اسپایکر عامه وژله

د wikishia لخوا
د اسپایکر عاممه وژله نقاشې

اسپایکر عامه وژله په عراق کې د شیعیانو ډلوژنه وه چې د ۱۳۹۳ ل کال په غبرګولي/ ۱۲۰۴ په جون کې داعش وکړه. په دغه وژله کې داعش ځواکونو د عراق ۱۷۰۰ تر ۴۰۰۰ عسکر اسیران کړل او په هغوي کې یې شیعیان ووژل.

د عراق په بعث ګوند پورې وفادار اعراب او د عراق د پخواني ولسمشر صدام حسین د کورنۍ پاتې کسان، په دغه وژله کې له داعش سره په ملګرتیا تورن کسان ګڼل شوې دي. داعش ځواکونو د قربانیانو له عامې وژلې وروسته د هغوي مړي په ډله ایزو قبرونو کې ښخ یا دجلې سیند ته واچول او د یو شمېر راپورونو له مخې ځینې اسیران یې ژوندي ښخ کړل.

داعشیانو له دغه عامې وژلې فیلمونه جوړول او خپرول به یې. له دغه انساني غمیزې د حشد شعبي د جوړېدلو لپاره د عراقیانو د یوې انګېزې په توګه یادونه کیږي. له دې پېښې وروسته، د عراق دولت د قربانیانو ډېر ډله ایز قبرونه وموندل. د پېښې ځینې تورن ونیول او په اعدام یا عمري بند محکوم شول.

اهمیت او مقام

اسپایکر عامه وژله د داعش له خوا په خپل عمر کې تر ټولو لویه وژله بلل شوې ده. ځینو سرچینو دغه پېښه د ستمبر د یوولسمې له حملو وروسته تر ټولو لویه ترهه ګره پېښه ګڼلې ده[۱] ځینې غواړي دغه وژله د شیعیانو د نسل وژنې په توګه ثبت کړي.[۲] په دې وژله کې د ټولو وژل شویو کسانو شمېر په اروپا کې د داعش په ټولو ترهه ګرو عملیاتو کې له وژل شویو کسانو زیات دی.[۳] د دغه پېښې د وژلو شویو په اړه تر ټولو زیاتې شمېرنې ۲۵۰۰ اسیران دي[۴] چې له ټولو ۴۰۰۰ اسیرانو څخه یې وژلې دي.[۵]

پېښه

د ولسمشرۍ د ماڼۍ او د اسپایکر اډې له وژلو څخه چې د اسپایکر په وژلې مشهوره ده د داعش له خوا خپاره شوې تصویرونه

له وژلې د یو ژغورېدلي عسکر په وینا د ۱۳۹۳ ل کال د غبرګولي په ۲۱ د شپې لس بجې د داعش له خوا د دوو ولایتونو موصل او صلاح الدین له نیول کېدو سره سره، کابو درې زره کسان اسپایکر اډې ته چې په صلاح الدین ولایت کې واقع د عراق د هوايي ځواکو تر ټولو لوی مرکز و، ولېږدول شول. د مرکز د کوماندان په امر په سبا ورځې ټول کسان په ۱۵ ورځې رخصتۍ لاړل، له اډې د عسکرو له وتلو وروسته د داعش وسله والو له خوا ونیول او په تکریت کې د ولسمشرۍ ماڼۍ ته منتقل کړی شول. په ماڼۍ کې له اوږدو جاجونو او پلټنو وروسته، شیعه عسکر له غیر شیعه جدا او شیعیان ووژل شول. نور کسان د داعش شرعي محکمې ته په تمه شول چې حکم یې اعلان شي.[۶] د پېښې یو بل پاتې کس، د عسکرو د وتلو سبب له اډې د ۳۰۰۰ عسکرو تېښته ګڼلې ده چې اخر د داعش د ۵۰ ځواکونو له خوا اسیران شول.[۷] د ځینو سرچینو په وینا، هغه وسله وال ځواکونه چې عسکر یې ولسمشرۍ ماڼۍ ته منتقل کړل، د سیمې له وسله والو قبایلو وو او د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې اسیران د داعش ځواکونو ته وسپارل شول.[۸] داعشیانو د ۱۳۹۳ ل کال د غبرګولي په ۲۲ د سپایکر هوایي ډګر زغاستلاره ونیوله.[۹] له هغه وروسته عراقي ځواکونه له داعشیانو سره ښکېل شول.[۱۰]

