منځپانگې ته ورتلل

ابراهیم د رسول الله زوی

د wikishia لخوا
ابراهیم د رسول الله زوی
د ابراهیم قبر په بقیع هدیره کې
د ابراهیم قبر په بقیع هدیره کې
بښپړ نومابراهیم بن محمد
د زیږیدنې نیټهد ذی الحجې اتم قمري کال
د اوسیدو ځایمدینه
نسب/ قبیلهقریش
مشهور خپلوانحضرت محمد(ص) - ماریه قبطیه
د وفات نیټه او ځای۱۰ قمري کال
د ښخولو ځایبقیع
د شهرت لاملد پیغمبر(ص) زوی


ابراهیم (۸-۱۰ هجري) د حضرت محمد(ص) او د حضرت ماریه قبطیه زوی وو، چې د شاوخوا د ۱۸ میاشتو په عمر کې وفات شو. د هغه زیږیدنه د حضرت محمد(ص) د خوښۍ سبب شوه او د هغه لپاره یې د عقیقې مراسم ترسره کړل.

د ابراهیم د وفات په ورځ، د لمر خسوف رامنځته شو، خو حضرت محمد(ص) د دې طبیعي پدیدې او د خپل زوی د وفات ترمنځ اړیکه رد کړه. ابراهیم د بقیع په هدیره کې ښخ شو.

پیغمبر(ص) د خپل زوي په وفات وژړل او د استرجاع آیت یې تلاوت کړ. فقهاء د ابراهیم په غم کې د پیغمبر(ص) له ژړا، د مړو په غم کې د ژړا د مشروعیت لپاره د دلیل په توګه ګټه اخلي.

د ابراهیم زیږیدنه

ابراهیم د اسلام د پیغمبر او د ماریه قبطیه زوی وو[۱]، چې د ذی الحجې په میاشت کې د هجرت په اتم کال په مدینه کې زیږیدلی و.[۲] پیغمبر(ص) وفرمایل: «ما هغه د خپل پلار ابراهیم په نوم ونومول.[۳] د هغه د زیږون په اوومه ورځ يې د هغه لپاره عقیقه وکړه، سر یې وروخریل او د هغه د ویښتانو په وزن یې غریبانو ته سپین زر ورکړ.[۴]

د ابراهیم زیږیدنه د پیغمبر(ص) لپاره خوښي راوړه[۵] او جبرائیل(ع) هغه ابو ابراهیم کنیت سره خطاب وکړ.[۶] پیغمبر(ص) دا ماشوم په ظاهري څېره کې د ځان په څېر یاد کړی و.[۷]

قابله او دايي

د تاریخي سرچینو له مخې، د ابراهیم قابله سلمی(د پیغمبر وینځه) وه. د سلمی خاوند، ابو رافع، دا خبر پیغمبر(ص) ته ورساوه، او پیغمبر(ص) ورته په زیري کې یو غلام ورکړ.[۸] د هغه له زیږون وروسته، د انصارو میرمنې ابراهیم ته د شیدو ورکولو لپاره وړاندې شوې، او بالاخره پیغمبر(ص) د منذر بن زید لور، ام برده، د هغه د دايي په توګه غوره کړه.[۹]

وفات

په بقیع کې د ابراهیم د قبر ځای

د تاریخي راپورونو له مخې، ابراهیم د ربیع الاول د میاشتې په لسمه یا په پای کې د ۱۶ میاشتو په عمر وفات شو.[۱۰] په یوه بل روایت کې راغلي چې هغه د وفات په وخت کې د ۱۸ میاشتو و[۱۱] او دریم روایت کې راغلي چې هغه یو کال، لس میاشتې او اته ورځو وروسته مړ شو.[۱۲]

د تاریخي لمر خسوف په اړه د ناسا د ویب پاڼې له مخې، هغه لمر خسوف چې د ابراهیم له مړینې سره سمون خوري، د جنوري په ۲۷، ۶۳۲ میلادي کال کې ثبت شوی، چې د شوال ۲۵، ۱۰ هجري کال سره سمون لري.[۱۳]

ابراهیم د عثمان بن مظعون (وفات ۲ هجري) د قبر تر څنګ په بقیع کې ښخ شو.[۱۴] پیغمبر(ص) د هغه د قبر پر سر یوه ډبره کېښوده او د هغه په قبر یې اوبه وشیندلې.[۱۵]

