سوره

د wikishia لخوا

سوره یوه قرآني اصطلاح ده چې مطلب یې دی د قرآن د ایتونو یوه ټولګه چې معلوم پېل او پای لري او اکثره وخت په بسم الله الرحمن الرحیم سره پېل کیږي. ځینې مفسران باوري دي چې د یوې سورې ټول ایتونه له یو بل سره اړوند دي او د یوې چورلیزې موضوع په اړه دي.د قرآن ځینې سورې د هغو شباهتونو په وجه چې له یو بل سره یې لري په مختلفو دسته بندیو ویشل شوې دي د نزول د وخت (مکې یا مدني) په اساس د سورې وېشل او د ایتونو د شمېر (سَبع طِوال، مِئون، مَثانی و مُفَصَّل) په اساس د سورو ډلبندي په دغو دسته بندیو کې شاملیږي.

د قرآن څېړاندو د مشهور نظر مطابق، قرآن ۱۱۴ سورې لري. خو ځینې لیکوالانو بې له دې چې د قرآن ایتونه کم کړي د قرآن د سورو شمېر ۱۱۲ یا ۱۱۳ ګڼلی دی؛ ځکه چې په دوي کې ځینې باوري دي چې توبه سوره د انفال سورې دوام دی او جدا سوره نه ده. ځینو نورو بیا د قرآن فیل او قریش سوره او همداراز ضحی او انشراح سوره، جدا جدا سورې نه دي ګڼلې. د قرآن هره یوه سوره خاص نوم لري او دغه نوم غالبا د هرې سورې له لومړیو ټکیو او یا یې مینځپانګې اخستل شوی دی. ځینې قرآن څېړاندي باوري دي چې د سورو نومونه پېغمبر(ص) انتخاب کړي دي او هغو ته بل نوم نه شو ورکولی. خو ځینو نورو څېړاندو دغه نظر غلط ګڼلی او باوري دي چې د سورو نومونه د وخت په تېرېدو سره د خلکو په ژبه کې د دغو نومونو د زیات استعمال په وجه جوړ شوې دي.

پر پېِغمبر(ص) نازله شوې لومړۍ او اخري سوره په قرآن علومو کې له مطرحو مسایلو ده.. د ځینو په نظر، فاتحة الکتاب لومړۍ او نصر سوره اخري سوره ده چې په یو ځل په پېغمبر نازله شوه. په شیعه سني حدیثي سرچینو کې د سورو په فضایلو کې ډېر حدیثونه نقل شوې دي. سره له دې څېړاندو په اکثره دغه حدیثونو هم د سند او هم متن له نظره اعتراض کړی دی.

د سورې معنا او په اسلامي بحثونو کې اهمیت

په قرآن کریم کې د یوه سورت پیل او د آیتونو د پای نښه

سوره یوه قرآني اصطلاح ده چې مطلب یې دی د قرآن د ایتونو یوه ټولګه چې معلوم پېل او پای لري او اکثره وخت په بسم الله الرحمن الرحیم سره پېل کیږي.[۱] (مګر توبه سوره چې بسم الله الرحمن الرحیم نه لري.) په ځینو لیکنو کې، د قرآن سورې د کتاب څپرکو ته ورته ګڼل شوې دي،[۲] خو ځینو څېړاندو دغه تشبیه غلطه ګڼلې ځکه چې د قرآن سورې د کتاب د څپرکي (باب) ځانګړنې نه لري.[۳] د قرآن په مختلفو ډلبندیو کې (لکه په سیپارې او حزب یې ویشل) د ایتونو او سورو په اساس ویشل د قرآن یوازینۍ واقعي ډلبندي ګڼل شوې چې قرآني سرچینه لري.[۴]

د قرآن وړې سورې او په ځینو مواردو کې اوږدې سورې (انعام سوره) په یو ځای په پېغمبر نازلې شوې دي.[۵] ځینې سورې تدریجا په پېغمبر نازلې شوي او د ایتونو ترتیب یې، د پېغمبر په امر برابر شوی دی.[۶] ویل شوي چې په سورو باندې د قرآن ویش بندي ډېرې فایدې لري چې په هغو کې لاندینیو مواردو ته اشاره کولی شو: د قرآن د زده کولو او حفظولو اسانتیا، د قرآن د قاریانو لپاره د تنوع او تاندوالي پېدا کېدل، له نورو سورو چې جدا موضوګانې لري د قرآن د خینو سورو جدا کول او د یو بل په څنګ کې د متناسبو ایتونو راوستل.[۷]

له یو بل سره د سورو د ارتباط د څرنګوالي په اړه مختلف نظرونه وړاندې شوې دي.[۸] د سید محمد حسین طباطبایي، سید قُطب، او محمد عِزّت دَرْوَزه، په شان مفسران په دې باور دي چې هره یوه سوره یو ډول یوهېړوالی او وحدت لري چې له نورو سورو سره فرق لري.[۹] د المیزان کتاب د لیکوال طباطبایي په وینا، سورې مختلفې موخې لري او هره سوره خاص هدف او معنا تعقیبوي چې ټوله سوره په خپلو ټولو ایتونو سره یې بیانوونکې ده.[۱۰] ویل شوي چې په شلمې میلادي پېړۍ کې دا نظر دود شوی دی.[۱۱] د دې په مقابل کې ځینې نور مفسران لکه د نمونه تفسیر مولف ناصر مکارم شیرازي د یوې سورې د ټولو ایتونو یوهیړوالی لازم نه ګڼي او باوري دي چې یوه سوره د مختلفو موضوګانو بیانوونکې کېدلی شي.[۱۲]

