موسی (پیغمبر)
| دریم اولوالعزم پیغمبر | |
موسی "د طور په غره کې" د فرهاد رفیعي اثر | |
| نوم | موسی |
|---|---|
| په قرآڼ کې نوم | موسی |
| په قرآن کې د نوم تکرار | ۱۳۶ ځله په ۱۳۱ آیت له ۳۶ سورې |
| په مقدس کتابونو کې نوم | Moses |
| لقب | کلیم الله |
| زیږون | له حضرت ابراهیم څخه وروسته شاوخوا۲۵۰ کلونه په مصر کې |
| د عمر اوږدوالی | ۱۲۰ کاله |
| د اوسیدو ځای | مصر، مدین |
| مور او پلار | عمران • یُوکابَد |
| قوم | بني اسرائیل |
| د بعثت ځای | طور سیناء |
| وروسته له | حضرت ابراهیم |
| مخکې له | حضرت عیسی |
| ځای ناستی | هارون |
| کتاب | لس حکمونه • د موسی الواح • تورات (عهد قدیم) |
| دین | یهودیت |
| هم مهاله پیغمبر | هارون • شعیب |
| معجزې | د امسا په مار بدلیدل • له دریابه د بني اسرائیلو تېرېدل • ید بیضا |
| قرآني کيسه | بني اسرائیل سوره • د قبطي وژل • له دریابه د بني اسرائیلو تېرېدل • د بني اسرائیلو خوسکي پرستي • د خضر او موسی کیسه • مبارکه بقعه • موسی سره د خداي خبري کول |
| پیروان | آسیه د فرعون ښځه • د آل فرعون مؤمن • یهودیان |
| مخالفان | فرعون • سامري |
موسی(ع) له اولوا العزم پیغمبرانو څخه و او د شریعت خاوند و او د بني اسرائیلو مشر و. د حضرت موسی(ع) کیسې او معجزې د بل هر پیغمبر پرتله په قرآن کریم کې ډیرې ذکر شوي دي. د موسی(ع) له اصلي لقبونو څخه یو کلیم الله دی، هغه ته دا لقب ځکه ورکړل شوی و چې خدای پاک له هغه سره نیغ په نیغه او پرته له منځګړي خبرې کولې.
په قرآن کریم کې د موسی(ع) ځینې کیسې دا دي چې د هغه د یو الهي ولي سره یوځای کیدل، چې د شیعه روایتونو له مخې هغه حضرت خضر(ع) و، او د موسی(ع) په سیند کې د غورځولو کیسه. د وروستۍ کیسې له مخې، د موسی مور، له دې وېرې چې زوی به یې د فرعون د عسکرو له خوا ووژل شي، هغه یې په یوه صندوق کې واچاوه او سیند ته یې وغورځاوه. موسی د فرعون ماڼۍ ته ورسېد او هلته لوی شو. د موسی(ع) یو قبطي سړي سره د شخړې کیسه یوه بله قرآني کیسه ده، چې له مخې یې قبطي سړی ووژل شو او موسی(ع) اړ شو چې له مصر څخه وتښتي او مدین ته لاړ شي.
حضرت موسی(ع) په مدینه کې د حضرت شعیب(ع) له لور سره واده وکړ او لس کاله یې د شپون په توګه کار وکړ. هغه ته په څلوېښت کلنۍ کې، په طور سیمه کې، الهي وحی راغله او نبوت یې ترلاسه کړ، او تعلیمات او لارښوونې یې ترلاسه کړې، په شمول د توحید، د خدای د عبادت لازموالی، لمونځ کول، او د معاد مسله. هغه له خپل ورور هارون سره فرعون ته لاړ ترڅو له هغه څخه وغواړي چې بني اسرائیل خوشې کړي. خو فرعون، سره له دې چې د موسی(ع) معجزې یې ولیدلې، د هغه حقانیت یې ونه منه او د اسراییلو ځورولو ته یې دوام ورکړ. موسی د خدای په امر، د سمندر د جلا کېدو معجزې په مرسته، د اسراییلو سره له مصر وواته. په قرآن کریم او د معصومینو(ع) په روایتونو کې د حضرت موسی(ع) نورې معجزې هم بیان شوې دي. په شمول د همسا په مار بدلیدل او یدِ بیضا.
شیعه په دې باور دي چې ټول پیغمبران، په شمول د حضرت موسی(ع)، د زیږون څخه د خپل ژوند تر پای پورې له ګناه څخه پاک دي؛ خو، ځینو سني مفسرینو، په قرآن کریم کې د موسی(ع) د ژوند په ځینو پیښو تکیه یې کړې او د هغه د عصمت په اړه یې پوښتنې راپورته کړې دي، چې پکې د یو قبطي وژل او په غوسه کې د تختو غورځول شامل دي، چې په دې طریقه یې د هغه په عصمت باندې اعتراض کړی دی. شیعه مفسرینو د شواهدو په حواله ویلي دي چې دا قضیې د حضرت موسی(ع) عصمت سره په ټکر کې نه دي.
د حضرت موسی(ع)، د هغه د ژوند او د هغه د نبوت په اړه د هنر او لیکنې ډیر اثار تولید او خپاره شوي دي، په شمول د محمود فرشچیان لخوا د موسی(ع) د لکړې د مار په څیر مینیاتور بورډ. شاعرانو لکه سعدي شیرازي، مولوي، اقبال لاهوري او پروین اعتصامي هم د موسی په اړه شعرونه لیکلي دي. د حضرت موسی(ع) په اړه فلمونه هم جوړ شوي دي، په شمول د «لسو حکمونو» فلم.
موسی(ع) د بنیاسرائیلو له ټولو لوی پیغمبر
موسی بن عمران[۱] د بني اسرائیلو تر ټولو لوی پیغمبر او د هغه قوم مشر و[۲] چې هغوی یې د مصریانو له بند څخه آزاد کړل او د وعدې شوې ځمکې په لور یې روان کړل.[۳]
حضرت موسی(ع) د پنځو اولوالعزم پیغمبرانو څخه یو پیغمبر و،[۴] یعنی شریعت یې درلود.[۵] د موسی(ع) نوم په قرآن کریم کې ۱۳۶ ځله ذکر شوی دی[۶] او د هغه ډیرې معجزې په قرآن کریم کې بیان شوي دي.[۷] قرآن کریم د موسی(ع) د ژوند کیسې له نورو ټولو پیغمبرانو څخه زیاتې بیان کړي دي.[۸] هغه د حضرت شعیب(ع) زوم و.[۹] حضرت یوشع(ع) د موسی(ع) ځای ناستی او جانشین و.[۱۰]
«وَاذْکرْ فِی الْکتَابِ مُوسَی إِنَّهُ کانَ مُخْلَصًا وَکانَ رَسُولًا نَّبِیا...وَقَرَّبْنَاهُ نَجِیا؛ و په دی کتاب، د موسی (کیسه) یاده کړه، بې شکه چې هغه یو خالص شوی او رالیږلی شوی نبي و... او هغه مو په داسې حال کې ځان ته نږدی کړی چې راز مو ورته وویل»[۱۱]
قرآن کریم موسی(ع) د یو رسول او نبي په توګه معرفي کوي[۱۲] او هغه ته یې د هغه د رسالت او له خدای سره د خبرو اترو له سببه په خپل قوم باندې لوړاوې ورکړی دی.[۱۳] الواح (تختۍ)[۱۴] او تورات په موسی(ع) نازل شوي وو.[۱۵] هغه د آسماني کتاب او شریعت خاوند و[۱۶] او د هغه شریعت په الهي مذهبونو کې اسلام ته تر ټولو نږدې ګڼل کیږي.[۱۷]
د شیعه عالم محمد حسین فضل الله په وینا، د حضرت موسی(ع) رسالت په یوې ځانګړې ډلې یا ځای پورې محدود نه و؛ بلکې نړیوال او عمومي وه؛[۱۸] خو ځینې عالمان، د قرآن او تورات د آیتونو پر بنسټ، په دې باور دي چې د یهودي دین او تورات مخاطب یوازې د اسراییلو خلکو (د یعقوب اولاد) و او نورو امتونو ته خطاب نه لري.[۱۹]
خدای سره خبرې
د «کلیم الله» صفت (معنی هغه څوک چې خدای ورسره خبرې کړې وي) حضرت موسی(ع) سره ځانګړی ګڼل شوی دی؛[۲۰] البته، ځینې خلک په دې باور دي چې خدای د معراج په وخت کې د اسلام له پیغمبر سره هم نیغ په نیغه خبرې کړې دي.[۲۱]
خدای پاک له موسی(ع) سره نیغ په نیغه خبرې وکړې.[۲۲] ناصر مکارم شیرازي په دې باور دی چې خدای پاک به په فضا یا شیانو کې غږیزې څپې او کلمې پیدا کولې، او د هغه خبرې کول په دې ډول وو.[۲۳] له بلې خوا، سید محمد حسین طباطبایي په دې باور دی چې خدای دا یادونه نه ده کړې چې هغه څنګه خبرې کولې، او موږ هم د دې خبرو اترو ماهیت د قرآن له تفسیرونو څخه نشو ترلاسه کولی.[۲۴] د هغه په وینا، موسی(ع) سره د خدای خبرې د یو منځګړي له لارې[۲۵] او حقیقي وې چې که څه هم عادي اغیزې یې درلودې، خو د خولې په څیر مادي غړو او جوارحو ته یې اړتیا نه وه.[۲۶]
ژوند لیک
حضرت موسی(ع)، د عمران زوی، د یعقوب د زوی لاوي له اولادې څخه ګڼل شوی دی.[۲۷] د هغه د پلار نوم په تورات کې عمرام دی، چې په عربي ژبه کې د عمران په نوم راغلی دی، او مسلمانانو هم ورته عمران وویل.[۲۸] حضرت موسی(ع) د حضرت ابراهیم(ع) له وفات څخه شاوخوا ۲۵۰ کاله وروسته زیږیدلی و.[۲۹] مسعودي په اثبات الوصیه کې وایي چې د موسی او ابراهیم(ع) ترمنځ واټن ۴۶۸ کاله و.[۳۰]
موسی(ع) په هغه وخت کې زیږیدلی و چې فرعون د بني اسراییلو د زامنو د وژلې او د هغوي د لوڼو د اسیرولو امر کړی و.[۳۱] د تورات له مخې، فرعون، له دې وېرې چې اسراییل واک ترلاسه نه کړي او له خپلو دښمنانو سره یوځای نه شي، د هغوي د زامنو د وژلو امر یې وکړ.[۳۲] ناصر مکارم شیرازي، چې یو شیعه مفسر دی، په دې باور دی چې د قرآن کریم د آیتونو پر بنسټ، فرعون د بني اسراییلو د کمزوري کولو لپاره د بني اسراییلو د زامنو د وژلو امر وکړ.[۳۳] ځینو د فرعون د دې حکم سبب د هغه خوب ګڼلی دی. فرعون یو خوب لیدلی و چې د مصر په لور یو اور راغلی او مصریان وژني، پرته له دې چې بنی اسراییلو ته زیان ورسوي.[۳۴] د بل روایت له مخې، فرعون یو خوب لیدلی و چې په بني اسراییلو کې به یو ماشوم پیدا شي چې د هغه سلطنت به له منځه یوسي.[۳۵]
زوکړه او ماشومتوب، مصر ته تر تښتیدو پورې
د قرآن کریم د آیتونو له مخې، د حضرت موسی(ع) له زیږیدو وروسته، خدای پاک د هغه مور (یوکابَد)[۳۶] ته وحی وکړه چې خپل ماشوم ته دې شیدې ورکړي او کله چې د هغه د ژوند په اړه ویره ولرې،[۳۷] نو هغه په یوه صندوق کې واچوي[۳۸] او په سیند کې یې وغورځوي، او اندیښنه دې نه کوي او ویریږي دې نه.[۳۹]
د موسی مور د خپل زوی د شیدو ورکولو وروسته (د تورات له مخې، درې میاشتې)[۴۰] د احتمالي خطرونو له وېرې، د موسی مور هغه په یوه صندوق کې کېښود او سیند ته یې وغورځاوه[۴۱] او خپله لور یې په صندوق پسې واستوله.[۴۲] خدای، د موسی د مور د اندیښنې په سبب، هغې ته د زړه زور ورکړ.[۴۳] او زیرې یې ورکړ چې موسی به هغې ته بیرته راولي او هغه به له پیغمبرانو څخه وګرځوي.[۴۴]
