ها علي بشر کیف بشر

د wikishia لخوا
"ها علي بشر کیف بشر" خطاطی. د مصطفی عابدیني لخوا

ها علیٌّ بَشَرٌ کَیْفَ بَشَر (علی انسان دی خو عجب انسان) په عربۍ ژبه د امام علي(ع) په مدحه کې د ویل شوې مدحیه یا غدیریه قصیدې یوه مصرعه ده. د دغه قصیدې شاعر د دیارلسمې قمري پېړۍ شاعر او غدیریه ویونکی ملا مهر علي تبریزي خویي دی او د هغه مشهورتیا هم د همدې قصیدې له امله ده. هغه په فارسۍ ژبه یوه اتلس بیتي قصیده او د پېغمبر اکرم(ص) په منقبت کې هم لري.

دا قصیده چې له شلو تر څلویښتو بیتونه لري او په ۱۲۱۶-۱۲۴۰ کلونو کې ویل شوې، د میرزا محمد رضا بصیرت له خوا په منظوم ډول ژباړل شوې ده. همداراز دا شعر د شیعه ویناوالو او شاعرانو د پام وړ پاتې او د هغې په مصرع یا بیتونو باندې څو څو شعرونه له هغې سره هم وزنه او هم قافیه ویل شوې دي.

قصیده مدحیه یا غدیریه

«ها علی بشر کیف بشر» قصیده چي په قصیده مدحیه یا غدیریه،[۱] هم مشهوره ده په عربۍ ژبه یوه قصیده ده چې ملا مهر علي تبریزي خویي د امام علي(ع) په مدحه کې ویلې ده.[۲]

ویل شوي چې دا قصیده چې له شلو تر څلویښتو بیتونه لري، په ۱۲۱۶-۱۲۴۰ق کلونو کي ویل شوي ده.[۳] فرهاد میرزا چې د ملا مهر علي هممهاله و، په زنبیل کتاب کې دغه قصیده په ۲۹ بیتونو کې نقل کړې ده.[۴]

«ها علی بشر کیف بشر»،قصیدې ته د شیعه شاعرانو او ویناوالو پام اوړېدلی او د دې په وزن او قافیې سره د دې له یوې مصرعې او بیته څخه په طرحه اخستلو (تخمیس) سره څو څو شعرونه ویل شوي دي.[۵] همداراز دا قصیده د میرزا محمد رضا بصیرت شیرازي له خوا په منظوم ډول او په هماغه وزن او قافیه په څلویشتو بیتونو کې په فارسۍ ژباړل شوې ده.[۶]

شاعر

اصلي مقاله: مهر علي تبریزي

ملامهرعلی تبریزی خویی (۱۱۸۲-۱۲۶۲ق) چې په فَدَوی،متخلص دی د دریارلسمې قمري پېړۍ شاعر او غدیریه ویونکی دی چې په دریو ژبو ترکۍ، فارسۍ او عربۍ یې شعر وایه.[۷] هغه عارف، حکیم، عالم او د خپلې زمانې په دودو علومو پوه کس ګڼل شوی دی.[۸] د ملا مهر علي زیاتره شهرت د همدې قصیدې له امله دی.[۹] او هغه په فارسۍ ژبه په اتلسو بیتونو او د پیغمبر اکرم(ص) په منقبت کې هم یوه قصیده لري.[۱۰]

په خوب کې د پېغمبر(ص) لیدل

په ولایتنامه غدیریه کتاب کې له ملا علي واعظ خیاباني څخه چې د علمای معاصرین کتاب لیکوال دی نقل شوي چې ملا مهر علي د «ها علي کیف بشر» قصیدې له ویلو وروسته پېغمبر(ص) په خوب ولید چې امام علي(ع) یې هم په څنګ کې و[۱۱] پېغمبر(ص) ملا مهر علي ته وفرمایل: « هغه مدیحه چې زما د تره زوی په مدحه کې دې ویلې، ووایه» او د لومړۍ مصرعې له ختمېدو وروسته پېغمبر(ص) وفرمایل:«کیف بشر، کیف بشر، کیف بشر.»[۱۲]

