امام جعفر صادق علیه السلام

د wikishia لخوا
د بقیع هدیره

په امام جعفر صادق(ع) مشهور جعفر بن محمد (۸۳-۱۴۸ق) له خپل پلار امام باقر(ع) څخه وروسته د دولس امامي شیعیانو شپږم امام دی. هغه ۳۴ کاله (۱۱۴ تر ۱۴۸ق) د شیعیانو امامت په غاړه درلود چې د پینځو اخري اموي خلیفه ګانو یعنې له هشام بن عبدالملک وروسته او دوو لومړیو عباسي خلیفه ګانو سفاح او منصور دوانیقي سره هم مهاله و. امام صادق(ع) د اموي حکومت د کمزورۍ په وجه د نورو امامانو په پرتله ډېر علمي فعالیت لرلی دی. د هغه د شاګردانو او راویانو شمېر څلور زره بلل شوی دی. د اهل بیتو(ع) زیاتره روایتونه له امام صادق(ع) څخه دي او له دې امله شیعه امامیه مذهب ته جعفري مذهب هم ویل کیږي.

امام صادق(ع) د اهل سنتو په فقهي امامانو کې هم لوړ مقام لري. ابو حنیفه او مالک بن انس له هغه روایتونه کړې او ابو حنیفه هغه په مسلمانو کې تر ټولو عالِم کس ګڼلی دی.

امام صادق(ع) د اموي حکومت له کمزورۍ او د شیعیانو له غوښتنې سره سره د هغه په خلاف پاڅون ونه کړ. هغه د خلافت د سنبالښت لپاره د ابو مسلم خراساني او ابو سلمه غوښتنې رد کړې. امام صادق(ع) د خپل تره زید بن علی په پاڅون کې هم برخه وانه خسته او شیعیان یې هم له پاڅونه منعې کول؛ له دې سره سره یې د خپلې زمانې له واکمنانو سره ښه اړیکي نه لرل. هغه د اموي او عباسي حکومتونو د سیاسي فشار په وجه د تقیې له رودې استفاده کوله او خپلو ملګرو ته یې هم د دې سپارښتنه کوله.

امام صادق(ع) له شیعیانو سره د لا ډېرو اړیکو په خاطر، د هغوي شرعي پوښتنو ته د ځواب، د هغوي د شرعي وجوهاتو اخستلو او د هغوي په ستونزو غور کولو لپاره د وکالت سازمان یا تنظیم جوړ کړ. د دغه سازمان فعالیت د راتلونکو امامانو په زمانه کې پراختیا وموندله او په غیبت صغرا کې اوج ته ورسید. د هغه په زمانه کې د غالیانو فعالیت پراخ شو. دوي د غُلُوّ له تفکر سره مبارزه کوله او غالیان یې کافر او مشرک معرفي کړل.

په ځینو سرچینو کې راغلي دي چې امام صادق(ع) د حکومت د وربللو په وجه عراق ته سفر کړی او کربلا نجف او کوفې ته تللی دی. هغه د امام علي(ع) قبر چې تر دې مخکې پټ و، خپلو ملګرو ته وښود. ځینې شیعه عالمان باوري دي چې امام صادق(ع) د منصور دوانیقي په امر او د زهر ورکولو په وجه شهید شوی دی. د شیعه د روایي سرچینو په حواله، هغه امام کاظم(ع) له ځانه وروسته امام خپلو اصحابو ته وروپېژنده؛ خو د هغه د سر د حفاظت لپاره یې پینځه کسان منجمله منصور عباسي خپل وصي معرفي کړ. د امام صادق(ع) له شهادته وروسته په شیعیانو کې مختلفو فرقې جوړې شوې چې اسماعیلیه، فَطَحیه او ناووسیه پکې شاملې دي.

د امام صادق(ع) په باره کې د شپږو سوو کتابونو نوم اخستل شوی چې د محمد بن وهبان دبیلی (۴ قمري پېړۍ) اخبار الصادق مع ابی‌حنیفه و اخبار الصادق مع المنصور یې تر ټولو پخوانی دی. د امام صادق په اړه ځینې نور کتابونه دا دي: د امام صادق جعفر بن محمد(ع) ژوند لیک د سید جعفر شهیدی، الامام الصادق(ع) و المذاهب الاربعة لیک د اسد حیدر، پیشوای صادق لیک د سیدعلی خامنه‌ای او موسوعة الامام الصادق، لیک د باقر شریف قَرَشی.

نوم، نسب او لقبونه

اصلی مقاله: د امام صادق(ع) د کنیتونو او لقبونو لړلیک

جعفر بن محمد بن علی بن حسین بن علی بن ابی‌طالب، د دولس امامي شیعیانو[۱] شپږم امام دی اسماعیلیه مذهب هغه خپل پینځم امام ګڼي.[۲] پلار یې ا مام محمد باقر(ع) او مور یې د محمد بن ابي بکر د زوي قاسم بن محمد بن ابي بکر لور ام فروه وه.[۳] په کشف الغمه کتاب کې د اهل سنتو له عالم عبدالعزیز بن اَخضر جَنابِذی نقل شوي چې دې ته په پام سره چې د امام صادق(ع) د مور نسب هم له پلار او هم له مور ابوبکر ته رسېده، امام صادق ویلې دي: «لَقَدْ وَلَدَنِی أَبُوبَکْرٍ مَرَّتَیْن‏»؛ زه دوه ځلې له ابوبکر پېدا شوی یم.[۴] خو علامه مجلسی له احقاق‌الحق شوشتری نقل کړې چې دا روایت جعلي دی.[۵]

د امام صادق مشهور کنیت ابا عبدالله (د خپل دوهم زوي عبدالله اَفطح په وجه) دی. د هغه لپاره ابو اسماعیل (د زوي اسماعیل په وجه) او ابو موسی ( د زوي امام موسی کاظم(ع) په وجه) کنیتونه هم یاد شوې دي.[۶]

تر ټولو مشهور لقب یې «صادق» دی.[۷] د روایتونو له مخې د اسلام پېغمبر(ص) هغه ته دغه لقب ورکړی چې له جعفر کذاب سره یې فرق وشي.[۸] خو ځینو ویلي چې امام صادق د خپلې زمانې په پاڅونو کې له ګډونه د ډډه کولو په وجه دغه لقب موندلی دی؛ ځکه چې په هغه زمانه کې به یې هغه چاته چې خلک به یې پر ځان راونډول او د حکومت په خلاف به یې لمسول کذّاب (دروغجن) ویل کېدل.[۹] د امامانو په هماغه زمانه کې دغه لقب د امام صادق(ع) لپاره کارول کېده.[۱۰]

په مناقب کې د ابن شهر آشوب مازندراني په وینا، صادق لقب هغه وخت منصور عباسي امام صادق ته ورکړ چې د امام علي(ع) د قبر د ښکاره کېدو په اړه د هغه حضرت وړاندوینه پر ځای شوه او همداراز ویل شوي چې هغه صادق لقب موندی ځکه چې پکې هیڅ کجي، لغزش او ناراستي نه دی لیدل شوې.[۱۱] د دایرة المعارف بزرګ اسلامي په نقل، ځینې اهل سنتو عالمانو لکه مالک بن انس، احمد بن حنبل او جاحظ هم هغه په دې لقب یاد کړی دی.[۱۲]

د زیاتو معلوماتو لپاره دا هم وګورئ. صادق (لقب)

ژوند لیک

امام صادق(ع) د هجرت په ۸۳ کال د ربیع الاول په ۱۷ په مدینه کې وزېږېد او په ۱۴۸ ق کال کې په ۶۵ کلنۍ کې هم هلته شهید شو.[۱۳] ځینو د هغه زوکړه په ۸۰ ق کال کې ګڼلې ده.[۱۴] همداراز ابن ‌قتیبة دینوري یې وفات په ۱۴۶ ق کې لیکلی دی.[۱۵] چې دا په ضبط کې خطا ګنل شوې ده.[۱۶] د امام صادق د شهادت په ورځې او میاشتې کې اختلاف موجود دی. د متقدمو شیعه عالمانو[۱۷] مشهور نظر دا دی چې هغه د شوال په میاشته کې شهید شوی دی؛ خو په متقدمو سرچینو کې د شهادت ورځ نه ده راغلې.[۱۸]

طبرسی په کتاب تاج الموالید او شیخ عباس قمی په وقایع الایام، او شوشتری در کتاب رسالة فی تواریخ النبی و الآل کې د هغه د شهادت ورځ د شوال ۲۵ ګڼلې ده.[۱۹] د مشهور نظر په وړاندې طبرسي په اعلام الوری[۲۰] کې او علامه مجلسي په بحار الانوار کې د مصباح کفعمي د کتاب په نقل د امام صادق(ع) شهادت د زبرګې په ۱۵ راپور کړی دی؛ خو د بحار الانوار کتاب څېړاندو دغه خبره په مصباح کتاب کې نه ده موندلې.[۲۱]

مېرمنې او بچیان

شیخ مفید د امام صادق(ع) لس بچیان او څو مېرمنې ذکر کړې دي.[۲۲] په ځینو سرچینو کې د امام کاظم(ع) په نقل د امام صادق لپاره د حکیمه یا حلیمه په نوم یوې بلې لور ته هم اشاره شوې ده.[۲۳]

مېرمن نسب بچیان تفصیل
حمیده د صاعد یا صالح لور امام کاظم(ع)، اسحاق او محمد امام کاظم(ع) د امامیه شیعیانو اوم امام دی.[۲۴]
فاطمه د حسین بن علی بن حسین(ع) لور اسماعیل، عبدالله افطح او ام فروة عبدالله دخپل پلار له وفاته وروسته د امامت ادعا وکړه او پېروان یې فطحیه ونومول شول..[۲۵] اسماعیل د امام صادق(ع) په زمانه کې وفات شو خو ځینو یې مرګ ونه مانه او اسماعیلیه فرقه یې جوړه کړه.[۲۶]
نورې مېرمنې - عباس، علی، اسماء او فاطمه د شیخ مفید په وینا کې په دوي کې هر یو بچی له یوې وینخې (ام ولد)وو.[۲۷]

