د امام علي(ع) فضائل

د wikishia لخوا
د امام علي(ع) حرم

د امام علي(ع) فضیلتونه، د امام علي(ع) صفات او ځانګړتیاوې، د شیعه لومړی امام چې د قرآن په آیتونو، احادیثو او تاریخی واقعاتو کښې یې ذکر شوی دی. له پېغمبراکرم(ص) څخه روايت دى چې د امام علي(ع) فضائل د شمېرلو وړ نه دي او د نورو روايتونو پر بنسټ چې له پیغمبره راغلي دي هغه د فضائل بيانول، ليکل، کتل او اورېدل یو ډول عبادت دی او د ګناهونو د بخښلو سبب ګرځي.

د امام علي(ع) فضیلتونه په دوه ډوله دي: د اهل بيتو(ع) له نورو غړو سره شریک او خاص فضيلتونه، د ولایت آیت، د شِراء آیت، د انفاق آیت، د غدیر حدیث، د طیر مشوی حدیث (د سرې کړې مرغې حدیث)، د منزلت حدیث او ګوتۍ بخښل ، هغه د حضرت له خصوصي ځانګړتیاو ګڼل کیږي. د تطهیر آيت، د اهل ذکر آيت، د مودت آيت او د ثقلینو حدیث هم له نورو اهل بيتو(ع) سره د هغه له مشترکو فضيلتونو شمېرل کېږي.

د بني اميه په زمانه کې د امام علي(ع) د فضائل د خپرېدو مخه ونيول شوه. په دې موده کې، هغه کسان چې د هغه فضائل به یې بیانولې وژل کیدل یا بندیان کیدل. دغه راز د معاويه په حکم هغه کسان چې د دريو خليفه ګانو لپاره يې د امام علي(ع) د فضيلتونو په مقابله کې فضیلتونه جعل کول هغوي به ډالۍ ورکول کیدې. ځينو لکه ابن تيميه د سلفيانو مشر او د هغه شاګردانو، ابن کثير دمشقی او ابن قيم جوزي، د امام علي(ع) د فضائلو په اړه يو شمېر آيتونه او حدیثونو مخدوش او جعلي ګڼلي دي.

که څه هم د امام علي(ع) د فضائلو د خپریدو د مخنیوی لپاره د مخالفانو له ډېرې هلې ځلې شوي خو بیا هم په شیعه او سنی کتابونو کښې د علی ابن ابی طالب(ع) ډېر فضیلتونه نقل شوي دي او د دواړو مذهبونو عالمانو د هغه د فضیلتونو په اړه مستقل کتابونه لیکلي دي. د هغو له جملې څخه د ابن حنبل فضائل امیرالمؤمنین، د نسائی خصائص امیرالمومنین او د ابن بطریق عُمْدَةُ عُیونِ صِحاحِ الاخبار فی مَناقبِ إمامِ الاَبرار کتابونه شامل دي.

ماهیت، اهمیت او دسته بندی

د فضیلت مطلب هغه صفات او ځانګړتیاوې دي چې د یو فرد یا ډلې د نورو په پرتله د برترۍ لامل کیږي؛[۱] له همدې امله «د امام علي(ع) فضائل» د شيعو د لومړي امام حضرت علي(ع) د صفاتو او ځانګړتياوو مجموعه ده چې په آیتونو او حديثونو او تاريخي نقلونو کې ورته اشاره شوې ده او په نورو باندې د هغه د فضيلت او لوړاوي سبب ګرځي. د شيعو په کلامي کتابونو کې د علي(ع) فضائل د خلافت لپاره د هغه د امامت او برتري د ثابتولو لپاره هم کارول شوي دي[۲] له پیغمبر(ص) څخه روایت دی. چې د علی فضیلتونه دومره زيات دي چې شمېرل يې نه شي کيداى.[۳] د بېلګې په توګه د حنبلي مذهب له بنسټ اېښودونکي احمد بن حنبل څخه روایت شوی دی چې دومره څه چې علي بن ابي طالب ته ورکړل شوي دي له صحابه څخه د یو کس لپاره هم نه دي روایت شوي.[۴]

د امام علي(ع) فضائل په دوو برخو ویشل شوي دي:

  1. د علي(ع) خاص فضیلتونه یا د هغوي ځانګړتياوې: دا هغه فضیلتونه دي چې له هغه سره خاص دي، لکه د شپې د رسول الله(ص) په بستره کې د هغه ويده کېدل چې لیلة المبیت ورته ویلی کیږي او په دې اړه د شراء آيت نازلېدل.
  2. عام فضیلتونه: هغه فضیلتونه چې پنجتن یا نور معصومین یې هم لري، لکه د ثقلین حدیث چې نور اهل بیت هم پکې شامل دي او د کسا حدیث چې د پنجتن سره ځانګړی شوی دی.

له ابن شازان قمى څخه د رسول الله(ص) د روايت پر بنسټ وايي چوک چې د امام علي(ع) فضيلت وليكى، تر څو چې ليكنه يې موجوده وي، ملائكې به ورته بخښنه وغواړي. همدارنګه څوک چې د هغه یو فضیلت واوري، هغه ګناهونه چې په غوږونو يې کړي وي بخښل کیږي او څوک چې د هغه کوم فضیلت وګوري، نو هغه ګناهونه چې په سترګو يې کړي وي بخښل کيږي.[۵]

قرآنی فضیلتونه

قرآنی فضيلتونه د قرآن هغه آيتونه دي چې د امام علي(ع) په اړه نازل شوي او يا امام علي(ع) د هغو د مصداق په توګه معرفي شوی دی. له ابن عباس څخه روایت دی چې څومره قرآن چې د علي(ع) په اړه نازل شوی دی د هیچا په اړه نه دی نازل شوی.[۶] ابن عباس هم د رسول الله(ص) څخه نقل کړی دی، هغه آيتونه چې «یا أیها الذین آمنوا» "اې هغو کسانو چې ايمان يې راوړى دى" په کې دي هغه د امیرالمومنین په هکله نازل دی ځکه چې په آیت کې مخاطب مومنان دي او هغه د امیرالمومنین دی[۷] هغه د علي(ع) په ستاينه کې له 300 څخه زيات آيتونه بللي دي.[۸] د شیعه ژوند لیکونکی سید مرتضی عسکری (وفات ۱۳۸۶ کال) په وینا، د دې دلیل چې د ټولو قرآنی فضیلتونو سره سره، د حضرت علی نوم په قرآن کریم کې نه دی ذکر شوی، دا دی چې قرآن د ظالمو واکمنانو او د تحریف کونکو له تحریف څخه خوندي پاتی شي. ځکه چې په تورات او انجیل کې د جزییاتو او وړو وړو خبرو ذکر د دې دوو کتابونو د تحریف یو مهم لامل دی.[۹] د امام علی علیه السلام ځنې قرآنی فضیلتونه دا دي:

  • د تبليغ آیت: د مائده سوره په ٦٧ آيت کې راغلي چې د اسلام پيغمبر(ص) مکلف شو چې خلکو ته یو پيغام ورسوي او که يې په رسولو کې سستي وکړه، نو خپل رسالت يې نه دی پوره کړی.[۱۶] د شيعه او سني مفسرينو په اند د تبليغ آيت په غدير خم کې له اخري حج څخه د رسول الله(ص) له راستنېدو په وخت نازل شوی دی.[۱۷] په روایتونو کې د تبلیغ د آیت شان نزول د غدیر پيښه او د حضرت علي د جانشينۍ د اعلان په اړه ګڼل شوی دی.[۱۸]
  • د انفاق آیت: د بقرې سوره ۲۷۴ آیت. دا آيت د هغو کسانو اجر، چې شپه او ورځ په پټه او ښکاره انفاق کوي، خپل رب سره بیانوي.[۲۹] د مفسرينو په اند دا آيت د علي(ع) په اړه نازل شوى چې څلور درهم يې درلودل او يو يې په شپه کې انفاق کړ. یو یې په ورځ کې، یو یې په پټه او بل په ښکاره.[۳۰]
  • د نجوا آيت: د مجادلة د سورت 12 آيت شتمنو مسلمانانو ته حکم کوي چې رسول الله(ص) سره له نجوا (پټو خبرو) څخه مخکې صدقه ورکړي[۳۱]د طبرسي په وینا ډېرو شیعه او سنی مفسرانو امام علي(ع) هغه یواځینې کس ګڼلی دی چې په دې آيت يې عمل کړى دى.[۳۲]
  • د مودت آیت: د شوری سوره ۲۳ آیت دی. په دې آيت کې د رسول الله د رسالت د اجر په توګه د «اَلْقُرْبیٰ» سره مينه او محبت په مسلمانانو فرض شوی دى[۴۰] له ابن عباس څخه روايت دى چې رسول الله(ص) د القربی مطلب علي، فاطمه، حسن او حسين علیهم السلام ګڼلي دي.[۴۱]
  • د اطعام آيت: په دې آيت كې نیکي کوونکي کسان هغه ښودل شوي دي، چې که هم په خپله خوړو ته اړتيا لري، خو د خداى د رضا په خاطر يې بې وزلو، يتيمانو او بنديانو ته وركوي.[۴۲] د احاديثو له مخې دا آیت د حضرت علي(ع) او فاطمې(س) په حق کې نازل شوی دی[۴۳] د حدیثونو له مخې د حسنینو(ع) د شفاء لپاره امام علي(ع) او فاطمې بي­بي درې ورځې روژه ونیوله او په هرو دریو ورځو کې یې د افطار په وخت کې په داسې حال کې چې په خپله هم وږي وو خو خپل خوراک یې مسکینانو، یتیمانو او بندیانو ته وبخښل.[۴۴]

روايي فضیلتونه

د رضا بدر السماء د حدیث "ذِکرُ علی عبادة" خطاطی

روايي فضیلتونه د پیغمبر(ص) هغه حدیثونه دي چې د امام علي(ع) ستاینه کوي یا یې فضیلت بیاوي. په دې حدیثونو کې ځینې دا دي:


  • د غدیر حدیث: دا په غدیر خم کې د اسلام د پیغمبر(ص) وینا ده چې علي(ع) د مسلمانانو د مولا او مشر په توګه معرفي کوي. دا حدیث په شیعه او سني سرچینو کې نقل شوی دی[۵۰] او د حضرت علي د امامت او خلافت د ثابتولو لپاره د شیعو له دلایلو څخه ګڼل کیږي.[۵۱]
  • د یوم الدار حدیث: دا د رسول الله(ص) یو روایت دی چې په هغه کې یې له خپلوانو وغوښتل چې د هغه بلنه ومني او په عین حال کې د علي ابن ابي طالب(ع) د جانشینۍ او خلافت څرګندونه وکړه.[۵۵] د حضرت علي(ع) د امامت د ثابتولو لپاره شيعه فقهاوو په دې حديث سره دلیل راوړی دی.[۵۶]
  • د ولایت حدیث: د رسول الله(ص) هغه حدیث دی چې حضرت علي له ځانه وروسته د مؤمنانو سرپرست معرفي کوي. دا حديث په شيعه او سني سرچینو کې په بيلابيلو ټکو سره روايت شوى دى.[۵۹] شيعه د «ولي» د ټکي چې په «عَلِیٌّ وَلِیُّ کُلِّ مُؤْمِنٍ مِنْ بَعْدِی‏»[۶۰] کې کارول شوی دی[۵۹] معنا په امامت او ولایت سره کوي او په دې توګه د حضرت علي(ع) امامت او ولایت ثابتوي.[۶۱]
  • د طېر حدیث: د حضرت علي(ع) د فضائلو په اړه یو روایت دی چې په کې راغلي دي چې رسول الله(ص) اراده وکړه چې د مرغۍ غوښه وخوري او له خدایه یې وغوښتل چې د انسانانو تر ټولو غوره هغه سره په خوراک کې یوځای کړي او بیا له حضرت علي(ع) سره یې یوځای ډوډۍ وخوړه[۶۲] دا روايت په شيعه او سني سرچینو کې راغلی دى.[۶۳]
  • د رایَت حدیث: د خیبر د غزوې په وخت کې د امام علي(ع) په اړه د پیغمبر اکرم(ص) څخه یو مشهور حدیث دی چې په هغه کې راغلي دي: «سبا به زه بیرغ یو داسې سړي ته ورکوم چې خدای به د خیبر قلعه د هغه په لاس فتح کوي. الله او رسول يې خوښوي او خداى او رسول هغه خوښوي.[۶۴]
  • د ثقلین حدیث: د قرآن او اهل بیتو علیهم السلام د مقام په اړه د رسول الله(ص) مشهور حدیث دی. په دې حدیث کې راغلي دي: «زه ستاسو په منځ کې دوه درانه(ګران بیه او قیمتي) شیان پریږدم چې که تاسو ورسره تمسک وکړ(یعنی له لاسه مو ورنه کړل) هیڅکله به ګمراه نه شئ: یو د خدای کتاب او بل زما عترت چې اهل بیت علیهم السلام دي».[۶۵] دا حدیث په شیعه او سني سرچینو کې روایت شوی دی.[۶۶]
  • د کساء حدیث: د پنجتن پاکو د فضیلت په اړه حدیث دی. د دې حدیث له مخې چې په شیعه[۶۷] او سني[۶۸] سرچینو کې راغلی دی، د اسلام پیغمبر(ص) خپله کورنۍ په د پشمینې په ټوکر(کساء) وپوښله او دعا یې وکړه: «ای خدایه دا زما اهلبیت دي. له دوی څخه ناپاکۍ لیرې کړه او پاک یې کړې».[۶۹]
  • د سفینې حدیث: دا د رسول الله(ص) یو مشهور حدیث دی چې اهل بیت(ع) خپل ځانونه د نوح(ع) له کشتۍ سره تشبیه کړي دي، څوک چې په کې ننوځي هغه به وژغورل شي او څوک چې وروسته پاتې شي هغه به غرق شي.[۷۰] ] دا حدیث په شیعه او سني سرچینو کې روایت شوی دی.[۷۱]
  • د شجره حدیث: رسول الله(ص) وفرمایل: علي او زه له یوې ونې څخه پیدا شوي او نور خلک له مختلفو ونو څخه پیدا شوي دي.[۷۲] ځینې مفسرین په دې باور دي چې د پیغمبر اکرم(ص) او امام علي(ع) پیدایښت له یوې منشاء (سرچینې) څخه شوی دی. او د دې ثبوت یې دا ګڼلی دی چې هغوي دواړه سره په د اطاعت او ولایت کې برابر دي.[۷۳]
  • د علی مع الحق حدیث: دا د پیغمبر له مشهورو حدیثونو څخه دی چې علي(ع) یې د حق د معیار په توګه معرفي کوي. د هغه یو عبارت دا دی: «علي له حق سره دی او حق له علي سره دی، او دا دواړه به هیڅکله له یو بل څخه نه جلا کیږي تر څو چې د حوض کوثر پر غاړه ته ماته راشي.»[۷۵]
  • لا فَتَى إِلّا عَلِی: د دې حديث مطلب دا دى چې له علي پرته بل هيڅو ځوان نشته. د احادیثو او تاریخي سرچینو پر بنسټ، دا حدیث جبرائیل علیه السلام د احد په جګړه کې د امام علي(ع) د قربانۍ او زړورتیا له امله روایت کړی دی.[۷۸] دا حدیث د شیعو او سنیانو په سرچینو کې راغلی دی.[۷۹]

د خاصِف النَعل حدیث: د امام علی(ع) د مقام او فضیلت په بیانولو کښې د اسلام د پیغمبر(ص) وینا ده چې امام ته یې د خاصف النعل لقب ورکړی دی ځکه چې هغه په ​​دغه وخت کښې د پیغمبر(ص) د بوټانو په اغوستلو بوخت وو.[۸۳]

د امام علی علیه السلام د فضیلت په اړه له پیغمبر(ص) څخه نور روایتونه هم نقل شوي دي؛ د هغو ځینې «د خندق په جګړه کې د علي حمله د جن و انس له عبادته غوره ده»؛[۸۴] «چا چې علی ته سب کوی په ما یې بد ویلي دي»؛[۸۵] «چا چې علی ته ازار ورساوه ماته یې ازار رسولی دی»؛[۸۶] «د علي د دوستۍ له لارې مؤمن له منافق څخه پېژندل کېږي»؛[۸۷] «علي له ما دی او زه له علی یم»؛[۸۸] «د علي یادول عبادت دی»؛[۸۹] «علی ته کتل عبادت دی»[۹۰] همدارنګ د امام علی(ع) لپاره د پیغمبر(ص) له خوا د ځینو لقبونو استعمالول لکه صدیق اکبر[۹۱] او فاروق اعظم[۹۲] او ابوتراب[۹۳] د هغه حضرت له فضیلتونو ګڼل شوي دي.