د فرعون د کورنۍ یو غړي موسی له اوبو څخه راوویست.[۴۵] تورات دا کسه د فرعون لور ښايي.[۴۶] د قرآن له مخې، د فرعون میرمنې (آسیه)[۴۷] موسی(ع) خپل او د فرعون د سترګو تور وبله او هیله یې درلوده چې د هغې لپاره به ګټور وي یا حتی هغه د خپل زوی په توګه ومني.[۴۸]
وروسته له هغه چې موسی(ع) له سیند څخه وژغورل شو، هغه د هیڅ ښځې شیدې ونه منلې تر دې چې د موسی د خور په وړاندیز یې ورته مور راوسته، او په دې طریقه موسی(ع) خپلې مور ته راستون شو.[۴۹] ناصر مکارم شیرازي، د قرآن کریم د ګڼو آیتونو په دلیل سره په دې باور دی چې موسی(ع) خپلې کورنۍ سره په خپل کور کې لوی شو او کله کله به د فرعون میرمنې ته بوتلی کیده.[۵۰] مکارم شیرازي همدارنګ د فرعون حضرت موسی ته له دې خطابه «ایا موږ ته په ماشومتوب کې له ځان سره نه وې پاللې؟»[۵۱] دا ګټه اخستې ده چې موسی لږترلږه د یوې مودې لپاره د فرعون په ماڼۍ کې ژوند کړی دی.[۵۰] د تورات له مخې هم موسی(ع) د ماشومتوب په وخت کې له خپلې مور سره و او کله چې لوی شو، نو د فرعون ماڼۍ ته لاړ.[۵۲]
ویل کیږي چې حضرت موسی(ع) ته ځکه موسی ویل کیده چې هغه له اوبو او ونې څخه راونیوه. په قبطي ژبه کې «مو» د اوبو معنی لري او «سا» د ونې معنی لري.[۵۳]
په ځوانۍ کې موسی(ع) د یو اسراییلي او مصري ترمنځ په جګړه کې هغه مصری (قبطي) په یوه ګوزار سره وواژه.[۵۴] له دې پېښې وروسته، د فرعون چارواکو د هغه د وژلو پریکړه وکړه[۵۵] او هغه مصر ته وتښتېد.[۵۶]

په مدین کې ژوند، نبوت، او مصر ته راستنیدل
قبطي سړي سره د هغه له جګړې او د هغه له وژلو وروسته، موسی د حکومتي چارواکو څخه د خلاصي لپاره مدین ته وتښتید.[۵۷] هلته، هغه د دوو شپنو نجونو (چې نومونه یې صفراء او لیا وو[۵۸] سره مرسته وکړه چې خپلو څاروو ته اوبه ورکړي.[۵۹] د دې نجونو پلار، چې په روایتونو او تاریخونو کې د حضرت شعیب(ع) په نوم یاد شوی دی،[۶۰] د موسی(ع) د کیسې له اوریدو وروسته، هغه راوغوښت[۶۱] او هغه ته یې د کار او خپلې لور سره د واده وړاندیز وکړ.[۶۲]
موسی(ع) په مدین کې پاتې شو او د شعیب(ع) له لور سره یې واده وکړ او د هغه د پسونو د څرولو مسؤلیت یې په غاړه واخیست.[۶۳] د قرآن او شیعه تفسیرونو له مخې، موسی(ع) د شعیب(ع) سره لس کاله په مدین کې ژوند وکړ او د شپون په توګه یې کار کاوه.[۶۴] له هغې وروسته، د مدین څخه مصر ته د راستنیدو په لاره کې، د شپې هغه او د هغه کورنۍ لاره ورکه کړې وه،[۶۵] هغه د طور له لورې اور ولید او لاړ چې له هغه ځایه څه خبر یا لږ اور راوړي.[۶۶] موسی اور ته نږدې شو. د هغه ځای له ښۍ خوا او د ونې له منځه غږ راغی: «ای موسی، زه خدای یم، د ټولو جهانونو رب.»[۶۷] «یوازې زما عبادت وکړه او زما د یاد لپاره لمونځ وکړه.»[۶۸]
موسی(ع) د سینا په غره کې په پیغمبرۍ غوره شو[۶۹] او خدای هغه ته امر وکړ چې خپله امسا وغورځوي[۷۰] او هغه هغه وغورځوله؛ او ناڅاپه په مار بدله شوه.[۷۱] هغه ته امر وشو چې مه وېرېږه او پورته یې کړه، چې امسا به بیرته خپل اصلي شکل ته راشي؛[۷۲] او همدارنګ ورته امر وشو چې خپل لاس په خپل ترخ کې دننه کړي، چې په پایله کې یې لاس سپین او ځلیدونکی شو.[۷۳] د طور په غره کې د موسی(ع) لخوا د دې معجزو ترسره کول د فرعون په وړاندې د دې کارونو د ترسره کولو لپاره د موسی(ع) چمتووالی ګڼل کیږي.[۷۴]
د دعوت شورو تر له مصره د بنی اسرائیلو وباسلو
د قرآن د آیتونو له مخې، موسی(ع) د خدای له خوا فرعونیانو ته ولیږلی شو.[۷۵] موسی خدای پاک ته وویل چې هغه ویریږي چې هغوي به یې دروغجن وګڼي،[۷۶] او هغه یې د دروغجن ګڼلو زغم نه لري.[۷۷] او د هغه ژبه فصیحه نه وه،[۷۸] او فرعونیان دا ګمان کوي چې موسی د یو قبطي په وژلو کې مجرم دی.[۷۹] او هغه له خدایه وغوښتل چې هارون هم خپل رسول وټاکي.[۸۰] بیا موسی خپل ورور هارون سره یوځای، فرعون ته ورغلل[۸۱] او د بني اسراییلیو د خوشې کولو غوښتنه یې وکړه.[۸۲]
موسی(ع) د امسا د مار کیدو او ید بیضا معجزه فرعون او د هغه ملګرو ته وښوده ترڅو خبره یې ومني؛[۸۳] خو فرعونیانو په هغه باندې د جادوګر تور ولګوه.[۸۴] بالاخره، د موسی د مقابلې لپاره یې د جادوګرانو یوه غونډه جوړه کړه. موسی(ع) د جادوګرانو جادو له منځه یوړ او جادوګرانو ایمان راوړ.[۸۵] خو، فرعون د موسی غوښتنې بلنه قبوله نه کړه او په مصریانو باندې وبلاګانې راغلې.[۸۶] خدای پاک موسی ته امر وکړ چې د شپې، سره د بني اسراییلو سره له مصر څخه ووځي.[۸۷] د بني اسراییلو له وتلو وروسته، فرعون او له خپلو ځواکونه سره په بني اسراییلو پسې لاړ.[۸۸] بني اسراییل له یوې خوا د دریاب او له بلې خوا د فرعون د پوځ په محاصره کې راغلل.[۸۹] حضرت موسی(ع) د خدای په حکم په خپله لکړه دریاب وواهه او په اوبو کې یوه لاره پرانیستل شوه.[۹۰] بني اسرائيل وژغورل شول؛[۹۱] خو د فرعونیان په اوبو کې غرق شول.[۹۲]
- همدارنګ وګورئ: د آل فرعون مؤمن او له دریابه د بني اسرائیلو تېرېدل
وعده شوي ځمکې ته د بني اسرائیلو هجرت
له مصریانو څخه له خلاصون څه موده وروسته، موسی میقات ته لاړ.[۹۳] د موسی په غیاب کې، بني اسراییلو د سرو زرو یو خوسی جوړ کړ او د هغه عبادت یې وکړ.[۹۴] د بني اسراییلو د خوسي عبادت له لیدلو وروسته، موسی په غوسه سره هغه دوه تختې وغورځولې چې د سینا په غره کې په هغه نازلې شوې وې او هغه یې ماتې کړې.[۹۵] خدای پاک هم بني اسراییل ملامت کړل.[۹۶] موسی(ع) د بني اسراییلو له اویا غوره شویو کسانو سره میقات ته لاړ.[۹۷] [یادونه ۱] په دوي کې ځینو کسانو په موسی(ع) باندې ایمان راوړلو لپاره دا شرط کیښود چې خدای په ویني.[۹۸]
د دې لپاره چې دا ثابته شي چې دوي د خدای پاک د لیدو توان نه لري، د برېښنا یوه څپه په غره ولګېده، چې ټول یې د ځلیدونکي رڼا او ویرونکي غږ له امله مړه شول.[۹۹] ځینو دا برېښنا یو عذاب ګڼلی دی.[۱۰۰] موسی(ع) خدای ته وویل: «ایا ته موږ د هغه څه لپاره هلاکوې چې زموږ احمقانو خلکو کړي دي؟»[۱۰۱] او له خدایه یې وغوښتل چې هغوي بیا ژوندي کړي. خدای د موسی غوښتنه ومنله او هغوي یې بیرته ژوندي کړل.[۱۰۲]

په بیابان کې لالهاندي
د فرعون له هلاکته وروسته، مقدسې ځمکې ته د رسیدو په لاره کې (د ځینو په وینا)[۱۰۳] چې ژمنه یې ورسره شوې وه، بني اسرائیل ځینې ځواکمنو کسانو سره مخ شول چې باید ورسره جنګیدلی وې.[۱۰۴] بني اسرائیلو له جګړې څخه انکار وکړ او موسی(ع) ته یې وویل: «ته او ستا خدای دې د هغوي جنګ ته لاړ شي، موږ به دلته پاتې شو.»[۱۰۵] خدای په هغوي باندې د څلوېښتو کلونو لپاره وعده شوي ځمکې ته ننوتل، حرام کړل.[۱۰۶] او ورته د څلوېښتو کلونو د لالهاندۍ او کډوالۍ سزا ورکړې شوه.[۱۰۷] د جلاوطنۍ په جریان کې، بني اسرائیل له ځینو ستونزو سره مخ شول چې خدای پاک هغه حل کړې.[۱۰۸] خدای په هغوي باندې د وریځو سیوری وکړ[۱۰۹] او د هغوي د لوږې د ختمیدو لپاره یې ورته «مَنّ و سَلوی» نازل کړل.[۱۱۰]
د قرآن کریم د آیتونو له مخې، موسی(ع) له خدایه د بني اسرائیلو لپاره اوبه وغوښتې، او خدای ورته امر وکړ چې خپله لکړه دې په یوه ډبره ووهي. په دې وهلو سره، له هغه ډبرې دولس چینې وبهېدې، چې د اسراییلو د قبیلو له شمیر سره سمې وې، او هرې قبیلې ځانګړې چینه درلوده.[۱۱۱]
ځینو د موسی(ع) دا کیسه او معجزه په دښته کې د ګرځېدو په وخت کې[۱۱۲] او ځینو یې له هغه وخت څخه مخکې ګڼلې ده.[۱۱۳] ویل کیږي چې د خدای د لیدلو د غوښتنې پيښه، د قارون په ځمکه کې ډوبیدل، د سامری د خوسي پيښه، د بني اسرائیلو د غوا پیښه، د الواحو نازلیدل او د غره د ټوټې کیدو پیښه، دا ټولې د موسی او د هغه د پیروانو په دشته کې د ګرځېدو په وخت کې رامینځته شوي دي.[۱۱۴]
وفات
حضرت موسی(ع) په صحرا کې د ګرځېدو پر مهال[۱۱۵] په ۱۲۰کلنۍ[۱۱۶] یا ۱۲۶کلنۍ کې[۱۱۷] وفات شو. د پيغمبر(ص) د روايت له مخې، هغه ۱۲۶ کاله ژوند وکړ.[۱۱۸] د موسی(ع) وفات د مسیح(ع) له زیږیدنې څخه شاوخوا اوولس پیړۍ مخکې ګڼل شوی دی.[۱۱۹] د ځینو روایتونو له مخې، د هغه قبر پټ و.[۱۲۰]
نبوت
حضرت موسی(ع) ته په څلوېښت کلنۍ کې،[۱۲۱] د سینا په غره کې[۱۲۲] د یوې ونې له خوا وحي راغله[۱۲۳] او هلته پیغمبرۍ ته ورسید.[۱۲۴] هغه له اولوالعزم پیغمبرانو څخه و.[۱۲۵] ځینې مفسرین د قرآن کریم د دې آیت د تفسیر پر بنسټ، «وَ أَنَا اخْتَرتُک؛ او ما ته د رسالت لپاره غوره کړې»[۱۲۶] په دې باور دي چې موسی هلته او په همدې ټکو سره پیغمبرۍ باندې مبعوث شو.[۱۲۷] خدای پاک د خپل رسالت له اعلانولو وروسته هغه ته ځینې حکمونه ورکړل:
- زه خدای، ستا خدای يم.
