توسل

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

توسّل، خدای تعالی ته د نزدېکت یا د حاجتونو د پوره کېدو لپاره، هغه ذات ته د یو کس یا څیز واسطه ګرځولو ته وایي. توسل د مسلمانانو له ګډو عقایدو څخه دی او د هغه د مشروعیت لپاره د قرآن په ځینو ایتونو لکه وسیله ایت او د پېغمبر(ص) په سنتو، د مسلمانانو په سیرت، د معصومو امامانو(ع) په روایتونو او عقلي دلیل استناد شوی دی. توسل په شیعیانو کې ځانګړی مقام لري او هغوي له پېغمبر(ع) او معصومو امامانو سره پر توسل سربېره د امامانو(ع) د کورنۍ له ځینو کسانو لکه د هغوي له مېرمنو او میندو او امامزادګانو سره توسل کوي. شیعیان د امامانو(ع) او امامزادګانو د قبرونو د زیارت په وخت زیارتنامه لولي چې پکې په مختلفو طریقو سره د هغه زیارتونو له خاوندانو سره توسل کوي.

ویل کیږي چې په توسل عقیده تر اتمي قمري پېړۍ پورې په ټولو مسلمانو فرقو کې موجوده وه؛ په دې پېړۍ کې د توسل په ځینو قسمونو لکه د پېغمبر (ص) له ذات سره توسل، صالحو بندګانو، او له هغه مقام سره توسل چې هغوي یې د خدای په نزد لري او د هغوي له وفاته وروسته له هغوي سره توسل کې د ځينو سلفي عالمانو په تېره بیا ابن تیمیه له خوا شک رامینځته کړی شو او له څو پېړیو وروسته د وهابیانو له خوا د وهابیت په دودېدو سره، د توسل مخالفت پېل شو.

تر ټولو لوی دلیل چې سلفي عالمانو او وهابیانو پرې استنادکړی دا دی چې د پېغمبر په اصحابو کې په دغه شان توسلونو د عمل کولو کوم راپور نه دی موجود. د توسل په اړه د سلفیه او وهابیانو نظر د شیعه او اهل سنت عالمانو له خوا رد شوی دی. هغوي په ځینو تاریخي راپورونو او نقلونو استناد کړی دی چې پر اساس یې د پېغمبر اصحابو په دغه شان توسلونو عمل کاوه.

د مسلمانانو په نزد د توسل مقام

د توسل د اصل په مشروعیت کې د مسلمانانو د نظر اتفاق

توسل د مسلمانانو یوه ګډه عقیده ده.[۱] ابن تیمیه د هغه د اصل مشروعیت د ټولو مسلمانانو د اتفاق وړ ګڼلی دی.[۲]

د مصر شافعي مذهبه عالم تقی‌الدین سُبکی (وفات: ۷۵۶ق)، په شِفاء السَّقام، کتاب کې د هغه په اړه مجادله او شخړه په ضروریاتو کې مجادله ګڼلې ده.[۳] شیعه متکلم جعفر سبحاني هم د انسان په ژوند کې په اسبابو د توسل اصل فطري خبره ګڼلې ده.[۴]

د توسل د ځینو قسمونو له رواوالي سره د وهابیانو مخالفت

ویل کیږي چې په اسلامي فرقو په تېره بیا په امامیه او تر یوې اندازې په صوفیه کې توسل دود و او له اتمې هجري پېړۍ ځینو سلفي عالمانو په تېره بیا ابن تیمیه د هغه د ځینو قسمونو په رواوالي کې شک وکړ. همدا مساله سبب شوه چې د شیعه سني او له بلې خوا د سلفیانو تر مینځ د اسلام په شرعه کې د توسل د مشروعیت په اړه ځینې شخړې پېدا شوې او د هغوي د نظر په ردولو کې کتابونه ولیکل شول.[۵] په دغوکتابونو کې یو هم د تقی الدین سُبکي کتاب شفاء السقام و چې د سلفي عالمانو د اراو په تېره بیا د توسل په باب د هغوي د نظر په رد کې ولیکل شو.[۶]

نن (پینځلسمه قمري پېړۍ) وهابیانو هم د سلفیه په پېروۍ سره د توسل د ځینو ډولونو په مشروعیت کې شک کړی دی؛ له دې امله د توسل بحث ته یو ځل بیا د شیعه سني عالمانو پام وراوړېدلی او د وهابیانو د نظر په کره کتنه او جاج کې ځینې کتابونه لیکل شوې دي.

