صدام حسین

د wikishia لخوا
د عراق ولس مشر او د بعث ګوند عمومي منشي

صدام حسین (۱۳۱۶-۱۳۸۵) له ۱۹۷۹ څخه تر ۲۰۰۳ پورې د عراق ولسمشر و. صدام د عراق د بعث ګوند غړی و. په ۱۹۶۸ کال کې د بعث ګوند له کودتا وروسته د ولسمشر مرستیال او په ۱۹۷۹ کال کې د عراق ولسمشر شو.

صدام عرب نشنلیزم یا پان عربیزم ته ډیر اهمیت ورکاوه او باور یې درلود چې باید د مذهب له دایرې څخه بهر پراخ نظر وکړي چې د انقلاب لار په وړاندې بوځي. هغه د شیعو سوګواري محدود کړ او د اربعین پیاده تګ یې منع کړ. صدام ډیره هڅه وکړه چې دیني بنسټونه او مدرسې کمزورې کړي. سید محسن حکیم د صدام په ګډون د بعث ګوند مشران، مشرکین وبلل.

صدام خپل زرګونه مخالفین اعدام کړل. هغه پاڅونونه چې د هغه د ولسمشرۍ پر مهال به رامنځ ته کیدل په کلکه ځپل کیدل. هغه په ​​عراق او ایران کې کیمیاوي بمونه کارولي او په لسګونو زره ملکي وګړي یې وژلي یا ټپیان کړي دي. نیویارک ټایمز مجلې صدام د دې پېړۍ تر ټولو له تاوتریخجنو کسانو څخه ګڼلی دی.

صدام په ۱۳۵۹ لمریز کال کې د ایران پر ضد جګړه پیل کړه. دې جګړې شاوخوا اته کاله دوام وکړ، له دواړو خواوو کابو څلور لاکه کسان ووژل شول او دواړو هېوادونو ته په سلګونو میلیارده ډالره زیان واوښت. صدام بیا د ۱۳۶۹ لمریز کال د زمري په میاشت کې پر کویت برید وکړ او څو میاشتې وروسته د امریکا په مشرۍ د متحدینو د برید له امله شاتګ ته اړ شو.

امریکې په 1381 لمریز کال کې د کب په میاشته کې پر عراق برید وکړ، او په 1382 لمریز کال کې صدام د امریکايي ځواکونو له خوا ونیول شو او په 1385 لمریز کال کې د دجیل د وژلو په تور اعدام شو.

ژوندلیک

صدام په ځوانۍ کې

صدام حسین په 28 اپریل 1937میلادی کال کې[۱] (۱۳۱۶ لمریز کال د غويي د میاشتې  په اتمه نیټه[۲]) د تکریت په العوجاء کې زیږیدلی و.[۳] په ماشومتوب کې صدام خپل ناسکه پلار سره په شپونتوب بوخت و.[۴] هغه د ژوند یوه برخه له خپلې مور او ناسکه پلار سره تېره کړه. بیا بغداد ته د خپل ماما خیرالله طلفاح په لور ولاړ.[۵] د افسرانو په کالج کې د داخلې په امتحان کې ګډون وکړ خو د نمبرو د کمښت له امله په دې کې پاتې راغی.[۶]

کورنۍ

په 1963 کې، صدام د خپل ماما لور، ساجده سره واده وکړ. د دې واده په پایله کې د هغه دوه زامن عدی او قصی او درې لوڼې وې.[۷] حسین کامل او د هغه ورور صدام کامل د صدام زومان وو چې په ۱۹۹۶ کال کې د صدام له کورنۍ سره له شخړې وروسته اردن ته وتښتېدل او د بیرته ستنیدو په وخت ووژل شول. عدی او قصي د عراق له اشغال وروسته د امريکايي ځواکونو له خوا ووژل شول او درې لوڼې يې له مور سره اردن ته کډوالې شوې.[۸] صدام همدارنګ «سميره شاه بندر» سره هم واده وکړ او د دې واده په نتيجه کې د علي په نوم يو زوى پيدا شو.[۹]

صدام او د بعث ګوند

اصلي مقاله: د عراق بعث ګوند

صدام په ځوانۍ کې د عراق د بعث ګوند سره یو ځای شو.[۱۰] د بعث ګوند په سوریه کې د ۱۹۴۷ کال د اپریل په ۷ نیټه د سوریې د میشل عفلق [یادښت ۱] او صلاح الدین بیطار له خوا د عرب ملتپالنې په شعار سره جوړ شو او د عراق په ګډون د عربو هېوادونو ځوانان یې جذب کړل.[۱۱]

