړئ. د خدای او هیڅ بنده ترمینځ خپلولي نشته، بلکې د خدای په نزد ترټولو غوره او ارزښتناک بندګان، په هغوي کښې ترټولو تقواداره او د هغه په طاعت باندې ترټولو زیات عمل کوونکي کسان دي.»
ځینو مفسرانو د «اِنَّ اَکرَمَکُم عِندَ اللّهِ اَتقـکُم؛ د خدای په نزد په تاسو کښې ترټولو ډیر محترم، په تاسو کښې ترټولو زیات تقوا لرونکي دي، په شان آیتونو کښې[۵۱] ویلي دي چې تقوا مختلفو مرتبې لري.[۵۲] له امام جعفرصادق(ع) له قوله په یو روایت کښې د تقوا لپاره درې مرتبې ذکر شوې دي چې په دا ډول دي:
- عامه تقوا چې د دوزخ د عذاب له ویرې د محرماتو پریښودلی دي،
- خاص تقوا، چې یو کس نه یوازې محرمات پریږدي بلکې شبهات(هغه کارونه چې د حراموالي احتمال یې وي) هم پریږدي
- او خاصُ الخاص تقوا چې په کښې یو کس نه یوازې شبهات بلکې (خیني) حلال کارونه هم پریږدي.[۵۳]
د قرآن مفسر او د اوومې او اتمې پیړۍ شافعي فقیه بیضاوي، د تقوا لپاره درې رُتبې ذکر کړې دي چې ترټولو ټیټه یې، له شرک څخه ډډه کول، ورپسې مرتبه له ګناه ځان ساتل او ترټولو لوړه مرتبه یې د خدای په وړاندې تسلیمیدل او له هر هغه څیز نه لرې کیدل دي چې انسان له حق څخه لرې ساتي.[۵۴] علامه مجلسي هم په بحار الانوار کتاب کښې د تقوا لپاره درې مرتبې بیان کړې دي چې اوله مرتبه یې، د صحیح اعتقاداتو د ترلاسه کولو په لاره کښې له ابدي عذابه د نفس ساتل، مینځنۍ مرتبه یې، د واجب د پریښودو او د ګناه د ترسره کولو په شمول له هر ډول ګناه څخه ډډه کول او ترټولو لوړه مرتبه یې، له هر هغه څیزه ځان ساتل دي چې د انسان زړه په ځان مشغولوي او له الله تعالی څخه یې بې لارې کوي.[۵۵]
- امام خمیني په آداب الصلاة کتاب کښې د تقوا لپاره څلور مرتبې ذکر کړې دي چې په دا ډول دي:
- د ظاهر تقوا چې له ظاهري ګناهونو د ځان او نفس ساتنه ده. دا عامه تقوا ده؛
- باطني تقوا چې له افراط او تفریط څخه پرهیز او په اخلاقو او روحي غریزو کښې د اعتدال له حده تیریدل دي. دا د خاص کسانو تقوا ده؛
- د عقل تقوا چې په غیرالهي علمونو باندې له بوختیدو د عقل ساتل او پاکول دي. دا تقوا خواصو لپاره ځانګړې ده؛
- د زړه تقوا چې له حق څخه د غیر له لیدلو او له غیرِ حق سره له مذاکرې د زړه صبرول دي. دا د اولیاؤ تقوا ده.[۵۶]
د بدن او زړه تقوا
د اخلاقو عالمانو، هغو روایتونو ته په پام سره چې د اخلاقو په هکله وارد شوي دي، د بدن د هر اندام لپاره چې د ګناه له خطر سره مخامخ وي، د هغه غړي یا اندام په اندازه یوه تقوا بیان کړې ده چې ځینې یې په دا ډول دي:
- د ژبې تقوا: د رښتیا خبرو،[۵۷] په ژبه د خدای تعالی د ذکر د جاري کولو،[۵۸] په نرمۍ او مهربانۍ سره د خبرو کولو،[۵۹] او د ښو خبرو او له کښنځلو د ژبې د ساتلو او د فضول او بدو خبرو د پریښودو په شان موارد د ژبې په تقوا کښې شامل دي.[۶۰]
- د سترګو تقوا: په هر هغه څه سترګې پټول چې خدای حرام کړي دي.[۶۱]
- د غوږونو تقوا: د خدای له خوا د حرام کړو له اوریدو د غوږونو د ساتلو[۶۲] او همداشان ګټه ورو علمونو، [۶۳] ګټه ورو دیني حکمتونو او ژغورونکو پندونو او نصیحتونو ته[۶۴] ته غوږ کښیښودل.
