باب الحوائج

د wikishia لخوا

بابُ الحَوائِج، هغه څوک چې هغه سره توسل کول د اړتیاوو د پوره کیدو سبب کیږي (د حاجتونو دروازه). باب الحوائج د امام کاظم(ع)، حضرت عباس(ع) او علي اصغر(ع) له لقبونو څخه دی ځکه چې ځینې شیعه په دې باور دي چې دغو دریو کسانو سره توسل کول د حاجتونو د پوره کیدو سبب کیږي.

باب الحوائج د چا لقب دی؟

باب الحوائج د شیعه عمومی کلتور کې د اووم امام موسی بن جعفر(ع)[۱] د عباس بن علی(ع) د کربلا د پیښې له شهیدانو[۲] او د علی اصغر(ع) چې د کربلا په پیښه کې د امام حسین(ع) وړوکی زوی و او شهید شو[۳] د دې دریو کسانو لپاره دا لقب کارول کېږي. محمد علي اُردوبادي(وفات ۱۳۸۰هـ ش) د ابی الفضل العباس د ژوند په کتاب کې د حضرت عباس(ع) په اړه د دې لقب د شهرت یادونه کړې ده.[۴] مجتبی تهراني چې یو شیعه مجتهد دی، له دې دریو تنو پرته د امام حسین(ع) لور رقیه هم د باب الحوائج په نوم یاده کړې ده.[۵] باب الحوائج د اړتیاوو د دروازې په معنا دی او په مجازي ډول هغه درګاه ته وايي چې اړتیاوې پکې پوره کیږي.[۶]

امام کاظم(ع) ته ولې باب الحوائج لقب ورکړل شو؟

د شیعو د اووم امام لپاره د باب الحویج لقب کارول حدیثي سرچینه نه لري. ابن شهر آشوب (وفات ۵۸۸هـ) په کتاب مناقب آل ابی طالب امام کاظم(ع) په بغداد کې د قریشو په مقبره کې له ښخیدو وروسته د «باب تیین» په نامه یوه دروازه وه چې نامه یې د «باب الحوائج» په دروازې بدله شوه. [یادداشت ۱][۷][یادداشت ۲]  همدارنګه د ابن حجر هیتمي( وفات ۹۷۴ هـ ق ) چې د اهل سنتو له عالمانو څخه دی، په وینا: د امام کاظم علیه السلام د عراق په خلکو کې د «باب قضاء الحوائج عندالله» په نامه مشهور و. یعنی د خدای په نزد د اړتیاوو د پوره کولو دروازه،[۸] شبلنجی هم چې له شافعي عالمانو دی د امام کاظم(ع) د باب الحوائج لقب سره مشهوریدل له دې سببه ګڼي د هغه چا حاجتونه به دلته پوره کیدل چې چا ورسره توسل وکړې[۹] د دایرة المعارف تشیع کتاب له مخې شیعه او سنیان دواړه د خپلو حاجتونو د پوره کیدو لپاره د امام کاظم(ع) مقبرې ته ورځي او ورسره توسل کوي.[۱۰]

فوټ نوټ

  1. دهخدا، لغت‌نامه، ذیل کلمه «باب الحوائج».
  2. دهخدا، لغت‌نامه، ذیل کلمه «باب‌الحوائج».
  3. محدثی، فرهنگ عاشورا، ۱۳۸۸ش، ص۳۴۸.
  4. اردوبادی، حیاة ابی‌الفضل العباس، ۱۴۳۶ق، ص۱۳۳.
  5. ذکر توسل حضرت رقیه(س)، مؤسسه پژوهشی فرهنگی مصابیح الهدی.
  6. انوری، فرهنگ سخن، ۱۳۹۰ش، ص۷۰۵.
  7. ابن‌شهرآشوب، مناقب آل ابی‌طالب، ۱۳۷۶ق، ج۳، ص۴۳۸.
  8. ابن‌حَجَر هَیْتَمی، الصواعق المحرقة، مکتبة القاهرة، ص۲۰۳.
  9. شَبلَنجی، نور الابصار، الشریف الرضی، ص۳۳۱.
  10. شهیدی، «باب‌الحوائج»، ص۱۱.

سرچينې

  • ابن‌حجر هیتمی، الصواعق المحرقة فی الرد علی اهل البدع و الزندقة، مکتبة القاهرة، بی‌تا.
  • ابن‌شهرآشوب، محمد بن علی، مناقب آل ابی‌طالب، نجف، مطبعة الحیدریه، ۱۳۷۶ق.
  • اردوبادی، محمدعلی، حیاة ابی‌الفضل العباس، در موسوعة العلامة الاوردبادی، دار الکفیل، کربلا، ۱۴۳۶ق.
  • انوری، حسن، فرهنگ بزرگ سخن، تهران، انتشارات سخن، ۱۳۹۰ش.
  • دهخدا، علی‌اکبر، لغت‌نامه.
  • شبلنجی، مؤمن بن حسن، نور الابصار فی مناقب آل بیت النبی المختار صلی الله علیه و آله و سلم، قم، الشریف الرضی، بی‌تا.
  • شهیدی، عبدالحسین، «باب‌الحوائج»، در دایرة المعارف تشیع، ج۳، تهران، انتشارات حکمت، ۱۳۹۰ش.
  • محدثی، جواد، فرهنگ عاشورا، قم، نشر معروف، ۱۳۸۸ش.
  • ذکر توسل حضرت رقیه(س)، مؤسسه پژوهشی فرهنگی مصابیح الهدی.