حشد الشعبي

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

حَشْد شَعبي یا د عراق ولسي رضاکار ځواک، د عراق په امنیتي تشکیلاتو پورې اړوند پوځي ځواک دی چې د عراق د وسله والو ځواکونو د لوی کوماندان تر څارنې لاندې له پوځ سره مرسته کوي او زیاتره کسان یې شیعیان دي. حشد شعبي په عراق د داعش د حملې په بیړنیو حالاتو کې په ۱۳۹۳ لمریز کال کې جوړ شو او د شیعه د تقلید د مرجع سید علي سیستاني له خوا د داعش په خلاف د جهاد له فتوا وروسته یې مشروعیت وموند او پیاوړی شو.

حشد شعبي کې تر څلویښتو زیاتې پوځي ډلې او تر یو لکو زیات ځواکونه شامل دي چې پکې شیعه، سني، مسیحي، عرب، ترکمن او کرد شتون لري. د بدر تنظیم پوځي څانګه، عصائب اهل الحق، کتائب حزب الله او سرایا العتبات په حشد شعبي کې له شاملو ډلو څخه دي.

حشد شعبي له داعش سره په مبارزه کې اغېزشیندونکی و. دغه سازمان د داعش له سقوطه وروسته د داعش د پاتې شوونو په پاکولو پېل وکړ او په ټولنیزو فعالیتونو کې هم برخه لري د «حشد شعبي د سازمان» د قانون په اساس دغه ډله د عراق د نورو پوځي ځواکونو په شان له سیاسي فعالیتونو منع شوې ده.

د امریکا او عربستان دولتونو د حشد شعبي د ړنګېدو یا یې د عراق په پوځ کې د شاملولو غوښتنه وکړه او امریکا په ۱۳۹۸ او ۱۴۰۱ لمریز کلونو کې په عراق کې د حشد شعبي په اډو حمله کړې ده. د دې په مقابل کې سوریه، د ایران اسلامي جمهوریت، او د لبنان حزب الله د حشد له ملاتړو ګڼل کیږي. شیعه عالم او د عراق سیاسي فعال مقتدی صدر هم د عراق په پوځ کې د حشد شعبي د وریوځای کولو غوښتنه کړې او د دې په مقابل کې د تقلید مرجع سید کاظم حائري د عراق د امنیت د ساتلو لپاره د حشد شعبي مستقل ځواک ضروري ګڼلی دی.

فالح فیاض د حشد شعبي کوماندان او عامري یې مرستیال دی. له هغه مخکې ابو مهندس د حشد شعبي مرستیال و چې د ایران د قدس ځواکونو د کوماندان قاسم سلیماني سره یو ځای د امریکا له خوا په ترهه ګرو عملیاتو کې شهید شو.

مقام

حشد شعبي چې ورته د عراق ولسي رضا کار ځواک او د عراق بسیج هم ویل کیږي،[۱] د عراق په امنیتي تشکیلاتو پورې اړوند پوځي ځواک دی،[۲] چې د عراق د وسله والو ځواکونو د لوی کوماندان تر نظر لاندې له پوځ سره مرسته کوي[۳] او زیاتره وګړي یې شیعیان دي.[۴] حشد شعبي په عراق د داعش له حملې وروسته په بیړنیو حالاتو کې او د ولسي ځواک د جوړېدو په اړه د عراق د حکومتي کابینې له بیانیې وروسته جوړ شو[۵] او د شیعه د تقلید مرجع سید علي سیستاني له خوا د داعش په خلاف د جهاد له فتوا وروسته یې مشروعیت وموند[۶] او پیاوړی شو.[۷]

بنسټ اېښودونه

د نوري مالکي په لومړي وزارت کې کابینې د ۲۰۱۴م کال د جون په لسمه ( د ۱۳۹۳ لمریز کال د غبرګولي په شلمه) په یوې بیانیې کې له عراقي ښاریزو وغوښتل چې د ولسي ځواک د جوړولو او له ترهه ګرو سره د مقابلې لپاره په خپله خوښه رامخکې شي.[۸]