عربو قبایلو په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د اسیرو عسکرو په اړه یوه غونډه وکړه او په دې په استدلال سره چې ډېر زر به بعث حکومت بیا په عراق واکمن شي د شیعیانو د عامې وژلې فیصله یې وکړه چې د عراق د شیعیانو نفوس کم شي. پر دې اساس د غبرګولي په ۲۲ د اسیرو شیعیانو وژله پېل کیږي. د غبرګولي په ۲۳ داعشیان ولسمشرۍ ماڼۍ ته ننوځي او اسیران هغوي ته سپارل کیږي. د داعش کوماندانانو شرعي محکمه جوړه او شیعیان یې په اعدام محکوم کړل او هغه سني مذهبه چې توبه به یې کوله خوشي کول.[۱۱]

داعشیانو د عسکرو له ډلوژنې څخه فلمونه جوړول او آنلاین به یې خپرول. عسکر به د دجله سیند په غاړه په سر په مرمۍ سره ویشتل کېدل او مړي به یې په دجله سیند کې غورځول کېدل. په ځینو نورو سیمو کې هم عسکر لاس تړلي په مرمیو وژل کېدل.[۱۲] ځینې عسکر چې د داعش له اسارته د تېښتې امکان به یې پېدا کاوه اخر د عربو قبایلو له فرقه ای تاوتریخوالي سره مخامخېدل او وژل کېدل.[۱۳] داعشیانو د قربانیانو مړي په ډله ایزو قبرونو کې ښخ کړل.[۱۴] او په ځینو مواردو کې یې هغوي ژوندي ښخ کړل.[۱۵] په عراق کې د خبري سرچینو په وینا د ۱۳۹۷ کال د وري تر لومړۍ نېټې، د اسپایکر وژلې له وژلو شویو څخه د ۱۱۵۰ کسانو مړي موندل شوې دي.[۱۶]

وژلې

له اسپایکر هوایي اډې د داعش په لاس د اسیرو شویو عسکرو شمېر مختلف راپور شوی دی، شمېرنې له ۱۷۰۰ څخه تر کابو ۴۰۰۰ پورې غیر مسلحه پوځي زده کوونکي بلل شوي چې د سپایکر د سقوط په وخت په دغه اډه کې موجود وو.[۱۷] خو د داعش رسمي خبرتیا په دغه وژله کې د ۱۷۰۰ شیعیانو د وژلې خبر ورکوي.[۱۸] د بشري حقوقو د څار کمېټې د دغه حملې د ټوټل وژل شویو شمېر ۲۱۳۴ یاد کړی دی.[۱۹]

پایلې

د تکریت په مختلفو سیمو کې له وژلې کلونه وروسته د اسپایکر د وژلې د قربانیانو د مړو موندل

د قربانیانو مړي

د ۱۳۹۳ ل کال په کب کې داعش له لاسه د تکریت له ازادېدو وروسته د اسپایکر د عامې وژلې د وژل شویو کسانو په لسګونو ډله ایز قبرونه وموندل شول.[۲۰] د ۱۳۹۴ کال د غبرګولي تر ۲۰ د سپایکر د عامې وژلې د ۵۹۷ کسانو پاتې تنې په قبرونو کې[۲۱] او د دغه تاوتریخوالي د قربانیانو ۸۰ مړي د دجلې سیند په غاړه کې وموندل شو.[۲۲] تر اوسه تر ټولو لوی ډله ایز قبر چې موندل شوی په هغه کې د ۴۰۰ کسانو مړي موجود وو.[۲۳]