د علي(ع) نورې ځانګړتیاوې

د امام علي(ع) له فضیلتونو څخه ځینې پیښې او امتیازات په لاندې ډول دي:

  • له حضرت زهرا سره واده: د امام علي له خاصو فضيلتونو څخه يو د پېغمبر له لور سره د هغه واده دى، چې د خداى په امر ترسره شو.[۹۴] ويل شوي دي چې که علي(ع) نه واى، نو د فاطمې لپاره بل څوک برابر(کفو) نه و.[۹۵]
  • په کعبه کې زیږیدل: په کعبه کې زیږیدل شوی، دا په کعبه کې د امام علي(ع) د زیږیدو کیسې ته اشاره کوي چې د هغه له ځانګړی فضیلتونو ګڼل کیږي.[۹۶]
  • سد الابواب: د دروازو تړلو په معنی دی، دا هغه پیښې ته اشاره کوي چې په ترڅ کې یې د اسلام پیغمبر(ص) د خدای په امر، دا امر وکړ چې مسجدالنبی ته دې پرته د امام علي(ع) د کور له دروازې د ټولو کورونو دروازې بندې کړي شي.[۹۹]
  • حلقه بخښل (خاتم بخشي): د خاتم بخشۍ معنی هغه کیسه ده چې په هغه کې امام علي(ع) د لمانځه په وخت کې یوه مسکین ته خپله حلقه(ګوتۍ) ورکړه. دا پېښه د شيعه او سني د روايتونو په كتابونو كې راغلې ده.[۱۰۴]
  • ردّالشمس: په دې پېښه کې د اسلام د پېغمبراکرم(ص) په دعا، لمر چې په پریوتو و، بېرته وګرځېد چې حضرت علي(ع) د ماځیګر لمونځ ادا کړي.[۱۰۵] همدارنګ د شیخ مفید په نقل، د حضرت علي(ع) په زمانه کې په يوه جګړه کې يو شمېر کسانو د ماځیګر لمونځ نه و کړی چې د حضرت علي(ع) په دعا سره لمر بیرته راوګرځيد.[۱۰۶]

د علي(ع) د فضائلو له خپرولو مخنیوی

د تاریخي روایتونو له مخې د بني امیه په دوره کې معاویه امر وکړ چې د امام علي(ع) د فضائل د خپریدو مخه ونیسي: د دریمې پیړۍ د یوه مورخ علي بن محمد مدائني په وینا معاویه خپلو استازو ته لیکي وو چې هر څوک چې د امام علي(ع) او د هغه د کورنۍ د فضائل په اړه یو څه بیان کړي، د هغه د ځان او مال لپاره هیڅ احترام نشته.[۱۰۷] همدارنګ نقل شوي دي چې معاویه له علی څخه روایت نقل کوی او د هغوي په نیکه یادول او د علی نوم په خپلو بچو باندې کیښودل منعه کړي وو.[۱۰۸] معاویه به د امام علي سپکاوی(سب) کاوه او ويل به يې: زه به له دې کاره ډډه ونه کړم تر څو هغه څوک په نيکی نامې یاد نه کړي.[۱۰۹]

د معاویه په حکم سره په علي(ع) پسې بد رد (یعنی کنځلې او لعنت) په منبرونو پیل شو[۱۱۰] او د عمر بن عبدالعزیز تر دورې پورې څه د پاسه شپیته کاله دوام وکړ،[۱۱۱] په کشف الیقین کتاب کې د علامه حلی (۶۴۸-۷۲۶ق) د وینا مطابق د علي(ع) ملګرو به د وېرې له مخې او د هغه د دښمنانو به د حسد له امله د هغه امام فضائل نه خپارول خو بیا هم ختیځ او لویدیځ د هغه له فضیلتونو ډک دی.[۱۱۲] د محمد جواد مغنیه په وینا، امویانو هغه کسان شکنجه کول چې له امام علي(ع) څخه یې فضیلت یا حدیث روایت کړی وی. هغوی د امام علي(ع) شاګردان او خاص کسان لکه میثم تمار، عمرو بن حَمِق خُزاعی، رشید هجري، حُجر بن عدی او کمیل بن زیاد ووژل، تر څو هیڅوک د امام علي(ع) له آثارو او کارونو خبر نه شی.[۱۱۳]

همدارنګه د سني عالم شيخ محمد ابوزهره په وینا، د اموي حکومت د علي(ع) د ډیرو کارونو په پټولو کې جدي اغیز درلود او له همدې امله په سني سرچینو کې له هغه څخه لږ احادیث روایت شوي دي.[۱۱۴]

سيد علي شهرستاني په خپل کتاب «منعُ تدوینِ الحدیث»، کې ليکلي دي: چې زياتره شيعه ليکوالان په دې اند دي، چې په حدیث بندیز يو لامل د امام علي(ع) د فضائلو د خپرېدو مخنيوی؛[۱۱۵] ځکه چې د پيغمبر(ص) په حدیثونو کې د اهلبیتو(ع) برتري او د خلافت لپاره د هغوی وړتیا بيان شوې وه. او دې خبرې د بني اميه د حکومت له ګټو سره ټکره درلوده.[۱۱۶]

د حضرت علي(ع) فضیلتونه د نورو لپاره جعلول

لکه څنګه چې ابن ابي الحديد د درېيمې هجري قمري پېړۍ له معتزلي متکلم ابو جعفر اسکافي څخه نقل کړي دي، معاويه يوه ډله صحابو او تابعینو ته دا دنده سپارلې وه چې د امام علي عليه السلام په ملامتیا او بدۍ کې حديثونه جعل کړي.[۱۱۷] هغه په یوه لیک کې له خپلو استازو وغوښتل چې د عثمان بن عفان پلویان وپېژني او هغه ځانته نږدې کړئ او هغوي چې د عثمان د فضائلو په اړه څه روايتوي هغه ولیکئ.[۱۱۸] د درېيمې هجري پېړۍ يو مورخ علي بن محمد مديني په وینا، خلکو مال او دولت د لاسته راوړلو لپاره د عثمان په ستاينه کې حديثونه جوړ کړل او د عثمان فضيلتونه په دې طریقه زیات شو.[۱۱۹]

له همدې امله معاویه په بل لیک کې خپلو استازو ته ولیکل چې خلک دې ته وبلي چې د صحابه او دریو خليفه ګانو فضائل بيان کړي تر دې چې د حضرت علي(ع) د فضائلو په باره کې داسې کوم حديث نه وي مګر دا چې د هغې غوندې د لومړي خلیفه ګانو او صحابو لپاره راوړي یا د هغې ضد او مخالف نقل کړي.[یادونه 4] هغه دا کار د د سترګو د رڼا او د ابو تراب او د هغه د پیروانو د لارې د ویجاړولو وسیله ګڼلې ده.[۱۲۰]

د امام علي(ع) د فضیلتونو انکار

د سلفيانو مشر ابن تيميه (۶۶۱-۷۲۸هـ ق) د امام علي(ع) په فضيلت کې راغلي ځينې احاديث تحريف او جعلي ګڼلي دي.[۱۲۱] همدارنګه د هغه شاګرد اسماعيل ابن عمر چې په ابن کثير دمشقي (۷۷۴-۷۰۱هـ ق) مشهور دی وايي: یو آیت هم یوازې د علي(ع) په اړه نه دی نازل شوی او ذکر شوي آیتونه د علي(ع) او څو نورو کسانو په اړه دي.[۱۲۲] د هغه د عقیدې مطابق کوم آیتونه چې په دې هکله له ابن عباس او نورو نقل شوي دي، صحیح نه دي [۱۲۳] هغه همدارنګ د هغه ډیرو احادیثو سند ضعیف ګڼلی دی چې کوم د امام علی علیه السلام په فضیلت کې راغلي دي.[۱۲۴]