- د زړه تقوا: د سوره حج په ۳۲ آیت او د سوره حجرات په ۳ آیت کښې هم داشان له معصومو امامانو(ع) څخه په یو شمیر روایتونو کښې د انسان زړه د تقوا د موقعیت په توګه معرفي شوی دی.[۶۵] په هم دې وجه ځینو عالمانو ویلي دي چې تقوا یوه معنوي او باطني چاره ده چې د انسان له روح او نفس سره اړوندوالی لري.[۶۶] په عین حال کښې ځیني په دې باور دي چې د زړه تقوا په دې ده چې د انسان زړه له شک او شرک او کفر او نفاق څخه پاک وي.[۶۷] ځینو د زړه تقوا، د تقوا ترټولو لوړه مرتبه بللې ده.[۶۸]
د تقوا آثار
مسلمانو عالمانو د قرآن آیتونو او د معصومو امامانو روایتونو ته په پام سره د تقوا لپاره یولړ آثار ذکر کړي دي چې ځینې یې دا دي:
- له باطل څخه د حق پیژندل،[۶۹]
- د خدای په نزد د عملونو قبلیدل،[۷۰]
- له الهي تعلیماتو ګټه پورته کول،[۷۱]
- له سختیو ژغورل کیدل،[۷۲]
- د قرآن له هدایته برخمنیدل،[۷۳]
- د ګناهونو بخښل کیدل،[۷۴]
- نیکمرغۍ او سعادت ته رسیدل،[۷۵]
- لوړ مقام ته رسیدل،[۷۶]
- د زړه اصلاح،[۷۷]
- په شبهاتو کښې له پریوتو مخنیوی،[۷۸]
- د ګناه له ککړتیا پاکیدل،[۷۹]
- حلال رزق او روزي،[۸۰]
- په جنت کښې تل پاتې والی.[۸۱]
د متقینو خطبه
اصلي مقاله: د متقینو خطبه
خطبه متقینو د پرهیزګارانو د صفاتو په هکله د نهج البلاغه یوه مشهوره خطبه ده.[۸۲] امام علی(ع) د هَمّام په نامه د خپل یو شیعه په غوښتنه دغه خطبه وویله او په کښې یې د تقواداره کسانو څه باندې سل معنوي، فکري، اخلاقي او عملي ځانګړنې بیان کړې.[۸۳] د ښه ګفتار، مینځ لاریتوب، ګټه ورو علمونو ته د غوږ نیولو، د سختیو په وړاندې د صبر، د ژبې د کنټرولولو، په هر حال کښې د خدای تعالی د ذکر او تهجد او په ذکر او عبادت کښې د شپې شوګیره کولو په شان صفتونه له هغو اوصافو دي چې په دې خطبه کښې تقواداره کسانو لره ذکر شوي دي.[۸۴]
کتاب پیژندنه
- رساله تقوا: د مرتضی مطهري یو اثر. دغه رساله د تقوا د ماهیت، اهمیت او په قرآن او روایتونو کښې یې د آثارو په هکله د د وینا په دوو غونډو مشتمله ده چې له ۱۳۳۹ نه تر ۱۳۴۱لمریز کاله پورې د څو نورو ویناؤ سره یوځاې بیان شوې او په «ده ګفتار» نومې کتاب کښې راغونډه شوې او چاپ شوې ده.[۸۵]
- د جلیل جلیلي په قلم لیکل شوی، «تقوا، سکوی پرواز» نومې کتاب یوه سریزه او پنځه څپرکي لري. لیکوال یې په سریزه کښې، په قرآن کښې د تقوا تعریف او د هغې استعمال ته اشاره کړې ده. اول څپرکی یې د تقوا د سرچینې په هکله دی او دویم، دریم او څلورم څپرکي یې په ترتیب سره د فردي تقوا، ټولنیزې تقوا او سیاسي تقوا په هکله دي. او پنځم څپرکی یې هم په دنیا او آخرت کښې د تقوا د آثارو په هکله بحثونه لري. د دغه کتاب اول چاپ په ۱۴۰۰ لمریز کال کښې د اسلامي معارفو د پوهنتون د انتشاراتو له خوا ترسره شوی دی.[۸۶]
فوټ نوټ
- ↑ مطهری، ده گفتار، ۱۳۹۷ش، ص۲۰-۲۱.