تورن کسان

د ځینو شواهدو او خبرو په اساس د سیمې د قبایلو ځینې کسانو او د بعثي افکارو لرونکي پوځي مسوولانو په دغه وژله کې له داعش سره ملګرتیا کوله.[۲۴] ځینې قبایلي کسان او القاعدې ته منسوبه یوه ډله،[۲۵] او د صدام حسین د کورنۍ پاتې څو کسان په دغه جنایت کې د ګډون له تورنو کسانو څخه دي.[۲۶]

د عراق دولت د ۱۳۹۳ کال د وږي په ۵ د «مجموعة الثأر لشهداء سبایکر» په نامه د یو ځانګړي امنیتي ځواک د جوړېدو خبر ورکړ چې د دغه وژلې عاملین وپېژني.[۲۷] د ۱۳۹۳ ل کال په سلواغه میاشت کې د دغې پېښې د تورنو لومړۍ ډله، چې شمېر یې ۳۰ تنه ښودل شوی و، ونیول شو.[۲۸] څو میاشتې پس د دوسیې د تورنو لپاره د محکمې لومړی حکم ورکړل شو او د ۱۳۹۴ ل کال د غبرګولي په نولسمه ۲۴ تورن کسان په اعدام محکوم شول.[۲۹] په ورپسې کلونو کې تر ۲۰۲۰ پورې څو ځله په خبري سرچینو کې د تورنو د محکمې د جوړېدو او نیول کېو خبرونه خپاره شول.[۳۰]

اقدامات

د صوت العراق په راپور د صدر ډلې مشر سید مقتدی صدر د اسپایکر له وژلې وروسته، د ۱۳۹۳ ل کال په غبرګولي کې د څو وسله والو ډلو له یو ځای کولو څخه د «سرایا السلام» ډله جوړه کړه.[۳۱] دغه واقعه او په څنګ کې یې د شیعه د تقلید د مرجع ایت الله سیستاني له خوا د داعش په خلاف د جهاد د فتوا ورکول د داعش په خلاف د عراق د ولسي ځواک د جوړېدو لپاره د عراق د خلکو اصلي انګېزه بلل شوې ده.[۳۲] د شیعه د نړیوالو حقوقو د څار نړیوال تنظیم، د اسپایکر د وژلې ورځ « د شیعه د حقوقو د نړیوالې ورځې» په توګه ونوموله.[۳۳]

په رسنیو او هنر کې

له دغه پېښې ځینې ډاکومنټري جوړې شوې لکه د ام اقصی په نامه د یوې عراقۍ ښځې له فعالیتونو څخه د جنګ د خبریال یادونه[۳۴] « داعش له پاریس تر سپایکره»[۳۵] او د « دلته وخت ولاړ دی» په نامه د فطرس میډیا جوړه اوږده ډاکومنټري.[۳۶]

