ګوتۍ

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

د سپین زرو حلقه د سور عقیق سره

ګوتۍ یا حلقه یا خاتَم هغه اوسپنیزه حلقه ده چې په ګوته کې اچولی شي چې په ګوته کول یې د روایتونو له مخې د رسول الله(ص) له سنتو څخه دي. په فقه کې د حلقې لپاره حکمونه بیان شوي دي. له امام حسن عسکري(ع) څخه روایت دی چې په ښي لاس د حلقې اچول د مؤمن له پنځو نښو څخه یوه نښه ده. په شیعه روایتونو کې د ګوتو د ډول او په هغې باندې د لیک او د قیمتي ګاڼو د استعمال په هکله سپارښتنې شوې دي.

نقل شوي دي چې د شیعه امامانو په ګوتۍ باندې به دا عبارتونه لکه: «المُلْکُ لله» او «حَسبی ‌الله» لیکلي شوي وو. شیعه هم په خپلو ګوتیو باندې ځینې عبارتونه لکه «لااله الا الله»، «محمد نبی الله» او «علي وَلیُ الله» لیکي.

له ګوتۍ به د خطونو د مهر کولو لپاره هم کار اخستی کیده. پیغمبر اکرم(ص) او شیعه علماوو هم دغه طریقه کارولې ده.

د مومن علامتونه پینځه څیزونه دي:

  • په شپه او ورځ کې د ورځني واجب او نافلې لمونځونه ترسره کول.
  • ښي لاس کې ګوتۍ اچول
  • په سجده کې تندی په خاوره کیښودل
طوسي، تهذیب الاحکام، ۱۴۰۷ق، ۶ټوک، ۵۲مخ.

مقام او اهمیت

په فرهنګ فقه اسلامي کتاب کې ګوتۍ هغه حلقه ښودل شوې ده چې معمولا د اوسپنې وي او د کاڼو او غیر کاڼو ډولونه پکې شامل دي، او د ګوتو لپاره ځانګړي دي.[1] په ځینو روایتونو کې د حلقې اغوستل د رسول الله(ص) له سنتو څخه دي.[2] د شیعه شونې له نښو [3] او د مؤمن شونې له نښو [۴] معرفي شوی دی.

ویل کیږي چې په ښي لاس د حلقې اغوستل یوه له هغو نښو څخه ده چې شیعه ورسره پیژندلی کیږي.[5] د فقهې په بیلا بیلو بابونو لکه لمانځه[۶] حج[۷] او جهاد،[۸] کې د ګوتۍ ذکر راغلی دی.

د امامانو د ګوتۍ په ګوته کولو ځینې بیلګې

د شيعه[9] او سني[10] سرچینو د رواياتو له مخې امام علي(ع) د لمانځه د رکوع په حالت کې يوه مسکين ته خپله حلقه ورکړه.[11] دا پېښه د ګوتۍ بخښل په نامه يادېږي. همدارنګه د ابن طاووس (وفات ۶۶۴ هجري قمري کال) په کتاب لهوف کې راغلي دي چې د امام حسین(ع) د شهادت په وخت کې د هغه په ​​لاس کې یوه حلقه وه او د عمر بن سعد له لښکر څخه بَجدَل بن سُلَیم کَلبی د هغه ګوتۍ د غلا کولو لپاره د امام ګوته پری کړه.[12]

په يو روايت کې راغلي چې له امام کاظم(ع) څخه د امام علي(ع) په ښي لاس د ګوتۍ اچولو د علت په اړه پوښتنه وشوه، امام په ځواب کې وفرمايل: ځکه چې امام علي(ع) له پيغمبر(ص) وروسته د اصحاب یمین مشر و.[13]

د آیت‌الله خامنه‌ای د ګوتۍ مهر

د لیکونو مهر کول

په ګوتو سره د خطونو مهر کول له اسلامي سنتونو څخه دي.[۱۴] ویل کیږي چې رسول الله(ص) د شپږم هجري کال په پای کې د یوې حلقې د جوړولو امر وکړ ترڅو هغه لیکونه ورسره مهر کړي چې پاچاهانو ته یې لیږي.[۱۵]. په ګوتۍ سره د خط مهر کولو سنت له شيعه علماؤ څخه هم نقل شوی دی.[16] نو ځکه دغه ګوتۍ د خاتَم هم ویل کیږي.[17]

ډول او نقش

په شیعه روایتونو کې د ګوتۍ د ډول، د کاڼي د ډول او نقش په هکله خبرې شوي دي.[۱۸]

