ایمان

د wikishia لخوا

ایمان په خدای او د هغه په وحدانیت، نبوت، د اسلام د پېغمبر(ص) او دولسو معصومو امامانو په تعلیماتو له زړه عقیده ده. شیعه فقیهانو ایمان د تقلید د مرجع، د جماعت د امام ، قضاوت او زکات لپاره له لازمو شرایطو بللی دی. د اکثره شیعه عالمانو په نظر ایمان تقلیدي نه شي کېدلی.

شیعه متکلمانو د ایمان تقاضا، په توحید، د پېغمبر(ص) په نبوت، الهي عدل او معاد پر عقیدې سربېره، له پېغمبر(ص) وروسته د معصومو امامانو په امامت باور ګڼلی دی. د قرآن د تعلیماتو په اساس، ایمان له اسلام سره فرق لري او تر هغه په لوړې درجې کې دی؛ همداراز ایمان، د کمېدو او زیاتېدو وړتیا لري او هیڅوک په زور او اجبار سره ایمان ته نه شو رسولی.

زیاتره شیعه عالمان په دې نظر دي چې اسلام تر ایمانه عام دی او پر دې اساس، هر مؤمن مسلمان ګڼل کیږي خو لازمه نه ده چې هر مسلمان دې مؤمن هم وي؛ البته ځینې شیعه عالمان لکه خواجه نصیر الدین طوسي او شهید ثاني په دې عقیده دي چې ایمان او واقعي اسلام یو دی، خو ظاهري اسلام تر ایمانه په ټیټې درجې کې دی.

مفهوم پیژندنه

د شیعه په روایتونو او فقهی اثارو کې، ایمان په دوو معنو، عام او خاص کارول شوی دی: عامه معنا، یعنې د اسلام د پېغمبر په ټولو تعلیماتو د زړه عقیده، او خاصه معنا پر لومړۍ معنا سربېره، د دولسو امامانو په امامت او ولایت له عقیدې سره یو ځای.[۱] د ایمان په خاصه معنا، ټول دولس امامي شیعیان مؤمن ګڼل کیږی.[۲]

ایمان په خاصه معنا،د فقهې په ډېرو بابونو لکه اجتهاد و تقلید، طهارت، لمونځ، زکات، خمس، روژه، اعتکاف، حج، وقف، نذر، قضاء او شهادات کې استعمال شوی او د ټولو عبادتونو د صحیح والي او قبولۍ شرط ګڼل شوی دی.[۳] ایمان د تقلید په مرجع، جماعت په امام، د زکات او خمس په مستحق، قاضي، شاهد او د مالونو په ویشونکي کې چې د شرعې د حاکم له خوا منصوب شوی وي، شرط دي.[۴] ویل شوي چې ډېرو فقیهانو د جماعت د موذن او په حج کې د نایب لپاره هم د ایمان لرل جوت کړې دي.[۵]

امامیه عالم شیخ مفید، ایمان د زړه تصدیق، د ژبې اقرار او په طاعاتو عمل ګڼلی دی؛[۶] اهل سنت عالم، شافعي هم په دې نظر دی.[۷] ځینې امامیه لکه سید مرتضی، شیخ طوسي، ابن میثم بحراني، فاضل مقداد او عبد الرزاق لاهیجي باوري دي چې ایمان قلبي عمل او د زړه کار دی او پر دې اساس، ایمان هماغه په خدای، پیغمبر او وحي د زړه عقیده ده او مومن هغه څوک دی چې په خپل زړه سره عقیده ولري او په ژبه یې اقرار ضروري نه دی.[۸]

مصداقونه

په قرآن کریم کې د ایمان لپاره ځینې مصداقونه بیان شوي دي؛ منجمله په خدای ایمان،[۹] په ټولو پېغمبرانو ایمان،[۱۰] په هغه څه ایمان چې د خدای له لوري په پېغمبرانو نازل شوي دي؛ لکه اسماني کتابونه،[۱۱] د قیامت په ورځ ایمان،[۱۲] په پرښتو ایمان[۱۳] او په غیبو ایمان.[۱۴]

شیعه متکلمانو د ایمان تقاضا، په توحید، الهي عدل، معاد او پېغمبرانو باور او له پېغمبره وروسته د معصومو امامانو په امامت عقیده ګڼلې ده.[۱۵] د دې په مقابل کې، معتزله باوري دي چې ایمان یعنې په توحید او عدل باور، د پېغمبر په نبوت او وعد و وعید اقرار او امر بالمعروف او نهي عن المنکر کول.[۱۶] اشاعره عقیده لري چې د ایمان تقاضا د هر هغه څه تصدیقول دي چې پېغمبر راوړې دي؛ لکه د خدای تعالی وحدانیت او د لمانځه وجوب.[۱۷]