- ↑ راغب اصفهانی، المفردات فی غریب القرآن، ۱۴۱۲ق، ذیل واژه «وقی».
- ↑ مثال په توګه وګورئ: ایزوتسو، خدا و انسان در قرآن، ترجمه احمد آرام، ۱۳۷۳ش، ص۳۰۴-۳۰۵؛ جلیلی، تقوا، سکوی پرواز، ۱۴۰۰ش، ص۱۷.
- ↑ ایزوتسو، خدا و انسان در قرآن، ترجمه احمد آرام، ۱۳۷۳ش، ص۳۰۵.
- ↑ سوره نحل، آیه ۸۱.
- ↑ جلیلی، تقوا، سکوی پرواز، ۱۴۰۰ش، ص۱۷.
- ↑ ایزوتسو، خدا و انسان در قرآن، ترجمه احمد آرام، ۱۳۷۳ش، ص۳۰۴-۳۰۵.
- ↑ ایزوتسو، خدا و انسان در قرآن، ترجمه احمد آرام، ۱۳۷۳ش، ص۳۰۴.
- ↑ سوره مائده، آیه ۲.
- ↑ طبری، تفسیر طبری، ج۹، ص۴۹۱؛ طبرسی، مجمع البیان، ۱۴۱۵ق، ج۳، ص۲۶۷.
- ↑ جلیلی، تقوا، سکوی پرواز، ۱۴۰۰ش، ص۱۷.
- ↑ سوره حشر، آیه ۱۸.
- ↑ طباطبایی، المیزان فی تفسیر القرآن، ۱۳۹۳ق، ج۱۹، ص۲۱۷-۲۱۸.
- ↑ عباسی، «تقوا»، ص۷۹۸.
- ↑ عباسی، «تقوا»، ص۷۹۹.
- ↑ وګورئ: کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۷۶ و ۷۸.
- ↑ نراقی، جامع السعادات، مؤسسه الأعلمی للمطبوعات، ج۲، ص۱۸۰.
- ↑ نراقی، جامع السعادات، مؤسسه الأعلمی للمطبوعات، ج۲، ص۱۸۰.
- ↑ ملاحویش آل غازی، بیان المعانی، ۱۳۸۲ق، ج۳، ص۵۵.
- ↑ ملاحویش آل غازی، بیان المعانی، ۱۳۸۲ق، ج۳، ص۵۵.
- ↑ مطهری، ده گفتار، ۱۳۹۷ش، ص۱۶.
- ↑ مطهری، ده گفتار، ۱۳۹۷ش، ص۱۶.
- ↑ عباسی، «تقوا»، ص۷۹۷.
- ↑ وګورئ: کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۷۳؛ علامه مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۷۰، ص۲۹۵؛ نوری، مستدرک الوسائل، ۱۴۰۸ق، ج۱۱، ص۲۶۶.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۷۳.
- ↑ مطهری، ده گفتار، ۱۳۹۷ش، ص۲۳.
- ↑ احمدیان، سعیداوی، «تحلیل معنایی درجات تقوا در نهج البلاغه، ص۶۹.
- ↑ وګورئ: نراقی، جامع السعادات، مؤسسه الأعلمی للمطبوعات، ج۲، ص۱۸۰؛ امام خمینی، شرح چهل حدیث، ۱۳۸۰ش، ص۲۰۶ و ص۳۲۵.
- ↑ وګورئ: ابنعربی، فتوحات مکیة، مؤسسه آل البیت، ج۲، ص۱۵۷؛ عباسی، «تقوا در تصوف و عرفان»، ص۸۰۳.
- ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۱۱، ص۲۱۱؛ یزدی طباطبایی، العروة الوثقی، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۱۹.