دغه بیانیه د عراق په شمالي،لویدیځو، او مرکزي سیمو د داعش له ولکې او د بغداد د نیولو له ګواښ سره هم مهاله وه.[۹]

د سید علي سیستاني د کفايي جهاد فتوا

اصلي مقاله: د داعش په خلاف د جهاد فتوا

په نجف کې میشته د شیعه تقلید مرجع سید علی سیستاني د ۲۰۱۴ میلا دي کال د جون په ۱۳ ( د ۱۳۹۳لمریز کال د غبرګولي په ۲۳) د داعش له ګواښ او د ولسي رضاکار ځواک [۱۰] د جوړېدو په اړه د کابینې له بیانیې درې ورځې وروسته په یوې فتوا کې له داعش سره مبارزه کفایي واجب وګڼله.[۱۱] دغه فتوا حشد شعبي ته په مشروعیت ورکولو [۱۲] او ورسره د خلکو په یو ځای کېدو کې موثره وه؛[۱۳] په دې ډول چې ځینې څېړاندي د حشد شعبي جوړېدل د سید علی سیستاني له فتوا وروسته ګڼي. [۱۴]

قانوني رواوالي

حشد شعبي، د عراق په پارلیمان کې د ۲۰۱۶ م کال د نومبر په ۲۶ (د ۱۳۹۵ل کال د لیندې په ۶) د عراق په پارلیمان کې د «حشد شعبي سازمان» د قانون په تصویب سره د عراق یو پوځي ځواک شو او د وسله والو ځواکونو د لوی کوماندان تر نظر لاندې راغی. د دې په اساس، په حشد شعبي او د عراق په نورو وسله والو ځواکونو پورې اړوند قوانین یو شان دي او حشد شعبي هم د نورو پوځي ځواکونو په شان له سیاسي فعالیتونو منع شوی دی.[۱۵]

جوړښت

حشد شعبي له بوځي ډلو جوړ شوی چې شمېر یې له ۴۲ [۱۶] څخه تر ۶۸ ډلو [۱۷] ذکر شوی دی. د حشد شعبي ځواکونو شمېر هم مختلف ذکر شوی او له شپېتو [۱۸] تر ۱۶۰ زرو تنو راپور شوی دی؛[۱۹] البته د عراق پارلیمان د بودجې د ملاحظاتو لپاره، یوازې ۱۱۰ زره تنه په رسمیت وپېژندل.[۲۰]

ځینو کسانو د ۲۰۲۱م کال په ستمبر ( د ۱۴۰۰ ل کال په وږي/زمري) کې د حشد شعبي شمېر یو لک دېرش زره تنه وباله چې پکې نوي زره تنه شیعه عرب، دېرش زره تنه اهل سنت عرب، اوه زره تنه ترکمن او درې زره مسیحي ګڼل شوې دي.[۲۱] په حشد شعبي کې کردانو شتون هم راپور شوی دی.[۲۲]

ځینو څېړاندو د حشد شعبي ځواکونه د ایران د اسلامي جمهوریت په رهبر سید علی خامنه ای، سید علي سیستاني او یا مقتدا صدر پورې د وفادارو کسانو په اساس په درې څانګو وېشلې دي.[۲۳]