د امامت دوران

د امام صادق(ع) ژوند د بني امیه له لسو اخري خلیفه ګانو منجمله عمر بن عبدالعزیز او هشام بن عبدالملک او د دوو لومړیو عباسي خلیفه ګانو ، سَفّاح او منصور دوانیقی سره هم مهاله و[۲۸] هغه شام ته د امام باقر په سفر کې چې د هشام بن عبدالملک په امر وشو، له پلار سره یو ځای و.[۲۹] د امام صادق(ع) په امامت کې د امویانو وروستي پینځه خلیفه ګان له هشام بن عبدالملک وروسته،[یاداشت۱] او دوو عباسي خلیفه ګانو سفاح او منصور حکومت وکړ.[۳۰] په دغه پړاو کې د بني امیه و حکومت مخ په ځوړتیا و او اخر نسکور شو او له هغه وروسته بني عباس واکمن شول. د حکومتونو کمزورۍ او د څارنې نیشتواي د علمي فعالیتونو لپاره امام صادق ته ښه فرصت برابر کړ[۳۱] البته دغه ازادي یوازې په د دوهمې قمري پېړۍ په دریمې لسیزې کې وه او له هغې مخکې د بني امیه په زمانه کې او وروسته بیا د نفس زکیه او د هغه د ورور ابراهیم د پاڅون په وجه په امام صادق او پېروانو یې ډېر سیاسي فشارونه موجود وو.[۳۲]

د امامت نصوص

د شیعه له نظره امام د خدای له خوا ټاکل کیږي او د امام د پېژندلو له لارو څخه نَصّ (د پېغمبر(ص) یا له ځانه وروسته د بل امام په امامت د یو امام تصریح) دی.[۳۳] کلیني په الکافي کتاب کې د امام صادق(ع) د امامت د اثبات لپاره ځینې روایتونه نقل کړې دی.[۳۴]

د وکالت سازمان (سسټم)

اصلي مقاله: د وکالت سازمان

په ځینو سببونو لکه په مختلفو اسلامي سیمو کې د شیعیانو پراختیا، د سیاسي دباوونو په وجه له شیعیانو سره د اړیکو سختوالی، او امام صادق ته د شیعیانو نه لاسرسی، هغه حضرت په مختلفو اسلامي سیمو کې د ځینو استازو یوه ټولګه جوړه کړه چې ورته د وکالت سازمان یا سسټم ویل کیږي.[۳۵] دغه سازمان ځینې دندې لرلې لکه د خمس، زکات، نذر او د شیعیانو د نذرونو په شان شرعي وجوهاتو اخستل او امام ته یې حواله کول، د شیعیانو د ستونزو هواری، د امامانو او شیعیانو تر مینځ د اړیکو ټینګول او د هغوي د شرعي پوښتنو ځوابونه.[۳۶] د وکالت سازمان د ورپسې امامانو په وخت کې پراخ شو او په غیبت صغرا کې د امام زمان په څلورو نایبانو سره اوج ته ورسید او د امام زمان د غیبت کبرا په پېل او او د څلور وکیل علي بن محمد سمري په وفات سره پای ته ورسید.[۳۷]

له غالیانو سره مقابله

اصلي مقاله: غالیان

د امام باقر(ع) او امام صادق(ع) په زمانه کې د غُلاتو فعالیت زیات شو[۳۸] هغوي د امامانو لپاره د ربوبیت د مقام قایل وو یا یې امامان پېغمبران ګڼل. امام صادق(ع) د غُلُوّ تفکر په کلکه رد کړ او خلک به یې له غالیانو سره له ناستې پاستې منعې کول.[۳۹] او هغوي به یې فاسق، کافر او مشرک ګڼل.[۴۰] د غالیانو په اړه د هغه حضرت په یو حدیث کې شیعیانو ته سپارښتنه شوې:« له هغوي سره ناسته پاسته مه کوئ، ډوډۍ ورسره مه خورئ،مه څښئ،او روغبړ مه کوئ»[۴۱] د ځوانانو په اړه یې شیعیانو ته داسې خبرداری ورکاوه.«خیال کوئ چې غلات (غالیان) مو ځوانان فاسد نه کړي. هغوي د خدای ډېر بد دښمنان دي؛ خدای وړوکی کوي او د بندګانو لپاره د ربوالي قایلیږي.[۴۲]

علمي فعالیت

د امام صادق(ع) د امامت په دوران کې، د اموي حکومت د کمزورۍ په وجه د خپلې عقېدې د څرګندولو لپاره زیاته ازادي لاسته راغله او په مختلفو موضوګانو کې ډېر علمي بحثونه وشول.[۴۳] دغه دیني او علمي ازادي چې په دولسو امامانو کې د ډېرو کمو لپاره وه، سبب شوه چې د امام شاګردان په ازاده په علمي بحثونو کې شرکت وکړي.[۴۴] علمي فضا پرانستل شوه او له امام صادقه په مختلفو زمینو لکه فقې، کلام... کې ډېر روایتونه نقل شول.[۴۵] د اهل سنت عالم ابن حجر هیتمي په وینا خلکو له هغه زیات علمونه نقلول او د هغه اوازه هر ځای ته رسیدلې وه.[۴۶] ابوبحر جاحظ هم لیکلي دي چې د هغه علم او فقې نړۍ ډکه کړې وه.[۴۷] حسن بن علي وشّاء هم ویلي چې په کوفې جومات کې یې نهه سوه کسان لیدلي چې له امام صادق(ع) یې حدیثونه نقلول.[۴۸] سید محمد حسین تهراني باوري دی چې د پېغمبر(ص) له رحلت او هغوي ترخو پېښو وروسته چې د اسلام د حقیقت د تحریف او د اهل بیتو له مکتبه د هغې د کږولو لپاره وشوې مسلمانې ټولنې دوو ټکانونو او غورځنګونو ته اړتیا لرله. یو عملي ټکان چې امت بېداره شي چې دا ټکان د امام حسین(ع) او د هغه د غورځنګ په وسیله وشو. او بل د قرآن او دین د معارفو د ژوندي کولو لپاره علمي ټکان چې د امام صادق(ع) په وسیله ترسره شو.[۴۹]

جعفري مذهب

اصلي مقاله: جعفري مذهب

په شیعه امامانو کې تر ټولو زیات روایتونه له امام صادق(ع) نقل شوي دي. [۵۰] هغه همداراز تر ټولو زیات راویان لرلې دي. اِربِلی له هغه د روایت کوونکو شمېر څلور زره تنه ګڼلی دی.[۵۱] د ابان بن تغلب په وینا، شیعیانو به چې کله د پېغمبر(ص) په خبره کې اختلاف پېدا کاوه د حضرت علي(ع) له خبرې سره به یې تمسک کاوه او کله به یې چې د علي په خبره کې اختلاف پېدا کاوه د امام صادق(ع) خبرې ته به یې رجوع کوله.[۵۲] له امام صادقه د ډېرو زیاتو فقهي او کلامي روایتونو د نقلېدو په وجه د امامي شیعه مذهب ته جعفري مذهب هم ویل کیږي.[۵۳] نن سبا امام صادق د جعفري مذهب د مشر په نوم مشهور دی.[۵۴]

په ۱۳۷۸ کال کې په مصر کې د الازهر پوهنتون مشر شیخ شلتوت، له آیت الله بروجردي سره له مکاتباتو وروسته جعفري مذهب په رسمیت وپېژنده او پرې عمل یې له شرعي لحاظه جایز وباله.[۵۵]

علمي مناظرې او خبرې اترې

په شیعي متونو کې د نورو مذهبونو د متکلمانو او د خدای د وجود له منکرانو سره د امام صادق(ع) مناظرې او خبرې اترې راغلې دي.[۵۶] په ځینو مناظرو کې د امام صادق(ع) شاګردانو د هغه په شتون کې په هغو زمینو کې چې تخصص یې درلود، له نورو سره مناظرې کړې دي. په دغو غونډو کې امام صادق(ع) په مناظرو څارنه کوله او کله کله به په خپله هم بحث کې داخلېده.[۵۷] د مثال په توګه د اهل شام له یو عالم سره په خبرو کې چې په خپله یې د امام صادق(ع) له شاګردانو سره د مناظرې غوښتنه کړې وه، امام له هشام بن سالم وغوښتل چې د علم کلام په برخه کې له هغه سره خبرې وکړې.[۵۸] همداراز له یو کس سره چې له امام سره یې مناظره غوښتله وغوښتل چې په هر ډګر کې چې غواړي اول یې له شاګردانو سره خبرې وکړي او که هغوي یې پړ کړل نو بیا به ورسره مناظره وکړي. هغه کس د قرآن په برخه کې له حُمران بن اَعیَن، د عربي ادبیاتو په برخه کې له ابان بن تغلب، په فقه کې له زُراره او په کلام کې له مؤمن الطاق او هِشام بن سالم سره مناظره وکړه او مغلوب شو.[۵۹]

احمد بن علي طبرسي په الاحتجاج کتاب کې د امام صادق د مناظرو ټولګه راغونډه کړې چې ځینې یې دا دي:

  • د خدای د وجود له یو منکر سره د خدای د وجود په اړه مناظره.[۶۰]
  • د خدای د وجود په اړه له ابو شاکر دیصاني سره مناظره.[۶۱]
  • د خدای د وجود په اړه له ابن ابی العوجاء سره مناظره.[۶۲]
  • د حدوث عالَم په اړه له ابن ابی العوجاء سره مناظره.[۶۳]
  • د مختلفو دیني مسایلو په اړه د خدای د وجود له یو منکر سره اوږده مناظره[۶۴]
  • د فقهي احکامو د استنباط د طریقې په تېره بیا قیاس په اړه له ابو حنیفه سره مناظره.[۶۵]
  • د واکمن د انتخاب د طریقې او د ځینو فقهي احکامو په اړه له ځینو معتزله عالمانو سره مناظره.[۶۶]