د بعث ګوند، (په 1959کال د اکتوبر په 7) د عراق لومړي وزیر عبدالکریم قاسم د وژلو پریکړه وکړه  او صدام یو له هغو کسانو څخه و چې د دې لپاره غوره شوی و. دا وژنه ناکامه شوه او په ترڅ کې یې صدام ټپي شو او سوریې او بیا مصر ته وتښتید. د هغه په ​​غیاب کې هغه په اعدام محکوم شو.[۱۲] بالاخره په ۱۹۶۳ کال کې بغداد ته راستون شو.[۱۳] صدام په ۱۹۶۴ کال کې د عبدالسلام عارف پر ضد د بعث ګوند له ناکامې کودتا وروسته زنداني شو. او په ۱۹۶۶ کې له زندانه په تښتیدو کې بریالی شو او خپل پټ ژوند یې پیل کړ.[۱۴]

په پای کې د احمد حسن البکر په مشرۍ د بعث ګوند په ۱۹۶۸ کال کې کودتا وکړه او واک یې په لاس کې واخیست.[۱۵] صدام له ۱۹۶۸ کال څخه د البکر د مرستیال په توګه وټاکل شو.[۱۶] په 1979 کال کې البکر د صدام حسین له خوا استعفا ته مجبور شو او صدام حسین د ولسمشر، د وسله والو ځواکونو عمومي قوماندان او د بعث ګوند عمومي منشي وټاکل شو.[۱۷] د عراق د تیلو صنعت ملي کیدل د احمد حسن البکر په زمانه کې چې صدام د لومړي مرستیال په توګه و، ترسره شول.[۱۸]

د نژاد او دین رول

صدام په عربي جامو کې

د بعث ګوند او صدام حسین د ځان لپاره درې اساسي شعارونه درلودل: یووالي، ازادي او سوسیالیزم.[۱۹] د بعثیانو تر منځ توکم پالنې او ملتپالنې هم خورا مهم رول درلود. له همدې امله څېړونکي په دې اند دي، چې په حقیقت کې د عراق واکمنان د دين او مذهب په فکر کې نه وو او د عراق په قانوني، حقوقي او حکومتي جوړښت کې هم دين او ديني علماوو ډېر ځای نه درلود.[۲۰]

د سوسیالیست بعث ګوند واک ته له رسیدو مخکې د مذهب ستاینه او احترام کاوه، خو واک ته له رسیدو وروسته د دین خلاف شو.[۲۱]

دغه ګوند اسلام د يو مذهب او عربي غورځنګ په توګه ګڼه، چې موخه يې د عربيزم تجديد او بشپړتیا وه.[۲۲] صدام د سني مذهب له پيروانو څخه و[۲۳] او که څه هم هغه هڅه کوله چې ځان مذهبي وښيي،[۲۴] خو باوري چې له دینه وتلی پراخ فکر باید ولرو چې د انقلاب د پرمختګ لارې ته مخه کړو[۲۵] صدام د ملي پالني د انسجام لپاره باوري چې حکومت نباید یو اسلامی مذهب دود کړي.[۲۶]

صدام په دې باور وو چې د بعث ګوند فلسفه یوه دنیاوي فلسفه ده نه دیني. په هرصورت، په سطحه، خو په ظاهر کې به یې څرګندوله چې ګوند باید د خلکو مذهبي عقیدې رد نه کړي.[۲۷]

د نجف د مدرسې د مشر سید محسن حکیم له مړینې وروسته صدام د دغې مدرسې د کمزوری کولو او له منځه وړلو لپاره ډېرې هڅې وکړې.[۲۸] امام خمیني په دې باور وو چې صدام حسین په ظاهره یو څه ځان ښکاره کوي خو په اصل کې د اسلام او د نجف د مدرسې د تباه کولو هڅه کوي.[۲۹]

سيد محسن حکيم چې په خپل وخت کې د شيعو ستر مرجع و، د صدام په ګډون د بعث ګوند مشران مشرکان وګڼل.[۳۰] امام خمینی هم دې فتوا ته اشاره وکړه.[۳۱]

د مذهبي مراسمو منع کول

«دا واکمن (صدام) چې په زور سره پر خلکو واکمني کوي او د هغوي له خپلو لومړنیو حقونو او ازادۍ څخه چې د مذهبي مراسمو ترسره کول دي، منع کوي، دا ممکنه نه ده چې دوام ومومي. په زور او ځواک په خلکو واکمني تل نه ده ممکنه.[۳۲]»

