اسرائیل

د wikishia لخوا
د اسراییلو رسمي او نوی بیرغ

اسراییل یا صهیونسټ رژیم د صهیونزم د نظریې په اساس په ۱۳۲۷ل/۱۹۴۸م کال کې د فلسطین د ځمکو په نیولو سره، د موجودیت اعلان وکړ. مسلمانان اسراییل یو جعلي رژیم او د اسلام اصلي دښمن ګڼي. شیعه د تقلید مراجعو له اسراییلو سره هر ډول معامله او اړیکي حرامې ګڼلې او له فلسطینه یې د دغه رژیم د ویستلو غوښتنه کړې ده.

په اسراییلو کې ځینې شیعي مرکزونه او زیارتونه دا دي: په عسقلان کې د راس الحسین مقام، له قدسه یافا ته په تلونکې لارې کې د امام علي(ع) مقام، د امام حسین(ع) لور فاطمه ته منسوب یو مزار، او د امام حسین(ع) بلې لور سکینه ته منسوب مزار.

ویل کیږي چې د اسراییلو په ځینو پوهنتونونو کې د اسلام پېژندنې او شیعه پېژندنې مطالعې او څېړنې شته دي. یروشلم، حَیْفا، تِل‌ْآبیب او بارْایلان پوهنتونونه په اسراییلو کې د اسلام څيړنې له لویو مرکزونو ګڼل کیږي.

ډېر اسلامي هیوادونه لکه انډونیشیا، پاکستان، سوریه، عراق، ملایشیا، عربستان، یمن او ایران (له انقلابه وروسته) صهیونیسټ رژیم په رسمیت نه پېژني او ورسره سیاسي تجارتي اړیکي نه لري.

د اسراییلو جوړېدو او د فلسطین نیواک ځینې پایلې لرلې لکه د فلسطین د ډېرو خلکو کډوالېدل، په فلسطین او خواوشا سیمو کې د مقاومت د چورلیز او ولسي پاڅونونو جوړېدل او نړیوال اعتراضونه. د راپورونو له مخې تر ۲۰۲۳م/۱۴۰۲ل کاله پورې د فلسطین تر پینځلسو فیصدو کمه ځمکه (چې پکې غزې تړانګه، او د لویدیځې غاړې ځینې خورې ورې برخې شاملیږي) د فلسطینیانو په لاس کې باقي پاتې شوې ده.

صهیونسټانو په فلسطین کې د اسراییلو د جوړولو لپاره مختلف توجیهات او دلیلونه ذکر کړې دي؛ منجمله دا چې یهود قام غوره شوی قام دی او د فلسطین وعده یهودیانو ته ورکړل شوې ده. له دې امله د فلسطیني عربو ویستل د یهودیانو او صهیونسټانو حق دی. هولوکاسټ او «بې خلکو وطن د بې وطنه خلکو لپاره» شعار د هغوي له نورو توجیهاتو ګڼل کیږي.

له اسراییلو سره د شیعه عالمانو مخالفت

د اسراییلو په وړاندې د جهاد لپاره د شیعه عالمانو فتوا

شیعه عالمانو همېشه د اسراییلو له جوړېدو سره مخالفت کړی او د هغه جنایتونه یې غندلې دي. د تقلید د ځینو مراجعو لکه سید محمد هادي میلاني،[۱] امام خمیني[۲] او محمد فاضل لنکراني،[۳] له نظره له اسراییلو سره هر ډول معامله او د اسراییلو د سامانونو استعمال حرام دی. ځینو نورو لکه سید محسن حکیم، سید ابوالقاسم خویی، آیت‌الله بروجردي، سید عبد الحسین شرف الدین و سید ابوالقاسم کاشاني[۴] او امام خمینی[۵] د اسراییلو د جنایتونو په غندلو سره له فلسطینه د دغه رژیم د شړلو غوښتنه کړې ده. د څوارلسمې قمري پېړۍ شیعه فقیه عبد الکریم زنجاني، د اسراییلو دولت د موجودیت له اعلان او په ۱۹۸۴م/۱۳۲۷ل کې له عربو سره د اسراییلو له جنګه وروسته د اسراییلو په خلاف د جهاد فتوا ورکړه.[۶]

امام خمیني اسراییل د اسلام، قرآن او پېغمبر(ص) اصلي دښمن بللي چې د اسلامي هیوادونو په چورولو کې له هیڅ جنایته ډډه نه کوي.[۷] د مرتضی مطهري له نظره، اسرییل د مسلمانانو تر ټولو سخت او خطرناکه دښمن دی.[۸]

«زه د اسراییلو د خپلواکۍ د طرحې پلویتوب او د هغه پېژندل د مسلمانانو لپاره یوه غمیزه او اسلامي دولتونو له پاره یوه چاودنه ګڼم او له هغه سره مخالفت یوه لویه الهي فریضه بولم.[۹]»

امام موسی صدر اسراییل رژیم د انحصار غوښتنې، ظلم، نیواک او سخت زړه توب بشپړه بېلګه ګڼي.[۱۰] ایت الله خامنه اي هم صهیونسټ رژیم یو غاصب او جنایتکار[۱۱] دروغجن[۱۲] ماشوم وژونکی او جلاد،[۱۳] جعلي[۱۴] او د اسلام او انسانیت تر ټولو خبیث دښمن[۱۵] ګڼي.

له اسراییلو سره د مسلمانو هیوادونو اړیکي.