ابن قيم جوزي (وفات ۷۵۱ هـ ق) چې د ابن تيميه يو بل شاګرد دی، په غدير خم کې د علي(ع) امامت جعلي ګڼي؛[۱۲۵] که څه هم د علامه اميني په وينا د غدير حديث په شيعه او سني سرچینو کې په پرله پسې توګه(متواتر) نقل شوی دی.[۱۲۶] همدارنګ یو سني عالم ابن جوزي (وفات ۵۹۷ هـ ق) د الموضوعاتو په کتاب کې د امام علي(ع) د فضائل ځینې احادیث د جعلي حدیثونو په توګه راوړي دي.[۱۲۷]

کتاب‌ پيژندنه

د امام علي(ع) فضائل د سني احادیثو په کتابونو کې لکه صحاح سته په ځینې برخو کې چې نامه یې مناقب او د فضائل د علی بن ابی طالب ده، ذکر شوي دي.[۱۲۸] همدارنګ په هغه کتابونو کې چې د اهل بیتو علیهم السلام د فضایلو په هکله لیکل شوي دي، ځینې برخې یې د امام علی علیه السلام فضیلتونو ته خاص کړی شوي دي. شيعه او سني عالمانو هم د امام علي(ع) د فضائلو په اړه مستقل کتابونه ليکلي دي. اغا بزرګ تهراني په الذریعه کې ۱۵ کتابونه د امیرالمومنین(ع) د فضائلو په عنوان سره معرفي کړي دي.[۱۲۹] هغه نور کتابونه هم په نورو عنوانونو سره معرفي کړي دي چې د امام علي(ع) فضائل پکې راغلي دي. د بېلګې په توګه: «نهج العدالة فی فضائل الإمام أميرالمؤمنین علی بن أبی‌طالب»، د عبد علي بن الحسين اللبان النجفي[۱۳۰] او «مصباح الأنوار فی فضائل إمام الاَبرار»، د هاشم بن محمد لخوا لیکل شوی.[۱۳۱]

د اهل سنتو کتابونه

  • خصائص امیرالمؤمنین کتاب چې احمد بن شعيب نسائي (وفات 303 هـ ق) لیکلی چې محدث او د اهلسنتو له شپږو صحاحو څخه د یو کتاب ليکوال دی. په دې كتاب كې چې په عربي ژبه ليكل شوى دى، د علي(ع) اسلام، له پيغمبر(ص) سره د هغه مقام، له رسول الله(ص) سره د هغه خپلوي او د هغه د مېرمنې او اولادونو مقام ته اشاره شوې ده.
  • مناقب الامام علی بن ابی‌طالب، د اِبْن مَغازِلی(وفات ۴۸۳ هـ) کتاب. دا کتاب په عربي ژبه لیکل شوی او ځینې فضیلتونه لکه په کعبه کې زیږیدل، د اسلام په قبلولو کې وړاندی والی، د رسول الله(ص) په اوږه پورته کیدل او د علي په اړه احادیث او ایاتونه ذکر شوي دي.

مناقب علي بن ابي طالب، د احمد بن موسی بن مردويه (وفات ۴۱۰ هـ ق) کتاب، اَلْمعیار و المُوازنة فی فضائل الإمام أمیرالمؤمنین علی بن أبی‌طالب(ع)، د محمد عبدالله اسکافي کتاب، چې معتزلي عالم دی (وفات 240 هـ)، الجوهرة فی نسب الامام علی و آله د محمد بن ابي بکر تلمساني کتاب(په اوومه هجري قمري کال)، جواهر المطالب في مناقب الامام علي بن ابي طالب. د شمس الدین باعونی (وفات ۸۷۱ هـ) کتاب، کفایة الطالب فی مناقب علی بن ابی طالب، د محمد بن یوسف ګنجي (وفات ۶۵۸ هـ) کتاب، مناقب امام امیر المومنین د موفق بن احمد خوارزمي (وفات ۸۷۱ هـ ق) کتاب. او مناقب مرتضوي د میر محمد صالح ترمذي (وفات ۱۰۶۰ هـ ق) کتاب، د امام علي علیه السلام د فضائلو په اړه د سني علماوو له نورو اثارو څخه دي.

د شیعو کتابونه

  • تفضیل امیرالمؤمنین، د شیخ مفید(وفات ۴۱۳ هـ ق) کتاب، لیکوال په دې کتاب کې د شیعه او سني احادیثو په حواله د علي(ع) فضیلت په ټولو پیغمبرانو بې زمونږ له پیغمبره ثابت کړی دی. دا کار په فارسي ژباړل شوی دی.

ځینې کتابونه لکه عُمْدَةُ عُیونِ صِحاحِ الاَخْبار فی مَناقبِ اِمامِ الاَبرار چې په العُمدَة مشهور دی، د ابن‌ بطریق (درگذشت ۶۰۰ق) لیکل شوی، مائةُ مَنْقَبَة مِنْ مَناقِب امیرالمؤمنین وَ الأئمّة مِنْ وُلْده(ع) مِن طَریقِ العامّة چې لیکوال یې ابن‌شاذان دی، طرف من الانباء و المناقب، چې سید ابن‌ طاووس لیکلی، الروضة فی فضائل امیرالمؤمنین لیک د شاذان بن جبرئیل قمي، کشف الیقین فی فضائل امیرالمؤمنین لیک د علامه حلي او قضاء امیرالمؤمنین چې  محمدتقي شوشتري لیکلی دی، فضايل الخمسه من الصحاح السته لیکوال یې فیروزآبادي دی دا ټول هغه کتابونه دي چې شیعه عالمانو د امام علي(ع) په فضیلتونو کې لیکلي دي.

