کلیم الله (لقب)
کَلیمُ الله (د هغه چا په معنا چې خدای ورسره خبرې وکړې) د حضرت موسی(ع) ځانګړی لقب و[۱] او هغه ته یې له دې امله چې خدای ورسره بې واسطې خبرې وکړې، کلیم الله ویلې دي.[۲] له حضرت موسی سره د دغه لقب ځانګړېدل یې د هغه لپاره یو فضیلت ګڼلی دی.[۳]
د نساء سورې د ۱۶۴ ایت له مخې خدای تعالی له موسی(ع) سره خبرې وکړې: «کَلَّمَ الله مُوسی تَکْلیماً؛ خدای له موسی سره خبرې وکړې»[۴] د اعراف سورې په دوو ایتونو ۱۴۳ او ۱۴۴ کې هم له موسی سره د خدای د خبرو کولو ذکر راغلی دی.[۵] لکه څنګه چې د طه سورې په ۱۱ ایت کې هم د نُودِی (ندا ورکړی شوه) په عبارت سره دغه ځانګړنې ته اشاره شوې ده. دغه ډول خبرې اترې ځینې مسلمانو[۶] او یهودي[۷] عالمانو له حضرت موسی سره ځانګړې ګڼلې دي.[۸] یهودیانو ته د حضرت موسی لپاره د کلیم الله د صفت په وجه «کلیمي» ویل کیږي.[۹]
ځینې عالمان باوري دي چې خدای تعالی په معراج کې د اسلام له پېغمبر سره هم خبرې وکړې او روایتونه په دغه خبرو کولو دلالت کوي.[۱۰] دوي باوري دي چې له خدای سره بې واسطې خبرې کول له حضرت موسی(ع) او د اسلام له پېغمبر(ص) سره مخصوص دي.[۱۱] د خدای د خبرو کول یې بې له جسمه د خبرو کول ګڼلي دي؛ ځکه چې په ژبه د خبرو کول د جسم لرلو نښه ده حال دا چې خدای جسم نه دی.[۱۲]
د دولسمې پېړۍ د قران مفسر بُروسَوی په دغه ډول خبرو د موسی د اختصاص علت د حضرت موسی په وړوکوالي کې ګڼلی دی چې ژبه یې وسوزېده. خدای تعالی د دغه سوزېدو په بدل کې له هغه سره خبرې وکړې او هغه یې کلیم الله وباله.[۱۳] دا مفسر په دوام کې په یو شعر سره دغه واقعې ته اشاره کوي:
هر محنتی مقدمه راحتی بود | شد همزبان حق چو زبان کلیم سوخت[۱۴] |
ځینو مفسرانو د کلیم الله د لقب یو بل تقریر هم راوړی دی په دې ډول چې خدای په موسی(ع) په لومړۍ تجلۍ کې ځان «إِنِّی أَنَا رَبُّک؛ دا زه یم ستا رب» معرفي کړی او د موسی(ع) نبوت د خدای په کلام سره پېل شوی دی، له همدې امله یې هغه ته « کلیم الله» ویلې دي.[۱۵]
فوټ نوټ
- ↑ فضلالله، تفسیر من وحی القرآن، ۱۴۱۹ق، ج۲۰، ص۲۰۲
- ↑ طیب، أطیب البیان، ۱۳۷۸ش، ج۳، ص۳.
- ↑ زحیلی، التفسیر المنیر، ۱۴۱۸ق، ج۶، ص۳۵.
- ↑ سوره نساء، آیه ۱۶۴.
- ↑ طیب، أطیب البیان، ۱۳۷۸ش، ج۵، ص۴۵۳.
- ↑ شیخ طوسی، التبیان، بیروت، ج۳، ص۳۹۴؛ فخر رازی، التفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ج۱۱، ص۲۶۷.
- ↑ «لقب حضرت موسی به فارسی چه میباشد و نبوت ایشان چگونه بود؟»، انجمن کلیمیان تهران.
- ↑ قرشی، تفسیر احسن الحدیث، ۱۳۷۷ش، ج۱، ص۴۷۰؛ رشید رضا، المنار، ۱۹۹۰م، ج۳، ص۴.
- ↑ «لقب حضرت موسی به فارسی چه میباشد و نبوت ایشان چگونه بود؟»، انجمن کلیمیان تهران.
- ↑ بانو امین، مخزن العرفان، ۱۳۶۱ش، ج۲، ص۳۷۹.
- ↑ بروجردی، تفسیر جامع، ۱۳۶۶ش، ج۲، ص۴۶۲.
- ↑ مکارم شیرازی، یکصد و هشتاد پرسش و پاسخ، ۱۳۸۶ش، ص۷۵.
- ↑ بروسوی، تفسیر روح البیان، بیروت، ج۵، ص۳۷۲.
- ↑ بروسوی، تفسیر روح البیان، بیروت، ج۵، ص۳۷۲.
- ↑ قرائتی، تفسیر نور، ۱۳۸۳ش، ج۷، ص۳۲۸.
سرچينې
- بانو امین، مخزن العرفان در تفسیر قرآن، تهران، نهضت زنان مسلمان، ۱۳۶۱ش.
- بروجردی، سید محمدابراهیم، تفسیر جامع، تهران، انتشارات صدر، چاپ ششم، ۱۳۶۶ش.
- بروسوی، اسماعیل، تفسیر روح البیان، دارالفکر، بیروت، بیتا.
- رشیدرضا، تفسیر المنار، مصر، الهیئة المصریة العامة للکتاب، ۱۹۹۰م.
- زحیلی، وهبة بن مصطفی، التفسیر المنیر فی العقیدة و الشریعة و المنهج،دار الفکر المعاصر، بیروت، دمشق، چاپ دوم، ۱۴۱۸ق.
- شیخ طوسی، محمد بن حسن، التبیان فی تفسیر القرآن، مقدمه: شیخ آقابزرگ تهرانی، تحقیق: احمد قصیر عاملی، بیروت، داراحیاء التراث العربی، بیتا.
- طیب، سید عبدالحسین، اطیب البیان فی تفسیر القرآن، تهران، انتشارات اسلام، چاپ دوم، ۱۳۷۸ش.
- فخر رازی، محمد بن عمر، التفسیر الکبیر (مفاتیح الغیب)، بیروت، داراحیاء التراث العربی، چاپ سوم، ۱۴۲۰ق.
- فضل الله، سید محمدحسین، تفسیر من وحی القرآن، بیروت، دارالملاک للطباعة و النشر، چاپ دوم، ۱۴۱۹ق.
- قرائتی، محسن، تفسیر نور، مرکز فرهنگی درسهایی از قرآن، تهران، چاپ یازدهم، ۱۳۸۳ش.
- لقب حضرت موسی به فارسی چه میباشد و نبوت ایشان چگونه بود؟»، وبگاه انجمن کلیمیان تهران، تاریخ بازدید: ۱ اسفند ۱۴۰۲ش.
- مکارم شیرازی، ناصر، یکصد و هشتاد پرسش و پاسخ، تهران، دارالکتب الإسلامیة، ۱۳۸۶ش.