مجمع بن عبد الله عائذي

د wikishia لخوا
د امام حسین(ع) په حرم کښې د کربلا د ځینو شهیدانو قبرونه

مُجَمِّع بن عبد الله عائِذِی د امام علی(ع) له ملګرو[۱] او د کربلا له شهیدانو و.[۲] هغه له تابعینو[۳] او مَذْحِج له قبیلې و[۴] پلار یې عبدالله بن مجمع د پیغمبر(ص) له اصحابو ګڼل کیده.[۵]

د سرچینو له مخې، مجمّع له هغو څلورو کسانو څخه وه چې له کوفې څخه د طِرِمّاح بن عَدِی[۶] په لارښوونه سره د امام حسین علیه السلام په لور راغلل. [۶] او د عُذَیب الهِجانات په سیمه کښې له امام سره یو ځای شو چې کوفې ته نږدې یو منزل دی. په دې وخت کې حر بن یزید رِیاحي امام ته راغی او ورته ویې ویل چې دوی له تاسو سره نه وو، زه یې باید ونیوم او یا یې بیرته ستانه کړم؛ خو امام حسین(ع) د هغوی ملاتړ وکړ او هغوی یې خپل ملګري وبلل او حر ته یې وویل چې که له دوي لاس ونه خلي نو جنګ به ورسره وکړي. امام دغو څلورو کسانو ته وویل چې د شاته خلکو (د کوفې د خلکو) له حاله مې خبر کړئ. مجمّع وویل: اشرافو او مشرانو ته یې رشوت ورکړ او کڅوړې یې ورته ډکې کړې چې ځانته یې راواړوي. هغوي ټول ستاسو په خلاف دي. د نورو خلکو زړونه هم ستاسو سره دي خو سبا به ستا په مقابله کې تورې وهي. بیا امام حسین(ع) له هغوي د خپل پیغام رسونکي قیس بن مُسهر صداوي په هکله پوښتنه وکړه نو هغوي امام ته د هغه د شهادت خبر ورکړ.[۷] په ځینو تاریخي سرچینو کې دا قول د مجمع بن عبدالله عامري په اړه راغلی دی[۸]

د ابو مِخْنَف او محمد بن جریر طبري په وینا، مجمّع د عَمْرو بن خالِد صَیداوی او د هغه له غلام سعد او جابر بن حارث سلماني سره د جګړې په پیل کې د جګړې ډګر ته داخل شوو. خو هغوی د عمر بن سعد د لښکر لخوا محاصره شول. په دې وخت کې عباس بن علي(ع) هغوي وژغورل، سره له دې چې ډېر ژوبل شوي وو یو ځل بیا دښمن دوي ته نږدې شو او څلور واړه یې په یوه ځای ووژل.[۹] ویل شوي دي چې د مجمع عمر د شهادت پر مهال پنځوس کاله و.[۱۰]

ویل شوي دي چې مجمّع د صفین په جنګ کې هم شتون درلود.[۱۱]

په زیارت الشهدا[۱۲] او زیارت رجبیه امام حسین(ع)[۱۳] کې دې عبارت: «السَّلَامُ عَلَی مُجَمِّعِ بْنِ عَبْدِاللَّهِ الْعَائِذی» سره هغه ته سلام شوی دی. په زیارت الشهدا کې د المزار الکبیر په نقل چې ابن‌ مشهدي لیکلی دی، د هغه نامه «الْعائِدِی» ذکر شوې ده.[۱۴]

په اِبصارُ العَین کې د محمد سَماوی په نقل عائذ د مجمع زوی، له هغه څلورو کسانو څخه و چې امام حسین(ع) سره یوځای شول او د کربلا په پیښه کې د پلار[۱۵] تر څنګ شهید شو.[۱۶]

