لوامه نفس
دا مقاله د تدوین په حال کې ده!
لَوَّامه نَفْس، د ملامتوونکي نفس په معنا، یو داسې نفساني حالت دی چې پکې انسان ځان د خپلو خطاګانو په وجه ملامتوي. دا اصطلاح د قیامت سورې له دوهم ایته اخستل شوې ده. مسلمانو عالمانو د دغه ایت په ذیل کې د لوامه نفس په اړه مختلف تفسیرونه وړاندې کړې دي.
لوامه نفس د اماره نفس او مطمئنه نفس پر وړاندې دی. د مسلمانو عالمانو له نظره انسان یوازې یو هویت لري. کله چې له عقله پیروي کوي، ورته لوامه نفس ویل کیږي او کله چې د عقل خلاف حکم کوي ورته اماره نفس ویل کیږي او کله چې روحي ارامښت ته ورسیږي، ورته مطمئنه نفس ویل کیږی.
مفهوم پېژندنه
لوامه نفس د ملامتوونکي په معنا، د مرتضی مطهري په وینا د نفس هغه مرتبه ده چې تر اماره نفس بره او تر مطمئنه نفس ټیټه ده.[۱] محمد تقي مصباح هم ویلي چې د نفس هغه حالت دی چې پکې انسان په خپلو خطاګانو پښېمانه کیږي او ځان ملامتوي.[۲] دا اصطلاح د قیامت سورې په دوهم ایت کې کارول شوې ده: «وَلَا أُقْسِمُ بِالنَّفْسِ اللَّوَّامَةِ؛ او قسم په ملامتوونکي نفس»
ویل شوي چې ملامتوونکی نفس هماغه ضمیر دی چې انسان د ګناه له کولو وروسته ملامتوي او هغه د ضمیر له ملامتیا او غندنې سره مخامخ کیږي.[۳]
له اماره اومطمئنه نفسونو سره یې فرق
لوامه نفس د اماره او مطمئنه نفس پر وړاندې دي.[۴] اماره نفس د نفس هغه حالت دی چې پکې انسان د خپل عقل خبره نه مني او ګناه ته مخه کوي.[۵] مطمئنه نفس هم هغه حالت دی چې د تکرار له امله عقل ته پاملرنه او ترې پېروي د انسان په عادت او ملَکې بدلیږي او انسان ډاډ او ارامښت ته رسیږي.[۶]
د انسان د هویت له یو والي سره د مختلفو نفسونو ټکر نه لرل
د مسلمانو عالمانو له نظره دا چې انسان مختلف نفسونه لکه اماره، مطمئنه او لوامه لري، د انسان د هویت یا نفس له یو والي سره منافات او ټکر نه لري. هغوي باوري دي چې انسان تر یو نفس او یو هویت زیات نه لري او دا اصطلاحات د نفس مختلفې مرتبې او حالتونه ښیي. [۷]
محمد تقي مصباح یزدي لیکلي دي چې نفس کله کله د بدو کارونو امر کوي چې دې ته اماره نفس وایو. کله هم د خپلو خطاګانو په وجه ځان ملامتوي چې دغه ملامتونې ته لوامه نفس ویل کیږي.[۸]
د مرتضی مطهري په وینا، انسان دوه «من» یا «ځان» نه لري؛ بلکې ځان او هویت یو دی خو مرتبې لري. کله په ټېټې مرتبې کې وي چې د عقل خبره نه مني. دا دهغه اماره نفس دی. تر دې په لږې لوړې مرتبې کې ، زیات هوشیار او خبردار دی او که بد کار و کړي ځان محاکمه کوي چې دې ته لوامه نفس ویل کیږي.[۹]
لوامه نفس په تفسیري کتابونو کې
په تفسیري کتابونو کې، له لوامه نفسه مختلف اخستونونه شوې دي. ځینې یې په دې ډول دي:
- مطلب ترې د مومن انسان نفس دی چې ځان د ګناهانو یا د خیر په کار کې د سستۍ په وجه ملاتوي.[۱۰] علامه طباطبایي دا نظر منلی دی.[۱۱]
- مطلب ترې د قیامت په ورځ د ټولو انسانانو نفس دی که هغه نیکان وي او که بدچارې؛ ځکه په دې ورځ، بدعمله کسان له دې امله چې تقوا یې نه ده خپله کړې، او نیکان خلک له دې امله چې لا ډېر عبادت یې نه دی کړی ځان ملامتوي. دا نظر عبدالله بن عباس ته منسوب دی.