له اسراییلو سره د مسلمانو هیوادونو اړیکي له ټیټو هسکو ډکې وې. ډېر اسلامي هیوادونه لکه انډونیشیا، پاکستان،‌ سوریه، عراق، افغانستان، الجزایر،‌ بنګلادش، کویت، لبنان، لیبیا، ملایشیا، عمان، قطر، سومالیا، عربستان، تیونس، یمن او ایران(له انقلابه وروسته) صهیونسټ رژیم په رسمیت نه پېژني.(نه یې تسلیموي)[۱۶]

سره له دې، د ځینو اسلامي هیوادونو چارواکو له اسراییلو سره خپل اړیکي ټینګ کړې دي؛ منجمله مصر، اردن، بحرین، امارات، سوډان او مراکش،[۱۷] ترکیه لومړی اسلامي هیواد ګڼل شوی چې له اسراییلو سره یې اړیکي او ملګرتیا جوړه کړه. ترکیې په ۱۹۴۹م کال کې اسراییل په رسمیت وپېژنده او په ۱۹۵۲ م کې یې ورسره دپلماتیک اړیکي ټینګ کړل.[۱۸]

ایران د ۱۳۲۸ ل / د ۱۹۵۰ م کال په مارچ کې اسراییل په رسمیت وپېژندل او ورسره یې سیاسي اړیکي ټینګ کړل.[۱۹] دوه کاله پس او د محمد مصدق دولت په جوړېدو سره، دولت رسما له اسراییلو سره اړیکي غوڅ کړل.[۲۰] د محمد رضا پهلوي په دولت کې، د ایران او اسراییلو اړیکي له سره پېل شول او د ۱۳۴۶ په وږي کې د اسراییلو سفارت په رسمي توګه په ایران کې کار پېل کړ چې د اسلامي انقلاب تر کامیابۍ فعال و.[۲۱] د ۱۳۵۷ ل کال د سلواغې په ۲۲ د ایران د اسلامي انقلاب په کامیابۍ سره له اسراییلو سره د ایران اړیکي غوڅ او د اسراییلو سفارت د فلسطین په سفارت بدل شو.[۲۲]

په اسراییلو کې د اسلام پېژندنې او شیعه پېژندنې څېړنې

تشیع او ایران د اسراییلي پوهنتونونو د څېړنو له موضوګانو ګڼل شوې دي.[۲۳] په اسراییلو کې د اسلامي څېړنې په کتاب کې راغلي دي اسراییلو د نړۍ د ډېرو تکړه شخصتیونو او علمي مرکزونو په چمتوکولو سره د خپلو تحقیقاتي فعالیتونو ډېره برخه اسلام، اسلامي فرقو، مسلمانانو او اسلامي ټولنو ته بېله کړې ده.[۲۴]

په اسراییلو کې د اسلام څېړنې د کتاب د پوښ تصویر، لیک د اکبر محمودي

د شیعه څېړنې د کتاب او د انګریزي ژبو شیعه څېړاندو په راپور، د یروشلم عبري پوهنتون چې په بیت المقدس کې واقع د اسراییلو یو مهم پوهنتون دی، د شیعه پېژندنې تخصصي کرسۍ لري.[۲۵] د اسراییلو تر ټولو لوی پوهنتون تل ابیب پوهنتون هم د اسلامي پېژندنې او شیعه پېژندنې د څېړنو برخه لري.[۲۶]

د اتان کلْبِرگ،[۲۷] په قلم په امامیه شیعه کې د عقیدې او فقې کتاب د ژوزِف اِلیاس[۲۸] لیکلی د شیعه روایي سنت ته په پام سره شیعه امامیه کتاب، او د زابینه اِشْمیتْکِه لیکلی د دولس امامي شیعه کلام، فلسفه او عرفان چې په ۲۰۰۲ کال کې یې د ایران د اسلامي جمهوریت د کال کتاب نړیوال انعام وګاټه،[۲۹] د اسراییلي شیعه څیړونکو له مهمو کتابونو څخه دي.

په نیواکي فلسطین کې د شیعیانو حالت او ځایونه

د اسراییلو له خوا په نیواکي سیمو کې د استوګنو شیعیانو کره شمېرنه نیشته. د نیواکي قدس د احصایې مرکز رسمي شیعیان په ۱۳۸۶ل کال کې ۶۰۰ اعلان کړي دي؛ خو دغه شمېر یې کره نه دی ګڼلی؛ ځکه چې ډېر شیعیان د اسراییلو د امنیتي ادارو له خوا له پېژندنې د وېرې او اندیښنې په وجه خپل شیعه توب پټوي. د یمن اوه چینل سایټ، په هماغه کال د شیعیانو شمېر ۶۰۰۰ تنه اعلان کړی دی. دغه شمېر تر لسو زرو هم راپور شوی دی.[۳۰]

ویل کیږي چې د اسراییلو د موجودیت له زمانې په اسراییلو کې ځینې شیعیان اوسیږي او ځینې شیعه ډلې لکه «د عبدالرافع بچیان» او «حقیقی شیعیان» په پټه فعال دي.[۳۱] په نیواکي فلسطین (اسراییلو) کې د استوګنو مسلمانانو شمېر په ۲۰۲۲م کال کې یو میلیون اوه لکه اته ویشت زره اعلان شوی دی.[۳۲]

په نیواکي فلسطین کې په اهل بیتو پورې منسوب ځایونه

د فلسطین په عسقلان کې راس الحسین زیارت

په اسراییل کې یو شیعه مرکز په عسقلان کې راس الحسین مقام دی چې ځینو څېړاندو هغه په نیواکي فلسطین کې په اهل بیتو(ع) کې منسوب تر ټولو مشهور او مهم زیارت ګڼل شوی دی.[۳۳] د دغه ځای د شهرت او اهمیت سبب دا دی چې د یو قول له مخې هلته د امام حسین(ع) سر ښخ کړی شوی دی.[۳۴] ویل شوي چې د امام سر د شپږمې قمري پېړۍ په نیمایي کې قاهرې ته یوړل شو؛ خو په عسقلان کې راس الحسین مقام هماغه راز د خلکو د احترام وړ او زیارت پاتې شو.[۳۵]

څو نور مقامونه هم په امام علي(ع) پورې منتسب دي؛ منجمله له قدس څخه یافا (تل ابیب) ته په تلونکي لارې کې د امام علي مقام او زیارت چې وران شوی، په نابلس ښار، عَکّا او لُد ښار کې د امام علي(ع) مقام[۳۶] په الخلیل ښار کې د امام حسین(ع) په لور فاطمه پورې منسوب یو مزار او په طبریه ښار کې یو بل مزار چې د امام حسین(ع) په لور سکینه پورې منسوب دی هم شته دي.[۳۷]

