اشعث بن قیس کندي

د wikishia لخوا

اَشْعَث بْن قَیس کِنْدي (وفات۴۰ هـ ق) کې د صفین په جګړه کې د امام علي علیه السلام د لښکر یو قومندان و چې د ابو موسی اشعري د حکمیت ملاتړ یې کاوه او له معاویة بن ابي سفیان سره یې د جګړې د دوام مخه ونیوله. اشعث د صفین د جګړې په بندولو کې رول ولوباوه او د منځګړیتوب په برخه کې یې د امام علی(ع) او عراقیانو په استازیتوب د عبدالله بن عباس د حکمیت سره یې مخالفت وکړ او ابو موسی اشعري ته یې وړاندیز وکړ. د نهروان له جګړې وروسته کله چې امام علي(ع) غوښتل له معاويه سره جګړه وکړي، اشعث له جګړې څخه د ستړي کېدو په پلمه له هغه سره مخالفت وکړ، چې د سپاهيانو حوصلې يې کمزورې کړې او د دې سبب شو چې امام علي(ع) له معاویه سره جګړه پریږدي.

د تاریخي راپورونو له مخې، اشعث د امام علي(ع) له شهادته خبر وو او د امام صادق(ع) د یوه روایت پر بنسټ هغه د امام په ​​شهادت کې ونډه هم درلوده. هغه د کِندَه د قبیلې مشر او په اذربایجان کې د عثمان بن عفان او امام علی(ع) استازی و.

محمد او قیس چې د امام حسین(ع) په شهادت کې یې رول درلود او د امام حسن(ع) میرمن جعده چې د معاویه په هڅونه يې امام حسن(ع) شهید کړ د اشعث بن قیس اولادونه دي.

ژوند

اشعث بن قیس د کنده له قبیلې څخه وو او د یمن د حضرموت اوسیدونکی و.[۱] ځینو مورخینو د هغه نوم مَعْدی‌کَرِب، او لقب یې اشعث چې د ګنځي شوي ویښتانو په معنې دی، او کنیت یې ابو محمد ښودلی دی.[۲] د هجرت په لسم کال[۳] د خپلو ځینو ملګرو سره مدینې ته رسول الله(ص) ته ولاړ او مسلمان شو.[۴] له همدې امله هغه د رسول الله(ص) له صحابه څخه ګڼل کېده او د هغه د ژوند تفصیل د صحابه په ژوند لیکنو کې هم راغلی دی.[۵] په سني منابعو کې د صحیح بخاري[۶] او صحیح مسلم په شمول داسې حدیثونه شته چې هغه له رسول الله(ص) څخه روایت کړي دي.[۷]

اشعث د پېغمبراکرم(ص) له وفاته وروسته له ابوبکر سره له بيعت کولو ډډه وکړه.[۸] ابوبکر يمن ته لښکر ولېږه چې اشعث ونيسي او مدينې ته يې راولي. له دې وروسته ابوبکر اشعث خوشې کړ او له خپلې خور ام فروه سره یې ورته واده وکړ.[۹]

د عمر بن خطاب د خلافت په وخت کې اشعث د یرموک په جګړه، د عراق فتح[۱۰] او د قادسیه په جګړه[۱۱] کې برخه واخیسته او په کوفه کې میشت شو،[۱۲] هغه همدارنګ په آذربایجان کې د عثمان بن عفان له استازو و.[۱۳] او د علي(ع) په دوره کې هم په همدې مقام کې باقي پاتې شو.[۱۴] [یادونه 1] د دریمې پیړۍ د تاریخ لیکونکي ابن حبیب په وینا، اشعث د جمل په جګړه کې د امام علي(ع) په لښکر کې شتون درلود[۱۵]، مګر د امام علی(ع) لیک دې ته اشاره کوي چې هغه د جمل په جګړه کې شتون نه درلود.[۱۶]