- بې له ما بل خدای مه منه.
- زما له نامې چې ستا خدای یم، غلطه ګټه مه پورته کوه.
- د سبت ورځ(شنبه) په یاد ولره او هغه مقدسه وګڼه.
- د خپلو والدینو درناوی وکړه.
- قتل مه کوه.
- زنا مه کوه.
- غلا مه کوه.
- دروغ مه وایه.
- د نورو شتمنۍ او ناموس ته د حرص په سترګه مه ګوره.
لومړی یې له توحیده پیل وکړ[۱۲۸]: «ای موسی، زه خدای یم، د ټولو جهانونو رب.»[۱۲۹] بیا یې د خدای د عبادت امر وکړ.[۱۳۰] امر یې وکړ چې لمونځ د خدای د یاد لپاره وکړئ.[۱۳۱] بیا یې د معاد موضوع مطرح کړه.[۱۳۲]
لس امرونه او تورات
لس امرونه هغه حکمونه وو چې په تختو لیکل شوي وو او حضرت موسی(ع) باندې نازل شوو.[۱۳۳] له تورات څخه مراد د موسی(ع) پنځه کتابونه دي. یهودیان دا کتابونه په موسی(ع) باندې نازل شوي ګڼي.[۱۳۴] هغه اسفار (کتابونه) دا دي: سِفر تکوین (پیدایښت)، خروج، لاویان، اعداد او تثنیه.[۱۳۵] البته، کله کله تورات ټول د یهودیانو مقدس کتاب ته هم ویل کیږي.[۱۳۶] مسلمانان په دې باور دي چې تورات کې تحریف او بدلون شوی دی.[۱۳۷]
شریعت
مفسرین د قرآن کریم د ځینو آیتونو پر بنسټ موسی(ع) له هغو پیغمبرانو څخه ګڼي چې د کتاب او شریعت څیښتن و.[۱۳۸] شریعت په یوې ځانګړي معنی کې هغه دودونه او مقررات دي چې خدای پاک د خپلو بندګانو لپاره تشریع کړي دي چې فقهي او اخلاقي حکمونه پکې شامل دي.[۱۳۹]

په قرآن کې د موسی(ع) شریعت
مفسرینو د موسی(ع) د شریعت په اړه د قرآن کریم آیتونه په دریو ډلو ویشلي دي:[۱۴۰]
- د آیتونو یوه ډله[۱۴۱] فرعون او قبطیانو ته د موسی(ع) لیږل بیانوي.[۱۴۲]
- بله ډله دا په ګوته کوي چې بني اسرائیلو ته د د موسی(ع) لیږل له یو کتاب سره وو.[۱۴۳] ځینو مفسرینو په دې آیتونو کې د «کتاب» مطلب تورات ګڼلی دی،[۱۴۴] چې په کې د توحید سربیره،[۱۴۵] د بني اسراییلو لپاره د موسی(ع) شریعت حکمونه اوامر او نواهي ذکر شوي دي.[۱۴۶]
- بله ډله یې د موسی(ع) د بلنې[۱۴۷] عمومیت او د هغه د شریعت نه یوازې د بني اسرائیلو لپاره، بلکې د ټولو خلکو لپاره معتبر شونې باندې دلالت کوي.[۱۴۸]
په تورات کې د موسی(ع) شریعت
د ځینو څیړونکیو په وینا، د موسی(ع) شریعت ۶۱۳ شرعي حکمونه لري.[۱۴۹] په دې کې، ۲۴۸ حکمونه د واجباتو او ۳۶۵ د شرعي محرماتو په هکله دي.[۱۵۰] یو له هغو اصلي سرچینو څخه چې یهودیان ترې خپل شرعي آداب او حکمونه اخلي د موسی(ع) احکام دي، کوم چې په تورات کې، په ځانګړې توګه په دریو کتابونو لاویان، اعداد او تثنیه کې دي چې د تورات له پینځو اسفارو څخه دي:[۱۵۱]
- سِفر لاویان (د تورات له پنځو سِفرو څخه دریم سِفر) چې په کې د کاهنانو قوانین او احکام او د هغوی قربانۍ او نذرونه دي.[۱۵۲] همدارنګ په کې د حلال او حرام غوښو څارویو قانونونه او حکمونه دي،[۱۵۳] طهارت او نجاست،[۱۵۴] د ګناهونو کفاره،[۱۵۵] جنسي جرمونه لکه زنا او د ګناهونو سزا،[۱۵۶] د مقدسو اخترونو مقررات،[۱۵۷] او د وقف حکمونه[۱۵۸] په کې بیان شوي دي.
- د اعداد کتاب (د تورات له پینځو سِفرو څخه څلورم سِفر) د هغو ښځو په اړه ځینې قوانین لري چې د خپلو میړونو لخوا ورسره زیاتې کیږي،[۱۵۹] د قتل د حرمت او د هغې د سزاګانو حکمونه،[۱۶۰] د نذرونو حکمونه،[۱۶۱] د قربانۍ حکمونه،[۱۶۲] د کاهنانو او لاویانو دندې،[۱۶۳] او د غنیمتونو ویش،[۱۶۴] په کې راغلي دي.
- په تثنیه کتاب کې (له پینځو سِفرو څخه اخرنۍ سِفر) لاندې حکمونه بیان شوي دي: لس امرونه،[۱۶۵] د شخړو د حل لپاره د قاضیانو ټاکل،[۱۶۶] په محکمه کې شهادت،[۱۶۷] د جګړې قوانین او حکمونه،[۱۶۸] او د واده حکمونه.[۱۶۹]
معجزې
د اسراء سوره د ۱۰۱ آیت او د نمل سوره د ۱۲ آیت له مخې، حضرت موسی(ع) نهه نښې او معجزې درلودې. مسلمان مفسرین د دې نهو معجزو په اړه اختلاف لري.[۱۷۰] د علامه طباطبايي او مکارم شیرازي په وینا، هغه معجزې دا دي: د امسا په یو لوی مار بدلیدل، ید بیضا (د لاس ځلا)، د طوفان لیږل، ملخان، چنګښې، سپږې، د وینې مصیبت، قحط او د میوو کمښت.[۱۷۱] دا نهه معجزې هغه معجزې دي چې موسی(ع) د فرعون او د هغه د بلنې په وړاندې راوړې وې؛ او که نه نو د هغه معجزې له نهو څخه زیاتې وې.[۱۷۲]
قرآن کریم د حضرت موسی(ع) شپاړس معجزې ذکر کړې دي، او ځینې معجرې یې په څو آیتونو کې ذکر شوي دي: د دریاب جلا کیدل یې په اوولسو آیتونو کې،[۱۷۳] د امسا په لوی مار بدلیدل په اتو آیتونو کې،،[۱۷۴] د لاس ځلیدل په پنځو آیتونو کې،[۱۷۵] د بني اسرائیلو په سرونو باندې د غره پورته کیدل په څلورو آیتونو کې،[۱۷۶] د بني اسرائیلو پر سر د برېښنا نازلیدل په دریو آیتونو کې،[۱۷۷] او د بني اسرائیلو لپاره د من او سلوا (خواړو) نازلیدل د قرآن کریم په دریو آیتونو کې راغلي دي.[۱۷۸] نورې معجزې یې دا دي: د ورېځو څخه د چترۍ په توګه کار اخیستل،[۱۷۹] د خلکو له پوزې وینې بهېدل یا په وینو به ککړېدل او د نیل سیند به د څښلو وړ نه و،[۱۸۰] وچکالي،[۱۸۱] د طوفان رالیږل،[۱۸۲] ملخان،[۱۸۳] سپږې[۱۸۴] او چیندخې،[۱۸۵] او همدارنګه د بني اسرائیلو د وژل شوي کس بیا راژوندي کېدل.[۱۸۶]
د امسا په مار بدلیدل
د موسی(ع) د امسا د مار په توګه د بدلېدو معجزه په پنځو قرآني سورتونو او اتو آیتونو کې ذکر شوې ده.[۱۸۷] د قرآني آیتونو له مخې، د موسی(ع) امسا په دریو پیښو کې په مار بدله شوه:
- د طور په غره کې د امسا بدلېدل: د هغه څه له مخې چې قرآن په دریو سورتونو قصص، نمل او طه کې راغلي دي،[۱۸۸] وروسته له هغه چې د حضرت موسی(ع) امسا په ځمکه وغورځېده،[۱۸۹] دا په «جانّ»[۱۹۰] یا «حیه»[۱۹۱] بدله شوه، چې د مار معنی لري.[۱۹۲]
- د فرعون په حضور کې د امسا په یوه لوی مار بدلېدل: د قرآن د آیتونو له مخې، کله چې موسی(ع) فرعون ته لاړ ترڅو هغه د حق لارې ته راوبولي، نو فرعون له هغه څخه د هغه د صداقت د ثابتولو لپاره شاهد وغوښت، او موسی(ع) خپله امسا په ځمکه وغورځوله، او هغه په «ثُعبان» بدله شوه،[۱۹۳] چې معنی یې یو لوی مار دی.[۱۹۴]
- د جادوګرانو په وړاندې امسا په مار بدلیدل: د هغه څه سره سم چې د شعراء، اعراف او طه په سورتونو کې ذکر شوي دي، وروسته له هغه چې موسی(ع) د فرعون په حضور کې خپله امسا په یو لوی مار بدله کړه[۱۹۵] او د فرعون د غوښتنې سره سم یې له جادوګرانو سره سیالي قبوله کړه، هغه خپله امسا په ځمکه وغورځوله او په یوه لوی مار بدله شوه او د جادوګرانو ټولې رسۍ، چې د مارانو په شان ښکارېدې وخوړې.[۱۹۶] دا پیښه د جادوګرانو د ایمان راوړلو لامل شوه[۱۹۷] خو فرعون د دوي هم انکار وکړ.[۱۹۸]
ید بیضا (ځلانده لاس)
د ید بیضا ځلانده لاس معجزه، چې ځینې مفسران لکه سید عبدالله شبر[۱۹۹] او فضل بن حسن طبرسي[۲۰۰] یې د ځلیدونکي لاس په معنې ګڼي، او ځینې مفسران لکه شیخ طوسي[۲۰۱] او محمد جواد مغنیه[۲۰۲] هغه سپين لاس یاد کړی دی، د حضرت موسی(ع) له نهو معجزو څخه یوه معجزه ګڼلې ده چې په قرآن کریم کې یې یادونه شوې ده.[۲۰۳] دا معجزه په اعراف سوره، طه، شعراء، نمل او قصص کې ذکر شوې ده.[۲۰۴]
د قرآن د آیتونو له مخې، دا معجزه یو ځل ترسره شوې ده، هغه وخت چې حضرت موسی(ع) د چمتو کولو لپاره غره ته لاړ و مخکې له دې چې فرعون سره د لیدو ته ورشي.[۲۰۵] او دویم ځل بیا د فرعون سره په مخامخیدو کې وشوه.[۲۰۶]
