منځپانگې ته ورتلل

د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران

د wikishia لخوا
د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران
د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو یوه برخه
د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران نښه
د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران نښه
نور نومونهسپاه
تأسیسد ۱۳۵۸لمریز کال د غویي ۲مه نیټه
بنسټ ایښودونکیامام خمیني

د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران (ساتندویه ځواک) یو پوځي بنسټ دی چې د ایران د اسلامي انقلاب او د هغې د لاسته‌راوړنو د ساتنې په موخه، د ۱۳۵۸ هـ ل د غویی/ ثور په ۲ نېټه، د امام خمیني په رسمي امر جوړ شو.

سپاه پاسداران د ۱۳۶۴ هـ ل د وږي/سنبلې په ۲۶مه، د امام خمیني په حکم، په درې برخو: ځمکنۍ، هوايي او بحري ځواکونو کې پراخ شو، او وروسته په ۱۳۶۹ هـ ل کال کې، د ایران د اسلامي د جمهوريت د مشرتابه سید علي خامنه‌اي په امر، دوه نور ځواکونه: د قدس ځواک او د بسیج مقاومت سازمان هم ورسره یو ځای شول. په دې توګه سپاه پنځه ځواکونه لري. دا ځواک، پر نظامي فعالیتونو سربېره، په استخباراتي، رغنیزو او فرهنګي برخو کې هم فعاله دی.

د ایران د اساسي قانون د ۱۱۰م اصل له مخې، د سپاه د عمومي قوماندان ټاکنه، لرې کول او استعفا منل د رهبر له صلاحیتونو او دندو څخه شمېرل کېږي. د ۱۴۰۴ هـ ل د غبرګولي/جوزا له ۲۳مې نېټې، د سید علي خامنه‌اي په حکم، محمد پاکپور د سپاه عمومي قوماندان ټاکل شوی.

د امریکا حکومت د ۱۳۹۸ هـ ل د وري/حمل په ۱۹مه، په یوه اعلامیه کې، د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران، او په ځانګړې توګه قدس ځواک، په رسمي توګه د بهرنيو ترهګرو ډلو په نوملړ کې شامل کړ. د ایران د ملي امنیت عالي شورا په مقابل اقدام کې، د امریکا حکومت د ترهګرۍ ملاتړی دولت او د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) یا په لوېدیځه آسیا کې د امریکا ځواکونه، ترهګره ډله اعلان کړل.

امام خمیني د سپاه ځواکونه د اسلام سرتېري بللي، او سید علي خامنه‌اي دغه سازمان د انقلاب له نه‌جلا کېدونکو ارکانو او عناصرو څخه ګڼلی، چې په نشتوالي یې انقلاب له جدي ګواښونو سره مخ کېږي.

پېژندنه

سپاه پاسداران انقلاب اسلامی یو بنسټ دی چې له لویې درستیزوالۍ، په سپاه کې د ولی فقیه د استازولۍ، د سپاه استخباراتي ساتنې سازمان، ځمکني ځواک، هوایي ځواک، بحري ځواک، د مقاومت بسیج، د قدس سپاه او په دې پورې اړوندو سازمانونو څخه جوړ شوی دی.[۱]

د ایران د اساسي قانون د ۱۵۰مې اصل پر بنسټ، د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران چې د انقلاب د بري په لومړیو ورځو کې جوړ شو، په دوامداره توګه د انقلاب او لاسته‌راوړنو د ساتنې رول لري او باقی پاتې کیږي.[۲] همدارنګه د ۱۱۰م اصل له مخې، د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د لوی قوماندان لرې کول، ټاکل او د هغه استعفا منل د رهبرۍ اختیارونه او دندې دي.[۳] د ۱۴۰۴ هـ ل د غبرګولي پر ۲۳مه، محمد پاکپور د سید علي خامنه‌اي په حکم سره د سپاه پاسداران د لوی قوماندان په توګه وټاکل شو.

