ام ولد

د wikishia لخوا

اُمّ وَلَد هغه وینځې ته ویل کیږي چې د خپل مالک څخه یو ماشوم ولري. له ام ولد څخه پیدا شوی ماشوم به آزاد وي او د مور غلامي هغه ته نه رسیږي. د شیخ مفید په وینا، د امام سجاد(ع) او امام مهدي(ع) په ګډون د اوو شیعه امامانو میندې ام ولد وې.

په فقه کې د وینځې د ام ولد شونې لپاره شرطونه دي، له هغو ځنې دا چې د ماشوم پلار بايد غلام نه وي او وینځه د خاوند په ملکیت کې امیدواره شوې وي. په فقهي منابعو کې د ام ولد لپاره د استیلاد کلمه هم کارول شوې ده. د یوې استیلاد یعنې (بچه دار کیدل) د هغې په اړه د مالک واک محدودوي؛ له دې په سبب بیا مالک هغه نه شي پلورلی او بل ته یې هبه کولی هم نه شي. د مالک (د ماشوم د پلار) له مړینې وروسته ام ولد د خپل ماشوم د میراث له سببه یا د هغې د یوې برخې له لارې خوشې کیږي.

مفهوم پيژندنه او موقف

ام ولد، د ماشوم د مور په معنا دی، یعنی هغه وینځه چې د خپل مالک څخه د یو ماشوم مور شي.[۱] د فقهې په کتابونو کې د ام ولد او د هغې د حکمونو لپاره د استیلاد ټکی هم کارول شوی دی[۲] استیلاد په خپله خاصه معنا کې هغه وینځې ته ویل کیږي چې له خپل بادار (مالک) څخه يې اولاد شوی وي.[۳] او په دې اړه د فقهې په څو فصلونو کې لکه د سوداګرۍ، وصيت، طلاق، میراث او غچ په بابونو کې بحث شوی دی.[۴] البته استیلاد یعنی د بلاربیدو (امیدواریدو) یا بلاربولو د توان په معنې هم راغلی دی چې آزاد او غلام نارینه او ښځینه ټولو ته شامل دي او احکام یې د نکاح په باب کې بیانیږي.[۵]

د شیخ مفید په وینا د اوو شیعه امامانو میندې ام ولد وې او هغه دا دي: بي بي شهربانو د امام سجاد(ع) مور،[۶] بي بي حمیده، د امام کاظم(ع) مور،[۷] بي بي نجمه د امام رضا(ع) مور،[۸] بي بي سبيكه، د امام جواد(ع) مور،[۹] بي بي سمانه د امام هادي(ع) مور،[۱۰] بي بي حديث، د امام حسن عسکري(ع) مور،[۱۱] او د امام مهدي مور بي بي نرجس.[۱۲]

د ام ولد بحث لکه د اماء(وینځو) او عبید (غلامانو) د بحث په څېر، د موضوع د نشتوالي او په اوسني وخت کې د تطبیق د نشتوالي له امله د فقهې له کتابونو څخه حذف شوی دی.[۱۳] د بېلګې په توګه د فقه الجواهر په کتاب کې چې له جواهر الکلام څخه اخېستل شوی دی، د اِماء او عبيد مسله حذف شوې ده.[سرچینې ته اړتیا]

شرطونه

د یوې وینځې د ام ولد شونې لپاره د فقهې په کتابونو کې ځینې شرطونه بیان شوي دي.

  • د ماشوم د پلار آزادي؛ له دې سببه چې كه یو غلام له یوې وینځې سره واده وكړي او وینځه حامله شي نو دام ولد حکم نه لري.[۱۴]
  • د خپل مالک په ملکیت کې د وینځې حامله کېدل؛ له دې سببه که یو آزاد کس د بل وینځې سره واده وکړي او هغه حامله کړي او له حمل وروسته د وینځې مالک شي نو وینځه به ام ولد نه ګڼل کيږي.[۱۵]
  • د جنین سالم شونه: که د وینځې جنین سقط شو، نو که د کارپوه شاهدانو له مخې که په هغې کې د انسان شکل څرګند شوی وي او یا د هغه د پیدایښت اصل انسان و، نو په وینځې باندې د ام ولد حکم راځي؛ خو که داسې نه وي نو وینځه ام ولد نه ګڼل کیږي.[۱۶]

حکمونه

د ام ولد او د هغې د ماشوم لپاره د فقهې په کتابونو کې ځانګړي حکمونه دي.

  • استیلاد (د اولاد پيدا کول) د وینځې په اړه د بادار(مالک) واک محدودوي؛[۱۷] په دې اساس د هغې خرڅول يا بل چا ته ډالۍ کول روا نه دي، مګر په هغه حالت کې چې مالک د وینځې د قیمت پوروړی وي او د هغې د ادا کولو بل څه توان نه لري مګر دا چې هغه وینځه وپلوري.[۱۸]
  • له ام ولد څخه پيدا شوی ماشوم ازاد دی او د مور غلامي ورته نه غزیږي.[۱۹]
  • ام ولد به د مالک تر مرګ پورې وینځه وي او د مالک له مرګه وروسته د خپل زوی له میراث څخه خلاصیږي. خو که زوی يې د څه خنډ له سببه له ميراثه محروم شي او يا له پلاره مخکې مړ شي نو ام ولد به همدارنګ وینځه پاتې شي.[۲۰]
  • ام ولد په مستقيمه توګه له مالک څخه ميراث نه اخلي.[۲۱] خو خاوند کولى شي چې ام ولد ته څه مال وصيت کړي.[۲۲]
  • د مالک له مړينې وروسته د ام ولد د عدې موده څلور مياشتې او لس ورځې ده.[۲۳]