د دریاب جدا کیدل
د بقرة سوره د ۵۰ آیت له مخې، خدای د بني اسرائیلو لپاره دریاب په مینځ وشلوه او هغوی یې وژغورل، او د فرعون پلویان یې په کې غرق کړل.[۲۰۷] په دې آیت کې د دریاب د اوبو د جدا کیدو څرنګوالی نه دی بیان شوی؛ خو د شعراء سوره په ۶۳ آیت کې ویل شوي چې خدای موسی ته وحې وکړه چې په خپله امسا دې دریاب ووهي، او کله چې موسی دا کار وکړ، نو دریاب وڅیرلی شو او اوبه دواړو اړخونو ته د یو بل لپاسه ودریدې.[۲۰۸] همدارنګه، په یوه بل آیت کې، د فرعون غرقیدو ته اشاره شوې ده.[۲۰۹]
د موسی او خضر کیسه
د خضر او موسی(ع) کیسه د حضرت موسی(ع) او د خضر د ملاقات په هکله یوه قرآني کیسه ده.[۲۱۰] په دې کیسه کې، موسی(ع) له هغه چا سره د ملګرتیا او زده کړې غوښتنه کوي چې قرآن کریم ورته «له هغو بندګانو څخه یو بنده ویلي دي چې رحمت او پوهه ورکړل شوي وو».[۲۱۱] په شیعه روایتونو کې، دا کس د حضرت خضر(ع) په نوم یاد شوی دی.[۲۱۲]
دا ملګرتیا د حضرت موسی(ع) په غوښتنه او ټینګار سره وشوه.[۲۱۳] سره له دې چې خضر د لومړني مخالفت سره سره موافقه وکړه چې له هغه سره په دې شرط ملګرتيا وکړي چې موسی(ع) به له هغه څخه کومه پوښتنه نه کوي.[۲۱۴] په دې سفر کې، خضر درې دندې ترسره کړې: د کښتۍ سوری کول،[۲۱۵] د یو ځوان وژل،[۲۱۶] او د دیوال بیا رغونه.[۲۱۷] موسی(ع) په دې درې واړو اعتراض وکړ،[۲۱۸] او دا د دوي د جلا کیدو لامل شو.[۲۱۹] په پای کې، خضر د خپلو کړنو دلیل تشریح کړ.[۲۲۰] دا کیسه په قرآن کریم کې یو ځل بیان شوې ده او د مفسرینو، متکلمانو او عارفانو ترمنځ په دې باندې ډېر بحثونه شوي دي او کیږي.[۲۲۱]
د حضرت موسی(ع) عصمت
- همدارنګ وګورئ: د پیغمبرانو عصمت
د سيد مرتضی په وينا، د سنيانو پر خلاف، شيعه ټول پيغمبران د خپل زېږېدو له شېبې څخه د ژوند تر پای پورې، له ټولو ګناهونو څخه معصوم ګڼي.[۲۲۲]
د قبطي وژل
د موسی(ع) په لاس یو قبطي هغه وخت ووژل شو چې هغه د بني اسرائیلو یو سړي سره نښتې و.[۲۲۳] دا کیسه د قصص سوره په ۱۵ آیت کې بیان شوې ده.[۲۲۴] ځینې په دې باور دي چې د قبطي وژنه د موسی(ع) عصمت سره سمون نه لري،[۲۲۵] او په لاندې ډول یې استدلال کړی دی:
- که چېرې قبطي سړی د وژلو مستحق و، نو ولې د قصص سوره د ۱۵ آیت له مخې، موسی(ع) د دې عمل له ترسره کولو وروسته ولی وویل: «دا د شیطان کار دی»[۲۲۶] او په ورپسې آیت کې یې وویل: «ای الله، ما پر ځان ظلم کړی دی، نو ماته بخښنه نصیب کړه»؛[۲۲۷] او همدارنګه د شعراء سوره په ۲۰ آیت کې یې وویل: «ما هغه کار په داسې حال کې وکړ چې زه له جاهلو وم»؟[۲۲۸]
- که چیرې قبطي د وژلو مستحق نه وو، نو حضرت موسی(ع) یو بې ګناه کس وژلی دی او ګناه یې کړې ده، او دا د هغه معصوم شونی سره سمون نه لري.[۲۲۹]
د دوي په مقابله کې نور مفسران په دې باور دي چې قبطي سړی د وژلو مستحق و او د هغه وژل ګناه نه ګڼل کېده؛ البته، دا غوره وه چې موسی(ع) د هغه وژنه ځنډولې وای؛ ځکه چې دا د دې لامل شو چې هغه وځوریږي او مصر پریږدي. دا مفسران د موسی(ع) دا عمل ترک اولی ګڼي او وايي چې د هغه بخښنه غوښتل هم د همدې ترک اولی لپاره وه.[۲۳۰]
ځینې سني مفسرین په دې باور دي چې د قبطي وژنه یو خطايي قتل و، او خطايي قتل یوه صغیره ګناه ده، او موسی(ع) د دې صغیره ګناه د ترسره کولو لپاره بخښنه غوښتې ده.[۲۳۱]
په غوسې سره الواح(تختې) غورځول
یو له هغو شیانو څخه چې د حضرت موسی(ع) عصمت ته ورسره ضرر ورسوي، هغه د طور غره څخه له راستنیدو وروسته د هغه د قوم د خوسي په عبادت باندې د هغه غصناک چلند دی.[۲۳۲] د اعراف سوره په ۱۵۰ آیت کې فرمايي چې کله موسی(ع) د طور غره څخه خپل قوم ته راستون شو او د هغوي د خوسي عبادت یې ولید، نو هغه په خپل لاس کې موجودې (الواح) تختې په ځمکه وغورځولې او په غوسې سره یې خپل ورور له سټوکي ونیو او خپل لوري ته یې کش کړ.[۲۳۳] دا پېښه په تورات کې په داسې ډول بیان شوې ده: «کله چې موسی کیمپ ته ورسید او خوسی او نڅاګر یې ولیدل، نو غوسه شو او تختې (الواح) یې له خپل لاس څخه وغورځولې او ماتې یې کړې.»[۲۳۴]
د دې خبرو ځوابونه ورکړې شوي دي چې ځینې یې دا دي:
- فضل بن حسن طبرسي، چې د مجمع البیان تفسیر لیکوال دی، په دې نظر دی چې موسی(ع) غوښتل چې د خپل چلند له لارې وښيي چې د هغوي په کړنو ډیر غوسه دی او په دې طریقه یې هغوي ته د هغوي د کړنو بدي وښودله ترڅو هغوي بیا داسې کارونه ونه کړي، او دا د هغه عصمت سره ټکر نه لري.[۲۳۵]
- علامه طباطبايي، د موسی او هارون ترمنځ اختلاف، د دې دوو پیغمبرانو عصمت سره په ټکر کې نه ګڼي. هغه استدلال کړی چې دا اندازه اختلاف مهم نه دی او دومره اختلاف په سلیقه او کړنلار کې له اختلافه سرچینه اخلي او عصمت یوازې الهي اوامرو او احکامو سره خاص دی چې باید د هغو په رسولو کې معصوم وي.[۲۳۶]
- د سني مفسر زَمَخْشَري په وینا، د موسی(ع) غوسه دلته د خدای لپاره او د مذهبي غیرت له امله وه.[۲۳۷]
ځینې عالمان په دې باور دي چې په اوسني تورات کې نه یوازې د موسی(ع) د عصمت یادونه نه ده شوې، بلکې هغه ته او ځینو نورو پيغمبرانو ته يې د ګناهونه او ناحقه صفاتو نسبت هم ورکړی دی، په ځانګړې توګه حضرت موسی(ع) ته،[۲۳۸] چې د هغوي عملي عصمت سره په ټکر کې دی.[۲۳۹] ځینو د تورات له دې عبارته «[ای نوح]، ته او ستا کورنۍ دې کښتۍ ته ننوځي؛ ځکه چې ما په دې زمانه کې په خپل وړاندې ته عادل ولیدلې»[۲۴۰] یې دا ګټه اخستې ده چې دا د عصمت په معنی ده او د پیغمبرانو د معصومیت عقیده یې ترې راوباسلې ده.[۲۴۱]
هنري آثار

د بیلا بیلو پیړیو کې، د حضرت موسی(ع) لپاره ډیر هنري اثار جوړ شوي دي؛[۲۴۲] له هغو ځینې د څو فیچر فلمونو جوړیدل، چې ترټولو مشهور یې په ۱۹۵۶ ز کې د لسو امرونو فلم دی، کوم چې د سینما په تاریخ کې یو له سترو فلمونو څخه ګڼل کیږي.[۲۴۳] د موسی(ع) په اړه یو بل مشهور فلم، «خروج: خدایان او پاچاهان» دی، چې په ۲۰۰۷ کال کې جوړ شو.[۲۴۴] په دې اړه انیمیشنونه هم تولید شوي دي. له هغو ځینې «د مصر شهزاده» موسیقي انیمیشن دی چې په ۱۹۸۸ کال کې جوړ شوی دی.[۲۴۵]
په ایران کې د موسی(ع) او د هغه د ژوند د پیښو په اړه ګڼ شمېر غالۍ بورډونه اوبدل شوي دي.[۲۴۶] د موسی(ع) په اړه د هنر یو بل مشهور کار د موسی(ع) مجسمه ده، چې په ۱۶ پیړۍ کې د مایکل آنژ لخوا جوړه شوې او اوس په روم، ایټالیا کې موجوده ده.[۲۴۷] د موسی(ع) ډېر انځورونه او نقاشۍ هم جوړې شوي دي.[۲۴۸]
حضرت موسی(ع) د فارسۍ په شعرونو کې
سعدي شیرازي د موسی(ع) له خدایه د لیدلو د غوښتنې او د « لَنْ تَرانی؛ هیڅکله به ما ونه وینې» د ځواب کیسه،[۲۴۹] دا رنګ په خپلو شعرونو کې بیان کړې ده:
مولوي په خپلو شعرونو کې د بني اسرائیلو د ماشومانو د وژلو او د موسی(ع) د فرعون په کول کې د لوییدلو کیسه داسې بیان کړې ده:
علامه اقبال لاهوري هم د موسی(ع) د ژوند بل اړخ بیان کړی دی:
پروین اعتصامي د موسی(ع) د مور په اړه د «لطفِ حق» په نوم یو شعر لري، چې پکې یې د موسی(ع) یادونه هم کوي.[۲۵۳] نورو شاعرانو، لکه حافظ[۲۵۴] او شهریار[۲۵۵]، هم په خپلو شعرونو کې د موسی(ع) یادونه کړې ده.