اثار او ځانګړنې

د قرآن کریم ډېر ایتونه د ایمان او د هغه د اثارو او ځانګړنو په اړه دي؛ پر دې اساس، ایمان له اسلام سره فرق کوي او تر هغه په لوړې درجې کې دی.[۱۸] ایمان، داسې حقیقت دی چې له خدای سره ډېره مینه ورسره ده،[۱۹] خدای تعالی مومنان له «ظلماتو» رابهر کړي او هغوي د «نور» دنیا ته داخلوي.[۲۰]

د قرآن کریم په اساس، ایمان د کمېدو او زیاتېدو وړتیا لري،[۲۱] او د مومنانو زړونه ورسره ډاډ او ثبات ته رسیږي.[۲۲] همداراز په قرآن کریم کې راغلي دي چې هیڅ یو انسان په زور او جبر سره ایمان ته نه شو رسولی او نه یې شو مومنولی.[۲۳]

د قرآن کریم په ځینو ایتونو کې، د مومنانو خطاګانې، نیمګړتیاوې او ګناهانې هغوي ته په ګوته شوي او له هغوي غوښتل شوي چې ځان اصلاح کړي.[۲۴]

«د امام صادق علیه السلام ځینې دوستان په یوې سپوږمۍ او رڼا شپه کې پر هغه حضرت راټول وو او اسمان په ستورو سره پوره نوراني و، وې ویل: یا ابن رسول الله! دا شین اسمان څومره روښانه دی! او د ستورو رڼا ډېره ځلا کوي!؟ امام د هغوي په ځواب کې وفرمایل: تاسو داسې وایئ، خو مدبرې او چاروالې فرښتې: جبراییل، میکاییل او اسرافیل او د روحونو قبضوونکې له اسمانه تاسو وروڼو ته ګوري او ستاسو (د اهل بیتو د پلوي مومنانو) د رڼا (انعکاس) د دغه ستورو له انوارو څخه په اسمان او دوي باندې زیات ځلېدونکی او روښانه دی او همدا ستاسو خبره هغوي هم کوي چې: څومره ښایسته دی په ملکوت کې د دغه مومنانو نور.!»

* سرچينه: صدوق، عیون اخبارالر ضا، موسسه اعلمی بیروت، ټوک۱، مخ۶.

تقلیدي ایمان

مشهور امامیه عالمان په دې عقیده دي چې تقلید په ایمان کې کافي نه دی.[۲۵] معتزله او زیاتره اشاعره هم په دې باره کې له شیعیانو سره هم نظره دي.[۲۶] د دې په مقابل کې اهل سنتو فقیهانو[۲۷] حشویه او تعلیمیه، د تقلید له مخې ایمان صحیح ګڼلی دی.[۲۸]

د اسلام او ایمان تعلق

زیاتره شیعه عالمان په دې نظر دي چې اسلام او ایمان دوه جدا جدا مفهومونه دي او پر دې اساس اسلام تر ایمانه عام دی؛ یعنې هر مومن مسلمان دی خو لازمه نه ده چې هر مسلمان دې مومن هم وي.[۲۹] زیاتره اشاعره هم دا نظر لري.[۳۰]

سره له دې، معتزله،[۳۱] ډېر خوارج، زیدیه،[۳۲] ابو حنیفه او پیروان یې[۳۳] او شیخ طوسي،[۳۴] د اسلام او ایمان فرق نه دی منلی. امین الاسلام طبرسي په تفسیر مجمع البیان کې د احزاب سورې د ۳۵ ایت په ذیل کې [یادداشت۱] ادعا کړې چې ایمان او اسلام د زیاتره مفسرانو په نزد یو دی او تکرار یې صرف د لفظ تکرار دی.[۳۵]

د اومې هجري پېړۍ شیعه متکلم خواجه نصیر الدین طوسي[۳۶] په لسمه هجري پېړۍ کې لوی شیعه فقیه شهید ثاني،[۳۷] او د اتمې هجري پېړۍ متکلم تفتازاني[۳۸] په دې عقیده دي چې ایمان او واقعي اسلام یو دی، خو ظاهري اسلام له ایمان سره فرق کوي او تر ایمانه عام دی؛ پر دې اساس، هغه څوک چې ظاهري اسلام لري، لازمه نه ده چې مومن دې هم وي، خو ټول مومنان مسلمان هم دي.