فوټ نوټ

  1. سماوی، ابصار العین، ۱۳۸۴ش، ص۱۲۹.
  2. ابن‌زبیر کوفی، تسمیة من قتل مع الحسین(ع)، ۱۴۰۶ق، ص۱۵۴؛ سماوی، ابصار العین، ۱۳۸۴ش، ص۱۲۹.
  3. سماوی، ابصار العین، ۱۳۸۴ش، ص۱۲۹.
  4. بلاذری، انساب‌الاشراف، ۱۴۱۷ق، ج۳، ص۱۷۲؛ سماوی، ابصار العین، ۱۳۸۴ش، ص۱۲۹.
  5. سماوی، ابصار العین، ۱۳۸۴ش، ص۱۲۹.
  6. بلاذری، انساب‌الاشراف، ۱۴۱۷ق، ج۳، ص۱۷۲؛ ابن‌کثیر دمشقی، البدایة و النهایة، ۱۳۹۸ق، ج۸، ص۱۷۳.
  7. وګورئ: طبری، تاریخ الطبری، دار التراث، ج۵، ص۴۰۴ و ۴۰۵؛ ابومخنف کوفی، وقعة الطف، ۱۴۱۷ق، ۱۷۳ و ۱۷۴.
  8. ابن‌اثیر، الکامل، ۱۳۸۵ق، ج۴، ص۴۹؛ ابن‌کثیر دمشقی، البدایة و النهایة، ۱۳۹۸ق، ج۸، ص۱۷۳.
  9. ابومخنف، وقعه الطف، ۱۴۱۷ق، ص۲۳۸ و ۲۳۹؛ طبری، تاریخ الطبری، دار التراث، ج۵، ص۴۴۶.
  10. سنگری، آینه داران آفتاب، ۱۳۹۰ش، ج۲، ص۷۶۹.
  11. سنگری، آینه داران آفتاب، ۱۳۹۰ش، ج۲، ص۷۶۹.
  12. سید بن طاووس، الاقبال، ۱۳۷۶ش، ج۳، ص۷۹.
  13. سید بن طاووس، الاقبال، ۱۳۷۶ش، ج۳، ص۳۴۵.
  14. ابن‌مشهدی، المزار الکبیر، ۱۴۱۹ق، ص۴۹۴.
  15. سنگری، آینه داران آفتاب، ۱۳۹۰ش، ج۲، ص۷۶۹.
  16. سماوی، ابصار العین، ۱۳۸۴ش، ص۱۳۰.

سرچينې

  • ابن‌اثیر، علی بن محمد، الکامل فی التاریخ، بیروت، دارصادر-دار بیروت، چاپ اول، ۱۳۸۵ق/۱۹۶۵م.
  • ابن‌زبیر کوفی، فضیل، تسمیة من قتل مع الحسین(ع)، تحقیق محمدرضا حسینی جلالی، قم، مؤسسه آل‌ البیت، ۱۴۰۶ق.
  • ابن‌کثیر دمشقی، اسماعیل بن عمر، البدایة و النهایة، بیروت، دارالفکر، ۱۳۹۸ق/۱۹۷۸م.
  • ابن‌مشهدی، محمد بن جعفر، المزار الکبیر، تحقیق جواد قیومی اصفهانی، قم، دفتر انتشارات اسلامی، چاپ اول، ۱۴۱۹ق.
  • ابومخنف کوفی، لوط بن یحیی، وقعة الطف، تحقیق محمدهادی یوسفی غروی، قم، جامعه مدرسین، چاپ سوم، ۱۴۱۷ق.
  • بلاذری، احمد بن یحیی، انساب الاشراف، تحقیق سهیل زکار و ریاض زرکلی، بیروت، دارالفکر، چاپ اول، ۱۴۱۷ق/۱۹۹۶م.
  • سید بن طاووس، علی بن موسی، الاقبال بالاعمال الحسنة فیما یعمل مرة فی السنة، تحقیق جواد قیومی اصفهانی، قم، دفتر تبلیغات اسلامی، چاپ اول، ۱۳۷۶ش.
  • سماوی، محمد بن طاهر، إبصار العین فی أنصار الحسین(ع)، تحقیق محمدجعفر طبسی، قم، زمزم هدایت، ۱۳۸۴ش.
  • سنگری، محمدرضا، آینه داران آفتاب: پژوهش و نگارش نو از زندگی و شهادت یاران اباعبدالله الحسین(ع)، تهران، سازمان تبلیغات اسلامی شرکت چاپ و نشر بین‌الملل، چاپ چهارم، ۱۳۹۰ش.
  • طبری، محمد بن جریر تاریخ الطبری؛ تاریخ الامم و الملوک، بیروت، دار التراث، بی‌تا.