آمنه بنت شرید
د کوفې له فصیحو ښځو او د امام علي(ع) له شیعو څخه یوه. | |
مشهور خپلوان | عمرو بن حمق خزاعي(میړه) |
---|---|
د اوسیدو ځای | کوفه |
وفات | ۵۰ق |
د دفن ځای | حمص |
فعالیتونه | د معاویه لخوا د هغه بندي کول |
آمِنَه بنت شرِید د عمرو بن حَمِق خُزاعی (وفات ۵۰ ق) ښځه چې د معاویه بن ابي سفیان په امر زنداني شوه او همدا پېښه د هغې د مشهورېدو سبب شوه.
«ای معاویه، خدای دې بچیان یتیم کړه او کورنۍ دې درڅخه لرې کړه او هیڅکله دې خدای ومه بخښه»[۱]
آمِنَه بنت شرِید د کوفه یوه فصیحه ښځه او د عمرو بن حمق خزاغی[۲] مېرمن او د امام علي(ع) له شیعیانو څخه وه.[۳] اهل سنت مورخ ابن طَیفور (۲۰۴-۲۸۰ق) په بلاغات النساء کتاب کې معاویه بن ابي سفیان ته د هغې خبرې نقل کړې دي.[۴] په اعیان الشیعه[۵] او اعلام النساء المومنات[۶] کې هم د ابن طیفور خبرې نقل شوې دي.
د ۱۴ قمري پېړۍ تاریخ لیکونکی زِرِکلِی د آمنه د مشهورېدو علت د هغې د زنداني کېدو کیسه او معاویه ته د هغې خبرې ګڼلې دي.[۷] د امام علي(ع) له شهادته وروسته معاویه بن ابی سفیان ځینې شیعیان منجمله عمرو بن حمق خزاعي تعقیب کړل. عمرو وتښتېد او پټ شو. له دې امله د معاویه په امر د هغه ښځه ونیول او دوه کاله په دمشق کې بندي کړی شوه.[۸]
په ۵۰ ق کال کې د عمروبن حمق خزاعي له شهادته وروسته د معاویه په امر د هغه سر یې دمشق ته یووړ او په زندان کې یې د آمنې مخې ته کېښود. خو آمنې د خپل مېړه ستاینه او معاویه ته ښېرې وکړې.[۹] له هغه وروسته هغه ازاده او کوفې ته روانه کړی شوه. امنه په ۵۰ قمري کال کې په لاره کې په حمص کې د طاعون له امله وفات شوه.[۱۰]
فوټ نوټ
- ↑ ابن طیفور، بلاغات النساء، ۱۹۷۲م، ص۸۷.
- ↑ زرکلی، الاعلام، ۱۹۸۹م، ج۱، ص۲۶.
- ↑ حسون، اعلام النساء المؤمنات، ۱۴۲۱ق، ج۱، ص۱۰۷.
- ↑ ابن طیفور، بلاغات النساء، ۱۹۷۲م، ص۸۷-۸۹.
- ↑ امین، اعیانالشیعه، ۱۴۰۳ق، ج۲، ص۹۵.
- ↑ حسون، اعلام النساء المؤمنات، ۱۴۲۱ق، ص۱۰۷-۱۱۱.
- ↑ زرکلی، الاعلام، ۱۹۸۹م، ج۱، ص۲۶.
- ↑ ابن طیفور، بلاغات النساء، ۱۹۷۲م، ص۸۷-۸۹.
- ↑ ابن طیفور، بلاغات النساء، ۱۹۷۲م، ص۸۷-۸۹.
- ↑ زرکلی، الاعلام، ۱۹۸۹م،ج۱، ص۲۶.
سرچينې
- ابن طیفور، احمد، بلاغات النساء، بیروت، ۱۹۷۲م.
- امین، سید محسن، اعیان الشیعه، تحقیق حسن امین، بیروت، دارالتعارف للمطبوعات، ۱۴۰۳ق.
- حسون، محمد و مشکور، امعلی، اعلام النساء المؤمنات، تهران، اسوه، ۱۴۲۱ق.
- زرکلی، خیرالدین، الاعلام، بیروت، دار العلم للملایین، ۱۹۸۹م.