فلق سوره

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده !

فلق سوره

فَلَق سوره د قرآن کریم ۱۱۳ سورت او له مکی سورتونو څخه دی چې په ۳۰مه سپاره کې راغلی دی. د دې سورت نوم د فلق په نوم چې د سهار او د سهار د رڼا په معنی دی له لومړي آیت څخه اخیستل شوی دی. د فلق سورت له چهار قل سورتونو څخه دی. په دې سورت کې خدای جل جلاله رسول الله(ص) ته حکم کوي چې له هر شر څخه په ځانګړې توګه د شپې د تیارو له شر څخه، د ښځو د جادو کولو او د کینې له شر څخه د خدای پناه وغواړئ. ځینې سني مفسرین وايي چې دا سورت هغه مهال نازل شو چې یوه یهودي په رسول الله(ص) باندې جادو وکړ او رسول الله(ص) ناروغ شو. د جبرائیل له راتګ او د سورت فلق او ناس له نزول وروسته د هغه آیتونه رسول الله(ص) ته ولوستل شول نو د خپلې ناروغۍ له بسترې پاڅېد. ځينو شيعه عالمانو په دې وينا اعتراض کړی دی او ویلي يې دي چې جادو په رسول الله (ص) هيڅ اثر نه کوي.

سوره فلق او ناس ته مُعَوِّذتین ویل کیږي. ځکه چې د تعویذونو لپاره لوستل کیږي. د سورة فلق د تلاوت په فضيلت کي راغلي دي چي څوک سورة الناس او فلق تلاوت کړي داسي ده لکه د ټولو انبياء کرامو کتابونه يې تلاوت کړي وي. همدارنګه روایت دی چې رسول الله(ص) دا دوه سورتونه فلق او ناس الله ته تر ټولو محبوب سورتونه ګڼل.

معرفی

  • نومول

دا سورت فلق نومیږي چې له لومړي آیت څخه اخیستلې شوې ده[۱] فلق د سهار او سهار د رڼا په معنی دی[۲] د دې سورت بل نوم «مُعَوِّذَة» (پناه وړل) دی چې د «غوذ: پناه وړلو» له کلمې څخه اخیستل شوی. چې په لومړي آيت کې راغلی دی،[۳] سورة فلق او سورة الناس معوذتين بلل کيږي. دا دوه سورتونه مُشَقشَقَتَین هم ویلي دي ځکه چې د خطر په وخت کې یې لوستی شي.[۴]

  • د نازلیدو ځای او ترتیب

د فلق سورت له مکي سورتونو څخه دی او شلم سورت دی چې پر رسول الله(ص) نازل شوی دی. دا سورت د قرآن مجید په اوسني جوړښت کې 113 سورت دی.[5] او د قرآن کریم په 30مې سپارې کې راغلی دی، علامه طباطبایی، د تفسیر المیزان لیکوال، دا سورت د هغه روایتونو پر بنسټ چې د دې په شان نزول کې راغلي دي دا سورت مدني ګڼلی.[6]

  • د آیتونو شمیر او نور ځانګړتیاوې

سوره فلق ۵ آیتونه، ۲۳ کلمې او ۷۳ حروف لري. دا سورت د حجم له لحاظه له مفصلو سورتونو څخه دی. د فلق سورت له چهار قل سورتونو څخه دی، یعنې هغه څلور سورتونه چې په «قًل» پیلیږي.[۷]

محتوا

په سوره فلق کې الله تعالی رسول الله(ص) ته امر کوي چې له هر یو شر څخه د خدای پناه وغواړي په ځانګړې توګه د شپې د تیارو له شره، د جادو کوونکو ښځو له شره او د کینې کونکو له شره. علامه طباطبایی په المیزان کی په تفسیر کی وایی: «النَّفَّاثَاتِ فِي الْعُقَدِ» یواځی جادوګرې ښځی نه دي بلکه هر هغه څوک دي چی جادو کوي.[۸] په تفسیر نمونه کی دا هم راغلي دي: سورت فلق د رسول الله(ص) او مسلمانانو ته دا ښوونه کوی چې له هر شر څخه خدای ته پناه یوسي.[۹]

د سوره فلق مینځپانګه (محتوا) [۱۰]

د موجوداتو له شره خدای ته پناه وړل

دویم ټکی: آیه ۲-۵ هغه شرونه چې باید له هغې څخه خدای ته پناه یوړی شي.

لومړۍ ټکی: آیه ۱

د هغه خدای معرفي چې باید هغه ته پناه یوړی شي.