فوټ نوټ

  1. Rubin. "Massacre Claim Shakes Iraq". The New York Times.
  2. «کشتار پادگان اسپایکر، نسل‌کشی علیه شیعیان»، پایگاه خبری دیدبان شیعه.
  3. «فیلم داعش، از پاریس تا اسپایکر»، خبرگزاری بین‌المللی قرآن.
  4. «حقیقة مجزرة سبایکر»، صوت العراق.
  5. کرم‌زاده و مرادیان، «بررسی مبانی رعایت قواعد بشردوستانه توسط گروه‌های غیردولتی»، پژوهش تطبیقی حقوق اسلام و غرب. 1395ش.
  6. «شاهد عیان یروی ما حدث لیلة سقوط سبایکر»، المدی پرس.
  7. «Escaping Death in Northern Iraq". the new york times.
  8. «حقیقة مجزرة سبایکر»، صوت العراق.
  9. «IS-led Militants Storm Iraqi Air Base near Tikrit". naharnet.
  10. «IS-led Militants Storm Iraqi Air Base near Tikrit". naharnet; "The Iraqi Army’s Alamo: Standoff in Tikrit". thedailybeast.
  11. «حقیقة مجزرة سبایکر»، صوت العراق.
  12. «نبش‌قبر گورهای دسته جمعی»، خبرگزاری دویچه وله.
  13. «حقیقة مجزرة سبایکر»، صوت العراق.
  14. «نبش قبر بقایای اجساد ۶۰۰ قربانی اسپایکر»، خبرگزاری صدای آمریکا.
  15. «سبایکر، محنة وطن»، صوت العراق؛ «عمار حکیم خواستار گنجاندن کشتار اسپایکر در کتب درسی»، خبرگزاری شفقنا.
  16. «IS-led Militants Storm Iraqi Air Base near Tikrit". naharnet.
  17. کرم‌زاده و مرادیان، «بررسی مبانی رعایت قواعد بشردوستانه توسط گروه‌های غیردولتی»، پژوهش تطبیقی حقوق اسلام و غرب. 1395ش؛ شهبازی، «شواهد کینه‌توزی داعش»، مطالعات منطقه‌ای، 1395ش، ص ۳۷؛ «روایت روزی که دجله به خون نشست»، خبرآنلاین.
  18. «Iraqi teams exhume mass graves of soldiers in Tikrit". BBC news; "Escaping Death in Northern Iraq". the new york times.
  19. «چهارمین سالروز فاجعه اسپایکر»، خبرگزاری ابنا.
  20. «درخواست برای بازگشایی پرونده کشتار اسپایکر درعراق»، خبرگزاری مشرق.
  21. «نبش قبر بقایای اجساد ۶۰۰ قربانی اسپایکر»، خبرگزاری صدای آمریکا.
  22. «کشف ۸۰ جسد از قربانیان کشتار اسپایکر»، پارس نیوز.
  23. «کشف ۴۷۰ جسد در گورهای جمعی در تکریت»، خبرگزاری دویچه وله.
  24. «ذکری خیانة فلول البعث و حاضنتهم بتسلیم الموصل»، صوت العراق؛ «بازداشت عامل کشتار اسپایکر با آرایش زنانه»، خبرگزاری آوا.
  25. «ارسال پرونده کشتار اسپایکر به حقوق بشر سازمان ملل»، سازمان دفاع از قربانیان خشونت.
  26. «مجزرة سبایکر»، الوسیط.
  27. «اعتقال أربعة من المشتبه بمشارکتهم فی جریمة اسبایکر جنوبی کرکوک»، السومریه.
  28. «30 متهم کشتار «اسپایکر» عراق دستگیر شدند»، برگزاری انتخاب.
  29. «Iraqi court sentences 24 to death over Speicher massacre". middleeastmonitor.
  30. «القبض علی أخطر المشارکین بمجزرة سبایکر»، صوت العراق؛ «درخواست برای بازگشایی پرونده کشتار اسپایکر درعراق»، خبرگزاری مشرق.
  31. «الحشد الشعبی ومستقبل العراق»، صوت العراق.
  32. «ISIS releases footage of Tikrit massacre". alarabiya; "Iraq hangs 36 men convicted over Speicher massacre". The guardian.
  33. «روز جهانی حقوق شیعیان»، سازمان جهانی دیدبان حقوق بشر.
  34. « «خاطرات خبرنگار جنگ» از مقابله جسورانه با داعشی‌ها»، باشگاه خبرنگاران جوان؛ «مستند خاطرات خبرنگار جنگ دربارهٔ واقعه کشتار اسپایکر»، بسیج نیوز.
  35. «فیلم داعش، از پاریس تا اسپایکر»، خبرگزاری بین‌المللی قرآن.
  36. «تولید ۳۲ عنوان فیلم مستند»، شفقنا.

سرچينې

کينډۍ:چپ‌چین