ویل شوي د پېغمبر(ص) د بعثت په پېل کې، د سورې اصطلاح د قرآن ځینو ایتونو ته ویل کیده چې له یو بل سره یې منسجمه معنا لرله؛ د دې معنا مطابق بقره سوره په خپله کابو دېرش سورې لري.[۱۳] خو د پېغمبر د عمر په وروستیو کلونو کې سوره په نننۍ اصطلاح کې وکارول شوه.[۱۴] اسلامي څېړاندی مجید معارف باوري دی چې همدا خبره د شیعه سني د اختلاف سبب شوې ده؛ ځکه چې په شیعه فقه کې په لمانځه کې د حمد له سورې وروسته، باید د قرآن یوه سوره( بې له سجده لرونکو سورو) په بشپړه توګه ولوستل شي، خو په اهل سنت فقه کې د قرآن د یوې ټوټې لوستل کافي دي.[۱۵]

د مصحف ردیف الفبایي ترتیب د سورې نوم د ایتونو شمېر د نزول ترتیب[۱۶] [[مکي/مدني]]
۱ ۶۳ فاتحه ۷ ۵ مکی
۲ ۱۶ بقره ۲۸۶ ۸۷ مدنی
۳ ۱ آل عمران ۲۰۰ ۸۹ مدنی
۴ ۱۰۴ نساء ۱۷۶ ۹۲ مدنی
۵ ۸۴ مائده ۱۲۰ ۱۱۳ مدني
۶ ۱۲ انعام ۱۶۵ ۵۵ مکي
۷ ۷ اعراف ۲۰۶ ۳۹ مکي
۸ ۱۳ انفال ۷۵ ۸۸ مدني
۹ ۲۳ توبه (برائت) ۱۲۹ ۱۱۴ مدني
۱۰ ۱۱۴ یونس ۱۰۹ ۵۱ مکي
۱۱ ۱۱۰ هود ۱۲۳ ۵۲ مکي
۱۲ ۱۱۳ یوسف ۱۱۱ ۵۳ مکي
۱۳ ۳۷ رعد ۴۳ ۹۶ مدني
۱۴ ۲ ابراهیم ۵۲ ۷۲ مکي
۱۵ ۳۰ حِجر ۹۹ ۵۴ مکي
۱۶ ۱۰۳ نحل ۱۲۸ ۷۰ مکي
۱۷ ۶ اسراء ۱۱۱ ۵۰ مکي
۱۸ ۸۰ کهف ۱۱۰ ۶۹ مکي
۱۹ ۹۰ مریم ۹۸ ۴۴ مکي
۲۰ ۵۴ طه ۱۳۵ ۴۵ مکي
۲۱ ۹ انبیاء ۱۱۲ ۷۳ مکي
۲۲ ۲۹ حج ۷۸ ۱۰۴ مدني
۲۳ ۹۸ مؤمنون ۱۱۸ ۷۴ مکي
۲۴ ۱۰۸ نور ۶۴ ۱۰۳ مدني
۲۵ ۶۷ فرقان ۷۷ ۴۲ مکي
۲۶ ۴۵ شعراء ۲۲۷ ۴۷ مکي
۲۷ ۱۰۶ نمل ۹۳ ۴۸ مکي
۲۸ ۷۵ قصص ۸۸ ۴۹ مکي
۲۹ ۶۰ عنکبوت ۶۹ ۸۵ مکي
۳۰ ۳۸ روم ۶۰ ۸۴ مکي
۳۱ ۸۲ لقمان ۳۴ ۵۷ مکي
۳۲ ۴۳ سجدة ۳۰ ۷۵ مکي
۳۳ ۳ احزاب ۷۳ ۹۰ مدني
۳۴ ۴۲ سبأ ۵۴ ۵۸ مکي
۳۵ ۶۴ فاطر ۴۵ ۴۳ مکي
۳۶ ۱۱۲ یس ۸۳ ۴۱ مکي
۳۷ ۴۹ صافات ۱۸۲ ۵۶ مکي
۳۸ ۴۸ ص ۸۸ ۳۸ مکي
۳۹ ۴۱ زمر ۷۵ ۵۹ مکي
۴۰ ۶۲ غافر ۸۵ ۶۰ مکي
۴۱ ۶۸ فصّلت ۵۴ ۶۱ مکي
۴۲ ۴۷ شوری ۵۳ ۶۲ مکي
۴۳ ۳۹ زخرف ۸۹ ۶۳ مکۍ
۴۴ ۳۴ دخان ۵۹ ۶۴ مکي
۴۵ ۲۵ جاثیه ۳۷ ۶۵ مکي
۴۶ ۴ احقاف ۳۵ ۶۶ مکي
۴۷ ۸۷ محمد ۳۸ ۹۵ مدني
۴۸ ۶۵ فتح ۲۹ ۱۱۲ مدني
۴۹ ۳۱ حجرات ۱۸ ۱۰۷ مدني
۵۰ ۷۱ ق ۴۵ ۳۴ مکي
۵۱ ۳۵ ذاریات ۶۰ ۶۷ مکي
۵۲ ۵۵ طور ۴۹ ۷۶ مکي
۵۳ ۱۰۲ نجم ۶۲ ۲۳ مکي
۵۴ ۷۷ قمر ۵۵ ۳۷ مکي
۵۵ ۳۶ الرحمن ۷۸ ۹۷ مدني
۵۶ ۱۱۱ واقعه ۹۶ ۴۶ مکي
۵۷ ۳۲ حدید ۲۹ ۹۴ مدني