د ابن ‌شهر آشوب روایت

د ابن شهر اشوب په یوه روایت کې چې په مناقب کې له ابن عباس څخه روایت شوی دی، راغلي دي چې یوه ورځ پیغمبر(ص) خپل زوی ابراهیم او لمسی حسین(ع) په غیږ کې نیولي وو، چې جبرائیل(ع) پرې نازل شو او الهي پیغام یې ورسوه: «خدای درته سلام وايي او فرمايي: تاسو دا دواړه سره نه شئ جمع کولې؛ یو له بله قربان کړئ.» پیغمبر(ص) امام حسین(ع) غوره کړ او د دې انتخاب دلیل یې په لاندې ډول بیان کړ: «ما د ابراهیم پر مرګ خپله نارضایتي د حسین پر مرګ د فاطمې او علي پر ناراضګۍ غوره کړه.» د دې روایت له مخې، ابراهیم له دې پیښې درې ورځې وروسته وفات شو.[۱۶]

د ابراهیم پر وفات باندې د پیغمبر(ص) غبرګون

د ابراهیم(ع) له مړینې وروسته، پیغمبر(ص) په ډېر غم سره وژړل او ویې فرمایل: «سترګې ژاړي او زړه غمجن کیږي، خو داسې څه نه وايو چې خدای جل جلاله ورسره په غوسه شي.»[۱۷] همدارنګ په یوه بل روایت کې دا هم راغلي دي چې پیغمبر(ص) د غره په لور ودرېد او په ژور خفګان سره یې وفرمایل:

«ای غره! که هغه څه چې پر ما راغلي که پر تا راغلي وې، نو ته به یې ټوټې ټوټې کړې وې. خو موږ لکه څنګه چې خدای امر کړی دی، وايو: إنّا لِلهِ وَ إنّا اِلَیْهِ راجِعونَ وَ الْحَمدُ لِلهِ رَبِّ الْعالَمینَ[۱۸]

د پیغمبر غبرګون د سوګواري د جواز لپاره دلیل

فقها د ابراهیم په مړینې پیغمبر(ص) ژړاد په مړو باندې د ژړا کولو لپاره د جواز په توګه راوړي. د صاحب جواهر (وفات ۱۲۶۶ هجري) په وینا، ډیر روایتونه تاییدوي چې د مړو لپاره ژړا کول او نوحې ویل جائز دي؛ په شمول د هغو روایتونو چې د پيغمبر(ص) د خپل زوي ابراهیم د مړینې په اړه د ژړا یادونه کوي.[۱۹]

د ابراهیم د وفات په ورځ کسوف

په هغه ورځ چې ابراهیم وفات شو، لمر خسوف وشو(یعنی تندر ونیوه)، او ځینو خلکو دا پدیده د ابراهیم مړینې سره منسوب کړه. پیغمبر(ص) دا عقیده رد کړه او ویې فرمایل: «لمر او سپوږمۍ دوه الهي نښې دي او دوي د هیڅ انسان په ژوند یا مرګ باندې تندر نه نیسي.»[۲۰] د مرتضی مطهري په وینا، پیغمبر(ص) نه غوښتل چې د خلکو له ناپوهۍ څخه د خپلو اهدافو د پرمختګ لپاره کار واخلي، بلکې غوښتل یې چې د دوی د پوهاوي او بصیرت په لوړولو سره د خلکو د علم او پوهې لارې ته لارښوونه وکړي.[۲۱]

د پیغمبر(ص) د زوي ابراهیم زیارت نامه

د ابراهیم زیارت کول د هغه زیارت نامې د لوستلو په منعا دي چې په مفاتیح الجنان کتاب کې روایت شوې ده.[۲۲] د دې زیارت متن په لاندې ډول دی:

«السَّلامُ عَلی رَسُولِ اللَّهِ، السَّلامُ عَلی نَبِیِّ اللَّهِ، السَّلامُ عَلی حَبِیبِ اللَّهِ، السَّلامُ عَلی صَفِیِّ اللَّهِ، السَّلامُ عَلی نَجِیِّ اللَّهِ، السَّلامُ عَلی مُحَمَّدِ بْنِ عَبْدِاللَّهِ، سَیّدِ الْانْبِیاءِ وَخاتَمِ الْمُرْسَلِینَ، وَخِیَرَهِ اللَّهِ مِنْ خَلْقِهِ فِی ارْضِهِ وَسَماءِهِ، السَّلامُ عَلی جَمِیعِ انْبِیاءِهِ وَرُسُلِهِ، السَّلامُ عَلَی الشُّهَداءِ وَالسُّعَداءِ وَالصَّالِحِینَ، السَّلامُ عَلَیْنا وَعَلی عِبادِاللَّهِ الصَّالِحِینَ، السَّلامُ عَلَیْکَ ایَّتُهَا الرُّوحُ الزَّاکِیَهُ، السَّلامُ عَلَیْکَ ایَّتُهَا النَّفْسُ الشَّرِیفَهُ، السَّلامُ عَلَیْکَ ایَّتُهَا السُّلالَهُ الطَّاهِرَهُ، السَّلامُ عَلَیْکَ ایَّتُهَا النَّسَمَهُ الزَّاکِیَهُ، السَّلامُ عَلَیْکَ یَابْنَ خَیْرِ الْوَری، السَّلامُ عَلَیْکَ یَابْنَ النَّبِیّ الْمُجْتَبی، السَّلامُ عَلَیْکَ یَابْنَ الْمَبْعُوثِ الی کافَّهِ الْوَری، السَّلامُ عَلَیْکَ یَابْنَ الْبَشِیرِ النَّذِیرِ، السَّلامُ عَلَیْکَ یَابْنَ السِّراجِ الْمُنِیرِ، السَّلامُ عَلَیْکَ یَابْنَ الْمُؤَیَّدِ بِالْقُرْآنِ، السَّلامُ عَلَیْکَ یَابْنَ الْمُرْسَلِ الَی الْإِنْسِ وَالْجانِّ، السَّلامُ عَلَیْکَ یَابْنَ صاحِبِ الرَّایَهِ وَالْعَلامَهِ، السَّلامُ عَلَیْکَ یَابْنَ الشَّفِیعِ یَوْمَ الْقِیمَهِ، السَّلامُ عَلَیْکَ یَابْنَ مَنْ حَباهُ اللَّهُ بِالْکَرامَهِ، السَّلامُ عَلَیْکَ وَرَحْمَهُ اللَّهِ وبَرَکاتُهُ، اشْهَدُ انَّکَ قَد اخْتارَ اللَّهُ لَکَ دارَ انْعامِهِ قَبْلَ انْ یَکْتُبَ عَلَیْکَ احْکامَهُ، اوْ یُکَلّفَکَ حَلالَهُ وَحَرامَهُ، فَنَقَلَکَ الَیْهِ طَیّباً زاکِیاً مَرْضِیّاً طاهِراً مِنْ کُلِّ نَجَسٍ، مُقَدَّساً مِنْ کُلِّ دَنَسٍ، وَبَوَّأَکَ جَنَّهَ الْمَأْوی، وَرَفَعَکَ الَی الدَّرَجاتِ الْعُلی، وَصَلَّی اللَّهُ عَلَیْکَ صَلاهً تَقَرُّ بِها عَیْنُ رَسُولِهِ، وَتُبَلّغُهُ اکْبَرَ مَأْمُولِهِ، اللَّهُمَّ اجْعَلْ افْضَلَ صَلَواتِکَ وَازْکیها، وَانْمی بَرَکاتِکَ وَاوْفیها، عَلی رَسُولِکَ وَنَبِیِّکَ وَخِیَرَتِکَ مِنْ خَلْقِکَ، مُحَمَّدٍ خاتَمِ النَّبِیّینَ، وَعَلی مَنْ نَسَلَ مِنْ اوْلادِهِ الطَّیّبِینَ، وَعَلی مَنْ خَلَّفَ مِنْ عِتْرَتِهِ الطَّاهِرِینَ، بِرَحْمَتِکَ یا ارْحَمَ الرَّاحِمِینَ، اللَّهُمَّ انّی اسْئَلُکَ بِحَقِّ مُحَمَّدٍصَفِیِّکَ، وَابْراهِیمَ نَجْلِ نَبِیِّکَ انْ تَجْعَلَ سَعْیِی بِهِمْ مَشْکُوراً، وَذَنْبِی بِهِمْ مَغْفُوراً، وَحَیاتِی بِهِمْ سَعِیدَهً، وَعاقِبَتِی بِهِمْ حَمِیدَهً، وَحَوائِجِی بِهِمْ مَقْضِیَّهً، وَافْعالِی بِهِمْ مَرْضِیَّهً، وَامُورِی بِهِمْ مَسْعُودَهً، وَشُؤُونِی بِهِمْ مَحْمُودَهً، اللَّهُمَّ وَاحْسِنْ لِیَ التَّوْفِیقَ، وَنَفِّسْ عَنّی کُلَّ هَمٍّ وَضِیقٍ، اللَّهُمَّ جَنِّبْنِی عِقابَکَ، وَامْنَحْنِی ثَوابَکَ، وَاسْکِنّی جِنانَکَ، وَارْزُقْنِی رِضْوانَکَ وَامانَکَ، وَاشْرِکْ لِی فِیصالِحِ دُعائِی والِدَیَّ وَوُلْدِی وَجَمِیعَ الْمُؤْمِنِینَ وَالْمُؤْمِناتِ، الْاحْیاءَ مِنْهُمْ وَالْامْواتَ، انَّکَ وَلِیُّ الْباقِیاتِ الصَّالِحاتِ، آمِینَ رَبَّ الْعالَمِینَ.»[۲۳]

