اشعث بن قیس ته د امام علي(ع) لیک

د wikishia لخوا

اَشْعَث بن قیس ته د امام علي(ع) لیک د نهج البلاغه له هغه لیکونو څخه دی چې په هغه کې امام علي(ع) د عثمان د مړینې او د طلحه او زبیر د بیعت ماتولو په څیر پیښو یادولو سره د آذربایجان له استازي اشعث بن قیس څخه غواړي چې له هغه سره بیعت وکړي.[۱] امام علي د لیک په پای کې اشعث ته د بیت المال د ساتنې په اړه خبرداری ورکړی دی.[۲] د نهج البلاغه په ​​شرحه کې د آیت الله ناصر مکارم شيرازي له قوله، د دې ليک اصلي موضوع په اسلامي حکومت کې منصب او کرسۍ د خداى امانت دى او بايد د شخصي ګټو او د خلکو د ظلم لپاره ونه کارول شي.[۳] امام دغه لیک په ۳۶ هجري قمري کال کښې د جمل له جنګه وروسته لیکلی[۴] او د زياد بن مرحب همداني له لارې يې اشعث ته رسولی دی.[۵]

ابن اَعثَم کوفي (وفات: ۳۲۰ هـ ق) مورخ، په الفتوح او نصر بن مزاحم (دوهمه هجري قمري) په وقعة صفین کتاب کې د دې لیک متن په لږ توپیر سره نقل کړی دی.[۶] سید رضی په نهج البلاغه کې د دې لیک یوازې اخرنۍ جملې راخستي دي.[۷] دا لیک د نهج البلاغې پينځم لیک دی چې د صبحي صالح، فیض الاسلام، ابن میثم او نور تصحیح کوونکو راخستی دی.[۸]

اَشْعث بن قَیس کِندي(وفات: ۴۰ق) له هغو کسانو څخه و چې د اذربایجان په فتحه کې یې برخه اخیستې وه او د عثمان بن عَفّان لخوا په 25 هجري قمري کې د اذربایجان د والي په توګه ټاکل شوی و.[۹] د تاریخ پوهانو په وینا، اشعث د عثمان په اجازې هر کال د اذربایجان د خلکو له خراج څخه 1000 درهم ځانته اخستل.[۱۰] امام علي(ع) د خپلې واکمنۍ په لومړيو کې هغه له دې مقامه عزل نه کړ.[۱۱]

د تاریخي روایتونو له مخې، کله چې هغه خپلو ملګرو ته د امام لیک ولوست، نو هغوي هغه وهڅول چې له امام علي(ع) سره بیعت وکړي؛ خو ويې ويل چې که علي(ع) ته لاړ شي نو د اذربايجان مال به ترې واخلي او که معاويه ته لاړ شي نو هیڅ به ترې ونه خلي.[۱۲] د دې نقل له مخې اشعث د خپلو ملګرو په غندنې سره په دې خپله خبره پښیمانه شو.[۱۳] او د مورخینو په وینا اشعث د کوفې په لور حرکت وکړ، امام له هغه څخه د آذربایجان ملکیت بیرته واخیست او هغه یې عزل کړ.[۱۴]

د لیک متن د وقعة صفين کتاب سره سم

متن ژباړه
أَمَّا بَعْدُ فَلَوْ لَا هَنَاتٌ كُنَّ فِيكَ كُنْتَ الْمُقَدَّمَ فِي هَذَا الْأَمْرِ قَبْلَ النَّاسِ وَ لَعَلَّ أَمْرَكَ يَحْمِلُ بَعْضُهُ بَعْضاً إِنِ اتَّقَيْتَ اللَّهَ ثُمَّ إِنَّهُ كَانَ مِنْ بَيْعَةِ النَّاسِ إِيَّايَ مَا قَدْ بَلَغَكَ وَ كَانَ طَلْحَةُ وَ الزُّبَيْرُ مِمَّنْ بَايَعَانِي ثُمَّ نَقَضَا بَيْعَتِي عَلَى غَيْرِ حَدَثٍ وَ أَخْرَجَا أُمَّ الْمُؤْمِنِينَ وَ سَارَا إِلَى الْبَصْرَةِ فَسِرْتُ إِلَيْهِمَا فَالْتَقَيْنَا فَدَعَوْتُهُمْ إِلَى أَنْ يَرْجِعُوا فِيمَا خَرَجُوا مِنْهُ فَأَبَوْا فَأَبْلَغْتُ فِي الدُّعَاءِ وَ أَحْسَنْتُ فِي الْبَقِيَّةِ وَ إِنَّ عَمَلَكَ لَيْسَ لَكَ بِطُعْمَةٍ وَ لَكِنَّهُ أَمَانَةٌ وَ فِي يَدَيْكَ‌ مَالٌ مِنْ مَالِ اللَّهِ وَ أَنْتَ مِنْ خُزَّانِ اللَّهِ عَلَيْهِ حَتَّى تُسَلِّمَهُ إِلَيَّ وَ لَعَلِّي أَلَّا أَكُونَ شَرَّ وُلَاتِكَ لَكَ إِنِ اسْتَقَمْتَ وَ لا قُوَّةَ إِلَّا بِاللَّهِ‌.[۱۵]