په عراق کې د بعث ګوند د واک تر لاسه کولو وروسته د شیعه مذهبي مراسم تل ستونزو او جګړو سره مخ وو.[۳۳] په ۱۹۷۷ کال کې کله چې حسن البکر صدر او صدام حسین لومړۍ مرستیال و، د عراق حکومت داسې حکمونه صادر کړل چې د بعث ګوند د حکومت تر پای پورې پاتې شوو. په دغو حکمونو کې کله کله د حسیني مراسمو محدودیتونه او ځینې وختونه منع وه او کربلا ته د هر ډول لاریون او پیاده تګ او موکب لګولو منعه وه. همدارنګه د امام حسین(ع) د ماتم د مجلس ترسره کول هم ډیر محدود وو او یوازې په ځینو شرایطو کې به ورته اجازه ورکول کیده.[۳۴]

د دغو مراسمو په ترسره کولو کې د شیعه ګانو د اصرار په وړاندې د حکومت مخالفت د شخړو او پاڅونونو لامل شو، چې تر ټولو مهم یې په ۱۹۷۷ کال کې د صفرې د میاشتې انتفاضه وه.[۳۵]

د ایرانیانو شړل

اصلي مقاله: معاودین

د حسن البکر په مشرۍ او د صدام حسین د لومړي مرستیال په وخت کې د بعث حکومت د خپلو عربي سیاستونو په تعقیب، په عراق کې د ایرانیانو فعالیت محدود کړل او سخت قوانین یې ورته تصویب کړل[۳۶] د 1350 لمریز کال په ژمي کې یې په عراق کې د میشتو ایرانیانو ګڼ شمېر کسان وباسل چې په دغو کسانو کې زیاتره ایراني محصلین او دیني عالمان وو. په ۱۳۵۴ کال کې د ایرانیانو یوه بله ډله هم وشړل.[۳۷]

د ۱۳۵۹ لمریز(۱۹۸۰م) کال په شاوخوا کې د ایراني الاصله عراقیانو د شړلو لړۍ روانه وه.[۳۸] د دې ډلې زیاتره کسان بډایه او سوداګر وو او د هغوی له شړلو وروسته د عراق حکومت د هغوی شتمنۍ ضبط کړې او له دې لارې یې له درې میلیاردو ډالرو څخه زیاتې شتمنۍ ترلاسه کړې.[۳۹]

ځینو معاصرو څیړونکو د عراق د حکومت دا ډول چلند د هغو لږکیو لپاره یو له خورا ظالمانه چلند څخه ګڼلی دی چې په عراق کې کلونه او کله څو نسلونه پاتې شوي او هلته یې په پرمختګ کې مهم رول لوبولی دی.[۴۰]

صدام او فلسطین

صدام په عربي نسل باندې ټینګار درلود له همدې سببه یې د فلسطین د آزادۍ مسله ډیره پورته کوله.[۴۱] هغه په ​​دې باور و چې فلسطین یو عربي هېواد او د مسلمانانو لومړی قبله او د مسلمانانو دریم مقدس ځای دی.[۴۲] صدام دا دعوا کوله چې تر څو چې قدس د صهیونیسټانو په لاس کې وي، نو څوک د مومن شونې ادعا کولی شي او ډاډه دې وسي چې د هغه لمونځ به د خدای په نزد قبول نه وي.[۴۳] د کویت د جګړې په منځ کې، کله چې د امریکا ایتلاف صدام د کویت پریښودو ته اړ کړ صدام په لسګونو توغندي په اسرایلو وویشتل چې په عربي نړۍ کې یې د یو شمیر خلکو لخوا ستاینه وشوه.[۴۴] یو شمیر کارپوهان په دې باور دي چې له دې کاره د صدام غرض دا و چې د عربي هیوادونو اسرائیل سره له نفرته کار واخلي او په دې طریقه د ځان لپاره لاره هواره کړي او عربي هیوادونه د امریکې د ائتلاف د جنګ پر ضد له ځان سره کړي.[۴۵] صدام همدارنګ ژمنه کړې چې نیم اسراییل به وسوځوي. البته ځینو بیا د صدام په غندنه کې ویلي دي چې هغه ژمنه کړې چې نیم اسراییل به سوځوي خو هغه اربیل ته اور واچاوه. د اسراییلو د ویجاړولو ژمنه یې وکړه؛ خو کویت ته یې لاس واچوه.[۴۶] صدام همدارنګ په ۱۳۶۱ کال کې د قدس په نړیواله ورځ د همدان د خلکو د اسرائیلو په خلاف لاریون باندې برید وکړ او 80 کسان په کې ووژل شول.[۴۷]

پاڅونونه او وژنې

د صدام د واکمنۍ پر مهال عراق د پراخو وژنو شاهد و. د نیویارک ټایمز مجلې صدام د دې پېړۍ تر ټولو بې رحمه کس  ګڼلی دی.[۴۸] صدام د سید محمد باقر صدر او د هغه خور بنت الهدی ونیول او اعدام یې کړل.[۴۹] صدام همدارنګ د حزب الدعوه د کسانو د وژلو لپاره ډیرې هڅې وکړې.[۵۰]

