مطمئنه نفس

د wikishia لخوا

نفْس مُطمَئِنّه (ډاډمن نفس) د انسان د نفس یو داسې حالت ته اشاره لري چې پکې هغه ارامښت او اطمینان ته رسیږي او ګناه ته ګروهنه نه لري. دا ټکی د فجر سورې په ۲۷ ایت کې راغلی دی.

نفس مطمئنه د نفس اَمّاره او نفس لَوّامه،په مقابل کې د نفس ترټولو لوړه درجه ګڼلې شوې ده. په اماره نفس کې انسان ګناه ته کاږل کیږي لوامه نفس هم انسان د خپلو خطاګانو په وجه ملامتوي. د مسلمانو عالمانو په عقیده، انسان یوازې یو نفس لري او د اماره، لوامه او مطمئنه نفسونو لرل د نفس له یو والي سره ټکر نه لري؛ بلکې دا اصطلاحات د نفس مختلف حالتونه او مرتبې ښیي.

په ځینو حدیثونو کې، د نفس مطمئنه ایت په بیانولو سره، د دغه نفس لپاره ځینې مصداقونه ذکر شوې دي. امام علي(ع) او امام حسین(ع) او څوک چې په پېغمبر(ص) او اهل بیتو یې ایمان لري، په دغه کسانو کې شامل دي.

مفهوم پیژندنه

نفْس مُطمَئِنّه د نفس هغه حالت دی چې پکې له ګناه په ډډه کولو کې د عقل د پرله پسې پېروۍ په وجه دغه کار د انسان یو عادت او ملکه جوړه شي او د هغه په نفس کې اطمینان او ارامښت پېدا کیږي.[۱] دا اصطلاح یو قرآني ټکی دی او د فجر سورې په ۲۷ ایت کې کارول شوی دی.

نفس یې د څو مرتبو لرونکی او نفس مطمئنه یې د نفس اماره او نفس لوامه په مقابل کې تر ټولو لوړه درجه ګڼلې ده. د نفس تر ټولو ټیټه درجه اماره نفس دی چې پکې انسان له عقله پیروي نه کوي او ګناه ته ګروهنه لري. تر دې لوړه درجه بیا لوامه ده چې پکې نفس هوشیار دی او که کوم بد کار وکړي، ځان ملامتوي. تر دې لوړه مرتبه بیا نفس مُطمئنّه دی[۲] علامه طباطبایي په المیزان کې نفس مطمئنه داسې نفس ګڼلی چې د خدای د یاد په سیوري کې ارامښت مومي او په هر څه چې خدای راضي دی، رضایت لري؛خپل ځان د هیڅ خیر او شر او ګټې او تاوان مالک نه ګڼي؛ دنیا د تېرېدو سرای او هر فقر او بې نیازي د خدای امتحان ګڼي؛ له همدې امله همېشه د عبودیت او بندګۍ په پوله مستقر دی او دنیاوي نعمتونه هغه فساد او استکبار ته نه بیایي او فقر او بېوزلي هم هغه کفر او د شکر پرېښودو ته نه پرېږدي.[۳]

سید محمدمهدي بحرالعلوم په سیر و سلوک رساله کې، نفس مطمئنه هجرت عُظمی ته د ننوتلو مرحله ګڼلې چې مطلب یې دی له خپل وجوده مهاجرت او د خپل وجود پرېښودل او د وجود مطلق نړۍ ته سفر کول او هغه ته پوره پوره توجه. همداراز «يَا أَيَّتَهُا النَّفْسُ الْمُطْمَئِنَةُ» یې هغه نفس ته خطاب ګڼلی چې له جهاد اکبره فارغ او د فتح او ظفر نړۍ ته چې د اطمینان مرکز دی، داخل شوی او خپل نفس یې حق ته تسلیم کړی او اعظم اسلام یې درک کړی دی او د ذات حق د وجود په وړاندې د خپل عدم په لیدلو او په دې خبره له زړه په اعتراف او داده کېدو سره، د ایمان اعظم مرتبې ته چې د اطمینان مقام او د سکون او طمانینه ځای دی، داخل شوی او خپل بار یې دغلته راکوز کړی دی او د «ارْجِعِي‌ إِلَی‌ رَبِّك» خطاب له خپل وجوده د حق د وجود لور ته چې رب دی د هجرت امر دی او له دې هجرته وروسته به د خدای په تشریعي او تکویني قضا او قدر راضي وي او له هغه به هیڅ خلاف کار او هیڅ معصیت او ګناه ونه شي.[۴]