اشعث په ۶۳ کلنۍ کې وفات شو.[۱۷] د هغه مړینه په ۴۰[۱۸] یا ۴۲ قمري کال کې ثبت شوې ده.[۱۹] ابو نعیم په معرفة الصحابه کې لیکي چې اشعث د امام علی(ع) له شهادته وروسته څلویښت شپې ژوندی و. او د هغه له مرګه وروسته امام حسن(ع) چې د هغه زوم ؤ، په هغه جنازه وکړه.[۲۰]

د صفین د جګړې په درولو کې د هغه رول

اشعث د صفین په جنګ کښې د امام علي(ع) په لښکر کښې ؤ او د کنده او ربیعه د قبیلو د لښکرو مشر ؤ.[۲۱] د نصر بن مزاحم په وینا امام علی(ع) د دې قبیلو مشري له هغه واخسته او حسان بن مخدوج ته یې وسپارله، خو د امام علي(ع) ځينو يمني اصحابو دا کار ښه ونه ګڼل. او په پایله کې د امام علی(ع) د لښکر تر منځ اختلاف پیدا شو. معاويه هڅه وکړه چې اشعث ځانته وګروهوي، خو امام علي(ع) هغه ته د پوځ د ښي اړخ قومانداني ورکړه.[۲۲] که چې د معاویه لښکریانو د امام علی(ع) په سپایانو باندې د فرات اوبه بند کړې، نو اشعث هغه ځای د شام له لښکره بیرته واخست.[۲۳]

د تاریخي منابعو له مخې اشعث په لیلة الهریر کې چې زیات شمیر خلک ووژل شول او د امام علی علیه السلام د لښکر فتحې ته نږدې و،[۲۴] د جنګ دوام مناسب ونه ګڼل.[۲۵] معاویه چې کله له دې خبرې خبر شو نو حکم یې وکړ چې قرآنونه په نیزو اوچت کړي، او د حکمیت غوښتنه یې وکړه.[۲۶] له دې وروسته چې د معاویه لښکر قرآنونه په نیزو اوچت کړل اشعث په امام علي(ع) نیوکه وکړه.[۲۷] او له هغه څخه یې وغوښتل چې کتاب الله ته بلنه ومني.[۲۸] ویل کیږي چې د صفین له جګړې مخکې، وړاندې له دې چې اشعث ته د امام علي(ع) څخه لیک ورسي، هغه پریکړه وکړه چې له معاویه سره یوځای شي، خو د هغه ملګرو هغه له دې کار څخه منعه کړو.[۲۹]

د ابو موسی اشعري د حکمیت ملاتړ

د صفین په جنګ کې اشعث د معاویه نظر خوښ کړ چې یو حَکَم به له شام څخه او بل به له عراقه وټاکي.[۳۰] کله چې امام علي(ع) او عراقیانو عبد الله بن عباس د حکمیت لپاره خوښ کړ نو هغه ورسره مخالفت وکړ او په خپله يې د ابو موسی اشعري د حکمیت وړاندیز ورکړ.[۳۱] د درېيمې پېړۍ د تاريخ ليکونکي يعقوبي په وينا، کله چې د دواړو لښکرو استازو د سولې تړون ليکلو، نو د امام علي(ع) لپاره د امیرالمؤمنین د لقب پر سر شخړه رامنځته شوه. او اشعث د سولې له تړون څخه د امیرالمومنین د ټکي د لیرې کیدو غوښتنه وکړه.[۳۲]

اشعث په دې عقیده وو چې مخکې له دې چې له معاویه سره بیا جګړه پیل کړي باید د نهروان له خوارج سره جګړه وکړي،[۳۳] خو د نهروان له جګړې وروسته کله چې امام علي(ع) خپل متحدین له معاویه سره د جګړې لپاره راوبلل. له جګړې څخه د ستړي کیدو بهانه یې وکړه. ویل کیږي چې د هغه خبرو د امام علي(ع) په لښکر باندې اثر وکړ او له دې امله امام علي(ع) له معاویه سره جنګ پریښود او کوفې ته لاړ.[۳۴]