د ایران په کالهنداره کې، د شعبان دریمه نیټه چې د امام حسین(ع) د زوکړې له ورځې سره برابره ده د پاسدار د ورځې په توګه ټاکل شوې ده.[۴]

مقام او حیثیت

امام خمیني د سپاه ځواکونه د اسلام سرتېري بولي او له خلکو یې د هغه ملاتړ غوښتی دی.[۵] د سپاه له یوې ډلې سره په یوه لیدنه کې یې له سپاه څخه خپل رضایت داسې څرګند کړ: «زه له سپاه څخه راضي یم او له تاسو څخه زما نظر هیڅکله نه اوړي. که سپاه نه وای، هېواد به هم نه وای. زه سپاه پاسداران ته ډېر درناوی لرم او مینه ورسره کوم. زما سترګې تاسو ته دي.»[۶]

د ایران د اسلامي جمهوریت مشر سید علي خامنه‌اي سپاه ځواک له داسې ماشوم سره تشبیه کړی دی چې د انقلاب په لومړیو کې زیږیدلی، انقلاب کې یې وده کړې او لوی شوی، او اوس د انقلاب نه‌بیلېدونکی رکن او توکی دی؛ او که شتون ونلري، انقلاب به له جدي خطرونو سره مخ شي.[۷]

د امریکا حکومت د ۱۳۹۸ هـ ل د وري پر ۱۹مه، د هغه وخت ولسمشر دونالد ټرمپ په یوه اعلامیه کې سپاه پاسداران انقلاب اسلامی او په ځانګړې توګه د قدس ځواک په رسمي ډول د بهرنیو ترهګرو ډلو په نوملړ کې شامل کړل.[۸] د ایران د ملي امنیت عالي شورا په ځواب کې د امریکا رژیم د ترهګرۍ ملاتړی دولت او د امریکا سنټکام قوماندانۍ یا په لوېدیځه آسیا کې د امریکا ځواکونه ترهګره ډله وبلل.[۹]

تاریخچه او جوړښت

سپاه پاسداران انقلاب اسلامی یو نظامي بنسټ دی چې د انقلاب او د هغه د لاسته‌راوړنو د ساتنې لپاره، د امام خمیني په حکم د ۱۳۵۸ هـ ل د غویي /ثور پر ۲مه تاسیس شو.[۱۰]

محسن رفیق‌دوست (له ۱۳۶۸ل تر ۱۳۷۶ل پورې د مستضعفانو د بنسټ مشر) په خپلو یادیزو کې له پوځه جدا د انقلاب د دفاع لپاره د یو ځواک د جوړېدو د فکر په اړه وايي چې محمد منتظري لومړی کس و چې وړاندیز یې وکړ د انقلاب د ساتنې لپاره یو ځواک جوړ شي.[۱۱] د رفیق دوست په وینا په اوله کې څه باندې څلور وسله‌والې ډلې جوړې شوې چې ګډ هدف یې د انقلاب ساتنه وه، او هرې یوې د ځان دنده د انقلاب ساتنه ګڼله.[۱۲] دغه څلور ډلې وروسته سره یوځای شوې. او د دولس کسانو په کومانده یې یوه نوې شورا جوړه کړه. په قم کې له امام خمیني سره د دغه ډلې د دریو غړو په کتنه کې هغه له موقت دولت څخه خپلواکه د یومکتبي وسلوال ځواک د جوړیدو امر وکړ او په دې ډول د ۱۳۵۸ل کال د غویي په دوهمه سپاه پاسداران په رسمي ډول جوړ شو.[۱۳]

د ۱۳۶۴ هـ ل د وږي پر ۲۶ مه، امام خمیني د سپاه پاسداران درې نوي ځواکونه: ځمکنی، هوایي او بحري پرانیستل.[۱۴] بیا د ۱۳۶۹ هـ ل کال کې، د سید علي خامنه‌اي په حکم، په سپاه کې دوه نور ځواکونه، د قدس ځواک او د مقاومت بسیج، ور اضافه شول، او اوس سپاه پنځه ځواکونه لري.[۱۵]

