منځپانگې ته ورتلل

قاسم سلیماني

د wikishia لخوا
د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک پخوانی قوماندان

قاسم سلیماني (۱۳۳۵-۱۳۹۸) په ایران کې د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک پخوانی قوماندان، د عراق د ولسي پاڅون له مرستیال ابو مهدي المهندس سره یوځای د ۱۳۹۸ کال د مرغومي د میاشتې په دیارلسمه نېټه په بغداد کې د امریکايي ځواکونو له خوا په شهادت ورسید.

نوموړی د ایران او عراق د جګړې پر مهال د کرمان د ثارالله ۴۱ لښکر او د والفجر هشت، کربلای چهار او د کربلای پنج عملیاتو قوماندان و. سلیماني په ۱۳۷۶ کال کې د ایران د اسلامي جمهوریت د رهبر سید علي خامنه اي له خوا د ایران د سپاه قدس د ځواک د قوماندان په توګه وټاکل شو. چې دا د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د پولو بهر د ځواک یوه برخه ده.

سلیماني د طالبانو پر ضد جګړه کې د افغانستان له مجاهدینو سره مرسته وکړه او په افغانستان کې له کورنیو جګړو وروسته یې هلته د بیارغونې لپاره اقدامات وکړل. د لبنان په ۳۳ ورځنۍ جګړه کې او د فلسطین په ۲۲ ورځنۍ جګړه کې یې د اسرائیلو پر ضد له حزب الله او حماس سره مرسته وکړه او د مقاومت چورلیز یې په پرمختللو وسلو سمبال کړ. په عراق او سوریه کې د داعش له راڅرګندېدو وروسته، سلیماني په دغو سیمو کې د شتون او د عامو خلکو د ځواکونو په تنظیمولو سره د داعش پر ضد جګړه وکړه. له سامرا، نجف او کربلا څخه د داعش د ګواښ لرې کول د داعش سره په مبارزه کې د هغه یوه لاسته راوړنه بیان شوې ده. د نظامي مسايلو تر څنګ يې په فرهنګي مسايلو کې هم فعاله ونډه درلوده. د ایران د اسلامي جمهوریت د ځینو چارواکو په وینا، سلیماني د زیارتونو د بیارغونې د مرکزي دفتر بنسټ ایښودونکی و او د امامانو د زیارتونو د پراختیایي د پلانونو څارنه یې کوله. هغه د اربعین زیارت په اسانتیا او د زوارانو د امنیت په تامین کې هم رول لوبولی دی.

د ۲۰۱۸ کال د مرغومي په ۱۳ قاسم سلیماني سره د ابو مهدي المهندس او نورو ملګرو د متحده ایالاتو د ولسمشر نیغ په نیغه حکم سره، د ډرون په برید کې ترور شو. د نوموړي د شهادت په غبرګون کې د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران د هغه د شهادت په بدل کې په عین الاسد کې پر امریکايي اډې توغندیز برید وکړ او د عراق پارلمان له عراق څخه د امریکايي ځواکونو د ویستلو پلان تصویب کړ.

د سلیماني او د هغه د ملګرو د عراق او ایران په مختلفو ښارونو کې جنازې وشوې بشیر حسین نجفي په عراق کې او سید علي خامنه ای په ایران کې د هغوي د جنازې لمونځ ادا کړ. د ځینو خبري اژانسونو د راپورونو له مخې، د هغه جنازه د تاریخ ترټولو لویه جنازه وه چې شاوخوا 25 ملیون خلکو په کې برخه اخیستې وه. نوموړی د مرغومي په ۱۸ د کرمان د شهیدانو په هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.

ژوند لیک

قاسم سلیماني د ۱۳۳۵ کال د کب د میاشتې په ۲۰ نیټه د کرمان ولایت د رابُر ولسوالۍ د قنات ملک په کلي کې د سلیماني په قبیله کې زیږیدلی دی.[۱] هغه د ۱۸کالو په عمر کې کرمان د اوبو په اداره کې په روزګار شو.[۲] د هغه د وینا مطابق کله چې د اسلامي انقلاب په زمانه کې د شاهنشاه د ځواکونو په خلاف لارویون وو نو هغه یې مشري کوله.[۳] د ایران او عراق د جګړې پر مهال یې واده کړی و،[۴] او شپږ اولادونه لري.[۵]

قاسم سلیماني په ۱۳۹۸ کال کې د سید ابراهیم رئیسي په امر چې په هغه وخت کې د آستان قدس رضوي مسئول و د امام رضا علیه السلام د حرم له خادمانو شو.[۶] د هغه له شهادته وروسته «د زړونو سردار» په نوم مشهور شو او په دې اړه ګڼ تبلیغاتي سمبولونه چمتو او خپاره شول.[۷]

د ایران او عراق د جنګ په وخت کې

قاسم سلیماني د ایران له اسلامي انقلاب وروسته په ۱۳۵۸ کال کې د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي غړی شو او د روزنیزې ډلې غړی شو او د کرمان د سپاه قدس د روزنې د بیرکونو ښوونکی شو.[۸] سلیمانی په ۱۳۶۰ کې د هغه وخت د سپاه پاسداران د قوماندان محسن رضایي په حکم سره د کرمان د ۴۱ ثارالله لښکر قوماندان شو.[۹] هغه د ایران پر ضد د عراق په جګړه کې والفجر هشت، کربلای چهار او د کربلای پنج د عملیاتو له قوماندانانو څخه و.[۱۰] او دوه ځله ټپي شو، چې یو ځل یې ډېرو سختو زخمونو سره و.[۱۱]

په ۱۳۶۷ کال کې د ایران او عراق د جګړې له پای ته رسېدو وروسته، سلیماني د څه مودې لپاره د سپاه هفت صاحب الزمان قومندان شو[۱۲] او یو ځل بیا د ثارالله ۴۱ لښکر قومندان شو او د سپاه قدس د قومندان په توګه تر ټاکل کېدو پورې د ایران او افغانستان په پولو کې د نشه ایزو توکو له قاچاقبرانو او سمګلرانو سره مقابله وکړه.[۱۳]

د سپاه قدس قومانداني

قاسم سلیماني د سید حسن نصرالله او ابومهدی المهندس ترڅنګ.