په کیمیاوي بمونو وژنې

په حلبچه کې کیمیاوي برید

د عراق حکومت د ایران او عراق پر پوځي او غیر پوځي اهدافو کیمیاوي بمونه وکارول. د عراق پوځ د عراق د حلبچه ښار او د ایران د زرده کلي په ګډون په غیر نظامي اهدافو باندې عصبي ګیس وکاروه. همدارنګ یې په ​​مریوان، سردشت او څو کلیو کې د خردل ګیس(mustard gas) هم کارولی دی.[۵۱]

د بعث رژيم همدارنګ په پوځي شخړو کې کيمياوي بمونه کارول او د بدر، خيبر، والفجر ۸ او د فاو سيمې یې په کیمیایي بمونو سره په نښه کړې.[۵۲]

عراق په ۱۳۶۲ کال کې د ایران او عراق د جګړې په ترڅ کې په جدي توګه خپل کیمیاوي بریدونه پیل کړل[۵۳] او دغه بریدونو تر ۱۳۶۷ کاله د جګړې تر پای ته رسیدو پورې دوام درلود.[۵۴] د عراق د پوځ په کیمیایي بریدونو کې تقریبا یو لاک کسان فوځیان او عام خلک شهیدان او ټپیان شول.[۵۵]

د عراق حکومت د پولې په اوږدو کې په ښارونو او کلیو باندې د کیمیاوي بریدونو د حکم سربیره، په ایراني چارواکو باندې د فشار د زیاتولو لپاره د رواني عملیاتو په پیل کولو سره د لویو ښارونه او د ولایت د مرکزونو په کیمیاوي توغندیو سره د بمبارولو او بارانولو ګواښ ورکړ؛ یو داسې ګواښ چې د څیړونکو په وینا، له توقع څخه لرې نه و او د ایران لخوا د 598 پریکړه لیک په منلو کې اغیزمن و.[۵۶]

د صفرې د میاشتې انتفاضه

اصلي مقاله: د عراق د صفرې د میاشتې انتفاضه

د بعث ګوند د مذهبي مراسمو ترسره کول هم محدود کړل او کربلا ته یې هر ډول پیاده تګ او موکب منع شول.[۵۷] خو د نجف خلک د ۱۳۹۸ هجري لمریز کال (چې 1977 سره سمون خوري) د صفرې په ۱۵ نیټه د اربعین د پلي تګ لپاره تیار شو.[۵۸] د ۳۰ زره کسانو کاروان د کربلا په لور روان شو. له پیله دغه حرکت د حکومت له غبرګون سره مخ شو او یو شمېر کسان په کې شهیدان شول. په پای کې له نجف څخه کربلا ته په لاره کې پوځونو برید وکړ او په زرګونو کسان یې ونیول.[۵۹] ځینې یې شهیدان شول او ځینې یې په اعدام او ځنې یې په عمر قید محکوم شول.[۶۰] سید محمد باقر صدر او سید محمد باقر حکیم په دې انتفاضه کې رول درلود.[۶۱] امام خمیني هم دغه ولسي پاڅون تایید کړ.[۶۲]

د دجیل قتل عام

اصلي مقاله: د دجیل قتل عام

دجیل د عراق له هغو ښارونو څخه دی چې شیعه اکثریت لري[۶۳] د ۱۴۰۲ هجري قمري کال د روژې په میاشت کې صدام دجیل ښار ته لاړ. د صدام له راتګ وروسته د حزب الدعوه ځینو غړو د صدام د وژلو هڅه وکړه. دا وژنه ناکامه وه. له هغه وروسته ګڼو بعثي ځواکونو د عراق د هوايي ځواکونو په ملاتړ پر دغه ښار برید وکړ. په سلګونو نارینه، ښځې او ماشومان ونیول شول. ډېر خلک تر شکنجو لاندې ووژل شول او ډېر په اعدام محکوم او اعدام شول.[۶۴] په دې ډله ییزه وژنه کې ۱۴۸ کسان ووژل شول[۶۵] چې یو شمېر یې ښځې او ماشومان وو.[۶۶] تر یو لاک هکټره زیاته د کروندې ځمکې د دولت له خوا ویجاړې شوې.[۶۷]

په ۲۰۰۶م کال کې صدام حسین د دجیل د وژلو په تور په اعدام محکوم شو او اعدام شو.[۶۸]

د عراق شعبانیه انتفاضه

اصلي مقاله: د عراق شعبانیه انتفاضه

د کویت په جګړه کې له ماتي وروسته د عراق خلک د بعثي حکومت او صدام حسین پر ضد راپاڅېدل. دغه پاڅون په 1411 هـ ق کال د شعبان په میاشتې کې وشو چې د 1369 لمریز کال او 1991 میلادي کال سره سمون خوري.[۶۹]