موسی(ع) او شپون

مولوي د شپون خدای پاک سره د مناجاتو کیسه نقلوي چې په خپلې ساده ژبې یې خدای سره خبرې کولې:
(ژباړه: موسی یو شپون ولید چې خدای سره یې دا رنګ خبرې کولې: ته چرته یې خدای چې زه دې نوکر شم خدمت دې وکړم او زلفې درله ګومنځ کړم)
موسی(ع) د شپون د دې خبرو په اوریدو غوسه شو:
(ژباړه: تا دا څه کفر راخستې دی، خپله خولې دې وتړه ستا له کفره خو ټوله نړۍ ګنده شوه)
شپون پښیمانه شو او ویې ویل: «گفت ای موسی دهانم دوختی، وز پشیمانی تو جانم سوختی» (ای موسی، تا زما خوله بنده کړه، او زما روح له پښېمانۍ څخه وسوزید» له ډېره غمه یې«جامه را بدرید و آهی کرد تفت، سر نهاد اندر بیابانی و رفت»؛[۲۵۸] (خپل کالي وشلول او ژوره ساه یې واخیسته، او د دښتې په لور یې مخه کړه او لاړ.) خو خدای، موسی ملامته کړ چې «بندهٔ ما را ز ما کردی جدا» (زموږ بنده دې له موږ څخه جدا کړ»[۲۵۹] او هغه ته یې یادونه وکړه چې «تو برای وصلکردن آمدی» (ته د دې لپاره راغلی یې چې خلق مونږ سره وتړې)[۲۶۰] بیا مولوي خپل نظر په لاندې ډول څرګندوي:
(ژباړه: مونږ باید ژلې او خبرو ته ونه ګورو بلکې د سړي حال ته ورګورو که وګورو چې یو زړه خدای سره خضوع او خشوع کې لګیا دی نو که څه هم لفظ یې خاضعانه نه وي، بیا هم صحیح دی.)
په اخر کې په دې شعر سره «این خطا را صد صواب اولیٰترست» (دا خطا له سلو سمو کارونو غوره ده)،[۲۶۲] له شپانه دفاع کوي؛ البته ځینې قرآن څیړونکي په دې باور دي چې دا کیسه په قرآن او دیني کتابونو کې نیشته او حتی قرآني تعلیماتو سره په ټکر کې ده.[۲۶۳]
ځانګړی لیکنې
د حضرت موسی(ع)، د هغه د ژوند کیسې او د هغه د معجزو په اړه ډېر کتابونه په فارسۍ، عربۍ او انګریزۍ ژبو خپاره شوي دي. له دې ځینې اثار یې د ماشومانو او ځوانانو لپاره دي. د موسی(ع) په اړه ځینې اثار په لاندې ډول دي:
- تاریخ پیامبران: حضرت موسی، چې محمد باقر مجلسي لیکلی: دا کتاب د پيغمبرانو په هکله له لس ټوکیز کتابه څلورم ټوک دی؛
- رسالت حضرت موسی(ع) در تورات و قرآن، په فارسۍ ژبه د مرتضی زاهد زاده کتاب، چې ۱۶۴ مخونه لري؛
- قِصَص موسی(ع): د قرآن مجید د آیتونو پر بنسټ عرفاني تفسیر، معینالدین بن محمد فراهي لیکلی، چې د «اعجاز موسوی» په عنوان سره په هندوستان کې چاپ شوی دی؛[۲۶۴]
- العبور: قصَّةُ سیدِنا موسی، کمال السید لیکلی، چې په عربۍ ژبه دی او ۱۱۲ مخونه لري؛
- عصایی که مار شد: قصه موسی، د بهروز رضایی کهریز له خوا لیکل شوی، د ګرافیک کار یې کاظم طلایي کړی او انځوریز کار یې نیلوفر برومند او غلام علي مکتبي کړی، په ۱۶ مخونو کې په فارسۍ ژبه د ماشومانو لپاره دی.
اړونده څیړنه
فوټ نوټ
- ↑ حجازی، التفسیر الواضح، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۷۴۶.
- ↑ شبستری، اعلام القرآن، ۱۳۸۷ش، ص۹۳۷.
- ↑ خرمشاهی، «موسی(ع)»، ج۲، ص۲۱۸۰.
- ↑ زحیلی، تفسیر الوسیط، ۱۴۲۲ق، ج۲، ص۱۱۸۱.
- ↑ شبستری، اعلام القرآن، ۱۳۸۷ش، ص۹۳۷.
- ↑ رهبریان، «موسی»، ص۱۱۲۳.
- ↑ رهبریان، «موسی»، ص۱۱۲۳.
- ↑ رهبریان، «موسی»، ص۱۱۲۳.
- ↑ اعلمی، تراجم أعلام النساء، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۱۴۵.
- ↑ قمی، تفسیر القمی، ۱۴۰۴ق، ج۱، ص۸۲.
- ↑ سوره مریم، آیه ۵۱-۵۲.
- ↑ سوره مریم، آیه ۵۱.
- ↑ سوره اعراف، آیه ۱۴۴.
- ↑ ابنعطیه، المحرر الوجیز، ۱۴۲۲ق، ج۱، ص۱۴۸.
- ↑ زحیلی، التفسیر المنیر، ۱۴۱۸ق، ج۲۱، ص۲۱۶.
- ↑ رهبریان، «موسی»، ص۱۱۲۳.
- ↑ حجازی، التفسیر الواضح، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۷۴۶.
- ↑ فضلالله، تفسیر من وحی القرآن، ۱۴۱۹ق، ج۱۴، ص۲۸.
- ↑ احمدی، «نظریهای درباره محدود بودن شریعت حضرت موسی و حضرت عیسی به بنیاسرائیل»، پرتال جامع علوم انسانی.
- ↑ فضلالله، تفسیر من وحی القرآن، ۱۴۱۹ق، ج۲۰، ص۲۰۲.
- ↑ بروجردی، تفسیر جامع، ۱۳۶۶ش، ج۲، ص۴۶۲
- ↑ مغنیه، تفسیر الکاشف، ۱۴۲۴ق، ج۲، ص۴۹۵.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۶، ص۳۶۳.
- ↑ طباطبائی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۲، ص۳۱۶.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۳ق، ج۱۶،ص۳۲.
- ↑ طباطبائی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۲، ص۳۱۵.
- ↑ ملاحویش، بیان المعانی، ۱۳۸۲ق، ج۲، ص۳۹۴.
- ↑ خرمشاهی، دانشنامه قرآن و قرآن پژوهی، ج۲، ص۲۱۸۰.
- ↑ مصطفوی، التحقیق، ۱۳۶۰ق، ج۱۱، ص۲۰۶.
- ↑ مسعودی، اثبات الوصیة، نشر انصاریان، ج۱ ص۶۴.
- ↑ بروجردی، تفسیر جامع، ۱۳۶۶ش، ج۵، ص۱۴۷.
- ↑ خروج، فصل اول، آیه۹ -۱۰.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۱۶، ص۱۲-۱۳.
- ↑ جرجانی، جلاء الأذهان، ۱۳۷۷ش، ج۷، ص۱۵۳.
- ↑ مقدسی، البدء و التاریخ، مکتبة الثقافة الدینیة، ج۳، ص۸۳.
- ↑ مغنیه، تفسیر الکاشف، ۱۴۲۴ق، ج۶، ص۵۱.
- ↑ سوره قصص، آیه۷.
- ↑ سوره طه، آیه۳۸.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۳ق، ج۱۶، ص۱۰.
- ↑ کتاب خروج، فصل دو، آیه ۳.
- ↑ طیب، أطیب البیان، ۱۳۷۸ش، ج۱۰، ص۲۰۷.
- ↑ سوره قصص، آیه۱۱.
- ↑ سوره قصص، آیه۱۰.
- ↑ سوره قصص، آیه۷.
- ↑ سوره قصص، آیه ۸.
- ↑ خروج، فصل۲، آیه۹.
- ↑ ملاحویش، بیان المعانی، ۱۳۸۲ق، ج۶، ص۲۳۹؛ مقدسی، البدء و التاریخ، مکتبة الثقافة الدینیة، ج۳، ص۸۴.
- ↑ سوره قصص، آیه۹.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۱۶، ص۱۳.
- ↑ ۵۰٫۰ ۵۰٫۱ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۱۶، ص۳۶.
- ↑ سوره شعراء، آیه ۱۸.
- ↑ خروج، فصل دوم، آیات۹-۱۰.
- ↑ مقدسی، البدء و التاریخ، مکتبة الثقافة الدینیة، ج۳، ص۸۴.
- ↑ سوره قصص، آیه ۱۵.
- ↑ سوره قصص، آیه ۲۰.
- ↑ سوره قصص، آیه ۲۱.
- ↑ طالقانی، پرتوی از قرآن، ۱۳۶۲ش، ج۳، ص۸۸.
- ↑ مقدسی، البدء و التاریخ، مکتبة الثقافة الدینیة، ج۳، ص۸۵.
- ↑ سوره قصص، آیه ۲۴.
- ↑ قمی، تفسیر القمی، ۱۳۶۷ش، ج۲، ص۱۳۸؛ مقدسی، البدء و التاریخ، مکتبة الثقافة الدینیة، ج۳، ص۸۵.
- ↑ سوره قصص، آیه۲۵.
- ↑ سوره قصص، آیه۲۷.
- ↑ سوره قصص، آیات۲۷-۲۸.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۱۶، ص۷۲.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۳ق، ج ۱۶، ص۳۱.
- ↑ سوره نمل، آیه۷.
- ↑ سوره قصص، آیه۳۰.