توسل ته د شیعیانو ځانګړی اهمیت ورکول

توسل په شیعیانو کې ځانګړی اهمیت لري او هغوي له پېغمبر (ع) او معصومو امامانو سره پر توسل سربېره د امامانو (ع) د کورنۍ له ځینو کسانو لکه د هغوي له مېرمنو او میندو او امامزادګانو سره توسل کوي.[۸] . شیعیان د امامانو (ع) او امامزادګانو د قبرونو د زیارت په وخت زیارتنامه لولي چې پکې په مختلفو طریقو سره د هغه زیارتونو له خاوندانو سره توسل کوي.[۹]

توسل کول په دوو طریقو، وګړنیزه او ټولنیزه طریقه کیږي. توسل دعا له هغو دعاګانو ده چې په شیعیانو په تیره بیا په ایران کې په ډله ایزه توګه هره اونۍ غالبا د چهارشنبې په شپو د کورنو په غونډو یا جوماتونو، زیارتونو او امامباړو کې لوستل کیږي او پکې له څوارلسو معصومینو (ع) سره توسل کیږي.[۱۰] کله کله د ځینو حاجتونو د پوره کېدو په غرض د توسل کولو لپاره ځینې دستورې هم جوړیږي، د مثال په توګه په ایران کې ځینې کسان له ناروغۍ څخه د بیمارانو د شفا موندلو او یا نورو حاجتونو د پوره کېدو لپاره د امام زین العابدین (ع) په نوم دسترخوان غوړوي او خلکو ته ډوډۍ ورکوي.[۱۱] همداراز د واده، بچي پېدا کېدو، مالي حاجتونو او نورو حاجتونو لپاره د حضرت رقیه د دسترخوان غوړول هم د ایران په ځینو خلکو کې دود دي.

البته په اهل سنتو کې هم د توسل ځینې موارد راپور شوې دي. د مثال په توګه د شپږمې هجري پېړۍ شافعي مذهبه محدث، فقیه او مورخ سمعاني به د امام کاظم (ع) قبر ته ورتله او ورسره به یې توسل کاوه.[۱۲] په دریمه قمري پېړۍ کې د اهل سنتو بل عالم ابو علي خَلّال، ویلي چې هر کله به ورته کومه ستونزه پېدا کېده د موسی بن جعفر قبر ته به ورتلم او له هغه سره به مې توسل کاوه او ستونزه به مې حلیده.[۱۳] د اهل سنتو له څلورګونو امامانو څخه له محمد بن ادریس شافعي څخه هم نقل شوي چې د موسی بن جعفر قبر یې «شفا ورکوونکي درمل» ګڼلي دي.[۱۴]

د توسل مفهوم پېژندنه او مشروعیت یې

د توسل معنا دا ده چې وګړی، یو کس یا یوه شی چې د خدای په نزد ځانګړی مقام لري د خپلو دعاګانو د پوره کېدو لپاره واسطه یا وسیله وګرځوي.[۱۵]توسل له لغوي لحاظه د وسیله له ټکي سره یوه جرړه لري.[۱۶] «وسیله» هر هغه شی دی چې بل شي ته د نزدې کېدو لپاره ترې استفاده کیږي.[۱۷]

ځینو کسانو بیا د توسل او استغاثي معنا یوه ګڼلې ده.[۱۸] ځینو هغه بیلې ګڼلې دي. په دې بیان سره چې استغاثه یوازې د سخت او ګران حالت لپاره دی خو توسل له کوم سخت حالت سره اړه نه لري او په هوساینه کې هم توسل کېدی شي.[۱۹]

د توسل د مشروعیت دلیلونه

د توسل د شرعي جواز او رواوالي لپاره په لاندینیو دلیلونو استناد شوی دی:

  • قرآن:خدای تعالی په وسیله ایت کې مومنانو ته امر کړی چې خدای تعالی ته د نزدېکت لپاره یوه وسیله ولټوئ.[۲۰] همداراز د نساء سورې په ۶۴ ایت کې ګناهکارانو ته سپارښتنه شوې چې پېغمبر (ص) ته ورشي او له هغه غوښتنه وکړي چې د هغوي لپاره له خدای مغفرت او بخښنه وغواړي.[۲۱] له نورو ایتونو چې د توسل په مشروعیت دلالت کوي، د یوسف سورې ۹۷ ایت دی[۲۲]چې پر اساس یې د حضرت یعقوب بچیانو له خپل پلاره وغوښتل چې د هغوي لپاره بخښنه وغواړي.[۲۳]
  • روایتونه: د شیعه او اهل سنت د روایي سرچینو څخه ډېر روایتونه نقل شوې دي[۲۴] چې په اسلامي شرعه کې د توسل په مشروعیت او رواوالي دلالت کوي.[۲۵]
  • د مسلمانانو سیرت: د اسلام په لومړیو وختونو کې د مسلمانانو او اصحابو سیرت ښیي چې له پېغمبر(ص) سره توسل یو ښه او غوره کار و.[۲۶] د مثال په توګه په صحیح بخاري کې د «ابواب الاستسقاء» په نوم یوه برخه جوړه شوې او پکې د باران د دعا غوښتلو لپاره له پېغمبر (ص) سره د اصحابو د توسل مختلف روایتونه نقل شوې دي.[۲۷]
  • عقلي دلیل: توسل یا وسیله ګرځول خدای تعالی ته د بندګانو د تقرب سبب دی او له خدای سره تقرب، په خپلو عبادي عملونو کې د انسانانو نهایي مطلوب او مقصود دی؛ ځکه چې له خدای سره له تقرب پرته، په دنیا او اخرت کې د انسان کامیابي نه په نصیب کیږي.؛ له بلې خوا دغه تقرب هم بې له وسیلې نه حاصلیږي.، پر دې اساس په دنیا او اخرت کې سعادت او کامیابي، پر وسیلې او توسل ولاړه ده.[۲۸]

له پېغمبر(ص) او صالحو بندګانو سره د توسل له مشروعیت سره د وهابیانو مخالفت

له پېغمبر او صالحو بندګانو سره توسل په دې ډول دی چې مثلا توسل کوونکی وایي: «اللهمَّ انّی أتوسلُ إلیک بنبیکَ محمد(ص) اَن تقضی حاجتی؛ ای خدایه د پېغمبر (ص) په واسطه، له تا سره توسل کوم چې حاجت مې پوره کړه.[۲۹]

د توسل په اړه د مصر د دارالافتاء د فتوا مطابق:

« له پېغمبرانو او اولیاوو او د خدای له صالحو بندګانو سره توسل او له هغوي سره تبرک کول او مرسته ترې غوښتل، جایز او مستحب دي او د هغه په مشروعیت او استحباب باندي له قرآن، سنت او د پېغمبر د اصحابو له علمه دلیلونه موجود دي. همداراز لکه څنګه چې په خپله له هغوي سره توسل جایز دی، د هغوي له مقام او منزلت سره توسل هم یو جایز او مشروع کار دی او په دې مساله کې د یوې وړې ډلې مخالفت اعتبار نه لري.»[۳۰]

د اماراتو د اوسیدونکي مالکي مذهبه څېړاندي عیسی بن عبدالله حمیري په وینا، دغه ډول توسل سره له اومې هجري پېړۍ څخه د ځینو سلفي عالمانو مخالفت پېل شو او په هماغه وخت کې د مسلمانو عالمانو په درېدلو او د دغه ډول توسل منکرانو ته د غوڅو ځوابونو په ورکولو سره، شخړه ختمه شوه: خو وروسته دغه اختلاف د وهابیانو له خوا راپورته کړی شو او دغه ډول توسل یې باطل وګاڼه.[۳۱] د بېلګې په توګه د سوریې وهابي عالم محمد نسیب رفاعي (وفات:۱۴۱۲ق) د الهي انبیاوو او اولیاوو (مخلوقینو) په وسله له خدای سره تقرب باطل اعلان کړ او دا عمل یې کفر او بدعت وباله.[۳۲] رفاعي د دغه ډول توسل د بدعتوالي د بیان لپاره ویلي چې د دې پر مشروعیت د قران او د پېغمبر(ص) له سنتو هیڅ دلیل نیشته.[۳۳]