سیاسي سیرت

د امام صادق(ع) ژوند له بني امیه له د لسو اخري خلیفه ګانو منجلمه عمر بن عبدالعزیز او هشام بن عبدالملک او دوه لومړیو عباسي خلیفه ګانو سفاح او منصور دوانیقي سره هم مهاله و.[۶۷] شام ته د امام باقر په سفر کې چې د هشام بن عبدالملک په غوښتنه وشو له خپل پلار سره یو ځای.[۶۸] د امام صادق د امامت په دوران کې پینځه اخري اموي خلیفه ګانو له هشام بن عبدالملک وروسته، او دوو عباسي خلیفه ګانو سفاح او منصور حکومت کاوه.[۶۹]

د وسله وال پاڅون یو پړاو

سره له دې چې د امام صادق(ع) امامت د امویانو له کمزورۍ او نسکورېدو سره مخامخ و خو هغه حضرت له سیاسي او پوځي نښتې ډډه وکړه او حتی د خلافت کولو بلنه یې هم ونه منله. شهرستان په الملل والنحل کې راپور ورکړی چې ابو مسلم خراساني د ابراهیم امام له مرګه وروسته په یو لیک کې امام صادق(ع) د خلافت لپاره تر ټولو غوره کس وباله او هغه ته یې بلنه ورکړه چې خلافت ومني خو امام صادق په ځواب کې ولیکل: «نه ته زما له ملګرو یې او نه زمانه زما زمانه ده»[۷۰] هغه د خلافت لپاره د ابو سلمه د بلنې خواب هم د هغه د لیک په سوزولو سره ورکړ.[۷۱] هغه حضرت همداراز په هغو پاڅونونو کې چې د حکومت په خلاف وشول منجمله د تره زید بن علي په پاڅون کې برخه وا نخسته.[۷۲] د یو حدیث مطابق امام صادق(ع) د رښتینو ملګرو نشتون له پاڅونه د ډډه کولو علت ګڼلی دی.[۷۳] په ځینو روایتونو کې هغه حضرت اولس او کله هم پینځه کسان د قیام لپاره کافي ګڼلي دي او د پاڅون لپاره د ځینو ملګرو د ټینګار په ځواب کې یې هغوي ته فرمایل مونږ تر تاسو او نورو ښه پوهیږو چې کله او کومه فریضه لرو.[۷۴] [یادداشت۲]

  • له عبدالله بن حسن مثنی سره اختلاف

د بني امیه و د حکومت په وروستیو کلونو کې د بني هاشمو ځینې کسان منجمله حسن مثنی او زامن یې او سفاح او منصور په ابواء کې راغونډ شول چې د حکومت په خلاف د پاڅون لپاره په خپلو کې د یو کس بیعت وکړي. په دې غونډې کې عبدالله خپل زوی محمد، مهدي وباله او له حاضرانو یې وغوښتل چې د هغه بیعت وکړي.

امام صادق(ع) چې کله له دې کیسې خبر شو وې ویل: ستا زوی مهدي نه دی او اوس هم د مهدي د ظهور وخت نه دی. عبدالله د هغه په خبرو غصه شو او هغه یې په حسد تورن کړ. امام صادق(ع) قسم وخوړ چې د حسد له مخې خبره نه کوي او وې ویل چې د هغه زامن به ووژل شي او خلافت به سفاح او منصور ته ورسیږي.[۷۵]رسول جعفریان د امام حسن(ع) او امام حسین(ع) په بچیانو کې د اختلاف اصلي جرړه او ريښه همدا کیسه ګڼلې ده.[۷۶]

له واکمنانو سره اړیکي

د حکومتونو په خلاف له وسله وال پاڅونه د امام صادق(ع) له ډډه کولو سره سره، هغه د خپلې زمانې له واکمنانو سره ښه اړیکي نه درلودل. کله چې له خپل پلار امام باقر(ع) سره حج ته تللی و، د حج په دستورو کې یې اهل بیت(ع) د خدای غوریز معرفي کړل او له اهل بیتو(ع) سره یې د خلیفه هشام بن عبدالملک دښمنۍ ته اشاره وکړه.[۷۷] هغه د منصور دوانیقي په ځواب کې چې ترې یې غوښتې وو د نورو خلکو په شان دې هغه ته ورشي ولیکل: مونږ څه نه لرو چې په سبب یې له تا ووېرېږو او ته هم له آخرته څه نه لرې چې مونږ یې له امله تاته هیله من شو اونه ته په کوم نعمت کې یې چې مونږ یې درته مبارکي وایو او نه باور لرې چې په مصیبت کې یې چې په وجه یې درته تسلیت ووایو، نو ولې تاته درشم.؟[۷۸]

د امام صادق(ع) د کور دروازې ته اور اچول

له الکافي کتابه د یو روایت مطابق حسن بن زید د مکې او مدینې والي و، د منصور عباسي په امر یې د امام صادق(ع) کور ته اور ورته کړ. د دغه روایت مطابق په دې اور اچونه کې د امام د کور ور او درشل وسوزېدل او امام(ع) په داسې حال کې چې له اوره تېرېده، له کوره ووته او وې ویل:

زه د اَعراق الثَّرَی (د حضرت اسماعیل لقب؛ د داسې په معنا چې بچیان او نسل یې د رګونو او جرړو په شان په ځمکه کې خپور وي) بچی یم. زه د ابراهیم خلیل الله بچی یم.[۷۹]

البته د تاریخ طبري په وینا منصور په ۱۵۰ ق کال کې یعنې د امام صادق له شهادته دوه کاله وروسته حسن بن زید د مدینې واکمن کړ.[۸۰]

د تقیې د رودې استعمال

د قمري پېړۍ له دوهمې لسیزې پرته چې د بني امیه و د خلافت له نسکورېدو سره هم مهاله وه اموي او عباسي خلیفه ګانو همېشه د امام صادق او د هغه د ملګرو فعالیتونه څارل. د امام صادق(ع) د ژوند په وروستیو کې سیاسي فشارونه تر حده زیات شول.[۸۱] د ځینو روایتونو له مخې منصور دوانیقي هغه کسان چې د امام صادق له شیعیانو سره یې اړیکي لرلې پېژندل او څټونه یې وهل. له دې امله امام صادق او ملګرو یې د تقیې له طریقې استفاده کوله.[۸۲]

د یو روایت له مخې چې له امام صادق په الکافي کې نقل شوی دی، هغه حضرت په هغه ورځ چې د خلکو لپاره یوم الشک و او حضرت هغه ورځ د روژې لومړۍ میاشته ګڼله د هغه وخت د خلیفه سفاح په غوښتنه د تقیې له مخې ډوډۍ وخوړه او د هغه کس په ځواب کې یې چې په هغه یې اعتراض کړی و چې «ایا هغه ورځ چې مُسَلَّماً د رمضان له ورځو ده، خپله روژه ماتوې او ډوډۍ خورې؟!» وویل:« هو، په خدای قسم که زه د روژې میاشتې یوه ورځ روژه وخورم زما په نزد تر دې خوښه خبره ده چې سر مې پرې کړی شي!»[۸۳] امام صادق سفیان ثوري ته چې د هغه حضرت لیدو ته راغلی و سپارښتنه وکړه چې له دې امله چې مونږ دواړه د حکومت تر څارنې لاندې یو، بېرته لاړ شي.[۸۴] په یو بل حدیث کې امام صادق(ع) له ابان بن تغلب غوښتي دي چې د خلکو د فقهي غوښتنو په ځواب کې، د دې لپاره چې کومه ستونزه پېدا نه شي، د اهل سنتو عالمانو نظر هغوی ته نقلوه.[۸۵] همداراز له امام صادق(ع) څخه داسې روایتونه نقل شوي چې په تقیې تاکید کوي. په ځینو کې یې تقیه له لمانځه سره په برابر مقام کې ګڼل شوې ده.[۸۶] د ایت الله خامنه ای له نظره،د امام صادق د ژوند مهم ګرافونه دا دي:

  • د وخت د واکمنانو د نېغ په نېغه او جوتې نفي لپاره د امامت د مسالې بیان او تبلیغ او د امام او د ولایت د حق د لرونکي په توګه خلکو ته د ځان معرفي کول.
  • د شیعه فقې په رودې د دین د احکامو بیان او تبلیغ او د نورو امامانو څخه په لا زیات ښه او جوت ډول د شیعه لیدتوګې په طریقه د قرآن تفسیر.
  • د آل علي(ع) د امامت د تبیلغ لپاره د پراخ تبلیغاتي چینل په پټه جوړول او مشري یې کول او د امامت د مسالې سم بیانول؛ دغه چینل په ډېرو لرو سیمو په تېره بیا د عراق او خراسان په سیمو کې د امامت د مسالې په اړه ښه او ګټه ور فعالیتونه لرل.[۸۷]

اخلاقي ځانګړنې، کرامتونه او فضایل

په روایتي سرچینو کې د امام صادق(ع) په اخلاقي ځانګړنو کې د زهد، انفاق، پریمانه علم، ډېر عبادت او د قرآن د تلاوت خبره ذکر شوې ده. محمد بن طلحه، امام صادق(ع) د اهل بیتو ترټولو لوی کس، د ډېر علم لرونکی، د عبادت، زهد او د قران د تلاوت کوونکی ګڼل دی.[۸۸] د اهل سنتو فقهي امام مالک بن انس وایي: په هغه موده چې امام صادق(ع) ته ورتله، همېشه یې هغه له دریو په یو حالت کې لیده یا د لمانځه په حالت، یا روژې او یا هم ذکر ویلو.[۸۹]