د امام خمیني له نظره «نَفْس مطمئنّه» یعنې هغه نفس چې نور هیڅ خواهش نه لري او د غیر مطمئنه نفس نښه دا ده چې که ټوله نړۍ یوه مړۍ کړي او د هغه په لاس یې ورکړي، کله چې فکر کوي ویني چې کمه ده؛ هغه خو بل څه غوښتل. د هغه په باور نفس هغه وخت مطمئنه کیږي چې کمال مطلق ته ورسیږي. کمال مطلق هغه وخت دی چې یوازې خدای وي او له هغه غیر بل څوک نه وي. ریاست او چوکۍ ته توجه، سلطنت او پاچاهۍ ته پام، مادي نړۍ ته پام او نورو عالمونو لکه عالم غیب او شهادت ته توجه نه وي او یوازې او یوازې د خدای یاد وي.[۵]

خاقانی: با نفس مطمئنه قرینش کن آنچنان | کآواز ارجعی دهدش هاتف رضا[[۶]]

د انسان د هویت له یووالي سره د مختلفو نفسونو منافات او ټکر نه لرل

مسلمان عالمان وایي چې انسان یوازې یو نفس یا ځان لري او د اماره او لوامه او مطمئنه نفسونو شتون د هغه د نفس له یووالي سره ټکر نه لري. د هغوي په باور دغه اصطلاحات، د نفس مختلفې مرتبې او حالتونه ښیي؛[۷] یعنې کله چې نفس د بدو کارونو امر کوي، هغه ته اماره نفس وایي او کله چې ځان په دې وجه چې غلطي یې کړې ملامتوي، هغه ته نفس لوامه وایي.[۸]

په حدیثونو کې د نفس مطمئنه مصداقونه

په حدیثونو کې د «نَفْس مطمئنّه» ټکي لپاره ځینې مصداقونه چې د فجر سورې په ۲۷ ایت کې راغلي بیان شوې دي. کلیني هم په الکافي کې یو حدیث نقل کړی چې نفس مطمئنه هغه نفس ګڼي چې په پیغمبر(ص) او اهل بیتو یې ایمان لري.[۹] د شواهدالتنزیل کتاب د یو روایت له مخې امام علي(ع)[۱۰] او د تفسیر قمی کتابه د یو بل روایت له مخې امام حسین(ع) یې مصداق دی.[۱۱] د حسینعلي منتظري په وینا، د دې تفسیر دلیل دا دی چې امام حسین(ع) د خداي په لاره کې په استقامت سره په ښه توګه وښودله چې مطمئنه نفس لري او د خدای د خطاب وړ دی.[۱۲]

نفس مطمئنه په اخلاقو کې

ځينې عالمان د نفس مطمئنه په مرحله کې د انسان ارامښت په اخلاقي مسایلو پورې اړوند ګڼي. سید محمد حسین طباطبایي د رعد سورې د ۲۸ ایت په تفسیر کې [یاددشات۱] د نفس مطمئنه ارامښت له دې امله ګني چې هغه خدای د هر څه مالک ګڼي؛ په نتیجه کې نه د دنیا له نعمتونو برخورتیا د هغه د سرکښۍ او طغیان سبب کیږي او نه یې نیستي او بېوزلي کفر او د شکر پرېښودو ته اړباسي.[۱۳] فیض کاشاني هم یو باوري روح هغه روح ګڼي، چې له حسي جبلتونو سره د مبارزې په پایله کې یې ګډوډي حل شوې وي او سوله را منځته شوې وي.[۱۴]