فالح فیاض له پېله تر اوسه (۲۰۲۳م) کاله پورې د حشد شعبي کوماندان دی اوهادي عامري یې مرستیال دی. له عامري مخکې، ابو مهدي مهندس د حشد شعبي مرستیال و چې د ایران د قدس سپاه د کوماندان قاسم سلیماني سره یو ځای په ۱۳۹۸ ل کال کې په یوې ترهه ګرې حملې کې د امریکا د دولت له خوا شهید شو.[۲۴] د «حشد شعبي سازمان» د قانون په اساس چې د عراق په پارلیمان کې تصویب شو، په دغه سازمان کې د لښکر کوماندان او تر هغه لوړو کسانو ټاکنه، د نورو وسله والو ځواکونو په شان، د لومړی وزیر له معرفۍ او په پارلیمان کې له تصویبه وروسته ترسره کیږي.[۲۵] البته د ۳۳۱ نمبر دویاني امر په اساس چې د ۲۰۱۹م کال د ستمبر په ۱۷ ( د ۱۳۹۸ ل کال د وږي په ۲۶) د هغه وخت د لومړي وزیر عادل عبدالمهدي له خوا صادر شو، د حشد شعبي مشر اختیار لري د لومړي وزیر په استازیتوب، کوماندانان او مدیران وټاکي او د تایید لپاره یې د وسله والو ځواکونو لوی کوماندان ته وسپاري.[۲۶]

د حشد شعبي ځینې ډلې دا دي:

  • بدر سازمان (پوځي څانګه)
  • عصائب اهل الحق
  • کتائب حزب‌الله
  • سرایا الخراسانی
  • کتائب ابوالفضل العباس
  • سرایا العتبات
  • لواء علی الاکبر[۱]
  • کتائب سیدالشهداء[۲]
  • سرایا السلام (پخوانی جیش المهدیِ)[یادداشت ۱]
  • سرایا الجهاد
  • سرایا العقیدة
  • سرایا الشوری[۳]
  • قوات الشهید الصدر
  • حرکة‌ النجباء[۴]

فعالیتونه

له داعش سره په مبارزه کې د حشد شعبي رول مهم ګڼل شوی دی؛[۳۱] منجمله د سامرا او آمرلي ښارونو د کلابندۍ په ماتولو او د جُرف الصَّخر، تِکریت، او بَیجي ښارونو او دیالی ولایت په ازادۍ کې.[۳۲] د حشد شعبي د رسمي سایټ په راپور، دغه سازمان د ۲۰۱۵م کال تر پایه پورې، داعش د عراق له نولسو ښارونو بهر شړلی او د دغه هیواد د ښارونو تر مینځ یې د ۵۲ لارو امنیت ټینګ کړی دی. دغه سایټ د حشد شعبي له خوا د ازادو شویو سیمو رقبه ۱۷۵۰۰ مربع کلومیټره ( د داعش تر ولکې لاندې یو په درې برخې سیمه) ګڼلې ده.[۳۳]

حشد شعبی د داعش د حکومت له سقوطه وروسته د بغداد، صلاح‌الدین، دیالی، کرکوک، نینوا او الانبار په مختلفو سیمو کې د داعش د پاتې شوونو پاکول پېل کړل.[۳۴] حشد شعبی همداراز په اجتماعی خدماتو[۳۵] لار جوړونې،[۳۶] بیابان‌ ختمولو،[۳۷] د مذهبي مراسمو د امنیت ساتنې[۳۸] منجمله د اربعین پلي تګ (لاریون) [۳۹] د امنیت ساتلو او د ناڅاپي پېښو لکه سیلاب [۴۰] د کنټرولولو په برخو کې فعالیت لري.

د حشد شعبي په باره کې د نورو هیوادونو دریځ

د امریکا د وخت خارجه وزیر رکس ټیلرسن، د «حشد شعبي سازمان» د قانون له تصویبه کابو یو کال وروسته، حشد شعبي د ایران وسله والې ډلې وبللې [۴۱] او غوښتنه یې وکړه چې ړنګ یا د عراق په پوځ کې ورځای کړی شي.[۴۲] ځینې شناندي له حشد سره د امریکا د مخالفتونو سبب د حشد شعبي د ځینو موثرو ډلو لکه سپاه بدر، عصائب اهل الحق او کتائب حزب الله شتون ګڼي چې له عراقه د امریکایي ځواکونو د وتلو غوښتونکي دي.[۴۳][یادداشت۲] ځینې نور بیا د دې سبب له ایران او سید علی سیستاني سره د ځینو ډلو نزدې والی او د عراق په انتخاباتو کې یې له اغیز شیندلو وېره ګڼي.[۴۴] د عربستان پخواني خارجه وزیر هم د ۲۰۱۶ م کال په جون (د ۱۳۹۵ ل کال په غبرګولي/ چنګاښ) کې حشد د فرقه ای شخړو د جوړېدو سبب وباله او د هغه د ړنګېدو غوښتنه یې وکړه.[۴۵]