په بحار الانوار کتاب کې راغلي چې امام صادق(ع) د یو فقیر د غوښتنې په ځواب کې هغه ته څلور سوه درهمه ورکړل او چې هغه یې مننه او شکرګزاري وکړه نو خپله ګوتمه یې چې د لس زرو درهمو وه هم هغه ته ورکړه.[۹۰] د امام صادق(ع) د پټ انفاق روایتونه هم شته دي. د کافي کتاب په لیکنه هغه به د شپې زیاته اندازه ډوډۍ، غوښې او پېسې په بوجۍ کې اچولې او په ناشناس ډول به یې د ښار د نیستمنو کور ته وړلې او په هغوی به یې وېشلې.[۹۱] ابو جعفر خثعمي نقل کړې چې امام صادق(ع) هغه ته د پېسو یو کڅوړه ورکړه او ترې یې وغوښتل چې د بني هاشمو یو کس ته یې ورکړه او ورته مه وایه چې چا راکړې دي. د خثعمي په وینا کله چې هغه سړي پېسې واخستې، استوونکي ته یې دعا وکړه او له امام صادق(ع) یې ګیله وکړه چې دومره مال لري خو هغه ته څه نه ورکوي.[۹۲] ابوعبدالله بلخي هم نقل کړې چې یوه ورځ امام صادق(ع) یوې ورَستې د خرما ونې ته وویل چې ای ونې چې د خپل رب مطیعه یې، له هغه څه چې خدای په تا کې ټاکلې مونږ ماړه کړه. په دغه حال کې له هغه ونې رنګارنګې کجورې په مونږ وورېدې.[۹۳]

عراق ته سفر

په سهله جومات کې د امام صادق(ع) مقام

امام صادق(ع) د سفاح د حکومت او د منصور دوانیقي د حکومت په زمانه کې د حکومت د وربللو په وه عراق ته ځينې سفرونه لرلې دي، هغه په دغه سفرونو کې کوفې، نجف او حیره ته هم تللی دی.[۹۴] محمد بن معروف هلالي نقل کړې چې حیره ته د امام صادق(ع) په سفر کې خلکو د هغه تود هرکلی وکړ؛ په دې ډول چې تر څو ورځو د خلکو د ګڼې ګوڼې په وجه مې له امام سره ملاقات ونه کړی شو.[۹۵]

په کوفې جومات کې چې د امام صادق(ع) محراب چې د جومات په ختیځې برخې کې، د مسلم بن عقیله قبر ته نزدې واقع دی او په مسجد سهله کې د هغه محراب په عراق کې د هغه حضرت له یادګارونو څخه دي.[۹۶] امام صادق(ع) په کربلا کې امام حسین(ع) د قبر زیارت کړی دی.[۹۷] په کربلا ښار کې د حسینیه سیند په غاړه کې یوه ودانۍ ده چې پکې امام صادق(ع) ته منسوب یو محراب جوړ دی.[۹۸]

په کربلا کې د امام صادق(ع) د مقام د محراب یو انځور
  • د حضرت علي(ع) د قبر ښودل

په ځینو روایتونو کې د امام علي(ع) له قبر څخه د امام صادق(ع) د زیارت خبره شوې ده.[۹۹] هغه د امام علي(ع) قبر چې تر هغې مخکې پټ و خپلو ملګرو ته وښوده. د کلیني په وینا هغه یوه ورځ یزید بن عمرو بن طلحه د حیره او نجف په مینځ کې یو ځای ته بوتله او د خپل نیکه حضرت علي(ع) قبر یې هغه ته وښوده.[۱۰۰] شیخ طوسي هم نقل کړې چې امام صادق(ع) راغی، لمونځ یې وکړ او بیا یې یونس بن ظَبیان ته د قبر ځای وښوده.[۱۰۱]

شاګردان او راویان

اصلي مقاله: د امام صادق(ع) د اصحابو لړلیک

شیخ طوسي په ځپل رجال کې د امام صادق د کابو ۳۲۰۰ راویانو نوم اخلي،[۱۰۲] شیخ مفید په الارشاد کتاب کې د هغه حضرت شاګردان څلور زره ښیي.[۱۰۳] ویل شوي چې ابن عقده د امام صادق(ع) د روایانو په اړه یو کتاب لیکلی چې پکې د ۴۰۰۰ راویانو نوم راغلی دی.[۱۰۴]

د اربعمائه اصولو ( د شیعه څلورسوه اصول) اکثره لیکوالان د امام صادق(ع) شاګردان وو.[۱۰۵] همداراز د نورو امامانو په پرتله، هغه د اجماع له اصحابو څخه تر ټولو زیات شاګردان لرل چې د امامانو تر ټولو زیات باوري راویان دي.[۱۰۶] د امام صادق(ع) ځینې مشهور شاګردان چې د اجماع د اصحابو برخه دي دا دي:

  1. زُرارَة بن اَعین
  2. محمد بن مسلم
  3. بُرَید بن معاویه
  4. جَمیل بن دَرّاج
  5. عبدالله بن مُسکان
  6. عبدالله بن بُکَیر
  7. حَمّاد بن عثمان
  8. حماد بن عیسی
  9. اَبان بن عثمان
  10. ابو بصیر اسدی
  11. هشام بن سالم
  12. هشام بن حَکَم[۱۰۷]

له یو روایته چې کَشّی د امام صادق(ع) د شاګردانو د مناظرې په اړه نقل کړی، داسې لاسته راځي چې د هغه ځینو شاګردانو په خاصو ډګرونو کې تخصص درلود.[۱۰۸] د دغه روایت مطابق حُمران بن اَعیَن په قرآني علومو، اَبان بن تغلب په عربو ادبیاتو، زُراره په فقه او مؤمن الطّاق او هِشام بن سالم په کلام کې تخصص لرلی دی.[۱۰۹] د امام ځینې نور شاګردان چې په کلام کې یې تخصص درلود دا دي: حُمران بن اَعیَن، قیس ماصِر و هشام بن حَکَم.[۱۱۰]

اهل سنت

د اهل سنتو ځینې عالمان او فقهي امامان د امام صادق(ع) شاګردان وو. شیخ طوسي په خپل رجال کتاب کې ابو حنیفه د امام د شاګردانو او اصحابو په ټول کې ګڼلی دی.[۱۱۱] ابن ابی الحدید معتزلي هغه د امام صادق(ع) له شاګردانو ګڼلی دی.[۱۱۲] شیخ صدوق له مالک بن انس نقل کړې چې هغه یوه موده امام صادق ته ورتله او ترې یې حدیث اورېده.[۱۱۳] مالک بن انس په مُوَطَّأ کتاب کې له امام صادق(ع) حدیث نقل کړې دي.[۱۱۴]

ابن حجر هیتمي لیکلي چې د اهل سنت لویو عالمانو لکه ابوحنیفه، یحیی بن سعید، ابن‌جریح، مالک بن انس، سفیان بن عیینه، سفیان ثوری، شعبة بن الحجاج او ایوب سختیانی له امام صادق(ع) روایت کړی دی.[۱۱۵] په «الائمة الاربعه» کتاب کې هم په مدینه کې د مالک بن انس شتون او د امام صادق(ع) په شان کسانو له درسه استفاده د هغه د علمي ودې له عواملو ګڼل شوې ده.[۱۱۶]

مشهور حدیثونه

له امام صادقه(ع) ځینې مشهور حدیثونه دا دي:

  • د جنود عقل و جهل حدیث، دا حدیث له امام صادق(ع) یو راپور دی د سماعه بن مهران په روایت د عقل د خلقت او هغو لښکریانو په باره کې چې خدای تعالی د عقل د مقام او له هغه د اطاعت او په وړاندې یې د تسلیمیدو په وجه هغه ته ورکړي دي او همداراز ځینې لښکریان چې جهل ته یې د عقل د مقابل ټکي په وجه ورکړې دي.[۱۱۷]
  • د حج حدیث: امام صادق(ع) له خپل پلار څخه د پېغمبر د حج کیفیت او څرنګوالی روایت کړی دی. دا حدث په شیعه[۱۱۸] او اهل سنتو سرچینو کې[۱۱۹] نقل شوی دی.[۱۲۰]
  • د توحید مُفَضَّل حدیث: هغه حدیث چې امام صادق(ع) په څلورو غونډو کې د نړۍ د خلقت د انسان د پنځون او حیرانتیاوو او د هغو د حکمت په هکله مفضل بن عمر ته املا کړی دی.[۱۲۱]
  • عِنوان بَصري حدیث: په دې حدیث کې امام صادق(ع) د عبودیت له تعریفه وروسته، د نفس د ریاضت، حلم، او علم په باره کې ځینې کړنلارې او اصول د عِنوان بصری په نامه یو کس ته ویلې دي.[۱۲۲]
  • د عُمَر بن حَنظَله مقبوله:[۱۲۳] ځینو شیعه فقیهانو، له دې حدیثه د روایاتو د ټکر د حل لپاره ځینې معیارونه لاسته راوړې دي.[۱۲۴] د ولایت فقیه نظریې پلویان هم د دغه ولایت د اثبات لپاره په دې حدیث استناد کوي.[۱۲۵]
  • د فردي ژوند او ټولنیز معاشرت صلاح یوه ډکه پېمانه ده چې په دریو کې دوه برخې یې چالاکي او یوه برخه یې سترګې پټول دي.[۱۲۶]
  • د بادار په شان د نورو عیبو ته مه ګورئ، بلکې د متواضع بنده په شان خپل عېبونه لټوئ.[۱۲۷]
  • پام چې له یو بل سره حسد ونه کړئ ځکه چې کفر او بې دیني له حسده راپورته کیږي.[۱۲۸]
  • خپل وروڼه په دوو صفتونو سره وازمایئ، که دغه دوه صفتونه یې لرل، خپله دوستي ورسره جاري وساتئ او که نه نو لرې شئ ترې، لرې شئ ترې، لرې شئ ترې: ۱- په لومړي وخت لمونځ کوي که نه.۲- له وروڼو سره نیکي که په سخته او تنګسیا کې وي او که په راحته او پراختیا کې.[۱۲۹]