د امام علی(ع) په قتل کښې د ابن ملجم ملګرتيا

د تاریخي منابعو له مخې اشعث د امام علي(ع) له شهادته خبر وو. د يعقوبي د روايت له مخې کله چې ابن ملجم د امام علي(ع) د وژلو لپاره له مصر څخه کوفې ته لاړ نو يوه مياشت د اشعث په کور کښې پاتې شو او خپله توره يې تياره وله.[۳۵] اشعث له ابن ملجم وغوښتل چې د امام علي(ع) د وژلو لپاره د سهار له رڼا راختلو وړاندې ځان تيار کړي چې د خلکو په مینځ کې ذلیل نه شي.[۳۶] د ابن ملجم له ګذاره وروسته اشعث خپل زوی قیس هلته ولیږه چې هغه ته د امام علي(ع) د حال خبر ورکړي.[۳۷] د امام صادق(ع) د یو روایت له مخې هم اشعث د امام علي(ع) په شهادت کښې رول ته اشاره شوې ده.[۳۸] خو يو تاريخي روايت هم شته چې اشعث کله د ابن ملجم مرادي له نيته خبر شو نو امام علي(ع) ته يې خبر ورکړ.[۳۹] لکه څنګه چې په تاریخي منابعو کې راغلي اشعث امام علي(ع) ته د مرګ ګواښ کړی و.[۴۰] ویل کیږي چې امام علي(ع) په هغه باور نه کاوه.[۴۱] او لعنت ورباندې کړی و او هغه یې منافق بللی و.[۴۲] [یادونه 2] د مرتضی مطهري په وینا، اشعث یو پست فطرته سړی و، چې د علي عدل یې نه خوښېده او له معاویه سره یې پټه اړیکه درلوده،[۴۳] هغه همدارنګ اشعث یو اشرافي شهزاده ګڼي چې د هماغه قومي تعصب له مخې يې د امیرالمومنین مخالفت کاوه او له شا څخه یې په چړې وهه.[۴۴]

اولادونه

د اشعث ځینې اولادونه او لمسیان دا دي:

اړونده څېړنې

فوټ نوټ

  1. ابن عبدالبر، الاستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج۱، ص۱۳۳.
  2. ابن حجر، الاصابه، ۱۴۱۵ق، ج۱، ص۲۳۹؛ ‌ابن اثیر، اسدالغابه، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۱۱۸.
  3. ابن اثیر، اسد الغابه، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۱۱۸.
  4. ابن عبدالبر، الاستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج۱، ص۱۳۳.
  5. بېلګه په توګه وګورئ: ابن عبدالبر، الاستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج۱، ص۱۳۳؛ ابن اثیر، اسدالغابه، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۱۱۸-۱۱۹؛ ابن حجر، الاصابه، ۱۴۱۵ق، ج۱، ص۲۳۹-۲۴۰.
  6. بېلګه په توګه وګورئ: بخاری صحیح البخاری، ۱۴۲۲ق، ج۹، ص۸ باب القسامه.
  7. ابن حجر، الاصابه، ۱۴۱۵ق، ج۱، ص۲۳۹.
  8. ابن قتیبه، المعارف، ۱۹۹۲م، ص۳۳۴.
  9. ابن اثیر، اسدالغابه، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۱۱۸؛ ابن حجر، الاصابه، ۱۴۱۵ق، ج۱، ص۲۳۹؛ خلیفه، تاریخ خلیفه، ۱۴۱۵ق، ص۶۰-۶۱.
  10. ابن عبدالبر، الاستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج۱، ص۱۳۴.
  11. دینوری، اخبارالطوال، ۱۳۶۸ش، ص۱۲۰.
  12. ابن عبدالبر، الاستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج۱، ص۱۳۴.
  13. دینوری، اخبارالطوال، ۱۳۶۸ش، ص۱۵۶.
  14. یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، دارصادر، ج۲، ص۲۰۰.
  15. ابن حبیب، المحبر، دارالآفاق الجدیده، ص۲۹۱-۲۹.
  16. منقری، وقعة صفین، ۱۳۸۲ق، ص۲۰-۲۱.
  17. ابن حجر، الاصابه، ۱۴۱۵ق، ج۱، ص۲۴۰.
  18. خلیفه، تاریخ خلیفه، ۱۴۱۵ق، ص۱۲۰؛ ابن اثیر، اسدالغابة، ۱۴۰۹ق، ج‏۱، ص۱۱۹؛ ابن قتیبه، المعارف، ۱۹۹۲م، ص۳۳۴.
  19. ابن اثیر، اسد الغابه، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۱۱۹.
  20. اصفهانی، معرفة الصحابه، ۱۴۱۹ق، ج۱، ص۲۸۵، ابن عبدالبر، الاستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج۱، ص۱۳۴؛ ابن اثیر، اسد الغابه، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۱۱۹.
  21. منقری، وقعة صفین، ۱۳۸۲ق، ص۱۳۷.
  22. منقری، وقعة صفین، ۱۳۸۲ق، ص۱۳۹-۱۴۰.
  23. منقری، وقعة صفین، ۱۳۸۲ق، ص۱۶۵-۱۶۷.
  24. منقری، وقعة صفین، ۱۳۸۲ق، ص۴۷۷-۴۸۰.
  25. منقری، وقعة صفین، ۱۳۸۲ق، ص۴۸۰.
  26. منقری، وقعة صفین، ۱۳۸۲ق، ص۴۸۰-۴۸۱؛ دینوری، اخبارالطوال، ۱۳۶۸ش، ص۱۸۸-۱۸۹.
  27. یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، دارصادر، ج۲، ص۱۸۸-۱۸۹.
  28. منقری، وقعة صفین، ۱۳۸۲ق، ص۴۸۲.
  29. منقری، وقعة صفین، ۱۳۸۲ق، ص۲۱.
  30. منقری، وقععة صفین، ۱۳۸۲ق، ص۴۹۹.
  31. یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، دارصادر، ج۲، ص۱۸۹.
  32. یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، دارصادر، ج۲، ص۱۸۹.
  33. طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۵، ص۸۲.
  34. طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۵، ص۸۹؛ ثقفی، الغارات، ۱۳۵۵ش، ج۱، ص۲۴-۲۵؛ دینوری، اخبارالطوال، ۱۳۶۸ش، ص۲۱۱؛ ابن عدیم، بغیة الطلب، ۱۴۰۹ق، ج۴، ص۱۹۱۱.
  35. یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، دار صادر، ج۲، ص۲۱۲.
  36. ابن سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۳، ص۲۶.
  37. ابن سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۳، ص۲۷.
  38. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۸، ص۱۶۷، ح۱۸۷.
  39. مبرد، الکامل، بی‌نا، ج۲، ص۱۴۶.
  40. ذهبی، سیر اعلام النبلاء، ۱۴۰۵ق، ج۲، ص۴۰-۴۱؛ ابوالفرج اصفهانی، مقاتل الطالبیین، دارالمعرفه، ص۴۸.
  41. بهرامیان، «اشعث بن قیس کندی»، ص۴۸.
  42. نهج البلاغه، خطبه۱۹.
  43. مطهری، داستان راستان، ج۲، ص۲۰۳
  44. اسلام و مسئله ملیت
  45. طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۵، ص۲۶۳-۲۶۴.
  46. طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۵، ص۳۶۷.
  47. طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۵، ص۳۶۹.
  48. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۸، ص۱۶۷، ح۱۸۷.
  49. طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۵، ص۴۲۵.
  50. ابوالفرج اصفهانی، مقاتل الطالبیین، دارالمعرفه، ص۸۰.
  51. وګورئ: دینوری، اخبارالطوال، ۱۳۶۸ش، ص۳۱۶-۳۲۴.