اړونده لیکنې

فوټ نوټ

  1. مصباح یزدی، آیین پرواز، ۱۳۹۹ش، ص۲۷.
  2. مصباح یزدی، آیین پرواز، ۱۳۹۹ش، ص۲۶-۲۷؛ مطهری، مجموعه آثار، ۱۳۸۹ش، ج۳، ص۵۹۵-۵۹۶.
  3. طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۴ق، ج۲۰، ص۲۸۵.
  4. «رساله سیر و سلوک منسوب به بحرالعلوم»، پایگاه علوم و معارف اسلامی.
  5. خمینی، صحیفه امام،‌ ۱۳۸۹ش، ج۱۴، ص۲۰۶ و ۲۰۷.
  6. «خاقانی، دیوان اشعار، قصاید، شمارهٔ ۶ - در پند و اندرز و معراج حضرت ختمی مرتبت». سایت گنجور
  7. مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۶۷، ص۳۶-۳۷؛ مطهری، مجموعه آثار، ۱۳۸۹ش، ج۳، ص۵۹۵؛ مصباح یزدی، «اخلاق و عرفان اسلامی»، ص۸.
  8. مصباح یزدی، «اخلاق و عرفان اسلامی»، ص۸.
  9. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۳، ص۱۲۷-۱۲۸.
  10. حسکانی، شواهدالتنزیل، ۱۴۱۱ق، ج۲، ص۴۲۹.
  11. قمی، تفسیرالقمی، ۱۴۰۴ق، ج۲، ص۴۲۲.
  12. منتظری، اسلام دین فطرت، ج۱، ص۳۱۷.
  13. طباطبایی، ترجمۀ تفسیر المیزان، ۱۳۷۸ش، ج۲۰، ص۴۷۷.
  14. فیض کاشانی، راه روشن، ج۵، ص۱۶.

سرچينې

  • حسکانی، عبیدالله بن عبدالله،‏ شواهد التنزیل لقواعد التفضیل، تحقیق و تصحیح: محمدباقر محمودى، تهران، مجمع احیای فرهنگ اسلامی وابسته به وزارت افرهنگ و ارشاد اسلامی، چاپ اول، ۱۴۱۱ق.‏
  • خمینی، سید روح‌الله، صحیفه نور، تهران، مؤسسه تنظیم و نشر آثار امام خمینی، چاپ پنجم، ۱۳۸۹ش.
  • طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، قم، دفتر انتشارات اسلامی، چاپ پنجم، ۱۴۱۷ق.
  • قمى، على بن ابراهیم،‏ تفسیرالقمی،‏ تحقیق و تصحیح طیّب‏ موسوى جزایرى، قم، ‏دارالکتاب، ‏چاپ سوم، ۱۴۰۴ق.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تحقیق و تصحیح علی‌اکبر غفارى و محمد آخوندى، تهران، ‏دار الکتب الاسلامیه، چاپ چهارم، ۱۴۰۷ق.
  • مجلسی، محمدباقر، بحار الانوار الجامعه لدرر اخبار ائمة الاطهار،، بیروت، داراحیاء التراث العربی، چاپ دوم، ۱۴۰۳ق.
  • مصباح یزدی، محمدتقی، «اخلاق و عرفان اسلامی»، ماه‌نامه معرفت، شماره ۱۲۷، تیر ۱۳۸۷ش.
  • مصباح یزدی، محمدتقی، آیین پرواز، تلخیص جواد محدثی، قم، انتشارات مؤسسه آموزشی و پژوهشی امام خمینی، چاپ نهم، ۱۳۹۹ش.
  • مطهری، مرتضی، مجموعه آثار، تهران، انتشارات صدرا، ۱۳۸۹ش.