ګناه

د wikishia لخوا

گُناه، د خدای حکمونو ته سرغړونه ده، او په بل عبارت ، هغه څه کوي چې خدای یې منع کوي یا هغه څه پریږدي چې هغه یې امر کړی ده. ګناهونه په دوه کټګوریو ویشل شوي: کبیره(لوی) او صغیره (کوچني). کبیری ګناه هغه ګناه ده چې په قرآن یا په روایتونو کې مشخص شوې، یا د دې مرتکب د عذاب ژمنه کیږي. لکه د نفس وژنه، زنا، د یتیم ملکیت خوري او سود خوړل.

د مذهبي تعلیماتو پر بنسټ ځینې ګناهونه ځانګړي تاثیرات لري لکه د برکتونو له لاسه ورکول، دعزت ورکیدل او د مړی سرعت. د قرآن آیتونو له مخې، ځینې ښې کړنې به ګناهونه پاک کړي. دې ته تکفیر ویل کیږي. د ځینې روایتونو په وینا، خدای د هغه د بندگانو ګناهونه د شیانو لکه ناروغۍ او فقر له لارې له مینځه وړي. همداسې په قرآن کې ویل شوي چې که ګناه کونکۍ توبه وکړي، خدای به هغه ګناهونه وبخښي.

د شیعه‌ګانو په باور، څوارلس معصومونه او پیغمبران د ګناهونه مبرا(لیری) دي.

ټکو پیژندنه

ګناه د خدای حکمونو ته نا فرمانی کول دي.[۱] په بل عبارت، هغه څه کوي چې خدای یې منع کوي یا هغه څه پریږدي چې هغه یې امر کړی دی.[۲] دا کلمه په عربي کې د ذَنْب، معصیت، اِثم، سَیئه او خَطیئی ټکو سره مساوي ده.[۳]

ډولونه

د کبیری اوصغیری له پلوه

په ځینو اخلاقي کتابونو کې، ګناهونه په دوه دولونو، صغیري او کبري باندی ویشل شوي دی.[۴] د دې برخې ریښه قران او روایتونه ګنل کیږي. [۵] د مثال په توګه؛ د نساء سوری په ۳۱ آیت کې: « که تاسو د هغه لوی ګناهونو څخه مخنیوی وکړئ چې له دوی منع شوی یاست، موږ به ستاسو بدیو لرې کړو. »[۶] د سیدمحمد حسین طباطبایی په وینا د "بدی" موخه په آیت کې د صغیري ګناهونه ده؛ ځکه چې دا د کیبیرا ګناهونو په وراندې راغلي ده. دا آیت وايي چې ګناهونه په دوه کبیری(لوی) او صغیری(کوچنی) قسمونو ویشل شوي دي.[۷]

په عروت الوثقی کتاب کې، کبیره ګناه داسې ګناه ویل شوې چې په قران یا روایتونو کې مشخص شوې، یا مرتکب ته د جزا ژمنه وشوه، یا په قران او روایتونه یوې لویه ګناهونو پیژندل شوی ده.[۸]

د نفس وژنه، زنا، د یوې پاکې میرمنې سپکاوی، د یتیمانو مال خوړر، رباخوړر، لمونځ پریښودل، غلا کول او د خدای رحمت نهیلی شول، د لوی ګناهونو څخه دي چې په روایتونو کې ذکر شوي دي.[۹]

دګناه ویشلو د آثار له پلوه

په ځینو روایاتو کې، ګناهونه د دوی د پایلو سره سم ویشل شوي دي. د مثال په توګه، د امام سجاد(ع) په روایت کې د معانی الاخبار په کتاب، ګناهونه په څو کټګوریو ویشل شوي، چې ځینې یې په لاندې ډول دي:

د ګناه مادي او روحاني اغیزې

د امام صادق(ع) حدیث له مخې، کله چې یو څوک ګناه کوي، یو تور ځای د هغه په زړه کې رامینځته کیږي. که هغه توبه وکړي، نو هغه به پاک شي؛ مګر که هغه په خپلو ګناهونو کې اضافه کړي، نو هغه به په دې تور کې اضافه شي، تر هغه چې د هغه ټول زړه تور شي. پدې حالت کې، دا به هیڅکله بریا نه شي.[۱۱]

امام علي(ع) په حدیث کې، د قران د دې آیت پر بنسټ کوم چې « که تاسو ته ستونزه به مخ شی، د هغه شیانو له امله دی چې تاسو یې کولی شئ »،[۱۲] هغه ګناهونه په انساني ژوند کې د هر ناورین لامل ګني؛ حتی درز شول او ځمکې ته ښکته کیدل. [۱۲]

د گناه پاکولو املونه

د میزان الحکمه په کتاب کې په یو څانگه د «مُکَفِّرات ذُنوب» عنوان تر لاندی(د ګناهونو پاکونکۍ)د ګناهونو ځینې مات کونکۍ عوامل د روایتونو پربنسټ څرګند شوي. [۱۳] د دې کتاب په وینا، فقر، ناروغي، شه کړنه لرل، د مظلومانو مرسته کول، لوړ سجده او صلوات د دی لاملونه دي.[۱۴]

له ګناهونه توبه کول

په شیعه فقهي سرچینو کې، د ګناهونو توبه تل ټینګار شوی، او د دې وجوب سمدستي ګنل شوی. شیخ محمد حسن نجفي،[۱۵] سید یزدي د ګناه توبه ترټولو مهمه مسئله او د واجب ترټولو لازمي ګني. [۱۶]

د قرآن آیتونو له مخې، په ځانګړی ډول د طاها سوری ۸۲ آیت، خدای د ګناهکار توبه مني او دهغه ګناهونه یې و بښلې هر څه چې وي. [۱۷]