سرچينې

  • ابن ابی الحدید، شرح نهج البلاغه، ناشر: مکتبة آیة الله العظمی المرعشي النجفي (ره)، بی‌تا، بی‌جا.
  • ابن اثیر، علی بن محمد، اسد الغابه فی معرفة الصحابه، بیروت، دار الفکر، ۱۴۰۹ق/۱۹۸۹م.
  • ابن حبیب بغدادی، محمد بن حبیب، المحبر، تحقیق ایلزة لیختن شتیتر، بیروت، دارالآفاق الجدیده، بی‌تا.
  • ابن حجر عسقلانی، احمد بن علی، الاصابه فی تمییز الصحابه، تحقیق عادل احمد عبدالموجود و علی محمد معوض، دارالکتب العلمیه، ۱۴۱۵ق/۱۹۹۵م.
  • ابن سعد، محمد بن سعد، الطبقات الکبری، تحقیق محمد عبدالقادر عطا، بیروت، دار الکتب العلمیه، ۱۴۱۰ق/۱۹۹۰م.
  • ابن عبدالبر، یوسف بن عبدالله، الاستیعاب فی معرفة الاصحاب، تحقیق علی محمد بجاوی، بیروت، دارالجیل، ۱۴۱۲ق/۱۹۹۲م.
  • ابن عدیم، عمر بن احمد، بغیة الطلب فی تاریح حلب، تحقیق سهیل زکار،دمشق، دار الفکر، ۱۴۰۹ق /۱۹۸۸م.
  • ابن قتیبه، عبدالله بن مسلم، المعارف، تحقیق ثروت عکاشه، قاهره، الهیئة المصریه العامة للکتاب، ۱۹۹۲م.
  • ابن هشام، عبدالملک، السیره النبویه، به کوشش مصطفی سقا و دیگران، بیروت، داراحیاء التراث العربی.
  • ابوالفرج اصفهانی، مقاتل الطالبیین، تحقیق احمد صقر، بیروت، دارالمعرفه، بی‌تا.
  • الاصبهانی، ابونعیم، معرفة الصحابه، تحقيق: عادل بن يوسف العزازي، ریاض، دارالوطن، چاپ اول، ۱۴۱۹ق.
  • بخاری، محمد بن اسماعیل، صحیح البخاری، تحقیق محمد زهیر بن ناصر الناصر، دار طوق النجاة، ۱۴۲۲ق.
  • بهرامیان، علی، «اشعث بن قیس کندی»، دایرة المعارف بزرگ اسلامی(ج۹)، تهران، ۱۳۷۹ش.
  • ثفقی کوفی، ابراهیم بن محمد، الغارات، تحقیق جلال‌الدین محدث ارموی، تهران، انجمن آثار ملی، ۱۳۵۵ش.
  • خلیفه بن خیاط، تاریخ، تحقیق فواز، بیروت، دار الکتب العلمیه، ۱۴۱۵ق/۱۹۹۵م.
  • دینوری، احمد بن داود، الاخبار الطوال، تحقیق عبد المنعم عامر مراجعه جمال الدین شیال، قم، منشورات الرضی، ۱۳۶۸ش.
  • ذهبی، محمد، سیر اعلام النبلاء، تحقیق شعیب ارنؤوط و دیگران، مؤسسة الرسالة، ۱۴۰۵ق/۱۹۸۵م.
  • طبری، محمد بن جریر، تاریخ الامم و الملوک، تحقیق محمد ابوالفضل ابراهیم، دارالتراث، بیروت، ۱۳۸۷ق/۱۹۶۷م.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تحقیق علی اکبر غفاری و محمد آخوندی، دارالکتب الاسلامیه، ۱۴۰۷ق.
  • مبرد، محمد بن یزید، الکامل فی اللغة و العرب، بی‌نا، بی‌تا.
  • منقری، نصربن مزاحم، وقعه صفین، تحقیق عبدالسلام محمد هارون، قاهره، الموسسة العربیة الحدیثة، ۱۳۸۲ق/۱۹۶۲م، افست (قم، منشورات مکتبة المرعشی النجفی)، ۱۴۰۴ق.
  • یعقوبی، احمد بن ابی‌یعقوب، تاریخ الیعقوبی، بیروت، دارصادر، بی‌تا.

بهرنۍ لینک