کفایة الاصول (کتاب)

د wikishia لخوا
کفایه الاصول

کِفایةالاصول په عربۍ ژبه د فقې د اصولو د یوې دورې (کورس) لرونکی د آخوند خراساني (وفات۱۳۲۹ق) لیکلی کتاب دی. آخوند خراساني د ملا هادي سبزواري، شیخ انصاري او میرزای شیرازي له شاګردانو او د تقلید له مراجعو دی.

کفایه د تالیف له وخته تر اوسه په علمیه حوزو ( دیني مدرسو) کې په لوړه سویه درسي متن او د فقهې د اصولو د درس خارج د بحثونو چورلیز پاتې شوی دی. له دې امله په دې باندې کابو ۲۰۰ شرحې، لمن لیکونه او تعلیقونه لیکل شوې دي. د کتاب مطالب ډېر کره او منظم ګڼل شوې دي. د مفاهیمو د بیان لپاره د لنډو عبارتونو استعمال هم د کفایې له ادبي ځانګړنو بلل شوی دی.

کفایة الاصول د لیکوال د ژوند په زمانه کې او له هغه وروسته په ځلونو چاپ او خپور شوی دی. همدا راز یوه نسخه یې د آخوند خراساني په لیک د ایران د اسلامي شورا په کتابتون کې ساتل کیږي. دا کتاب په ۱۴۰۹ ق کال کې د آل البیت موسسې په تصحیح سره په ۵۵۴ مخونو کې خپور شوی دی.

لیکوال

اصلي مقاله: محمد کاظم خراساني

محمد کاظم خراساني (۱۲۵۵-۱۳۲۹ق) چې په آخوند خراساني مشهور دی په نجف کې مېشته د تقلید مرجع او په ایران کې د مشروطه غورځنګ له ملاتړو څخه و.[۱] ملاهادي سبزواري، میرزای شیرازي او شېخ انصاري یې له استادانو وو.[۲] هغه په فقې اصول، فقه او فلسفې کې ځینې اثار لیکلي دي.[۳] تر ټولو مشهور یې کفایة الاصول کتاب دی چې د لیکلو په سبب یې د صاحب کفایه په لقب مشهور شوی دی.

اهمیت

کفایة الاصول د علیمه حوزو د فقې د اصولو له درسي متنونو پاتې شوی او ډېرې شرحې او لمن لیکونه پرې لیکل شوې دي.[۴] په «کتابشناسی کتب درسی حوزه- کفایة الاصول» مقالې کې په کفایې د لیکل شویو کابو ۲۰۰ شرحو او تعلیقو ذکر راغلی دی.[۵]

د قم د علمیه حوزې د خارج درس د استاد احمد عابدي په لیکنه تر اوسه د کفایة الاصول هومره کره، منظم او د بیان د ښکلا لرونکی کتاب نه دی لیکل شوی له دې امله دا کتاب د علمیه حوزې د فقې د اصولو د درس خارج چورلیز ګرځېدلی او هر کتاب چې له دې وروسته لیکل شوی، د هغې له رودې، ترتیب او د بحثونو له نظمه متاثره دی.[۶]

ویل شوي چې آخوند خراساني کفایه له ۱۳۲۱ق وروسته لیکلې ده.[۷] کفایه د اخوند خراساني تر ټولو مشهور کتاب دی او له دې امله چې تر ټولو د وروستیو اصولي نظرونو او بنسټونو او د علم اصول تر ټولو د اساسي بحثونو لرونکی دی د نورو اثارو په پرتله یې زیات اهمیت لري.[۸] همداراز د کفایې د لیکلو هدف یې له اضافي خبرو د فقې د اصولو د علم پاکول ګڼلې دي؛[۹] سره له دې ویل کیږي چې دا کتاب د علم اصول یوه کامله دوره لري.[۱۰]

د لیکلو روده او علمي روش

د آقا بزرګ تهراني په وینا، آخوند خراساني له صاحب فصول او صاحب قوانین شیخ انصاري مخکې فلسفي مسایل په اصولو کې داخل کړې دي[۱۱] ویل شوې چې هغه په کفایه کې له اویا اسلامي فلسفي قاعدو استفاده کړې ده.[۱۲]

د کفایې د لیکلو له ځانګړنو، له لنډو عبارتونو او لږو الفاظو استفاده ده. د کفایي خراساني په وینا، اخوند په کفایه کې په لنډو عبارتونو سره د تېرو اصولیانو رایې نقل کړي دي، بیا یې د هغي پیاوړې او کمزوري ټکي بیان او بیا یې د دلیل په راوړلو سره خپل نظر بیان کړی دی.[۱۳]

مینځ پانګه

کفایة الاصول د اصول فقه د بحثونو یوه بشپړه دوره (کورس) ده چې د مولف تر زمانې پورې ترټولو نوې اصولي ارائې او همداراز د هغوي کره کتنه او جاجونه لري.[۱۴]

دغه کتاب یوه سریزه، اته مقصده (برخې) او یوه خاتمه (وروستۍ برخه) لري.