- مطلب ترې د قیامت په ورځ یوازې د ګناهکارو کسانو نفس دی؛ ځکه چې هغوي د قیامت په ورځ ځان د خپلو ګناهونو په وجه ملامتوي.
- مطلب ترې متقي انسانان دي چې د قیامت په ورځ به ګناهکاران ملامتوي او غندي یې.[۱۲]
لوامه نفس په فلسفه او عرفان کې
خواجه نصیرالدین طوسي، لوامه نفس د انسان په نفس کې د غضب د قوې له امله ګڼي.[۱۳] په عرفاني او فلسفي ادبیاتو کې د غضبي قوې مسولویت له انسانه د ضرر او تاوان دفع کول دي.[۱۴] دا قوه کولی شي په خپلو سختیو سره د غریزي او حیواني قواوو زیاده روۍ مدیریت کړي.[۱۵]
د دغه عالمانو له نظره، لوامه نفس د عقل حکم ته په خپلو غریزي غوښتنو لوړاوی ورکوي او که د غریزو او جذباتو د سرکښۍ په وجه کومه ګناه وکړي، سملاسي خپل عمل غندي او توبې ته مخه کوي.[۱۶] سره له دې، د ځینو عارفانو په وینا دغه مرحله نه شي کولی د انسان د نفس د ودې اخري مرحله وي؛ ځکه چې په نفس کې د غضب د صفت غلبه د ځینو خلقیاتو لکه درنده خویۍ، کبر او لوړاوي غوښتنې د پېدا کېدو سبب ګرځي.[۱۷]
په ادبیاتو کې یې استعمال
نفس لوامه په فارسي ادبیاتو کې هم کارول شوی دی. د اتمې قمري پېړۍ د عارف او شاعر محمود شبستري په کتاب کنزالحقایق کې راغلي دي:
چو میخواهی بدانی نفس و شیطان | تو شیطان، کفرِ نفس خویش میدان | |
اگر نفس تو امّاره است، شیطان | چو لوّامه شود، گردد مسلمان | |
چو باشد تند، امّاره است نامش | بود لوّامه، چون کردند رامَش[۱۸] |
مولوي ( مولانا) هم وایي:
چون ز بند دام، باد او شکست | نفس لوّامه برو یابید دست[۱۹] |
اړونده څېړنې
فوټ نوټ
سرچينې
- خمینی، روحالله، شرح حدیث جنود عقل و جهل، تهران، موسسه تنظیم و نشر آثار امام خمینی، ۱۳۹۲ش.
- شبستری، محمود، کنزالحقایق، وبگاه گنجور، تاریخ بازدید: ۲۷ آبان ۱۳۹۹ش.
- شیرازی، میرزا بابا، مناهج أنوار المعرفة فی شرح مصباح الشریعة و مفتاح الحقیقة، تهران، خانقاه احمدی، ۱۳۸۴ش.
- طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، قم، دفتر انتشارات اسلامی، چاپ پنجم، ۱۴۱۷ق.
- فخر رازی، محمد بن عمر، مفاتیحالغیب، بیروت، دارالتراث العربی، ۱۴۲۰ق.
- مجلسی، محمدباقر، بحار الانوار الجامعه لدرر اخبار ائمة الاطهار،، بیروت، داراحیاء التراث العربی، چاپ دوم، ۱۴۰۳ق.
- محفوظی، عباس، «نفس لوامه»، ماهنامه پاسدار اسلام، ش۲۰۶، بهمن ۱۳۷۷ش.
- مصباح یزدی، محمدتقی، «اخلاق و عرفان اسلامی»، معرفت، شماره ۱۲۷، ۱۳۸۷ش.
- مصباح یزدی، محمدتقی، آیین پرواز، تلخیص جواد محدثی، قم، انتشارات مؤسسه آموزشی و پژوهشی امام خمینی، چاپ نهم، ۱۳۹۹ش.
- مطهری، مرتضی، مجموعه آثار، تهران، انتشارات صدرا، ۱۳۸۹ش..
- مولوی، جلالالدین محمد، مثنوی معنوی، دفتر پنجم، بخش ۸۱، وبگاه گنجور، تاریخ بازدید: ۲۸ اردیبهشت ۱۳۹۶ش.
- نراقی، مهدی، ترجمه سیدجلالالدین مجتبوی، تهران، حکمت، ۱۳۷۹ش.
- نصیرالدین طوسی، محمد بن محمد، اخلاق ناصری، تهران، علميه اسلاميه، ۱۴۱۳ق.