متن او ترجمه

غدیریه قصیده

متن ژباړه
ها علیٌّ بشرٌ کیفَ بشر *** ربُّه فیه تَجَلّى وظَهَر

هو وَالمَبْدَأُ شمسٌ و ضیاء *** هو والوَاجِبُ نورٌ وقَمَر


مَا هو اللهُ ولکنْ مَثَلا *** مَعَه اللهُ کَنارٍ وحَجَر


اُذُنُ اللهِ وعَیْنُ الباری *** یا له صاحبُ سَمْعٍ وبَصَر


علةُ الکَونِ ولَولاهُ لما *** کانَ للعالَمِ عَیْنٌ وأَثَر


ولَهُ اُبْدِعَ ما تَعْقِلُهُ‌ *** مِن عُقولٍ ونُفُوسٍ وصُوَر


مَظْهَرُ الواجِبِ یا لَلْمُمْکِن *** صُورةُ الجاعِلِ یا لَلمظهَر


جنسُ الاَجْناسِ علیٌّ وبَنُوه *** نوعُ الانْواعِ إلَی الحادی عَشَر


فلکٌ فى فلکٍ فیه نُجُوم *** صَدفٌ فى صدفٍ فیه دُرَر


کلُّ مَن ماتَ و لَمْ یَعْرِفْه *** مَوتُهُ موتُ حِمارٍ وبَقَر


هو فی الکُلِّ إمامُ الکُلّ *** [من ابوبکر ومن کان عمر]


لَیسَ مَن أذْنَبَ یَوماً بِإمام *** کَیْفَ مَن أشْرَکَ دَهْراً وکَفَر


قَوسُهُ قَوسُ نزولٍ وعُرُوج *** سَهْمُهُ سَهمُ قَضاءٍ وقَدَر


مَا رَمَى رَمْیَةً إلّا وَکَفى *** ما غَزَا غَزْوَةً إلا وَظَفَر


أغْمَدَ السَّیْفَ مَتى قابَلَه *** کُلّ مَن جَرَّدَ سَیْفاً وَشَهَر


حُبُّه مَبْدَأ خُلْدٍ و نِعیم ***‌ بُغْضُه مَنْشأ نارٍ وسَقَر


خَصْمُه بَغَّضَهُ اللهُ ولو *** حَمَدَ اللهَ وأثْنَى وشَکَر


خِلُّه بَشَّرَهُ الله ولو *** [شرب الخمر وغنّى وفَجَر]