له ایران سره اته کلنه جګړه، د کویټ په جګړه کې بشپړه ناکامي، خراب اقتصادي وضعیت او د ګڼو اقتصادي او فلاحي بنسټونو ویجاړول د دې لامل شول چې د عراق خلک د صدام پر ضد راپورته شي. دغه پاڅون له بصرې څخه پيل شو او ډېر زر ټولو ولایتونو ته ورسید.[۷۰] د عراق له اتلسو ولايتونو څخه ١٤ يې د لاريون کوونکو لاس ته ولوېدل.[۷۱] دا انتفاضه 15 ورځې اوږده شوه.[۷۲] د عراق پوځیانو د خلکو ځپل شورو کړل او په زرګونو خلک ووژل شول او تقریبا دوه ملیونه خلک بې کوره شول.[۷۳] د امام علي(ع) او امام حسین(ع) حرمونو ته زیان ورسید او تر شپږو میاشتو د زیارتونو دروازې بندې وې.[۷۴] د عراق بعثي فوځیانو په کربلا او نجف کې په لسګونو جوماتونه او دیني مدرسې او امام باړې ویجاړې کړې.[۷۵]

جنګونه

عراق د صدام په وخت کې او د هغه په ​​امر سره ځینې جنګونه پیل کړل:

د ایران او عراق جګړه

اصلي مقاله: د ایران او عراق جګړه

عراقي پوځ د صدام حسین په امر د ۱۳۵۹ کال د وږي د میاشتېز پر ۳۱ د ایران پر ضد هر اړخیز برید پیل کړ.[۷۶] صدام په دې جنګ کې ځینې غرضونو پسې وو:

  • عراق غوښتل چې د الجزایر تړون لغوه کړي او اروند رود له عراق سره یوځای کړي. له بلې خوا، ځینې په دې باور دي چې د خرمشهر او د خوزستان د ځینو برخو له نیولو وروسته د عراقي د پوځ فعالیت دا وښوده چې دوي هڅه کوي خوزستان له عراق سره یوځای کړي.[۷۷]
  • ځینو ویلي دي چې د عراقي چارواکو کړنو او ویناوو ته په کتو سره ویلای شو چې صدام غوښتل د اسلامي جمهوریت نوی حکومت نسکور کړي او ایران وویشي.[۷۸]
  • صدام اعلان وکړ چې ایران باید د «تنب بزرگ»، «تنب کوچک» و «ابوموسی» درې ټاپوګان (جزیرې) پریږدي.[۷۹]

دې جګړې ۲۸۸۸ ورځې دوام وکړ او د پېړۍ له سترو جګړو څخه یوه جوړه شوه.[۸۰] دواړه خواوو ته د جنګ زیانونه ډېر زیات وو؛ د دواړو هیوادونو د ملیونونو خلکو لپاره ژوند خورا ستونزمن شو، دا جنګ د زیربناوو او تولیدي تاسیساتو د ویجاړیدو لامل شو، د سرحدي ښارګوټو او کلیو د استوګنې سیمو د ویجاړیدو او خالي کیدو لامل شو او د کلتوري میراثونو او طبیعي پانګو او داسې نورو... د خرابیدو سبب شو.[۸۱]

دواړو هېوادونو ایران او عراق په دې جګړه کې ۲۰۰ میلیارده ډالر ولګول او دواړو خواوو ته شاوخوا ۱۵۰۰ میلیارده ډالره زیان واوښته. ایران شاوخوا 188,000 شهیدان، 519,000  ټپیان او 42,000 اسیران ورکړل.[۸۲] له عراق څخه شاوخوا 200,000 کسان ووژل شول، د دې درې چنده ټپیان شول او شاوخوا 60,000 کسان ونیول شول.[۸۳]

صدام له نیول کیدو وروسته

د عراق او کویت جګړه

د 1369 کال د زمري د میاشتې په 11 نیټه د عراق پوځ د کویت سره خپله پوله وتړله او په دریو ساعتونو کې یې قبضه وکړه.[۸۴] عراق لږ وخت وروسته کویت د خپل نولسم ولایت په توګه اعلان کړ.[۸۵] د دې نیولو لپاره ډیر لاملونه بیان شوي دي لکه: د عراق او کویت ترمنځ شخړې، له ایران سره په اته کلنه جګړه کې د عراق سیاسي، پوځي او ستراتیژیکې ناکامۍ، له ایران سره د جګړې له امله درانه پورونه.[۸۶]