د اوسمهاله فیلسوف او مفسر علامه طباطبایی (۱۲۸۱-۱۳۶۰ش)، په وینا، اسلام او ایمان درجې لري او د اسلام هرې درجې ته رسېدل، د ایمان ورپسې درجې ته د رسېدلو شرط دی؛ لکه څنګه چې د اسلام لومړۍ درجه د الهي اوامرو او نواهیو د ظاهر منل دي او له هغه وروسته، د ایمان لومړۍ مرتبه، یعنې د زړه عقیده او د شهادتینو په مضمون باور دی چې د اسلام د فرعي احکامو د ترسره کولو سبب کیږي.[۳۹]

فوټ نوټ

  1. فرهنگ فقه فارسی، «ایمان»، ج۱، ص۷۸۷.
  2. شهید ثانی، مسالک الافهام، ۱۴۱۴ق، ج۵، ص۳۳۷-۳۳۸.
  3. نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۱۵، ص۶۳.
  4. فرهنگ فقه فارسی، «ایمان»، ج۱، ص۷۸۷.
  5. فرهنگ فقه فارسی، «ایمان»، ج۱، ص۷۸۷.
  6. فاضل مقداد، ارشاد الطالبین، ۱۴۰۵ق، ص۴۴۰؛ شبّر، حق الیقین، ۱۴۱۸ق، ص۵۵۸، ۵۵۹.
  7. خمیس، اصول الدین عند الإمام ابوحنیفة، ۱۴۱۶ق، ص۴۱.
  8. سید مرتضی، الذخیرة فی علم الکلام، ۱۴۱۱ق، ص۵۳۶، ۵۳۷؛ بحرانی، قواعد المرام فی علم الکلام، ۱۴۰۶ق، ص۱۷۰؛ فاضل مقداد، ارشاد الطالبین، ۱۴۰۵ق، ص۴۴۲؛ فاضل مقداد، اللوامع الإلهیة فی المباحث الکلامیة، ۱۳۸۰ش، ص۴۴۰؛ لاهیجی، سرمایه ایمان، ۱۳۶۴ش، ص۱۶۵.
  9. سوره بقره، آیه ۲۵۶ و ۱۸۶؛ سوره آل عمران، آیه ۵۲، ۱۱۰، ۱۹۳؛ سوره نساء، آیه ۱۷۵و...
  10. سوره آل عمران، آیه ۱۷۹؛ سوره حدید، آیه ۱۹؛ سوره بقره، آیه ۱۷۷؛ سوره نساء، آیه ۱۳۶.
  11. سوره بقره، آیه ۱۳۶؛ سوره نساء، آیه ۱۶۲.
  12. سوره بقره، آیه ۶۲، ۸، ۱۲۶، ۲۲۸، ۲۳۲، ۲۶۴.
  13. سوره بقره، آیه ۲۸۵ و ۱۷۷.
  14. سوره بقره: آیه ۴.
  15. غزالی، قواعد العقائد، ۱۴۰۵ق، ص۱۴۵؛ شهید ثانی، حقایق الإیمان، ۱۴۰۹ق، ص۱۴۴ و ۱۶۴.
  16. غزالی، قواعد العقائد، ۱۴۰۵ق، ص۱۴۵.
  17. تفتازانی، شرح المقاصد، ۱۴۰۹ق، ج۵، ص۱۷۷؛ ایجی، کتاب مواقف، ۱۴۱۷ق، ج۳، ص۵۲۷.
  18. سوره حجرات، آیه ۱۴.
  19. سوره بقره، آیه ۱۶۵.
  20. سوره بقره، آیه ۲۵۷.
  21. سوره توبه، آیه ۹ و ۱۲۴.
  22. سوره رعد، آیه ۱۳ و ۲۸.
  23. سوره بقره، آیه ۲۵۶.
  24. سوره صف، آیه ۲؛ سوره منافقون، آیه ۹؛ سوره ممتحنه، آیه ۱؛ سوره حجرات، آیه ۱-۱۲؛ سوره مجادله، آیه ۹.
  25. شهید ثانی، حقایق الإیمان، ۱۴۰۹ق، ص۵۹.
  26. تفتازانی، شرح المقاصد، ۱۴۰۹ق، ج۵، ص۲۸۸.
  27. تفتازانی، شرح المقاصد، ۱۴۰۹ق، ج۵، ص۲۱۸.
  28. شهید ثانی، حقایق الإیمان، ۱۴۰۹ق، ص۵۹.
  29. شیخ مفید، اوائل المقالات، انتشارات داوری، ص۵۴.
  30. باقلانی، تمهید الاوائل و تلخیص الدلایل، ۱۴۱۴ق، ص۳۹۱.
  31. معتزلی، شرح الاصول الخمسة، ۱۴۰۸ق، ص۷۰۵.
  32. شیخ مفید، اوائل المقالات، انتشارات داوری، ص۵۴.
  33. خمیس، اصول الدین عند الإمام ابوحنیفة، ۱۴۱۶ق، ص۴۳۵، ۴۳۶.
  34. شیخ طوسی، التبیان، دار احیاء التراث العربی، ج۲، ص۴۱۸.
  35. طبرسی، تفسیر مجمع البیان، الناشر دار المعرفة، ج۸، ص۵۶۱.
  36. خواجه نصیرالدین طوسی، قواعد العقائد، ۱۴۱۶ق، ص۱۴۳، ۱۴۲.
  37. شهید ثانی، حقایق الإیمان، ۱۴۰۹ق، ص۱۲۰، ۱۲۱.
  38. تفتازانی، شرح المقاصد، ۱۴۰۹ق، ج۵، ص۲۰۷.
  39. طباطبائی، المیزان، ۱۳۹۳ق، ج۱، ص۳۰۱، ۳۰۳.