قاسم سلیماني په ۱۳۷۶ کال کې د ایران د اسلامي جمهوریت د مشر له خوا د قدس ځواک د قوماندې لپاره وټاکل شو.[۱۴] سپاه قدس څانګه د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي له پولو بهرنۍ څانګه ده چې په ۱۳۶۹ هجري لمریز کال کې سپاه کې ورزیاته شوه. د دې سپاه لومړی قومندان احمد وحیدي و او له هغه وروسته قاسم سلیماني د ایران د سپاه قدس لښکر قومندان شو او د هغه له شهادت وروسته اسماعیل قاآني د دې ځواک قومنداني په غاړه واخیسته.[۱۵]

په افغانستان کې طالبانو او القاعدې سره مقابله

د قدس ځواک د قوماندان په توګه د قاسم سلیماني ټاکل په افغانستان کې د طالبانو د فعالیتونو له زیاتېدو سره هم زمان وو.[۱۶] هغه به د افغانستان له مجاهدینو سره همکاري کوله چې یو په کې احمد شاه مسعود و.[۱۷] او د ځینې مجاهدینو په وینا، هغه په ځلونو ځلونو طالبانو او القاعدې سره د مقابلې لپاره افغانستان ته حاضر شوی و.[۱۸] په افغانستان کې په دره پنجشیر کې احمد شاه مسعود او مجاهدینو سره د هغه د ملاقات فلم خپور شوی دی.[۱۹]

د افغانستاني پوځ په وینا، په افغانستان کې د سلیماني شتون بریالیتوب سره و، ځکه چې هغه یو دوستانه شخصیت درلود چې په اسانۍ سره یې د بل لوري باور ترلاسه کاوه او د ځواکونو ترمنځ د اوربند او همکارۍ لپاره د زمینې د برابرولو عالي وړتیا یې درلوده.[۲۰]

قاسم سلیمانی د احمدشاه مسعود تر څنګ

په لبنان او فلسطین کې اسرائیلو سره مقابله

پر لبنان د اسرائیلو د یرغل پر مهال د ۳۳ ورځنۍ جګړې پر مهال، قاسم سلیماني د بیروت په جنوبي سیمو او په لبنان کې د حزب الله د عملیاتو په مرکزي قومانداني کوټه کې موجود و.[۲۱]

د حماس د غورځنګ د مشرانو په وینا، هغه له حماس سره ژورې اړیکې درلودې او د فلسطین له مقاومت څخه یې ملاتړ کاوه.[۲۲] د دې پر بنسټ، هغه وتوانید چې حماس د اسرائیلو پر ضد په پرمختللو وسلو سمبال کړي.[۲۳] او د ځمکې لاندې تونلونه چې له اسرائیلو سره د مقابلې لپاره کیندل شوي وو، د عماد مغنيه او قاسم سلیماني له عملیاتي پلانونو څخه وو.[۲۴]

سیدحسن نصرالله د قاسم سلیمانی او عماد مغنیه تر څنګ

په عراق کې له داعش سره مقابله

قاسم سلیماني په عراق[۲۵] او سوریه کې د داعش پر وړاندې د مبارزې له قوماندانانو څخه و[۲۶]. داعش یوه تکفیري ډله وه چې په عراق کې د صدام له حکومت ختمیدو وروسته چې کله حکومت د چا په لاس کې نه و هغه وخت پیدا شوه[۲۷] په ۲۰۱۴ کې چې کله د موصل ښار د داعش په لاس ورغی او بغداد هم تر ماتی خوړلو حد ته نږدی و، قاسم سلیمانی د عراق مرجع تقلید سید علی سیستاني سره وکتل او له هغه وروسته آیت الله سیستاني د داعش پر ضد د جهاد فتوا صادره کړه[۲۸] هغه د حشد الشعبي د ځواکونو یوه برخه جوړه کړه او له عراق څخه د داعش په شړلو کې یې اغیزناکه ونډه درلوده، تر دې حده چې حیدر العبادي د عراق د هغه وخت لومړي وزیر د قاسم سلیمانی نامه د داعش پر ضد له اصلي متحدانو په توګه یاده کړه.[۲۹][۳۰]

د داعش پر ضد په ډیرو عملیاتو کې، سلیماني د ولسي خوځښت ځواکونو، د عراق پوځ او د عراق د کردستان سیمه ایز حکومت ځواکونو ته مشوره ورکړې؛ له هغو ځینې د عراق په صلاح الدین ولایت کې د آمرلي ښار آزادول،[۳۱] د تکریت بیا نیول،[۳۲] د عراق په شمال کې د اربیل په ښار کې د داعش د نفوذ مخه نیول،[۳۳] او همدارنګه په سامرا کې د داعش پر وړاندې جګړه.[۳۴]

په سوریه کې د تکفیري ډلو سره جګړه

په سوریه کې د داعش او تکفیری ډلو سره د مبارزې لپاره، سلیماني د سوریې ملي دفاعي ځواکونه تنظیم کړل [۳۵] په 2011 کې، د هغه تر قوماندې لاندې ځواکونه چې د فاطمیون لښکر او د زینبیون لښکر په ګډون د حرم د مدافعینو په نوم پیژندل شوی، سوریې ته لاړ.[۳۶][۳۷] د بوکمال ښار[۳۸] د حمص په جنوب کې د تدمر تاریخي ښار[۳۹] او د القصیر ښار آزادي د سوریې په جنګ کې د هغه له لاس راوړنو څخه وو.[۴۰]

د داعش د ختمیدو اعلان

قاسم سلیماني د ایران د اسلامي جمهوریت رهبر سید علي خامنه ای ته په یوه لیک کې چې د ۱۳۹۶ کال د لړم د میاشتې په ۳۰ په ایراني رسنیو کې خپور شو، قاسم سلیماني د داعش د واکمنۍ د ختمیدو اعلان وکړ او د عراق پولې ته څیرمه د سوریې په ښارونو بوکمال کې یې د سوریې د بیرغ د پورته کولو خبر ورکړ.[۴۱] له دې وړاندې هم سلیماني په ۱۳۹۶کال کې د وږي د میاشتې په ۳۰ دا وعده کړې وه چې له درې میاشتو په کمه موده کې به د نړۍ له مخ د داعش نامه ورکه کړي.[۴۲]

د داعش د ختمولو په اړه د قاسم سلیماني لیک ته د ایران د اسلامي جمهوریت د معظم رهبر د ځواب یوه برخه:

تاسو د داعش د سرطاني او وژونکې ډلې په شنډولو سره نه یوازې د سیمې او اسلامي نړۍ بلکې د نړۍ ټولو ملتونو او انسانیت ته ستر خدمت کړی دی.[۴۳]

د مزارونو د بیا رغونې او اربعین ته د پیاده تږ دفتر

د سپڅلو مزارونو د بیارغونې مرکزي دفتر د قاسم سلیماني د قوماندې پرمهال د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک په مستقیم ملاتړ سره جوړ شو او د سلیماني لخوا یې مسؤل هم وټاکل شو.[۴۴] قاسم سلیماني د اربعین پیاده تګ زوارانو لپاره د امنیت په برابرولو او همدارنګه د اربعین د زوارانو لپاره د لوژیستیکي مرستو او اسانتیاوو په برابرولو کې هم رول لوبولی دی؛[۴۵] لکه څه رنګ چې د هغه هڅو سره د ایراني اربعین زوارانو لپاره د عراق ویزې هم خمتې شوي دي.[۴۶]

پوځي درجې

قاسم سلیماني ته په ۱۳۹۷ کال کې د ایران د اسلامي جمهوریت د رهبر له خوا د ذوالفقار د جایزې ورکول