۵۸ ۸۶ مجادله ۲۲ ۱۰۶ مدني
۵۹ ۳۳ حشر ۲۴ ۱۰۱ مدني
۶۰ ۹۶ ممتحنه ۱۳ ۹۱ مدني
۶۱ ۵۰ صف ۱۴ ۱۱۱ مدني
۶۲ ۲۶ جمعه ۱۱ ۱۰۹ مدني
۶۳ ۹۷ منافقون ۱۱ ۱۰۵ مدني
۶۴ ۲۰ تغابن ۱۸ ۱۱۰ مدني
۶۵ ۵۳ طلاق ۱۲ ۹۹ مدني
۶۶ ۱۹ تحریم ۱۲ ۱۰۸ مدني
۶۷ ۹۵ مُلک ۳۰ ۷۷ مکي
۶۸ ۷۶ قلم ۵۲ ۲ مکي
۶۹ ۲۸ حاقه ۵۲ ۷۸ مکي
۷۰ ۹۴ معارج ۴۴ ۷۹ مکي
۷۱ ۱۰۷ نوح ۲۸ ۷۱ مکي
۷۲ ۲۷ جن ۲۸ ۴۰ مکي
۷۳ ۹۱ مزّمّل ۲۰ ۳ مکي
۷۴ ۸۸ مدثر ۵۶ ۴ مکي
۷۵ ۷۸ قیامه ۴۰ ۳۱ مکي
۷۶ ۱۰ انسان ۳۱ ۹۸ مدني
۷۷ ۸۹ مرسلات ۵۰ ۳۳ مکي
۷۸ ۱۰۱ نبأ ۴۰ ۸۰ مکي
۷۹ ۹۹ نازعات ۴۶ ۸۱ مکي
۸۰ ۵۷ عبس ۴۲ ۲۴ مکي
۸۱ ۲۲ تکویر ۲۹ ۷ مکي
۸۲ ۱۴ انفطار ۱۹ ۸۲ مکي
۸۳ ۹۳ مطففین ۳۶ ۸۶ مکي
۸۴ ۱۱ انشقاق ۲۵ ۸۳ مکي
۸۵ ۱۵ بروج ۲۲ ۲۷ مکي
۸۶ ۵۲ طارق ۱۷ ۳۶ مکي
۸۷ ۸ اعلی ۱۹ ۸ مکي
۸۸ ۶۱ غاشیه ۲۶ ۶۸ مکي
۸۹ ۶۶ فجر ۳۰ ۱۰ مکي
۹۰ ۱۷ بلد ۲۰ ۳۵ مکي
۹۱ ۴۶ شمس ۱۵ ۲۶ مکي
۹۲ ۸۳ لیل ۲۱ ۹ مکي
۹۳ ۵۱ ضحی ۱۱ ۱۱ مکي
۹۴ ۴۴ شرح ۸ ۱۲ مکي
۹۵ ۲۴ تین ۸ ۲۸ مکي
۹۶ ۵۹ علق ۱۹ ۱ مکي
۹۷ ۷۳ قدر ۵ ۲۵ مکي
۹۸ ۱۸ بینه ۸ ۱۰۰ مدني
۹۹ ۴۰ زلزله ۸ ۹۳ مدني
۱۰۰ ۵۶ عادیات ۱۱ ۱۴ مکي
۱۰۱ ۷۲ قارعه ۱۱ ۳۰ مکي
۱۰۲ ۲۱ تکاثر ۸ ۱۶ مکي
۱۰۳ ۵۸ عصر ۳ ۱۳ مکي
۱۰۴ ۱۰۹ همزه ۹ ۳۲ مکي
۱۰۵ ۷۰ فیل ۵ ۱۹ مکي
۱۰۶ ۷۴ قریش ۴ ۲۹ مکي
۱۰۷ ۸۵ ماعون ۷ ۱۷ مکي
۱۰۸ ۸۱ کوثر ۳ ۱۵ مکي
۱۰۹ ۷۹ کافرون ۶ ۱۸ مکي
۱۱۰ ۱۰۵ نصر ۳ ۱۰۲ مدني
۱۱۱ ۹۲ مسد ۵ ۶ مکي
۱۱۲ ۵ اخلاص ۴ ۲۲ مکي
۱۱۳ ۶۹ فلق ۵ ۲۰ مکي
۱۱۴ ۱۰۰ ناس ۶ ۲۱ مکي

د سورو وېش بندي

د قرآن ځینې سورې له یو بل سره د ورته والي به وجه په مختلفو ډلو ویشل شوې دي.[۱۷]

د نزول د وخت پر اساس وېش

اصلي مقاله: مکي او مدني سورتونه

د قرآن څېړاندو د مشهور نظر مطابق، د قرآن سورې د هغه د نزول زمانې ته په پام سره، په دوو کلي ډولونو «مکي» او «مَدَنی» وېشل کیږي.[۱۸] پر دې اساس هغه سورې چې مدینې ته د پېغمبر له هجرته مخکې نازلې شوي «مکي» او هغه چې مدینې ته د پېغمبر له رسېدو وروسته نازلې شوې، «مدني» دي. له دې امله که یوه سوره یا ایت د هجرت له نزوله وروسته نازل شوی وي مدني به وي؛ حتی که په مکې ښار کې او یا د پېغمبر(ص) په یو سفر کې نازله شوې وي؛ لکه هغه ایتونه چې د مکې په فتح یا حَجَّةُ الوِداع کې نازل شول.[۱۹]