سازماني جوړښت

د سپاه پاسداران ځمکنی جوړښت په دې ډول دی:

ځمکنی ځواک

ځمکنی ځواک چې د «نزسا» په مستعار نوم پېژندل کیږي رسمي فعالیت یې د ۱۳۶۴ هـ ل کال راهیسې د یحیی رحیم صفوي په قوماندانۍ پیل شوی. د دې ځواک فرقې او لواوې د پوځ په ترڅ کې په مختلفو ولایتونو کې جوړې شوې.[۱۶] د ۱۳۸۸ هـ ل د غويي په ۹ مه، محمد پاکپور د سید علي خامنه‌ۍ په حکم سره په دې ځواک کې د اوم قوماندان په توګه وګومارل شو. محمد کرمي د غبرګولي ۱۴۰۴ ل راهیسې د دې ځواک قومانده په غاړه لري.

په سپاه پاسداران انقلاب اسلامی کې د ځمکني، هوایي او سمندري ځواک د جوړولو په اړه د سپاه د هغه وخت کوماندان محسن رضایی ته د امام خمیني لیک

بحري ځواک

بحري یا سمندري ځواک چې د «ندسا» په مستعار نوم پېژندل کیږي، د ۱۳۶۴ هـ ل کال راهیسې، د ایران او عراق د جنګ پر مهال د حسین علایي په قوماندانۍ فعالیت پیل کړ.[۱۷] د دې ځواک دنده پردیو د یرغل په وړاندې د ایران د آبي پولو ساتنه او دفاع ده.[۱۸] د ۱۳۹۷ هـ ل د وژی/ سنبلې پر ۱ مه، علیرضا تنگسیري د ایران د مشر له خوا د دې ځواک قوماندان ټاکل شو.[۱۹]

هوا فضایي ځواک

د سپاه پاسداران هوایي ځواک د ۱۳۶۴ ل کال راهیسې خپل کار پېل کړ؛ په ۱۳۸۸ ه ل کې یې فضایي برخه ورزیاته کړه او هغه یې هوا فضایي ځواک وګرځاوه.[۲۰] دغه ځواک په اختصاري ډول «نهسا» بلل کېږي چې نه یوازې د هوايي، بلکې د توغندویي او فضایي فعالیتونو مسؤل هم دی.[۲۱]

دغه ځواک د ۱۴۰۳ هـ ل د وري په ۲۶ [۲۴] او د تلې په لسمه نیټه[۲۲] د ایران د اسلامي جمهوریت په خلاف د اسراییلو د غلیمانه اقداماتو په ځواب کې په لومړي ځل په نیواکي سیمو کې د پوځي او امنیتي هدفونو په خلاف د وعده صادق ۱، او ۲ په نوم هوایي او توغندویي حملې تر سره کړې.[۲۳] همداراز ځواک د قدس ځواکونو د وخت د کوماندان قاسم سلیماني د ترور په غبرګون کې په بغداد کې د امریکا په پوځي اډه برید وکړ.[۲۴] اسرائیلو د ۱۴۰۴ هـ ل د غبرګولي پر ۲۳ حاجي‌زاده او د دغه ځواک ځینې نور کوماندانان په برید کې ترور کړل. په ځینو نورو قوماندانانو یو برید وکړ. دغه ځواک د ایران په خاوره د اسراییلو د پوځي برید او ترور په غبرګون کې د ۱۴۰۴ل کال د غبرګولي په په میاشت کې د وعده صادق ۳ عملیات ترسره کړل.

امیرعلي حاجي‌زاده له ۱۳۸۸ ل کال راهیسي تر ۱۴۰۴ ل د دې ځواک قومانده په غاړه درلود.[۲۵] د هغه له ترور وروسته، سید حسین موسوی افتخاري د دې ځواک د قوماندان په توګه ټاکل شو.