د فلسطین نیواک او د اسراییلو د موجودیت رسمي اعلان

اصلي مقاله: د فلسطین نیواک

د ۱۹۴۸م کال د مئ په ۱۴/ د ۱۳۲۷ل کال د غویي په څلورویشتمه پر فلسطین د انګلستان د قیمومیت په پای ته رسېدو سره[۳۸] د اسراییلو د دولت پلار او بنسټ ګر دیوید بِن گُورِیُون(David Ben-Gurion)،[۳۹] د تل ابیب ښار د غونډو په سالون کې د اسراییلو د یهودي دولت جوړېدل او خپلواکي اعلان کړه.[۴۰] له دې وروسته، د فلسطین رسمي نیواک پېل شو.[۴۱]

له ۱۹۱۷ څخه تر ۲۰۲۰م کال پورې د اسراییلو له خوا د فلسطین د نیواک بهېر. سپین رنګ: نیول شوې سیمې.

د اسراییلو د موجودیت له اعلانه یوه ورځ پس، د پینځو عربي هیوادونو(مصر، لبنان، سوریه، اردن او عراق) پوځ[۴۲] له فلسطینه د ملاتړ لپاره له اسراییلو سره جنګ پېل کړ.[۴۳] له دې جنګه وروسته نیواکي سیمې ۷۸٪ ته ورسېدې.[۴۴]

د راپورونو له مخې تر ۲۰۲۳م / ۱۴۰۲ل کاله پورې تر پینځلسو فیصده کمه فلسطیني خاوره (چې غزې تړانګه او د لویدیځې غاړې ځینې خورې ورې سیمې پکې شاملې دي) د فلسطینیانو په لاس کې باقي پاتې شوې او نورې سیمې صهیونسټ رژیم نیولې دي.[۴۵]

د اسراییلو د موجودیت د اعلان ورځ په فلسطینیانو کې د «نَکْبت» یا « غمیزې» په ورځې مشهوره ده او هغوي هر کال دغه ورځ غندي او پکې لاریونونه کوی.[۴۶] اسراییل د فلسطین او قدس د نیواک په وجه د قدس نیواکګر رژیم یا د اسراییلو غاصب رژیم بلل کیږي.[۴۷]

په ۱۹۴۸م کال کې له خپلو کورونو د فلسطینیانو په زوره ویستل.
د فلسطین نیواک له ۱۸۸۰ م تر ۲۰۲۰ م پورې
د ۱۹۴۸م کال په مئ کې د تل ابیب د غونډو په سالون کې د بن ګورین له خوا د اسراییلو د موجودیت اعلان

د اسراییلو د موجودیت د اعلان پایلې

د اسراییلو د موجودیت رسمي اعلان او د فلسطین نیواک په فلسطین او اسلامي نړۍ کې ځینې پایلې لرلې چې یو شمېر یې په دې ډول دي:

د فلسطین د خلکو وژل کېدل او کډوالېدل: د فلسطین د اطلاع رسونې مرکز د راپور له مخې د فلسطین په نیواک پسې له ۱۹۵۹ م څخه تر ۲۰۲۳م /۱۴۰۲ ل کاله پورې تر یو لک زیات فلسطینیان وژل شوې دي.[۴۸] دغه مرکز د آنروا آژانس په حواله د فلسطیني کډوالو شمېر تر ۲۰۲۰م کاله پورې شپږ اعشاریه څلور میلیونه اعلان کړی دی.[۴۹]

د مقاومت چورلیز او ولسي پاڅونونو جوړېدل: د فلسطین او خواوشا سیمو له نیواکه وروسته، مختلف غورځنګونه او سازمانونه لکه فتح غورځنګ په ۱۹۵۹م[۵۰] پی ایل او یا د فلسطین ازادي غواړی غورځنګ په ۱۹۶۴م[۵۱] اسلامي جهاد غورځنګ په ۱۹۷۹م[۵۲] او حماس غورځنګ په ۱۹۸۷م[۵۳] کال کې په فلسطین او امل غورځنګ په ۱۹۷۵م[۵۴] او د لبنان حزب الله غورځنګ په ۱۹۸۲ کال کې په لبنان کې[۵۵] له اسراییلو سره د مقابلې لپاره جوړ شو.

د فلسطین خلکو د خپل ټاټوبي د نیواک په موده کې په ځلونو د اسراییلو په خلاف پاڅون کړی دی.[۵۶] په فلسطین کې درې انتفاضې هم جوړې شوې دي:لومړۍ انتفاضه (د ډبرو انتفاضه) په ۱۹۸۷م کال، دوهمه انتفاضه (الاقصی انتفاضه) په ۲۰۰۰م کال او دریمه انتفاضه (قدس انتفاضه) د ۲۰۱۵ م کال د اکتوبر په لومړیو کې.[۵۷]

همداراز وګورئ: د مقاومت چورلیز

د اسراییلو د جوړېدو اهداف

د براق غالي په اخري برخه کې کنیدنې، د سلیمان معبد د کشف او بیارغاونې لپاره تر قدس او مسجد الاقصی لاندې د صهیونسټ رژیم د کیندنو یوه بېلګه.