وهو النُّورُ وأمّا الشُّرَکاء *** فَظُلامٌ ودُخانٌ وشَرَر


مَن له صاحبةٌ کّالزَّهراء *** أو سَلیلٌ کشُبیر وشَبر


مَن کمَن هَلَّلَ فی مَهْد صَبی *** أو کمَن کَبَّر فی عَهدِ صِغَر


عنه دیوانُ عُلومٍ و حِکَم *** فیه طُومار عِظاةٍ و عِبَر


بو تُرابٍ و کُنُوزُ العالَم *** عنده نَحْوَ ترابٍ ومَدَر


ظَلَّ ما عَاشَ بجُوعٍ و صِیام *** باتَ ما حَیَّ بِدَمْعٍ وسَهَر


کُلَّما أحْزَنَهُ الدَّهرُ سَلا *** أینما اسْتَضْعَفه القومُ صَبَر


ناقةُ الله فیا شِقْوةُ مَن *** ما رَعاها فَتَعاطَی وعَقَر


أیُّهَا الخَصْمُ تَذَکّر سَنَداً *** مَتْنُه صَحَّ بِنَصٍّ وخَبَر


إذ أتى أحْمدُ فى خُمّ غدیر *** بِعَلىٍّ و عَلى الرَّحَل نَبَر


قال مَنْ کُنْتُ أنا مولاهُ *** فعلىٌّ له مَولا ومَفَرّ


قبلَ تعیینِ وصىٍّ ووَزیر *** مَن رأی فاتَ نبىٌّ وهَجَر


آیةُ الله و مَن یَجْحَدُ مَن *** خَصَّه الله بِآىٍ و سُوَر


مَن أتى فیه نُصوصٌ بِخُصوص *** هَلْ بِإجْماعِ عوامٍ یُنْکَر


أسَدُ الله إذا صالَ و صاحَ *** أبو الأیْتام إذا جادَ و بَرّ


وُدُّه أوْجَبُ ما فِى القرآن *** أوجَبَ اللهُ علینا و أَمَر


مُدَّعى حُبِّ علىٍّ و عِداه *** مِثلَ مَن أنْکَرَ حَقّاً و أَقَرّ


یا علی عَبدُکَ یَغدُو یَروح *** مِن مَعاصیه بخوفٍ و خَطَر


أتْلَفَ العُمرَ وَحیداً و حَصُور *** دَقَّهُ الدهرُ بشیبٍ و کِبَر


طالَ ما یأمُلُ منک نظرا *** هَل أتی مُرتَقِبٌ مِنْک نَظَر


لِذَراریکَ صلوةٌ و سَلام *** شارِقُ العالَمِ ما لاحَ و ذَرّ


لِحُماکَ نَفَحاتُ البَرَکات *** کُلَّما جاءَ نسیمٌ بِسَحَر.[۱۳]

علی راغی بشر، عجب بشر×××× چې د خپل رب تجلی ده او مظهر

علي خدای دي لکه لمر لکه رڼا دي ××× علي حق لکه رڼا لکه قمر


خدای یي مه ګڼه بې شکه چې بنده دی×××× خو یې مل خدای لکه کاڼی د آذر


دی علی سترګې غوږونه د پاک رب ××× ای عجب چې حق یې دی سمع و بصر


دواړه کونه یې دهغه په حق پېدا کړل ××× کنه نه به و د خلق نښه اثر


دا چي هر څه دې راځي په عقل و هوش کې××× شو هغه لره عقول او هم صوَر


دی ممکن خو شو واجب لره مظهر ××× حق صورت لره بېلګه شو او مظهر


د علی او د اولاد جنس و اجناس یې ××× نوع الانواع یې تر یوولسو په شمَر(شمېر)


په فلک کې یو فلک د ستورو ډک ××× په صدف کې بل صدف ډک له ګوهر


له دنیا چي بي شناخت د علی لاړل ××× دغه مړینه یې ده د غواو او د خر


چي د هر دور امام امام علي دی××× نو بیا څوک دي ابوبکر او عمر


د یوې ورځې ګناه چې روا نه وي ××× څنګ امام به شي د ټول عمر کافر


د نزول او د صعود لینده د هغه ده ××× هم یې غشی دی قضا او هم قدر


په هر غشي یې دښمن راپرزولی ××× په هر جنګ کې یې موندلی دی ظفر


د هغه مخکې یې توره کړه نیام ته ××× چې هر څوک و مېړنی او معتبر


مینه وال به یې و ټول درومي جنت ته ××× د دښمن لاره یې اور ده او سقر


د علي دښمن بې شکه چې مبغوض دی××× که هر څو حمد و ثنا کړي د داور


و دوستانو ته یې زیری دی له خدایه ××× که وي ډوب شراب غنا او په فجر [یادداشت ۱]


