Jump to content

ابوبکر بن حسن بن علي

د wikishia لخوا
د امام حسین(ع) په حرم کښې د کربلا د ځینو شهیدانو قبرونه

ابوبکر بن حسن بن علي بن ابی‌ طالب (شهادت: عاشورا ۶۱ قمري کال)، د امام حسن مجتبی(ع) له بچیانو دی چې د عاشورا په ورځ له خپل ورور قاسم بن حسن(ع) څخه وروسته د عبد الله بن عقبه غنوي لخوا شهید کړی شو.

نوم او نسب

ابوبکر بن حسن، د امام حسن(ع) زوی او مور یې اُم وَلَد ده.[۱] د ځینو په باور هغه او قاسم بن حسن له یوې مور وو[۲] چې ویل شوي نوم یې رمله و.[۳] هغه د عاشورا په ورځ له خپلو وروڼو عبدالله او قاسم سره شهید شو.[۴] په ځینو سرچینو کې ابوبکر د حسین بن علي زوی معرفي شوی دی.[۵]

د کربلا پېښه

د عاشورا په ورځ له خپل ورور قاسم بن حسن[۶] وروسته، عبدالله بن عقبه غنوي هغه په یو غشي سره هغه شهید کړ.[۷] د هغه نوم په زیارت الشهدا (غیر مشهور ناحیه زیارت) او رجبیه امام حسین کې راغلی دی او په زیارت ناحیه کې یې په قاتل لعنت ویل شوی دی.[۸] د کربلا د شهیدانو په مرثیه کې د سلیمان بن قته شعرونه، د غنوي له طایفې څخه د یو کس په لاس د امام حسین(ع) د یو ملګري شهادت ته اشاره لري چې د عبد الله بن عقبه په لاس شهید شوی دی:



و عند غنيٍّ قطرة من دمائناسنجزیهم یوما بها حیث حلت[۹]


ژباړه: په غني قبیله کې، زمونږ د وینې یو څاڅکی موجود دی او په یوه مناسبه ورځ به ترې انتقام اخلو.

البته په ځینو سرچینو کې حرمله بن کاهل اسدي د هغه قاتل معرفي شوی دی.[۱۰]

فوټ نوټ

  1. طبری، تاریخ الأمم و الملوک، ۱۹۶۷م، ج۵، ص۴۶۸؛ ابوالفرج اصفهانی، مقاتل‌الطالبیین، دار المعرفة، ص۹۲.
  2. ابوالفرج اصفهانی، مقاتل‌الطالبیین، دار المعرفة، ص۹۲.
  3. سماوی، إبصارالعین، ۱۴۱۹ق، ص۷۲.
  4. مسعودی، مروج الذهب، ۱۴۰۹ق، ج۳، ص۶۱-۶۲؛ طبری، تاریخ الأمم و الملوک، ۱۹۶۷م، ج۵، ص۴۶۸.
  5. ابوالفرج اصفهانی، مقاتل‌الطالبیین، دار المعرفة، ص۹۲؛ ابن‌اثیر، الکامل، ۱۹۶۵م، ج۴، ص۷۵؛ ابن‌سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۴ق، خامسه۱، ص۴۷۶، ۴۷۰؛ طبری، تاریخ الأمم و الملوک، ۱۹۶۷م، ج۵، ص۴۴۸.
  6. دینوری، اخبارالطوال، ۱۳۶۸ش، ص۲۵۷؛ ابوالفرج اصفهانی، مقاتل‌الطالبیین، دار المعرفة، ص۹۲.
  7. دینوری، اخبارالطوال، ۱۳۶۸ش، ص۲۵۷؛ بلاذری، انساب‌الاشراف، ۱۹۷۷م، ج۳، ص۲۰۱.
  8. مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۴ق، ج۴۵، ص۶۵؛ ج۹۸، ص۲۶۹؛ سید بن طاووس، اقبال‌الأعمال، ۱۳۶۷ق، ص۵۷۴.
  9. بلاذری، انساب‌الاشراف، ۱۹۷۷م، ج۳، ص۲۲۰؛ ابن‌سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۴ق، خامسه۱، ج۱، ص۵۱۱.
  10. ابن اثیر، الکامل، ۱۹۶۵م، ج۴، ص۹۲.

سرچينې

  • ابن اثیر، علی بن محمد، الکامل فی التاریخ، بیروت، دار صادر، ۱۳۸۵ق/۱۹۶۵م.
  • ابن سعد، محمد بن سعد، الطبقات الکبری(خامسه۱)، تحقیق محمد بن صامل السلمی، الطائف، مکتبة الصدیق، ۱۴۱۴ق/۱۹۹۳م.
  • ابوالفرج اصفهانی، علی بن الحسین، مقاتل‌الطالبیین، تحقیق سید احمد صقر، بیروت، دار المعرفة، بی‌تا.
  • بلاذری، احمد بن یحیی، انساب‌الأشراف(ج۳)، تحقیق محمدباقر المحمودی، بیروت، دار التعارف للمطبوعات، ۱۹۷۷م.
  • دینوری، احمد بن داود، الأخبارالطوال، تحقیق: عبدالمنعم عامر مراجعه جمال‌الدین شیال، قم، منشورات الرضی، ۱۳۶۸ش.
  • سماوی، محمد بن طاهر، إبصار العین فی أنصارالحسین علیه‌السلام، قم، دانشگاه شهید محلاتی، ۱۴۱۹ق.
  • سید ابن طاووس، علی بن موسی، اقبال‌الأعمال، تهران، دار الکتب الإسلامیة، ۱۳۶۷ق.
  • طبری، محمد بن جریر، تاریخ الأمم و الملوک، تحقیق: محمدأبوالفضل ابراهیم، بیروت، دار التراث، ۱۳۸۷ق/۱۹۶۷م.
  • مسعودی، علی بن حسین، مروج‌الذهب و معادن الجوهر، تحقیق اسعد داغر، قم، دار الهجرة، چاپ دوم، ۱۴۰۹ق.
  • مجلسی، محمدباقر، بحارالأنوار، بیروت، مؤسسة الوفاء، ۱۴۰۴ق.