  • سریزه: چې په کې د علم، د فقې د اصولو د علم موضوع، د لغتونو او معنو د وضع کولو څرنګوالی، حقیقي او مجازي استعمال، اشتراک او ترادف، حقیقت شرعیه، صحیح او اعم او مشتق اصولې شامل دي.
  • لومړی مقصد: اوامر( د ا چې حقیقت مطلق طلب امر دی که وجوبي طلب؟، او داسې نور بحثونه)
  • دوهم مقصد:نواهي (داسې بحثونه لکه ایا د یو داسې عمل کول چې په یو عبادت یو شرعي عقد کې منع شوی د هغه ټول عبادت یا معاملې د بطلان سبب کیږي؟)
  • دریم مقصد: ( د شرط مفهوم، د وصف مفهوم، د غایت مفهوم، د استثنا مفهوم او په جمله کې د عدد مفهوم په شان مفاهیم)
  • څلورم مقصد: عام او خاص
  • پینځم مقصد: مطلق و مقید، مجمل و مبین.
  • شپږم مقصد: امارات معتبر شرعی و عقلی (لکه د قطع و ظن، اجماع، خبر واحد، قیاس احکام).
  • اوم مقصد: علمیه اصول (برائت، تخییر، احتیاط و استصحاب).
  • اتم مقصد د شرعیه دلیلونو تعارض: (تعادل و تراجیح).
  • خاتمه: اجتهاد او تقلید.[۱۵]

چاپ

اوس د آخوند خراساني په لیک د کفایة الاصول اصلي نسخه موجوده ده چې د ایران د اسلامي شورا په کتابتون کې ساتل کیږي[۱۶] د دې یوه نسخه د لیکوال په ژوند کې هم چاپ شوې ده. دا نسخه د اخوند زوي د هغه نسخې په اساس چې اخوند تدریسوله ، تصحیح کړې ده.[۱۷]

کفایة الاصول په ځلونو هم جدا او هم له شرحو او لمن لیکونو سره چاپ شوی دی.[۱۸] دا کتاب په فارسۍ، اردو، انګریزۍ او جاپانۍ هم ژباړل شوی دی.[سرچینې ته اړتیا]

آل البیت موسسې په ۱۴۰۹ ق کال کې کفایه په ۵۵۴ مخونو کې تصحیح کړې ده. په دې تصحیح کې، ایتونه روایتونه او د اصولیانو اراء مستند کړی شوې دي. همداراز سید جواد شهرستاني په هغه د ۳۴ مخونو یوه سریزه لیکلې او پکې، په علمیه حوزو کې د علم اصولو د تاریخچې، کتاب او مولف په اړه خبرې شوې دي.[۱۹]

شرحه، لمن لیک او تعلیقه

په څوارلسمې پېړۍ کې د شیعه کتاب پيژاند آقا بزرګ تهران په وینا کفایه د نجف د علمیه حوزې درسي کتاب و او له دې امله پرې ډېرې شرحې او لمن لیکونه لیکل شوې دي. ځینې یې نه دي چاپ شوې او د ځینو پېژندل یې ممکن هم نه دي.[۲۰] په المصلح المجاهد کتاب کې چې د اخوند خراساني په اړه لیکل شوی، په دې کتاب د ۶۰ حاشیو یادونه شوې ده.[۲۱] همداراز ناصر باقري هندي په خپله مقاله «کتابشناسی کتب درسی حوزه- کفایة الاصول» کې پر کفایې دوه سوه شرحې، لمن لیکونه او تعلیقې معرفي کړې دي.[۲۲] چې ځینې یې دا دي:


  • تعلیقة القوچانی علی کفایة الاصول، لیک د آخوند خراساني د شاګرد علی قوچاني،
  • الحاشیه علی الکفایة، لیک د ابوالحسن مشکینی اردبیلی (وفات ۱۳۵۸ق)، د آخوند خراسانی او علی قوچاني له شاګردانو
  • شرح کفایةالاصول، لیک د علی محمدی خراسانی، په فارسۍ ژبه په ۵ ټوکو کې
  • حاشیةالکفایة، لیک د علامه طباطبایي
  • عنایة الاصول فی شرح کفایة الاصول، لیک د سید مرتضی فیروزآبادي (وفات ۱۴۰۹ق) د میرزا ابوالحسن مشکیني له شاګردانو.

