ابا صالح

د wikishia لخوا
د ګوتو په ګاڼه باندې اغثني یا اباصالح نقاشي

اَبا صالح د امام مهدي(عج) په اړه یو کنیت چې له یوولسمې قمري پېړۍ څخه هغه حضرت ته د اشارې لپاره کارول شوی دی. دا ټکی او دې ته ورته ټکي «صالح» او «باصالح»، په څو حدیثونو کې کارول شوې دي چې سپارښتنه کوي که لاره مو ورکه کړه «صالح» او «اباصالح» یا «باصالح»، ته په غږ کولو سره له هغوي د لارې موندلو لپاره مرسته وغواړئ. خو په دې حدیثونو کې دغه لقبونه او کنیتونه د امام زمان د کنیتونو په توګه نه دي یاد شوې او محدثانو او د حدیث شارحانو هم هغه د زمانې د امام کنیت نه دی ګڼلی.

ابا صالح امام زمان ته منسوب کنیت

ابا صالح یو مشهورکنیت دی چې د زمانې د امام(ع) لپاره کارول کیږي.[۱] دا کنیت په زړو تاریخي متونو او روایتونو کې د زمانې د امام لپاره نه دی ذکر شوی.[۲] یوازې په متاخرو سرچینو کې راغلی دی چې ځینو امام زمان ته د اباصالح په نامه غږ کړی دی. د مثال په توګه د دیارلسمې او څوارلسمې قمري پېړۍ شیعه عالم میرزا حسین نوري لیکلي چې عرب ژبي د امام زمان لپاره په مرثیو او شعرونو کې هغه حضرت ته د «اباصالح» په نامه غږ کوي.[۳]

د استعمال مخینه

د دانشنامه امام مهدي کتاب له مخې د « اباصالح» کنیت له یوولسمې پېړۍ د هغه حضرت په اړه کارل شوی او له دغه پېړۍ مخکې د امام مهدي په اړه د دغه اصطلاح د کارولو هیڅ راپور نیشته.[۴]

محمد باقر مجلسي (۱۰۳۷-۱۱۱۰ق) د خپل پلار په نقل یو روایت راوړی چې پکې د امیر اسحاق استرآبادي په نوم یو کس د مکې په لاره کې ورک شوی او د «یا صالح یا اباصالح ارشدونا إلی الطریق» (ای صالح ، ای ابا صالح، لاره راته وښیه) په غږ کولو سره یې داسې سړی وموند چې ورسره یې مرسته وکړه او مکې ته یې ورساوه چې په ګمان یې امام مهدي(عج) و.[۵] محدث نوري هم دا احتمال ورکړی چې د حضرت مهدي لپاره د اباصالح د کنیت استعمال له هغه حکایته اخستل شوی چې پکې د حج په لاره کې د یو سړي د ورکېدو خبره راغلې چې د «یا اباصالح» په ویلو سره ژغورل کیږي.[۶]

په امام مهدي پوهنغونډ(دانشنامه امام مهدي) کې راغلي چې امام مهدي(عج) ته د «اباصالح» د انتساب لپاره هیڅ دلیل نیشته او هغه څه چې هغه ته د دغه لقب د انتساب د رواجېدو سبب شوي هغه حکایت دی چې په دې معنا دلالت نه لري.[۷]

په حدیثونو کې د ابا صالح د ټکي استعمال

د شیعه په ځینو روایتونو کې د «باصالح» او «اباصالح» ټکی استعمال شوی؛ خو هیڅ یو محدث او د حدیث سپړونکي له دغو ټکیو د زمانې امام مطلب نه دی اخستی.