دی علی لکه رڼا خو مدعیان یې ××× دي لوګي دي تاریکي او دي شرر


د زهرا په شان همسر لري ای وروره ××× دوه ګلان لري شبیر او بل شبر


په زانګو کې چې تهلیل وایي هغه دی ××× او تکبیر په وړوکوالي په صغر


د علمونو حکمتونو لوی دیوان دی ××× دي پراته پکې پندونه هم عِبَر


بوتراب دی او ګنجونه د جهان ××× ورته پست دي لکه خاورې د کنډر


په روژو باندې یې تېر شولو ټول عمر ××× په ژړا کې و له شپې نه تر سحر


په غمو د زمانې کې وه بې غمه ××× زغم یې وکړلو چې شولو بې یاور


لکه اوښه چې د حق یې کړه شهیده ××× ډېر ظالم و چې یې ونه کړه حذر


ای منکره عالمونه کړه خبر ته ××× دی کره خبر په اهل د خبر


محمد چي کله ستون شولو غدیر ته××× له علي سره شو بره په منبر


ویل یي خلکه چې د چا یمه مولا زه××× دی امام او هم مولا د هغه حیدر


بې وصي چې وي له دې جهانه تللی ××× چا لیدلی نه دی داسې پېغمبر


د الله د دې ایت به څوک منکر شي ×××چي تعریف یي په ایاتو په سُوَر


چي نصونه پرې راغلي هغه څنګه××× د عوامو یوه ډله یې کړي منکر


وه زمری د خدای په رزم په حمله کې ×××× لکه پلار و په یتیمو په کرم


چي قرآن کې نازل شوې په مخلوق دي ××× خدای یې مینه تر هغو کړه واجبتر


چي په مینه یې دي مست رښتیا مومن دی ××× دښمنۍ ته ملا تړلي یې دي کافر


ستا رښتني غلامان د شپې او ورځې ×××× د ګناه له وېرې تل وي په خطر


عمر تېر یې بې همسره او بې سیال شو××× ټیې هسکې ورښودلې دي دهَر


د امید سترګې یې تاته دي نیولې ×××× چې پرې وشي ستا د سترګو یو نظر


دوردونه یې تل تر تله وي په آل ×××× له ختیځه چې راوخیږي لمر


په مئینو دې همېش وي برکتونه ××× چې تر څو شمال الوزي د سحر.[۱۴]

فوټ نوټ

  1. ملازاده، «تبریری خویی، ملامهرعلی»، ص۴۲۶.
  2. مجاهدی، سیری در قلمرو شعر نبوی، ۱۳۸۷ش، ص۶۹۸؛ ملازاده، «تبریری خویی، ملامهرعلی»، ص۴۲۵ و ۴۲۶.
  3. فدوی خویی، ولایت‌نامه (غدیریه)، ۱۳۷۶ش، ص۲۸ و۲۹؛ ملازاده، «تبریری خویی، ملامهرعلی»، ص۴۲۶.
  4. فرهاد میرزا، زنبیل، ۱۳۶۷ش، ص۷۰-۷۲.
  5. ملازاده، «تبریری خویی، ملامهرعلی»، ص۴۲۶؛ فدوی خویی، ولایت‌نامه (غدیریه)، ۱۳۷۶ش، ص۲۸. برای آگاهی از اشعار نگاه کنید به: فدوی خویی، ولایت‌نامه (غدیریه)، ۱۳۷۶ش، ص۳۷-۶۱.
  6. فدوی خویی، ولایت‌نامه (غدیریه)، ۱۳۷۶ش، ص۲۷؛ ملازاده، «تبریری خویی، ملامهرعلی»، ص۴۲۶.
  7. فرهاد میرزا، زنبیل، ۱۳۶۷ش، ص۷۰؛ مجاهدی، سیری در قلمرو شعر نبوی، ۱۳۸۷ش، ص۶۹۸؛ ملازاده، «تبریری خویی، ملامهرعلی»، ص۴۲۵ و ۴۲۶.
  8. مجاهدی، سیری در قلمرو شعر نبوی، ۱۳۸۷ش، ص۶۹۸.
  9. مجاهدی، سیری در قلمرو شعر نبوی، ۱۳۸۷ش، ص۶۹۸؛ ملازاده، «تبریری خویی، ملامهرعلی»، ص۴۲۶.
  10. ملازاده، «تبریری خویی، ملامهرعلی»، ص۴۲۵ و ۴۲۶؛ مجاهدی، سیری در قلمرو شعر نبوی، ۱۳۸۷ش، ص۶۹۸-۷۰۰.
  11. فدوی خویی، ولایت‌نامه (غدیریه)، ۱۳۷۶ش، ص۲۷ و ۲۸.
  12. فدوی خویی، ولایت‌نامه (غدیریه)، ۱۳۷۶ش، ص۲۷ و ۲۸.
  13. فدوی خویی، ولایت‌نامه (غدیریه)، ۱۳۷۶ش، ص۳۱-۳۶.
  14. په پښتو ژبه کې د شعر په بڼه ژباړونکی، عبدالرحیم درانی.

سرچينې

  • فدوی خویی، ملامهرعلی، ولایت‌نامه (غدیریه)، تحقیق و تنظیم علی صدرایی خویی، قم، انصاریان، چاپ اول، ۱۳۷۶ش.
  • فرهاد میرزا، معتمدالدوله، زنبیل، تهران، پدیده، چاپ دوم، ۱۳۶۷ش.
  • مجاهدی، محمدعلی، سیری در قلمرو شعر نبوی، قم، مجمع جهانی اهل بیت(ع)، چاپ اول، ۱۳۸۷ش.
  • ملازاده، محمدهانی، «تبریری خویی، ملامهرعلی»، در دانشنامه جهان اسلام، ج۶، تهران، بنیاد دایرة المعارف اسلامی، چاپ دوم، ۱۳۸۸ش.