اړوندې لیکنې

فوټ نوټ

  1. اصغرپور، «درآمدی بر مناقب‌نگاری اهل‌بیت»، ص۲۶۷.
  2. مثال په توګه وګورئ: بیاضی، الصراط المستقیم، ۱۳۸۴ق، ج۱، ص۱۵۱تا۲۹۸.
  3. ابن‌شاذان، مائة منقبة، ۱۴۰۷ق، ص۱۷۷.
  4. حاکم نیشابوری، المستدرک علی الصحیحین، ۱۴۱۱ق، ج۳، ص۱۱۶.
  5. ابن‌شاذان، مائة منقبة، ۱۴۰۷ق، ص۱۷۷.
  6. ابن‌منظور، مختصر تاریخ دمشق، ۱۴۰۲ق، ج۱۸، ص۱۱.
  7. حسکانی، شواهد التنزیل، ۱۴۱۱ق، ج۱، ص۶۳-۷۱؛ شبلنجی، نورالابصار، الشریف الرضی، ج۱، ص۱۵۹.
  8. گنجی شافعی، کفایة الطالب، ۱۴۰۴ق، ص۲۳۱؛ قندوزی، ینابیع المودة، ۱۴۲۲ق، ج۱، ص۳۳۷.
  9. «چرا نام امام علی (علیه‌السلام) در قرآن نیست؟»، مرکز العلامة العسکری للدراسات الاسلامیه.
  10. سوره مائده، آيه۵۵.
  11. طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۶، ص۲۵؛ سیوطی، الدر المنثور، ۱۴۰۴ق، ج۲، ص۲۹۳؛ حسکانی، شواهدالتنزیل، ۱۴۱۱ق، ج۱، ص۲۰۹-۲۳۹.
  12. سوره بقره، آیه ۲۰۷.
  13. ابن‌ابی‌الحدید، شرح نهج‌البلاغه، ۱۴۰۴ق، ج۱۳، ص۲۶۲.
  14. طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۲، ص۱۰۰.
  15. طوسی، الامالی، ۱۴۱۴ق، ص۴۶۶-۴۶۷.
  16. سوره مائده، آیه۶۷.
  17. وګورئ: عیاشی، تفسیر العیاشی، ۱۳۸۰ق، ج۱، ص۳۳۲؛ سیوطی، الدر المنثور، ۱۴۰۴ق، ج۲، ص۲۹۸؛ آلوسی، روح‌المعانی، ۱۴۰۵ق، ج۶، ص۱۹۴.
  18. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج‌۱، ص‌۲۹۰؛ طبرسی، الاحتجاج، ۱۴۰۱ق، ج۱، ص۵۷.
  19. سوره مائده، آیه۳.
  20. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۴، ص۲۶۴و۲۶۵.
  21. امینی، الغدیر، ۱۳۶۸ش، ج۲، ص۱۱۵.
  22. سوره توبه، آیه۱۱۹.
  23. کلینی، الکافی، ۱۴۰۱ق، ج۱، ص۲۰۸؛ آمدی، غایة المرام، ۱۳۹۱ق، ج۳، ص۵۲.
  24. حلی، کشف المراد، ۱۴۱۳ق، ص۳۷۱.
  25. سوره بینه، آیه۷.
  26. حَسکانی، شواهدالتنزیل، ۱۴۱۱ق، ج۲، ص۴۵۹؛ سیوطی، الدر المنثور، ۱۴۰۴ق، ج۶، ص۳۷۹.
  27. وګورئ: حسکانی، شواهد التنزیل، ۱۴۱۱ق، ج۲، ۳۴۱-۳۵۲؛ سیوطی، الدر المنثور، ۱۴۰۴ق، ج۶، ص۲۴۴؛ صدوق، الامالی، ۱۳۷۶ش، ص۳۱؛ حویزی، تفسیر نورالثقلین، ۱۴۱۵ق، ج۵، ص۳۷۰.
  28. طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۱۹، ص۳۳۲.
  29. سوره بقره، ص۲۷۴.
  30. ابن‌عساكر، تاريخ مدينة دمشق، دار الفكر، ج۴۲، ص۳۵۸.
  31. سوره مجادله، آيه۱۲.
  32. طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۹، ص۳۸۰.
  33. سوره مریم، آیه۹۶.
  34. قمی، تفسیر القمی، ۱۴۰۴ق، ج۲، ص۵۶.
  35. مثال په توګه وګورئ: سیوطی، الدر المنثور، ۱۴۰۴ق، ج۲، ص۳۹؛ طبرسی، مجمع‌البیان، ۱۳۷۲ش، ج۲، ص۷۶۴؛ طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۳، ص۳۰.
  36. ابن حکم، تفسیر الحبری، ۱۴۰۸ق، ص۲۹۷-۳۱۱؛ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۸، ص۵۶۰؛ طباطبائی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۱۶، ص۳۱۱.
  37. سوره نساء، آيه۵۹.
  38. مثال په توګه وګورئ: طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۴، ص۳۸۹؛ فخر رازی، مفاتیح‌الغیب، ۱۴۲۰ق، ج۱۰، ص۱۱۳.
  39. قندوزی، ینابیع الموده، ۱۴۲۲، ج۱، ص۳۴۱؛ عیاشی، تفسیر عیاشی، ۱۳۸۰ق، ج۱، ص۲۵۱-۲۵۲.
  40. سوره شوری، آیه۲۳.
  41. مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۲۳، ص۲۳۲.
  42. سوره انسان، آيه۸و۹.
  43. علامه طباطبایی، ۱۴۱۷ق، ج۲۰، ص۱۳۲.
  44. کوفی، تفسیر فرات الکوفی، ۱۴۱۰ق، ص۵۲۷-۵۲۹؛ زمخشری، الکشاف، ۱۴۰۷ق، ج۴، ص۶۷۰.
  45. سوره نحل، آیه۴۳؛‌ سوره انبیاء، آيه۷.
  46. مثال په توګه وګورئ: حسکانی، شواهد التنزیل، ۱۴۱۱ق، ج۱، ص۴۳۲.
  47. مکارم شیرازی، آیات ولایت در قرآن، ۱۳۸۶ش‏، ص۳۱۲.
  48. مکارم شیرازی، آیات ولایت در قرآن، ۱۳۸۶ش‏، ص۳۰۷.
  49. مثال په توګه وګورئ: کلینی،‌ الکافی، ‌۱۴۰۷ق، ج۱،‌ ص۴۱۶ و ۴۱۷ و ۴۳۳؛ قمی،‌ تفسیر القمی،‌ ۱۴۰۴ق، ج۲،‌ ص۹۲، ۲۷۹، ۲۸۰ و ۲۸۶؛ کوفی، تفسیر فرات الکوفی، ۱۴۱۰ق، ص۱۷۷ ،‌۱۷۸، ۴۰۰، ۴۱۷ و ۴۳۳.
  50. ابن حنبل، فضائل امیر المومنین، ۱۴۳۳ق، ص۱۹۷؛ امینی، الغدیر، ج۱، ص۱۴و۱۵.
  51. برای نمونه نگاه کنید به: حلی، کشف المراد، ۱۴۱۳ق، ص۳۶۹.
