لومړنۍ مسلمان
لومړنۍ مسلمان؛ لومړنی کس و چې د اسلام پیغمبر ته ایمان (باور) راوړی. لومړني مسلمانیدل یو ویاړ او فضیلت شمیرل شوي دی. شیعهګانو حضرت خدیجه(س) ته لومړنۍ مسلمانه ښځه ګني او امام علي(ع) ته لومړی مسلمان سړی ګني. دا وینا په اهل سنت تاریخي سرچینو کې هم ذکر شوې دی.
د ځینې اهل سنت سرچینو د راپورونو له مخې، ابو بکر لومړنۍ مسلمان سړی و چې معرفي شو. رسول جعفریان، د شیعي معاصره مورخ، د ځینې اهل سنت لخوا د داسې ادعا کولو پلان د مسلمانانو له مذهبي شخړو څخه ګني، کوم چې هیڅ تاریخي بنسټ نلري.
ارزښت او ځایگاه
لومړنۍ مسلمان، لومړنی کس ته اشاره کوي چې د اسلام پیغمبر ته ایمان راوړی. لومړني مسلمانیدل یو ویاړ او فضیلت شمیرل شوی.[۱] د ځینې سرچینو په وینا، پیغمبر(ص)، امام علي(ع) لومړنی مسلمانیدل ته د هغه لپاره فضیلت ګني.[۲] ځینې صحابی (ملګري) چې لومړنۍ مسلمانیدل ته ادعا کړې هم د دې مسئلې په اړه ویار کوي.[۳]
خدیجه(س) لومړنۍ مسلمانه ښځه
تاریخ پوهان هیڅ اختلاف نلري چې حضرت خدیجه(س) لومړنۍ مسلمانه ښځه ده.[۴] ځینې یې هغه ته (د نارینه او ښځینه) لومړي مسلمان په توګه هم اشاره وکړه.[۵] ابن اثیر د اهل سنت تاریخ لیکونکي، د مسلمانانو اجماع په دا پوری بولي چې حضرت خدیجه(س) پیغمبر(ص) ته لومړی مومن و.[۶]
د دریمې پیړۍ تاریخ لیکونکي احمد بن ابي یعوب په وینا، حضرت خدیجه لومړنۍ ښځه ده چې ایمان راوړی او حضرت علي(ع) لومړنی سړی دی چې په پیغمبر ته ایمان راوړی.[۷]
علي(ع) لومړنی مسلمان سړی
د روایتونو له مخې، د اسلام پیغمبر، امام علي(ع) ته لومړنی مسلمان، لومړی موءمن [۸] او لومړی کس یې یادکره چی هغه ته منلي.[۹] شیخ طوسي له امام رضا(ع) څخه روایت کوي چې امام علي(ع) ته د اسلام پیغمبر کې د لومړي مومن په توګه پیژندنه کوي [۱۰] ویل کیږي چې شیعه ګانو په دا باندی اجماع (موافقه) لري چې امام علي(ع) لومړنۍ مسلمان سړی و. [۱۱] امام علي(ع) هم په خپله وینا کې وویل چې هغه د اسلام کې مخ لارو او لومړنۍ مسلمان و. [سرچینی ته اړین]
علامه مجلسي[۱۲] او حسین بن حمدان خصیبی [۱۳] د څلورم پیړۍ شیعه لیکوال، امام علي ته لومړنۍ مسلمان ګ ني. محمد بن جریر طبري، [۱۴] شمس الدین ذهبي [۱۵] او نور [۱۶] د اهل سنت تاریخ پوهانو هم د امام علی(ع) لومړني مسلمانیدل نقلونه کری دي.