د امریکا په مشرۍ متحدینو یې د ۱۳۶۹ کال د مرغومي په ۲۷ مه له کویت څخه د عراق د ایستلو لپاره پر هغوی برید وکړ. دا برید د پراخو هوايي او توغندیو په بمبارۍ سره ترسره شو.[۸۷] له ۳۸ ورځو هوايي او توغندیز بریدونو او د ګڼو عراقي پوځي او اقتصادي ځایونو له ویجاړولو وروسته، متحدو ځواکونو په پای کې ځمکنی برید شورو کړ او په څلورو ورځو کې د عراق پوځ ته په ماتې ورکولو کې بریالي شو. او له کویته یې وویستل.[۸۸]

د دې جګړې په ترڅ کې عراقي پوځ د ۳۹ توغندیو په ویشتلو سره ۱۷ ځله پر اسرائیلو برید وکړ.[۸۹]

پر عراق د امریکې یرغل

په نیویارک ښار کې د سپټمبر د یوولسمې له بریدونو وروسته، امریکایانو په دې بریدونو کې د صدام د رول، د عراق د بعث له رژیم سره د القاعدې د نږدې اړیکو او د ډله ییزو وسلو د شتون او د ډله ډله خلکو د وژلو په خاطر په عراق باندې د برید لپاره عامه افکار چمتو کړل.[۹۰] بالاخره امریکا د خپلو متحدینو سره په ۲۰۰۳ کال (د ۱۳۸۱کال د کب په ۲۹نیټه) کې پر عراق برید وکړ.[۹۱] او په هغه ځای باندې په خپله قابض شوو.[۹۲]

نیول او اعدامول

د صدام اعدام

د ۲۰۰۳ کال په دسمبر کې(1382 کال د مرغومي په میاشت کې) امریکايي ځواکونو اعلان وکړ چې صدام حسین یې تکریت ته څېرمه په یوه فارم کې نیولی دی.[۹۳]

د صدام محاکمه په 2005 کې ترسره شوه، او د څو غونډو د دجیل د وژلو په اړه وروسته،[۹۴] صدام د دجیل په سیمه کې د 148 کسانو د وژلو په تور په اعدام محکوم شو،[۹۵] هغه د غټ اختر په ورځ د 2006 کال د دسمبر د میاشتې په 30 (1385 کال د مرغومي په 9)[۹۶] د کاظمین ښار په یوه کیمپ کې چې له دې مخکې په کې سید محمد باقر صدر اعدام شوې و اعدام شو.[۹۷]