  52. بخاری، صحیح‌البخاری، ۱۴۲۲ق، ج۵، ص۱۹، باب مناقب جعفر بن ابی‌طالب، حدیث ۳۷۰۶؛ مسلم، صحیح مسلم، دار احیاء التراث العربی، ج۴، ص۱۸۷۰و۱۸۷۱، حدیث ۲۴۰۴؛ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۸، ص۱۰۶و۱۰۷، حدیث ۸۰؛ ابن‌حنبل، فضائل امیرالمومنین علی بن ابی‌طالب، ۱۴۳۳ق، ص۱۵۶.
  53. قمی، تفسیرالقمی، ۱۴۰۴ق، ج۱، ص۶۸؛ حاکم نیشابوری، المستدرک علی الصحیحین، ۱۴۱۱ق، ج۳، ص۱۳۷، حدیث ۴۶۳۷.
  54. امینی، الغدیر، ۱۳۷۰ق، ج۶، ص۷۸و۷۹.
  55. حسکانی، شواهدالتنزیل، ۱۴۱۱ق، ج۱، ص۵۴۳؛ بحرانی، البرهان، ۱۴۱۶ق، ج۴، ص۱۸۶تا۱۸۹؛ سیوطی، الدر المنثور، ۱۴۰۴ق، ج۵، ص۹۷.
  56. مثال په توګه وګوري: شیخ مفید، الفصول المختاره، ۱۴۱۳ق، ص۹۶.
  57. وګورئ: ابن‌عساکر، تاریخ مدینة دمشق، ۱۴۱۵ق، ج۴۲، ص۳۹۲؛ مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۳۸، ص۱۵۴تا۳۳۹.
  58. مثال په توګه وګورئ: استرآبادی، البراهین القاطعه، ۱۳۸۲ش، ج۳، ص۲۴۴.
  59. وګورئ: حاکم نیشابوری، المستدرک علی الصحیحین، ۱۴۱۱ق، ج۳، ص۱۴۳؛ ابن‌حنبل، مسند الامام احمد، ۱۴۲۱ق، ج۵، ص۱۸۰؛ صدوق، الامالی، ۱۳۷۶ش، ص۲.
  60. صدوق، الامالی، ۱۳۷۶ش، ص۲.
  61. رحیمی اصفهانی، ولایت و رهبری، ۱۳۷۴ش، ج۳، ص۱۱۹تا۱۲۱.
  62. نسائی، خصائص امیر المومنین، ۱۴۰۶ق، ج۱، ص۲۹، ح۱۰.
  63. مثال په توګه وګورئ: نسائی، خصائص امیر المومنین، ۱۴۰۶ق، ج۱، ص۲۹، ح۱۰؛ مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۳۸، ص۳۵۵.
  64. مثال په توګه وګورئ: بخاری، صحیح‌البخاری، ۱۴۲۲ق، ج۵، ص۱۸، حدیث ۳۷۰۱و۳۷۰۲؛ مسلم، صحیح مسلم، دار احیاء التراث العربی، ج۴، ص۱۸۷۲، حدیث ۲۴۰۶.
  65. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۲۹۴.
  66. مثال په توګه وګورئ: نسائی، السنن الکبری، ۱۴۲۱ق، ج۷، ص۳۱۰، حدیث ۸۰۹۲؛ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۲۹۴؛ مسلم، صحیح مسلم، دار احیاء التراث العربی، ج۴، ص۱۸۷۳، حدیث ۲۴۰۸؛ ابن‌حنبل، فضائل امیر المومنین علی بن ابی‌طالب، ۱۴۳۳ق، ص۱۸۰.
  67. طوسی، الأمالی، ۱۴۱۴ق، ص۳۶۸؛ کلینی،الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۲۸۷.
  68. ابن‌حنبل، فضائل امیرالمومنین علی بن ابی‌طالب، ۱۴۳۳ق، ص۱۸۴؛‌مسلم، صحیح مسلم، دار احیاء التراث العربی، ج۴، ص۱۸۸۳، حدیث ۲۴۲۴؛ طبری، المسترشد، ۱۴۱۵ق، ص۵۹۸.
  69. ابن‌حنبل، فضائل امیرالمومنین علی بن ابی‌طالب، ۱۴۳۳ق، ص۱۸۴؛‌مسلم، صحیح مسلم، دار احیاء التراث العربی، ج۴، ص۱۸۸۳، حدیث ۲۴۲۴؛ طبری، المسترشد، ۱۴۱۵ق، ص۵۹۸.
  70. حاکم نیشابوری، مستدرک‌الصحیحین، ۱۴۱۱ق، ج۲، ص۳۷۳، حدیث ۳۳۱۲.
  71. مثال په توګه وګورئ: حاکم نیشابوری، مستدرک علی الصحیحین، ۱۴۱۱ق، ج۲، ص۳۷۳، حدیث ۳۳۱۲؛ نعمانی، الغیبه، ۱۳۹۷ق، ص۴۴.
  72. حاکم نیشابوری، المستدرک علی الصحیحین، ۱۴۱۱ق، ج۲، ص۲۶۳، حدیث ۲۹۴۹؛ حسکانی، شواهدالتنزیل، ۱۴۱۱ق، ج۱، ص۳۷۶و۳۷۷.
  73. ابن‌بطریق، خصائص الوحی المبین فی مناقب امیر المومنین، ۱۴۱۷ق، ص۲۴۶.
  74. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۵۲۷.
  75. خطيب بغدادى، تاريخ بغداد، ۱۴۲۲ق، ج۱۶، ص۴۷۰؛ صدوق، الامالی، ۱۳۷۶ش، ص۸۹.
  76. مثال په توګه وګورئ: حسن بن علی، التفسیر المنسوب الی الامام العسکری(ع)، ۱۴۰۹ق، ص۴۹۷و۴۹۸؛ صدوق، کمال الدین، ۱۳۹۵ق، ج۱، ص۲۵؛ طبری آملی کبیر، المسترشد فی الامامة، ۱۴۱۵ق، ص۲۸۷؛‌ مفید، الامالی، ۱۴۱۳ق، ص۱۴؛ طوسی، الامالی، ۱۴۱۴ق، ص۴۱۷؛ طبری آملی، بشارة المصطفی، ۱۳۸۳ق، ص۸۳.(عبارات این منابع یک دست نیست.)
  77. مثال په توګه وګورئ: عاصمی، العسل المصفی، ۱۴۱۸ق، ج۱، ص۱۲۴-۱۲۶؛ ابن عساکر، ترجمة الامام علی بن ابی‌طالب، ۱۴۰۰ق، ج۲، ص۲۸۰؛ ابن مغازلی، مناقب امیرالمؤمنین علی بن ابی طالب، ۱۴۲۴ق، ص۲۸۱؛ خوارزمی، المناقب، ۱۴۱۱ق، ص۸۴و۳۱۲؛ حسکانی، شواهد التنزیل، ۱۴۱۱ق، ج۱، ص۱۰۳؛ طبری، ذخائر العقبی، ۱۳۵۴ق، ص۹۳ـ۹۴؛ حمویی جوینی، فرائد السمطین، ۱۳۹۸ق، ج۱، ص۱۷۰.
  78. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۸، ص۱۱۰.
  79. طبری، تاریخ الامم والملوک، ۱۳۸۷ق، ج۲، ص۵۱۴.
  80. شیخ صدوق،‌ عیون اخبار الرضا(ع)، ۱۳۷۸ق، ج۲، ص۲۷و۸۶؛ صفار، بصائرالدرجات، ۱۴۰۴ق، ص۴۱۴تا۴۱۸.