  • اوسپنه: په ځینو روایتونو کې د پیغمبر د حلقې اوسپنه د سپینو زرو یاده شوې ده.[19]. په روایتونو کې، سپارښتنه کیږي چې ځینې نیکمرغه کاڼي لکه عقیق،[20] فیروزه،[21] یاقوت[22] او زمرد[23] په ګوتۍ کې وکاروئ. همدارنګه په وسایل الشيعه کې هم د پېغمبر اکرم د حلقې کاڼی ګرد او تور شونې ته اشاره شوې ده. [۲۴]
  • نقش: د هغه نقش په هکله چې په ګوتۍ باندې جوړیږي ځینې روایتونه له امامانو(ع) نقل شوي دي.[25] له امام صادق(ع) څخه په يو روايت کې راغلي چې د پېغمبراکرم(ص) په ګوتۍ باندې ليکل شوي چې «محمدٌ رسولُ الله»، د امام علی(ع) په حلقه باندې د «المُلْکُ لِلّه» و د امام باقر(ع) په حلقې باندې «العِزةُ الله» لیکلي وو.[۲۶] د امام کاظم(ع) په ګوتۍ «حَسْبِیَ اللهُ حَافِظِی»(الله پاک زما د حفاظت لپاره بس دی) او [۲۷]‏ و «الْمُلْكُ لِله وَحْدَهُ» (ملکیت او حاکمیت یوازې د خدای لپاره دی) [۲۸] روایت شوي دي. «محمدٌ نَبیُ الله» او «علیٌ ولیُ الله» هغه عبارتونه دي چې د ګوتۍ د نقش لپاره یې سپارښتنه شوې ده.[٢٩] د شيعو په منځ کې له دغو نقاشيو سره حلقې شته.
دوتنه:انگشتر با حکاکی علی ولی الله.jpg
په ګوتۍ باندې د علی ولی الله نقش

حکمونه

د فقهې په بیلا بیلو بابونو کې د ګوتیو لپاره حکمونه بیان شوي دي چې ځینې یې دا دي:

  • اودس: د چاردام(اودس) کولو په وخت کې بايد اوبه د لاس لاندې پوستکي ته ورسيږي. له همدې امله مستحب دي چې ګوتۍ وخوځولی شي تر څو اوبه ترې لاندې ورسي او که اوبه د هغې لاندې نه رسېږي نو باید وباسلی شي.[۳۳]
  • لمونځ: د فقهاوو د فتوا له مخې د لمانځه په وخت کې د عقيق ګوتۍ اغوستل مستحب دي.[۳۴] البته د سړي لپاره د سرو زرو په ګوتیو سره لمونځ کول حرام او باطل دي.[35] همدارنګ د اوسپنې ګوتۍ اچول د ښځو او سړو دواړو لپاره په لمانځه کې او بې لمانځه مکروه دي.[۳۶] د ځينو فقهاوو له نظره که په لاس کې دې غصب شوی ګوتۍ وي نو د لمانځه د بطلان سبب کیږي.[۳۷]
  • حج: ځینو فقهاوو د حج د تیاریو په بحث کې د ژیړ عقیق د ګوتۍ اغوستل د سفر لپاره له مستحباتو څخه ګڼلي دي.[38] د تقلید د مرجع سید ابوالقاسم خویی له نظره د احرام په حالت کې د ګوتۍ اچول که د ښکلا لپاره وي نو حرام دي؛ که نه وي نو جایز دي.[۳۹] همدارنګه امام خمیني د احتیاط واجب له مخې، په نجسې ګوتۍ سره حج کول باطل ګڼلي دي.[40]
  • جهاد: ګوتۍ د سَلَب برخه ګڼل کیږي.[۴۱] سَلَب په جهاد کې د قتل شوي کس هغه مال ته وايي چې قاتل یې ځانله د اخستلو حق لري او د نور غنیمت په شان نه ویشل کیږي.[۴۲]
  • د سرو زرو ګوتۍ: شیعه فقیهانو هغه ګوتۍ چې د سرو زرو وي د سړیو لپاره اچول حرام ګڼلي دي.[۴۵]

د حضرت سلیمان(ع) ګوتۍ

اصلي مقاله: د حضرت سلیمان(ع) ګوتۍ

په احادیثو کې د حضرت سلیمان علیه السلام لپاره د یوې ګوتۍ په اړه راغلي دي چې د هغه د قدرت نښه وه.[۴۶] دا ګوتۍ د امامانو په لاس کې وه.[۴۷] او کله چې حضرت مهدي(ع) ظهور وکړي نو دا ګوتۍ به یې په لاس کې وي.[48]

فوټ نوټ

سرچينې