منځپانگې ته ورتلل

مسوده:د حدید سورې ۲۳ آیت

د wikishia لخوا
د حدید سورې ۲۳ آیت
د آیت ځانګړتیا
په سورت کې موقعیتحدید سوره
د آیت شمېر۲۳
جزء۲۷
د منځپانګې معلومات
د نزول ځایمدینه


د حدید سورې ۲۳ آیت مؤمنان د ژوند د پېښو په وړاندې د روحي تعادل او انډول ساتلو ته رابولي.[۱] مفسرینو د امام علي(ع) او امام باقر(ع) د ویناوو په استناد، دغه آیت د زهد د حقیقت څرګندوونکی ګڼلی دی[۲] او د ژوند د لوړو ژورو او بېلابېلو حالاتو په وړاندې یې له افراط او تفریط څخه د ډډې کولو بلنه بللې ده.[۳] هغوی د خپل زوی ابراهیم د مړینې پر مهال د حضرت محمد(ص) خپګان ته په اشارې سره، غم او خوښي طبیعي چارې ګڼلې دي؛ خو هغه غم یې ناسم بللی چې انسان د الله تعالی له یاد او د خپلې دندې له ترسره کولو څخه راګرځوي.[۴]

لِكَيْلَا تَأْسَوْا عَلَى مَا فَاتَكُمْ وَلَا تَفْرَحُوا بِمَا آتَاكُمْ وَاللَّهُ لَا يُحِبُّ كُلَّ مُخْتَالٍ فَخُورٍ


ترڅو پر هغو څیزونو خپه نه شئ، چې له لاسه مو ورکړي دي، او پر هغو څیزونو خوشحاله نه شئ، چې الله درکړي دي؛ او الله تعالی هېڅ ځان منمی فخر کوونکی نه خوښوي.



حدید سوره، ۲۳ آیت

د اهل سنتو مفسر، ابن عاشور، د دغه آیت په استناد، افراطي خوښۍ د کبر او فخر کولو د رامنځته کېدو لامل ګڼلې دي او په دې باور دی، چې دا ډول خوښۍ د الله تعالی د رضایت وړ نه دي.[۵] د شیعه مفسر علامه طباطبایي په اند، کبر او فخر کول له هغه ځایه رامنځته کېږي، چې انسان الهي نعمتونه ځان ته منسوب کړي او هغه د خپل شایستګۍ او وړتیا پایله وګڼي.[۶]

د علامه طباطبایي له نظره، دغه آیت د مخکیني آیت پایله ده؛ ځکه په مخکیني آیت کې څرګنده شوې، چې ټولې پېښې له رامنځته کېدو مخکې د الهي تقدیر له مخې ثبت شوې دي.[۷] مکارم شیرازي هم په تفسیر نمونه کې د دغه آیت او مخکیني آیت په استناد په دې باور دی، چې د خوښۍ او غم پر مهال د تعادل ساتل هغو پېښو ته اشاره لري، چې د انسان له واک او اختیار څخه بهر رامنځته کېږي؛ لکه طبیعي آفتونه او د عزیزانو له لاسه ورکول. خو په هغو ستونزو کې، چې د انسان د ګناه یا غفلت له امله رامنځته شوې وي، باید خپل مسؤولیت ومني او د هغو د جبرانولو لپاره هڅه وکړي؛ لکه څنګه چې د شوری سورې ۳۰م آیت هم پر همدې معنا دلالت کوي.[۸] د علامه طباطبایي په اند، دغه آیت له خپلو مخکینیو او ورپسې آیتونو سره یوځای خلک انفاق، له بخل څخه ډډې کولو او له دنیا سره د زړه نه تړلو ته رابولي.[۹]

فوټ نوټ

  1. ↑ طباطبایي، المیزان، ټوک۱۹، مخ۱۶۷.
  2. ↑ مغنیه، التفسیر الکاشف، ټوک۷، مخ۲۵۴؛ مشکیني، تفسیر روان، ټوک۸، مخ۱۲۶.
  3. ↑ تسخیري او نعماني، المختصر المفيد، مخ۵۴۰.
  4. ↑ مغنیه، التفسیر الکاشف، ټوک۷، مخ۴۲۳.
  5. ↑ ابن‌عاشور، تفسیر التحریر والتنویر، ټوک۲۷، مخ۳۷۱.
  6. ↑ طباطبایي، المیزان، ټوک۱۹، مخ۱۶۸.
  7. ↑ طباطبایي، المیزان، ټوک۱۹، مخ۱۶۷.
  8. ↑ مکارم شیرازي، تفسیر نمونه، ټوک۲۳، ۳۶۲-۳۶۳ او ۳۶۷ مخونه.
  9. ↑ طباطبایي، المیزان، ټوک۱۹، مخ۱۶۸.

سرچينې

  • ابن‌عاشور، محمد طاهر، تفسیر التحریر والتنویر، بیروت، مؤسسة التاریخ العربي، لومړی چاپ، ۱۴۲۰ ق.
  • تسخیري، محمدعلي او محمد سعید نعماني، المختصر المفيد في تفسير القرآن المجيد، تهران، المجمع العالمي للتقريب بين المذاهب الاسلامیة، المعاونیة الثقافیة، ۱۴۳۱ ق.
  • طباطبایي، سید محمدحسین، المیزان في تفسیر القرآن، بیروت، مؤسسة الأعلمي للمطبوعات، دویم چاپ، ۱۳۹۰ ق.
  • مشکیني، علي، تفسیر روان، قم، مؤسسه دارالحدیث، ۱۳۹۲ ل.
  • مغنیه، محمدجواد، تفسیر الکاشف، قم، دارالکتب الإسلامیة، لومړی چاپ، ۱۴۲۴ ق.
  • مکارم شیرازي، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الکتب الإسلامیة، لسم چاپ، ۱۳۷۱ ل.