  81. شیخ صدوق،‌ عیون اخبار الرضا(ع)، ۱۳۷۸ق، ج۲، ص۲۷و۸۶؛ صفار، بصائرالدرجات، ۱۴۰۴ق، ص۴۱۴تا۴۱۸؛ مجلسی،‌ بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۳۹، ص۱۹۳تا۲۱۱.
  82. مثال په توګه وګورئ: ابن‌مغازلی، مناقب الامام علی بن ابی‌طالب(ع)، ۱۴۲۴ق، ص۱۰۷؛ خوارزمی،‌ مناقب،‌ ۱۴۱۱ق، ص۲۹۵؛ حَمّوئی جوینی، فرائدالسمطین، مؤسسه محمودی، ج۱، ص۳۲۵و۳۲۶.
  83. ابن‌مردویه، مناقب علی بن ابیطالب، ۱۴۲۴ق، ص۱۶۲؛ احمد حنبل، مسند الامام احمد، ۱۴۲۱ق، ج۳، ص۴۸۰.
  84. حسکانی، شواهدالتنزیل، ۱۴۱۱ق، ج۲، ص۱۴.
  85. ابن‌حنبل، فضائل امیرالمومنین علی بن ابی‌طالب، ۱۴۳۳ق، ص۱۹۴.
  86. ابن‌حنبل، فضائل امیر المومنین علی بن ابی‌طالب، ۱۴۳۳ق، ص۱۷۴.
  87. ابن‌حنبل، فضائل امیرالمومنین علی بن ابی‌طالب، ۱۴۳۳ق، ص۱۷۲.
  88. احمد حنبل، مسند الامام احمد، ۱۴۲۱ق، ج۵، ص۱۷۹.
  89. ابن‌عساکر، تاریخ مدینه دمشق، ۱۴۱۵ق، ج۴۲، ص۳۵۶.
  90. حاکم نیشابوری، المستدرک علی الصحیحین، ۱۴۱۱ق، ج۳، ص۱۵۲، ح۴۶۸۱.
  91. ابن‌حنبل، فضائل امیر المومنین علی بن ابی‌طالب، ۱۴۳۳ق، ص۱۸۳.
  92. طوسی، الامالی، ۱۴۱۴ق، ص۵۵۲.
  93. بلاذری، أنساب الأشراف، ۱۴۱۷ق، ج۲، ص۸۹.
  94. فتال نیشابوری، روضة الواعظین، ۱۳۷۵ش، ص۱۴۷.
  95. فتال نیشابوری، روضةالواعظین، ۱۳۷۵ش، ص۱۴۶.
  96. امینی، الغدیر، ۱۳۹۷ق، ج۶، ص۲۱تا۲۳.
  97. شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۴۸.
  98. تقدمی معصومی، نور الأمیر فی تثبیت خطبة الغدیر، ۱۳۷۹ش، ص۹۷.
  99. مجلسی، بحارالأنوار، ۱۴۰۳ق، ج۳۹، ص۳۵؛ ابن‌حنبل، فضائل امیرالمومنین، ۱۴۳۳ق، ص۱۷۷.
  100. ابن عبدالبر، الاستیعاب، ۱۴۱ق، ج۳، ص۱۰۹۷و۱۰۹۸.
  101. النسائی، السنن الکبری، ج۵، ص۱۰۷؛ ابن‌حنبل، فضائل امیرالمومنین، ۱۴۳۳ق، ص۱۸۶و۱۸۷.
  102. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۷، ص۲۷۵.
  103. ابن‌حنبل، مسند الامام احمد، ۱۴۲۱ق، ج۵، ص۱۷۹؛ نسایی، خصائص، ۱۴۰۶ق، ص۹۳.
  104. طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۶، ص۲۵؛ سیوطی، الدر المنثور، ۱۴۰۴ق، ج۲، ص۲۹۳؛ حسکانی، شواهدالتنزیل، ۱۴۱۱ق، ج۱، ص۲۰۹تا۲۳۹.
  105. شیخ مفید، الإرشاد، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۳۴۶.
  106. مفید، الإرشاد، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۳۴۷.
  107. ابن‌ابی‌‎الحدید، شرح نهج البلاغه، ۱۴۰۴ق، ج۱۱، ص۴۴.
  108. وګورئ: محمدی ری‌شهری، دانش‌نامه امیر المؤمنین، ۱۴۲۸ق، ص۴۷۵تا۴۸۳.
  109. ابن‌ابى‌الحديد، شرح نهج البلاغه، ۱۴۰۴ق، ج۴، ص۵۷.
  110. ابن ابی‌‎الحدید، شرح نهج البلاغه، ۱۴۰۴ق، ج۱۱، ص۴۴.
  111. ابن‌خلدون، تاریخ ابن‌خلدون، ۱۴۰۸ق، ج۳، ص۹۴.
  112. علامه حلی، کشف الیقین، ۱۴۱۱ق، ج۱، ص۴.
  113. مغنيه، الحسين و بطلة كربلاء، ۱۴۲۶ق، ص۱۸۷.
  114. ابوزهره، الامام الصادق، مطبعة محمدعلی مخیم، ص۱۶۲.
  115. شهرستانی، منع تدوین الحدیث، ۱۴۱۸ق، ص۵۷.
  116. اصغرپور، «درآمدی بر مناقب‌نگاری اهل بیت»، ص۲۷۰.
  117. ابن‌ابی‌الحدید، شرح نهج البلاغه، ۱۴۰۴ق، ج۴، ص۶۳.
  118. ابن‌ابی‌الحدید، شرح نهج‌البلاغه، ۱۴۰۴ق، ج۱۱، ص۴۴.
  119. ابن‌ابی‌الحدید، شرح نهج‌البلاغه، ۱۴۰۴ق، ج۱۱، ص۴۴.
  120. ابن‌ابی‌الحدید، شرح نهج البلاغه، ۱۴۰۴ق، ج۱۱، ص۴۵.
  121. مثال په توګه وګورئ: ابن‌تیمیه، منهاج السنة النبویة، ۱۴۰۶ق، ج۸، ص۵۰-۸۶ و۱۲۲-۱۲۶ و ۱۶۴-۱۶۸.
  122. ابن‌کثیر، البدایة و النهایة، ۱۴۰۷ق، ج۷، ص۳۵۷.
  123. ابن‌کثیر، البدایة والنهایة، ۱۴۰۷ق، ج۷، ص۳۵۷-۳۵۸.
  124. وګورئ: ابن‌کثیر، البدایة و النهایة، ۱۴۰۷ق، ج۷، ص۳۵۷و۳۵۸.
  125. ابن قیم، المنار المنیف، ۱۳۹۰ق، ص۵۷.
  126. امینی، الغدیر، ۱۴۱۶ق، ج۱، ص۱۹.
  127. ابن‌جوزی، الموضوعات، ج۱، ص۳۳۸ به بعد.
  128. مثال په توګه وګورئ: بخاری، صحیح‌البخاری، ۱۴۲۲ق، ج۵، ص۱۸؛ مسلم، صحیح مسلم، دار احیاء التراث العربی، ج۴، ص۱۸۷۰و۱۸۷۱، حدیث ۲۴۰۴.
  129. آقابزرگ تهرانی، الذریعه، ج۱۶، ص۲۵۳-۲۵۶.
  130. آقابزرگ تهرانی، الذریعه، ج۲۴، ص۴۲۱.
  131. آقابزرگ تهرانی، الذریعه، ج۲۱، ص۱۰۳.
  132. مردی، «یادی از محقق طباطبائی به بهانه چاپ فضائل امیرالمؤمنین علیه‌السلام.»
  133. ابن‌حنبل، فضائل امیر المومنین، ۱۴۳۳ق، ص۱۹۷.