د مسلمانو عالمانو له خوا د وهابیانو په نظر کره کتنه

په اتمې قمري پېړۍ کې شافعي مذهبه عالم تقي الدین سبکي ویلي چې له پېغمبر(ص) او صالحو انسانانو سره د توسل او استغاثه کولو په مشروعیت ډېر او متواتر روایتونه دلالت لري.[۳۴] د مصر شافعي مذهبه عالم علی بن عبدالله سمهودی (وفات: ۹۱۱ق)، په «وفاءالوفاء» کتاب کې له پېغمبر (ص) او صالحو انسانانو سره د توسل په مشروعیت د اجماع ادعا کړې ده.[۳۵] هغوي د اهل سنتو په معتبرو روایي متونو کې په موجودو ځینو روایتونو استناد کړی دی.[۳۶] منجمله د هغه روایت له مخې چې په صحیح بخاري کې نقل شوی عمر بن خطاب د باران غوښتلو لپاره عباس بن عبدالمطلب (د پېغمبر تره) سره توسل کړی دی.[۳۷]

له پېغمبر او الهي اولیاوو سره د توسل په مشروعیت کې د شیعه امامانو هم ډېر روایتونه نقل شوې دي. په ځینو روایتونو کې په خپله اهل بیت(ع) خدای ته د تقرب وسیله معرفي شوي دي.[۳۸] د مثال په توګه توسل دعا له هغو دعاګانو ده چې پکې له خدایه د حاجتونو غوښتلو لپاره له څوارلسو معصومانو سره توسل شوی دی.[۳۹]

د ابن تیمیه او وهابیانو له خوا له مړو سره توسل بدعت ګڼل

اصلي مقاله: مړو سره توسل

د ابن تیمیه له نظره د الهي اولیاوو او نبیانو له وفاته وروسته له هغوي سره توسل کول یو غیر مشروع عمل او بدعت دی؛ د هغه په وینا له تېرو اصحابو او فقیهانو هیچا دغه کار نه دی کړی او پر مشروعیت او جواز یې هیڅ دلیل نیشته.[۴۰] همداراز د وهابیت فرقې بنسټ ګر محمد بن عبدالوهاب او د هغه په پېروۍ وهابي عالمانو له الهي ولیانو او انبیاوو سره توسل د هغوي له وفات وروسته شرک او بدعت ګڼلی دی.[۴۲]

د مسلمانو عالمانو له نظره له مړو سره د توسل مشروعیت

په دغه نظر هم د شیعه او اهل سنت عالمانو له خوا اعتراض او کره کتنه شوې ده. زیدي فقیه محمد بن علی شوکانی (وفات: ۱۲۵۰ق)،له پېغمبر سره د توسل د مشروعیت لپاره هم د هغوي د ژوند او هم یې له وفاته وروسته، د صحابه و په اجماع استناد کړی او ویلي یې دي چې د پېغمبر هیڅ یو صحابي د دغه ډول توسل انکار نه دی کړی.[۴۳] همداراز د مصر شافعي مذهبه مورخ او محدث احمد بن محمد قسطلانی (وفات: ۹۲۳ق)، هم ویلي چې د پېغمبر له وفاته وروسته له هغه حضرت سره د توسل خبرونه او اثار تر شمېره وتلې دي.[۴۴] د سمهودي په وینا، له پېغمبر(ص) سره په توسل کې په دې خبره کې چې د هغوي په ژوند کې وي او که وروسته، فرق نیشته.[۴۵] هغه د اهل سنتو ځینو حدیثي سرچینو ته اشاره کړې ده چې پر اساس یې صحابه به د پېغمبر (ص) له وفاته وروسته د مختلفو چارو له پاره له هغه سره متوسل کېدل.[۴۶]