قاسم سلیماني په ۱۳۸۹ کال کې د ایران د وسله والو ځواکونو له لوی مشر سید علي خامنه اي څخه د ډګر جنرال رتبه ترلاسه کړه.[۴۷] همدارنګ د ۱۳۹۷کال د سلواغی د میاشتې په ۱۹د ایران د اسلامی جمهوري مشر هغه ته د ذوالفقار نشان ډالۍ کړ.[۴۸] د ایران د اسلامی جمهوري د قانون له مخې دغه نظامي ډالۍ هغه لویو قوماندانانو او د عالي رتبې مشرانو ته ورکول کیږي چې اقدامات یې د عملیاتو په پلان او لارښود بریالي شوي وي او ښې پایلې او لاس راوړنې یې لرلي وی.[۴۹] سلیماني په 1357 کې د ایران له انقلاب وروسته لومړی کس و چې د ذوالفقار جایزه یې ترلاسه کړه.[۵۰] هغه همدارنګ په ۱۳۹۸ کال کې له شهادته وروسته د ستر جنرالی نظامي رتبې ته رسېدلی دی.[۵۱]

خاص ځانګړنې

د اسلامی جمهوریت د معظم رهبر له قوله، د سلیمانی په ژوند کښې د نړۍ له شیطانانو او شرارتونو سره د مبارزې په ډګرونو کښې د کلونه اخلاص او زړورتیا او د شهادت د کلنو هیلې څرګندې دی.[۵۲] په بېلابېلو برخو کې د ده ځينې نورې ځانګړنې عبارت دي له: له اهل بیت(ع) سره مینه او عقیدت، ولایت مداري، تعبد او معنویت، پوځي هوښیارتیا، د شجاعت او د جګړې روحیه، د شهادت غوښتنې روحیه، اخلاص، له پولو هاخوالی، د ډیپلوميسي په ډګر کې لوړوالی، سخت کاري، نظم او انضباط او په چارو کې زیرتیا، اعتدال او د خلکو تر مینځ شونه.[۵۳] د مقاومت نړیواله څېره چې په اسلام کې د امام خمیني په مکتب کې روزل شوی و[۵۴] د قربانۍ او پرهېزګارۍ له جذبې ډک، د خدای په لاره کې بې پروايي او د خدای په لار کې جهاد او په خپلې ذمه وارۍ عمل کول.[۵۵]

غوره ویناوې

  • د اسلامي حکومت د جوړولو زړورتيا چې د دين ټولو ستنو ته هویت او شخصیت ورکړي دا د امام يوه ځانګړې نښه وه. د امام خدمت د بل چا له هیڅ یو کار سره نه شي پرتله کېدای.[۵۶]
  • د يووالي تر ټولو مهمه برخه د بنسټيزو مسايلو په اړه يووالى دى.[۵۷]
  • كه خداى له چا سره مينه وكړي، نو د هغه له مینې او محبته د ټولو زړونه ډکوي.[۵۸]

د بغداد په هوايي ډګر کې شهادت

د ۲۰۱۸ کال د سلواغي په ۱۳ قاسم سلیماني د بغداد هوايي ډګر ته څېرمه د هغه په موټر د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په یوه تروریستي برید کې د حشد الشعبي (د عراق د خلکو د تحرک) مرستیال ابو مهدي المهندس په ګډون له یو شمېر نورو کسانو سره شهید شو.[۵۹]

له دغه برید څو ساعته وروسته د امریکا دفاع وزارت یوه اعلامیه خپره کړه او اعلان یې وکړ چې د قاسم سلیماني پر موټر برید د امریکې د هغه وخت د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په امر ترسره شوی دی.[۶۰]

په قاسم سلیماني تر دې وړاندې هم څو ځله برید شوی و؛ نوموړی د لومړي ځل لپاره په ۱۳۶۰ کال کې د یوه ډاکټر له خوا ورباندې برید وشو هغه ډاکټر چې د مجاهدین خلق له سازمان سره يې تړاو درلود،.[۶۱] په ۱۳۹۸ کال کې د تلی د میاشتې په لومړيو کې، حسین طائب چې د سپاه د اطلاعاتو د حفاظت د سازمان مشر و دا خبر ورکړ چې داسې کسان يې نیولي دي چې غوښتل یې چې قاسم سلیماني په کرمان کې ووژني.[۶۲]

غبرګونونه

«د هغه څه په وړاندې چې هغه د هیواد بلکې د سیمې لپاره سرچینه شو د هغو په وړاندې زه احترام کوم».[۶۳]

د ترهگرو عملیاتو په ترڅ کې د قاسم سلیماني شهیدیدل د نړۍ په بیلا بیلو هیوادونو کې د احتجاجونو سبب شول او د ایران او د نړۍ په نورو هیوادونو کې د هغه د یاد په خاطر مراسم جوړ شول او د ایران او نورو هیوادونو سیاسي او مذهبي شخصیتونو هم د هغه د شهادت په اړه غبرګون وښود. د ایران د اسلامي جمهوریت رهبر سید علي خامنه اي په یوه پیغام کې هغه د مقاومت نړیواله څېره بللې او د هغه د شهادت په مناسبت یې په ایران کې درې ورځنی ملي ماتم اعلان کړی دی[۶۴] د ایران د درې ګونو قواوو د مشرانو او د ایران او عراق د چارواکو په ګډون نورو سیاسي او مذهبي شخصیتونو او د تقلید مراجعو د هغه د زړورتیا، اخلاص او قربانۍ وستایلې.[۶۵]

په لبنان کې د حزب الله لوی مشر سید حسن نصرالله، په یمن کې د انصارالله مشر سید عبدالملک بدرالدین الحوثي او د سوریې، لبنان او عراق ولسمشران هغه غیر ایراني سیاسي شخصیتونه وو چې د سلیماني شهادت یې وغندلو.[۶۶] د افغانستان ولسمشر[۶۷]، ترکیې ولسمشر[۶۸] او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د هغه شهادت د ایران ملت ته تسلیت ووایه.[۶۹] د ملګرو ملتونو ځانګړي خبريال اګنیس کالامارد د قاسم سلیماني او ابو مهدي المهندس دا ترور غیر قانوني او له نړیوالو قوانینو سرغړونه بللې ده.[۷۰] یو امریکايي تاریخ لیکونکي یرواند آبراهامیان هم ټینګار کړی چې ایرانیانو امریکا د یو سازشي حکومت په توګه ګڼله او له دې وروسته به دغه حکومت یو تروریستي حکومت ګڼي.[۷۱] مایکل مور په نوم یو امریکايي فلم جوړونکي د امریکا د حکومت دغه کړنه په کلکه وغندله او د امریکا حکومت یې په ښکاره توګه جنګ غوښتونکی وباله.[۷۲]

پایلې

د قاسم سلیماني د شهادت ځینې پایلې دا دي:

  • له عراق څخه د امریکایانو د ویستلو د پلان تصویب: د قاسم سلیماني او ابو مهدي المهندس له شهادت وروسته د عراق ځینو سیاسي ډلو او د دغه هیواد یو شمیر خلکو له عراق څخه د امریکايي پوځیانو د وتلو غوښتنه وکړه. د ۱۳۹۸ کال د مرغومي د میاشتې په ۱۵مه د عراق پارلمان په یوه بیړنۍ غونډه کې له عراق څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پلان تصویب کړ[۷۳] که څه هم د حشد الشعبي پر پوستو د امریکا له بریدونو وروسته له عراق څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو موضوع راپورته شوې وه او لوی مرجع تقلید سید کاظم حائري هم په عراق کې د امریکايي ځواکونو پاتې کېدل حرام اعلان کړ.[۷۴]
  • په عین الاسد هوايي اډه د ایران توغندیز برید: د ۱۳۹۸ کال د مرغومي د میاشتې په ۱۸نیټه د قاسم سلیماني د وژل کیدو په غبرګون کې د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران، د عین الاسد په هوايي اډه چې په عراق کې د امریکا پوځي اډه وه، توغندیز برید وکړ.[۷۵]
  • د مرغومي د میاشتې ۱۳مه، د مقاومت د نړیوالې ورځې په توګه د ایران د اسلامی جمهوریت په کلیزه کښې نومول شوې ده[۷۶]

جنازه او دفن

د قاسم سلیماني د جنازې مراسم له ابو مهدي المهندس او نورو ملګرو سره ۱۳۹۸ کال د مرغومي په ۱۴ مه نېټه د بغداد، کربلا او نجف په ښارونو کې د سیاسي او مذهبي شخصیتونو او د عراق د عامو خلکو په ګډون کې ترسره شول.[۷۷] په کربلا کې د حضرت عباس د مزار مشر سید احمد الصافی[۷۸] او په نجف کې شیخ بشیر نجفي د هغه په جنازه لمونځ ادا کړ.[۷۹] بیا د ایرانی شهیدانو او ابو مهدی المهندس جنازه ایران ته راوړی شوه او د مرغومي په ۱۵مه په اهواز او مشهد کې او د مرغومي په ۱۶ مه په تهران او قم کې د هغه جنازه ترسره شوه.

د ایران د اسلامي جمهوریت مشر سید علي خامنه اي د ۱۳۹۸ کال د مرغومي په ۱۶ مه په تهران کې د قاسم سلیماني او د هغه د نورو ملګرو په ګډون د ابو مهدي المهندس د جنازې لمونځ وکړ.[۸۰] د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه په تهران کې د هغه د جنازې په مراسمو کې د فلسطین د ازادۍ لپاره د قاسم سلیماني هڅې وستایلې او هغه یې «د قدس شهید» وباله.[۸۱] د روس خبري آژانس روسیا الیوم، د هغه جنازه د امام خمیني له جنازې وروسته د تاریخ تر ټولو لویه جنازه وګڼله[۸۲] د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي د ویاند په وینا، د سلیماني په جنازه کې شاوخوا ۲۵ میلیونه کسانو ګډون کړی و[۸۳]

د قاسم سلیمانی جنازه د مرغومي د میاشتې په ۱۷ په کرمان ادا شوه او د ۱۳۹۸کال د مرغومی د میاشتی په ۱۸ په دې ښار کې خاورو ته وسپارل شو.[۸۴]

په کرمان کې د ۱۳۹۸ کال د مرغومي د میاشتې په ۱۷ د قاسم سلیمانی جنازه

وصیت‌نامه

د هغه وصیت له مخې چې د۱۳۹۸کال د سلواغي د میاشتې په ۲۴ نیټه د قاسم سلیماني په څلویښتمه ورځ په تهران کې د قدس ځواکونو د قوماندان اسماعیل قاآني له خوا ولوستل شو[۸۵] د سید علي خامنه ای په پیروۍ او د ستر ولایت فقیه په ملاتړ، د شهیدانو بچیانو ته د پاملرنې او د ایران د وسله والو ځواکونو درناوي ته پاملرنه شوې وه او په یوه برخه کې يې د اسلامي جمهوریت اهمیت یاده شوې وه. او دا یې د حسین بن علي علیه السلام د قوماندې ځای او د حرم په توګه ستایلی و او ګواښ یې ورکړی و که چرته دښمن دا حرم له منځه یوړ نو یو حرم به هم پاتی نه شي، نه ابراهیمي حرم او نه محمدي(ص) حرم.[۸۶] سلیماني د څلویښتمې مراسم د ایران په بیلا بیلو ښارونو او ځینو نورو هیوادونو کې ترسره شو.[۸۷]

د نورو له نظره

په ۲۰۱۹ کال کې په خپله ځانګړې ګڼه کې چې امریکايي مجله فارن پالیسي هر کال د نړۍ د سلو مفکرینو د معرفي کولو لپاره خپروي، قاسم سلیماني د دفاع او امنیت په برخه کې د لسو مخکښو مفکرینو په نوملړ کې شامل شو.[۸۸] د امریکا د پوځ د یوه قوماندان په وینا، جنرال سلیماني د ستراتیژیکو اړیکو په برخه کې د یو صحیح حساب کوونکی او عملیات کوونکی دی چې په سیمه کې د ایران موقعیت مزبوت کړ او د شیعو په متحدولو او ځواکمنتیاو کې بریالی و.[۸۹] ځینې سیاسي شنونکي په دې باور دي چې قاسم سلیماني په نړۍ کې له ټولو لوړو جنرالان څخه بلل کېدای شي.[۹۰]

هنري او رسنۍ کارونه

د قاسم سلیماني له شهادت وروسته د 1398 کال د مرغومي په ۲۳ مه په قم کې د «نقش نګین سلیماني» په نوم یوه هنري غونډه جوړه شوه. په دې هنري ورکشاپ کې د خوشنویسۍ، خطاطۍ، نقاشۍ، انځورګرۍ او معرق استادانو او محصلینو د «مقاومت و شهدای جنایت اخیر رژیم تروریستی آمریکا» تر عنوان لاندې هنري اثار وړاندې کړل.[۹۱]

همدارنګه د قاسم سلیماني د ژوند د اړخونو په اړه د «سرو بلند انقلاب اسلامی» تر سرلیک لاندې د هنري اثارو د جوړولو ورکشاپ د ایران د اسلامي هنرونو (خصوصي) څانګې د پروفیسور فرشچیان لخوا د ۱۳۹۸ کال د سلواغي د میاشتې په ۱۷مه او ۱۸مه نېټه ترسره شوه.[۹۲] د «مکتب حاج قاسم سلیمانی» تر عنوان لاندې د رسنو د تولیداتو یادونه د ۱۳۹۹ کال د مرغومي په میاشت کې په اهواز کې ترسره شوه.[۹۳]

د قاسم سلیماني د ژوند او فعالیتونو په اړه بېلابېل مستند فلمونه جوړ شوي دي. لکه «قاسم»،[۹۴] «خاطرات آن مرد»،[۹۵] «۷۲ ساعت»[۹۶] او «د جنوري په پیل کې».[۹۷] همدارنګه، مستند فلم «قاسم» په هسپانوي ژبه ژباړلی شوی او په هسپانیا تلویزیون کې د نړۍ په کچه د هسپانوي ویناوالو لپاره خپور شوی دی.[۹۸] د فنلینډ ټیلیویژن هم د قاسم سلیماني په هکله یو مستند نشر کړی دی.[۹۹]

د «حاج قاسم» په نامه د کتاب سرمخ

ځانګړي کتابونه

د قاسم سلیماني په اړه ډېر اثار خپاره شوي چې ځینې یې دا دي:

  • « از چیزی نمی‌ترسیدم؛ له هیچا نه ډارېدم»؛ د قاسم سلیماني په خپل لاس لیکلی ژوند لیک، ۱۳۶ مخونو کتاب چې په ۱۳۹۹ کال کې چاپ شو. دې کتاب کې د قاسم سلیماني په خپل لاس لیکلی د هغه د ماشومتوب او ژوند څخه د کرمان په قنات ملک کلي کې په ۱۳۵۷ کې د پهلوي حکومت پروړاندې مبارزې هم شاملې دي[۱۰۰]
  • «حاج قاسم: جستاری در خاطرات حاج قاسم سلیمانی»، یو ۱۶۷ مخیز کتاب چې د ایران او عراق د جګړې پر مهال د قاسم سلیماني ځینې خاطرې او ویناوې په کښې راټولې شوي دي. دا کتاب په ۱۳۹۴ لمریز کال کې د «یازهرا» مطبعې له خوا چاپ شوی دی[۱۰۱] دغه کتاب په عربي ژبه ژباړل شوی او په لبنان کې د جمعیت المعارف له خوا خپور شوی دی.[۱۰۲]
د «از چیزی نمی‌ترسیدم» په نامه د کتاب سرمخ
  • «سربازان سردار» د "مرتضی کرامتي" لخوا لیکل شوی په دې کتاب کې هم د قاسم سلیماني او شهیدانو په اړه چې د حرم دفاع یې کړې وه لیکل شوی دي. دا کتاب د «آیکوت پازار باشی» له خوا ژباړل شوی او د ترکیې په استانبول کې د feta خپرندویې ټولنې له خوا خپور شوی دی. دا کتاب ۲۰۸ مخونه لري.[۱۰۳]
  • «سلوک در مکتب سلیمانی»، د محمد جواد رودګر په لیکنه، د اسلامي فرهنګ او فکر د څیړنیز انستیتیوت د معاصر علم او فکر فرهنګي بنسټ له خوا په 264 مخونو کې په 1399 کال کې خپور شوی دی. په دې کتاب کې د قاسم سلیماني د ټولنیز تصوف اصول او طریقې تشریح شوي دي.[۱۰۴]
  • «عقل سرخ» په دې کې د قاسم سلیماني د شخصیت او نړۍ لید په اړه د انسانیت او ټولنیزو علومو د پوهانو د مقالو او یادښتونو ټولګه شامله ده.[۱۰۵]
  • «سلیمانی عزیز»، د قاسم سلیماني د ژوند، جګړې او د هغه د وصیت متن په ۲۵۶ مخونو کې خپور شوی دی.[۱۰۶]
  • «شاخص‌های مکتب سلیمانی»، په دې کې د قاسم سلیماني د اعتقادي او کلتوري شخصیت ځانګړنې شاملې دي چې په ۱۳۹۹ کال کې خپور شوی دی.[۱۰۷]