ځینو قرآن څېړاندو د مکي او مدنی سورو ویش د نزول د وخت په اساس نه بلکې د سورې د ځای او مخاطب په اساس ټاکلی دی. د مکاني معیار مطابق، هغه څه چې په مکې او خواوشا لکه مِنا، عَرَفات او حُدَیبیّه کې نازل شوي، مکي دي، که څه هم له هجرته وروسته نازل شوې دي او هغه چې په مدینه یا خواوشا لکه بدر او احد کې نازلې شوې مدني دي.[۲۰] خو د سورو د مخاطب د معیاروالي په اساس، هر څه چې د مکې خلکو ته په خطاب کې نازل شوي مکي او هره سوره او ایت چې د مدینې خلکو ته په خطاب کې نازل شوې مدني دي.[۲۱] د مخاطب د تشخیص معیار دا دی چې هغه څه چې د «یا ایهاالناس» (ای خلکو) په تعبیر سره نازل شوي، مکي او هغه چې د «یا ایها الذین آمنوا»(ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی) په تعبیر سره نازل شوي،مدني دي.[۲۲]

د لنډوالي یا اوږدوالي پر بنسټ وېش

د قرآن سورې د لنډوالي، اوږدوالي او د ایتونو د شمېر په اساس په سبع طوال، مئون، مثانی او المفصل سورو تقسیم شوې دي.[۲۳]

نور وېشونه

عَزائِم، مُسَبِّحات، حَوامیم، مُمتَحِنات، حامدات، چهارقُل، طَواسین مُعَوَّذَتیْن او زَهراوان له نورو ډلبندیو دي چې د قرآن د سورو لپاره ذکر شوې دي.[۳۰]

د قرآن د سورو شمېر

زیاتره څېړاندو د قرآن د سورو شمېر ۱۱۴ ګڼلی دی.[۳۵] سره له دې ځینو لیکوالانو بې له دې چې د قرآن ایتونه کم کړي د سورو شمېر ۱۱۲ بللی دی، دغه نظر یې د شیعه د مشهورې نظریې په توګه معرفي کړی دی.[۳۶] د هغوي په نظر، فیل او قریش سوره او همداشان ضحی او انشراح سوره، دوه جدا جدا سورې نه دي بلکې یوه یوه سوره ده؛[۳۷] دغه نظریه د دوه ډوله روایتونو له جمع کولو وروسته راپېدا شوې ده.[۳۸] د ځینو روایتونو له مخې لمونځ کوونکی باید د حمد سورې نه وروسته د قرآن یوازې یوه سوره ووایي.[۳۹] او د ځینو نورو حدیثونو له مخې کله چې لمونځ کوونکی د حمد سورې له لوستلو وروسته فیل سوره تلاوت کړي باید قریش سوره هم ورسره ولولي، او که ضحی سوره تلاوت کړي باید انشراح سوره هم ورسره یو ځای کړي.[۴۰] ځینې څېړاندو د دغه نظریې په ردولو سره، د دغه دوو روایتونو د جمع کولو لپاره یوه بله طریقه وړاندې کړې ده. د هغوي په وینا که څه هم په لمانځه کې باید له فاتحة الکتابه ورسته یوازې یوه سوره تلاوت کړی شي خو فیل او قریش سورې او همداراز ضحی او انشراح سورې له دغه حکمه استثنا شوې دي.[۴۱] ځینې شیعه او سني مفسران هم انفال او توبه سوره یوه سوره ګڼي آو بې له دې چې د قرآن ایتونه کم کړي، د قرآن د سورو شمېر یې ۱۱۳ ګڼلی دی.[۴۲]

د اهل سنتو په ځینو نقلونو کې د سورو د شمېر اختلاف د قرآن د ایتونو د کمېدو یا زیاتېدو سبب شوی دی.[۴۳] د الاِتقان کتاب د مولف سیوطي په نقل، د عبدالله بن مسعود مصحف یو سل دولس سورې لرلې؛ ځکه چې هغه معوذتین تعویذ ګاڼه او د قرآن برخه یې نه شمېرله.[۴۴] همداراز سیوطي د اُبَی بن کَعب مصحف په یو سل شپاړسو سورو مشتمل ګڼلی دی؛ ځه چې اُبَی بن کَعْب د خَلْع او حَفْد په نوم دوه سورې په قرآن ورزیاتې کړې وې.[۴۵] ځینې ختیځ پېژاندو هم عَلَق او مُدَّثِر سورې دوه دوه ټوټې کړي او د قرآن د سورو شمېر یې زیات کړی دی او دغه شمېر یې ۱۱۶ ګڼلی دی.[۴۶]

د سورتونو نومَوَنه

د قرآن په هرې سورې ځانګړی نوم اېښودل شوی او غالبا د هرې سورې له لومړیو ټکیو یا یې مینځپانګې او پکې پټو پېغامونو اخستل شوی دی؛ لکه د بقرې سوره په دغه سوره کې د بني اسراییلو د غوا د ذکر په وجه بقره او نساء سوره په ښځو پورې د اړوندو احکامو د بیان په وجه په دغه نوم نومول شوې ده.[۴۷] د قرآن ځینې سورې تر یو زیات نومونه لري، سیوطي د حمد سورې لپاره تر پینځه ویشتو زیات نومونه ذکر کړې دي.[۴۸]