فوټ نوټ

  1. المرسومی، دراسات فی فکر القائد صدام حسین، ۲۰۰۰م، ص۱۴.
  2. "Ṣaddām Ḥusayn‌", bibliothèque nationale de france؛ «تبدیل تاریخ از قمری به شمسی»، باحساب.
  3. ویلی، نهضت اسلامی شیعیان عراق، ۱۳۷۳ش، ص۶۹.
  4. خضر، اعدام رئیس بدایة و نهایة صدام حسین، ۲۰۰۷م، ص۷۰.
  5. ویلی، نهضت اسلامی شیعیان عراق، ۱۳۷۳ش، ص۶۹.
  6. تبرائیان، انتفاضه شعبانیه،‌۱۳۹۱ش، ص۷۶.
  7. تبرائیان، انتفاضه شعبانیه،‌۱۳۹۱ش، ص۷۸.
  8. صدام از تولد تا چوبه دار، سایت روزنامه ایران.
  9. «حیاة صدام حسین فی سطور»
  10. ویلی، نهضت اسلامی شیعیان عراق، ۱۳۷۳ش، ص۷۰.
  11. صدام از تولد تا چوبه دار، سایت روزنامه ایران.
  12. مار، تاریخ نوین عراق، ۱۳۸۰ش، ص۳۲۹.
  13. صدام از تولد تا چوبه دار، سایت روزنامه ایران.
  14. صدام از تولد تا چوبه دار، سایت روزنامه ایران.
  15. ویلی، نهضت اسلامی شیعیان عراق، ۱۳۷۳ش، ص۷۰.
  16. صدام از تولد تا چوبه دار، سایت روزنامه ایران.
  17. تبرائیان، انتفاضه شعبانیه،‌۱۳۹۱ش، ص۷۶.
  18. «حیاة صدام حسین فی سطور»
  19. العباسی، صفحات سوداء من بعث العراق،‌ ۱۳۶۱ش، ص ۴۹.
  20. افشون، «دین و علمانیت در ساختار حقوقی - حاکمیتی عراق»، ص۴۸
  21. فولادزاده،‌ایدئولوژی حزب سوسیالیست بعث عراق، ۱۴۱۰ق، ص۲۶.
  22. اردستانی، «صدام و حزب بعث؛ ماهیت و کنش»، ۱۳۹۰ش، ص۴۰.
  23. «حقایقی ناگفته از دیکتاتور سابق عراق»
  24. اردستانی، «صدام و حزب بعث؛ ماهیت و کنش»، ۱۳۹۰ش، ص۴۰.
  25. فولادزاده،‌ایدئولوژی حزب سوسیالیست بعث عراق، ۱۴۱۰ق، ص۲۹.
  26. فولادزاده،‌ایدئولوژی حزب سوسیالیست بعث عراق، ۱۴۱۰ق، ص۳۰.
  27. عاشور، الدین و التراث فی فکر الرئیس القائد صدام حسین،‌۱۹۸۸م، ص۱۸۶.
  28. الطالقانی، «دراسة حول انتفاضة صفر المجیدة عام ۱۹۷۷ میلادیة»، براثانیوز.
  29. مرکز تنظیم و نشر آثار امام خمینی، صحیفه امام، ۱۳۷۸ش، ج۱۲، ص۲۳۳.
  30. مرکز تنظیم و نشر آثار امام خمینی، صحیفه امام، ۱۳۷۸ش، ج۱۲، ص۲۴۴.
  31. مرکز تنظیم و نشر آثار امام خمینی، صحیفه امام، ۱۳۷۸ش، ج۱۲، ص۲۴۴.
  32. کاظم،‌ ارقام و آراء حول نظام البعث فی العراق،‌ ۱۹۸۲م، ص۲۶۶.
  33. المؤمن، سنوات الجمر، ۲۰۰۴م، ص ۱۶۴.
  34. کاظم، ارقام و آراء حول نظام البعث فی العراق، ۱۹۸۲م، ص۱۵۸.
  35. مظاهری، فرهنگ سوگ شیعی، ۱۳۹۵ش، ص۱۰۱-۱۰۲.
  36. پهلوان، «تحرکات جمعیتی در منطقه»، ص۱۴۷.
  37. جعفریان، «تشیع در عراق و مناسبات با ایران»، ص۲۰۳.
  38. المؤمن، سنوات الجمر، ۲۰۰۴م، ص۲۷۲.
  39. المؤمن، سنوات الجمر، ۲۰۰۴م، ص۲۷۸.
  40. جعفریان، «تشیع در عراق و مناسبات با ایران»، ص۲۰۴.
  41. المرسومی، دراسات فی فکر القائد صدام حسین، ۲۰۰۰م، ص۱۹۰.
  42. المرسومی، دراسات فی فکر القائد صدام حسین، ۲۰۰۰م، ص۱۹۲.
  43. المرسومی، دراسات فی فکر القائد صدام حسین، ۲۰۰۰م، ص۱۹۲.
  44. العانی، «قبل ۳۰ عاماً.. العراق يقصف إسرائيل ردّاً على عاصفة الصحراء».
  45. العانی، «قبل ۳۰ عاماً.. العراق يقصف إسرائيل ردّاً على عاصفة الصحراء».
  46. خضر، اعدام رئیس بدایة و نهایة صدام حسین، ۲۰۰۷م، ص۶۰.
  47. گروه تاریخ انقلاب خبرگزاری تسنیم، «بررسی یک ادعای تاریخی؛ آیا صدام ضداسرائیلی بود؟».
  48. MacFARQUHAR, Saddam Hussein.
  49. نعمانی، آیت الله العظمی شهید سیدمحمدباقر صدر، ۱۳۸۸ش، ص۵۶۰.
  50. ویلی، نهضت اسلامی شیعیان عراق، ۱۳۷۳ش، ص۸۸.
