منځپانگې ته ورتلل

بشارت فتح عملیات

د wikishia لخوا
بشارت فتح عملیات
انځور چې ادعا کیږي د العدید په فوځي اډه کې د سپوږمکۍ مخابراتي سیسټم چې د بشارت فتح عملیاتو کې له ویجاړیدو وروسته ښیې.
انځور چې ادعا کیږي د العدید په فوځي اډه کې د سپوږمکۍ مخابراتي سیسټم چې د بشارت فتح عملیاتو کې له ویجاړیدو وروسته ښیې.
وختد ۱۴۰۴ هـ ل د چنګاښ ۲مه
ځایپه قطر کې د امریکایي العُدید فوځي اډه
لاملد ایران پر ایټمي تأسیساتو د امریکا برید
جنګیالي
جنګی اړخونهایران
امریکا


بشارت فتح عملیات، د ایران د وسلوالو ځواکونو له لوري د ۱۴۰۴ هـ ل د چنګاښ پر ۲مه (په قطر کې) د امریکا پر العُدید هوایي اډې د توغندیو برید و، چې د امریکا له لوري د ایران د ایټمي تاسیساتو د بمبارۍ په غبرګون کې ترسره شو.[۱] د العُدید اډه د امریکا د هوایي ځواک د قوماندانې اصلي مرکز بلل شوی چې په لوېدیځه آسیا کې فعالیت لري.[۲] ځینې راپورونه وایي، هغه بې‌پیلوټه الوتکه چې قاسم سلیماني یې شهید کړ، هم له همدې اډې هدایت شوې وه.[۳] دا د ایران له لوري په لوېدیځه آسیا کې د امریکا پر اډو دوهم توغندیز برید و. تر دې وړاندې، په ۱۳۹۸ هـ ل کې، د قاسم سلیماني د ترور په غبرګون کې اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواکونو د «شهید سلیماني عملیاتو» په ترڅ کې په عراق کې د امریکا عین‌الاسد اډه په توغندیو وویشتله. [۴]

یاد عملیات د «یا اباعبدالله الحسین(ع)» تر رمز لاندې پیل شول، او د توغندیو شمېر یې له هغو بمونو سره برابر و چې امریکا د ایران پر ایټمي تاسیساتو غورځولي وو.[۵]

د عملیاتو له ترسره کېدو وروسته، په قطر کې د امریکا د پوځي شتون پر ضد د خلکو د اعتراضونو راپورونه په مجازي فضا (انټرنیټ) کې خپاره شول.[۶] همداراز، ځینې شنونکي دا عملیات د ایران پر ضد د اسراییلو په جګړه کې پر اسراییلو د اوربند د تپلو یو لامل ګڼي.[۷] له دغو بریدونو وروسته، د امریکا د وخت ولسمشر، دونالد ټرمپ، د ایران او اسراییلو تر منځ د اوربند غوښتنه وکړه.[۸]

فوټ نوټ

سرچينې