- ↑ سوره طه، آیه۱۴.
- ↑ سوره طه، آیه۱۳.
- ↑ سوره طه، آیه۱۹.
- ↑ سوره طه، آیه۲۰.
- ↑ سوره طه، آیه۲۱.
- ↑ سوره طه، آیه۲۲.
- ↑ قرائتی، تفسیر نور، ۱۳۸۳ش، ج۷، ص۳۳۳.
- ↑ سوره شعراء، آیه۱۰-۱۱.
- ↑ سوره شعراء، آیه۱۲.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۷، ص۲۹۲.
- ↑ سوره شعراء، آیه۱۳.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۱۵، ص۱۹۷.
- ↑ طبرسی، جوامع الجامع، ۱۳۷۷ش، ج۳، ص۱۵۲.
- ↑ سوره شعراء، آیه۱۵.
- ↑ سوره شعراء، آیه۱۷.
- ↑ سوره شعراء، آیات۳۰-۳۳.
- ↑ سوره شعراء، آیه۳۴.
- ↑ سوره شعراء، آیات ۳۸- ۴۸.
- ↑ سوره اعراف، آیه۱۳۳.
- ↑ طیب، أطیب البیان، ۱۳۷۸ش، ج۲، ص۳۰.
- ↑ طیب، أطیب البیان، ۱۳۷۸ش، ج۲، ص۳۰.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۱۵، ص۲۴۳.
- ↑ سوره شعراء، آیه۶۳.
- ↑ سوره شعراء، آیه۳۵.
- ↑ سوره بقره، آیه۵۰.
- ↑ حسینی شیرازی، تبیین القرآن، ۱۴۲۳ق، ص۱۷۰.
- ↑ سوره اعراف، آیه۱۴۸.
- ↑ طبری، جامع البیان، ۱۴۱۲ق، ج۲، ص۳۸۸.
- ↑ سوره اعراف، آیه۱۵۲.
- ↑ سوره اعراف، آیه۱۵۵.
- ↑ سوره بقره، آیه ۵۵.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۱، ص۲۵۸.
- ↑ مغنیه، تفسیر الکاشف، ۱۴۲۴ق، ج۱، ص۱۰۵.
- ↑ سوره اعراف، آیه۱۵۵.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۱، ص۲۵۸.
- ↑ مقدسی، البدء و التاریخ، مکتبة الثقافة الدینیة، ج۳، ص۸۷.
- ↑ فخر رازی، مفاتیح الغیب، ۱۴۲۰ق، ج۱۱، ص۳۳۳.
- ↑ سوره مائده، آیه۲۴.
- ↑ سوره مائده، آیه۲۶.
- ↑ سوره مائده، آیه۲۶.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۱، ص۲۶۱.
- ↑ سوره بقره، آیه۵۷.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۱، ص۲۶۱.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۱، ص۲۷۲.
- ↑ مقدسی، البدء و التاریخ، مکتبة الثقافة الدینیة، ج۳، ص۸۷؛ مغنیه، الکاشف، ۱۴۲۴ق، ج۱، ص۱۱۱.
- ↑ طالقانی، پرتوی از قرآن، ۱۳۶۲ش، ج۱، ص۱۷۱.
- ↑ مقدسی، البدء و التاریخ، مکتبة الثقافة الدینیة، ج۳، ص۸۸.
- ↑ مقدسی، البدء و التاریخ، مکتبة الثقافة الدینیة، ج۳، ص۸۷؛ ثعلبی نیشابوری، الکشف و البیان، ۱۴۲۲ق، ج۴، ص۴۵.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۳، ص۲۷۷.
- ↑ مسعودی، اثبات الوصیة، نشر انصاریان، ص۶۴.
- ↑ شیخ صدوق، کمال الدین، ۱۳۹۵ق، ج۲، ص۵۲۴.
- ↑ مصطفوی، التحقیق، ۱۳۶۰ش، ج۱۴، ص۲۷۶.
- ↑ مسعودی، اثبات الوصیة، ۱۳۸۴ش، ص۶۳.
- ↑ شبر، تفسیر القرآن الکریم، ۱۴۱۲ق، ص۳۰۸.
- ↑ سوره نمل، آیه۷.
- ↑ سوره قصص، آیه۳۰.
- ↑ سوره طه، آیه۱۳.
- ↑ شبستری، اعلام القرآن، ۱۳۸۷ش، ص۹۳۷.
- ↑ سوره طه، آیه۱۳.
- ↑ طباطبائی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۱۴، ص۱۳۹.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۷، ص۱۰.
- ↑ سوره طه، آیه۱۳.
- ↑ سوره طه، آیه۱۴.
- ↑ سوره طه، آیه۱۴.
- ↑ سوره طه، آیه۱۵.
- ↑ موسوی سبزواری، مواهب الرحمان، ۱۴۰۹ق، ج۱۰، ص۱۰۹.
- ↑ بستانی، دائرةالمعارف، دارالمعرفة، ج ۷، ص۲۶۴.
- ↑ بستانی، دائرةالمعارف، دارالمعرفة، ج ۷، ص۲۶۴.
- ↑ موسیپور، «تورات»، ج۸، ص۴۴۳.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۱، ص۲۱۰.
- ↑ شیخ طوسی، التبیان، دار احیاء التراث العربی، ج۹، ص۲۸۷؛ فخر رازی، التفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ج۲۷، ص۵۸۷؛ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۳ق، ج۲، ص۱۴۱.
- ↑ ازهری، تهذیباللغة، ۱۴۲۱ق، ج۱، ص۲۷۲.
- ↑ کریمی، «بررسی مسئله جهانی بودن رسالت موسی و عیسی(ع) از نگاه قرآن و عهدین»، ص۱۲۰.
- ↑ سوره یونس، آیه ۷۵؛ سوره غافر، آیات ۲۳ و ۲۴؛ سوره زخرف، آیه ۴۶؛ سوره شعراء، آیات ۱۶ و ۱۷.
- ↑ سبحانی، مفاهیم القرآن، ۱۴۲۱ق، ج۳، ص۷۹-۸۰.
- ↑ سوره اسراء، آیه ۲؛ سوره سجده، آیه ۲۳؛ سوره غافر، آیه ۵۳.
- ↑ فخر رازی، تفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ج۲۰، ص۲۹۷؛ آلوسی، روحالمعانی، ۱۴۱۵ق، ج۸، ص۱۵.
- ↑ فخر رازی، تفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ج۲۰، ص۲۹۷.
- ↑ مکارم شیرازی، فقه مقارن، ۱۴۲۷ق، ج۱، ص۵۸۷؛ شلبی، مقارنة الادیان الیهودیة، ۱۹۹۲م، ص۲۳۸.
- ↑ سوره انعام، آیه ۹۱؛ سوره انبیاء، آیه ۴۸.
- ↑ سبحانی، مفاهیم القرآن، ۱۴۲۱ق، ج۳، ص۸۶.
- ↑ سلیمانی، «احکام ۶۱۳گانه تورات»، ص۱۵۳.
- ↑ سلیمانی، «جرایم در حقوق کیفری یهود»، ص۱۴۲.
- ↑ لوی، احکام و مقررات حضرت موسی، ۱۳۷۵ش، ص۲۲.
- ↑ هاکس، قاموس کتاب مقدس، ۱۳۹۴ش، ص۷۶۰.
- ↑ تورات، سفر لاویان، باب ۱۱، فقرات ۱-۴۷.
- ↑ تورات، سفر لاویان، باب ۱۲، فقرات ۱-۷ و باب ۱۵، فقرات ۱-۳۳.
- ↑ تورات، سفر لاویان، باب ۱۶، فقرات ۵-۲۷.
- ↑ تورات، سفر لاویان، باب ۱۸، فقرات ۶-۳۰ و باب ۲۰، فقرات ۱۰-۲۱؛ همدا وګورئ: سفر تثنیه، باب ۲۲، فقرات ۱۴-۲۰.
- ↑ تورات، سفر لاویان، باب ۲۳، فقرات ۵-۴۴.
- ↑ تورات، سفر لاویان، باب ۲۷، فقرات ۱۴-۳۱.
- ↑ تورات، سفر اعداد، باب ۵، فقرات ۱۲-۳۱.
- ↑ تورات، سفر اعداد، باب ۳۵، فقرات ۱۶-۳۲.
- ↑ تورات، سفر اعداد، باب ۶، فقرات ۱-۲۱.
- ↑ تورات، سفر اعداد، باب ۱۵، فقرات ۱-۳۱.
- ↑ تورات، سفر اعداد، باب ۱۸.
- ↑ تورات، سفر اعداد، باب ۳۱، فقرات ۲۶-۵۴.
- ↑ تورات، سفر تثنیه، باب ۴، فقرات ۴-۲۱.
- ↑ تورات، سفر تثنیه، باب ۱، فقرات ۱۵-۱۸ و باب ۱۶، فقرات ۱۸-۲۱ و باب ۱۷، فقرات ۶-۱۲.
- ↑ تورات، سفر تثنیه، باب ۱۹، فقرات ۱۵-۲۱.
- ↑ تورات، سفر تثنیه، ابواب ۲۰، فقرات ۱-۲۰.
- ↑ تورات، سفر تثنیه، باب ۲۴، فقرات ۱-۵.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ۱۴۰۶ق، ج۶، ص۶۸۴-۶۸۵.
- ↑ طباطبایی،المیزان، ۱۳۹۳ق، ج۱۳، ص۲۱۷؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۱۲، ص۳۱۱ و ۳۱۲.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۳ق، ج۱۳، ص۲۱۷؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۱۲، ص۳۱۱.
- ↑ نیکمنش، بررسی معجزات نهگانه حضرت موسی...، ۱۳۸۷ش، ص۶۹؛ بقره، ۵۰؛ اعراف، ۱۳۶-۱۳۸؛ یونس، ۹۰؛ اسراء، ۱۰۳؛ طه، ۷۷و۷۸؛ شعراء، ۶۳و۶۶؛ قصص، ۴۰؛ زخرف، ۵۵؛ دخان، ۲۳-۲۴؛ ذاریات، ۴۰؛ قمر، ۴۲؛ نازعات، ۲۵.
- ↑ نیکمنش، بررسی معجزات نهگانه حضرت موسی...، ۱۳۸۷ش، ص۶۹؛ اعراف، ۱۰۷و۱۱۷؛ طه، ۲۰و۶۹؛ شعراء، ۳۲و۴۵؛ نمل، ۱۰؛ قصص، ۳۱.
- ↑ نیکمنش، بررسی معجزات نهگانه حضرت موسی...، ۱۳۸۷ش، ص۶۹؛ اعراف، ۱۰۸؛ طه، ۲۲؛ شعراء، ۳۳؛ نمل، ۱۲؛ قصص، ۳۲.
- ↑ نیکمنش، بررسی معجزات نهگانه حضرت موسی...، ۱۳۸۷ش، ص۷۰؛ بقره، ۶۳و۹۳؛ نساء، ۱۵۴؛ اعراف، ۱۷۱.
- ↑ نیکمنش، بررسی معجزات نهگانه حضرت موسی...، ۱۳۸۷ش، ص۶۹؛ بقره، ۵۵و۵۶؛ نساء، ۱۵۳.