اړونده لیکنې

فوټ نوټ

  1. ↑ «روایت زندگی و کارنامه سردار قاسم سلیمانی»، سایت خبری عصر ایران.
  2. ↑ سلیمانی، از چیزی نمی‌ترسیدم، ۱۳۹۹ش، ص۵۹.
  3. ↑ سلیمانی، از چیزی نمی‌ترسیدم، ۱۳۹۹ش، ص۶۴-۶۵.
  4. ↑ «روایت ازدواج سردار سلیمانی در دوران جنگ»، سایت خبرآنلاین.
  5. ↑ «حاج قاسم چند فرزند دارد؟»، سایت مشرق‌نیوز.
  6. ↑ سردار حاج قاسم سلیمانی خادم حرم امام رضا(ع) شد، خبرگزاری حوزه.
  7. ↑ «چرا حاج قاسم را سردار دل‌ها می‌نامند؟»، خبرگزاری دفاع مقدس.
  8. ↑ میرزایی، نبرد کرخه کور، ۱۳۹۰، ص۸۲.
  9. ↑ «روایت زندگی و کارنامه سردار قاسم سلیمانی»، سایت خبری عصر ایران.
  10. ↑ «سردار سلیمانی و کسانی که لقب "مردی در سایه" را به او می‌دهند»، باشگاه خبرنگاران جوان.
  11. ↑ میرزایی، نبرد کرخه کور، ۱۳۹۰، ص۸۲.
  12. ↑ میرزایی، نبرد کرخه کور، ۱۳۹۰، ص۸۲.
  13. ↑ «سردار سلیمانی و کسانی که لقب "مردی در سایه" را به او می‌دهند»، باشگاه خبرنگاران جوان.
  14. ↑ «حکم انتصاب سرتیپ قاسم سلیمانی به فرماندهی سپاه قدس سپاه پاسداران انقلاب اسلامی»، پایگاه اطلاع‌رسانی آیت‌الله خامنه‌ای.
  15. ↑ نیروی قدس سپاه چگونه شکل گرفت؟، سایت قدس آنلاین.
  16. ↑ «قاسم سلیمانی و افغانستان»، سایت هشت صبح.
  17. ↑ «قاسم سلیمانی و افغانستان»، روزنامه هشت صبح.
  18. ↑ «حضور جدی سردار سلیمانی در کنار مقاومت‌گران افغانستان»، روزنامه هشت صبح.
  19. ↑ «فیلمی دیده نشده از حضور سردار سلیمانی در دره پنجشیر افغانستان»، خبرگزاری برنا.
  20. ↑ «قاسم سلیمانی از زبان میزبان‌های افغانش» سایت تلویزیون ایران اینترنشنال.
  21. ↑ «نقش حاج قاسم سلیمانی در جنگ تموز لبنان»، خبرگزاری رسا.
  22. ↑ «حمدان للميادين: الشهيد سليماني لعب دوراً مهماً في تعبئة صفوف المقاومين»، سایت المیادین.
  23. ↑ «حمدان للميادين: الشهيد سليماني لعب دوراً مهماً في تعبئة صفوف المقاومين»، سایت المیادین.
  24. ↑ «قاسم سلیمانی فی غزة»، سایت قناة العالم.
  25. ↑ «حقایقی ناشنیده از حضور سردار قاسم سلیمانی در عراق»، خبرگزاری فارس.
  26. ↑ «تصاویری از سردار سلیمانی در نبرد با داعش»، سایت آفتاب‌نیوز.
  27. ↑ نباتیان، زمینه‌های فکری سیاسی جریان بعثی تکفیری داعش، ۱۳۹۳ش، ص۸۷.
  28. ↑ «شهید سلیمانی مشاور آیت‌الله سیستانی در صدور فتوای جهاد کفایی بود».
  29. ↑ «اعترافات مامور سابق FBI درباره سردار سلیمانی»، خبرگزاری ایسنا.
  30. ↑ Soufan, «Qassem Soleimani and Iran’s Unique Regional Strategy», 2018.
  31. ↑ الإعلام الإیرانی یؤکد أن الجنرال الإیرانی قاد متطوعی الحشد الشعبی فی معارک مهمة.
  32. ↑ حقائق عن عملیات تحریر تکریت .
  33. ↑ قائد بالحرس الثوری: سلیمانی استطاع مع ۷۰ شخصا صد هجوم داعش علی اربیل، خبرگزاری فارس.
  34. ↑ العبادی :لم التقِ سلیمانی فی سامراء وواشنطن لیست قلقة من الدعم الإیرانی.
  35. ↑ «بازخوانی نقش سردار سلیمانی در برقراری ثبات و آرامش؛ از میدان جنگ تا میز مذاکره»، سایت خبرگزاری تسنیم.
  36. ↑ «اعترافات مامور سابق FBI درباره سردار سلیمانی.».
  37. ↑ Soufan, «Qassem Soleimani and Iran’s Unique Regional Strategy», 2018.
  38. ↑ «روایت دست‌اول از آزادسازی بوکمال»، سایت خبرگزاری مهر.
  39. ↑ «عملیات آزادسازی شهر تدمر»، سایت خبرگزاری دفاع مقدس.
  40. ↑ «کدام سردار ایرانی پیروزی طلایی ارتش سوریه را رقم زدند؟»، سایت قدس آنلاین.
  41. ↑ «نامه سرلشکر قاسم سلیمانی به رهبر انقلاب درباره پایان سیطره داعش»، پایگاه اطلاع‌رسانی آیت‌الله خامنه‌ای.
  42. ↑ «وعده سردار سلیمانی؛ جشن نابودی داعش تا دو ماه دیگر»، سایت خبرگزاری صدا و سیما.
  43. ↑ «پاسخ رهبر انقلاب به نامه سرلشکر قاسم سلیمانی درباره پایان سیطره داعش»، پایگاه اطلاع‌رسانی آیت‌الله خامنه‌ای.
  44. ↑ «صفر تا صد فعالیت‌های ستاد بازسازی عتبات با تدبیر حاج قاسم بود»، سایت ستاد بازسازی عتبات عالیات.
  45. ↑ ناگفته‌هایی از نقش حاج قاسم در احیای مراسم اربعین، خبرگزاری ایسنا.
  46. ↑ «نقش سردار سلیمانی در پیاده‌روی اربعین»، سایت خبرگزاری بین المللی قرآن.
  47. ↑ «همه سرلشکرهای نیروهای مسلح ایران/ قاسم سلیمانی، رشید، ایزدی، شمخانی و...»، سایت خبرآنلاین.
  48. ↑ «سردار سلیمانی نشان ذوالفقار را از رهبر انقلاب دریافت کرد+ تصویر نشان»، باشگاه خبرنگاران جوان.
  49. ↑ ««نشان عالی ذوالفقار» به چه کسانی داده می‌شود؟»، خبرگزاری فارس.
  50. ↑ «سردار سلیمانی نشان ذوالفقار را از رهبر انقلاب دریافت کرد+ تصویر نشان»، باشگاه خبرنگاران جوان.
  51. ↑ درجه نظامی که سردار سلیمانی قبل از شهادت برای خود تعیین کرد، باشگاه خبرنگران جوان.
  52. ↑ https://farsi.khamenei.ir/message-content?id=44554
  53. ↑ https://www.borna.news/بخش-استان-ها-11/962548-ویژگی-شاخص-حاج-قاسم-سلیمانی
  54. ↑ https://farsi.khamenei.ir/message-content?id=44554