فوټ نوټ

  1. ابن‌اعثم، الفتوح، ۱۴۱۱ق، ج۲، ص۵۰۳؛
  2. ابن‌اعثم، الفتوح، ۱۴۱۱ق، ج۲، ص ۵۰۳؛ ابن‌مزاحم، وقعة صفین، ۱۴۰۴ق‌، ص۲۰.
  3. مكارم شيرازى، پیام امام امیرالمؤمنین، ۱۳۸۶ش، ج۹، ص۶۷.
  4. آقازاده، «حکومت اشعث بن قیس در آذربایجان» ص۳۴.
  5. ابن‌اعثم، الفتوح، ۱۴۱۱ق، ج۲، ص۵۰۳.
  6. ابن‌اعثم، الفتوح، ۱۴۱۱ق، ج۲، ص۵۰۳؛ ابن‌مزاحم منقری، وقعة صفین، ۱۴۰۴ق‌، ص۲۰.
  7. نهج البلاغه، تصحیح صبحی صالح، نامۀ ۵، ص۳۶۶.
  8. نهج البلاغه، تصحیح صبحی صالح، نامۀ ۵، ص۳۶۶؛ نهج البلاغه، تصحیح و ترجمۀ فیض الاسلام، نامۀ ۵، ج۵، ص۳۸۹؛ ابن‌ابی‌الحدید، شرح نهج‌البلاغه، بی‌تا، ج۴، ص۳۳؛ ابن‌میثم، شرح نهج‌البلاغه، ۱۴۰۴ق، ج۴، ص۳۵۰؛ عبده، شرح نهج‌البلاغه، ۱۴۰۴ق، قاهره، ج۳، ص۷؛ مغنیه، في ظلال نهج البلاغة، ۱۹۷۹م، ج۳، ص۳۸۸.
  9. بلاذری، فتوح البلدان، ۱۹۵۷م، ج۲، ص۴۲۰.
  10. آقازاده، «حکومت اشعث بن قیس در آذربایجان» ص۳۰.
  11. یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، بی‌تا، ج۲، ص۲۰۰.
  12. ابن‌اعثم، الفتوح، ۱۴۱۱ق، ج۲، ص۵۰۳؛ ابن‌مزاحم، وقعة صفین، ۱۴۰۴ق‌، ص۲۱.
  13. ابن‌اعثم، الفتوح، ۱۴۱۱ق، ج۲، ص۵۰۴؛ ابن‌مزاحم منقری، وقعة صفین، ۱۴۰۴ق‌، ص۲۱.
  14. آقازاده، «حکومت اشعث بن قیس در آذربایجان» ص۳۸.
  15. ابن‌مزاحم منقري، وقعة صفين، ۱۴۰۴ق‌، ص۲۰

سرچينې

  • آقازاده، جعفر، «حکومت اشعث بن قیس در آذربایجان»، پژوهشنامه تاریخ های محلی ایران، دوره:۷، شماره:۱، ۱۳۹۷ش.
  • ابن‌ابی‌الحدید، عبد الحمید، شرح نهج البلاغة، قم، مکتبة آیةالله العظمی المرعشی النجفی، بی‌تا.
  • ابن‌اعثم کوفی، محمد بن علی، الفتوح، بیروت، دار الأضواء، ۱۴۱۱ق.
  • ابن‌مزاحم منقری، نصر، وقعة صفین، قم، مکتبة آیة الله المرعشی النجفی، ۱۴۰۴ق.
  • ابن‌میثم، میثم بن علی، شرح نهج البلاغه، تهران، دفتر نشر الکتاب.، ۱۴۰۴ق.
  • بلاذری، یحیی، فتوح البلدان، قاهره، مطبعة لجنة البیان العربی، ۱۹۵۷م.
  • سید رضی، محمد بن حسین، نهج البلاغه، تصحیح صبحی صالح، قم، هجرت، ۱۴۱۴ق.
  • عبده، محمد، شرح نهج البلاغة، قاهره، مطبعه الاستقامه، بی‌تا.
  • فیض‌الاسلام اصفهانی، علی‌نقی، ترجمه و شرح نهج البلاغه،بی‌جا، بی‌نا، ۱۳۶۸ش.
  • مغنیه، محمدجواد، فی ظلال نهج البلاغة، بیروت، دارالعلم للملایین، ۱۹۷۹م.
  • مکارم شیرازی، ناصر، پیام امام امیرالمؤمنین، تهران، دار الکتب الاسلامیه، ۱۳۸۶ش.
  • یعقوبی، احمد بن ابی‌یعقوب، تاریخ الیعقوبی، بیروت، دارصادر، بی‌تا.