جعفر سبحاني هم ویلي: د مسلمانانو سیرت دا و چې لکه څنګه چې یې د پېغمبر (ص) په ژوند کې له هغه سره توسل کاوه، د هغه حضرت له وفاته وروسته یې هم له هغه سره توسل کاوه.[۴۷]د ترکیې حنفي مذهبه عالم محمد بن زاهد کوثری (وفات: ۱۳۷۱ق)، ویلي چې د پېغمبرانو او صالحانو له وفاته وروسته له هغوي سره د توسل منکران له مرګه وروسته د ارواوو په فنا عقیده لري او د قیامت او اخروي ژوند منکران دي.[۴۸] هغه د توسل د مشروعیت دلیلونه یوازې د وفات شویو کسانو په ژوند پورې منحصرول، د دغه روایتونو تحریف او د هغو بې دلیله تاویل ګڼلی دی.[۴۹]

د پېغمبر او الهي اولیاوو په مقام او منزلت پورې د توسل کولو شرک ګڼل

تقي الدین سُبْکي:

«له پېغمبر(ص) سره توسل او استغاثه یو جایز او نیک عمل دی او د هغه رواوالی او ښه والی هر دیندار ته معلوم دی او دا کار د مرسلو انبیاوو، عمل او کار، او د سلف صالحانو او عالمانو او مسلمانو عوامو سیرت پاتې شوی دی. په هیڅ زمانه او هیڅ دین کې هیچا د دې انکار ونه کړ تر دې چې ابن تیمیه راغی او په خپلو خبرو سره یې دغه خبره په کمزورې کسانو مشتبه کړه [یادداشت۱] او د داسې بدعت بنسټ یې کېښود چې په هیڅ زمانه کې یې مخینه نه ده لرلې.[۵۰]»

د پېغمبر (ص) له مقام او منزلت سره توسل په دې ډول دی چې توسل کوونکی ووایي: «اللهمَّ إنّی أتوسل إلیک بجاه محمدٍ(ص) و حُرمته أن تقضی حاجتی؛ ای خدایه زه هغه مقام او احترام چې پېغمبر (ص) یې ستا په نزد لري وسیله ټاکم چې حاجت مې پوره کړې»[۵۱] له وهابیانو څخه محمد نسیب رفاعي په دې نظر دی چې د پېغمبر (ص) او الهي اولیاوو د مقام او احترام په وسیله له خدای سره د تقرب په مشروعیت هیڅ دلیل نیشته او د پېغمبر له اصحابو چا دغه شان توسل نه دی کړی.۵۲] د عربستان وهابي مفتي عبدالعزیز بن‌باز (وفات : ۱۴۲۰ق)، هم دغه ډول توسل بدعت او شرکیه ګڼلی او د هغه په حرمت یې فتوا ورکړې ده.[۵۳]

د مسلمانو عالمانو له خوا د وهابیانو په نظر کره کتنه

شیعه او اهل سنتو عالمانو دغه نظر رد کړی دی. د سمهودي له نظره، د پېغمبر(ص) له مقام او د خدای په نزد د هغه د وجود له برکت سره توسل د پېغمبرانو او سلف صالح سیرت و او په هره زمانه کې؛ هم له خلقته مخکې او هم یې په ژوند او هم له وفاته وروسته یې دغه توسل شوی دی.[۵۴] شافعي مذهبه مفسر شهاب‌الدین آلوسی (وفات: ۱۲۷۰ق)، هم د پېغمبر(ص) له مقام او صالحو کسانو سره چې د خدای په نزد منزلت ولري توسل کول مشروع ګڼلی دی.[۵۵]

شیعه عالم جعفر سبحاني وایي: د پېغمبرانو او صالحو بندګانو په منزلت او حق توسل کول په دې معنا نه دی چې د هغوي لپاره پر خدای یو ذاتي حق لازم دی، چې شرک وګڼل شي؛ بلکې ټول حق د خدای تعالی دی او هغه په ځينو بندګانو د خپل فضل او کرامت له مخې او د هغوي د تکریم لپاره، هغوی ته یو مقام او منزلت ورکړی دی.[۵۶]