په یهودي شناخت سره د یو لوی هیواد (لوی اسراییل) جوړول او په مینځني ختیځ کې د یو واکمن سیمه ایز طاقت جوړول د اسراییلو رژیم لومړی او تر ټولو مهم هدف ګڼل شوی دی.[۵۸] د فرانسې لیکوال او مستبصر سیاستوال رُوژِه گارُودی، باوري دی چې د صهیونسټانو اصلي هدف «موعود ټاټوبي» ته د ټولو یهودیانو کوچول[۵۹] او په فلسطین کې د یو یهودي دولت جوړول دي.[۶۰] د امام خمیني په باور، په فلسطین کې د اسراییلو د جوړولو موخه په اسلامي نړۍ واکمني او د اسلامي ټاټوبو ښکېلاک دی.[۶۱]

«ادعا کوي چې درې کاله له مونږ دوو کسانو داوود او سلیمان] په لنډمهاله توګه دغلته پاچاهي کړې ده... په دې دوه درې زره کاله موده کې کله داسې شوې دي چې د فلسطین ټاټوبی د یهودو پاتې شوی وي؟... له اسلامه مخکې هم د هغوي نه و، له اسلامه وروسته هم دهغوي نه و. هغه ورځ چې مسلمانانو فلسطین فتح کړ، فلسطین د مسیحیانو په لاس کې و نه یهودیانو. او اتفاقا مسیحیانو خو له مسلمانانو سره سوله وکړه، یو مورد چې په صلحنامه کې راغلی دا و چې تاسو به دلته یهودیان نه پرېږدئ. نو څنګه شوه چې یو ناڅاپي یې نوم یهودی وطن شو؟»[۶۲]

د اسراییلو د جوړولو لپاره د صهیونسټانو دلایل

صهیونسټانو د فلسطین د نیواک او هلته د اسراییلي دولت د جوړلو لپاره ځینې دلایل او توجیهات ذکر کړې دي چې د اسراییلو د اسطورې یا افسانې په نوم هم یادیږي.[۶۳] دا دلایل هم مذهبي اړخ لري او هم غیر مذهبي: دهغوي یو مذهبي دلیل دا دی چې فلسطین هماغه « وعده ورکړل شوی ټاټوبی» دی[۶۴] چې د پېدایښت په سِفْر کې [یادښت] د ابراهیم(ع) نسل ته د دغه ټاټوبي د بخښل کېدو خبره راغلې ده.[۶۵] د صهیونسټانو له نظره، له هغه وطنه چې یو خاص ټولي ته یې وعده ورکړل شوې وي د نورو ویستل نه یوازې حق بلکې شرعي دنده ده.[۶۶]

هولوکاسټ پېښه د صهیونسټانو له غیر مذهبي دلایلو څخه ده او هغه د اسراییلي دولت د جوړېدو اصلي دلیل او توجیه ګڼل کیږي؛[۶۷] تر دې چې ویل شوي د اسراییلو د دولت جوړېدل لویې قربانۍ ته د خدای ځواب و.[۶۸] یهودیان عقیده لري چې په دې پېښه کې په دوهم نړیوال جنګ کې شپږ میلیونه یهودیان د هیټلر په لاس وژل شوې دي.[۶۹] دا پېښه سبب شوه چې صهیونسټان د مظلومیت چغې په پورته کولو سره له نړیوالې ټولنې د تاوان غوښتنه وکړه. اروپایانو هم د دغه تاوان د جبران په پلمه د هغوي لپاره د یو خپلواکه دولت د جوړېدو په فکر کې شول.[۷۰] سره له دې کره کتونکي د یهودیانو دغه ادعا او د وژلو شویو کسانو شمېر او ارقام ردوي.[۷۱]

جنګونه، وژلې او ترورونه

اصلي مقاله: د مسلمانانو په خلاف د اسراییلو د جنګونو لړلیک

په ۳۳ ورځني جنګ کې د اسراییلو له خوا ورانې شوې استوګنې سیمې(ضاحیه، د بیروت جنوب، ۲۰۰۶کال)

اسراییلو په خلونو د فلسطین او لبنان او د سیمې د مسلمانو هیوادونو په خلکو حملې کړي او جنګونه یې جوړ کړې دي چې د ډېرو ملکي کسانو د وژلې او د ډېرو ویجاړیو سبب شوې دي.[۷۲]

همداراز اسراییلو په ځلونو د غزې په خلکو حملې کړي دي؛ منجمله په ۲۰۰۸ کال کې ۲۲ ورځنی جنګ، په ۲۰۱۲ کال کې اته ورځنی جنګ او په ۲۰۱۴ کال کې ۵۱ ورځنی جنګ[۷۳] د ۱۴۰۲ ل کال په تله / د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې هم اسراییلو د طوفان الاقصی عملیاتو په ځواب کې په غزې تړانګې حمله وکړه چې په کې تر څلور دېرش زرو زیات فلسطینیان مړه او تر ۷۷ زره زیات ژوبل شول.[۷۴]

ډله ایزې وژلې

اصلي مقاله: د اسراییلو د وژلو لړلیک

د ایران د اسلامي جمهوریت لارښود ایت الله خامنه اي، د قدس په نړیواله ورځ:

«اوسنۍ زمانې ته په نزدې وختونو کې په بشري جنایتونو کې هیڅ جنایت دومره سخت او زیات نه دی. د یو هیواد نیول او له خپل کور اور او پلرني ټاټوبي د همېشه لپاره د هغې د خلکو ویستل، هغه هم په ډېرو بوږنوونکو وژلو او جنایتونو، د کروندو او نسلونو په ختمولو سره او د دغه تاریخي ظلم په لسګونو کاله دوام، په رښتیا چې د انسان د شیطان صفتۍ او وحشي توب یو نوی ریکارډ دی.[۷۵]»

اسراییلو د فلسطین د نیواک په موده کې په فلسطین او خواشا سیمو کې یې ګڼ شمېر وژلې کړې دي. ځینې خبري اژانسونو تر ۱۲۹ پورې موردنه ذکر کړې دي.[۷۶] د فلسطین د اطلاع رسولو د مرکز د راپور په اساس له ۱۹۴۸م تر ۲۰۲۳م/۱۴۰۲ل کاله پورې تر یولک زیات فلسطینیان د اسراییلو له خوا وژل شوې دي.[۷۷] د فلسطین د خلکو په خلاف د اسراییلو جنایتونه او د صهیونسټ رژیم په لاس د ملکي کسانو او ماشومانو وژله نسل وژنه بلل شوې ده.[۷۸]