{{{1}}}


اړونده څیړنې

فوټ نوټ

  1. ابن‌سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۸ق، ج۱، ص۲۰۰.
  2. آیتی، چکیده تاریخ پیامبر اسلام، ۱۳۷۸ش، ص۲۱۵.
  3. ابن‌سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۸ق، ج۱، ص۱۰۸.
  4. ابن‌سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۸ق، ج۱، ص۱۰۷.
  5. بلاذری، انساب الاشراف، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۴۵۰.
  6. بلاذری، انساب الاشراف، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۴۵۰.
  7. بلاذری، انساب الاشراف، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۴۵۰.
  8. ابن‌سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۸ق، ج۱، ص۱۰۷؛ ج۸، ص۲۱۲.
  9. ابن‌سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۸ق، ج۱، ص۱۰۸.
  10. ابن‌سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۸ق، ج۱، ص۱۱۵؛ بلاذری، انساب الاشراف، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۴۵۱.
  11. ابن‌سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۸ق، ج۱، ص۱۱۴؛ بلاذری، انساب الاشراف، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۴۵۰.
  12. ابن‌سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۸ق، ج۱، ص۱۱۵؛ بلاذری، انساب الاشراف، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۴۵۱.
  13. «Solar Eclipses of Historical Interest»، سایت ناسا.
  14. ابن‌سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۸ق، ج۱، ص۱۱۵؛ بلاذری، انساب الاشراف، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۴۵۱.
  15. ابن‌سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۸ق، ج۱، ص۱۱۵؛ بلاذری، انساب الاشراف، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۴۵۱.
  16. ابن‌شهرآشوب، المناقب، ۱۳۷۹ق، ج۴، ص۸۱.
  17. مجلسی، بحار الأنوار، ۱۳۶۳ش، ج۷۹، ص۹۱؛ ابن‌سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۸ق، ج۱، ص۱۱۴.
  18. بلاذری، انساب الاشراف، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۴۵۲.
  19. نجفی، جواهرالکلام، ۱۴۰۴ق، ج۴، ص۲۶۴-۲۶۵.
  20. بلاذری، انساب الاشراف، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۴۵۲؛ مجلسی، بحارالأنوار، ۱۳۶۳ش، ج۷۹، ص۹۱.
  21. مطهری، مجموعه آثار شهید مطهری، ۱۳۹۰شُ ج١۶، ص١٠٩.
  22. قمی، مفاتیح الجنان، ۱۳۸۶ش، ص۴۵۵-۴۵۷.
  23. در طواف دل، ص۶۲-۶۶.

سرچينې

  • آیتی، محمدابراهیم، چکیده تاریخ پیامبر اسلام، مشهد، بنياد پژوهشهای اسلامی آستان قدس رضوی، ۱۳۷۸ش.
  • ابن‌سعد، الطبقات الکبری، بیروت،‌ دارالکتب العلمیة، چاپ دوم، ۱۴۱۸ق.
  • ابن‌شهرآشوب، محمد بن علی، المناقب، قم، نشر علامه، ۱۳۷۹ق.
  • بلاذری، احمد بن یحیی، أنساب الأشراف، بیروت،‌ دار الفکر، چاپ اول، ۱۴۱۷ق.
  • در طواف دل، مرکز تحقیقات حج، نشر مشعر.
  • قمی، عباس، مفاتیح الجنان، ۱۳۸۶ش، تهران، مشعر.
  • مجلسی، محمدباقر، بحارالأنوار، تهران، انتشارات اسلامیة، چاپ دوم، ۱۳۶۳ش.
  • مطهری، مرتضی، مجموعه آثار استاد شهید مطهری، تهران و قم، انتشارات صدرا، ۱۳۹۰ش.
  • نجفی، محمدحسن، جواهر الکلام فی شرح شرائع الاسلام، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، چاپ هفتم، ۱۴۰۴ق.
  • «Solar Eclipses of Historical Interest»، سایت ناسا، تاریخ بازدید: ۲ مهر ۱۳۰۴ش.