په دې کې چې دا نومَوَنه توقیفي او د پېغمبر(ص) لخوا او د وحي په لارښوونه شوې او یا دا چې اصحابو دغه نومونه ایښي د نظر اختلاف موجود دی.[۴۹] ځینې څېړاندي لکه زرکشي او سیوطي په دې نظر دي چې دغه نومَونه د پېغمبر(ص) له خوا (توقیفي) شوې ده[۵۰] او باید سورو ته نور نومونه وانه خلو.[۵۱] د سورو د توقیفي والي په استناد سره، ځینو لیکوالانو د سورو نومَونه د قرآن د ادبي اعجاز یوه برخه ګڼلې او باوري دي چې د سورې په اصلي غرض او زبېښې یې له دغو نومونو پوهیږو.[۵۲]

د دې په مقابل کې په څوارلسمې پېړۍ کې شیعه مفسرانو سید محمد حسین طباطبایي او عبد الله جوادي آملي دغه نوم کېښودنه توقیفي او د پېغمبر(ص) له خوا نه ده ګڼلې.[۵۳] د هغوي په وینا د پېغمبر په زمانه کې د ډېرو سورو نومونه د اصحابو د زیات استعمال په وجه جوړ شول.[۵۴] د جوادي آملي په نظر لرې ده چې یوه سوره چې ډېر لوړ معارف او ژور یا پریمانه احکام لري د یو حیوان په نوم ونومول شي او یا انعام سوره چې څلویښت توحیدي احتجاجونه لري د چارپایانو په نوم او یا نمل سوره چې ژور معارف او د ډېرو پېغمبرانو کیسې لري، د میږي په نوم ونومول شي.[۵۵]

د سورو ترتیب

زیاتره څېړاندي په دې باور دي چې په مصحف کې د قرآن د سورو ترتیب د خدای د رسول په امر نه دی شوی او اصحابو هغه په دې ډول تنظیم کړې دي.[۵۶] له هغو دلیلونو چې د دغه نظر په تایید کې بیان شوي، د صحابه و د مصحف اختلاف د سورو په ترتیب کې دی؛[۵۷] او د امام علي(ع) محصف هم د اوسني مصحف په اساس نه بلکې د سورو د نزول د ترتیب په اساس برابر شوی و.[۵۸] د قرآن نننۍ نسخه چې د مسلمانانو په لاس کې ده، هغه نسخه ده چې د دریم خلیفه عثمان بن عفان په امر راغونډه کړی شوه[۵۹] او امام علي(ع) او نورو امامانو(ع) تایید کړه.[۶۰]

سره له دې ځینې قرآن څېړاندي باوري دي چې د قرآن د سورو اوسنی ترتیب د خدای د رسول(ص) په امر برابر شوی دی.[۶۱] په دې کې ځینې کسان باوري دي چې سورو د یو بل په څنګ کې یو ډول تناسب او پیوند جوړ کړی دی.[۶۲] ځینې نور هم په دې نظر دي چې د قران د سورو ترتیب، د توقیف (د پېغمبر د امر) او اجتهاد ګډوله ده؛ په دې معنا چې د ځینو سورو ترتیب د خدای د رسول(ص) په امر او د ځینو نورو ترتیب د هغو اصحابو چې عثمان د قرآن په راغونډولو ګمارلي وو د اجتهاد او نظر په اساس شوی دی.[۶۳]

لومړۍ او وروستۍ نازله شوې سوره

پر پېغمبر د لومړي نازلې شوې سورې په اړه درې نظریې موجود دي؛ ځینې د علق سورې لومړي ایتونه، ځینې د مدثر سورې لومړي ایتونه او ځینې هم فاتحة الکتاب سوره پر حضرت محمد(ص) نازله شوې لومړۍ سوره ګڼي.[۶۴] د التمهید کتاب مولف محمد هادي معرفت باوري دی چې که څه هم د علق سورې لومړي ایتونه پر پېغمبر لومړي نازل شوې ایتونه او د مدثر سورې ابتدایي ایتونه هغه لومړی ایتونه وو چې د فَترَت له پړاو وروسته پر پېغمبر نازل شول، خو لومړۍ سوره چې په بشپړه توګه پر پېغمبر نازله شوه حمد سوره ده.[۶۵]

پر پېغمبر د وروستۍ نازلې شوې سورې په اړه هم ځینې برائت سوره، ځینې نصر سوره او ځینې مائده اخري سوره ګڼي[۶۶] په یوه روایت کې چې له امام صادق(ع) څخه روایت شوی دی، وروستی سورت چې پر پیغمبر(ص) نازل شوی، هغه سورت نصر دی.[۶۷] له دې امله چې نصر سوره د مکې له فتحې مخکې او توبه سوره د مکې له فتحې وروسته نازله شوه، محمد هادي معرفت باوري دی چې که څه هم د برائت سورې لومړي ایتونه له نصر سورې وروسته نازل شوي خو اخري سوره چې په یو ځای په پېغمبر نازله شوه، نصر سوره وه.[۶۸]

د سورتونو فضایل

اصلي مقاله: د سورتونو فضایل

د شیعه په لومړی حدیثي سرچینو کې زیات شمېر حدیثونه د سورتونو د فضایلو په اړه نقل شوي او ځینې بابونه په همدې نوم په یو شمېر کتابونو لکه الکافی[۶۹] او ثوابُ الاعمال[۷۰] کې دوې موضوع ته بیل شوې دي. په وروستیو پړاونو کې هم ځینو عالمانو په خپلو کتابونو کې دغه روایتونه راوړې دي.[۷۱] د اهل سنتو په حدیثي سرچینو کې هم د ځینو سورتونو او ځینو ایتونو د فضایلو په اړه زیات حدیثونه نقل شوې دی.[۷۲] سره له دې دغه ډول روایتونه د سند او متن ستونزې لري او ډېر یې جعلي ګڼل شوې دي.[۷۳]