- ↑ نجفی، جواهر الکلام، ج۱۱، ص۲۱۱.
- ↑ یزدی طباطبایی، العروة الوثقی، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۱۹.
- ↑ سوره حجرات، آیه ۱۳؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۲۲، ص۲۱۰.
- ↑ سوره بقره، آیه ۱۹۷؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۱۵، ص۲۹۹.
- ↑ سوره اعراف، آیه ۲۶؛ مطهری، ده گفتار، ۱۳۹۷ش، ص۲۷.
- ↑ نهج البلاغه، تصحیح صبحی صالح، خطبه۱۱۲، ص۱۶۹؛ مطهری، ده گفتار، ۱۳۹۷ش، ص۲۳.
- ↑ نهج البلاغه، تصحیح صبحی صالح، خطبه ۱۶، ص۵۷؛ مطهری، ده گفتار، ۱۳۹۷ش، ص۲۴.
- ↑ نهج البلاغه، تصحیح صبحی صالح، خطبه ۱۹۱، ص۲۸۴.
- ↑ نهج البلاغه، تصحیح صبحی صالح، خطبه ۲۳۰، ص۳۵۱؛ مطهری، ده گفتار، ۱۳۹۷ش، ص۲۵.
- ↑ صحیفه سجادیه، دعای ۳۲، بند ۱۹ و ۲۰؛ زارعی، تقوا از دیدگاه امام سجاد (ع) با تاکید بر صحیفه سجادیه، ۱۳۹۵ش، ص۱۰۴.
- ↑ صحیفه سجادیه، دعای ۱۷، بند ۵ و دعای ۲۲، بند ۱۲.
- ↑ نوری، مستدرک الوسائل، ۱۴۰۸ق، ج۱۱، ص۲۶۶.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۷۳.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۷۳.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۷۶.
- ↑ https://bonyadedoa.com/fa/articles/1188/شرح-دعای-ندبه-فراز-سی-و-دوم، سایت بیناد بین المللی دعا.
- ↑ راغب اصفهانی، الذریعه إلی مکارم الشریعة، ۱۴۱۴ق، ص۵۹.
- ↑ ابن فهد حلی، عدة الداعی، ۱۴۰۷ق، ص۳۰۴.
- ↑ نراقی، جامع السعادات، مؤسسه الأعلمی للمطبوعات، ج۲، ص۱۸۱.
- ↑ امام خمینی، شرح چهل حدیث، ۱۳۸۰ش، ص۲۰۶.
- ↑ سوره حجرات، آیه ۱۳.
- ↑ فخر رازی، التفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ج۲۸، ص۱۱۵.
- ↑ علامه مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۷۰، ص۲۹۶.
- ↑ بیضاوی، انوار التنزیل واسرار التاویل، ۱۴۱۸ق، ج۱، ص۱۰۰.
- ↑ علامه مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۷۰، ص۱۳۶.
- ↑ امام خمینی، آداب الصلاة، ۱۳۷۸ش، ص۳۶۹.
- ↑ نهج البلاغه، تصحیح صبحی صالح، خطبه ۱۹۳، ص۳۰۳.
- ↑ نهج البلاغه، تصحیح صبحی صالح، خطبه ۸۳، ص۱۱۱؛ منتظری، درسهایی از نهج البلاغه، ج۳، ص۳۱۵.
- ↑ نهج البلاغه، تصحیح صبحی صالح، خطبه ۱۹۳، ص۳۰۵؛ مکارم شیرازی، اخلاق اسلامی در نهج البلاغه، ج۲، ص۴۷۳.
- ↑ رساله حقوق امام سجاد(ع)، ترجمه محمدحسین افشاری، ۱۳۹۴ش، ص۳۸.
- ↑ نهج البلاغه، تصحیح صبحی صالح، خطبه ۱۹۳، ص۳۰۳؛ مکارم شیرازی، اخلاق اسلامی در نهج البلاغه، ۱۳۸۵ش، ج۲، ص۱۵۸-۱۵۹.
- ↑ رساله حقوق امام سجاد، ترجمه محمدحسین افشاری، ۱۳۹۴ش، ص۳۹.
