ام اسود شیبانی

د wikishia لخوا

اُمّ أسْوَد شَیْبانی،د آل اعین لومړۍ شیعه او له امام صادق(ع) د روایت نقل کوونکې ده.

ام أسود، د اعین بن سنسن شیباني لور او د زُرارة بن أعین، عبدالملک بن اعین، حمران بن اعین او بکیر بن اعین خور وه. په یو روایت، هغه له آل اعینه لومړۍ ښځه وه چې د ابو خالد کابلي په وسیله شیعه شوه او د هغې تشیع د دغه کورنۍ د نورو کسانو د شیعه کېدو سبب شو.[۱] هغه په ۱۵۳ق کې له دنیا لاړه. ام اسود هغه څوک ده چې د مرګ په وخت یې د زراره سترګې بندې کړې.[۲] صاحب جامع الرواة او شهید ثاني هغه له امام صادقه(ع) د حدیث له راویانو ګڼلې ده.[۳]

علامه حلي، استرآبادي او ابن داود، ام اسود یوه عارفه مېرمن یاده کړې ده.[۴] مامقاني د علامه د وینا له بیانولو وروسته وایي: د علامه له خبرې د ام اسود د حُسن حال (ښه حال) نتیجه اخستل کیږي.[۵]

فوټ نوټ

  1. محدثات شیعه، ص۴۴، به نقل از رساله ابی‌غالب زراری، ص ۲۳۱.
  2. محدثات شیعه، ص۴۴، به نقل از الخلاصه، ص۱۹۱.
  3. نک: محدثات شیعه، ص۴۴، به نقل از جامع الرواة، ج۲، ص ۴۵۵ و الدرایه، ص۱۳۷.
  4. محدثات شیعه، ص۴۴، به نقل از منهج المقال، ص۴۰۰ و رجال ابن داود، ص۳۹۲.
  5. محدثات شیعه، ص۴۴، به نقل از تنقیح المقال، ج۳، ص۷۰ من فصل النساء.

سرچينه

  • غروی نائینی، نهله، محدثات شیعه، دانشگاه تربیت مدرس، تهران، چاپ دوم، ۱۳۸۶ ش.