فوټ نوټ

  1. معارف، مباحثی در تاریخ و علوم قرآنی، ۱۳۸۳ش، ص۵۲.
  2. رکنی، آشنایی با علوم قرآن، ۱۳۷۹ش، ص۱۰۴.
  3. معارف، مباحثی در تاریخ و علوم قرآنی، ۱۳۸۳ش، ص۵۲.
  4. طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۱۳، ص۲۳۰-۲۳۱.
  5. معارف، درآمدی بر تاریخ قرآن، ۱۳۸۳ش، ص۱۳۷.
  6. معارف، درآمدی بر تاریخ قرآن، ۱۳۸۳ش، ص۱۳۷.
  7. زرقانی، مناهل العرفان، دار احیاء التراث العربی، ج۱، ص۳۴۴.
  8. خامه‌گر، ساختار هندسی سوره‌های قرآن، ۱۳۸۶ش، ص۱۴-۱۹.
  9. میر، «پیوستگی سوره، تحولی در تفسیر قرآن در قرن بیستم»، ترجمه محمدحسن، محمدی مظفر، ص۴۴۳.
  10. طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۱۶.
  11. میر، «پیوستگی سوره، تحولی در تفسیر قرآن در قرن بیستم»، ترجمه محمدحسن، محمدی مظفر، ص۴۳۸.
  12. مکارم شیرازی، قرآن و آخرین پیامبر، ۱۳۸۵ش، ص۳۰۷.
  13. معارف، درآمدی بر تاریخ قرآن، ۱۳۸۳ش، ص۱۳۷.
  14. معارف، درآمدی بر تاریخ قرآن، ۱۳۸۳ش، ص۱۳۸.
  15. معارف، درآمدی بر تاریخ قرآن، ۱۳۸۳ش، ص۱۳۸.
  16. معرفت، التمهید، ۱۳۸۶ش، ج۱، ص۱۳۵-۱۳۸.
  17. رامیار، تاریخ قرآن، ۱۳۶۹ش، ص۵۹۶.
  18. معرفت، التمهید، ۱۳۸۶ش، ج۱، ص۱۳۱.
  19. معرفت، التمهید، ۱۳۸۶ش، ج۱، ص۱۳۰.
  20. سیوطی، الاتقان، ۱۴۲۱ق، ج۱، ص۵۵.
  21. سیوطی، الاتقان، ۱۴۲۱ق، ج۱، ص۵۶.
  22. سیوطی، الاتقان، ۱۴۲۱ق، ج۱، ص۸۱.
  23. احمدیان، قرآن شناسی، ۱۳۸۲ش، ص۵۶-۵۷.
  24. رادمنش، آشنایی با علوم قرآنی، ۱۳۷۴ش، ص۱۵۰.
  25. رادمنش، آشنایی با علوم قرآنی، ۱۳۷۴ش، ص۱۵۰.
  26. معرفت، التمهید، ۱۳۸۶ش، ج۱، ص۲۸۲.
  27. جوان آراسته، درسنامه علوم قرآنی، ۱۳۸۰ش، ص۱۹۲-۱۹۳.
  28. رامیار، تاریخ قرآن، ۱۳۶۹ش، ص۵۹۵.
  29. رامیار، تاریخ قرآن، ۱۳۶۹ش، ص۵۹۵.
  30. رامیار، تاریخ قرآن، ۱۳۶۹ش، ص۵۹۶-۵۹۷.
  31. بنی‌هاشمی، توضیح المسائل مراجع، ۱۳۸۱ش، ج۱، ص۵۹۲-۵۹۳.
  32. رامیار، تاریخ قرآن، ۱۳۶۹ش، ص۵۹۶.
  33. سیوطی، تناسق الدرر فی تناسب السور، ۱۴۰۶ق، ص۱۱۵.
  34. طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۱۹، ص۱۴۴.
  35. محمدی، سروش آسمانی، ۱۳۸۱ش، ص۹۹.
  36. گروهی از مؤلفان، علوم القرآن عند المفسرین، ۱۳۷۵ش، ص۲۷۳.
  37. گروهی از مؤلفان، علوم القرآن عند المفسرین، ۱۳۷۵ش، ص۲۷۳.
  38. دشتی، «بررسی وحدت ضحی و انشراح، و فیل و قریش»، ص۷۷-۷۸.
  39. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۳، ص۳۱۴.
  40. وګورئ: شیخ طوسی، تهذیب الاحکام، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۷۲؛ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۱۰، ص۸۲۷.