سپاه قدس

اصلي مقاله: سپاه قدس

په سپاه قدس مشهور د سپاه پاسداران قدس ځواک د ایران د اسلامي جمهوریت له پولو بهر فعالیتونو د زیاتولو په موخه په ۱۳۶۹ هـ ل کال کې د ایت الله خامنه اي په امر او د احمد وحیدی په کومانده جوړ شو،[۲۶] د قاسم سلیماني له شهادت وروسته، اسماعیل قاآني د ۱۳۹۸ ل د ایران د رهبر په امر د دغه ځواک کوماندان شو.[۲۷] د دې ځواک فعالیتونو کې د مقاومت ډلو لکه د لبنان حزب‌الله، د عراق حشدالشعبی، د افغانستان فاطمیون لښکر او د یمن انصار الله په شان ډلو جوړول او پیاوړي کول؛[۲۸] چې د امریکا او اسراییل او دهغوي له نقشو سره د مبارزې په هدف وشو،[۲۹] د بوسنیا، افغانستان او لبنان په شان هیوادونو کې مشورتي شتون[۳۰] او په عراق او سوریې کې له داعش سره مبارزه[۳۱] شامله ده.

د بسیج مستضعفین سازمان

د سپاه د ټولګې برخه او د ایران د رهبر تر مشرۍ لاندې یوه ملیشه ای سازمان او بنسټ دی چې د انقلاب او د هغه د بریاوو د ساتنې په موخه د ۱۳۵۸ ل کال د لیندې په ۵ د امام خمیني په امر جوړ شو او په ۱۳۵۹ هـ ل د ‌مرغومي په میاشته کې د اسلامي شورا له تصویبه وروسته یې قانوني او رسمي بڼه خپله کړه.[۳۲] په ۱۳۶۹ هـ ل کې د ایران د مشر د سید علي خامنه‌اي په حکم، بسیج له سپاه سره یو ځای شو.[۳۳] د ۱۳۸۸ هـ ل د تلې پر ۱۲مه یې نوم له «نیروی مقاومت بسیج» څخه «سازمان بسیج مستضعفین» ته بدل شو.[۳۴]

غیرنظامي فعالیتونه

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځینې ملکي فعالیتونه په لاندې ډول دي:

استخباراتي فعالیتونه

د سپاه استخباراتي چارې د «سازمان اطلاعات سپاه» تر نامه لاندې په یو سازمان کې ترسره کېږي.[۳۵] د سپاه پاسداران د اطلاعاتو یونټ د دغه ارګان له جوړېدو سره په یو وخت د سپاه د اطلاعاتو او څېړنو د ادارې یا برخې په توګه خپل فعالیت پېل کړ او د انقلاب ضد ډلګیو سره د مقابلې دنده یې په غاړه واخیسته.[۳۶] په ۱۳۶۳ل کال کې او د اطلاعاتو وزارت په جوړېدو سره، د سپاه د اطلاعاتو د یونټ ځواکونه دغه وزارت ته منتقل او د سپاه د اطلاعاتو برخې د پوځي اطلاعاتو د راغونډولو کار په غاړه واخیست او عملا د اطلاعاتو او عملیاتو په یونټ یا واحد بدل شو..[۳۷] د ۱۳۷۰ ل لسیزې په مینځنیو کې، دغه ځواک پر پوځي ماموریتونو سربېره، د «معاونت اطلاعات ستاد مشترک سپاه» په نوم امنیتي ماموریتونه هم په غاړه واخیستل او په ۱۳۸۸ ل کال کې د اطلاعات یا استخباراتو یونټ، د حسین طائب په مشرۍ د سپاه د اطلاعاتو په سازمان بدل شو.[۳۸]

د سپاه کوماندانان: له ښي اړخه محسن رضایي (له ۱۳۶۰ ل تر ۱۳۷۶ ل)، یحیی صفوي (له ۱۳۷۶ ل تر ۱۳۸۶ ل)، محمدعلی جعفري (له ۱۳۸۶ ل تر ۱۳۹۸ ل) او حسین سلامي (له ۱۳۹۸ل تر ۱۴۰۴ ل د غبرګولي تر ۲۳ ل پورې)