ترورونه

د خبري اژانسونو د راپور له مخې اسراییلي صهیونسټانو د خپل شتون په موده کې تر ۲۷۰۰ زیات کسان ترور کړې دي.[۷۹] د ایرلینډ انډیپنډنټ انګریزې ژبې ورځپانې « د نړۍ تر ټولو وژونکي قاتلان» په نامه یو راپور کې د اسراییلو د اطلاعاتو تنظیم (موساد) «د اسراییلو د بې رحمه وژلې مشین» بللی دی.[۸۰] د دغه رژیم ترورونه یوازې په فلسطین او مشرانو یا پوځي فعالانو پورې رالنډ نه وو بلکې هغوي په درسته نړۍ کې زیات سیاسي مشران او پوهان او عالمان وژلې دي.[۸۱] په ترور شویو کسانو کې ځینې دا دي: د لبنان د حزب الله دوهم مشر سید عباس موسوي، د حزب الله کوماندان عماد مغنیه، د لبنان د مقاومت په شیخ الشهدا مشهور شیعه عالم راغب حرب، د فلسطین د ازادي غواړي سازمان غړی سمیر قنطار، د اسلامي جهاد غورځنګ بنسټګر فتحي شقاقي، د حماس یو مشر شیخ احمد یاسین.[۸۲] د اسنادو او راپورونو له مخې د اسراییلو د اطلاعاتو سازمان (موساد) د ایران د ایټمي ساینسپوهانو لکه علي محمدي، شهریاري، احمدی روشن، رضایی‌نژاد او فخری‌زاده په ترور کې هم لاس لرلی دی.[۸۳]

د نړیوالو قوانینو او پریکړه لیکونو خلاف ورزي

د اسراییلو او د فلسطین د نیواکي سیمو نقشه

اسراییل د ملګرو ملتو د پریکړه لیکونو په مخالفت کې نړیوال ریکارډ جوړ کړی دی.[۸۴] ویل کیږي چې د ملګرو ملتو امنیت شورا له ۱۹۸۴م تر ۲۰۱۶ م کاله پورې تر ۱۰۲ زیات پریکړه لیکونه، او د ملګرو ملتو د بشري حقوقو شورا له ۲۰۰۶ څخه تر ۲۰۲۳ م کاله پورې ۱۰۴ پرېکړه لیکونه د اسراییلو په غندنه کې تصویب کړي دي[۸۵] امریکا د اسراییلو په ملاتړ کې له ۱۹۷۲ تر۱۹۹۶ کاله درې ځله د اسراییلو په غندنه کې د ملګرو ملتو پریکړه لیکونه ویټو کړې دي.[۸۶]

له هغو پریکړه لیکونو چې د اسراییلو د اقداماتو په غندنه کې تصویب شوې دا دي:

  • ۳۲۳۶ نمبر پریکړه لیک د ۱۹۷۴م کال د نومبر په ۲۲: دې پریکړه لیک په فلسطین کې د واکمنۍ او د برخلیک ټاکلو حق د فلسطینیانو لپاره او خپل وطن ته د کډوالو د ستنېدو حق تصویب کړ؛ خو اسراییل هغه تر پښو لاندې کړ.[۸۷]
  • ۲۳۳۴د امنیت شورا پریکړه لیک د ۲۰۱۶م کال د دسمبر۲۳: دا پریکړه لیک په نیواکي ټاټوبو کې د اسراییلو د ښارګي جوړولو او د نړیوالو قوانینو د ښکاره خلافورزۍ په غندنه کې خپور شو.[۸۸]
  • د امنیت شورا۳۴۳ پریکړه لیک: په دې پریکړه لیک کې، د ۱۹۶۷ کال د نومبر په ۲۲ امنیت شورا په ۱۹۶۷ کال د فلسطین له نیواکي سیمو څخه د صهیونسټ رژیم د وتلو غوښتنه وکړه.[۸۹]
د ایران د اسلامي انقلاب لارښود ایت الله خامنه اي:

«د دغه ایټمي مذاکراتو له ختمېدو وروسته مې واورېدل چې صهیونسټانو په نیواکي فلسطین کې وویل دم ګړۍ په دغه مذاکراتو سره چې وشول، تر ۲۵ کلونو پورې د ایران له لانجې بې فکره شو... زه یې په ځواب کې عرض کوم... تاسو (اسراییل) به راتلونکي پینځه ویشت کاله ونه وینئ. ان شاء الله تر راتلونکو پینځه ویشتو کلونو به د خدای په توفیق او فضل سره په سیمه کې د صهیونسټ رژیم په نامه کوم شی شتون ونه لري.[۹۰]»

کتاب پېژندنه

اصلي مقاله: د فلسطین او اسراییلو په اړه د کتابونو لړلیک

  • د اسراییلو د جوړېدو، سیاستونو، جنګونو د تاریخچې او اړوندو مسایلو په اړه ډېر کتابونه لیکل شوي چې ځینې یې په دې ډول دي:
  • دانشنامه صهیونیسم و اسرائیل: دا کتاب د اسراییلو او صهیونزم د پېژندلو په موخه په شپږو ټوکو او ۱۹۰۰ مقالو کې د مجید صفا تاج له خوا راغونډ او د آرون چاپځي له خوا خپور شوی دی؛
  • سیاست و دیانت در اسرائیل، لیک دعبدالفتاح محمد ماضي، ژباړه د غلامرضا تهامي:دا کتاب په لومړي ځل په ۱۳۸۱ل کال کې د سنا چاپخونې له خوا خپور شو؛
  • د رونین برګمن لیکلی «ته یې زر ووژنه»، څلور ټوکیزه ټولګه او د وحید خضاب ژباړه: دا کتاب د موساد د ترورونو له شپیتو کلونو څخه د اسراییلو د عملیاتي او اطلاعاتي ځواکونو روایت دی؛
  • ماجرای فلسطین و اسرائيل، تألیف د مجید صفاتاج، تهران،د نشر فرهنگ اسلام دفتر، لومړی چاپ، ۱۳۸۰ل؛
  • د اسراییلو په باره کې لس مشهور غلط (هغه څیزونه چې ډېر کسان فکر کوي صحیح دي خو صحیح نه دي): لیک د اسراییلي مورخ ایلان پایه، ژباړه د وحید خضاب. په دې کتاب کې په لسو افسانو او غلطو نظرونو او باورونو چې پر اساس یې اسراییل جوړ شوی، څیړنه او نیوکه شوې ده.[۹۱] یو غلط باور، له یهودیت سره د صهیونزم برابري او له صهیونیسټ دښمنۍ سره د یهودیت دښمنۍ برابرول دي چې د دې کتاب په دریم څپرکې کې رد شوي دي.[۹۲] دا کتاب د کتابستان معرفت له خوا په ۱۳۹۹ ل کال کې په لومړي ځل چاپ شو؛
  • اسلام‌پژوهی در اسرائیل، لیک د اکبر محمودی: په دې کتاب کې په اسراییل کې د اسلامي څېړنې او اسلام پېژندنې په اړه مهم مرکزونه، کسان، اثار او څېړنې معرفي شوې دي.[۹۳]