د سوریې ولسمشر بشار اسد د ۲۰۲۲م کال د مارچ په ۳ ( د ۱۴۰۰ ل کال د کب په ۱۲) د حشد شعبي له مشر سره کتنه وکړه او پکې د ترهه ګرو له ملاتړو هیوادونو سره په مقابلې ټینګار وشو.[۴۶] همداراز د حشد شعبي د مرستیال هادي عامري په وینا، د ۲۰۱۶م کال د نومبر په ۱۶ (د ۱۳۹۵ل کال د لړم په ۲۶) بشار اسد له حشد شعبي وغوښتل چې د عراق له ازادولو وروسته له داعش سره د مقابلې لپاره سوریې ته لاړ شي.[۴۷] د اسلامي ایران رهبر سید علی خامنه ای هم، د عراق د ملي حکمت بهیر له مشر سید عمار حکیم سره په کتنه کې حشد شعبي د عراق پانګه وبلله چې باید ملاتړ یې وشي.[۴۸] همداراز سید حسن نصر الله د ۲۰۲۱م کال د اګست په ۱۹ (د ۱۴۰۰ل کال د زمري په ۲۵) د حشد شعبي پیاوړتیا د عراق د امنیت ساتنې له پاره ضروري وګڼله.[۴۹]

د حشد شعبي په اډو د امریکا حمله

امریکا د ۲۰۱۹م کال د دسمبر په ۲۹ (د ۱۴۰۰ ل کال د غبرګولي په ۱۸) هم د عراق او سوریې په پوله کې د حشد په اډو حمله وکړه چې له امله یې د حشد شعبي څلور عسکر ووژل شو. امریکا دغه حمله په عراق کې په امریکایي تاسیساتو او عملې د ایران تر ملاتړ لاندې وسله والو کسانو د ډرون حملې ځواب وباله.[۵۲] د دې په مقابل کې، حشد شعبي وویل چې په نښه شویو ځواکونو په عراق کې د بهرنیو ځواکونو په خلاف فعالیت نه درلود.[۵۳]

د حشد شعبي په اړه د عراق داخلی دریځونه

شیعه عالم او د عراق سیاسي فعال مقتدی صدر په ۱۳۹۶ ل کال کې په پوځ کې [۵۴] د حشد شعبي د شاملولو او په ۱۴۰۱ ل کال کې یې په سیاست او تجارت کې د هغه د نه لاس وهنې غوښتنه وکړه.[۵۵] د دې په مقابل کې په نجف کې د شیعه د تقلید مرجع سیدکاظم حائري، له حشد شعبي څخه د یو داسې ځواک په توګه چې مستقل دی او په نورو کې نه شي ادغام کېدی ملاتړ وکړ او هغه یې د هیواد د امنیت ساتلو لپاره ضروري وګاڼه.[۵۶] د نجف د تقلید بل مرجع شیخ بشیر نجفی هم حشد « د عراق او مرجعیت مټ» ګڼلی دی؛[۵۷] البته هغه او د تقلید بل مرجع محمد اسحاق فیاض هم حشد ته سپارښتنه کړې چې له سیاسته ډډه وکړي.[۵۸]