د مصر دارالافتاء د پېغمبر(ص) له مقام او منزلت سره د توسل د حکم په ځواب کې، د مائدې سورې په ۳۵ ایت اتو د اسراء سورې په ۵۷ ایت او په ځینو روایتونو په استناد سره، داسې فتوا ورکړې چې د پېغمبر(ص) له مقام سره د توسل او په خپله له هغه سره د توسل تر مینځ څه فرق نیشته او د پېغمبر(ص) او نورو نبیانو له مقام او منزلت سره توسل یوه مشروعه خبره ده چې مشروعیت یې په قرآن او د پېغمبر په سنت کې اثبات شوی دی.[۵۷]

له قرآن او الهي نومونو سره د توسل په مشروعیت کې د مسلمانانو د نظر اتفاق

له الهي نومونو او صفاتو سره توسل

د خدای له نومونو او صفاتو سره توسل په دې ډول دی چې مثلا توسل کوونکی ووایي: «اللّهُمَّ إِنِّی أَسْأَلُک بِاسْمِک یا اللّهُ، یا رَحْمنُ، یا رَحِیمُ...خَلِّصْنا مِنَ النَّارِ یا رَبِّ؛ ای خدایه له تا غواړم ستا په نوم، ای خدایه ، ای بخښونکیه، ای مهربانه... مونږ له اوره وژغوره ای زما پالونکیه»[۵۸] ویل کیږي چې په مسلمانانو کې د دغه ډول توسل د مشروعیت په اړه هیڅ اختلاف نیشته.[۵۹] د اعراف سورې په ۸۰ ایت کې خدای تعالی امر کړی چې په اسماء حسنی سره وبلل شي.[۶۰] همداراز ویل کیږي چې له پېغمبر (ص) او معصومو امامانو (ع) [۶۱] څخه د دغه ډول توسل په مشروعیت زیات روایتونه موجود دي.[۶۲] جوشن کبیر دعا، سل بنده لري او پکې د خدای له ۱۰۰۱ نومونو او صفتونو سره توسل کیږي.[۶۳] همداراز په روایتونو کې د قدر په شپو کې د دغه دعا د لوستلو سپارښتنه شوې ده.[۶۴]

له قرآن سره توسل

له قرآن سره توسل په دې ډول دی چې مثلا توسل کوونکی ووایي: «اللّٰهُمَّ إِنِّی أَسْأَلُکَ بِکِتابِکَ الْمُنْزَلِ وَمَا فِیهِ وَفِیهِ اسْمُکَ الْأَکْبَرُ وَأَسْماؤُکَ الْحُسْنیٰ...أَنْ تَجْعَلَنِی مِنْ عُتَقائِکَ مِنَ النّارِ؛ ای خدایه، له تا غواړم ستا د نازل شوي کتاب (قرآن) په حق او هغه څه چې په دې کې نازل شوي او په دې کې دی ستا لوی نوم او ستا ښایسته نومونه.. (د دې په حق) دا چې ما د دوزخ له اوره له ازادو شویو کسانو څخه وګرځوه»[۵۶] په ځينو روایتونو کې چې د اهل سنتو او شیعه په روایي سرچینو کې وارد شوي،[۶۶] له قرآن سره متوسل کېدل، له خدای سره د تقرب یا له هغه د څه شي د غوښتلو لپاره، مشروع ګڼل شوی دی.[۶۷] همداراز له معصومو امامانو (ع) څخه په روایتونو کې د قدر په شپه په سر د قرآن نیولو د دستورو په ترڅ کې د قرآن د واسطه ګرځولو سپارښتنه شوې ده.[۶۸]

په نیکو عملونو توسل د توسل یو بل قسم ګڼل شوی دی.[۶۹] له امام علي (ع) په یو روایت کې، ځینې عملونه لکه په خدای او پېغمبر(ص) ایمان، د خدای په لاره کې جهاد، د لمانځه کول او زکات ورکول، روژه نیول، حج کول، صله رحم او صدقه ورکول له خدای سره د تقرب تر ټولو ښې وسیلې معرفي شوې دي.[۷۰] له هغه کسه دعا غوښتل چې د وجود په برکت یې له هغه د هغه د دعا د قبلېدو هیله شته ، د توسل یو بل قسم ګنل شوی دی چې مسلمانو عالمانو د قرآن ځینو ایتونو او روایتونو ته په پام سره د هغه د مشروعیت او رواوالي نظر ورکړی دی.[۷۱]

