عبد الله بن حسن بن علي
عبد الله بن حسن د امام حسن مجتبی(ع) له زامنو څخه دی چې د کربلا په پېښه کې شهید شوی دی. د عاشورا په ورځ کله چې امام حسین(ع) په میدان کې و، هغه ځان امام ته ورساوه. کله چې ابجر بن کعب په امام حسین د تورې ګوزار وکړ، عبدالله خپل ځان د تورې مخې ته کړ، په دغه ګوزار د هغه لاس غوڅ او په څرمنې پورې ځوړند شو او په داسې حال کې چې د تره په غېږ کې و حرمله بن کاهل اسدي هغه په غشي وویشته او شهید یې کړ.
نسب
عبدالله د امام حسن(ع) بچی دی، ځینو یې مور د جریر بن عبد الله بجلي د ورور سلیل بن عبدالله مور ګڼلې ده. او ځینو یې د نوم له اخستلو پرته هغه له وینځو بللې ده.[۱]
عمر
د عبد الله بن حسن د زوکړې د تاریخ په اړه معلومات نیشته؛ خو لیکل شوي چې هغه د شهادت په وخت لا نه و بالغ شوی.[۲]
شهادت
کله چې د کوفي سپایانو امام حسین(ع) کلابند کړ، عبد الله د خپل تره په لور ورغی، امام حسین(ع) له بي بي زینب وغوښتل چې مخه یې ونیسي خو حضرت زینب د عبد الله مخه ونه نیوی شوه. عبد الله وویل په خدای قسم چې له تره مې نه جدا کېږم او په منډه یې ځان امام ته ورساوه. ابجر بن کعب په تورې سره په امام حسین حمله وکړه. عبد الله ورته وویل، افسوس دې وي پر تا ای د ناپاک زویه، غواړې زما تره ووژنې؟ ابجر پرې د تورې ګوزار وکړ، عبد الله خپل لاس ورمخکې کړ، ګوزار یې په لاس ولګېد او لاس یې په څرمنې پورې ځوړند شو.[۳]
د امام غبرګون
امام حسین(ع) هغه په غېږ کې ونیوه او وې فرمایل: ای زویه صبر وکړه او دا پېښه د ځان لپاره خیر وګڼه ځکه چې خدای تعالی به دې له خپل صالح پلار سره یو ځای کړي.[۴]
قاتل
سرچینو ویلي چې ابجر بن کعب د هغه لاس پرې کړ[۵] او حرمله بن کاهل اسدي په غشي هغه شهید کړ.[۶] په زیارت ناحیه مقدسه غیر معروفه کې، حرمله بن کاهل اسدي د هغه د قاتل او په لور یې د غشي ویشتونکي په توګه معرفي او پرې لعنت شوی دی.[۷]
سوګواري او ویر
د ایران د شیعیانو د محرم میاشتې د عزادارۍ په عرف کې د محرم پینځمه شپه د عبدالله بن حسن په شپې مشهوره ده.
به ناگه کافری زان قوم گمراه | حوالت کرد تیغی بر سر شاه | |
ز بهر حفظ شاه کودک حذر کرد | بر آن تیغ دست خود سپر کرد | |
جدا گردید دست کودک از تن | به شه گفتا ببین چون کرد با من | |
چو دیدش حرمله آن کفر یک لخت | بزد بر سینهاش تیری چنان سخت | |
که کودک جان بداد و بیمحابا | پرید از دست شه تا نزد بابا |
فوټ نوټ
- ↑ ابوالفرج اصفهانی، مقاتل الطالبین، دارالمعرفة، ص۹۳.
- ↑ شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۶ق، ج۲، ص۱۱۱.
- ↑ طبری، تاریخ، ۱۳۸۷ق، ج۵، ص۴۵۱-۴۵۰؛ شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۶ق، ج۲، ص۱۱۱.
- ↑ طبری، تاریخ، ۱۳۸۷ق، ج۵، ص۴۵۱-۴۵۰؛ شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۶ق، ج۲، ص۱۱۱.
- ↑ طبری، تاریخ، ۱۳۸۷ق، ج۵، ص۴۵۱-۴۵۰؛ شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۶ق، ج۲، ص۱۱۱.
- ↑ ابوالفرج اصفهانی، مقاتل الطالبین، دارالمعرفة، ص۹۳؛ طبری، تاریخ، ۱۳۸۷ق، ج۵، ص۴۶۸.
- ↑ ابن مشهدی، المزارالکبیر، ۱۴۱۹ق، ص۴۹۰.
سرچينې
- ابن مشهدی، المزار الکبیر، تصحیح: جواد قیومی اصفهانی، دفتر انتشارات اسلامی، قم، ۱۴۱۹ق.
- ابوالفرج اصفهانی، علی بن حسین، مقاتل الطالبیین، تحقیق: سیداحمد صقر، بیروت، دارالمعرفة، بیتا.
- طبری، محمد بن جریر، تاریخ الأمم و الملوک، تحقیق: محمدأبوالفضل ابراهیم، بیروت، دارالتراث، ۱۳۸۷ق/۱۹۶۷م.
- شیخ مفید، محمد بن محمد، الارشاد فی معرفة حجج الله علی العباد، قم، موسسة آل البیت لإحیاء التراث، ۱۴۱۶ق / ۱۹۹۵م.