نور راپورونه
ځینې اهل سنت داسی روایتونه ذکر کری دی چې په کې ابو بکر[۱۷] یا زید بن حارثه لومړنۍ مسلمان و.[۱۸]
مقریزی د اهل سنت تاریخ لیکونکي د «اِمتاع الاَسماع» په کتاب کې ابو بکر ته لومړنی مسلمان ګني چې د اسلام د پیغمبر(ص) ملاتړ او مرستې ځواک لري. [۱۹] ابن حجر د «الاِصابة» په کتاب کې د ماشومانو لومړنۍ مسلمان امام علي(ع)، له میرمنو خدیجي، له موالې څخه زید بن حارثه او له غلامانو څخه بلال حبشی او ابوبکر ته لومړی آزاد سړی ګني چې مسلمان شي.[۲۰] پر دغه حال کې، محمد بن جریر طبري د محمد بن سعد په روایت وویل چې ابو بکر د ۵۰ خلکو وروسته اسلام راوړی.[۲۱]
د شیعي معاصره مورخ رسول جعفریان په وینا، داچې ځینې سرچینو ابو بکر ته لومړنۍ مسلمان ګني د تاریخي له پلوه هیڅ زمیني نلری او د مسلمانانو ترمنځ له مذهبي شخړو څخه راوتلی دی.[۲۲]
د اسلام راوړلونکیو سمبال
ابن اثیر د اهل سنت تاریخ لیکونکي، خدیجه(س)، علي(ع)، زید بن حارثه او ابوبکر [۲۳] او علامه مجلسي، علي(ع)، خدیجه، او جعفر بن ابی طالب په سمبال سره لومړنيو مسلمانانو معرفي کړ.[۲۴]
فوټ نوټ
- ↑ مروجی طبسی، «امیرمؤمنان(ع) و پیشتازی در اسلام»، ص۷۲.
- ↑ ابنعقده کوفی، فضائل أمیرالمؤمنین علیهالسلام، ۱۴۲۴ق، ص۲۴.
- ↑ ابنقتیبة، المعارف، ۱۹۹۲م، ص۱۶۹.
- ↑ حسینی، «نخستین مومن و آگاهانهترین ایمان»، ص۴۸.
- ↑ بلاذری، انساب الاشراف، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۴۷۱؛ ابنسعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۳، ص۱۵؛ ابنعبدالبر، الاستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج۲، ص۵۴۶؛ ابنخلدون، تاریخ ابن خلدون، ۱۴۰۸ق، ج۲، ص۴۱۰؛ صالحی دمشقی، سبل الهدی، ۱۴۱۴ق، ج۲، ص۳۰۰.
- ↑ ابناثیر، الکامل، ۱۳۸۵ق، ج۲، ص۵۷.
- ↑ یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، دار صادر، ج۲، ص۲۳.
- ↑ ابنشهر آشوب، مناقب آل ابیطالب، ۱۳۷۹ق، ج۲، ص۶.
- ↑ صفار، بصائر الدرجات، ۱۴۰۴ق، ج۱، ص۸۴.
- ↑ شیخ طوسی، الامالی، ۱۴۱۴ق، ص۳۴۳.
- ↑ حسینی، «نخستین مومن و آگاهانهترین ایمان»، ص۴۸.
- ↑ مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۶۶، ص۱۰۲.
- ↑ خصیبی، الهدایة الکبری، ۱۴۱۹ق، ص۵۰.
- ↑ طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۲، ص۳۱۰.
- ↑ ذهبی، تاریخ الإسلام، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۱۲۸.
- ↑ ابنعبدالبر، الاستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج۳، ص۱۰۹۰.
- ↑ طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۲، ص۳۱۵؛ ابنعبدالبر، الاستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج۳، ص۹۶۵.
- ↑ بلاذری، انساب الأشراف، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۴۷۰.
- ↑ مقریزی، امتاع الاسماع، ۱۴۲۰ق، ج۱، ص۳۴.
- ↑ ابنحجر، الاصابة، ۱۴۱۵ق، ج۱، ص۸۴.
- ↑ طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۲، ص۳۱۶.
- ↑ جعفریان، تاریخ سیاسی اسلام سیره رسول خدا، ۱۳۸۰ش، ج۱، ص۲۳۵.
- ↑ ابناثیر، اسد الغابة، ۱۴۰۹ق، ج۲، ص۱۳۰-۱۳۱.
- ↑ مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۶۶، ص۱۰۲.
سرچینې
- ابناثیر جزری، علی بن محمد، اسد الغابة فی معرفة الصحابة، بیروت، دارالفکر، ۱۴۰۹ق.