  55. ↑ https://farsi.khamenei.ir/speech-content?id=47021
  56. ↑ https://www.masjed.ir/fa/newsagency/29374/
  57. ↑ https://marada.ir/media/
  58. ↑ http://irdiplomacy.ir/fa/news/1953405/
  59. ↑ «اخبار لحظه به لحظه از شهادت حاج "قاسم سلیمانی" و "ابومهدی المهندس" و واکنش‌ها به آن»، خبرگزاری ابنا.
  60. ↑ «جزئیات و جنبه‌هایی از چگونگی و چرایی کشته شدن قاسم سلیمانی»، سایت دویچه‌وله فارسی.
  61. ↑ «ماجرای ترور نافرجام حاج قاسم در مشهد»، باشگاه خبرنگاران جوان.
  62. ↑ «شکست طرح ترور سردار سلیمانی در کرمان»، سایت تابناک.
  63. ↑ «بیانات رهبر انقلاب در دیدار مردم قم، ۱۸ دی ۱۳۹۸ش، ، پایگاه اطلاع‌رسانی آیت‌الله خامنه‌ای.».
  64. ↑ «پیام تسلیت رهبر انقلاب در پی شهادت سردار شهید سپهبد قاسم سلیمانی و شهدای همراه او»، پایگاه اطلاع‌رسانی آیت‌الله خامنه‌ای.
  65. ↑ «پیام‌های تسلیت مراجع تقلید، علما و شخصیت‌های حوزوی به شهادت سردار سلیمانی»، خبرگزاری حوزه.
  66. ↑ «بازتاب شهادت سردار سلیمانی در رسانه‌های منطقه»، سایت باشگاه خبرنگاران جوان.
  67. ↑ «رئیس جمهور افغانستان شهادت سردار سلیمانی را به ملت ایران تسلیت گفت»، سایت خبرگزاری صدای افغان.
  68. ↑ «واکنش اردوغان به شهادت سردار سلیمانی»، سایت تحلیلی خبری عصر ایران.
  69. ↑ «واکنش‌های روسیه و چین به شهادت سردار سلیمانی»، سایت خبری همشهری آنلاین.
  70. ↑ «سازمان ملل: ترور سلیمانی غیرقانونی و نقض حقوق بین‌الملل بود»، خبرگزاری مهر.
  71. ↑ «آبراهامیان: هدف قرار دادن سلیمانی تروریسم بود»، سایت تابناک.
  72. ↑ «واکنش دوباره مایکل مور: معذرت می‌خواهیم؛ این دیوانگی است»، خبرگزاری ایسنا.
  73. ↑ «مفاد تصمیم پارلمان عراق درباره اخراج نیرو‌های آمریکایی»، سایت تابناک.
  74. ↑ «فتوای آیت الله حائری درباره حضور آمریکایی‌ها در عراق»، سایت خبرآنلاین.
  75. ↑ «انتقام سخت با شلیک دهها موشک به پایگاه آمریکایی عین‌الاسد»، خبرگزاری ایرنا.
  76. ↑ «۱۳ دی روز جهانی مقاومت شد»، خبرگزاری تسنیم.
  77. ↑ «پیکرهای پاک سردار سلیمانی و المهندس وارد نجف شدند»، خبرگزاری فارس.
  78. ↑ «نماز میت به امامت احمد صافی بر پیکر سردار سلیمانی»، سایت شهرآرا نیوز.
  79. ↑ «نماز میت به امامت احمد صافی بر پیکر سردار سلیمانی»، سایت شهرآرا نیوز.
  80. ↑ «اقامه نماز بر پیکر شهید سپهبد قاسم سلیمانی و یاران مجاهد او»، پایگاه اطلاع‌رسانی آیت‌الله خامنه‌ای.
  81. ↑ «إسماعيل هنية: قاسم سليماني "شهيد القدس"»، شبکه الجزیره.
  82. ↑ «طهران تودع سلیمانی بأکبر جنازة منذ تشییع الخمینی».
  83. ↑ «سردار شریف: ۲۵ میلیون نفر در مراسم تشییع «حاج قاسم» شرکت کردند»، خبرگزاری فارس.
  84. ↑ «پیکر سردار سلیمانی به خاک سپرده شد»، سایت شبکه خبر.
  85. ↑ «متن وصیت‌نامه سردار سلیمانی منتشر شد»، سایت تابناک.
  86. ↑ «وصیت‌نامه سردار حاج قاسم سلیمانی منتشر شد+ متن کامل»، خبرگزاری حوزه.
  87. ↑ «متن وصیت‌نامه سردار سلیمانی منتشر شد»، سایت تابناک.
  88. ↑ «سردار سلیمانی جزو ۱۰ متفکر برتر حوزه دفاعی نشریه فارن پالیسی شد»، خبرگزاری فارس.
  89. ↑ «ژنرال آمریکایی: قاسم سلیمانی مورد احترام دوستان و دشمنانش است»، سایت خبرگزاری دانشجو.
  90. ↑ «কাসেম সোলাইমানি: দুনিয়ার এক নম্বর জেনারেল!»، در سایت خبرگزاری پروتوم آلا.
  91. ↑ «کارگاه هنری نقش نگین سلیمانی در قم برپا شد»، پایگاه اطلاع‌رسانی خبر قم.
  92. ↑ «اثر هنری سردار آسمانی حاوی نمادهای مقاومت، شهادت و آسمانی شدن سردار سلیمانی است»، خبرگزاری آنا.
  93. ↑ «نخستین یادواره تولیدات رسانه‌ای مکتب شهید سلیمانی»، سایت شبکه خبر.
  94. ↑ «مستند "قاسم"، شهید قاسم سلیمانی از تولد تا شهادت و چهار دهه فعالیت مرد میدان»، خبرگزاری صدا و سیما.
  95. ↑ «مستندساز حوزه مقاومت: مستند "خاطرات آن مرد" را به عشق سردار سلیمانی ساختم»، خبرگزاری ایرنا.
  96. ↑ «ساخت مستند "۷۲ ساعت‌" با موضوع سه روز پایانی زندگی سپهبد شهید حاج قاسم سلیمانی»، خبرگزاری دانشجو.
  97. ↑ «مجاهدت‌های شهید سلیمانی در "اوایل ژانویه" از شبکه یک»، ایرنا.
  98. ↑ «پخش "قاسم" برای اسپانیایی‌زبان‌ها/ فرماندهی میدانی سردار مستند شد»، خبرگزاری مهر.
  99. ↑ «پخش مستند شهید حاج قاسم سلیمانی از تلویزیون فنلاند + فیلم»، باشگاه خبرنگاران جوان.
  100. ↑ «کتاب از چیزی نمی ترسیدم»، وبگاه ایران‌کتاب.
  101. ↑ «بخش‌های خواندنی کتاب حاج قاسم»، خبرگزاری مهر.
  102. ↑ «انتشار ترجمه عربی کتاب "حاج قاسم" در لبنان»، سایت مشرق‌نیوز.
  103. ↑ «انتشار کتاب سربازان سردار»، خبرگزاری ایسنا.
  104. ↑ «سلوک در مکتب سلیمانی منتشر شد»، خبرگزاری مهر.
  105. ↑ «عقل سرخ؛ یادنامه علوم اجتماعی ایران برای حاج قاسم سلیمانی و جهان پس از شهادتش منتشر شد»، انتشارات دانشگاه امام صادق(ع).
  106. ↑ طهماسبی، سلیمانی عزیز، ۱۳۹۹ش، شناسنامه.
  107. ↑ شیرازی، شاخص‌های مکتب سلیمانی، ۱۳۹۹ش، ص۹-۱۱.