مونوګراف

مسلمانو عالمانو د توسل په اړه ډېر اثار لیکلي چې ځینې یې دا دي:

  • التوسل مفهومه واقسامه وحکمه فی الشریعة الإسلامیة الغرّاء: لیک د جعفر سبحانی.لیکوال په دې کتاب کې، د توسل د هر قسم په مشروعیت له قران او روایتونو دلیلونه ذکر کړي او د مخالفانو نظر یې جاجولی او پرې یې کره کتنه کړې ده.[۷۲]
  • التأمل فی حقیقة التوسل: لیک د عیسی بن عبدالله حمیری. دا کتاب دوه بابه دی،لیکوال په دې کتاب کې د توسل د مخالفانو دلیلونه جاجولي او کره کتنه یې پرې کړې او او د اهل سنتو له روایي متونو ځینې روایتونو، قرآن او د عالمانو نظرونو ته په پام سره یې د هغې د مشروعیت دلیلونه بیان کړې دي.[۷۳] دا کتاب سید مرتضی حسیني فاضل په فارسۍ ژباړلې او د نشر مشعر لخوا د«درنگی در حقیقت توسل»،په نامه چاپ شوی دی.[۷۴]
  • محق التقول فی مسئلة التوسل: لیک د محمدزاهد کوثری (وفات: ۱۳۷۱ق)، حنفي عالم او د ابن تیمیه او سلفي افکارو مخالف. لیکوال په دې کتاب کې ۲۲ مخونو کې په قرآن د پېغمبر (ص) او اصحابو په سنت په استناد سره د توسل او استغاثې د مشروعیت د ثابتولو هڅه کړې ده.[۷۵]

