اماره نفس
دا مقاله د تدوین په حال کې ده!
اَمَّاره نَفْسِ، یو داسې نفساني حالت دی چې انسان بدۍ او ګناه ته بیایي. دا اصطلاح د یوسف سورې له درې پنځوسم ایته اخستل شوې ده. له نفساني خواهشاتو مطلب هماغه اماره نفس ګڼل کیږي. همداراز له نفس سره جهاد یا جهاد اکبر چې په روایتونو کې راغلی، همدا له اماره نفس سره جهاد ګڼل شوی دی.
له اماره نفسه د لوّامه نفس او مُطمئنّه نفس په مقابل کې یادونه کیږي. اماره نفس د نفس تر ټولو ټیټه درجه ده. تر دې لوړه یې لوامه نفس دی چې پکې انسان ځان د خپلو خطاګانو په وجه ملامتوي. تر هغې هم لوړ مطمئنه نفس دی چې پکې ارامښت او اطمینان ته رسیږي.
مفهوم پېژندنه
اماره نفس، بدیو ته د ډېر امر کوونکو په معنا، هغه نفساني حالت دي چې پکې انسان له عقله پېروي نه کوي او د ګناه او فساد په لور ځي.[۱] دا اصطلاح له «إِنَّ النَّفْسَ لَأَمَّارَةٌ بِالسُّوءِ؛ نفس ارو مرو د بدۍ په لور حکم کوي» آیته[۲] اخستل شوي ده.[۳] اماره نفس هماغه نفساني خواهشات ګڼل شوې دي.[۴]
اماره نفس، د نفس تر ټولو ټیټه درجه
ځینو کسانو نفسونه د درجو لرونکي ګڼلې دي او اماره نفس یې په تر ټولو ټیټې درجې کې راوستی دی. د دوي په وینا، نفس څو رتبې لري: تر ټولو تيټه یې اماره نفس دی چې انسان پکې د عقل خبره نه مني، تر دې لوړه لوامه نفس دی چې پکې ځان د خپلو بدو کارونو په خاطر ملامتوي. او د نفس تر ټولو لوړه درجه بیا مطمئنه نفس دی.[۵] په دې مرحله کې، له عقله د پېروۍ دوام په وجه، دا کار د انسان د نفس عادت یا ملکه جوړیږي او هغه ته اطمینان او ارامښت رسوي. [۶]
د انسان د هویت له یووالي سره د مختلفو نفساني خواهشاتو لرل هیڅ تضاد نه لري
مسلمان عالمان وایي چې انسان یوازې یو نفس لري او د اماره، لوامه او مطمئنه نفسونو وجود د هغه د نفس له یووالي سره ټکر نه لري. د هغوي په وینا دغه اصطلاحات د نفس مختلفې مرتبې او حالتونه ښیي؛[۷] یعنې کله چې نفس د بدو کارونو امر کوي، هغه ته اماره نفس وایو او کله چې ځان له دې امله چې غلطي یې کړې ملامتوي، هغه ته لوامه نفس وایي.[۸]
له اماره نفس سره مبارزه
اصلي مقاله: له نفس سره جهاد
له رسول الله مبارکه (ص) په یو حدیث کې پوځي جنګ ته جهاد اصغر ویل شوي او له نفس سره مقابلې ته جهاد اکبر ویل شوي دی. [۹]علامه طباطبایي په دې حدیث کې له نفس سره له مبارزې مطلب له اماره نفس سره مقابله ګڼلې ده.[۱۰] همداراز علامه مجلسي د هغه حدیث په استناد چې وایي ستا تر ټولو لوی دښمن ستا نفس دی،[۱۱] د انسان «تر ټولو لوی دښمن» اماره نفس ګڼلی دی.[۱۲]
مرتضی مطهري هم د «المُجاهِد مَن جاهَدَ نَفْسَه؛ مجاهد هغه څوک دی چې له خپل نفس سره جهاد وکړي» حدیث په استناد سره لیکلي چې له نفس سره له جهاده مطلب، له اماره نفس سره مبارزه ده.[۱۴]
د خواجه نصیر الدین طوسي له نظره، اماره نفس هماغه د انسان د حیواني نفس مرتبه ده. مسوولیت یې شهوتونو او غرایزو ته د رسېدلو لپاره هڅه ده چې له دې لارې بدن خوندي وساتي. حیواني نفس روزل کېدی نه شي، نو باید د غضب د قوې په وسیله کنټرول شي چې زیاتي غوښتنې یې د نفس د تباهۍ لامل نه شي. [۱۵]
په فارسۍ ادبیاتو کې
په فارسي ادبیاتو کې هم د نفس اماره اصطلاح کارول شوې ده. د مثال په توګه سعدي په یو شعر کې د اماره نفس د پېروۍ پایله خواري او ذلت ګڼلې ده:
کند مرد را نفس اماره خوار | اگر هوشمندی، عزیزش مدار[۱۶] |
د اتمې قمري پېړۍ عارف او شاعر محمود شبستري، اماره او لوامه نفسونه تعریف او له یو بل سره پرتله کړې دي:
چو میخواهی بدانی نفْس و شیطان | تو شیطان، کفرِ نفْس خویش میدان | |
اگر نفس تو امّاره است، شیطان | چو لوّامه شود، گردد مسلمان | |
چو باشد تند، امّاره است نامش | بود لوّامه، چون کردند رامَش[۱۷] |