سرچينې

  • Soufan، Ali، «Qassem Soleimani and Iran’s Unique Regional Strategy»، The Combating Terrorism Center، NOVEMBER 2018، VOLUME 11، ISSUE 10، تاریخ بازدید: ۲۴ دی ۱۳۹۷.
  • «سردار سلیمانی جزو ۱۰ متفکر برتر حوزه دفاعی نشریه فارن پالیسی شد»، خبرگزاری فارس، تاریخ درج مطلب: ۷ بهمن ۱۳۹۷ش، تاریخ بازدید: ۲۹ آذر ۱۳۹۹ش.
  • کتاب «از چیزی نمی ترسیدم»، وبگاه ایران‌کتاب، تاریخ بازدید: ۹ تیر ۱۴۰۰ش.
  • «Who Is Qasem Soleimani, the Head of Iran's Quds Force That Attacked Israel»، در سایت روزنامه هائارتز، تاریخ درج مطلب: ۱۳ می‌۲۰۱۸، تاریخ بازدید: ۲۴ دی ۱۳۹۷.
  • «اعترافات مامور سابق FBI درباره سردار سلیمانی»، در خبرگزاری ایسنا،‌ تاریخ درج مطلب: ۲۸ آبان ۱۳۹۷، ۱۱ بهمن ۱۳۹۷.
  • «انتشار «سربازان سردار» به زبان ترکی استانبولی»، در خبرگزاری ایسنا، تاریخ درج مطلب: ۱۵ فروردین ۱۳۹۹، تاریخ بازدید: ۱۵ خرداد ۱۳۹۹.
  • «انتشار ترجمه عربی کتاب «حاج قاسم» در لبنان»، در سایت خبری مشرق، تاریخ درج مطلب: ۰۷ اسفند ۱۳۹۶، تاریخ بازدید: ۱۴ بهمن ۱۳۹۷.
  • «بخش‌های خواندنی کتاب «حاج قاسم»، در خبرگزاری مهر، تاریخ درج مطلب: ۱۳ آذر ۱۳۹۴، تاریخ بازدید: ۱۴ بهمن ۱۳۹۷.
  • «پاسخ رهبر انقلاب به نامه سرلشکر قاسم سلیمانی درباره پایان سیطره داعش»، در پایگاه اطلاع‌رسانی دفتر حفظ و نشر آثار آیت‌الله خامنه‌ای، تاریخ درج مطلب: ۳۰ آبان ۱۳۹۶، ۱۴ بهمن ۱۳۹۷ش.
  • «پخش «قاسم» برای اسپانیایی‌زبان‌ها/ فرماندهی میدانی سردار مستند شد»، مهر، تاریخ درج مطلب: ۵ دی ۱۴۰۰ش، تاریخ بازدید: ۸ دی ۱۴۰۰ش.
  • «پخش مستند شهید حاج قاسم سلیمانی از تلویزیون فنلاند + فیلم»، باشگاه خبرنگاران جوان، تاریخ درج مطلب: ۸ شهریور ۱۴۰۰ش، تاریخ بازدید: ۸ دی ۱۴۰۰ش.
  • «تصاویری از سردار سلیمانی در نبرد با داعش»، در پایگاه خبری آفتاب، تاریخ درج مطلب: ۰۱ آذر ۱۳۹۶، تاریخ بازدید:‌ ۱۱ بهمن ۱۳۹۷.
  • «حقایقی ناشنیده از حضور سردار قاسم سلیمانی در عراق»، در خبرگزاری فارس، تاریخ درج مطلب: ۷ آذر ۱۳۹۳، تاریخ بازدید: ۱۱ بهمن ۱۳۹۷.
  • «روایت جالب سردار سلیمانی از امدادهای الهی در عملیات کربلای ۵»، در سایت باشگاه خبرنگاران جوان، تاریخ درج مطلب:‌۱۹ دی ۱۳۹۷، تاریخ بازدید، ۱۳ بهمن ۱۳۹۷.
  • «روایت زندگی و کارنامه سردار قاسم سلیمانی»، در سایت عصر ایران، تاریخ درج مطلب: ۲ آذر ۱۳۹۶، تاریخ بازدید: ۷ بهمن ۱۳۹۷.
  • «سپاه قدس چگونه تشکیل شد؟»، خبرگزاری ایسنا، تاریخ درج مطلب: ۱۵ دی ۱۳۹۸، تاریخ بازدید: ۱۹ بهمن ۱۳۹۷.
  • «سردار سلیمانی چگونه زندگی می‌کند؟»در سایت نهاد نمایندگی مقام معظم رهبری دانشگاه آزاد اسلامی قزوین، تاریخ بازدید: ۸ بهمن ۱۳۹۷.
  • «سردار سلیمانی و کسانی که لقب "مردی در سایه" را به او می‌دهند»، در سایت باشگاه خبرنگاران جوان، تاریخ درج مطلب: ۱۷ اسفند ۱۳۹۴، تاریخ بازدید: ۷ بهمن ۱۳۹۷.
  • «قاسم سلیمانی مورد احترام دوستان و دشمنانش است»، در سایت خبرگزاری دانشجو، تاریخ بازدید: ۷ بهمن ۱۳۹۷.
  • «نامه سرلشکر قاسم سلیمانی به رهبر انقلاب درباره پایان سیطره داعش»، در پایگاه اطلاع‌رسانی دفتر حفظ و نشر آثار آیت‌الله خامنه‌ای، تاریخ درج مطلب: ۳۰ آبان ۱۳۹۶ش، تاریخ بازدید: ۱۱ بهمن ۱۳۹۷ش.
  • «همه سرلشکرهای نیروهای مسلح ایران/ قاسم سلیمانی، رشید، ایزدی، شمخانی و...»، در سایت خبرآنلاین،‌ تاریخ درج مطلب: ۱ شهریور ۱۳۹۶ش، تاریخ بازدید: ۱۱ بهمن ۱۳۹۷ش.
  • اثر هنری «سردار آسمانی» حاوی نمادهای مقاومت، شهادت و آسمانی شدن سردار سلیمانی است، خبرگزاری آنا، تاریخ انتشار: ۲۵ بهمن ۱۳۹۸ش.
  • بهمن، شعیب، «نقش نیروی قدس در حل بحران‌های غرب آسیا»، در مجله مطالعات راهبردی جهان اسلام، شماره ۶۹، بهار ۱۳۹۶ش.
  • تشریح نحوه برگزاری مراسم سالگرد شهادت سردار سلیمانی، خبرگزاری برنا، تاریخ انتشار: ۱۳۹۹/۱۰/۱۱ش.
  • عقل سرخ؛ یادنامه علوم اجتماعی ایران برای حاج قاسم سلیمانی و جهان پس از شهادتش منتشر شد، انتشارات دانشگاه امام صادق(ع).
  • «ساخت مستند «۷۲ ساعت» با موضوع سه روز پایانی زندگی سپهبد شهید حاج قاسم سلیمانی»، خبرگزاری دانشجو، تاریخ درج مطلب: ۷ دی ۱۴۰۰ش، تاریخ بازدید: ۸ دی ۱۴۰۰ش.
  • کارگاه هنری نقش نگین سلیمانی در قم برپا شد، پایگاه اطلاع‌رسانی خبر قم، تاریخ انتشار: ۲۳ دی ۱۳۹۸ش.
  • مؤمنیان، معصومه، ««شهیدی که سردار سلیمانی را با انقلابیون علیه شاه پیوند داد»، در خبرگزاری فارس، تاریخ درج مطلب: ۸ آبان ۱۳۹۷ش، تاریخ بازدید: ۸ بهمن ۱۳۹۷ش.
  • مراسم و راهپیمایی باشکوه مردم عراق در سالروز شهادت فرماندهان مقاومت، سایت خبری تابناک، تاریخ انتشار: ۱۴ دی ۱۳۹۹ش.
  • «مجاهدت‌های شهید سلیمانی در «اوایل ژانویه» از شبکه یک»، ایرنا، تاریخ درج مطلب: ۲۵ آبان ۱۴۰۰ش، تاریخ بازدید: ۸ دی ۱۴۰۰ش.
  • «مستندساز حوزه مقاومت: مستند «خاطرات آن مرد» را به عشق سردار سلیمانی ساختم»، ایرنا، تاریخ درج مطلب: ۸ دی ۱۴۰۰ش، تاریخ بازدید: ۸ دی ۱۴۰۰ش.
  • «مستند قاسم، شهید قاسم سلیمانی از تولد تا شهادت و چهار دهه فعالیت مرد میدان»، خبرگزاری صدا و سیما، تاریخ درج مطلب: ۱۵ اردیبهشت ۱۴۰۰ش، تاریخ بازدید: ۸ دی ۱۴۰۰ش.
  • نباتیان، محمداسماعیل و مختار شیخ‌حسینی، زمینه‌های فکری- سیاسی جریان بعثی-تکفیری داعش، مجمع جهانی اهل بیت، اسفند ۹۳ش.
  • نخستین یادواره تولیدات رسانه‌ای مکتب شهید سلیمانی، سایت شبکه خبر، تاریخ انتشار: ۸ دی ۱۳۹۹ش.
  • طهماسبی، عالمه و دیگران، سلیمانی عزیز، قم، انتشارات حماسه یاران، ۱۳۹۹ش.
  • دفتر حفظ و نشر آثار آیت‌الله خامنه‌ای، دیدارنامه (ویژه‌نامه شهادت سردار سلیمانی)، تهران، مؤسسه پژوهشی فرهنگی انقلاب اسلامی، ۱۳۹۸ش.
  • شیرازی، علی، شاخص‌های مکتب سلیمانی، قم، انتشارات خط مقدم، ۱۳۹۹ش.
  • مصحفی، محمدمحسن، صبح شام، تهران، سوره مهر، ۱۳۹۹ش.
  • سلیمانی، قاسم، از چیزی نمی‌ترسیدم، تهران، مکتب حاج‌قاسم، ۱۳۹۹ش.
  • چرا حاج قاسم را سردار دل ها می نامند؟ خبرگزاری دفاع مقدس، تاریخ بازدید: ۱۶ دی ۱۴۰۰.
  • درجه نظامی که سردار سلیمانی قبل از شهادت برای خود تعیین کرد، باشگاه خبرنگران جوان، تاریخ درج مطلب: ۱۶ دی ۱۳۹۸،‌ تاریخ بازدید: ۳ تیر ۱۴۰۲.

بهرنې اړیکې