فوټ نوټ

سرچينې

  • آلوسی، محمود بن عبدالله، تفسیر روح المعانی، بیروت، دار الکتب العلمیة، ۱۴۱۵ق.
  • ابن‌باز، عبدالعزیز، التوسل المشروع و توسل الممنوع، ریاض، بی‌نا، ۱۴۲۸ق.
  • ابن‌باز، عبدالعزیز، مجموع فتاوی ابن‌باز، ریاض، دار القاسم للنشر، ۱۴۲۰ق.
  • ابن‌تیمیه، تقی‌الدین ابوالعباس، قاعدة جلیلة فی التوسل والوسیلة، بی‌جا، مکتبة الفرقان، چاپ اول، ۱۴۲۲ق.
  • ابن‌تیمیه، تقی‌الدین ابوالعباس، مجموعة الرسائل والمسائل، بی‌جا، لجنة التراث العربی، بی‌تا.
  • البانی، محمد ناصرالدین، التوسل، انواعه و احکامه، ریاض، مکتبة المعارف، ۱۴۲۱ق.
  • بحرانی، هاشم بن سلیمان، البرهان فی تفسیر القرآن، قم، بنیاد بعثت، ۱۴۱۵ق.
  • بخاری، محمد بن اسماعیل، صحیح بخاری، دمشق، دار طوق النجاة، ۱۴۲۲ق.
  • بن حنبل، احمد بن محمد، مسند احمد، قاهره، دار الحدیث، ۱۴۲۱ق.
  • پاکتچی، احمد، «توسل»، دایرة المعارف بزرگ اسلامی،
  • ترمذی، محمد بن عیسی، سنن ترمذی، مصر، شرکة مکتبة ومطبعة مصطفی البابی الحلبی، ۱۳۹۵ق.
  • تقی‌الدین سبکی، علی بن عبدالکافی، شفاء السقام فی زیارة خیر الأنام، تحقیق سید محمدرضا جلالی، قم، نشر مشعر، چاپ چهارم، ۱۴۱۹ق.
  • جوهری، أبو نصر إسماعیل بن حماد، الصحاح تاج اللغة و صحاح العربیة، بیروت، دار العلم للملایین، چاپ چهارم، ۱۴۰۷ق.
  • حمیری، عیسی بن عبدالله، التأمل فی حقیقة التوسل، بی‌جا، بی‌نا، ۱۴۲۸ق.
  • «حکم التوسل بالأنبیاء والأولیاء والصالحین وطلب المدد منهم»، سایت دار الإفتاء المصریة، تاریخ درج مطلب: ۱۳ مارس ۲۰۱۸م، تاریخ بازدید: ۲۵ فروردین ۱۴۰۳ش.
  • رفاعی، محمدنسیب، التوصل الی حقیقة التوسل، بیروت، دار لبنان للطباعة والنشر، چاپ سوم، ۱۳۹۹ق.
  • سبحانی، جعفر، آیین وهابیت، تهران، نشر مشعر، ۱۳۷۵ش.
  • سبحانی، جعفر، التوسل مفهومه وأقسامه وحکمه فی الشریعة الإسلامیة الغرّاء، قم، نشر مشعر، ۱۳۷۴ش.
  • سبحانی، جعفر، التوسل، بیروت، الدار الاسلامیة، بی‌تا.
  • سبحانی، جعفر، منشور جاوید، قم، مؤسسه امام صادق(ع)، ۱۳۹۰ش.
  • سمهودی، علی بن عبدالله، وفاء الوفاء بأخبار دار المصطفی، بیروت، دار الکتب العلمیة، ۱۴۱۹ق.
  • سید بن طاووس، علی بن موسی، الاقبال بالاعمال الحسنة، قم، دفتر تبلیغات اسلامی، چاپ اول، ۱۳۷۶ش.
  • شوکانی، محمد بن علی، الدر النضید فی اخلاص کلمة التوحید، بی‌جا، دار ابن حزیمة، بی‌تا.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، مصباح المتهجد، بیروت، مؤسسة فقه الشیعة، ۱۴۱۱ق.
  • شیخ مفید، محمد بن محمد، المقنعة، قم، كنگره جهانى هزاره شيخ مفید، ۱۴۱۳ق.
  • طباطبایی، محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، قم، نشر اسماعیلیان، ۱۳۶۳ش.
  • عبدالمنعم، محمود عبدالرحمن، معجم المصطلحات والألفاظ الفقهیة، قاهره، دار الفضیلة، بی‌تا.
  • عبدالوهاب، محمد، کشف الشبهات، عربستان، وزارة الشؤون الإسلامیة والأوقاف والدعوة والإرشاد، چاپ اول، ۱۴۱۸ق.
  • علامه مجلسی، محمدباقر، بحار الانوار، بیروت، مؤسسة الوفاء، ۱۴۰۳ق.
  • علامه مجلسی، محمدباقر، زاد المعاد، بیروت، موسسة الأعلمی للمطبوعات‌، ۱۴۲۳ق.
  • فخر رازی، محمد بن عمر، التفسیر الکبیر، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، ۱۴۲۰ق.
  • قسطلانی، احمد بن محمد، المواهب اللدنیة بالمنح المحمدیة، بیروت، المکتب الاسلامی، ۱۴۲۵ق.
  • قمی، علی بن ابراهیم، تفسیر قمی، قم، دار الکتاب، چاپ سوم، ۱۴۰۴ق.
  • کفعمی، ابراهیم بن علی، المصباح، جنة الأمان الواقیة و جنة الإیمان الباقیة، قم، دار الرضی، ۱۴۰۵ق.
  • کوثری، محمدزاهد، محق التقول فی مسألة التوسل، قاهره، المکتبة الازهریة للتراث، بی‌تا.
  • معموری، «نقد توسل از سوی سلفیه»، دایرة المعارف بزرگ اسلامی،
  • مکارم شیرازی، ناصر، آیات الولایة فی القرآن، قم، مدرسه امام علی ابن ابی طالب(ع)، ۱۴۲۵ق،
  • نهج البلاغه، تصحیح صبحی صالح، قم، مركز البحوث الاسلامیة، ۱۳۷۴ش.