فوټ نوټ

  1. پاک‌نیا تبریزی، «علمای شیعه و دفاع از قدس شریف»، ص۱۶۰و۱۶۱.
  2. خمینی، صحیفه امام، ۱۳۸۹ش، ج۲، ص۱۳۹.
  3. محتشمی‌پور، «مروری بر شکل‌گیری رژیم اشغالگر قدس»، ص۱۲۲.
  4. وګورئ: پاک‌نیا تبریزی، «علمای شیعه و دفاع از قدس شریف»، ص۱۵۶-۱۶۳.
  5. خمینی، صحیفه امام، ۱۳۸۹ش، ج۲، ص۱۳۹ و ج۶،‌ ص۴۶۹.
  6. سرحدی، «علمایی که نسبت به مسئله فلسطین واکنش نشان دادند»،‌ پژوهشکده تاریخ معاصر.
  7. خمینی، صحیفه امام، ۱۳۸۹ش، ج۱۹، ص۲۸.
  8. مطهری، مجموعه ‌آثار،‌ ۱۳۹۰ش، ج۲۶،‌ ص۳۴۰.
  9. خمینی، صحیفه امام، ۱۳۸۹ش، ج۱۶، ص۲۹۳.
  10. «اسرائیل باطل مطلق است»، سایت موسسه تحقیقاتی فرهنگی امام موسی صدر.
  11. «سخنرانی تلویزیونی به مناسبت روز جهانی قدس»، پایگاه اطلاع‌رسانی دفتر حفظ و نشر آثار آیت‌الله خامنه‌ای.
  12. «بیانات در مراسم گشایش کنفرانس بین‌المللی حمایت از انتفاضه فلسطین»، پایگاه اطلاع‌رسانی دفتر حفظ و نشر آثار آیت‌الله خامنه‌ای.
  13. «بیانات در دیدار مسئولان نظام و سفرای کشورهای اسلامی»، پایگاه اطلاع‌رسانی دفتر حفظ و نشر آثار آیت‌الله خامنه‌ای؛ «بیانات در دیدار دست‌اندرکاران دومین کنگره ملی شهدای ورزشکار»، پایگاه اطلاع‌رسانی دفتر حفظ و نشر آثار آیت‌الله خامنه‌ای.
  14. «بیانات در دیدار مسئولان نظام و سفرای کشورهای اسلامی»، پایگاه اطلاع‌رسانی دفتر حفظ و نشر آثار آیت‌الله خامنه‌ای.
  15. «بیانات در دیدار جمعی از خانواده‌های شهدا و آزادگان»، پایگاه اطلاع‌رسانی دفتر حفظ و نشر آثار آیت‌الله خامنه‌ای.
  16. دهقان، «آشنایی اجمالی با رژیم غاصب کودک‌کش اسرائیل»، روزنامه اترک، تاریخ ۹ اردیبهشت ۱۴۰۱ش؛ توفیقی، «کدام کشورها اسرائیل را به رسمیت نمی‌شناسند؟»، خبرگزاری رویداد ۲۴.
  17. توفیقی، «کدام کشورها اسرائیل را به رسمیت نمی‌شناسند؟»، خبرگزاری رویداد ۲۴.
  18. مؤسسه تحقیقات و پژوهش‌های سیاسی-علمی ندا، مروری بر روابط خارجی رژیم صهیونیستی، ۱۳۸۹ش، ص۳۳۷.
  19. سویدان، دایرةالمعارف مصور تاریخ یهودیت و صهیونیسم، ۱۳۹۱ش، ص۳۸۸.
  20. سویدان، دایرةالمعارف مصور تاریخ یهودیت و صهیونیسم، ۱۳۹۱ش، ص۳۸۸.
  21. سویدان، دایرةالمعارف مصور تاریخ یهودیت و صهیونیسم، ۱۳۹۱ش، ص۳۸۹.
  22. وګورئ: سویدان، دایرةالمعارف مصور تاریخ یهودیت و صهیونیسم، ۱۳۹۱ش، ص۳۹۹.
  23. رضوی، «مرجعیت‌پژوهی در اسرائیل»، وبگاه پرتوی از جامعه ایرانی.
  24. محمودی، اسلام‌پژوهی در اسرائیل، ۱۳۹۹ش، ص۳۰۲.
  25. حسینی، شیعه‌پژوهی و شیعه‌پژوهان انگلیسی‌زبان، ۱۳۸۷ش، ص۴۹.
  26. «مطالعات اسلام‌شناسی و شیعه‌شناسی در دانشگاه تل آویو»، پایگاه اطلاع‌رسانی حوزه.
  27. حسینی، شیعه‌پژوهی و شیعه‌پژوهان انگلیسی‌زبان، ۱۳۸۷ش، ص۴۹؛ محمودی، اسلام‌پژوهی در اسرائیل، ۱۳۹۹ش، ص۱۱۸.
  28. محمودی، اسلام‌پژوهی در اسرائیل، ۱۳۹۹ش، ص۲۳۳و۳۰۶.
  29. محمودی، اسلام‌پژوهی در اسرائیل، ۱۳۹۹ش، ص۲۱۷ و ۲۱۸.
  30. معتز، «شیعه در اسرائیل»، دوهفته‌نامه پگاه حوزه.
  31. معتز، «شیعه در اسرائیل»، دوهفته‌نامه پگاه حوزه.
  32. jewish virtual library. ,«Vital Statistics: Latest Population Statistics for Israel»
  33. خامه‌یار، «مزارات اهل‌بیت پیامبر(ص) در اردن و فلسطین اشغالی»، ص۱۸۳.
  34. خامه‌یار، «مزارات اهل‌بیت پیامبر(ص) در اردن و فلسطین اشغالی»، ص۱۸۳.
  35. خامه‌یار، «مزارات اهل‌بیت پیامبر(ص) در اردن و فلسطین اشغالی»، ص۱۸۴.
