بلاغات النساء (کتاب)
بلاغاتُ النّساء د اهل سنت مورخ ابن طیفور(۲۰۴-۲۸۰ق) په عربۍ ژبه لیکلی کتاب دی چې پکې په لومړیو دریو قمري پیړیو کې د اسلامي تاریخ د ښځو لنډې ویناوې، شعرونه او فصیحې او بلیغې خبرې نقل شوې دي. دا کتاب د بحار الانوار او الغدیر له سرچینو څخه دی او علامه مجلسي د حضرت زهرا (س) خطبه او په کوفه او شام کې د اهل بیتو د مېرمنو خطبې له هغې نقل کړې دي.
بلاغات النساء د «المنثور و المنظوم» یوولسم ټوک یوه برخه چې جدا چاپ شوی دی.
د مولف په اړه
په ابن طَیفور(۲۰۴-۲۸۰ق) مشهور احمد بن ابي طاهر خراساني اهل سنت لیکوال او مورخ دی چې د خیر الدین زِرِکْلی په وینا هغه په اصل کې له مرو و خو په بغداد کې اوسېده.[۱] هغه ته کابو ۵۰ اثره منسوب دي چې د بغداد تاریخ کتاب او په څوارلسو ټوکو کې المنثور و المنظوم له هغو څخه ګڼل کیږي.[۲]
اعتبار او مقام
بلاغات النساء کتاب «المنثور و المنظوم» کتاب د یوولسم ټوک یوه برخه ده چې جدا چاپ شوې ده.[۳] سره له دې چې د دغه کتاب لیکوال اهل سنت دی خو شیعه عالمانو ترې ځینې مطالب نقل کړې دي.[۴] د آقا بزرګ تهراني په وینا، علامه مجلسي په بحار الانوار کې په مدینه کې د حضرت زهرا (س) خطبه او په کوفه او شام کې د اهل بیتو د مېرمنو خطبې له دغه کتابه نقل کړې دي.[۵]
د دغه کتاب ادبي اړخ ته لیکوالانو پام کړی دی.[۶] همداراز ویل شوي چې دې کتاب د مسلمانو ښځو ازادي او له ټولنیزو مسایلو د هغوي خبرېدل انځور کړې دي.[۷]
مینځ پانګه
بلاغات النساء کتاب، په سیاسي او ټولنیزو مسایلو کې په لومړیو دریو قمري پېړیو کې د ښځو د خبرو په نقل سره پېل شوی دی دی.[۸] منجمله:
- د ابوبکر د لور عایشې خبرې[۹]
- د مدینې په جومات کې د حضرت زهرا (س) خطبه او د مدینې د ښځو په ټول کې د هغې خبرې.[۱۰]
- د یزید بن معاویه په محفل کې د حضرت زینب (س) خطبه .[۱۱]
- په کوفې کې د ام کلثوم خطبه[۱۲]
- د عمر د لور حفصه خبرې[۱۳]
- د سوده بنت عمارة، زرقاء بنت عدی، بکارة الهلالیة، د ابوالاسود د مېرمنې جمانة بنت مهاجر، او آمنه بنت شرید خبرې[۱۴]
- د معاویه د زمانې د ځینو ښځو خبرې.[۱۵]
ابن طیفور همداراز په خاصو مناسبتونو کې د ښځو لنډې خبرې او شعرونه هم نقل کړې دي.[۱۶] هغه په دې برخه کې، د خپلو میړونو په ستانیه او غندنه کې د ښځو بلیغې خبرې، د واده په وخت جینکو ته د میندو سپارښتنې، د صحرا مېشته ښځو خبرې، د ښځو وصیتونه او شعرونه راوړې دي.[۱۷]
نسخې او چاپونه
بلاغات النساء کتاب په ۱۳۲۶ ق کال کې د عباس د مور د مدرسې خپرنځي له خوا په قاهرې کې چاپ شوی دی.[۱۸] د عبداللطیف ارناؤوط په وینا، دا چاپ د دارالکتب المصریه خطي نسخې په اساس (د محمود پاشا بارودي په خط د کتابت تاریخ ۱۲۹۷ق) او د سید احمد الفی په تعلیقې ترسره شوی دی.[۱۹]
همداراز د دغه کتاب یوه نسخه د شیخ شنقیطي په لیک په دارالکتب المصریه کې موجوده ده.[۲۰]
فوټ نوټ
- ↑ زرکلی، الاعلام، ۱۹۸۹م، ج۱، ص۱۴۱.