د رغاونې او ابادونې فعالیتونه

د سپاه پاسداران د رغاونې او ابادونې چارې د خاتم الانبیاء د رغاونې قرارګاه تر څارنې لاندې ترسره کېږي.[۳۹] دا یو دولتي وزمه بنسټ دی چې د ۱۳۶۸ هـ ل کال په پای کې د محسن رضايي ( د سپاه د هغه وخت د کوماندان ) لخوا د ایران او عراق له اته کلن جنګ وروسته د هیواد د بیارغاونې په چارو کې د ګډون په موخه جوړ شو.[۴۰] سید حسین هوش‌السادات د ۱۳۹۹ هـ ل کال د کب پر ۲۳مه د سعید محمد په ځای د دې قرارګاه قوماندان وټاکل شو.[۴۱]

کلتوري‌ او رسندویي فعالیتونه

د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي فرهنګي/ کلتوري او رسندویي فعالیتونه د بقیة الله(عج) د فرهنګي ټولنیزې قرارګاه تر څارنې لاندې ترسره کېږي.[۴۲] په ۱۳۹۸ هـ ل کال کې د غويي په لومړۍ نیټه محمد علي جعفري د دې قرارګاه قوماندان وټاکل شو.[۴۳] محمد علي پورمختار (د مجلس پخوانی غړی او د سپاه پخوانی نظامي) وايي چې دا قرارګاه نېغ په نېغه د رهبر تر څارنې لاندې ده، او د فرهنګي او رسندویي جنګ په ډګرونو کې د فعایت، د انقلاب د بریاو د ساتنې او دودونې او د سافټ ویر او رسندویي طریقو سره له کلتوري بې لارۍ او ګمراهۍ سره د مبارزې په موخه جوړه شوې ده.[۴۴]