پر دې سربېره آقابزرگ تهراني. سیدابراهیم حسیني نجفي(زوکړه ۱۳۰۸ق)، محمدابراهیم کلباسي (زوکړه ۱۳۲۲ق)، میرزا احمد د آخوند خراساني زوی او سیداحمد بن سید علی‌اصغر شهرستاني له هغو کسانو بللي چې په کفایې یې شرحې لیکلې دي.[۲۳]

په شعر کې کفایه

د ادب الطف کتاب په وینا، شیخ علی الجُشّي چې د قطیف له عالمانو څخه دی، کفایه الاصو کتاب ته په شعر طریقه کې کړې ده.[۲۴]

فوټ نوټ

  1. باقری بیدهندی، «کتابشناسی کتب درسی حوزه(۲)-کفایة الاصول»، ص۳۹.
  2. باقری بیدهندی، «کتابشناسی کتب درسی حوزه(۲)-کفایة الاصول»، ص۳۸.
  3. وګورئ: آخوند خراسانی، کفایة الاصول، ۱۴۰۹ق، مقدمه شهرستانی، ص۲۲.
  4. آقابزرگ تهرانی، الذریعه، ۱۴۰۳ق، ج۶، ص۱۸۶-۱۸۸.
  5. باقری، «کتابشناسی کتب درسی حوزه(۲) کفایة الاصول»، ش۳۲، ص۴۰-۴۷.
  6. عابدی، «حاشیه‌ای دیکر بر کفایة الاصول»، ص۴۸.
  7. کفایی خراسانی، «بیان و شرحی مختصر از حیات و شخصیت آخوند ملا محمدکاظم خراسانی (۱۲۵۵-۱۳۲۹ق)»، ص۴۰.
  8. کفایی خراسانی، «بیان و شرحی مختصر از حیات و شخصیت آخوند ملا محمدکاظم خراسانی (۱۲۵۵-۱۳۲۹ق)»، ص۴۰.
  9. مهدوی‌راد، «تصحیح تازه کفایة الاصول»، ص۳۵.
  10. محمدى، شرح كفایة الاصول‏، ۱۳۸۵ش، ج۱، مقدمه، ص۴.
  11. آقابزرگ تهرانی، الذریعه، ۱۴۰۳ق، ج۶، ص۱۸۶.
  12. انتظام، پیشفرض‌های فلسفی در علوم اصول، ص۲، به‌نقل از موسوی، «گستره‌ی نفوذ فلسفه در اصول فقه شیعه (با تکیه بر کفایة الاصول آخوند خراسانی)»، ص۱۴۹.
  13. کفایی خراسانی، «بیان و شرحی مختصر از حیات و شخصیت آخوند ملا محمدکاظم خراسانی (۱۲۵۵-۱۳۲۹ق)»، ص۴۰.
  14. محمدى، شرح كفایة الاصول‏، ۱۳۸۵ش، ج۱، مقدمه، ص۴.
  15. وګورئ: آخوند خراسانی، کفایةالاصول، ۱۴۰۹ق، فهرست کتاب، ص۵۲۱-۵۵۰.
  16. مهدوی‌راد، «تصحیح تازه کفایة الاصول»، ص۳۵.
  17. مهدوی‌راد، «تصحیح تازه کفایة الاصول»، ص۳۵.
  18. مهدوی‌راد، «تصحیح تازه کفایة الاصول»، ص۳۵.
  19. مهدوی‌راد، «تصحیح تازه کفایة الاصول»، ص۳۵.
  20. آقابزرگ تهرانی، الذریعه، ۱۴۰۳ق، ج۶، ص۱۸۶-۱۸۸.
  21. مشکینی، حواشی المشکینی علی الکفایه، ج۱، ص۲۶.
  22. باقری، «کتابشناسی کتب درسی حوزه(۲) کفایة الاصول»، ش۳۲، ص۴۰-۴۷.
  23. آقابزرگ تهرانی، الذریعه، ۱۴۰۳ق، ج۶، ص۱۸۶-۱۸۸.
  24. شبر، ادب‌الطف، ۱۴۰۹ق، ج۱۰، ص۱۲۳.

سرچينې