د اهل سنتو نظر

امام صادق(ع) د اهل سنتو مشرانو په نزد لوړ مقام لري. د اهل سنتو یو امام ابو حنیفه امام صادق(ع) په مسلمانانو کې تر ټولو فقیه او هوښیار کس ګڼلی دی.[۱۳۰] د ابن شهر آشوب په نقل، مالک بن انس ویلي دي: د علم ، فضل، عبادت او پرهیزګارۍ، له نظره هیڅ سترګې او غوږ تر جعفر بن محمد لوړ کس نه دی لیدلی او نه یې دی اورېدلی.[۱۳۱] د شهرستاني له نظره په الملل و النحل کتاب کې امام صادق(ع)« د داسې علم لرونکی دی په دیني چارو کې ډېر او پریمانه دی، په حکمت کې د پوره پوهې او علم لرونکی، په دنیا کې د لوړې مرتبې زهد لرونکی، او له شهوتونو د پوره او بشپړې ډډه کونې او پرهیزګارۍ څښتن دی چې یوه موده په مدینه کې استوګن شو او خپل شیعیان او ځانته منسوب کسان یې له خپل علمه برخمن کړل او په خپلو خاصو موالیانو او ځانګړو کسانو یې د خپلو پټو علمونو او پوهې رازونه وسپړل. او هغه هغه څوک دی چې د معرفت په بې پایه سمندر کې ډوب و او د اوبو سیند ته یې تمه نه لرله، او د حقیقت لوړې درجې ته رسیدلې وه او د دنیاوي درجو له غورځېدو او ټیټیدو یې هیڅ وېره او ترهه نه لرله.[یادداشت۳][۱۳۲]

د اهل سنتو د عالم ابن ابی الحدید په وینا د هغوي فقهي امامان لکه ابو حنیفه، احمد بن حنبل او شافعي په واسطې یا بې واسطې د امام صادق شاګردان وو او له دې امله د اهل سنتو فقه د شیعه په فقې کې جرړه لري.[۱۳۳] سره له دې ټولو، د اهل سنتو په فقه کې د امام صادق(ع) د زمانې فقیهانو لکه اوزاعي او سفیان ثوري ته له ډېرې توجه سره سره، د امام صادق نظرونو ته توجه نه ده شوې.[۱۳۴] ځینو شیعه عالمانو لکه سید مرتضی له دې امله په اهل سنتو عالمانو نیوکه کړې ده.[۱۳۵]

شهادت

په بقیع هدیرې کې د امام صادق(ع) مزار

شیخ صدوق جوته کړې چې امام صادق(ع) د منصور دوانیقي په امر او د مسمومیت په وجه شهید شوی دی.[۱۳۶] ابن شهر آشوب هم په مناقبو او او دریم محمد بن جریر طبري په دلائل الامامه کې هم دا نظر مطرح کړی دی.[۱۳۷] د هغه د شهادت لپاره په دې روایت والله ما منا الا مقتول شهید استناد شوی دی.[۱۳۸] د دې په مقابل کې بیا شیخ مفید باوري دی چې د هغه حضرت په شهادت پرېکنده دلیل نه شته.[۱۳۹] څېړاندي سید جعفر مرتضی عاملي د شیخ مفید خبره په تقیې حمل کړې ده.[۱۴۰] د هغه قبر په بقیع هدیره کې د خپل پلار امام باقر، او امام سجاد او امام حسن د قبرونو په څنګ کې دی.[۱۴۱]

د امام صادق وصیت

د حدیثونو له مخې امام صادق(ع) په ځلونو امام کاظم(ع) له ځانه وروسته د امام په توګه خپل خاصو اصحابو ته ورپېژندلی و.[۱۴۲] خو د عباسیانو د سختیو او د امام موسی کاظم(ع) د سر د حفاظت لپاره یې پینځه کسان منجمله عباسي خلیفه خپل وصي معرفي کړ.[۱۴۳] [یادداشت۴] له دې امله د امام صادق(ع) ځینو تکړه اصحابو لکه مومن طاق او هشام بن سالم هم د امام صادق(ع) د جانشین په اړه شک درلود. هغوي اول عبدالله افطح ته ورغلل او له هغه یې ځینې پوښتنې وکړې؛ خو د عبدالله ځوابونو هغوي قایل نه کړل. بیا موسی بن جعفر(ع) ته ورغلل او د هغه په ځوابونو سره قانع شول او د هغه امامت یې ومانه .[۱۴۴]

په شیعیانو کې درز او اختلاف

د امام صادق(ع) له شهادته وروسته په شیعه کې مختلفه فرقې جوړې شوې او هرې ډلې د هغه حضرت یو زوی امام ومانه. اکثره شیعیانو د امام موسی کاظم(ع) امامت د اوم امام په توګه ومانه[۱۴۵] ځینو شیعیانو د امام صادق(ع) د مشر زوي اسماعیل د مرګ انکار وکړ او هغه یې د امامت وړ باله. په دوي کې ځینې کسان چې د اسماعیل له ژوندي پاتې کېدو نهیلي شول، د اسماعیل زوی محمد یې امام وګاڼه؛ دغه ډله په اسماعیلیه مشهوره شوه. ځینو نورو عبدالله افطح چې د امام صادق(ع) دوهم زوی و امام وګاڼه او په فطحیه مشهور شول؛ خو د هغه له مرګه وروسته چې د امام صادق(ع) له شهادته کابو اویا ورځې پس وشو، د موسی بن جعفر(ع) په امامتۍ قایل شول. ځینو نورو هم د ناووس په نامه یو کس په پېروۍ سره د امام صادق په امامت کې توقف وکړ او ناووسیه فرقه یې جوړه کړه. ځینې د امام صادق(ع) د بل زوي محمد دیباج په امامتۍ قایل شول.[۱۴۶]

په ایران کې د شهادت په ورځ رسمي رخصتي

په ایران کې د شوال ۲۵ د امام صادق(ع) د شهادت په مناسبت عمومي رخصتي ده. دا رخصتي د آیت الله کاشاني په وړاندیز او د محمد مصدق په امر شوې ده.[۱۴۷] په قم کې د ایران د تقلید ځینې مراجع په دغه ورځ د عزادارۍ په مجلسونو کې برخه اخلي او پلي د حضرت معصومه(ع) حرم ته ځي.[۱۴۸]

د امام صادق(ع) تألیفات

په ځینو حدیثي کتابونو کې د امام صادق(ع) څخه پاتې ځینې رسالو یا لیکونو ته اشاره شوې چې د هغوي د ځينو په صحیحوالي کې یې شک شوی دی، خو ځینې نور د الکافي په شان کتابونو کې راغلي او اعتبار لري.[۱۴۹] په دې کې ځینې رسالې دا دي:

  • خپلو اصحابو ته د امام صادق(ع) رساله. په دې رساله کې په مختلفو برخو کې شیعیانو ته د امام صادق سپارښتنې شاملې دي او په الکافي کتاب کې راغلې ده.[۱۵۰]
  • رساله شرایع الدین د اَعمَش په روایت. دا رساله دین د اصولو او فروعو په هکله ده. هغه شیخ صدوق نقل کړې ده.
  • د تفسیر په برخه کې د یو لیک یوه ټوټه
  • په اهل قیاس په اعتراض کې هغوي ته د یو لیک ټوټه
  • الرسالة الاَهوازیه. دغه لیک د اهواز والي نجاشي ته لیکل شوی دی. کتن یې د شهید ثاني په لیکلي کتاب کشف الریبه کې راغلی دی.
  • توحید المُفَضَّل یا د فکِّر کتاب.دا رساله د خدای پېژندنې په اړه د امام صادق(ع) په خبرو مشتمله د مُفَضَّل بن عمر لپاره ده چې د «فَکِّر یا مُفَضَّل» د عبارت د بیا بیا تکرار په وجه په «فکر کتاب» مشهوره شوې ده. د الذریعې لیکوال مفضل د د فکّر کتاب لیکوال معرفي کړی دی.[۱۵۱]
  • رساله اَهلیلَجه. په دې رساله کې امام صادق(ع) له یو هندي ډاکټر سره د خدای د وجود د اثبات په اړه خبرې کړې دي. د سید محسن امین په وینا، سید ابن طاووس دا کتاب معتبر ګڼلی دی. همداراز هغه د ابن ندیم د لړلیک کتاب د لیکوال ابن ندیم څخه نقل کړې چې د امام صادق(ع) له خوا د دغه کتاب لیکل کېدل له محالاتو دي.[۱۵۲]
  • د امام صادق(ع) په تفسیر مشهور متن
  • تفسیر النُعمانی.[۱۵۳]

ځینې کتابونه هم شته چې د امام صادق(ع) شاګردانو هغه حضرت له خبرو تالیف کړې دي. ځینې یې چاپ شوې دي لکه :

کتاب پیژندنه

د امام صادق په باره کې ډېر کتابونه لیکل شوې دي په «کتاب‌شناسی امام جعفر صادق(ع)»،کتاب کې د کابو ۸۰۰ چاپ شویو کتابونو نومونه اخستل شوي دي.[۱۵۵] «اخبار الصادق مع ابی‌حنیفه» او «اخبار الصادق مع المنصور» د محمد بن وهبان دبیلی ( پېړۍ ۴ق) او «اخبار جعفر بن محمد» لیک د عبدالعزیز یحیی جلودی (پېړۍ ۴ق)په دې برخه کې تر ټولو پخواني کتابونه دي.[۱۵۶] د امام صادق(ع) په اړه ځینې کتابونه دا دي:

فوټ نوټ

  1. جعفریان، حیات فکری سیاسی امامان شیعه، ۱۳۹۳ش، ص۳۹۱.
  2. صابری، تاریخ فرق اسلامی، ۱۳۸۸ش، ج۲، ص۱۱۰، ۱۱۹.
  3. مفید، الارشاد، ۱۳۷۲ش، ج۲، ص۱۸۰.
  4. اربلی، کشف الغمه، ۱۳۸۱ق، ج۲، ص۱۶۱.
  5. مجلسی، بحار الانوار، ج۲۹، ص۶۵۱، ۶۵۲.
  6. پاکتچی، «جعفر صادق(ع)، امام»، ص۱۸۱.
  7. پاکتچی، «جعفر صادق(ع)، امام»، ص۱۸۱.
  8. صدوق، کمال الدین، ۱۳۵۹ش، ص۳۱۹؛ «القاب الرسول وعترته»، ص۶۰، ۶۱؛ بحرانی، حلیة الابرار، ۱۴۱۱ق، ج۴، ص ۱۱.
  9. پاکتچی، «جعفر صادق(ع)، امام»، ص۱۸۱.
  10. پاکتچی، «جعفر صادق(ع)، امام»، ص۱۸۱.
  11. ابن شهر آشوب، مناقب، ۱۳۷۹ق، ج۴، ص۲۷۳.
  12. پاکتچی، «جعفر صادق(ع)، امام»، ص۱۸۱.
  13. مفید، الارشاد، ۱۳۷۲ش، ج۲، ص۱۸۰.
  14. اربلی، کشف الغمة، ۱۳۷۹ش، ج۲، ص۶۹۱.
  15. ابن‌قتیبة الدینوری، المعارف، ۱۹۹۲م، ص۲۱۵.
  16. پاکتچی، «جعفر صادق(ع)، امام»، ص۱۸۷.
  17. پاکتچی، «جعفر صادق(ع)، امام»، ص۱۸۷.
  18. مثال په توګه وګورئ: کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۴۷۲؛ مفید، الارشاد، ۱۳۷۲ش، ج۲، ص۱۸۰؛ طبرسی، إعلام الوری، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۵۱۴.
  19. شیخ‌طبرسی، تاج الموالید، ۱۴۲۲ق، ص۴۴؛ قمی، وقایع الایام، نور مطاف، ص۳۱۰؛ شوشتری، رسالة فی تواریخ النبی و الآل، ۱۴۲۳ق، ص۶۸.
  20. طبرسی، إعلام الوری، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۵۱۴.
  21. مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۴۷، ص۲.
  22. مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۲۰۹.
  23. ابن حمزه طوسی، الثاقب فی المناقب، ۱۴۱۱ق، ص۴۴۳ و مجلسی، بحار الأنوار، ۱۴۰۳ق، ج۴۸۷ ص۷۴.
  24. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۳۰۷–۳۱۱.
  25. شهرستانی، ملل و نحل، ۱۴۱۵ق، ج۱، ص۱۴۸.
  26. اشعری، المقالات والفرق، ۱۳۶۰ش، ص۲۱۳، ۲۱۴.
  27. مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۲۰۹.
  28. شهیدی، زندگانی امام صادق، ۱۳۷۸ش، ص۴.
  29. شهیدی، زندگانی امام صادق، ۱۳۷۸ش، ص۶.
  30. شهیدی، زندگانی امام صادق، ۱۳۷۸ش، ص۴.
  31. شهیدی، زندگانی امام صادق، ۱۳۷۸ش، ص۴۷.
  32. جعفریان، حیات فکری‌سیاسی امامان شیعه، ۱۳۹۳ش، ص۴۳۵.
  33. فاضل مقداد، ارشاد الطالبین، ۱۴۰۵ق، ص۳۳۷.
  34. کلینی، کافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۳۰۶، ۳۰۷.
  35. جباری، سازمان وکالت ائمه، ۱۳۸۲ش، ج۱، ص۴۷–۵۰.
  36. جباری، سازمان وکالت ائمه، ۱۳۸۲ش، ج۱، ص۲۸۰، ۳۲۰، ۳۳۲.
  37. «بررسی تطبیقی سازمان دعوت عباسیان و سازمان وکالت امامیه»، وبگاه سامانه نشریات.
  38. جعفریان، حیات فکری-سیاسی امامان شیعه، ۱۳۹۳ش، ص۴۰۷.
  39. جعفریان، حیات فکری-سیاسی امامان شیعه، ۱۳۹۳ش، ص۴۰۷، ۴۰۸.
  40. کشی، رجال الکشی، ۱۴۰۹ق، ص۳۰۰.
  41. کشی، رجال الکشی، ۱۴۰۹ق، ص۲۹۷.
  42. شیخ طوسی، آمالی، ۱۴۱۴ق، ص۶۵۰.
  43. شهیدی، زندگانی امام صادق، ۱۳۸۴ش، ص۴۷–۶۰.
  44. جعفریان، حیات فکری-سیاسی امامان شیعه، ۱۳۹۳ش، ص۴۳۵، ۴۳۶.
  45. شهیدی، زندگانی امام صادق(ع)، ۱۳۸۴ش، ص۶۱.
  46. ابن‌حجر هیتمی، الصواعق المحرقه، ۱۴۲۹ق/۲۰۰۸م، ص۵۵۱.
  47. جاحظ، رسائل الجاحظ، ۲۰۰۲م، ص۱۰۶.
  48. نجاشی، رجال نجاشی، ۱۴۱۶ق، ص۳۹.
  49. طهرانی، امام‌شناسی، ج۸، ص۲۶۶.
  50. پاکتچی، «جعفر صادق(ع)، امام»، ص۲۰۵.
  51. اربلی، کشف الغمة، ۱۳۷۹ش، ج۲، ص۷۰۱.
  52. نجاشی، رجال نجاشی، ۱۴۱۶ق، ص۱۲.
  53. شهیدی، زندگانی امام صادق، ۱۳۸۴ش، ص۶۱.
  54. نجفی، «امام صادق(ع) رئیس مذهب جعفری»، سایت سازمان تبلیغات اسلامی، تایخ درج: ۹ شهریور ۱۳۹۲، تاریخ بازدید: ۱۰ آبان ۱۳۹۶.
  55. بی‌آزار شیرازی، همبستگی مذاهب اسلامی، ۱۳۷۷ش، ص۳۴۴.«شیخ محمود شلتوت»، سایت مجمع جهانی تقریب مذاهب اسلامی. «فتوای تاریخی شیخ شلتوت مفتی اعظم عالم تسنن و رئیس دانشگاه الازهر مصر»، درس‌هایی از مکتب اسلام، ش۳، ۱۳۳۸ش.
  56. مثال په توګه وګورئ: به کلینی، اصول کافی، ج۱، ۱۴۰۷ق، ص ۷۹، ۸۰، ۱۷۱–۱۷۳؛ شیخ مفید، اختصاص، ۱۴۱۳ق، ص۱۸۹، ۱۹۰.
  57. کلینی، اصول کافی، ج۱، ۱۴۰۷ق، ص۱۷۱–۱۷۳.
  58. کلینی، اصول کافی، ج۱، ۱۴۰۷ق، ص۱۷۱–۱۷۳.
  59. کشی، رجال الکشی، ۱۴۰۹ق، ص۲۷۵–۲۷۷.
  60. طبرسی، احتجاج، ۱۴۰۳ق، ج۲، ص۳۳۱–۳۳۳.
  61. طبرسی، احتجاج، ۱۴۰۳ق، ج۲، ص۳۳۳.
  62. طبرسی، احتجاج، ۱۴۰۳ق، ج۲، ص۳۳۵، ۳۳۶.
  63. طبرسی، احتجاج، ۱۴۰۳ق، ج۲، ص۳۳۶.
  64. طبرسی، احتجاج، ۱۴۰۳ق، ج۲، ص۳۳۶، ۳۵۲.
  65. طبرسی، احتجاج، ۱۴۰۳ق، ج۲، ص۳۶۰–۳۶۲
  66. طبرسی، احتجاج، ۱۴۰۳ق، ج۲، ص۳۶۲–۳۶۴.
  67. شهیدی، زندگانی امام صادق، ۱۳۷۸ش، ص۴.
  68. شهیدی، زندگانی امام صادق، ۱۳۷۸ش، ص۶.
  69. شهیدی، زندگانی امام صادق، ۱۳۷۸ش، ص۴.
  70. شهرستانی، الملل والنحل، ۱۴۱۵ق، ج۱، ص۱۷۹.
  71. مسعودی، مروج الذهب، ۱۴۰۹ق، ج۳، ص۲۵۴.
  72. پاکتچی، «امام جعفر صادق»، ص۱۸۳، ۱۸۴.
  73. ابن شهر آشوب، مناقب آل ابی طالب، ۱۳۷۹ش، ج‏۴، ص۲۳۷.
  74. کلینی، کافی، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۲۴۳و ابن شهرآشوب، مناقب، ج۳، ص۳۶۳.
  75. ابوالفرج اصفهانی، مقاتل الطالبیین، ۱۹۸۷م/۱۴۰۸ق، ص۱۸۵، ۱۸۶.
  76. جعفریان، حیات فکری‌سیاسی امامان شیعه، ۱۳۹۳ش، ص۳۷۱.
  77. مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۴۶، ص۳۰۶.
  78. مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۴۷، ص۱۸۴.
  79. کلینی، کافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۴۷۳.
  80. طبری، تاریخ طبری، روائح التراث العربی، ج۸، ص۳۲.
  81. جعفریان، حیات فکری‌سیاسی امامان شیعه، ۱۳۹۳ش، ص۴۳۵.
  82. جعفریان، حیات فکری‌سیاسی امامان شیعه، ۱۳۹۳ش، ص۴۳۵.