عصمت، د ګناه څخه د لیری کول دریځ

په مذهبي کلتور کې، عصمت هغه دریځ دی چې په کې یو څوک ګناه نه کوي. [۱۸] دا ډول سړی معصوم (بې ګناه بلل کیږي).[۱۹] د شیعه‌ګانو په وینا، معصومین د پشپر او تل پوهاوی د گناه زیانونه او هوډ ځواک لامله او په خپل ارادی ګناه نه کوي. [۲۰] شیعه‌ګان پدې باور دي چې پیغمبران، دولس امامان، او حضرت زهرا(س) د عصمت دریځ لري.[۲۱]

نور یی ولوله

فوټ نوټ

  1. قرائتی، گناه‌شناسی، ۱۳۷۷ش، ص۷.
  2. سجادی، فرهنگ معارف اسلامی، ۱۳۶۲ش، ج۲، ص۴۲۹.
  3. نگاه کنید به قرائتی، گناه‌شناسی، ۱۳۷۷ش، ص۷.
  4. دستغیب ته وګوره، گناهان کبیره، ۱۳۷۵ش، ج۱، ص۳۱؛ قرائتی، گناه‌شناسی، ۱۳۷۷ش، ص۱۳تا۱۵.
  5. قرائتی، گناه‌شناسی، ۱۳۷۷ش، ص۱۳.
  6. سوره نساء، آیه ۳۱.
  7. طباطبايي ته وګوره، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۴، ص۳۲۳.
  8. یزدی، العروةالوثقی، ۱۴۲۸ق، ج۱، ص۶۸۱.
  9. کلینی، کافی، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۲۷۶تا۲۷۸.
  10. صدوق، معانی‌الاخبار، ۱۴۰۳ق، ص۲۷۰و۲۷۱.
  11. مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۷۰، ص۳۲۷.
  12. مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۷۰، ص۳۶۲.
  13. محمدي ري‌شهري ته وګوره، میزان‌الحکمه، ۱۳۷۹ش، ج۴، ص۱۹۰۶تا۱۹۱۳.
  14. محمدي ري‌شهري ته وګوره، میزان‌الحکمه، ۱۳۷۹ش، ج۴، ص۱۹۰۶تا۱۹۱۳.
  15. جواهرالکلام، ۱۳۶۲ش، ج۳۳، ص۱۶۸.
  16. یزدي ته وګوره، عروةالوثقی، ۱۴۲۸ق، ج۱، ص۲۸۷.
  17. طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۱۴، ص۱۸۷و۱۸۸.
  18. مصباح یزدی، آموزش عقاید، ۱۳۷۸ش، ج۲، ص۳۱.
  19. مصباح یزدی، آموزش عقاید، ۱۳۷۸ش، ج۲، ص۳۱.
  20. مصباح یزدی، آموزش عقاید، ۱۳۷۸ش، ج۲، ص۳۱.
  21. مصباح یزدی، آموزش عقاید، ۱۳۷۸ش، ج۲، ص۳۰و۳۱.

سرچینې

  • صدوق، محمد‌بن‌علی، معانی‌الأخبار، تحقیق علی‌اکبر غفاری، قم، دفتر انتشارات اسلامی، چاپ اول، ۱۴۰۳ق.
  • جوادی آملی، عبدالله، تسنیم، تحقیق علی اسلامی، قم، مرکز نشر اسراء، چاپ دوم، ۱۳۸۷ش.
  • خویی سیدابوالقاسم، صراط‌النجاة، جمع‌آوری و تصحیح موسی مفیدالدین عاصی عاملی‌، قم، مکتب نشرالمنتخب‌، چاپ اول‌، ۱۴۱۶ق.
  • دستغیب، سیدعبدالحسین، قم، دفتر انتشارات اسلامی، چاپ نهم، ۱۳۷۵ش.
  • قرائتی، محسن، گناه‌شناسی، تنظیم محمد محمد اشتهاردی، تهران، مرکز فرهگنی درس‌هایی از قرآن، چاپ اول، ۱۳۷۷ش.
  • طباطبایی، سیدمحمدحسین، المیزان فی تفسیرالقرآن، قم، انتشارات اسلامی، چاپ پنجم، ۱۴۱۷ق.
  • کاشف‌الغطاء، حسن بن جعفر، انوارالفقاهه، نجف، مؤسسه کاشف‌الغطاء، چاپ اول، ۱۴۲۲ق.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تحقیق علی‌اکبر غفاری و محمد آخوندی، تهران، دارالکتب الاسلامیه، چاپ چهارم، ۱۴۰۷ق.
  • سبحانی، جعفر، بحوث فی الملل و النحل؛ دراسة موضوعیة مقارنة للمذاهب الاسلامیه، قم، مرکز مدیریت حوزه علمیه قم، چاپ اول، ۱۳۷۰ش.
  • مجلسی، محمدباقر، بحارالانوار الجامعة لدرر اخبار الائمة الاطهار، بیروت، دارالوفاء، ۱۴۰۳ق.
  • محمدی ری‌شهری، محمد، میزان‌الحکمه همراه با ترجمه فارسی، ترجمه حمیدرضا شیخی، قم، دارالحدیث، چاپ دوم، ۱۳۷۹ش.
  • مصباح یزدی، محمدتقی، آموزش عقاید، تهران، شرکت چاپ و نشر بین الملل سازمان تبلیغات اسلامی، چاپ دوم، ۱۳۷۸ش.
  • یزدی، سیدمحمدکاظم، العروة الوثقی، قم، انتشارات مدرسه امام علی‌بن‌ابی‌طالب، چاپ اول، ۱۴۲۸ق.