د مثال په توګه په هغه روایت کې چې احمد بن محمد بن خالد برقي(۲۰۰-۲۷۴ یا ۲۸۰ق) له امام صادق(ع) نقل کړي راغلي دي:«هر کله چې دې لاره ورکه کړه، غږ وکړه «یا صالح و یا باصالح ارشدانا إلی الطریق، رحمکما الله» ( ای صالح او ای باصالح مونږ ته لاره وښیه،خدای به په تا رحمت وکړي)[۸]

همداراز شیخ صدوق(۳۰۵-۳۸۱ق) په لږ شان اختلاف سره نقل کړي چې : «یا صالح و یا باصالح ارشدانا إلی الطریق، رحمکما الله» ( ای صالح او ای باصالح مونږ ته لاره وښیه،خدای به په تا رحمت وکړي)[۹] هغه بیا یو بل حدیث نقل کړی چې په اساس یې د ځمکې وچه برخه «صالح» او سمندري برخه یې «حمزه» ته سپارل شوې ده.[۱۰]

ویل شوي چې نه شیخ صدوق او نه د من لایحضره الفقیه بل کوم شارح دغه لقب د امام مهدي(عج) لپاره تطبیق کړی دی.[۱۱] همداراز په هغه روایت کې چې د برقي له لیکلي کتاب محاسنه اخستل شوی، صالح له پېریانو معرفي شوی چې دنده یې هغو کسانو ته د مرستې رسول دي چې لاره یې ورکه کړې ده.[۱۲]

فوټ نوټ

  1. ری‌شهری، دانشنامه امام مهدی، ۱۳۹۳ش، ج۲، ص۳۲۲.
  2. ری‌شهری، دانشنامه امام مهدی، ۱۳۹۳ش، ج۲، ص۳۲۲.
  3. نوری، جنة المأوی، ۱۴۲۷ق، ص۱۳۶؛ نوری، نجم الثاقب، ۱۴۱۰ق، ص۴۵.
  4. ری‌شهری، دانشنامه امام مهدی، ۱۳۹۳ش، ج۲، ص۳۲۲.
  5. مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۵۲، ص۱۷۶-۱۷۵.
  6. نوری، نجم‌الثاقب، ۱۴۱۰ق، ص۵۷۱.
  7. ری‌شهری، دانشنامه امام مهدی، ۱۳۹۳ش، ج۲، ص۳۲۲-۳۲۳.
  8. برقی، المحاسن، ۱۳۷۱ق، ج۲، ص۳۶۲-۳۶۳.
  9. صدوق، من لا یحضره الفقیه،۱۴۱۳ق، ج۲، ص۲۹۸.
  10. صدوق، من لا یحضره الفقیه،۱۴۱۳ق، ج۲، ص۲۹۸.
  11. ری‌شهری، دانشنامه امام مهدی، ۱۳۹۳ش، ج۲، ص۳۲۲.
  12. برقی، المحاسن، ۱۳۷۱ق، ج۲، ص۳۸۰.

سرچينې

  • برقی، احمد بن محمد بن خالد، المحاسن، تصحیح محدث ارموی، قم، دارالکتب الاسلامیه، ۱۳۷۱ق.
  • ری‌شهری، محمد محمدی نیک و دیگران، دانشنامه امام مهدی بر پایه قرآن حدیث و تاریخ، قم، نشر دار الحدیث، ۱۳۹۳ش.
  • صدوق، محمد بن علی، من لا یحضره الفقیه،قم، جامعه مدرسین، چاپ دوم، ۱۴۱۳ق.
  • مجلسی، محمدباقر، بحارالانوار الجامعة لدرر اخبار الائمة الاطهار، بیروت، دار احیاء التراث العربی، چاپ دوم، ۱۴۰۳ق.
  • نوری، میرزا حسین، جنة‌المأوی فی ذکر من فاز بلقاء الحجة، مرکز الدراسات التخصصیه فی الامام المهدی عجل االله تعالی فرجه الشریف، قم، مؤسسه السیده المعصومه علیها السلام، ۱۴۲۷ق.
  • نوری، میرزاحسین، نجم الثاقب، قم، انتشارات مسجد جمکران، ۱۴۱۰ق.