  51. «خسارات و تلفات ۸ سال جنگ (بخش اول: عراق)»، سایت دفاع مقدس.
  52. یکتا، «کاربرد سلاحهای شیمیایی در جنگ ایران و عراق»، پرتال جامع علوم انسانی.
  53. عملیات خیبر؛ آغاز استفاده تاکتیکی رژیم عراق از جنگ‌افزارهای شیمیایی، سایت دفاع مقدس.
  54. آخرین جنایت شیمیایی عراق در مناطق غیرنظامی ایران، سایت دفاع مقدس.
  55. «خسارات و تلفات ۸ سال جنگ (بخش اول: عراق)»، سایت دفاع مقدس.
  56. «حمله شیمیایی عراق به ایران و مهمترین قطعنامه سازمان ملل»، خبرگزای ایسنا.
  57. المؤمن، سنوات الجمر، ۲۰۰۴م، ص۱۶۵.
  58. الأسدی، موجز تاریخ العراق السیاسی الحدیث، ۲۰۰۱م، ص۱۰۱.
  59. ویلی،‌ نهضت اسلامی شیعیان عراق،‌ ۱۳۷۳ش، ص۸۱.
  60. الأسدی، موجز تاریخ العراق السیاسی الحدیث، ۲۰۰۱م، ص۱۰۳.
  61. المؤمن، سنوات الجمر، ۲۰۰۴م، ص۱۶۹.
  62. المؤمن، سنوات الجمر، ۲۰۰۴م، ص۱۷۰.
  63. «صدام یتحدث عن قضیة الدجیل التی أعدم بسببها».
  64. «مذبحة الدجیل»، سایت تراثیات.
  65. الأسدی، موجر تاریخ العراق السیاسی الحدیث، ۲۰۰۱م، ص۱۷۳.
  66. «صدام یتحدث عن قضیة الدجیل التی أعدم بسببها»، سایت مغرس.
  67. «مذبحة الدجیل»، سایت تراثیات.
  68. خضر، اعدام رئیس بدایة و نهایة صدام حسین، ۲۰۰۷م، ص۳۱۷.
  69. تبرائیان، انتفاضه شعبانیه،‌۱۳۹۱ش، ص۲۲۳.
  70. الاسدی، موجز تاریخ العراق السیاسی الحدیث، ۲۰۰۱م، ص۲۰۰.
  71. تبرائیان، انتفاضه شعبانیه،‌۱۳۹۱ش، ص۲۳۰.
  72. آل‌طعمه، الانتفاضه الشعبانیه فی کربلاء، ۱۴۳۳ق، ص۱۷.
  73. «ماجرای انتفاضه شعبانیه چیست؟»، سایت خبری فردا.
  74. آل‌طعمه، الانتفاضه الشعبانیه فی کربلاء، ۱۴۳۳ق، ص۴۷.
  75. آل‌طعمه، الانتفاضه الشعبانیه فی کربلاء، ۱۴۳۳ق، ص۱۴۹-۱۵۶.
  76. «۸ «سال جنگ تحمیلی علیه ایران چگونه آغاز شد؟»، خبرگزاری تسنیم.
  77. «آمده بودند بمانند...»، خبرگزاری ایسنا.
  78. جعفری، اطلس نبردهای ماندگار، ۱۳۸۹ش، ص۱۴.
  79. «حیاة صدام حسین فی سطور»
  80. «خسارات و تلفات ۸ سال جنگ (بخش دوم: ایران)»، سایت دفاع مقدس.
  81. «خسارات و تلفات ۸ سال جنگ (بخش دوم: ایران)»، سایت دفاع مقدس.
  82. «خسارات و تلفات ۸ سال جنگ (بخش دوم: ایران)»، سایت دفاع مقدس.
  83. «خسارات و تلفات ۸ سال جنگ (بخش اول: عراق)»، سایت دفاع مقدس.
  84. تبرائیان، انتفاضه شعبانیه، ۱۳۹۱ش، ص۱۵۷.
  85. تبرائیان، انتفاضه شعبانیه، ۱۳۹۱ش، ص۱۶۰-۱۶۱.
  86. کریمی، «جنگ عراق و کویت»، ج۱۱، ص۱۴۰.
  87. تبرائیان، انتفاضه شعبانیه، ۱۳۹۱ش، ص۱۸۳.
  88. کریمی، «جنگ عراق و کویت»، ج۱۱، ص۱۴۰.
  89. تبرائیان، انتفاضه شعبانیه، ۱۳۹۱ش، ص۱۸۷.
  90. امینی، «رسانه‌ها و عملیات روانی؛ نبرد نیروهای ائتلاف بر ضد عراق (مارس ۲۰۰۳)»، ص۱۵۱.
  91. حائری، روزشمار شمسی، ۱۳۸۶ش، ص۸۹۴.
  92. «حیاة صدام حسین فی سطور»
  93. خضر، إعدام رئیس، یدایة و نهایة صدام حسین، ۲۰۰۷م، ص۳۱۴؛ «تبدیل تاریخ از میلادی به شمسی»، باحساب.
  94. «حیاة صدام حسین فی سطور»
  95. خضر، اعدام رئیس بدایة و نهایة صدام حسین، ۲۰۰۷م، ص۳۱۷.
  96. خضر، اعدام رئیس بدایة و نهایة صدام حسین، ۲۰۰۷م، ص۳۱۸؛ «تبدیل تاریخ از میلادی به شمسی»، باحساب.
  97. تقدسی، «گفت و گوی «ایران» با منیر حداد قاضی دادگاه صدام: ناگفته‌های اعدام دیكتاتور»، سایت روزنامه ایران.

سرچينې

  • "Ṣaddām Ḥusayn‌", bibliothèque nationale de france, تاریخ بازدید: ۲۹ بهمن ۱۴۰۰ش.