- ↑ نیکمنش، بررسی معجزات نهگانه حضرت موسی...، ۱۳۸۷ش، ص۷۰؛ بقره، ۵۷؛ اعراف، ۱۶۰؛ طه، ۸۰.
- ↑ نیکمنش، بررسی معجزات نهگانه حضرت موسی...، ۱۳۸۷ش، ص۷۰؛ بقره، ۵۷؛ اعراف، ۱۶۰.
- ↑ نیکمنش، بررسی معجزات نهگانه حضرت موسی...، ۱۳۸۷ش، ص۶۹؛ اعراف، ۱۳۳.
- ↑ نیکمنش، بررسی معجزات نهگانه حضرت موسی...، ۱۳۸۷ش، ص۶۹؛ اعراف، ۱۳۰.
- ↑ نیکمنش، بررسی معجزات نهگانه حضرت موسی...، ۱۳۸۷ش، ص۶۹؛ اعراف، ۱۳۳.
- ↑ نیکمنش، بررسی معجزات نهگانه حضرت موسی...، ۱۳۸۷ش، ص۶۹؛ اعراف، ۱۳۳.
- ↑ نیکمنش، بررسی معجزات نهگانه حضرت موسی...، ۱۳۸۷ش، ص۶۹؛ اعراف، ۱۳۳.
- ↑ نیکمنش، بررسی معجزات نهگانه حضرت موسی...، ۱۳۸۷ش، ص۶۹؛ اعراف، ۱۳۳.
- ↑ نیکمنش، بررسی معجزات نهگانه حضرت موسی...، ۱۳۸۷ش، ص۶۹؛ بقره، ۶۷-۷۴.
- ↑ رهنما و پارچهباف، «تأملی در تعریف کلامی معجزه...»، ص۵.
- ↑ رهنما و پارچهباف، «تأملی در تعریف کلامی معجزه...»، ص۸-۹.
- ↑ سوره طه، آیه ۱۹.
- ↑ سوره قصص، آیه ۳۱؛ سوره نمل، آیه ۱۰.
- ↑ سوره طه، آیه ۲۰.
- ↑ گروه فرهنگ و ادب بنیاد پژوهشهای اسلامی، فرهنگنامه قرآنی، ۱۳۷۲ش، ج۲، ص۶۰۲.
- ↑ سوره شعراء، آیه ۳۲.
- ↑ طریحی، مجمع البحرین، ۱۳۷۵ش، ج۲، ص۱۷-۱۸.
- ↑ سوره شعراء، آیه ۳۲.
- ↑ سوره اعراف، آیه ۱۱۷.
- ↑ سوره اعراف، آیه ۱۲۰، ۱۲۱؛ سوره طه، آیه ۷۰؛ سوره شعراء، آیه ۴۶-۴۸.
- ↑ سوره اعراف، آیه ۱۲۳؛ سوره طه، آیه ۷۱؛ سوره شعراء، آیه ۴۹.
- ↑ شبر، تفسیر القرآن الکریم، ۱۴۱۲ق، ج۱، ص۱۸۰.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان،۱۳۷۲ش، ج۴، ص۷۰۵.
- ↑ شیخ طوسی، التبیان، ج۴، ص۴۹۲.
- ↑ مغنیه، تفسیر الکاشف، ۱۴۲۴ق، ج۳، ص۳۷۵.
- ↑ سوره نمل، آیه ۱۲.
- ↑ سوره اعراف: آیه ۱۰۸؛ سوره طه، آیه ۲۲؛ سوره شعراء، آیه ۳۳؛ سوره نمل، آیه ۱۲؛ سوره قصص، آیه ۳۲.
- ↑ سوره طه، آیه ۲۲-۲۴.
- ↑ سوره شعراء، آیه ۳۳-۳۴.
- ↑ سوره بقره، آیه ۵۰.
- ↑ سوره شعراء، آیه ۶۳.
- ↑ سوره اسراء، آیه ۱۰۳.
- ↑ سوره کهف، آیات ۶۰-۸۲.
- ↑ سوره کهف، آیه۶۵.
- ↑ فیض کاشانی، تفسیر الصافی، ۱۴۱۵ق، ج۳، ص۲۵۰.
- ↑ سوره کهف، آیه ۶۶.
- ↑ سوره کهف، آیات ۶۷-۶۹.
- ↑ سوره کهف، آیه ۶۹.
- ↑ سورره کهف، آیه ۷۴.
- ↑ سوره کهف، آیه ۷۷.
- ↑ سوره کهف، آیات۷۱، ۷۴ و ۷۷.
- ↑ سوره کهف، آیه ۷۸.
- ↑ سوره کهف، آیه ۷۸.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: گنابادی، قرآن مجید و سه داستان اسرار آمیز عرفانی، ۱۳۶۰ش، ص۵۱.
- ↑ سید مرتضی، تنزیه الانبیاء، الشریف الرضی، ص۲.
- ↑ راوندی، قصص الانبیا، ۱۳۶۸ش، ص۱۵۴-۱۵۵؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۵۳ش، ج۱۶، ص۵۴.
- ↑ سوره قصص، آیه ۱۵.
- ↑ فخر رازی، التفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ج۲۴، ص۵۸۵.
- ↑ فاضل مقداد، اللوامع الالهیة، ۱۳۸۰ش، ص۲۵۹.
- ↑ سوره قصص، آیه۱۶.
- ↑ سوره شعراء، آیه ۲۰..
- ↑ فاضل مقداد، اللوامع الالهیة، ۱۳۸۰ش، ص۲۵۹.
- ↑ شیخ طوسی، التبیان، دار احیاء التراث العربی، ج۸، ص۱۳۷؛ فاضل مقداد، اللوامع الالهیه، ۱۳۸۰ش، ص۲۵۹.
- ↑ زمخشری، الکشاف، ۱۴۰۷ق، ج۳، ص۳۹۸؛ آلوسی، روحالمعانی، ۱۴۱۵ق، ج۱۰، ص۲۶۴.
- ↑ فخر رازی، عصمة الانبیاء، ۱۴۰۹ق، ص۹۲.
- ↑ سوره اعراف، آیه ۱۵۰.
- ↑ تورات، سفر خروج، باب ۳۲، فقره ۱۹.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۴، ص۷۴۳.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۳ق، ج۸، ص۲۵۱.
- ↑ زمخشری، الکشاف، ۱۴۱۸ق، ج۲، ص۱۶۱.
- ↑ د مثال په توګه وګورئ: سفر پیدایش، باب ۱۹، فقره ۲۱ و فقرات ۳۰-۳۸؛ سفر خروج، باب ۴، فقرات ۸-۱۴.
- ↑ کاوه، «عصمت فعلی انبیای الهی در کتب ادیان بزرگ»، ص۳۷-۳۸.
- ↑ پیدایش، باب ۷، فقره۱.
- ↑ اشرفی و رضایی، «عصمت پیامبران در قرآن و عهدین»، ص۲۹.
- ↑ میرعبدالله لواسانی، «تصویر حضرت موسی(ع) درآثار هنری جهان»، انجمن کلیمیان تهران.
- ↑ «ده فرمان چگونه ساخته شد؟»، سینما سنتر.
- ↑ «نقد و بررسی فیلم هجرت: خدایان و پادشاهان»، سایت موی مگ.
- ↑ «روایت تاریخی_فرهنگی انیمیشن شاهزاده مصر»، خبرگزاری ایمنا.
- ↑ میرعبدالله لواسانی، «نگرشی بر تصویر حضرت موسی(ع) در فرش ایران»، انجمن کلیمیان تهران..
- ↑ رمضان ماهی، «تحلیل مجسمه موسی ساخته میکل آنژ»، سایت تبیان.
- ↑ میرعبدالله لواسانی، «تصویر حضرت موسی(ع) درآثار هنری جهان»، انجمن کلیمیان تهران.
- ↑ سوره اعراف، آیه۱۴۳.
- ↑ سعدی، غزلیات، غزل۳۸۹. سایت گنجور.
- ↑ مولانا، مثنوی معنوی، دفتر سوم، «بخش ۳۶ - وحی آمدن به مادر موسی کی موسی را در آب افکن»، سایت گنجور.
- ↑ اقبال لاهوری، جاویدنامه، تمهید زمینی - آشکارا میشود روح حضرت رومی و شرح میدهد اسرار معراج را.، سایت گنجور.
- ↑ اعتصامی، «دیوان اشعار، لطف حق»، سایت گنجور.
- ↑ حافظ، «غزلیات، غزل شمارهٔ ۳۷۳»، سایت گنجور.
- ↑ شهریار، «غزل شمارهٔ ۷»: طور تجلی»، سایت گنجور.
- ↑ مولوی، «مثنوی معنوی، دفتر دوم، انکار کردن موسی علیهالسلام بر مناجات شبان».، سایت گنجور.
- ↑ مولوی، «مثنوی معنوی، دفتر دوم،انکار کردن موسی علیهالسلام بر مناجات شبان»، سایت گنجور.
- ↑ مولوی، «مثنوی معنوی، دفتر دوم، انکار کردن موسی علیهالسلام بر مناجات شبان»، سایت گنجور.
- ↑ مولوی، «مثنوی معنوی، دفتر دوم، بخش ۳۶ - عتاب کردن حق تعالی موسی را علیهالسلام از بهر آن شبان»، سایت گنجور.
- ↑ مولوی، «مثنوی معنوی، دفتر دوم، بخش ۳۶ - عتاب کردن حق تعالی موسی را علیهالسلام از بهر آن شبان»، سایت گنجور.
- ↑ مولوی، «مثنوی معنوی، دفتر دوم، بخش ۳۶ - عتاب کردن حق تعالی موسی را علیهالسلام از بهر آن شبان»، سایت گنجور.
- ↑ مولوی، «مثنوی معنوی، دفتر دوم، بخش ۳۶ - عتاب کردن حق تعالی موسی را علیهالسلام از بهر آن شبان»، سایت گنجور.
- ↑ قرائتی، «مثنوی موسی و شبان مولوی کاملا ضد قرآنی است»، سایت خبر آنلاین.
- ↑ فراهی هروی، قصص موسی(ع)، ۱۳۹۳ش، مقدمه مصحح، صفحه سیزده.
سرچينې
- آلوسی، محمود بن عبد الله، روح المعاني في تفسیر القرآن العظیم و السبع المثانی، بیروت، دارالکتب العلمية، چاپ اول، ۱۴۱۵ق.
- ابنعطیه، عبدالحق بن غالب، المحرر الوجیز فی تفسیر الکتاب العزیز، تحقیق: عبدالسلام عبدالشافی محمد، بیروت، دارالکتب العلمیة، چاپ اول، ۱۴۲۲ق.
- ازهری، محمد بن احمد، تهذیب االلغة، بیروت، دارإحياء التراث العربی، ۱۴۲۱ق.
- اشرفی، عباس و ام البنین رضایی، «عصمت پیامبران در قرآن و عهدین»، پژوهشنامه معارف قرآنی، شماره ۱۲، بهار ۱۳۹۲ش.
- اعتصامی، پروین، «دیوان اشعار، لطف حق»، سایت گنجور، تاریخ بازدید: ۳آذر ۱۴۰۰ش.
- اعلمى، محمدحسين، تراجم أعلام النساء، بيروت، مؤسسة الأعلمي للمطبوعات، ۱۴۰۷ق.