  36. نگاه کنید به: خامه‌یار، «مزارات اهل‌بیت پیامبر(ص) در اردن و فلسطین اشغالی»، ص۱۸۲ و ۱۸۳؛ «از آثار اسلامی و زیارتی اهل‌بیت(ع) در فلسطین چه می‌دانیم؟»، خبرگزاری رضوی.
  37. خامه‌یار، «مزارات اهل‌بیت پیامبر(ص) در اردن و فلسطین اشغالی»، ص۱۸۵و۱۸۶.
  38. کفاش و دیگران، دایرة‌المعارف مصور تاریخ فلسطین، ۱۳۹۲ش، ص۱۸۶؛‌ ,Sicherman and others «Israel», The Encyclopaedia Britannica.
  39. مهتدی، «بن گوریون،‌دیوید»، ص۳۵۶.
  40. سویدان، دایره المعارف مصور تاریخ یهودیت و صهیونیسم، ۱۳۹۱ش، ص۲۶۱؛ کفاش و دیگران، دایرة‌المعارف مصور تاریخ فلسطین، ۱۳۹۲ش، ص۱۸۶.
  41. «روز نکبت و جنایات صهیونیست‌ها از سال ۱۹۴۸ تا به الان»،‌ خبرگزاری فارس.
  42. صفاتاج، ماجرای فلسطین و اسرائیل، ۱۳۸۱ش، ص۱۹۹؛ کفاش و دیگران، دایرة‌المعارف مصور تاریخ فلسطین، ۱۳۹۲ش، ص۱۸۷.
  43. Nakba Day: What happened in Palestine in 1948?», Al Jazeera Media Network.
  44. کفاش و دیگران، دایرة‌المعارف مصور تاریخ فلسطین، ۱۳۹۲ش، ص۲۰۱؛ صفاتاج، ماجرای فلسطین و اسرائیل، ۱۳۸۱ش، ص۲۰۲؛ Nakba Day: What happened in Palestine in 1948?», Al Jazeera Media Network.
  45. «نقشه فلسطین و مساحت غزه»، شبکه العالم؛ «۷۵ سال از فاجعه نکبت (اشغال فلسطین) گذشت»، مرکز اطلاع‌رسانی فلسطین.
  46. Ashly and Hefawi, «Nakba: ‘It remains bitter and continues to burn’», Al Jazeera Media Network؛ «تظاهرات مردم فلسطین به مناسبت روز نکبت»، خبرگزاری آناتولی.
  47. برای نمونه نگاه کنید به:‌ خمینی، صحیفه امام، ۱۳۸۹ش، ج۱۵، ص۱۵۱، ۱۵۴، ۱۶۰ و۱۶۲، ج۱۶، ص۳۹۹؛ محتشمی‌پور، «مروری بر شکل‌گیری رژیم اشغالگر قدس»، ص۱۰۰،‌ ۱۱۶ و ۱۲۲.
  48. «۷۵ سال از فاجعه نکبت (اشغال فلسطین) گذشت»، مرکز اطلاع‌رسانی فلسطین.
  49. «۷۵ سال از فاجعه نکبت (اشغال فلسطین) گذشت»، مرکز اطلاع‌رسانی فلسطین.
  50. کفاش و دیگران، دایر‌ةالمعارف مصور تاریخ فلسطین،‌ ۱۳۹۲ش، ص۲۱۰.
  51. کفاش و دیگران، دایر‌ةالمعارف مصور تاریخ فلسطین،‌ ۱۳۹۲ش، ص۲۱۲.
  52. مالکی و رشیدی، «جهاد اسلامی، جنبش»، ص۴۳۷.
  53. مالکی، «حماس، جنبش»، ص۷۹ و ۸۰.
  54. خسروشاهی، «جنبش امل و امام موسی صدر (قسمت دوم)»، دفتر حفظ و نظر آثار و اندیشه‌های استاد سیدهادی خسروشاهی.
  55. توفیقیان، «حزب الله نماد عزت و اقتدار لبنان»، وبگاه پژوهه.
  56. «مروری بر تاریخ مبارزات مردمی فلسطین از ۱۹۶۷ تا ۲۰۲۲»، وبگاه مرکز اسناد انقلاب اسلامی.
  57. «مروری بر تاریخ مبارزات مردمی فلسطین از ۱۹۶۷ تا ۲۰۲۲»، وبگاه مرکز اسناد انقلاب اسلامی.
  58. وګورئ: صفاتاج، ماجرای فلسطین و اسرائیل، ۱۳۸۱ش، ص۱۶۴؛ «رؤیای صهیونیست‌ها در تأسیس اسرائیل بزرگ چگونه بر باد رفت؟»، خبرگزاری فارس: خمینی، صحیفه امام، ۱۳۸۹ش، ج۲۱، ص۳۹۸، پاورقی دوم.
  59. گارودی، محاکمه صهیونیزم اسرائیل،‌ ۱۳۸۴ش، ص۴۱.
  60. گارودی، تاریخ یک ارتداد، ۱۳۷۷ش، ص۷۵و۷۶ و ۸۲؛ گارودی، محاکمه صهیونیزم اسرائیل،‌ ۱۳۸۴ش، ص۶۶.
  61. خمینی، صحیفه امام، ۱۳۸۹ش، ج۳، ص۲.
  62. مطهری، مجموعه آثار، ۱۳۹۰ش، ج۱۷،‌ ص۲۸۸.
  63. مثال په توګه وګورئ: گارودی، تاریخ یک ارتداد، ۱۳۷۷ش، ص ۱۳-۱۷، ۳۳، ۳۵ و ۴۷-۵۰؛ پاپه، ایده اسرائیل، ۱۳۹۸ش، ص۱۵۲.
  64. فیروزآبادی، کشف الاسرار صهیونیسم، ‌۱۳۹۳ش، ص۲۵؛ سجادی، پیدایش و تداوم صهیونیسم، ۱۳۸۶ش، ص۴۵.