  83. کلینی، کافی، ۱۴۰۷ق، ج۴، ص۸۳.
  84. ابن شهر آشوب، مناقب آل ابی طالب، ۱۳۷۹ق، ج۴، ص۲۴۸.
  85. کشی، رجال الکشی، ۱۴۰۹ق، ص۳۳۰.
  86. فتال نیشابوری، روضةالواعظین، ۱۳۷۵ش، ج۲، ص۲۹۳.
  87. امام صادق(ع) مرد علم و دانش، مرد مبارزه، مرد تشکیلات، پایگاه اطلاع‌رسانی آیت‌الله خامنه‌ای.
  88. اربلی، کشف الغمه، ۱۳۷۹ش، ج۲، ص۶۹۱.
  89. مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۴۷، ص۱۶.
  90. مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۴۷، ص۶۱.
  91. کلینی، کافی، ۱۴۰۷ق، ج۴، ص۸.
  92. ابن شهر آشوب، مناقب آل ابی طالب، ۱۳۷۹ش، ج‏۴، ص۲۷۳.
  93. مجلسی، بحار الأنوار، دار إحیاء التراث، ج۴۷، ص۷۶.
  94. مظفر، الامام الصادق، مؤسسة النشر الاسلامی، ج۱، ص۱۲۶و۱۳۰.
  95. مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۴۷، ص۹۳، ۹۴.
  96. مظفر، الامام الصادق، مؤسسة النشر الاسلامی، ج۱، ص۱۲۹.
  97. مظفر، الامام الصادق، مؤسسة النشر الاسلامی، ج۱، ص۱۳۰.
  98. مظفر، الامام الصادق، مؤسسة النشر الاسلامی، ج۱، ص۱۳۰.
  99. مثال په توګه وګورئ: طوسی، تهذیب الاحکام، ۱۴۰۷ق، ج۶، ص۳۵و۳۶.
  100. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۴، ص۵۷۱.
  101. طوسی، تهذیب الاحکام، ۱۴۰۷ق، ج۶، ص۳۵.
  102. طوسی، رجال الطوسی، ۱۳۷۳ش، ص۱۵۵–۳۲۸.
  103. مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۲۵۴.
  104. محدث قمی، الکنی والالقاب، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۳۵۸.
  105. پاکتچی، «جعفر صادق، امام»، ص۱۸۷.
  106. پاکتچی، «جعفر صادق، امام»، ص۱۸۷.
  107. امین، سیره معصومان، ۱۳۷۶ش، ج۵، ص۶۶؛ پاکتچی، «جعفر صادق، امام»، ص۱۸۳.
  108. پاکتچی، «جعفر صادق(ع)، امام»، ص۱۹۹.
  109. کشی، رجال الکشی، ۱۴۰۹ق، ص۲۷۵–۲۷۷.
  110. پاکتچی، «جعفر صادق(ع)، امام»، ص۱۹۹.
  111. طوسی، رجال الطوسی، ۱۳۷۳ش، ص۳۱۵.
  112. ابن ابی‌الحدید، شرح نهج البلاغه، ۱۳۸۵ق، ج۱، ص۱۸ و ج۱۵، ص۲۷۴.
  113. صدوق، الخصال، ۱۳۶۲ش، ص۱۶۸؛ صدوق، الامالی، ۱۴۱۷ق، ص۱۶۹؛ صدوق، علل الشرایع، ۱۳۸۵ش، ص۲۳۴.
  114. مالک بن أنس، موطأ، ۱۴۲۵ق، ص۱۰.
  115. ابن حجر الهیتمی، الصواعق المحرقة، ۱۴۱۷ق، ج۲، ص۵۸۶.
  116. شکعه، الائمة الاربعه، ۱۴۱۸ق، ج۲، ص۸.
  117. الکلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، صص۲۱–۲۰.
  118. مثال په توګه وګورئ: کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۴، ص۲۴۵.
  119. مثال په توګه وګورئ: مسلم نیشابوری، صحیح مسلم، ج۸، ص۱۷۰.
  120. مثال په توګه وګورئ: کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۴، ص۲۴۵؛ مسلم نیشابوری، صحیح مسلم، ج۸، ص۱۷۰.
  121. مفضل بن عمر، توحید مفضل، ۱۳۷۹ش، ص۴۱ (مقدمه آیت الله شوشتری).
  122. مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۱، ص۲۲۴–۲۲۶.
  123. به کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۶۷.
  124. مثال په توګه وګورئ: شیخ انصاری، فرائد الاصول، ۱۴۱۹ق، ج۴، ص۵۹–۶۱.
  125. مثال په توګه وګورئ: امام خمینی، الحکومة الاسلامیه، ۱۴۲۹ق/۲۰۰۸م، ص۱۱۵–۱۲۱؛ مصباح یزدی، نگاهی گذرا به نظریه ولایت فقیه، ۱۳۹۱ش، ص۱۰۰.
  126. ابن‌شعبه حرانی، تحف العقول، ۱۴۰۴ق، ج۱، ص۳۵۹.
  127. ابن‌شعبه حرانی، تحف العقول، ۱۴۰۴ق، ج۱، ص۳۰۵.
  128. کلینی، کافی، ۱۴۰۷ق، ج۸، ص۸.
  129. حرعاملی، وسائل الشیعة، ج۸، ص۵۰۳.
  130. ذهبی، تذکرة الحفاظ، ۱۴۱۹ق، ج۱، ص۱۲۶.
  131. ابن شهر آشوب، مناقب آل ابی طالب، ۱۳۷۹ش، ج۴، ص۲۴۸.
  132. الشهرستانی، الملل و النحل، ۱۳۶۴ش، ج۱، ص۱۹۴.
  133. ابن ابی الحدید، شرح نهج البلاغه، ۱۳۸۵ق، ج۱، ص۱۸.
  134. پاکتچی، «جعفر صادق(ع)، امام»، ص۲۰۶.
  135. پاکتچی، «جعفر صادق(ع)، امام»، ص۲۰۶.
  136. صدوق، الاعتقادات، ۱۴۱۳ق، ص۹۸.
  137. ابن شهر آشوب، مناقب آل ابی طالب، ۱۳۷۹ق، ج۴، ص ۲۸۰؛ محمد بن جریر طبری، دلائل الامامه، ۱۴۱۳ق، ص۲۴۶؛ سید ابن طاووس، اقبال الاعمال، ۱۴۱۴ق، ج۱، ص۲۱۴.
  138. طبرسی، اعلام الوری، ۱۴۱۷ق، ج۲، ص۱۳۲.
  139. مفید، تصحیح اعتقادات الامامیه، ۱۴۱۳ق، ص۱۳۱و۱۳۲.
  140. وګورئ: عاملی، الصحیح من سیرة النبی الاعظم، ۱۴۲۶ق، ج۳۳، ص۱۸۵-۱۹۱.
  141. شیخ مفید، ارشاد، ۱۳۷۲ش، ج۲، ص۱۸۰.
  142. مثال په توګه وګورئ: کشّی، رجال الکشی، ۱۴۰۹ق، ص۲۸۲ و ۲۸۳.
  143. پیشوایی، سیره پیشوایان، ۱۳۸۳ش، ص۴۱۴.
  144. کشّی، رجال الکشی، ۱۴۰۹ق، ص۲۸۲ و ۲۸۳.
  145. پاکتچی، «جعفر صادق(ع)، امام»، ص۱۸۸.
  146. نوبختی، فرق الشیعه، ۱۳۵۳ش، ص۶۶–۷۹.
  147. رازی، «رسمی شدن شهادت امام صادق(ع) از آثار جاودانه آیت الله کاشانی است»، پایگاه اطلاع‌رسانی مرکز بررسی‌های اسلامی.
  148. «پیاده‌روی مراجع عظام تقلید در عزای صادق آل محمد(ع)»، خبرگزاری مهر.
  149. پاکتچی، «جعفر صادق، امام»، ص۲۱۸.
  150. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج‏۸، ص۲.
  151. طهرانی، الذریعة، ۱۴۰۸ق، ج۱۹، ص۱۵.
  152. امین، اعیان الشیعه، دارالتعارف، ج۱، ص۶۶۳.
  153. پاکتچی، «جعفر صادق، امام»، ص۲۱۸ و ۲۱۹.
  154. پاکتچی، «جعفر صادق، امام»، ص۲۱۸ و ۲۱۹.
  155. پاکتچی، «جعفر صادق، امام»، ص۲۱۹.
  156. پاکتچی، «جعفر صادق، امام»، ص۲۱۹.
  157. اسد، امام صادق(ع) و مذاهب اهل سنت، ترجمه محمدحسین سرانجام و دیگران، ۱۳۹۰ش.
  158. مظفر، صفحاتی از زندگانی امام جعفر صادق، ترجمه سیدعلوی، ۱۳۷۲ش.
  159. «گزارشی از موسوعه الامام الصادق علیه السلام»، پایگاه اطلاع‌رسانی حوزه.
  160. نگاه کنید به معمای همایش اسلام‌شناسی استراسبورگ، مهدی شاکری و بابک فرمایه، سایت امام موسی صدر نیوز.