دویمه ډله: آیه ۴-۵

انساني شرونه

لومړۍ ډله: آیه ۲-۳ طبیعی شرونه

باید هغه خدای ته پناه یوسي چې نیستي چودوي او موجودات ترې جوړوي 

لومړۍ بیلګه: آیه ۴ شرور کسان او جادوګرې ښځې لومړۍ بیلګه: آیه ۲ هرهغه موجود چې انسان ته ضرر رسوي

دویمه بیلګه: آیه ۵

هغه حاسدان چې چلونه جوړوي دویمه بیلګه: آیه ۳ تیاره او د شپې تیاره


شأن نزول

د آستان قدس رضوي په کتابتون کې له قرآن کریم څخه د سورة فلق یوه بیلګه چې په ۱۲۷۹ هجري قمري کال کې لیکل شوې ده، په نسخ خط سره

د دې سورت د شان نزول په اړه د اهل سنتو په سرچینو کې يوه کيسه راغلې ده چې شيعه علماوو هغه نه ده منلې [۱۱] د اهل سنتو د تفسير په کتاب «الدار المنثور» کې راغلي چې يو يهودي سړي پر رسول الله(ص) جادو وکړ. جبرائیل علیه السلام رسول الله(ص) ته راغی او معوذتین (سوره فلق او ناس) یې راوړ او ورته ویې ویل چې یو یهودي پر تا جادو کړی او هغه جادو یې په فلاني څاه کې دی. پېغمبراکرم (ص) علي بن ابي طالب ولېږه چې هغه جادو راړي؛ بیا یې امر وکړ چې د هغې غوټۍ خلاص کړئ او د هرې غوټۍ لپاره د معوذتینو څخه یو آیت ولولئ. کله چې غوټې خلاصې شوې او دا دوه سورتونه پای ته ورسیدل نو د اسلام پیغمبر (ص) بیرته روغ شو.[۱۲]

علامه طباطبايي په تفسیر المیزان کې لیکي چې هیڅ دلیل نشته چې رسول الله(ص) د بدن له مخې د جادو په وړاندې مقاومت درلود او جادو یې په بدن کې د ناروغۍ لامل نه شي کیدی؛ بلکي د قرآن آيتونه په دې دلالت کوي چي د رسول الله (ص) زړه او روح او عقل او فکر د شيطانانو له جادو او نفوذ څخه خوندي دي.[۱۳]

د سحر و جادو په هکله د مفسرانو نظر

سيد رضي (وفات ٤٠٦ هـ) د سوره فلق د څلورم آيت په تفسير کې (او د هغو کسانو له بدۍ چې په غوټو کې پوکي وهي) ليکي : دا آيت] استعاره ده [۱۴] او مانا يې خداي ته پناه وړل دي د هغو ښځو له بدۍ چې د نارينه وو په پرېکړو باندې غلبه کوي چې د هغې د استقامت له امله د غوټۍ سره تشبيه شوي دي او د دوي توان په خپل مکر سره له منځه وړي او په خپلو چلونو سره د دوي ځواک کمزوری کوي.[۱۵] د اهل سنتو ځینې مفسرانو[۱۶] جادو او د نظره کیدل نه دي منلي.[۱۷] خو علامه طباطبايي لیکلي چې دا آیت او د سوره بقرې ۱۰۲ آیت ښايي چې قرآن د جادو حقيقت تائيد کړی دی [۱۸] .

فضیلت او خاصیتونه

اصلي مقاله، د سورتونه فضیلتونه

له رسول الله(ص) څخه روایت دی چې هر څوک چې سورة الناس او الفلق تلاوت کړي داسې ده لکه د انبیاء علیهم السلام ټول کتابونه یې لوستلي وي[۱۹] له امام باقر(ع) روایت دی چې هر څوک چې د وتر په لمانځه کې د معوذتین سورتونه (ناس او فلق) او اخلاص ولولي. نو هغه ته ویل کیږي چې اې د خدای بنده، ستا لپاره دې ښه زیری وي چې خدای ستا د وتر لمونځ قبول کړ[۲۰]، همداشان له رسول الله(ص) نقل شوي دي چې هغوي به سوره فلق او ناس د خدای ته تر ټولو محبوب سورتونه ګڼل.[۲۱] له رسول الله(ص) نقل شوي دي څوک چې په هره شپه کې لس ځله د توحید، ناس او فلق سورتونه ووایي داسې ده لکه ټول قرآن یې چې تلاوت کړی وي او له ګناهونو داسې وځي لکه څه رنګ چې له مور څخه ماشوم پاک پيدا شي او که په هغه ورځ يا شپه مړ شي نو د شهادت په مرګ مړ دی[۲۲] د سورت فلق د خاصیتونو په باره کې روايت دی چې رسول الله(ص) به د معوذتینو په وسیله د امام حسن مجتبی(ع) او امام حسین (ع) تعویذ کاوه[۲۳]

متن و ترجمه

د بخښونکي ډېر مهربان خدای په نامه (شورو کوم) 1. ووايه! پناه غواړم د سهار (د تيارې څيرونکي) رب ته. 2. له شره د هغه شي چې پيدا کړې يې دي(له ضرر رسونک، شيانو) 3. او له شره د تيرې شپې کله چې تکه توره شي. 4. او له شره دهغه پوکي وهونکيو ښځو چې په غوټو کښې پوکي وهي. 5. او له شره د حسد کوونکي کله چې حسد وکړي.