- ابناثیر جزری، علی بن محمد، الکامل فی التاریخ، بیروت، دارصادر، ۱۳۸۵ق.
- ابنحجر عسقلانی، احمد بن علی، الاصابة فی تمییز الصحابة، تحقیق: عادل احمد عبدالموجود، علی محمد معوض، بیروت، دارالکتب العلمیة، چاپ اول، ۱۴۱۵ق.
- ابنخلدون، عبدالرحمن بن محمد، تاریخ ابنخلدون، تحقیق خلیل شحادة، بیروت، دارالفکر، چاپ دوم، ۱۴۰۸ق.
- ابنسعد، محمد بن سعد، الطبقات الکبری، تحقیق: محمد عبدالقادر عطا، بیروت، دارالکتب العلمیة، چاپ اول، ۱۴۱۰ق.
- ابنشهر آشوب مازندرانی، مناقب آل ابیطالب علیهمالسلام، قم، علامه، چاپ اول، ۱۳۷۹ق.
- ابنعبدالبر، یوسف بن عبد الله، الاستیعاب فی معرفة الأصحاب، تحقیق: علی محمد البجاوی، بیروت، دارالجیل، چاپ اول، ۱۴۱۲ق.
- ابنقتیبة، عبدالله بن مسلم، المعارف، تحقیق: ثروت عکاشة، قاهرة، الهیئة المصریة العامة للکتاب، چاپ دوم، ۱۹۹۲م.
- ابنعقده کوفی، احمد بن محمد، فضائل أمیر المؤمنین علیهالسلام، محقق و مصحح: عبدالرزاق محمدحسین حرز الدین، قم، دلیل ما، چاپ اول، ۱۴۲۴ق.
- بلاذری، احمد بن یحیی، انساب الاشراف، تحقیق: سهیل زکار، ریاض زرکلی، بیروت، دارالفکر، چاپ اول، ۱۴۱۷ق.
- جعفریان، رسول، تاریخ سیاسی اسلام سیره رسول خدا، قم، انتشارات دلیل، ۱۳۸۰ش.
- حسینی، سید کرم حسین، «نخستین مومن و آگاهانهترین ایمان»، مجله صراط، شماره۱۰، آبان۱۳۹۲ش.
- خصیبی، حسین بن حمدان، الهدایة الکبری، بیروت، البلاغ، ۱۴۱۹ق.
- ذهبی، محمد بن احمد، تاریخ الاسلام، تحقیق: عمر عبدالسلام تدمری، بیروت، دارالکتاب العربی، چاپ دوم، ۱۴۰۹ق.
- شیخ طوسی، محمد بن حسن، الامالی، قم، دارالثقافة، چاپ اول، ۱۴۱۴ق.
- صالحی دمشقی، محمد بن یوسف، سبل الهدی و الرشاد فی سیرة خیر العباد، بیروت، دارالکتب العلمیة، چاپ اول، ۱۴۱۴ق.
- صفار، محمد بن حسن، بصائر الدرجات فی فضائل آل محمّد صلّی الله علیهم، تحقیق محسن بن عباسعلی کوچه باغی، قم، مکتبة آیةالله المرعشی النجفی، چاپ دوم، ۱۴۰۴ق.
- طبری، محمد بن جریر، تاریخ الامم و الملوک، تحقیق: محمد ابوالفضل ابراهیم، بیروت، دارالتراث، چاپ دوم، ۱۳۸۷ق.
- مجلسی، محمدباقر، بحار الانوار، بیروت، داراحیاء التراث العربی، چاپ دوم، ۱۴۰۳ق.
- مروجی طبسی، محمدجواد، «امیرمؤمنان(ع) و پیشتازی در اسلام»، مجله فرهنگ کوثر، شماره۷۵، پاییز۱۳۸۷ش.
- مقریزی، تقیالدین، امتاع الاسماع بما للنبی من الاحوال و الاموال و الحفدة و المتاع، تحقیق: محمد عبدالحمید نمیسی، بیروت، دارالکتب العلمیة، چاپ اول، ۱۴۲۰ق.
- یعقوبی، احمد بن ابییعقوب، تاریخ الیعقوبی، بیروت، دارصادر، چاپ اول، بیتا.