- اقبال لاهوری، محمد، «جاویدنامه، تمهید زمینی - آشکارا می شود روح حضرت رومی و شرح میدهد اسرار معراج را»، سایت گنجور، تاریخ بازدید: ۳آذر ۱۴۰۰ش.
- امین، مهدی، کلیات تاریخ ادیان از دیدگاه قرآن و حدیث، قم، بیان جوان، ۱۳۸۹ش.
- بروجردی، سید محمدابراهیم، تفسیر جامع، تهران، انتشارات صدر، چاپ ششم، ۱۳۶۶ش
- بستانی، بطرس، دائرهالمعارف، بیروت، دار المعرفه، بیتا.
- ثعلبی نیشابوری، احمد بن ابراهیم، الکشف و البیان عن تفسیر القرآن، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، ۱۴۲۲ق.
- جرجانی، حسین بن حسن، جلاء الأذهان و جلاء الأحزان، تهران، انتشارات دانشگاه تهران، ۱۳۷۷ش.
- حجازی، محمد محمود، التفسیر الواضح، بیروت، دارالجیل الجدید، چاپ دهم، ۱۴۱۳ق.
- حسینی شیرازی، سید محمد، تبیین القرآن، بیروت، دار العلوم، چاپ دوم، ۱۴۲۳ق.
- خرمشاهی، قوامالدین، «موسی(ع)»، دانشنامه قرآن و قرآن پژوهی، تهران، دوستان، ۱۳۷۷ش.
- «در کوه طور»، آرتیبیشن، تاریخ بازدید: ۱۴ خرداد ۱۴۰۱ش.
- «ده فرمان چگونه ساخته شد؟»، سینما سنتر، تاریخ بازدید: ۳آذر ۱۴۰۰ش.
- راغب اصفهانی، حسین بن محمد، المفردات في غريب القرآن، دمشق، دارالقلم، چاپ اول، ۱۴۱۲ق.
- راوندی، قطب الدین، قصص الانبیا، مشهد، آستان قدس رضوی، ۱۳۶۸ش.
- رمضان ماهی، سمیه، «تحلیل مجسمه موسی ساخته میکلانژ»، سایت تبیان، تاریخ بازدید:۳آذر ۱۴۰۰ش.
- «روایت تاریخی_فرهنگی انیمیشن شاهزاده مصر»، خبرگزاری ایمنا، تاریخ بازدید:۳آذر ۱۴۰۰ش.
- رهبریان، محمدرضا، «موسی»، دانشنامه معاصر قرآن کریم، سرویراستار: سید سلمان صفوی، قم، آکادمی مطالعات ایرانی لندن، ۲۰۱۸م.
- زحیلی، وهبة بن مصطفی، التفسیر المنیر فی العقیدة و الشریعة و المنهج، بیروت، دمشق، دارالفکر المعاصر، چاپ دوم، ۱۴۱۸ق.
- زحیلی، وهبة بن مصطفی، تفسیر الوسیط، دمشق، دارالفکر، چاپ اول، ۱۴۲۲ق.
- زمخشری، محمود بن عبدالله، الکشاف، ریاض، مکتبة العبیکان، ۱۴۱۸ق.
- ساقی، ابوالفضل، ترجمه فارسی تورات، تهران، پژوهشهای حقوق و ادیان، ۱۳۹۸ش.
- سبحانی، جعفر، مفاهیم القرآن، قم، مؤسسة الامام الصادق عليه السلام، چاپ سوم، ۱۴۲۱ق.
- سعدی شیرازی، مصلح بن عبدالله، «غزلیات، غزل ۳۸۹»، سایت گنجور، تاریخ بازدید: ۳آذر ۱۴۰۰ش.
- سلیمانی، حسین، «احکام ۶۱۳گانه تورات»، هفت آسمان، شماره ۱۸، تابستان ۱۳۸۲ش.
- سلیمانی، حسین، «جرایم در حقوق کیفری یهود»، هفت آسمان، شماره ۱۶، زمستان ۱۳۸۱ش.
- سید مرتضی، علم الهدی، تنزیه الانبیاء، قم، الشریف الرضی، بیتا.
- شبر، سید عبد الله، تفسیر القرآن الکریم، بیروت، دار البلاغة للطباعة و النشر، چاپ اول، ۱۴۱۲ق.
- شبستری، عبدالحسین، اعلام القرآن، قم، بوستان کتاب، ۱۳۸۷ش.
- شلبی، احمد، مقارنة الادیان الیهودیة، قاهره، مکتبة النهضة المصریة، چاپ دهم، ۱۹۹۲م.
- شیخ صدوق، محمد بن علی بن بابویه، عیون اخبار رضا(ع)، بیروت، مؤسسة الأعلمی للمطبوعات، چاپ اول، ۱۴۰۴ق.
- شیخ صدوق، محمد بن علی بن بابویه، کمال الدین و تمام النعمة، تهران، اسلامیه، چاپ دوم، ۱۳۹۵ق.
- شیخ طوسی، محمد بن حسن، التبیان فی تفسیر القرآن، مقدمه شیخ آقابزرگ تهرانی، تحقیق احمد قصیر عاملی، بیروت، داراحیاءالتراث العربی، بیتا.
- طالقانی، محمود، پرتوی از قرآن، تهران، سهامی انتشار، ۱۳۶۲ش.
- طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، مقدمه محمدجواد بلاغی، تهران، ناصر خسرو، چاپ سوم، ۱۳۷۲ش.
- طبری، محمد بن جریر، جامع البیان فی تفسیر القرآن، بیروت، دارالمعرفة، چاپ اول، ۱۴۱۲ق.
- طریحی، فخرالدین بن محمد، مجمع البحرین، تهران، انتشارات مرتضوی، ۱۳۷۵ش.
- طیب، عبد الحسین، اطیب البیان فی تفسیر القرآن، تهران، انتشارات اسلام، ۱۳۷۸ش.
- فاضل مقداد، عبد الله بن مقداد، لوامع اللهیة فی المباحث الکلامیة، قم، دفتر تبلیغات اسلامی، ۱۳۸۰ش.
- فخر رازی، محمد بن عمر، التفسیر الکبیر، بیروت، دار الکتب العلمیه، ۱۴۲۰ق.
- فخر رازی، محمد بن عمر، عصمة الانبیاء، بیروت، دار الكتب العلمیة، ۱۴۰۹ق.
- فراهی هروی، معینالدین، قصص موسی(ع): تفسیری عرفانی بر پایه آیات قرآن مجید، به اهتمام و تصحیح محسن کیانی و احمد بهشتی شیرازی، تهران، شرکت انتشارات علمی و فرهنگی، ۱۳۹۳ش.
- فضل الله، سید محمدحسین، تفسیر من وحی القرآن، بیروت، دارالملاک للطباعة و النشر، چاپ دوم، ۱۴۱۹ق.
- فیض کاشانی، ملامحسن، تفسیر الصافی، تحقیق: اعلمی، حسین، انتشارات الصدر، تهران، چاپ دوم، ۱۴۱۵ق.
- قرائتی، «مثنوی موسی و شبان مولوی کاملا ضد قرآنی است»، سایت خبرآنلاین. تاریخ بازدید:۳آذر ۱۴۰۰ش.
- قرائتی، محسن، تفسیر نور، تهران، مرکز فرهنگی درسهایی از قرآن، ۱۳۸۳ش.
- قمی، علی بن ابراهیم، تفسیر قمی، قم، دارالکتاب، ۱۳۶۷ش..
- کاوه، محمد، «عصمت فعلی انبیای الهی در کتب ادیان بزرگ»، اندیشه نوین دینی، شماره ۲۰، بهار ۱۳۸۹ش.
- کریمی، حمید، «بررسی مسئله جهانی بودن رسالت موسی و عیسی(ع) از نگاه قرآن و عهدین»، اندیشه نوین دینی، شماره ۲۲، پاییز ۱۳۸۹ش.
- گروه فرهنگ و ادب بنیاد پژوهشهای اسلامی (آستان قدس رضوی)، فرهنگنامه قرآنی، با نظارت محمدجعفر یاحقی، مشهد، مؤسسه چاپ و انتشارات آستان قدس رضوی، ۱۳۷۲ش.
- «لقب حضرت موسی به فارسی چه می باشد و نبوت ایشان چگونه بود؟»، انجمن کلیمیان تهران، تاریخ بازدید: ۱۸ آبان ۱۴۰۰ش.
- لوی، حبیب، احکام و مقررات حضرت موسی، تهران، بینا، ۱۳۷۵ش.
- مسعودی، علی بن حسین، اثبات الوصیة للامام على بن ابیطالب(ع)، نشر انصاریان، چاپ سوم، ۱۳۸۴ / ۱۴۲۶ق.
- مصطفوی، حسن، التحقیق فی کلمات القرآن الکریم، تهران، بنگاه ترجمه و نشر کتاب، ۱۳۶۰ش.
- مغنیه، محمدجواد، تفسیر الکاشف، تهران، دارالکتب الإسلامیة، چاپ اول، ۱۴۲۴ق.
- مقدسی، مطهر بن طاهر، البدء و التاریخ، مکتبة الثقافة الدینیة، بیتا.
- مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دارالکتب الإسلامیة، چاپ اول، ۱۳۷۴ش
- مکارم شیرازی، ناصر، موسوعة الفقه الاسلامی المقارن، قم، مدرسه امام علی بن ابی طالب، ۱۴۲۷ق.
- ملاحُوَیش، آل غازی عبدالقادر، بیان المعانی، دمشق، مطبعة الترقی، ۱۳۸۲ش.
- موسوی سبزواری، سید عبدالاعلی، مواهب الرحمان فی تفسیر القرآن، بیروت، مؤسسه اهلبیت(ع)، چاپ دوم، ۱۴۰۹ق.
- موسیپور، ابراهیم، «تورات»، دانشنامه جهان اسلام، زیرنظر غلامعلی حداد عادل، تهران، بنیاد دایره المعارف اسلامی، ۱۳۸۳ش.
- مولوی، جلالالدین، «مثنوی معنوی»، سایت گنجور، تاریخ بازدید: ۳آذر ۱۴۰۰ش.
- میرعبدالله لواسانی، افشین، «تصویر حضرت موسی(ع) در آثار هنری جهان»، انجمن کلیمیان تهران، تاریخ بازدید:۳ آذر ۱۴۰۰ش.
- میرعبدالله لواسانی، افشین،«نگرشی بر تصویر حضرت موسی(ع) در فرش ایران»، انجمن کلیمیان تهران، تاریخ بازدید: ۳آذر ۱۴۰۰ش.
- «نقد و بررسی فیلم هجرت: خدایان و پادشاهان»، سایت موی مگ، تاریخ بازدید:۳آذر۱۴۰۰ش.
- نیکمنش، لیلا، بررسی معجزات نهگانه حضرت موسی(ع) در قرآن و تطبیق آن با عهد عتیق، رشته علوم قرآن و حدیث، تهران، دانشگاه تربیت معلم، دانشکده ادبیات و علوم انسانی، ۱۳۸۷ش.
- هاکس، جیمز، قاموس کتاب مقدس، تهران، اساطیر، ۱۳۹۴ش
- طباطبائی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، قم، دفتر انتشارات اسلامی، چاپ پنجم، ۱۴۱۷ق.