ځینو عراقي شناندو هم د حشد شعبي شتون له بهرنیو ګواښونو او ترهه ګرۍ سره د مبارزې لپاره لازم ګڼلی دی.[۵۹] همداراز د عراق د ملی حکمت بهیر مشر عمار حکیم، حشد شعبي د عراق لپاره یو استراتژیک ضرورت ګڼلی او په پوځ کې یې د هغې له شاملېدو او یا ړنګېدو سره مخالفت کړی دی؛ که څه هم له سیاسي ځواکونو سره د هغه په اړیکو یې نیوکه کړې ده.[۶۰] د حشد شعبي مشر فالح فیاض ، په سیاست کې د حشد لاسلرل رد کړې دي.[۶۱]


تورونه

د بخښنې نړیوال تنظیم حشد شعبي په ۲۰۱۶م کال (۱۳۹۵ل) کې د فلوجه له ازادۍ وروسته د فلوجه د ۶۵۰ اوسیدونکو په تښتولو تورن کړ چې د هغوي د برخلیک هیڅ درک نیشته.[۶۲] شیخ الازهر احمد طیب، حشد شعبي د تکریت د ازادۍ په عملیاتو کې د اهل سنتو په خلاف په جنګي جنایت تورن کړ.[۶۳] د اهل سنت عالم خالد عبدالوهاب الملا په مشرۍ علماء العراق جماعت،[۶۴] او په نجف کې د تقلید مرجع شیخ بشیر نجفی؛[۶۵] د شیخ الازهر ادعا رد کړې او حشد شعبی یې له شیعه سني دواړو څخه جوړ تنظیم ګڼلی دی.

ځانګرې لیکنې

«تأثیرات حشدالشعبی عراق بر سیاست‌های راهبردی ایران» کتاب

تأثیرات حشدالشعبی عراق بر سیاست‌های راهبردی ایران، کتاب، کیوان آقابابایی لیکلی دی. دې کتاب حشد شعبي د اړخونو او تاریخچې له جاجولو وروسته له ۲۰۱۴ تر ۲۰۱۷ کاله پورې د عراق د سیاسي بدلونونو په بهیر کې د ایران او عربستان په بهرنی سیاست لیکنه کړې ده.[۶۶]

سایه روشن حشد شعبی، کتاب‌، لیک د امیرحامد آزاد، د حشد شعبي په کړنلارې، د جوړېدو نېټه، او ننګونو خبرې کوي.[۶۷] حشد الشعبی لیک د شیرزاد داداشی هم په دې موضوع کې په فارسۍ ژبه بل کتاب دی.[۶۸]

الحشدُ الشَّعبی: الاستراتیجیةُ الامریکیة وَ الْحشد الشعبی فی العراق،‌ لیک د زینب شعیب،[۶۹] الجیوشُ الْموازیة: میلیشیاتُ الْحشد الشعبی فی العراق، لیک د احمد عدلی،[۷۰] او الحشدُ الشعبی اَلرِّهانُ الْاخیر، لیک د یو شمیر لیکوالانو،[۷۱] هغه کتابونه دي چې په عربۍ ژبه لیکل شوې دي.

همداراز «Iraqi Security Forces and Popular Mobilization Forces : Orders of Battle؛ د عراق امنیتي ځواکونه او حشد شعبي: د جګړې اوامر»[۷۲] او «The Popular Mobilization Forces and Iraq's future؛ حشد شعبی او د عراق راتلونکی»[۷۳] د حشد شعبي په اړه د انګریزۍ ځینې کتابونه دي.

اړونده څېړنې

فوټ نوټ

  1. منصور و عبدالجبار، الحشد الشعبی و مستقبل العراق، ۲۰۱۷م، ص۲۱ و ۲۲.
  2. کاطع ناهض، «انضمام الحشد الشعبی الی المؤسسة العسکریة»، ص۴۴۱.
  3. منصور و عبدالجبار، الحشد الشعبی و مستقبل العراق، ۲۰۱۷م، ص۲۳ و ۲۴.
  4. ساختار حشد شعبی عراق؛ مهمترین گروه‌های تشکیل‌دهنده آن، خبرگزاری تسنیم.

سرچينې