سرچينې

  • ابن‌ابی‌الحدید، عبدالحمید بن هبة الله، شرح نهج البلاغة، تصحیح محمد ابوالفضل ابراهیم، قم، مکتبة آیة الله المرعشی النجفی، ۱۴۰۴ق.
  • ابن‌بطریق، یحیی بن حسن، خصائص الوحی المبین فی مناقب أمیرالمؤمنین، قم، دارالقرآن الکریم، ۱۴۱۷ق.
  • ابن‌تیمیه، منهاج السنة النبویة فی نقض کلام الشیعة القدریة، تحقیق محمد رشاد سالم، جامعة الإمام محمد بن سعود الإسلامیة، چاپ اول، ۱۴۰۶ق.
  • ابن‌حنبل، احمد بن محمد، مسند الامام احمد بن حنبل، تحقیق شعیب ارنؤوط و عادل مرشد و...، مؤسسة الرسالة، ۱۴۲۱ق/۲۰۰۱م.
  • ابن‌حنبل، احمد، فضائل امیرالمؤمنین علی بن ابی‌طالب، تحقیق سید عبدالعزیز طباطبایی، قم، دار التفسیر، ۱۴۳۳ق/۱۳۹۰ش.
  • ابن‌جوزی، عبدالرحمن بن علی، الموضوعات، تحقیق عبدالرحمان محمد بن عثمان، مدینه، محمد عبدالمحسن صاحب المکتبة السلفیه بالمدینه المنوره، ۱۳۸۶ق/۱۹۶۶م.
  • ابن‌شاذان، محمد بن احمد، مائة منقبة من مناقب امیر المومنین و الائمه، قم، مدرسة الامام المهدی عجل الله تعالی فرجه الشریف، ۱۴۰۷ق.
  • ابن‌شهرآشوب، محمد بن علی، مناقب آل ابی‌طالب، قم، علامه، ۱۳۷۹ق.
  • ابن‌عبدالبر، یوسف بن عبدالله، تحقیق علی محمد بجاوی، بیروت، دار الجیل، ۱۴۱۲ق/۱۹۹۲م.
  • ابن‌عساکر، تاریخ مدینة دمشق، تحقیق: علی شیری، دارالفکر، بیروت، ۱۴۱۵ق.
  • ابن‌عساکر، علی بن حسن، ترجمة الامام علی بن ابی‌طالب من تاریخ مدینة دمشق، تحقیق محمد باقر محمودی، بیروت، مؤسسه محمودی،‌ چاپ دوم، ۱۴۰۰ق.
  • ابن‌قیم جوزیه، محمد بن ابی‌بکر، المنار المنیف فی الصحیح و الضعیف، تحقیق عبدالفتاح ابوغده، مکتبة المبطوعات الاسلامیه، ۱۳۹۰ق/۱۹۷۰م
  • ابن‌کثیر دمشقی، اسماعیل بن عمر، البدایه و النهایه، بیروت، دار الفکر، ۱۴۰۷ق/۱۹۸۶م.
  • ابن‌مردویه اصفهانی، احمد بن موسی، مناقب علی بن ابی‌طالب، قم، دار الحدیث، ۱۴۲۴ق.
  • ابن‌مغازلی، علی بن محمد، مناقب الامام علی بن ابی‌طالب(ع)، دارالأضواء، چاپ سوم، ۱۴۲۴ق.
  • ابن‌منظور، محمد بن مکرم، مختصر تاریخ دمشق لابن عساکر، تحقیق روحیة النحاس و ریاض عبدالحمید مراد و محمد مطیع، دمشق، دار الفکر للطبعة و التوزیع و النشر، ۱۴۰۲ق/۱۹۸۹م.
  • ابوزهره، الامام الصادق، حیاته و عصره و ٰآرائه و فقهه، مطبعة محمدعلی مخیم، بی‌تا.
  • استرآبادی، محمدجعفر، البراهین القاطعه فی شرح تجرید العقائد الساطعه، تحقیق: مرکز مطالعات و تحقیقات اسلامی، قم، مکتب الاعلام الاسلامی، ۱۳۸۲ش.
  • اصغرپور، حسن، «درآمدی بر مناقب‌نگاری اهل بیت»، در مجله علوم حدیث، شماره۴۵و۴۶، ۱۳۸۶ش.
  • بخاری، محمد بن اسماعیل، صحیح البخاری، تحقیق محمد زهیر بن ناصر الناصر، دار طوق النجاة، ۱۴۲۲ق.
  • بیاضی، علی بن محمد، الصراط المستقیم الی مستحقی التقدیم، تصحیح رمضان میخائیل، نجف، المکتبة الحیدریه، ۱۳۸۴ق.
  • تقدمی معصومی، امیر، نور الأمیر علیه السلام فی تثبیت خطبة الغدیر: مؤیدات حدیثیة من کتب أهل السنة لخطبة النبیّ الأعظم الغدیریة، قم، مولود کعبه، ۱۳۷۹ش.
  • حاکم نیشابوری، محمد بن عبدالله، المستدرک علی الصحیحین، تحقیق مصطفی عبدالقادر عطا، بیروت، دار الکتب العلمیه، ۱۴۱۱ق/۱۹۹۰م.
  • حبری، حسین بن حکم، تفسیر الحبری، بیروت، مؤسسه آل البیت لاحیاء التراث، ۱۴۰۸ق.
  • حسکانی، عبیدالله بن احمد، شواهد التنزیل لقواعد التفضیل، تحقیق: محمدباقر محمودی، تهران، سازمان چاپ و انتشارات وزارت ارشاد اسلامی، ۱۴۱۱ق.
  • حسن بن علی(امام عسکری)، التفسیر المنسوب الی الامام العسکری(ع)، قم، مدرسه امام مهدی(عج)، چاپ اول، ۱۴۰۹ق.
  • حلی، حسن بن یوسف، کشف المراد فی شرح تجرید الاعتقاد، تصحیح و تعلیق حسن حسن‌زاده آملی، قم، مؤسسة النشر الاسلامی، ۱۴۱۳ق.
  • حلی، حسن بن یوسف، کشف الیقین فی فضائل امیرالمؤمنین، تهران، وزارت ارشاد، چاپ اول، ۱۴۱۱ق،
  • حمویی جوینی، ابراهیم بن محمد، فرائد السمطین، تحقیق محمدباقر محمودی، مؤسسه محمودی، بی‌تا.
  • حمویی جوینی، ابراهیم، فرائد السمطین، تحقیق محمدباقر محمودی، بیروت، مؤسسه محمودی، چاپ اول، ۱۳۹۸ق-۱۹۷۸م.
  • خطیب بغدادی، احمد بن علی، تاریخ بغداد، تحقیق بشار عواد معروف، بیروت، دار الغرب الاسلامی، ۱۴۲۲ق/۲۰۰۲م.
  • خوارزمی،‌ موفق بن احمد، مناقب،‌ تحقیق شیخ مالک المحمودی، مؤسسه نشر الاسلامی، چاپ دوم، ۱۴۱۱ق.
  • رحیمی اصفهانی، غلامحسین، ولایت و رهبری، تفرش، انتشارات عسکریه،‌۱۳۷۴ش.
  • زمخشری، محمود، الکشاف عن حقائق غوامض التنزیل، بیروت، دار الکتاب العربی، ۱۴۰۷ق.
  • سیوطی، جلال الدین، الدر المنثور فی تفسیر المأثور، قم، کتابخانه آیة الله مرعشی نجفی، ۱۴۰۴ق.
  • شبلنجی، مؤمن، نور الابصار فی مناقب آل النبی المختار، قم، الشریف الرضی، بی‌تا.
  • صدوق، محمد بن علی، الامالی، تهران، کتابچی، ۱۳۷۶ش.
  • صدوق،‌ محمد بن علی، عیون اخبار الرضا(ع)، تحقیق و تصحیح مهدی لاجوردی، تهران،‌ نشر جهان، چاپ اول، ۱۳۷۸ق.
  • صدوق، محمد بن علی بن بابویه، کمال الدین و تمام النعمة، تصحیح علی اکبر غفاری، تهران، اسلامیه، چاپ دوم، ۱۳۹۵ق.
  • صفار، محمد بن حسن، بصائر الدرجات فی فضاؤل آل محمد(ص)، تحقیق و تصحیح محسن کوچه باغی،‌ قم، مکتبه‌ آیت الله مرعشی نجفی، چاپ دوم، ۱۴۰۴ق.
  • طباطبايی، محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت، موسسة الاعلمی للمطبوعات، ۱۳۹۰ق.
  • طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، مقدمه: محمدجواد بلاغی، تهران، ناصر خسرو، ۱۳۷۲ش.
  • طبری آملی، عمادالدین محمد بن ابی‌القاسم، بشارة المصطفی لشیعة المرتضی، نجف، المکتبة الحیدریة، چاپ دوم، ۱۳۸۳ق.
  • طبری، محب الدین، ذخائر العقبی فی مناقب ذوی القربی، قاهره، مکتبة القدسی، ۱۳۵۴ق.
  • طبری آملی، محمد بن جریر، المسترشد فی امامة علی ابی ابی‌طالب، تصحیح احمد محمودی، قم، کوشانپور، ۱۴۱۵ق.
  • طبری، محمد بن جریر، تاریخ الامم و الملوک، تحقیق محمد ابوالفضل ابراهیم، بیروت، دار التراث، ۱۳۸۷ق/۱۹۶۷م.
  • طوسی، محمد بن حسن، الامالی، تصحیح مؤسسه البعثته، قم، دار الثقافه، ۱۴۱۴ق.
  • عاصمی، احمد بن محمد، العسل المصفی من تهذیب زین الفتی فی شرح سورة هل أتی، تحقیق محمد باقر محمودی، قم، مجمع إحیاء الثقافة الاسلامیه، ۱۴۱۸ق.
  • عیاشی، محمد بن مسعود، تفسیر العیاشی، تصحیح سید هاشم رسولی محلاتی، تهران، المطبعة العلمیه، ۱۳۸۰ق.
  • فتال نیشابوری، محمد بن احمد، روضة الواعظین و بصیرة المتعظین، قم، انتشارات رضی، ۱۳۷۵ش.
  • فخر رازی، محمد بن عمر، التفسیر الکبیر (مفاتیح الغیب)، بیروت، دار احیاء التراث العربی، ۱۴۲۰ق.
  • قمی، علی بن ابراهیم، تفسیر القمی، تصحیح طیب موسوی جزائری، قم، دار الکتاب، ۱۴۰۴ق.
  • قندوزی، سلیمان بن ابرهیم، ینابیع المودة لذوی القربی، قم، اسوه، ۱۴۲۲ق.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تصحیح علی‌اکبر غفاری و محمد آخوندی، تهران، دار الکتب الاسلامیه، ۱۴۰۷ق.
  • گنجی شافعی، محمد بن یوسف، کفایة الطالب فی مناقب علی بن ابی‌طالب، تصحیح محمدهادی امینی، تهران، دار احیاء التراث اهل البیت، ۱۴۰۴ق/۱۳۶۲ش.
  • مجلسی، محمدباقر، بحار الانوار، بیروت، دار احیاء التراث العربی، ۱۴۰۳ق.
  • مغنيه، محمدجواد، الحسين و بطلة كربلاء، تصحیح سامی عزیری، قم، دار الکتاب اسلامی، ۱۴۲۶ق/۲۰۰۵م.
  • مفید، محمد بن محمد، الامالی، تحقیق و تصحیح حسین استاد ولی و علی اکبر غفاری، قم، کنگره شیخ مفید، چاپ اول، ۱۴۱۳ق.
  • مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الکتب الاسلامیه، ۱۳۷۴ش.
  • نسائی، احمد بن شعیب، السنن الكبرى، تحقیق حسن بن عبدالمنعم علی خراسانی، بیروت، مؤسسة الرسالة، ۱۴۲۱ق/۲۰۰۱م.
  • نسائی، احمد بن شعیب، خصائص امیرالمؤمنین علی بن ابی‌طالب، تحقیق احمد میرین بلوشی، کویت، مکتبة المعلا، ۱۴۰۶ق.
  • نعمانی، محمد بن ابراهیم، الغیبة للنعمانی، تصحیح علی‌اکبر غفاری، تهران، نشر صدوق، ۱۳۹۷ق.
  • نیشابوری، مسلم بن حجاج، صحیح مسلم، تحقیق محمد فؤاد عبد الباقی، بیروت، دار احیاء التراث العربی، بی‌تا.

بهرنې اړیکه