فوټ نوټ

  1. علامه حلی، تحریر الاحکام، ۱۴۲۰، ج۴، ص۲۸۵.
  2. مجلسی، یک دوره فقه کامل، ۱۴۰۰ق، ص۱۷۱؛ هاشمی شاهرودی، فرهنگ فقه، ۱۴۲۶ق، ج۱، ص۴۷۴.
  3. مجلسی، یک دوره فقه کامل، ۱۴۰۰ق، ص۱۷۱.
  4. انصاری، الموسوعة الفقهیة المیسرة، ۱۴۱۵ق، ج۳، ص۱۶۵؛ هاشمی شاهرودی، المعجم الفقهی لکتب الشیخ الطوسی، ۱۳۸۳ش، ج۱، ص۲۸۴؛ هاشمی شاهرودی، فرهنگ فقه، ۱۴۲۶ق، ج۱، ص۴۷۴-۴۷۵.
  5. هاشمی شاهرودی، فرهنگ فقه، ۱۴۲۶ق، ج۱، ص۴۷۵.
  6. مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۱۲۷.
  7. مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۲۱۵.
  8. مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۲۴۷.
  9. مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۲۷۳.
  10. مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۲۹۷.
  11. مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۳۱۳.
  12. مفید، إرشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ۳۳۹.
  13. مبلغی، درآمدی بر چرایی و چگونگی تحول فقه، پرتال جامع علوم انسانی، ۱۳۸۷ش، شماره ۱۴۶.http://ensani.ir/fa/article/85383/درآمدى-بر-چرایى-و-چگونگى-تحول-فقه
  14. علامه حلی، تحریر الاحکام الشرعیه، ۱۴۲۰ق، ج۴، ص۲۸۵؛ نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۳۴، ص۳۷۲-۳۷۳؛ هاشمی شاهرودی، فرهنگ فقه، ۱۴۲۶ق، ج۱، ص۴۷۵.
  15. علامه حلی، تحریر الاحکام الشرعیه، ۱۴۲۰ق، ج۴، ص۲۸۶؛ نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۳۴، ص۳۷۲-۳۷۳؛ هاشمی شاهرودی، فرهنگ فقه، ۱۴۲۶ق، ج۱، ص۴۷۵.
  16. علامه حلی، تحریر الاحکام الشرعیه، ۱۴۲۰ق، ج۴، ص۲۸۶-۲۸۷.
  17. هاشمی شاهرودی، فرهنگ فقه، ۱۴۲۶، ج۱، ص۴۷۵.
  18. حلی، تحریر الأحکام الشرعیة، ۱۴۲۰ق، ج۴، ص۲۸۷؛ شهید ثانی، الروضة البهیة، ۱۴۱۰ق، ج۶، ص۳۷۲؛ نجفی، جواهر الكلام، ۱۴۰۴ق، ج۲۲، ص۳۷۳ و ج۳۴، ص۳۷۸.
  19. حلی، تحریر الأحکام الشرعیة، ۱۴۲۰ق، ج۴، ص۲۸۵.
  20. طوسی، المبسوط، المکتبه المرتضویه، ج۶، ص۱۸۶؛ حلی، تحریر الأحکام الشرعیة، ۱۴۲۰ق، ج۴، ص۲۸۵؛ نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۳۴، ص۳۷۷.
  21. نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۳۹، ص۶۱.
  22. نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۳۴، ص۳۸۲.
  23. بحرانی، الحدائق الناظره، ۱۴۰۵ق، ج۲۵، ص۵۱۰-۵۱۴؛ نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۳۲، ص۳۱۶-۳۱۸.

سرچينې

  • انصاری، محمدعلی، الموسوعة الفقهیة المیسرة، قم، مجمع الفكر الإسلامی، ۱۴۱۵ق.
  • بحرانی، یوسف بن احمد، الحدائق الناضرة فی أحكام العترة الطاهرة‌، قم انتشارات اسلامی، ۱۴۰۵ق.
  • شهید ثانی، زین‌الدین بن علی، الروضة البهیة فی شرح اللمعة الدمشقیة، قم، کتاب‌فروشی داوری، ۱۴۱۰ق
  • طوسی، محمد بن حسن، المبسوط، تحقیق: محمدباقر بهبودی، تهران، المکتبه المرتضویه، بی‌‎تا.
  • علامه حلی، حسن بن یوسف، تحریر الأحكام الشرعیة على مذهب الإمامیة، محقق ابراهیم بهادری، قم، مؤسسه امام صادق، ۱۴۲۰ق.
  • مجلسی، محمدتقی، یک دوره فقه کامل، تهران، انتشارات فراهانی، ۱۴۰۰ق.
  • مفید، محمد بن محمد، الارشاد فی معرفة حجج الله علی العباد، قم، کنگره شیخ مفید، ۱۴۱۳ق.
  • نجفی، محمدحسن، جواهر الکلام فی شرح شرائع الإسلام‌، بیروت، دار احیا التراث العربی، ۱۴۰۴ق.
  • هاشمی شاهرودی، سید محمود، المعجم الفقهی لکتب الشیخ الطوسی، قم، مؤسسه دائرة المعارف الفقه الاسلامی، ۱۳۸۳ش.
  • هاشمی شاهرودی، محمود، فرهنگ فقه مطابق مذهب اهل بیت علیهم‌السلام‌، قم، موسسه دائره المعارف فقه اسلامی، ۱۴۲۶ق.