- ↑ زرکلی، الاعلام، ۱۹۸۹م، ج۱، ص۱۴۱.
- ↑ زرکلی، الاعلام، ۱۹۸۹م، ج۱، ص۱۴۱.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: علامه امینی، الغدیر، ۱۴۱۶ق، ج۱۰، ص۲۳۸.
- ↑ آقابزرگ تهرانی، الذریعه، ۱۴۰۳ق، ج۳، ص۱۴۲.
- ↑ بېلګۍ په توګه وګورئ: ارناؤوط، «کتاب من التراث، سمات الأدب النسائی فی «بلاغات النساء» لاحمد بن طیفور»، ص۱۰۴.
- ↑ «بلاغات النساء»، پایگاه اطلاعرسانی آیتالله مکارم شیرازی.
- ↑ ارناؤوط، «کتاب من التراث، سمات الأدب النسائی فی «بلاغات النساء» لاحمد بن طیفور»، ص۱۰۵.
- ↑ ابن طیفور، بلاغات النساء، الشریف الرضی، ص۷-۲۲.
- ↑ ابن طیفور، بلاغات النساء، الشریف الرضی، ص۲۳-۳۴.
- ↑ ابن طیفور، بلاغات النساء، الشریف الرضی، ص۳۴-۳۷.
- ↑ ابن طیفور، بلاغات النساء، الشریف الرضی، ص۳۷-۴۰.
- ↑ ابن طیفور، بلاغات النساء، الشریف الرضی، ص۴۰-۴۳.
- ↑ ابن طیفور، بلاغات النساء، الشریف الرضی، ص۴۳-۱۱۲.
- ↑ ابن طیفور، بلاغات النساء، الشریف الرضی، ص۹۰-۹۵.
- ↑ ارناؤوط، «کتاب من التراث، سمات الأدب النسائی فی «بلاغات النساء» لاحمد بن طیفور»، ص۱۰۵.
- ↑ ابن طیفور، بلاغات النساء، الشریف الرضی، ص۱۱۲-۲۸۰.
- ↑ آقابزرگ تهرانی، الذریعه، ۱۴۰۳ق، ج۳، ص۱۴۲.
- ↑ ارناؤوط، «کتاب من التراث، سمات الأدب النسائی فی «بلاغات النساء» لاحمد بن طیفور»، ص۱۰۵.
- ↑ ارناؤوط، «کتاب من التراث، سمات الأدب النسائی فی «بلاغات النساء» لاحمد بن طیفور»، ص۱۰۵.
سرچينې
- ابنطیفور، احمد بن ابیطاهر، بلاغات النساء، قم، الشریف الرضی، بیتا.
- ارناؤوط، عبداللطیف، «کتاب من التراث، سمات الأدب النسائی فی «بلاغات النساء» لاحمد بن طیفور»، التراث العربی، العدد ۵۰، رجب ۱۴۱۳ق.
- ًآقابزرگ تهرانی، محمدمحسن، الذریعه فی تصانیف الشیعه، تصحیح: احمد بن محمد حسینی، بیروت، دارالاضواء، ۱۴۰۳ق.
- «بلاغات النساء»، پایگاه اطلاع رسانی دفتر حضرت آیة الله العظمی مکارم شیرازی، مشاهده ۲۸ تیر ۱۳۹۹ش.
- زرکلی، خیرالدین، الأعلام قاموس تراجم لأشهر الرجال و النساء من العرب و المستعربین و المستشرقین، بیروت، دارالملایین، ۱۹۸۹م.
- علامه امینی، عبدالحسین، الغدیر، قم، مرکز الغدیر، ۱۴۱۶ق.