فوټ نوټ

  1. «متن کامل آیین‌نامه انضباطی نیروهای مسلح جمهوری اسلامی ایران»، سایت سازمان قضایی نیروهای مسلح.
  2. «قانون اساسی جمهوری اسلامی ایران»، سایت مرکز پژوهش‌های مجلس شورای اسلامی.
  3. «قانون اساسی جمهوری اسلامی ایران»، سایت مرکز پژوهش‌های مجلس شورای اسلامی.
  4. «ولادت امام حسین (ع) و روز پاسدار در سال ۹۹ چه روزی است؟»، سایت تقویم.
  5. امام خمینی، صحیفه نور، ج۹، ص۲۵.
  6. امام خمینی، صحیفه نور، ج۸، ص۲۵۸.
  7. نمایندگی ولی فقیه، سپاه از دیدگاه مقام معظم رهبری، ۱۳۷۱ش، ص۹-۱۱.
  8. نمایندگی ولی فقیه، سپاه از دیدگاه مقام معظم رهبری، ۱۳۷۱ش، ص۹-۱۱.
  9. «از اقدام آمریکا در تروریستی خواندن سپاه تا واکنش ایران/ تحلیل‌های کارشناسان و واکنش‌های جهانی»، سایت خبری شفقنا.
  10. «سپاه پاسداران چگونه تأسیس شد و فرماندهانش چه کسانی بودند؟»، سایت خبرگزاری تسنیم.
  11. «سپاه پاسداران چگونه تأسیس شد و فرماندهانش چه کسانی بودند؟»، سایت خبرگزاری تسنیم.
  12. «سپاه پاسداران چگونه تأسیس شد و فرماندهانش چه کسانی بودند؟»، سایت خبرگزاری تسنیم.
  13. نظرپور، «نقش سپاه پاسداران انقلاب اسلامی در تداوم انقلاب اسلامی»، ص۴۹.
  14. تولایی، مدیریت تحول و تعالی؛ مطالعه موردی سپاه پاسداران انقلاب اسلامی، ۱۳۹۵ش، ص۶.
  15. تولایی، مدیریت تحول و تعالی؛ مطالعه موردی سپاه پاسداران انقلاب اسلامی، ۱۳۹۵ش، ص۷.
  16. «نیروی زمینی سپاه»، سایت خبرگزاری تسنیم.
  17. «نیروی دریایی سپاه»، سایت خبرگزاری تسنیم.
  18. «آمادگی کامل برای دفاع از مرزهای آبی و امنیت کشور داریم»، سایت خبرگزاری مشرق‌نیوز.
  19. «سردار تنگسیری را بیشتر بشناسید»، سایت خبرگزاری دفاع مقدس.
  20. «نیروی هوافضای سپاه»، سایت خبرگزاری تسنیم.
  21. «نیروی هوافضای سپاه»، سایت خبرگزاری تسنیم.
  22. «ده‌ها فروند پهپاد و موشک به سمت سرزمین‌های اشغالی شلیک شد»، خبرگزاری ایرنا.
  23. «بیانیه سپاه پاسداران انقلاب اسلامی درخصوص عملیات موشکی علیه اسرائیل»، العالم.
  24. «انتقام سخت با شلیک دهها موشک به پایگاه آمریکایی عین‌الاسد»، خبرگزاری ایرنا.
  25. «فرماندهان نیروی هوافضای سپاه از ابتدای تاسیس تا کنون را بشناسید»، سایت خبرگزاری میزان.
  26. بهمن، «نقش نیروی قدس در حل بحران‌های غرب آسیا»، ص۲۴.
  27. بهمن، «نقش نیروی قدس در حل بحران‌های غرب آسیا»، ص۲۴.
  28. بهمن، «نقش نیروی قدس در حل بحران‌های غرب آسیا»، ص۱۶-۱۹.
  29. خسروشاهین، «بازدارندگی محور مقاومت».
  30. «نیروی قدس در کدام جنگ‌ها حضور یافت؟»، سایت خبرگزاری مشرق.
  31. نجابت، «گروهک تروریستی داعش و امنیت ملی جمهوری اسلامی ایران؛ چالش‌ها و فرصت‌ها»، ص۱۱۲.
  32. «سازمان بسیج مستضعفین»، سایت خبرگزاری تسنیم.
  33. «نیروی قدس سپاه چگونه شکل گرفت؟»، سایت خبرگزاری فارس.
  34. «چگونگی شکل‌گیری سازمان بسیج مستضعفین»، سایت باشگاه خبرنگاران جوان.
  35. «سازمان حفاظت اطلاعات سپاه؛ دو دهه خوشنامی و گمنامی»، سایت خبرگزاری مشرق‌نیوز.
  36. «یک ادغام در سازمان اطلاعات سپاه»، سایت خبرگزاری مشرق‌نیوز.
  37. «یک ادغام در سازمان اطلاعات سپاه»، سایت خبرگزاری مشرق‌نیوز.
  38. «یک ادغام در سازمان اطلاعات سپاه»، سایت خبرگزاری مشرق‌نیوز.
  39. «قرارگاه خاتم الانبیاء»، سایت خبرگزاری تسنیم.
  40. «قرارگاه خاتم الانبیاء»، سایت خبرگزاری تسنیم.
  41. «آیین تکریم و معارفه فرمانده قرارگاه سازندگی خاتم الانبیا(ص) برگزار شد»، سایت خبرگزاری جمهوری اسلامی.
  42. «پرسش‌ها و ابهامات دربارۀ قرارگاه فرهنگی اجتماعی حضرت بقیه الله»، سایت خبرگزاری انصاف.
  43. «جنگ نرم»، سایت Khamenei.ir.
  44. «پرسش‌ها و ابهامات دربارۀ قرارگاه فرهنگی اجتماعی حضرت بقیه الله»، سایت خبرگزاری انصاف.

سرچينې