سرچينې

  • ایجی، عضد الدین، کتاب المواقف، تحقیق عبدالرحمن عمیرة، بیروت، دارالجیل، ۱۴۱۷ق.
  • باقلانی، محمد بن طبیب، تمهید الأوائل و تلخیص الدلایل، تحقیق عماد الدین احمد حیدر، بیروت، مؤسسة الکتب الثقافیة، ۱۴۱۴ق.
  • بحرانی، میثم بن علی، قواعد المرام فی علم الکلام، تحقیق سید احمد حسینی، قم، مکتبة آیة اللّه العظمی مرعشی نجفی، ۱۴۰۶ق.
  • تفتازانی، مسعود، شرح المقاصد، تحقیق دکتر عبد الرحمن عمیرة، قم، منشورات الرضی، ۱۴۰۹ق.
  • خمیس، محمد عبد الرحمن،اصول الدین عند الإمام ابوحنیفة، ریاض، دار الصمیعی للنشر و التوزیع، ۱۴۱۶ق.
  • خواجه نصیرالدین طوسی، محمد بن محمد، قواعد العقائد، تحقیق علی ربانی گلپایگانی، قم، مرکز مدیریت حوزه علمیه قم، ۱۴۱۶ق.
  • سید مرتضی، علی بن الحسین، الذخیرة فی علم الکلام، تحقیق سید احمد حسینی، قم، مؤسسه نشر اسلامی، ۱۴۱۱ق.
  • شبّر، سید عبدالله، حق الیقین فی معرفة اصول الدین، بیروت، الأعلمی، ۱۴۱۸ق.
  • شهید ثانی، زین الدین بن علی، مسالک الافهام الی تنقیح شرائع الاسلام، قم، مؤسسةالمعارف الاسلامی، ۱۴۱۴ق.
  • شهید ثانی، زین الدین علی، حقایق الایمان، تحقیق سید مهدی رجایی، قم، مکتبة آیة اللّه العظمی مرعشی نجفی، ۱۴۰۹ق.
  • صدوق، محمد بن علی بن بابویه، عیون اخبارالرضا، تصحیح وتعلیق: حسین اعلمی، بیروت، موسسه اعلمی، بی تا.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، التبیان فی تفسیر القرآن، بیروت، دار احیاء التراث العربی، بی تا.
  • طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت، الاعلمی، ۱۳۹۳ق.
  • غزالی، محمد بن محمد، قواعد العقائد، تحقیق و تعلیق موسی محمد علی، بیروت، عالم الکتب، ۱۴۰۵ق.
  • فاضل مقداد، ارشاد الطالبین إلی نهج المسترشدین، تحقیق سید مهدی رجایی، قم، کتابخانه آیة اللّه العظمی مرعشی نجفی، ۱۴۰۵ق.
  • فاضل مقداد، اللوامع الإلهیة فی المباحث الکلامیة، تحقیق سید محمدعلی قاضی طباطبایی، قم، انتشارات دفتر تبلیغات اسلامی، ۱۳۸۰ش.
  • لاهیجی، عبد الرزاق، سرمایه ایمان، تصحیح صادق لاریجانی، تهران، الزهراء، ۱۳۶۴ش.
  • معتزلی، عبد الجبار، شرح الاصول الخمسة، تعلیق احمد بن حسین بن ابوهاشم، تحقیق عبدالکریم عثمان، قاهره، مکتبة وهبة، ۱۴۰۸ق.
  • نجفی، محمدحسن، جواهر الکلام فی شرح شرائع الاسلام، تصحیح: عباس قوچانی و علی آخوندی، بیروت، دار احیاء التراث العربی، ۱۴۰۴ق.
  • هاشمی شاهرودی، سید محمود، مؤسسه دایرة المعارف فقه اسلامی، مدخل ایمان.

بهرنۍ لینکونه