  65. گارودی، تاریخ یک ارتداد، ۱۳۷۷ش، ص۳۷و۳۸ و ۱۸۷.
  66. گارودی، محاکمه صهیونیزم اسرائیل،‌ ۱۳۸۴ش، ص۴۱.
  67. گارودی، محاکمه صهیونیزم اسرائیل،‌ ۱۳۸۴ش، ص۷۶.
  68. گارودی، تاریخ یک ارتداد، ۱۳۷۷ش، ص۱۷۱.
  69. سویدان، دایره المعارف مصور تاریخ یهودیت و صهیونیسم، ۱۳۹۱ش، ص۲۹۷.
  70. فیروزآبادی، کشف الاسرار صهیونیسم،‌۱۳۹۳ش، ص۲۸.
  71. سویدان، دایره المعارف مصور تاریخ یهودیت و صهیونیسم، ۱۳۹۱ش، ص۲۹۷و۲۹۸.
  72. وګورئ: از عملیات سلامت الجلیل و شکل‌گیری حزب‌الله تا خوشه‌های خشم»، خبرگزاری تسنیم؛ «پرونده سنگین جنایت‌های ارتش اسرائیل»، خبرگزاری مهر.
  73. مثال په توګه وګورئ: «پرونده سنگین جنایت‌های ارتش اسرائیل»، خبرگزاری مهر؛ «ده‌ها جنایت از بزرگ‌ترین جانی جهان»، خبرگزاری مشرق.
  74. https://www.isna.ir/news/1403020906690/%D8%AC%D8%AF%DB%8C%D8%AF%D8%AA%D8%B1%DB%8C%D9%86-%D8%A2%D9%85%D8%A7%D8%B1-%D8%A7%D8%B2-%D8%AE%D8%B3%D8%A7%D8%B1%D8%AA-%D9%87%D8%A7-%D9%88-%D8%AA%D9%84%D9%81%D8%A7%D8%AA-%D8%AC%D9%86%DA%AF-%D8%BA%D8%B2%D9%87 همدا وګورئ: «الاحتلال يواصل تصعيده بالضفة ويعتقل عددا من الفلسطينيين»، خبرگزاری الجزیره.
  75. «سخنرانی تلویزیونی به مناسبت روز جهانی قدس»، دفتر حفظ و نشر آثار آیت‌الله خامنه‌ای.
  76. نگاه کنید به: «ده‌ها جنایت از بزرگ‌ترین جانی جهان»، خبرگزاری مشرق.
  77. «۷۵ سال از فاجعه نکبت (اشغال فلسطین) گذشت»، مرکز اطلاع‌رسانی فلسطین.
  78. مثال په توګه وګورئ: «نمایندگان پارلمان اروپا حملات اسرائیل علیه غزه را نسل‌کشی دانستند»، خبرگزاری آناتولی؛ Ayyash, «A genocide is under way in Palestine», Al Jazeera Media Network.
  79. «مهمترین ترورهای انجام شده توسط اسرائیل در سراسر جهان»، پایگاه خبری جماران؛ «بیش از ۲۷۰۰ ترور هدفمند میراث شوم اسرائیل»، خبرگزاری جمهوری اسلامی.
  80. «The world's deadliest assassins», Irish independent.
  81. «نگاهی بر جنایات رژیم صهیونیستی در ۸۶ سال گذشته»، خبرگزاری فارس.
  82. وګورئ: سویدان، دایرةالمعارف مصور تاریخ یهودیت و صهیونیسم، ۱۳۹۱ش، ص۳۴۶ و ۳۴۷؛ «بیش از ۲۷۰۰ ترور هدفمند میراث شوم اسرائیل»، خبرگزاری جمهوری اسلامی.
  83. مثال په توګه وګورئ: «Israel teams with terror group to kill Iran's nuclear scientists, U.S. officials tell NBC News», NBC news؛ «The world's deadliest assassins», Irish independent؛ «نقش آمریکا در عملیات تروریستی در ایران بعد از پیروزی انقلاب اسلامی»، مرکز اسناد انقلاب اسلامی.
  84. چامسکی، مثلث سرنوشت‌ساز، ۱۳۶۹ش، ص۱۲۲.
  85. وګورئ:‌ «نگاهی به جنایات رژیم صهیونیستی در ۸۶ سال گذشته»، خبرگزاری فارس.
  86. گارودی، تاریخ یک ارتداد، ۱۳۷۷ش، ص۱۴.
  87. «اسرائیل و نقض قطعنامه‌های بین‌المللی درباره بازگشت آوارگان فلسطینی»، خبرگزاری مهر.
  88. «قطعنامه ۲۲۳۱ و دیگر قطعنامه‌های شورای امنیت که دولت ترامپ نقض کرد»، وبگاه جامعه خبری تحلیل الف.
  89. دهقانی، «قطعنامه تقسیم فلسطین مبنای راه حل دو دولت و ملاکی برای راه حل همه پرسی»، ص۱۰۲۹.
  90. خامنه‌ای، فلسطین، ۱۳۹۷ش، ص۶۰۳.
  91. پاپه، ده غلط مشهور درباره اسرائیل، ۱۳۹۹ش، ص۱۴.
  92. پاپه، ده غلط مشهور درباره اسرائیل، ۱۳۹۹ش، ص۱۶ و ۵۹-۹۰.
  93. محمودی، اسلام‌پژوهی در اسرائیل، ۱۳۹۹ش، ص۲۶.

سرچينې

بهرنۍ اړیکې