  41. طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۲۰، ص۳۶۵؛ دشتی، «بررسی وحدت ضحی و انشراح، و فیل و قریش»، ص۸۷.
  42. وګورئ: طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۹، ص۱۴۶؛ سیوطی، الاتقان، ۱۴۲۱ق، ج۱، ص۲۲۸.
  43. سیوطی، الاتقان، ۱۴۲۱ق، ج۱، ص۲۲۹.
  44. سیوطی، الاتقان، ۱۴۲۱ق، ج۱، ص۲۲۹.
  45. سیوطی، الاتقان، ۱۴۲۱ق، ج۱، ص۲۲۹.
  46. بدوی، و سیدی، دفاع از قرآن در برابر آرای خاورشناسان، ۱۳۸۳ش، ص۱۷۵.
  47. سیوطی، الاتقان، ۱۴۲۱ق، ج۱، ص۲۰۳.
  48. سیوطی، الاتقان، ۱۴۲۱ق، ج۱، ص۱۹۳-۱۹۶.
  49. اَبو‌شَهْبه، المدخل لدراسة القرآن الکریم، ۱۴۲۳ق، ص۳۲۱.
  50. مثال په توګه وګورئ: زرکشی، البرهان، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۳۶۷؛ سیوطی، الاتقان، ۱۴۲۱ق، ج۱، ص۱۹۲.
  51. اَبو‌شَهْبه، المدخل لدراسة القرآن الکریم، ۱۴۲۳ق، ص۳۲۱.
  52. خامه‌گر، ساختار هندسی سوره‌های قرآن، ۱۳۸۶ش، ص۱۳۲.
  53. طباطبایی، قرآن در اسلام، ۱۳۵۳ش، ص۲۱۹؛ جوادی آملی، تفسیر تسنیم، ۱۳۸۹ش، ج ۲، ص۲۷.
  54. طباطبایی، قرآن در اسلام، ۱۳۵۳ش، ص۲۱۹؛ جوادی آملی، تفسیر تسنیم، ۱۳۸۹ش، ج ۲، ص۲۷.
  55. جوادی آملی، تفسیر تسنیم، ۱۳۸۹ش، ج ۲، ص۲۷.
  56. فقهی‌زاده، پژوهشی در نظم قرآن، ۱۳۷۴ش، ص۷۲.
  57. رامیار، تاریخ قرآن، ۱۳۶۹ش، ص۵۹۸.
  58. شیخ مفید، المسائل السَرَویّه، ۱۴۱۳ق، ص۷۹.
  59. فقهی‌زاده، پژوهشی در نظم قرآن، ۱۳۷۴ش، ص۷۳.
  60. معرفت، التمهید، ۱۳۸۶ش، ج ۱، ص۳۴۱-۳۴۲.
  61. سیوطی، الاتقان، ۱۴۲۱ق، ج۱، ص۲۲۳؛ صبحی صالح، مباحث فی علوم القرآن، ۱۳۷۲ش، ص۷۱.
  62. سیوطی، ترتیب سور القرآن، ۲۰۰۰م، ص۳۲.
  63. ابن‌عطیه، المحرر الوجیز، ۱۴۲۲ق، ج۱، ص۵۰.
  64. سیوطی، الاتقان، ۱۴۲۱ق، ج۱، ص۱۰۶-۱۰۸؛ معرفت، التمهید، ۱۳۸۶ش، ج۱، ص۱۲۴-۱۲۶.
  65. معرفت، التمهید، ۱۳۸۶ش، ج ۱، ص۱۲۷.
  66. معرفت، التمهید، ۱۳۸۶ش، ج۱، ص۱۲۷.
  67. شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا(ع)، ۱۳۷۸ق، ج۲، ص۶.
  68. معرفت، التمهید، ۱۳۸۶ش، ج۱، ص۱۲۸.
  69. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۵۹۶.
  70. شیخ صدوق، ثواب الاعمال، ۱۴۰۶ق، ص۱۰۳.
  71. برای نمونه: حر عاملی، وسائل الشیعه، ۱۴۰۹ق، ج۶، ص۳۷؛ مجلسی، بحار الأنوار، ۱۴۰۳ق، ج۸۹، ص۲۲۳، ج۱۱۰، ص۲۶۳؛ بروجردی، جامع أحادیث الشیعة، ۱۳۸۶ش، ج۲۳، ص۷۹۰.
  72. مالک بن انس، الموطا، ۱۴۲۵ق، ج۱، ص۲۰۲؛ بخاری، صحیح بخاری، ۱۴۲۲ق، ج۶، ص۱۸۷-۱۸۹؛ ترمذی، سنن الترمذی، ۱۴۱۹ق، ج۴، ص۲۳۱.
  73. نصیری، «چگونگی تعامل با روایات فضائل و خواص آیات و سور»، ص۶۷.

