جعفر بن علي بن ابي طالب

د wikishia لخوا
(له جعفر ابن علی نه مخ گرځېدلی)
د امام حسین(ع) په حرم کښې د کربلا د ځینو شهیدانو قبرونه

جعفر بن علي بن ابي طالب د امیر المومنین او ام البنین زوی چې د کربلا په پيښه کې حاضر و او له خپلو وروڼو عباس، عبدالله او عثمان سره د عاشورا په ورځ شهید شو.

زوکړه او نسب

جعفر، د امام علی(ع) او فاطمه بنت حزام بن خالد چې په «ام البنین» مشهوره وه، زوی دی. امام علی(ع) د هغه مینې له سببه چې خپل ورور جعفر ابن ابي طالب سره یې لرله د هغه نامه یې جعفر کیښوده.[۱]

ځينې په دې اند دي چې د شهادت په وخت کې ۱۹ کلن و،[۲] نو دې ته په پام د پلار له شهادت وروسته پيدا شوی دی. ځينې په دې اند دي چې د شهادت په وخت کې يې عمر ۲۱ کاله و[۳] چې له مخې يې د خپل عمر دوه کاله د امام علي عليه السلام په زمانه کې تېر کړي دي.

شهادت

جعفر د امام حسین علیه السلام له مدینه نه وتلو سره سم هغوي سره و.[سرچینې ته اړتیا] د مورخانو په نقل د عاشورا په ماځیګر، حضرت عباس خپل وروڼه (عبدالله، جعفر او عثمان) دې ته وهڅول چې له هغه وړاندې میدان ته لاړ شي او ویې فرمایل: وړاندې شئ چې د خدای او د هغه د رسول په لاره کې زه ستاسو اخلاص او خیرخواهي ووینم، ځکه چې تاسو بچي نه لرئ.[۴] نو جعفر میدان ته ووت په داسې حال کې چې دا رجز یې لوسته:




إِنِّی أَنَا جَعْفَرٌ ذُو الْمَعَالِی ابْنُ عَلِی الْخَیرِ ذُو النَّوَالِ‏
ذَاكَ الْوَصِی ذُو السَّنَا وَ الْوَالِی حَسْبِی بِعَمِّی جَعْفَرٍ وَ الْخَالِ
أَحْمِی حُسَیناً ذَا النَّدَى الْمِفْضَال‏


زه جعفر د ویاړونو او شرافتونو لرونکی او د مهربان او بخښونکي علي زوی یم.
هغه علي چې د رسول الله(ص) وصي او د لوړ مقام خاوند او ولي دی. زما لپاره په خپل تره جعفر او د ماما فخر کافي دی.
زه د هغه حسین ملاتړ کوم چې د سخاوت او بزرګۍ څیښتن دی.[۵]

اخر دا چې خولي بن یزید اصبحي یو غشې د هغه په لور وویشت چې د هغه په سر یا سترګه کې ولګېد.[۶] او د هاني بن ثبیت حضرمي په وینا هغه یې شهید کړ.[۷]

په زیارت الشهدا کې د هغه نامه

په زیارت الشهدا کې د جعفر بن علی ستاینه شوې ده:

«السَّلَامُ عَلَی جَعْفَرِ بْنِ أَمِیرِ الْمُؤْمِنِینَ الصَّابِرِ نَفْسُهُ مُحْتَسِباً وَ النَّائِی عَنِ الْأَوْطَانِ مُغْتَرِباً الْمُسْتَسْلِمِ لِلْقِتَالِ الْمُسْتَقْدِمِ لِلنِّزَالِ الْمَکثُورِ بِالرِّجَالِ»
سلام دې وي پر جعفر بن امیر المؤمنین هغه څوک چې د خدای د رضا په لاره کې یې په خپل ځان صبر وکړ او د مسافرۍ په خاوره کې یې د جګړې لپاره ځان چمتو کړ او د جګړې لپاره مخته ولاړ، ډېرو جنګیالیو پرې برید وکړ. [او هغه یې شهید کړ.]

اړونده لیکنې

فوټ نوټ

  1. سماوی، إبصار العین، ۱۴۱۹ق، ص۶۹.
  2. امین، اعیان الشیعه، ۱۴۰۳ق، ج۴، ص۱۲۹.
  3. سماوی، إبصار العین، ۱۴۱۹ق، ص۶۹.
  4. مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۱۰۹
  5. ابن شهرآشوب، مناقب، ۱۳۷۹ق، ج۴، ص۱۰۷.
  6. ابن شهرآشوب، مناقب، ۱۳۷۹ق، ج۴، ص۱۱۶.
  7. طبری، تاریخ، ۱۳۸۷ق، ج۵، ص۴۴۹.

سرچينې