- ↑ نهج البلاغه، تصحیح صبحی صالح، خطبه ۱۹۳، ص۳۰۳؛ مکارم شیرازی، اخلاق اسلامی در نهج البلاغه، ۱۳۸۵ش، ج۲، ص۱۵۷.
- ↑ علامه مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۹۶، ص۷.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: سوره حج، آیه ۳۲؛ سوره حجرات، آیه ۳؛ فتال نیشابوری، روضة الواعظین و بصیرة المتعظین، ۱۳۷۵ش، ج۱، ص۴.
- ↑ طباطبایی، المیزان فی تفسیر القرآن، ۱۳۹۳ق، ج۱۴، ص۳۷۴.
- ↑ عباسی، «تقوا»، ص۸۰۴.
- ↑ امام خمینی، آداب الصلاة، ۱۳۷۸ش، ص۳۶۹.
- ↑ سوره انفال، آیه ۲۹؛ مطهری، ده گفتار، ۱۳۹۷ش، ص۳۴.
- ↑ سوره مائده، آیه ۲۷؛ طبرسی، مجمع البیان، ۱۴۱۵ق، ج۳، ص۳۱۵.
- ↑ سوره بقره، آیه ۲۸۲؛ مطهری، ده گفتار، ۱۳۹۷ش، ص۳۸.
- ↑ سوره طلاق، آیه ۳؛ سلمی، طبقات الصوفیة، ۱۴۲۴ق، ص۲۳۲.
- ↑ سوره بقره، آیه ۲؛ طبرسی، مجمع البیان، ۱۴۱۵ق، ج۱، ص۸۲.
- ↑ سوره انفال، آیه ۲۹؛ طباطبایی، المیزان فی تفسیر القرآن، ۱۳۹۳ق، ج۱۹، ص۳۱۶.
- ↑ سوره آل عمران، آیه ۲۰۰؛ طباطبایی، المیزان فی تفسیر القرآن، ۱۳۹۳ق، ج۲، ص۵۷.
- ↑ سوره قمر، آیات ۵۴-۵۵.
- ↑ نهجالبلاغه، تحقیق صبحی صالح، خطبه ۱۹۸، ص۳۱۲؛ مطهری، ده گفتار، ۱۳۹۷ش، ص۳۱.
- ↑ نهج البلاغه، تصحیح صبحی صالح، خطبه۱۶، ص۵۷.
- ↑ نهجالبلاغه، تحقیق صبحی صالح، خطبه ۱۹۸، ص۳۱۲؛ مطهری، ده گفتار، ۱۳۹۷ش، ص۳۱.
- ↑ سوره طلاق، آیه ۳؛ حلی، عدة الداعی، ۱۴۰۷ق، ص۳۰۵.
- ↑ سوره آل عمران، آیه ۱۳۳؛ حلی، عدة الداعی، ۱۴۰۷ق، ص۳۰۵.
- ↑ نهج البلاغه، تصحیح صبحی صالح، خطبه ۱۹۳، ص۳۰۳؛ مطهری، ده گفتار، ۱۳۹۷ش، ص۱۶.
- ↑ مطهری، ده گفتار، ۱۳۹۷ش، ص۱۶.
- ↑ بېلګۍ په توګه وګورئ: نهج البلاغه، تصحیح صبحی صالح، خطبه ۱۹۳، ص۳۰۳-۳۰۷.
- ↑ مطهری، ده گفتار، ۱۳۹۷ش، ص۱۱-۱۲.
- ↑ جلیلی، تقوا، سکوی پرواز، ۱۴۰۰ش، ص۷-۱۴.
سرچينې
- قرآن کریم.
- صحیفه سجادیه.
- ابن فهد حلی، احمد بن محمد، عدة الداعی، قم، دار الکتاب الإسلامی، ۱۴۰۷ق.
- ابنعربی، محیالدین، فتوحات مکیة، قم، مؤسسه آل البیت، بیتا.
- احمدیان، حمید و علی سعیداوی، «تحلیل معنایی درجات تقوا در نهج البلاغه»، کاوشی نو در معارف قرآنی، شماره ۱، بهار و تابستان ۱۳۹۱ش.
- امام خمینی، سید روحالله، شرح چهل حدیث، قم، موسسه تنظيم و نشر آثار امام خمينى، ۱۳۸۰ش.