سرچينې

  • امین، سیدمحسن، سیره معصومان، ترجمه حسین وجدانی و علی حجتی کرمانی، تهران، انتشارات سروش، ۱۳۷۶ش.
  • پیشوایی، مهدی، سیره پیشوایان؛ نگرشی بر زندگانی اجتماعی، سیاسی و فرهنگی امامان معصوم(ع)، قم، مؤسسه امام صادق، چاپ شانزدهم، ۱۳۸۳ش.
  • جاحظ، عمرو بن بحر، رسائل الجاحظ، بیروت، دار و مکتبة الهلال، ۲۰۰۲م.
  • خزاز رازی، علی بن محمد، کفایة الأثر فی النص علی الائمة الإثنی عشر، تحقیق عبداللطیف حسینی کوهکمری، قم، نشر بیدار، ۱۴۰۱ق.
  • شکعه، مصطفی، الائمة الاربعه، قاهره، دارالکتاب، چاپ چهارم، ۱۴۱۸ق.
  • شیخ انصاری، مرتضی بن محمدامین، فرائد الاصول، قم، مجمع الفکر الإسلامی، ۱۴۱۹ق.
  • معمای همایش اسلام‌شناسی استراسبورگ، مهدی شاکری و بابک فرمایه، سایت امام موسی صدر نیوز.
  • رازی، محمدشریف، «رسمی شدن شهادت امام صادق(ع) از آثار جاودانه آیت الله کاشانی است»، پایگاه اطلاع‌رسانی مرکز بررسی‌های اسلامی، تاریخ درج مطلب: ۱۷ تیر ۱۳۹۷ش، تاریخ بازدید: ۹ خرداد ۱۴۰۰ش.
  • نجفی، «امام صادق(ع) رئیس مذهب جعفری»، سایت سازمان تبلیغات اسلامی، تایخ درج: ۹ شهریور ۱۳۹۲، تاریخ بازدید: ۱۰ آیان ۱۳۹۶.
  • «شیخ محمود شلتوت»، سایت مجمع جهانی تقریب مذاهب اسلامی.
  • «بررسی تطبیقی سازمان دعوت عباسیان و سازمان وکالت امامیه»، وبگاه سامانه نشریات.
  • «گزارشی از موسوعه الامام الصادق علیه السلام»، پایگاه اطلاع‌رسانی حوزه.
  • «پیاده‌روی مراجع عظام تقلید در عزای صادق آل محمد(ع)»، خبرگزاری مهر.
  • «القاب الرسول و عترته»، ضمن المجموعة النفیسة، قم، ۱۴۰۶ق.
  • ابن ابی الحدید، عبدالحمید بن هبة الله، شرح نهج البلاغة، قم، مکتبة آیة الله المرعشی النجفی، ۱۳۸۵ق.
  • ابن حجر الهیتمی، احمد بن محمد، الصواعق المحرقة علی اهل الرفض و الضلال و الزندقة، تحقیق عبدالرحمن بن عبدالله الترکی، بیروت، موسسة الرسالة، ۱۴۱۷ق.
  • ابن شهر آشوب، محمد بن علی، مناقب آل ابی طالب، قم، علامه، چاپ اول، ۱۳۷۹ش.
  • ابن قتیبة الدینوری، عبدالله بن مسلم، المعارف، تحقیق ثروت عکاشة، قاهره، الهیئة المصریة العامة للکتاب، الطبعة الثانیة، ۱۹۹۲م.
  • ابوالفرج اصفهانی، مقاتل الطالبیین، شرح و تحقیق احمد صقر، بیروت، مؤسسه الاعلمی للمطبوعات، ۱۹۸۷م/۱۴۰۸ق.
  • اربلی‏، علی بن عیسی، کشف الغمة فی معرفة الأئمة، قم، الشریف الرضی، ۱۳۷۹ش.
  • اربلی‏، علی بن عیسی، کشف الغمة فی معرفة الائمة، تصحیح سید هاشم رسولی محلاتی، تبریز، بنی‌هاشمی، ۱۳۸۱ق.
  • اشعری، سعد بن عبدالله، المقالات و الفرق، تصحیح محمدجواد مشکور، انتشارات علمی و فرهنگی، تهران، ۱۳۶۰ش.
  • بی‌آزار شیرازی، عبدالکریم، همبستگی مذاهب اسلامی (مقالات دارالتقریب)، تهران، سازمان فرهنگ و ارتباطات اسلامی، ۱۳۷۷ش.
  • پاکتچی، احمد، «جعفر صادق(ع)، امام»، تهران، دایرة المعارف بزرگ اسلامی، ج۱۸، مرکز دائرة المعارف بزرگ اسلامی، ۱۳۸۹ش.
  • جباری، محمدرضا، سازمان وکالت و نقش آن در عصر ائمة علیهم السلام، قم، مؤسسه آموزش پژوهشی امام خمینی، ۱۳۸۲ش.
  • جعفریان، رسول، حیات فکری‌سیاسی امامان شیعه، تهران، علم، چاپ سوم، ۱۳۹۳ش.
  • حیدر، اسد، امام صادق و مذاهب اهل سنت، ترجمه محمدحسین سرانجام و دیگران، قم، انتشارات دانشگاه ادیان و مذاهب قم، ۱۳۹۰ش.
  • ذهبی، محمد بن احمد، تذکرة الحفاظ، بیروت، دارالکتب العلمیة، چاپ اول، ۱۴۱۹ق.
  • سید ابن طاووس، اقبال الاعمال، مکتبة الاعلام الاسلامی، چاپ اول، ۱۴۱۴ق.
  • شوشتری، محمدتقی، رسالة فی تواریخ النبی و الآل، قم، جامعه مدرسین، ۱۴۲۳ق.
  • شهرستانی، محمد بن عبدالکریم، الملل و النحل، تحقیق امیر علی مهنا و علی حسن فاعور، بیروت، دارالمعرفه، ۱۴۱۵ق.
  • شهیدی، سید جعفر، زندگانی امام صادق جعفر بن محمد(ع)، تهران، دفتر نشر فرهنگ اسلامی، ۱۳۸۴ش.
  • صابری، حسین، تاریخ فرق اسلامی، تهران، سمت، ۱۳۸۸ش.
  • صدوق، محمد بن علی، الاعتقادات، قم، المؤتمر العالمی لألفیة الشیخ المفید، ۱۳۷۹ش/۱۴۱۳ق.
  • صدوق، محمد بن علی، الامالی، قم، موسسة البعثة، ۱۴۱۷ق.
  • صدوق، محمد بن علی، علل الشرائع، قم، کتاب‌فروشی داوری، ‏چاپ اول، ۱۳۸۵ش.
  • صدوق، محمد بن علی، عیون اخبار الرضا(ع)، تحقیق مهدی لاجوردی زاده، تهران، انتشارات جهان، بی تا.
  • صدوق، محمد بن علی، کمال الدین و تمام النعمه، تحقیق علی اکبر غفاری، تهران، دارالکتب الاسلامیه، ۱۳۵۹ش.
  • صدوق، محمد بن علی، ‏الخصال، تحقیق و تصحیح علی‌اکبر غفاری، قم، جامعه مدرسین‏، چاپ اول، ۱۳۶۲ش.
  • طبرسی، احمد بن علی‏، الإحتجاج علی أهل اللجاج، تحقیق و تصحیح محمدباقر خرسان، مشهد، نشر مرتضی، چاپ اول‏، ۱۴۰۳ق.
  • طبرسی، فضل بن الحسن، اعلام الوری باعلام الهدی، تحقیق موسسة آل البیت لاحیاء التراث، قم، موسسة آل البیت لاحیاء التراث، ۱۴۱۷ق.
  • طبرسی، فضل بن حسن، تاج المَوالید فی موالید الائمّة و وفیاتهم، بیروت، دار القاری، ۱۴۲۲ق.
  • طبری، محمد بن جریر طبری، تاریخ الطبری، تاریخ الامم و الملوک، تحقیق محمد ابوالفضل ابراهیم، بیروت، روائح التراث العربی، بی‌تا.
  • طوسی، محمد بن الحسن، الأمالی، تحقیق مؤسسه بعثت، قم، دار الثقافة، چاپ اول، ۱۴۱۴ق.
  • طوسی، محمد بن الحسن، تهذیب الأحکام، تحقیق و تصحیح حسن الموسوی خرسان، ‏تهران، دار الکتب الإسلامیه‏، چاپ چهارم، ۱۴۰۷ق.
  • طوسی، محمد بن الحسن، رجال الطوسی، تصحیح جواد قیومی اصفهانی، قم، دفتر نشر اسلامی، چاپ سوم، ۱۳۷۳ش.
  • عاملی، جعفر مرتضی، الصحیح من سیرة النبی الاعظم، قم، دارالحدیث، ۱۴۲۶ق.
  • فاضل مقداد، مقداد بن عبدالله، ارشاد الطالبین الی نهج المسترشدین، تحقیق مهدی رجایی، قم، کتابخانه عمومی حضرت آیت الله العظمی مرعشی نجفی، ۱۴۰۵ق
  • فتال نیشابوری، محمد بن احمد، روضة الواعظین و بصیرة المتعظین، قم، انتشارات رضی، چاپ اول، ۱۳۷۵ش‏.
  • قمی، عباس، الکنی و الالقاب، طهران، مکتبه الصدر، چاپ پنجم، ۱۴۰۹ق.
  • قمی، عباس، فیض العلام فی عمل الشهور و وقایع الأیام، تصحیح: عباسعلی مردی، قم، نور مطاف، بی‌تا.
  • کشی، رجال الکشی- اختیار معرفة الرجال، تصحیح شیخ طوسی و حسن مصطفوی، مشهد، مؤسسه نشر دانشگاه مشهد، چاپ اول، ۱۴۰۹ق.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تحقیق علی‌اکبر غفاری و محمد آخوندی، تهران، دار الکتب الإسلامیة، چاپ چهارم، ۱۴۰۷ق‏.
  • مالک بن أنس، موطأ الامام مالک، تحقیق محمد مصطفی اعظمی، ابوظبی، موسسة زاید بن سلطان آل نهیان، ۱۴۲۵ق.
  • مجلسی، محمدباقر بن محمدتقی، ‏بحار الأنوار، بیروت‏، دار إحیاء التراث العربی‏، ۱۴۰۳ق.
  • مسعودی، علی بن حسین، مروج الذهب و معادن الجوهر، قم، دار الهجره، الطبعه الثانیه، ۱۴۱۵ق.
  • مصباح یزدی، محمدتقی، نگاهی گذرا به نظریه ولایت فقیه، قم، انتشارات مؤسسه آموزشی و پژوهشی امام خمینی، چاپ بیست و ششم، ۱۳۹۱ش.
  • مظفر، محمدحسین، الامام الصادق، قم، مؤسسة النشر الاسلامی، بی‌تا.
  • مظفر، محمدحسین، صفحاتی از زندگانی امام جعفر صادق، ترجمه سیدابراهیم سیدعلوی، قم، رسالت، چاپ دوم، ۱۳۷۲ش.
  • مفضل بن عمر، توحید مفضل، ترجمه علامه مجلسی، تهران، وزارت فرهنگ و ارشاد اسلامی، چاپ اول، ۱۳۷۹ش.
  • مفید، محمد بن محمد، الإختصاص، تحقیق علی‌اکبر غفاری و محمود محرمی زرندی، قم، الموتمر العالمی لالفیة الشیخ المفید، چاپ اول، ۱۴۱۳ق.
  • مفید، محمد بن محمد، الارشاد فی معرفة حجج الله علی العباد، قم، المؤتمر العالمی لألفیة الشیخ المفید، ۱۳۷۲ش.
  • مفید، محمد بن محمد، تصحیح الاعتقاد، تصحیح حسین درگاهی، قم، المؤتمر العالمی لألفیة الشیخ المفید، ۱۴۱۳ق.
  • موسوی خمینی، سیدروح الله، الحکومة الاسلامیه، تهران، مؤسسه تنظیم و نشر آثار امام خمینی، چاپ نهم، ۱۴۲۹ق/۲۰۰۸م.
  • نجاشی، احمد بن علی، رجال النجاشی، قم، جماعة المدرسین، ۱۴۱۶ق.
  • نوبختی، حسن بن موسی، فرق الشیعه، ترجمه محمد جواد مشکور، بنیاد فرهنگ ایران، تهران، ۱۳۵۳ش.

بهرنۍ اړیکه