اسود بن قطبه

د wikishia لخوا
د اسود بن قطبه تمیمي سره مه مغشوش کیږه.
د نهج البلاغې د ۵۹ لیک ژباړه:

« که د واکمن رای او فکر ګډوډ شي، هغه د عدل له اجرا ډېر منع کوي. نو باید چې د خلکو کار په هغه څه کې چې حق دي ستا په نزد یو شان وي ځکه چې په ظلم کې د عدل او انصاف لپاره کوم ارزښت نه پېدا کیږي. له هغه څه چې هغه شان د نورو لپاره نه خوښوې ډډه وکړه او خپل نفس په داسې حال کې چې د خدای اجر ته هیله من او له سزا یې وېرېږي، د هغه څه کولو ته چې خدای پر تا واجب کړي، اړ باسه. پوه شه چې دنیا د ازمېښت ځای دی او دنیاپالی پکې یوه شېبه هم په هغه نه هوسا کیږي بې له دې چې د قیامت په ورځ په هغې افسوس کوي، او هیڅکله دی کوم شی له حقه نه بې نیازه کوي. یو له حقونو چې پر تا دی دا چې د خپل نفس څارونکی اوسې او د خپل وس مطابق د خلکو په چارو کې هڅه وکړې، ځکه هغه څه چې په دې لاره کې ستا په نصیب کیږي، تر هغه بدني ځواکه لوړ دي چې له لاسه یې ورکوې.[۱]»

اَسْوَد بن قُطبَه د امام علي(ع) له ملګرو او په حُلوان سیمه کې د هغه د لښکر کوماندان و.[۲] له امام علي(ع) هغه ته په خطاب کې یو لیک صادر شوی دا لیک په نهج البلاغه کې راغلی دی.[۳] امام په دې لیک کې اسود ته له نفساني خواهشاتو او ظلمه د ډډه کولو، له خلکو سره د عادلانه چلند او هغوي ته د خدمت له فرصته د استفادې سپارښتنه کړې ده.[۴] له امامه اسود بن قطنه (په نون سره) ته یو لیک په وقعة صفین کتاب کې خپور شوی چې مضمون یې د نهج البلاغې د ۵۹ لیک په شان دی.[۵]

په مکاتیب الائمه کې د علي احمدي میانجي (وفات ۱۳۷۹ل) په وینا د نهج البلاغې تشریحوونکي او مورخان د اسود د پلار د نوم په اړه چې قطبه و که قطنه یا قطینه، د نظر اختلاف لري.[۶] په شرح ابن میثم بحراني کې قطینه لفظ ثبت شوی دی.[۷] په اومه پېړۍ کې د نهج البلاغې شارح ابن ابي الحدید د اسود د نسب په اړه د کتاب الاستیعاب نظر ته ګروهنه لري چې هغه یې اسود بن زید بن قطبة بن غنم انصاري معرفي کړی دی.[۸] ځینو اسود په بدر غزا کې له ګډونکوونکو ګڼلی دی.[۹]

شیعه تاریخ څېړاندی سید مرتضی عسکري (وفات: ۱۳۸۶ل)په نهج البلاغه کې د امام علي د لیک مخاطب اسود بن قطبه، له اسود بن قطبه تمیمي پرته او سبائی قحطاني ګڼي.[۱۰] د هغه په نظر اسود تمیمی د اسلامي تاریخ له جعلي شخصیتونو څخه دی.[۱۱]

فوټ نوټ

  1. دشتی، ترجمه نهج‌البلاغه، ۱۳۷۹ش، ص۵۹۸–۵۹۹.
  2. امین، اعیان الشیعه، ۱۴۰۳ق، ج۳، ص۴۴۲؛ نهج‌البلاغه، تصحیح صبحی صالح، نامه ۵۹، ص۴۴۹.
  3. نهج‌البلاغه، تصحیح صبحی صالح، نامه ۵۹، ص۴۴۹.
  4. نهج‌البلاغه، تصحیح صبحی صالح، نامه ۵۹، ص۴۴۹.
  5. منقری، وقعة صفین، ۱۴۰۴ق، ج۱، ص۱۰۶.
  6. احمدی میانجی، مکاتیب الائمه، ۱۴۲۶ق، ج۱، ص۳۶۲.
  7. ابن‌میثم بحرانی، شرح نهج‌البلاغه، ۱۴۰۴ق، ج۵، ص۱۹۶.
  8. ابن‌ابی‌الحدید، شرح نهج‌البلاغه، ۱۴۰۴ق، ج۱۷، ص۱۴۵.
  9. ابن‌ابی‌الحدید، شرح نهج البلاغه، ۱۴۰۴ق، ج۱۷، ص۱۴۵.
  10. عسکری، صد و پنجاه صحابی ساختگی، ۱۳۸۷ش، ج۲، ص۵۳.
  11. عسکری، صد و پنجاه صحابی ساختگی، ۱۳۸۷ش، ج۲، ص۵۳.

سرچينې

  • نهج‌البلاغه، تصحیح: صبحی صالح، قم، مؤسسه دار الهجره، ۱۴۱۴ق.
  • ابن‌ابی‌الحدید، عبدالحمید بن هبةالله، شرح نهج‌البلاغه، تحقیق محمد ابوالفضل ابراهیم، قم، مکتبة آیة الله العظمی المرعشی النجفی(ره)، ۱۴۰۴ق
  • احمدی میانجی، علی، مکاتیب الائمه، تحقیق: مجتبی فرجی، قم، دار الحدیث، چاپ اول، ۱۴۲۶ق.
  • امین، سید محسن، اعیان الشیعه، لبنان، دار التعارف، ۱۴۰۳ق.
  • ابن‌میثم بحرانی، میثم بن علی، شرح نهج‌البلاغه، تهران، دفتر نشر الکتاب، ۱۴۰۴ق.
  • دشتی، محمد، ترجمه نهج‌البلاغه، قم، مشهور، ۱۳۷۹ش.
  • عسکری، سید مرتضی، صد و پنجاه صحابی ساختگی، قم، دانشکده اصول الدین، ۱۳۸۷ش.
  • منقری، نصر بن مزاحم، وقعة صفین، قم، منشورات مکتبة آیت الله المرعشی النجفی، چاپ دوم، ۱۴۰۴ق.