- ایزوتسو، توشیهیکو، خدا و انسان در قرآن، ترجمه احمد آرام، تهران، دفتر نشر فرهنگ اسلامی، ۱۳۷۳ش.
- بیضاوی، عبدالله بن عمر، انوار التنزیل واسرار التاویل، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، ۱۴۱۸ق.
- جلیلی، جلیل، تقوا، سکوی پرواز، قم، انتشارات دانشگاه معارف اسلامی، ۱۴۰۰ش.
- راغب اصفهانی، ابوالقاسم حسین بن محمد، المفردات فی غریب القرآن، بیروت، دار القلم، ۱۴۱۲ق.
- راغب اصفهانی، حسین بن محمد، الذریعه إلی مکارم الشریعة، قم، الشریف الرضی، ۱۴۱۴ق.
- رساله حقوق امام سجاد(ع)، ترجمه محمدحسین افشاری، قم، نشر مشهور، ۱۳۹۴ش.
- زارعی، تقوا از دیدگاه امام سجاد (ع) با تاکید بر صحیفه سجادیه، ۱۳۹۵ش، ص۱۰۴.
- سلمی، محمد بن حسین، طبقات الصوفیة، بیروت، دار الکتب العلمیة، ۱۴۲۴ق.
- طباطبایی یزدی، سید محمدکاظم، العروة الوثقی، قم، مؤسسة النشر الإسلامی، چاپ اول، ۱۴۱۷ق.
- طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت، مؤسسة الأعلمی للمطبوعات، ۱۳۹۳ق.
- طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان، بیروت، مؤسسة الأعلمی للمطبوعات، ۱۴۱۵ق.
- طبری، محمد بن جریر، جامع البیان فی تفسیر القرآن (تفسیر طبری)، بیروت، دار المعرفة، ۱۴۱۲ق.
- عباسی، بابک، «تقوا در تصوف و عرفان»، در دانشنامه جهان اسلام، جلد ۷، تهران، بنیاد دائرة المعارف اسلامی، ۱۳۸۲ش.
- عباسی، بابک، «تقوا»، در دانشنامه جهان اسلام، جلد ۷، تهران، بنیاد دائرة المعارف اسلامی، ۱۳۸۲ش.
- علامه مجلسی، محمدباقر، بحار الانوار، بیروت، مؤسسة الوفاء، ۱۴۰۳ق.
- فتال نیشابوری، محمد بن احمد، روضة الواعظین و بصیرة المتعظین، قم، الشریف الرضی، ۱۳۷۵ش.
- فخر رازی، محمد بن عمر، التفسیر الکبیر، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، ۱۴۲۰ق
- کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تهران، تحقیق علیاکبر غفاری و محمد آخوندی، دار الكتب الإسلامیة، چاپ چهارم، ۱۴۰۷ق.
- مطهری، مرتضی، ده گفتار، قم، انتشارات صدرا، چاپ چهل و نهم، ۱۳۹۷ش.
- مکارم شیرازی، ناصر، اخلاق اسلامی در نهج البلاغه، قم، نسل جوان، چاپ دوم، ۱۳۸۵ش.
- مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الکتب الإسلامیةٰ، ۱۳۷۴ش.
- ملاحویش آل غازی، عبدالقادر، بیان المعانی، دمشق، مطبعة الترقی، ۱۳۸۲ق.
- منتظری، حسینعلی، درسهایی از نهج البلاغه، تهران، انتشارات سرایی، ۱۳۸۲ش.
- نجفی، محمدحسن، جواهر الکلام، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، چاپ هفتم، ۱۳۶۲ش.
- نراقی، محمدمهدی، جامع السعادات، بیروت، مؤسسه الأعلمی للمطبوعات، چاپ چهارم، بیتا.
- نوری، حسین، مستدرک الوسائل، بیروت، مؤسسه آل البیت، ۱۴۰۸ق.
- نهج البلاغه، تصحیح صبحی صالح، قم، مرکز البحوث الاسلامیة، ۱۳۷۴ش.
- «شرح دعای ندبه - فراز سی و دوم»، https://bonyadedoa.com/fa/articles/1188/شرح-دعای-ندبه-فراز-سی-و-دوم