سرچينې

  • ابن‌عطیه، عبدالحق بن غالب، المحرر الوجیز فی تفسیر الکتاب العزیز، بیروت، دار الکتب العلمیه، ۱۴۲۲ق.
  • احمدیان، عبدالله، قرآن‌شناسی، تهران، نشر احسان، ۱۳۸۲ش.
  • اَبو‌شَهْبه، محمد بن محمد، المدخل لدراسة القرآن الکریم، قاهره، مکتبة السنه، ۱۴۲۳ق.
  • بخاری، محمد بن اسماعیل، صحیح بخاری، بیروت، دار طوق النجاه، ۱۴۲۲ق.
  • بدوی، عبدالرحمن؛ و سیدی، سید حسین، دفاع از قرآن در برابر آرای خاورشناسان، مشهد، به‌نشر، ۱۳۸۳ش.
  • بروجردی، حسین، جامع أحادیث الشیعة، تهران، فرهنگ سبز، ۱۳۸۶ش.
  • بنی‌هاشمی، محمدحسن، توضیح المسائل مراجع، قم، دفتر انتشارات اسلامی، ۱۳۸۱ش.
  • ترمذی، محمد بن عیسی، سنن الترمذی، قاهره، دار الحدیث، ۱۴۱۹ق.
  • جوادی آملی، عبدالله، تفسیر تسنیم، قم، اسراء، ۱۳۸۹ش.
  • جوادی آملی، عبدالله، تفسیر تسنیم، قم، نشر اسراء، چاپ ششم، ۱۳۸۹ش.
  • جوان آراسته، حسین، درسنامه علوم قرآنی، قم، بوستان، ۱۳۸۰ش.
  • حر عاملی، محمد بن حسن، تفصیل وسائل الشیعة الی تحصیل مسائل الشریعه، قم، مؤسسه آل‌البیت(ع)، ۱۴۰۹ق.
  • خامه‌گر، محمد، ساختار هندسی سوره‌های قرآن، تهران، سازمان تبلیغات اسلامی، ۱۳۸۶ش.
  • دشتی، سید محمود، «بررسی وحدت ضحی و انشراح، و فیل و قریش»، در مجله پژوهش‌نامه قرآن و حدیث، شماره ۲، ۱۳۸۲ش.
  • رادمنش، سید محمد، آشنایی با علوم قرآنی، تهران، جامی، ۱۳۷۴ش.
  • رامیار، محمود، تاریخ قرآن، تهران، امیر کبیر، چاپ سوم، ۱۳۶۹ش.
  • رامیار، محمود، تاریخ قرآن، تهران، امیرکبیر، ۱۳۶۹ش.
  • رکنی، محمدمهدی، آشنایی با علوم قرآن، تهران، سمت، ۱۳۷۹ش.
  • زرقانی، محمد عبدالعظیم، مناهل العرفان فی علوم القرآن، بیروت، دار احیاء التراث العربی، بی‌تا.
  • زرکشی، محمد بن عبدالله، البرهان فی علوم القرآن، بیروت، دار المعرفه، ۱۴۱۰ق.
  • سیوطی، عبدالرحمن، الاِتقان فی علوم القرآن، بیروت، دار الکتاب العربی، ۱۴۲۱ق.
  • سیوطی، عبدالرحمن، ترتیب سور القرآن، بیروت، مکتبة الهلال، ۲۰۰۰م.
  • سیوطی، عبدالرحمن، تناسق الدرر فی تناسب السور، تحقیق عبدالقادر احمد عطا، بیروت،‌ دار الکتب العلمیه، ۱۴۰۶ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، ثواب الأعمال و عِقاب الأعمال، قم، دار شریف رضی، ۱۴۰۶ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، عیون اخبار الرضا(ع)، تهران، نشر جهان، ۱۳۷۸ق.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، تهذیب الاحکام، تهران، دار الکتب الاسلامیه، ۱۴۰۷ق.
  • شیخ مفید، محمد بن محمد، المسائل السَرَویّه، قم، کنگره جهانی هزاره شیخ مفید، ۱۴۱۳ق.
  • صبحی صالح، مباحث فی علوم القرآن، قم، منشورات رضی، ۱۳۷۲ش.
  • طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، مؤسسه الاعلمی للمطبوعات، بیروت (لبنان)، چاپ اول، ۱۴۱۷ق.
  • طباطبایی، سید محمدحسین، قرآن در اسلام، تهران، دار الکتب الإسلامیه، ۱۳۵۳ش.
  • طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، تهران، ناصرخسرو، ۱۳۷۲ش.
  • فقهی‌زاده، عبدالهادی، پژوهشی در نظم قرآن، تهران، جهاد دانشگاهی، ۱۳۷۴ش.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تهران، دار الکتب الاسلامیه، ۱۴۰۷ق.
  • گروهی از مؤلفان، علوم القرآن عند المفسرین، قم، مکتب الاعلام الاسلامی، ۱۳۷۵ش.
  • مالک بن انس، المُوَطَّأ، ابوظبی، مؤسسة زاید بن سلطان آل نهیان، ۱۴۲۵ق.
  • مجلسی، محمدباقر، بِحارُ الاَنوار الجامعةُ لِدُرَرِ اَخْبارِ الاَئمةِ الأطهار، بیروت،‌ دار احیاء التراث العربی، چاپ دوم، ۱۴۰۳ق.
  • محمدی، کاظم، سروش آسمانی سیری در مفاهیم قرآنی، تهران، وزارت ارشاد، ۱۳۸۱ش.
  • معارف، مجید، درآمدی بر تاریخ قرآن، تهران، نبأ، ۱۳۸۳ش.
  • معارف، مجید، مباحثی در تاریخ و علوم قرآنی، تهران، نبأ، ۱۳۸۳ش.
  • معرفت، محمدهادی، التمهید فی علوم القرآن، قم، موسسه انتشارات اسلامی، ۱۳۸۶ش.
  • مکارم شیرازی، ناصر، قرآن و آخرین پیامبر، تهران، دار الکتب الاسلامیه، ۱۳۸۵ش.
  • میر، مستنصر، «پیوستگی سوره، تحولی در تفسیر قرآن در قرن بیستم»، ترجمه محمدحسن، محمدی مظفر، در مجله آیینه پژوهش، شماره ۱۰۷ و ۱۰۸، آذر و اسفند ۱۳۸۶ش.
  • نصیری، «چگونگی تعامل با روایات فضائل و خواص آیات و سور»، در مجله علوم حدیث، شماره ۷۹، بهار ۱۳۹۵ش.

بهرنۍ اړیکې

  • سوره، (د قرآنی علومو او تعلیماتو جامع پورټل)پرتال جامع علوم و معارف قرآن.